د “اسیا پېړۍ” او د امریکا زیاتېدونکې پاملرنه

 

ذاکر جلالي

“د سیاست راتلونکی په اسیا[ختیځ] کې ټاکل کېږي، نه په افغانستان او عراق کې”، هیلري کلنټن، اکټوبر ۲۰۱۱

په تاریخي لحاظ نولسمه پېړۍ کې انګرېز استعمار پر نړۍ واک چلاوه. د شلمې پېړۍ پیل کې بشر داسې دوې بې‌مخېينې ورانوونکې جګړې وکړې، چې د پېړۍ د سیاست لوری یې بدل کړ. له دوو نړیوالو جګړو وروسته، د نړۍ مشري دوو زبرځواکونو ته له دوو متضادو ایډیالوژيو سره پاتې شوه. پخوانی شوروي اتحاد له کمونیستي او متحده الایات له لیبرال ډیموکراسۍ فکرونو سره پاتې شول. پر سیاسي تربګنۍ سربېره، د دواړو لوریو ایډیالوژۍ هم بس وې، چې نړۍ کې د جګړې اور ته د سونګ مواد چمتو کړي. که څه هم د شلمې پېړۍ دویمه نیمايي د “سړې جګړې” پېر ګڼل کېږي؛ خو لکه څنګه چې په پای کې هم همداسې شول، د امریکا د متحده ایالاتو د بریا چانسونه او احتمالونه زیات وو؛ ځکه ځینې څېړونکي شلمه پېړۍ د امریکايي راج دوره بولي. په همدې ترتیب سره، یوویشتمه پېړۍ د “اسیا پېړۍ” په توګه یادېږي. په دغې لویې وچې کې راپورته کېدونکي سیاسي او اقتصادي ځواکونه او په سیمه کې د ودې او پرمختګ شته فرصتونه او ظرفیتونه هغه څه دي، چې یوویشتمه پېړۍ د اسیاوالو ګڼي.

“اسیا پېړۍ”

د اسیا لویه وچه د مساحت او نفوسو له نظره د نړۍ له ټولو لویو وچو څخه پراخه ده. په ۲۰۱۱م کال کې د اسیايي پراختیايي بانک یوه څېړنه وايي چې د یوویشتمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې به درې میلیارده اسیاوال د ژوند له هغو اسانتیاوو برخمن وي، چې نن اروپایان ترې ګټه پورته کوي. همدا راز به د نړۍ له نیمايي زیات تولیدات په اسیا کې کېږي.

د “اسیا پېړۍ” اصطلاح د شلمې په پېړۍ په اتیایمو کلونو کې رامنځ ته شوه. ویل کېږي، چې دا اصطلاح د چین د رهبر ډین شوپينګ او هندي لومړي وزیر راجیو ګاندي ترمنځ په یوې کتنه کې په ۱۹۸۸ کې د “اسیا پېړۍ” پر اصطلاح خبرې شوې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیرې، مېرمن هېلري کلنټن په ۲۰۱۱ کال کې وویل: “د سیاست راتلونکی په اسیا کې ټاکل کېږي، نه په افغانستان او عراق کې”. له هغې راهیسې چې په امریکا کې ډیموکراتان په واک کې دي، ختیزې اسیا ته د امریکا پاملرنه مخ په زیاتېدو ده.

د “اسیا پېړۍ” د تصور د مطرح کېدو عمده دلیل دا دی چې په تېرو درېوو لسیزو کې په اقتصادي ډګر کې د اسیا پرمختګ د پاتې نړۍ له پرمختګ څخه زیات و.

سپرټلي ټاپوګانې، د ستونزې جرړه

د سویلي چین سمندرګي کې د سپرټلي ټاپوګان په سیمه کې د نژدې هېوادونو ترمنځ پر یوې دیپلوماتیکې لانجې بدلې شوې دي. نه یوازې د سیمې هېوادونه، بلکې د امریکا متحده ایالات هم وخت نا وخت د سپرټلي ټاپوګانو په تړاو خپله “اندېښنه” څرګندوي.

سپرټلي ټاپوګان د برونای، چین، مالیزیا، فیلیپین، تاویان او ویتنام ترمنځ دعوه‌ګیرې جزیرې دي. دغه ټاپوګان سویلي چین سمندرګي کې پرتې دي. تر دې دمه اړوندو هېوادونو خپلې دعوې د دیپلوماتیکو وسیلو او چینلونو له لارې څرګندې کړې او ډېر لږ یې په سیمه کې سپکې وسلې ځای پر ځای کړي دي. له برونای پرته نور ټولو هېوادونو د سپرټلي جزیرو یو څه برخې لا واردمخه نیولې دي.

د دغو جزیرو اهمیت په سیمه کې د ګازو او تېلو د شته زېرمو او ورسره د دغو جزیرو د ستراتیژيک موقعیت له امله دی. د سپرټلي جزیرو کې د ګازو او تېلو ناسپړل شوي زېرمې موجودې دي. پر اقتصادي ګټو سربېره، د سپرټلي جزیرې او سویلي چین سمندرګی د شمال ختیزې اسیا د وصل سمندري لار هم ده.

زېرمې: په ۱۹۶۸م کال کې په دغو جزیرو کې د تېلو شتون ثابت شو. د چین د جیالوژۍ او معدن وزارت اټکل کړی و چې دغه جزیرې د ۱۷،۷میلیارده ټنو په کچه د تېلو او ګازو زېرمې لري. دغه سیمه د ګازو او تېلو له نظره په نړۍ کې د دغو معدنونو څلورم بستر ګڼل کېږي. د ۱۹۷۶م کال په مارچ کې فیلیپین د “پالوان” په ساحل کې د تېلو استخراج پیل کړ. په ۲۰۱۰ دغو زېرمو په ټول فیلیپین کې د مصرفېدونکو تېلو ۱۵سلنه برخه تشکیلوله.

کب‌نیونه: دغه سیمه د نړۍ د کب‌نیونې له غني سیمو څخه ګنل کېږي. په ۱۹۸۸ کې سویلي چین سمندرګي کې د شته کبانو کچه د نړۍ په سطحه ۸سلنه ګڼل شوې وه. دغه شمېره په ۲۰۱۰ کې ۳۵سلنو ته وخته. چین داسې وړاندوینه کوي چې د سپرټلي جزیرو تېل، ګاز او کبان په ګډه سره د یو ټرېلیونه ډالرو په کچه ارزښت لري.

د بېړیو سمندري لیکه: دغه سیمه د نړۍ یو له هغو سیمو څخه ده چې د نړۍ د سوداګریزو بېړیو ډېره ګڼه ګوڼه پرې ده. په اتیایمو کلونو کې اټکل شوی و چې هره ورځ په اوسط ډول ۲۷۰ سوداګریزې بېړۍ له دغې لارې څخه تېرېږي. هر کال د نړۍ له نیمايي ډېرې بېړۍ له دې سیمې تېرېږي. د تېلو سمندري ټانکر د نړیوالې سوداګرۍ بله برخه ده چې ډېره تکیه یې پر همدې سیمې ده. د سویلي چین پر سمندرګي د تېرېدونکو د تېلو بېړیو اندازه درې ځلې د سویز کانال څخه زیاته ده او دا کچه پنځه ځلې د هغو بېړیو ده چې د پانامه له کاناله تېرېږي.

“اسیا ته څرخېدل”

ختیزې او سویل ختیزې اسیا ته د امریکا د متحده ایالاتو توجه مخ پر زیاتېدو ده. د امریکا له دغه سیاست “Pivot to Asia” اسیا ته تاوېدلو څخه موخه په پسیفیک اسیا کې د دغه هېواد سیاسي و نظامي نفوذ زیاتېدا ته اشاره ده. د اوباما حکومت د “Pivot” یا تاوېدا یا څرخېدا پر ځای د “Rebalance” یا انډول برابرولو کلمه ښه بولي. په دې معنا چې له دې پخوا د متحده ایالاتو د سیاست ډېر فوکس په اسیا کې پر منځني ختیځ و. امریکایان په ښکاره همدا دلیل وايي؛ خو د امریکا نوي سیاستونه ښيي چې تر ډېره بریده د شلمې پېړۍ د سړې جګړې لوبې یې پیل کړي. هغه مهال یې په اسیا او اروپا کې د ټرومین د ډاکټرین له مخې د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ پراخېدا ایساروله. اوس د امریکا له خوځښتونو ښکاري چې د چین د پرمختګ او پراختیا د مخنیوي هڅې کوي.

تېره اوونۍ د هارواډ پوهنتون پروفیسر او د امریکا امنیتي مفکر او څېړونکي، جوزیف نای له ډیپلومات سره په مرکه کې وویل: “ختیزه اسیا په اقتصادي لحاظ د نړۍ له هغو سیمو څخه ده چې په ډېرې چټکۍ سره وده کوي. زه فکر کوم د اوباما ادارې فکر کړی چې موږ دغې سیمې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې”. پروفیسر نای د متحده ایالاتو د تصمیم په اړه چې ختیزې اسیا ته به یې پاملرنه زیاتېږي وايي: “دا [پاملرنې زیاتېدا] له ځان سره نظامي برخه هم لري؛ نو ځکه متحده ایالات په پام کې لري چې په ۲۰۲۰ کې يې شپېته سلنه سمندري ځواک په پسیفیک [ختیزې اسیا] کې ځای پر ځای کړي”[1].

بل ټکر، “نوې” سړه جګړه؟

چین په هغو غونډیو د مصنوعي جزیرو پر جوړولو کار پیل کړی چې له پخوا پرې فیلپین دعوه لرله. د چین له خوا د نوو مصنوعي جزیرو جوړېدا په سیمه کې د تازه دیپلوماتیک ټکر پېښه ده. د فیلیپین د کایلان جزیرې ښاروال ټیلیګراف ته ویلي و چې ده چینایان لیدلي وو چې د جزیره جوړونې کار يې په چټکۍ سره روان کړی و.

د امریکا د دفاع وزیر مرستیال انټوني بلینکین وویل: “د چین له خوا په پراخه پیمانه د قلمرو نیول سولې او ثبات ته ګواښ ښيي”. ده پر چین غږ وکړ چې کار ودروي. بلینکین د چین پېښه له ختیزې اروپا سره وتړله: “هم په سویلي چین سمندرګي کې او هم په ختیزې اروپا کې موږ داسې هڅې وینو چې په یو اړخیز او توند ډول وضعیت بدلوي. متحده ایالات او ایتلافیان به يې په ګډه سره د دغو تېریو پر ضد ودرېږي”.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لو کنګ د دغو اندېښنو په غبرګون کې وویل: “کار به په څو ورځو کې بشپړ شي. [د جزیرې جوړولو پروژه] له نړیوال قانون سره سمه د بېړیو پر ازادانه تګ راتګ او هوايي الوتنې کومه اغېزه نه کوي”[2].

د سویلي چین په سمندرګي کې د سپرټلي جزیرو پر سر روانه لانجه کې د امریکا “اندېښنه” څرګندول معناداره ده. امریکایان غواړي له دې لارې د چین مخ پر غوړېدا اقتصاد ته ستونزې راولاړې کړي. له بلې خوا په افغانستان کې د داعش په نامه ډلې رامنځ ته کېدا او ورته مخکې له مخکې په کوردننه د امریکايي‌پلوو رسنیو له خوا تبلیغات ښيي چې د دغو نوو هڅو یوه نښه هم چین دی. امریکایان غواړي چین هم په جګړه کې ښکېل کړي. له هغې راهیسې چې طالبانو سیاسي فعالیتونه ګړندي کړي او تل یې دا خبره کړې چې “نه غواړي په راتلونکي کې چاته ګواښ وي”، چین او روس ته ډاډ دی. ځکه امریکایان په افغانستان کې د یوې داسې ډلې رامنځ ته کېدو ته اړتیا ویني، چې چین او روس سره ټکر وکړي.

تېره اوونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي، چې ویل کېږي طبیعتاً خاموش انسان دی، د سویلي چین د لانجې په تړاو توند غبرګون ښکاره کړ: “زر کاله وړاندې چین یو سمندر سره تړلی ملت و. بنا پر دې چین لومړنی هېواد و چې ‘نانشا’ جزیرې يې وموندلې، ویې کارولې او اداره یې کړې”. د بهرنیو چارو وزیر د سپرټلي جزیرو ته د “نانشا” چینايي نوم وکاراوه. وانګ يي د خپلې ادعا په اړه وویل: “د نانشا جزیرو په اړه د چین د ملي حاکمیت ادعا نه زیاته شوې او نه هم کمه شوې. له دې [دعوې] پرته خپلو نیکونو ته مخ نه لرو[3]“. د چین د بهرنیو چارو د وزیر د توندو غبرګونونو هدف دا دی چې امریکایان وپوهوي چې په سیمه کې کوچني هېوادونه د دوی پر ضد راونه پاروي.

کله چې د امریکا د دفاع وزیر تېره اوونۍ د چین له خوا مصنوعي جزیرو پر جوړېدو نیوکه وکړه او دا یې د سویل ختیزې اسیا د امنیت لپاره ګواښ وباله، چین د امریکایانو څرګندونې “چټیاټ” وبلل[4].

د امریکا د “اندېښنو” پایلې

له هغې راهیسې چې د امریکا پام ختیزې اسیا ته شوی، په افغانستان او عراق کې يې خپل حضور کم‌رنګه کړی. که امریکایان له دغو هېوادونو وځي، هڅه به کوي چې حالات له خپلو ګټو سره سم وڅرخوي. کله چې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل د ۲۰۱۱ په ډسمبر کې پای ته ورسېدل، په دغه هېواد کې داسې ډلې رامنځ ته شوې چې په ښکاره یې هغه ډلې کمزورې کړې چې د امریکايي اشغال پر ضد یې مقاومت کاوه. د دغو نوو ډلو راټوکېدا له یوې خوا پرې نه ښودل چې امریکايي‌ضد ډلې واک ته ورسېږي او له بلې خوا کولای شي د عراق بې‌ثباتي په سیمه کې پراخه کړي. د بې‌ثباتۍ پراختیا کولای شي په سیمه کې نور هېوادونه چې ثبات او امنیت یې د امریکا په ګټه نه دی په جګړه کې ښکېل کړي.

د ۲۰۱۴م کال پای په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د محاربوي ماموریت پای وګڼل شو. خو امریکایانو د خپل شتون بڼه بدله کړه. د ۲۰۱۴م کال د سپټمبر په ۳۰مه د ملي يووالي حکومت له امریکایانو سره هغه لانجمنه امنیتي موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې تر لس زرو پورې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د لسو کلونو لپاره له قضايي مصوونیت سره حضور ولري. دغه امریکايي ځواکونه به جګړه کې مخامخ ونډه نه اخلي. په دې موافقتنامه کې ډېر داسې موارد وو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت غوښتل لرې شي؛ خو امریکایانو له شته ابهامونو سره د اشرف غني پر حکومت لاسلیک کړ. د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې په افغانستان کې هم د داعش په نامه د جنګیالیو راټوکېدا او د امریکايي رسنیو له خوا ورته تبلیغات ښيي، چې امریکایان د سیمې لپاره د پراخې بې‌ثباتۍ پلانونه او طرحې لري. د دې بې‌ثباتۍ بستر به افغانستان وي او نښه به یې چین او منځنۍ اسیا وي.

له دې خوځښتونو سره موازي، امریکایان په ختیزې اسیا کې د فلیپین ملاتړ کوي. فلیپین یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د سپرټلي پر جزیرو دعوه لري. له چین سره د فلیپین د ټکر کې له فلیپین څخه د متحده ایالاتو ملاتړ ډېر څرګند دی. تېره مۍ میاشت کې فلیپین رسماً په سیمه ییزو ټکرونو کې د امریکا ملاتړ وغوښت. د فلیپین د دفاع وزیر، ولټایر ګازمین وویل: “زه به د مرستو غوښتنه وکړم دوی [امریکایان] به یې راکړي؛ ځکه چې اوس موږ ځپل کېږو”. رویټرز لیکلي و چې ګازمین به له امریکا څخه د الوتکو، بېړیو او د رادار ساحلي سیستم غوښتنه وکړي.

د پورته شواهدو او نښو په پام کې نیولو سره، داسې ښکاري چې امریکایانو خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې په منځنۍ اسیا کې د روسانو پر ضد او په ختیزې اسیا کې د چین پر ضد د ډلو او حکومتونو ملاتړ وکړي. د “نوې” سړې جګړې وړاندوینه ورو-ورو په حقیقت بدلېدونکې ده.

پای

[1] http://thediplomat.com/2015/06/interview-joseph-nye/

[2] http://www.theguardian.com/world/2015/jun/27/china-proceeds-with-building-artificial-islands-on-reefs- claimed-by-philippines

[3] http://www.straitstimes.com/news/asia/east-asia/story/china-says-changing-its-position-south-china-sea-dispute-would-shame-ances

[4] http://www.theguardian.com/us-news/2015/may/30/us-defense-chief-ash-carter-says-chinas-island-building-erodes-security

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *