سوله؛ آيا مخامخ خبرې پيل شوې؟

په اسلام‌آباد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې، په نړيواله کچه غبرګونونه له ځان سره درلودل. د سولې دغه خبرې-اترې اسلام‌آباد ته څېرمه په مري سیمه کې ترسره شوې، چې د باوري سرچينو له قوله د طالبانو له خوا پکې عبدالطیف منصور (د مولوي نصرالله منصور وراره)، حاجي ابراهیم (د مولوي جلال الدین حقاني ورور) او ملا عباس (د طالبانو د روغتيا کمیسون د بهرنیو اړیکو مسؤول) مهم ګډونوال وو.

د افغانستان د دولت له لوري هم د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي تر مشرۍ لاندې، د سولې عالي شورا غړي حاجي دين محمد، د ولسمشر د لومړي مرستيال استازي فيض الله ذکي، د ولسمشر د دويم مرستيال استازي اسدالله سعادتي، د اجرايي رييس استازي عاصم او د اجرايي رييس د دويم مرستيال استازي محمد ناطقي ګډون کړی و.

د دې ترڅنګ د چین او امریکا استازو هم د ناظرينو په ډول په دې غونډه کې برخه واخېسته. يوناما، سپينې ماڼۍ، د پاکستان لومړي وزير نوازشريف، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر هېوادونو هم د دغو خبرو تود هرکلی وکړ.

دا غونډه د پاکستان په نوښت رابلل شوې وه، چې لومړۍ هغه يې څه موده وړاندې د چين په ارومچي ښار کې جوړه شوې وه. که څه هم دا لومړۍ ځل نه دی چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي، مګر دې غونډې له پخوانيو هغو سره ځينې څرګند توپيرونه درلودل. له دې سره سره د تېرو غونډو په څېر اوس هم دا خبره مطرح وه چې آیا د طالبانو مذاکره‌چيانو په رښتيا هم د اسلامي امارت استازيتوب کاوه او کنه؟

د اسلام‌آباد غونډه او د طالبانو دريځ

که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال پيل شوې، خو د اشرف غني له راتګ سره د سولې خبرو زور واخیست. اشرف غني په خپل لومړني بهرني سفر کې په دې تړاو له چین سره خبرې وکړې او چین هم چمتو شو، چې د طالبانو، افغان دولت، پاکستان او چین لپاره د یوه پلیټ فارم زمینه مساعده کړي.

په همدې تړاو چین د طالبانو د قطر دفتر د استازو کوربه شو او وروسته بیا په فبرورۍ میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر ولاړ او هلته یې د افغانستان د ښکېلو لوریو ترمنځ د مصالحې وړاندیز وکړ. وروسته بيا په مې میاشت کې د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو، افغان حکومت او د سولې عالي شورا ترمنځ ناسته وشوه، چې د طالبانو رسمي سرچینو هغه خبرې رد کړې. د ارومچي په ناسته کې د طالبانو په استازيتوب ملا عبدالجلیل، محمد حسن رحماني او ملا عبدالرزاق ګډون کړی و.

د ارومچي له ناستې وروسته داسې اټکل کېده، چې د سولې د خبرو اترو دویمه ناسته به هم هلته ترسره شي؛ خو طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره دا بهير رد کړ، چې له امله يې چین هم د دغې ناستې له کوربه‌توبه معذرت وغوښت او بيا د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار وزیر په وړانديز دا غونډه په اسلام‌آباد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره طالب استازو چې د قطر دفتر غړي نه وو، د افغان حکومت له استازو سره رسماً خبرې وکړې.

طالبانو هم په اسلام‌آباد کې شوې خبرې په صراحت سره رد نه کړې او له دې غونډې وروسته د طالبانو له اعلاميې ښکاري، چې په اسلام‌آباد کې د طالبانو له برحاله او باصلاحيته کسانو سره خبرې شوې دي، مګر يوازې په يوه څرګند توپير چې دا کسان د قطر دفتر غړي نه وو!

طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله، دا کسان د پرېکړو صلاحیت لري؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ له رسنيو سره په خبرو کې هغه خبرونه رد کړي، چې ګويا په دې غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر غړو ګډون کړی و. له دې سره هم‌مهاله د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد هم د اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د سولې د خبرو اترو صلاحيت یوازې د قطر له دفتر سره دی.

افغان-پاک اړيکې په کوم لور؟

د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د پاکستان په تړاو د افغانستان بهرني سياست څرګند بدلون وموند او په ټوله کې د افغانستان بهرنی سياست پاکستان-محوره شو. که څه هم په پیل کې افغان حکومت د افغانستان د سولې په تړاو خپلې ټولې هیلې له پاکستان سره وتړلې، مګر کله چې د پاکستان ژمنې يوه پر بلې پسې له وخته تېرې شوې، يو ځل بيا د پاکستان د دوه‌مخۍ په تړاو شکونه زيات شول او افغان حکومت په تېره ولسمشر تر فشار لاندې راغی. له همدې کبله يې پاکستان ته یو توند لیک واستاوه او د کابل-اسلام‌آباد په اړیکو کې د تېر په څېر د بې‌باورۍ نښې ولیدل شوې.

په يوه وروستۍ پېښه کې په پکتیکا ولايت کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې اته پاکستاني سرتېري او يو افغان سرتېری ووژل شول، چې له امله يې دواړو هېوادونو د یو بل سفیران هم احضار کړل او اړیکې د خرابېدو پر لور روانې شوې. خو له دې پېښې يوازې څو ورځې وروسته پاکستان د طالبانو ځینې غړي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنول او په کابل کې یې د سولې په تړاو هیلې يو ځل بیا راژوندۍ کړې.

په اسلام‌آباد کې د افغان دولت او طالبانو د استازو رسمي ناسته د دې لامل شوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي بې باوري يو ځل بيا له منځه يوسي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ولیکل: “د افغانستان د ملي وحدت حکومت د پاکستان اسلامي جمهوریت د دغې لومړۍ لیدنې د اسانتیا برابرولو او د سولې عالي شورا د پلاوي د کوربه‌توب قدرداني کوي او همدارنګه هیله لري چې د دوی دغه مرسته عملي او روښانه پایلې ولري، ترڅو په دواړو هېوادونو کې امن او ثبات تامین شي او دواړه ملتونه له جګړې څخه خوندي شي[1].”

ولې د اسلام‌آباد منځګړتوب؟

طالبانو د قطر دفتر له جوړېدو راهیسې په دې خبره ټينګار کړی، چې د سولې د خبرو ټول صلاحيت او مسؤوليت د قطر له دفتر سره دی؛ خو د طالبانو له دغه وضاحت سره سره بیا هم افغان حکومت د دې پر ځای چې د طالبانو د قطر له دفتر سره نېغه اړیکه ونیسي، د پاکستان د فشارونو پرمټ په پاکستان کې له ځینو پخوانيو او اوسنيو طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې پيل کړې دي.

دا چې اوسني برحاله طالبان ولې په دغو خبرو کې برخه اخلي او په اړه یې اسلامي امارت هم جدي غبرګون نه ښيي، لامل یې ښايي دا وي چې دوی د پاکستان د فشارونو له کبله په دې خبرو کې ونډه اخلي. مګر د طالبانو رسمي سرچينو بيا په وار وار روښانه کړې، چې د خبرو اترو صلاحیت یوازې د قطر سیاسي دفتر لري او نور څوک چې په دا ډول خبرو کې برخه اخلي، هغه یوازې د دوی شخصي تصرف دی.

پاکستان او افغان حکومت غواړي، د دغو خبرو له لارې د طالبانو په صفونو کې درزونه واچوي او طالبان په څو ډلو وویشي، د کوم څه لپاره چې له تېرو څو کلونو راهيسې هڅې روانې دي، مګر طالبان بيا تر ډېره بريده د خپل صف د يووالي پر ساتلو بريالي شوي دي. له همدې کبله يې په وروستیو دوو اعلامیو کې هم، چې د سولې د خبرو اترو په اړه یې صادرې کړې، د طالبانو په استازیتوب دغه ګډون‌کوونکي هم نه دي غندلي او ترڅنګ يې د پاکستان له اغېزو هم ځان پاک ښودلی؛ ځکه په اعلاميه کې يې یوازې پر همدې اکتفا کړې، چې د سولې په اړه د خبرو اترو واک یوازې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره دی.

د پاکستان فشار او د طالبانو نوې پالیسي

له ۲۰۰۷ کال راهیسې ورځ تر بلې د پاکستان له خوا پر طالبانو فشارونه زیاتېږي. د بېلګې په توګه د طالبانو دوه جګپوړي چارواکي ملا عبیدالله اخوند او ملا برادر اخوند د پاکستاني استخباراتو له خوا ونیول شول، چې ملا عبیدالله اخوند بيا د پاکستان په زندان کې ساه ورکړه او ملا برادر لاهم به پاکستان کې نظربند دی. د دې ترڅنګ طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله، له ۲۰۰۷ کال راهیسې تقریباً له ۲۲ څخه زیات طالب مشران د پاکستان د آی اس آی شبکې له خوا وژل شوي دي.

دغه فشارونه ټول په همدې موخه وو، چې له طالبانو څخه د دوی د بهرنیو چارو واک واخیستل شي؛ خو کله چې په افغانستان کې اشرف غني ولسمشر شو او د پاکستان پالیسي هم تر يوه بريده بدله شوه، نو پر طالبانو د پاکستان فشارونه نور هم زيات شول او د همدغو فشارونو په پايله کې لږترلږه يو شمېر طالب چارواکو د چين د ارومچي او اوس بيا د اسلام‌آباد په غونډو کې برخه هم واخېسته.

همدغو فشارونو ته په کتلو سره، طالبانو په رسمي توګه خپله پالیسي بدله کړه. لومړی یې د ارومچي د ناستې په تړاو وویل، چې د سولې د خبرو اترو مسؤولیت یوازې د طالبانو له سیاسي دفتر سره دی او بيا يې د اسلام‌آباد له غونډې وروسته په خپله پاليسۍ کې خورا زیات بدلون راوست او د اسلامي امارت د داخلي سياسي چارو مسؤولیت یې هم دغه دفتر ته وسپاره. په دې اړه طالبانو په خپله اعلامیه کې ويلي: “په همدې اساس له دې وروسته د اسلامي امارت د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلی اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي[2]

د طالبانو له دغې نوې اعلامیې څرګنده ده، چې طالبان له یوه سخت ازمويښت څخه تېرېږي او په پاکستان کې پرې فشارونه واضح دي. له همدې کبله دوی ډېری مسؤولیت د طالبانو هغه سیاسي دفتر ته ورکړ، چې له پاکستان څخه لرې او له خپلو کورنیو سره په قطر کې مېشت دي، ترڅو دوی د پاکستان تر فشار او اغېزو لاندې رانه شي.

د سولې د خبرو راتلونکی

په کابل کې د افغان حکومت د پلاوي له خوا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو ياد شوي استازي د تائید وړ وبلل شول او ترڅنګ يې د خبرو اترو دا پړاو د راتلونکي پړاو لپاره یوه پیلامه وګڼله. د حکمت خلیل کرزي په خبره، طالبانو دوی ته د خپلو غوښتنو او اندېښنو لېست وړاندې کړ؛ چې د بهرنیانو شتون، د امریکا او ملګرو ملتونو تور لېستونه او نور موضوعات هم پکې شامل وو. په دې تړاو دوی باوري دي، چې د طالبانو غړي د خپل مشر ملا منصور په اجازه راغلي وو او په خبرو اترو کې یې بشپړ صلاحیت درلود. افغان پلاوی هیله‌من دی، چې د خبرو اترو دویم پړاو به د روژې له مبارکې میاشتې وروسته پيل شي.

که څه هم ګومان کېږي چې دا ناسته به د طالبانو له سیاسي دفتر سره د خبرو اترو لپاره یوه پيلامه شي او زمینه به ورته مساعده کړي؛ خو دا چې طالبانو د خبرو اترو واک په ټينګار سره د قطر دفتر ته ورکړی، نو که د سولې خبرې د طالبانو له دغه رسمي آدرس پرته له نورو سره کېږي، دا به د سولې په تړاو ښه راتلونکی ونه لري.

که چېرې په ریښتیا هم پر طالبانو د پاکستان فشارونه نه وای، او یا طالبان په ریښتیا هم په دغو خبرو اترو راضي وای نو اړینه وه، چې طالبانو د سیاسي دفتر غړو په دغو خبرو کې ونډه اخیستې وای؛ خو طالبانو نه یوازې دا چې دغه خبرې رد کړې – ځکه چې د خبرو واک یوازې له سیاسي دفتر سره دی او د سیاسي دفتر غړو پکې برخه نه ده اخیستې – بلکې د طالبانو داخلي او خارجي سياسي چارو بشپړ واک یې هم له پاکستان څخه لرې د قطر سیاسي دفتر ته ورکړ. له همدې کبله داسې برېښي چې د پاکستان په منځګړتوب راتلونکې سوله به، حقيقي سوله نه وي او طالبان نه غواړي چې افغان ملت ته ځان د پاکستان د لاس آله ثابت کړي.

پای

[1]  د رسمي اعلامیې لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه وګورئ:
http://mfa.gov.af/ps/news/press-release-on-the-first-meeting-of-formal-peace-negotiations-between-official-delegations-of-the-high-peace-council-of-afghanistan-and-the-afghan-t

[2]  د طالبانو د اعلامیې لوستلو لپاره د طالبانو رسمي ویبپاڼه وګورئ:
http://alemara1.org/?p=19802

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *