سېمینار: د افغانستان د انرژی سکټور؛ وړتیاوې، اوسنی وضعیت او راتلونکی

 

راپور: عبدالله جاوېد

دا څېړنيز سمينار په کابل کې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز په دفتر کې، د روان لمريز کال (1394) د زمري مياشتې په 26مه نېټه جوړ شوی و، چې د افغانستان د انرژۍ سکتور په تړاو پکې د مرکز د څيړنيزې څانګې همکار او د انرژۍ متخصص انجنير محسن امين له خوا چمتو شوي څيړنيز معلومات وړاندې شول.

دغه سېمينار ته، چې لسګونو تنو ګډون پکې کړی و، د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين د پرانېستې وينا وکړه. ښاغلي امين وويل: “په خپلو پښو درېدل زموږ ملي او اسلامي دنده ده، نو بناءً موږ باید د داخلي امکاناتو مدیریت په ښه توګه وکړو ترڅو په خپلو پښو ودرېږو او په دې توګه بشپړې خپلواکی ته ورسېږو.”

نوموړي زیاته کړه، چې د ځان-بساينې په لور ګام اخیستل او ملي چارې تر غور لاندې نیول زموږ مسؤولیت دی او په دې توګه له مدني ټولنو غوښتنه کوو، چې د دولت سیاستونه دې له نږدې وڅاري او خپل وړانديزونه، حل لارې او رغنده نیوکې دې له دولت سره شریکې کړي تر څو هېوادنۍ چارې لاښې په مخ ولاړې شي.

د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس دوکتور عبدالباقی امیند ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس دوکتور عبدالباقی امین

وروسته د سېمينار تخصصي برخه پيل شوه او ښاغلي محسن امين د انرژی د ارزښت، منابعو او د شته شتونزو او فرصتونه او اوسني وضعیت او راتلونکي په هکله خپل چمتو کړي څيړنيز معلومات د سمينار له ګډونوالو سره د يوه پرېزېنټېشن په بڼه شريک کړل.

انجنیر محسن امين وویل، انرژي د افغانستان د دولت دویم لومړیتوب دی او په همدې ډول انرژي د ملګرو ملتونو د سازمان د لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه چې نن سبا سیاستونه او په ځانګړې توګه جیوپولیتیک په انرژی راڅرخي.

محسن امين په افغانستان کې د انرژی شته منابع، لمر ، اوبه، تېل (نفت)، ګاز، باد، کثافات (زراعتي او حیواني پاتې شوني او همدارنګه خځلې په ښارونو کې)، د ډبرو سکاره او خپله د مځکې نه راوتونکی ګرم بخار، وبلل.

نوموړي د برښنا د تولید او وارداتو په هکله وویل، چې افغانستان همدا اوس یواځې ۱۹٪ خپله د اړتیا وړ برښنا په کور د ننه تولیدوي چې ډېره برخه يې د اوبو څخه او څه ناڅه برخه یې د لمريزې انرژی، ګازو او تېلو څخه هم لاسته راځي؛ او پاتې ۸۱٪ د ضرورت وړ برښنا د بهره راوادرېږي.

هغه زیاته کړه چې همدا اوس د افغانستان ۷۰٪ وګړي برښنا ته لاسرسی نه لري او پاتې ۳۰٪ يې چې برښنا ته لاسرسی لري هغه هم په بشپړ ډول نه دی، یعنې هغوی پوره ۲۴-ساعته برښنا نه لري.

ښاغلي امين د برښنا ماسټر پلان ته په کتو سره وویل چې افغانستان به تر ۲۰۳۲ پورې ۶۷٪ خپله د اړتیا وړ برښنا په کور د ننه تولیدوي، خو هغه وویل چې په دې پروژه اته-نهه میلیارده ډالره لګښت راځي او هیله ده چې د افغانستان دولت یې تدارک کړي.

هغه د برښنا اړوند شوي پرمختګ په برخه کې د کابل د ارغندۍ سيمې د سب سټېشن یادونه وکړه او ويې ویل، چې له دې لارې پل علم، ګردېز او خوست ته برښنا لېږدول کېږي چې د ارغندۍ-پل علم په مسیر کار روان دی، د پل علم-ګردېز د مسیر ۷۰٪ برخه کار بشپړ دی او د ګردېز-خوست د مسیر قرارداد دواطلبی ته وړاندې شوی. هغه زیاته کړه، د ارغندی د سب سټېشن له لارې برښنا په همدې توګه سیدآباد، غزني، قره باغ، شاه جوی، قلات او کندهار ته هم لېږدول کېږي، چې د ارغندی-سیدآباد-غزني د مسیر په اړه قرارداد تکمیل شوی او د غزني-قره باغ-مقر-شاه جوی-قلات-کندهار د مسیر قرارداد دواطلبۍ ته وړاندې شوی او هیله ده په لنډ وخت کې بشپړ شي.

د ده په وينا، تخنیکي ستونزې موجودې دي، د برښنا ملي شبکه نه لرو او افغانستان د برښنا د توزیع په موخه په نهو بېلابېلو حوزو وېشل شوی؛ پدې معنی چې د شمال برښنا جنوب ته نشي لېږدول کېدلای او برعکس د جنوب نه شمال ته نشي انتقالېدلای او په همدې توګه د ختیځ نه لویدیځ ته او د لوېدیځ نه ختیځ ته.

انجنیر امين وویل، لکه څرنګه چې زموږ ټوله برښنا د شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه راوارېديږي او بیا ټوله په پلخمري کې راجمع کېږي، او کابل ته د رالېږدولو، چې بیا د کابل څخه د هېواد نور برخو ته انتقالېږي، یواځینی دهلیز يې سالنګ دی چې نری دی او لوړه ارتفاع لري او تل واوره پرې پرته وي، دا یوه ستره ستونزه ده او تاسو شاهد وئ چې په دې تېر ژمي کې کابل د ۳۰-۴۰ ورځو لپاره برښنا نه لرله او علت یې هم په سالنګ کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د برښنا د ستنو چپه کېدل وو.

1-3د انرژی متخصص انجنیر محسن امین

انجنیر محسن امين همدا راز د CASA-1000، TUTAP او TAPI پروژو ته چې د مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته انرژي انتقالوي او ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان، افغانستان او هند په بر کې نیسي، اشاره وکړه او ويې ویل چې دا هر یوه پروژه د افغانستان له لارې تېرېږي او د عبور او حفاظت په وجه باید افغانستان د دوی څخه اعظمي ګټه پورته کړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان دولت کولای شي دCASA-1000  څخه په کال کې ۳۵-۴۰ میلیونه ډالره ګټه تر لاسه کړي.

د سیمینار ګډونوالد سیمینار ګډونوال

د سیمینار وروستۍ برخه پوښتنو او ځوابونو ته ځانګړې شوې وه چې انجنیر امين د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته ځواب ووایه.

یاده دې وي چې په دې سیمینار کې اړوندو کارپوهانو، شنونکو او محصلینو برخه اخیستې وه او په پای کې يې دا سیمینار د انرژۍ په برخه کې ډېر مثبت ګام وباله او ويې ويل، چې راټول شوي څيړنيز معلومات يې خورا په زړه پورې وو.

پای     

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *