د کډوالۍ بحران او په نړۍ کې د افغان کډوالو وضعيت

د اروپايي اتحادیې د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې، د اروپا پولو ته تقریباً ۱۰۷۵۰۰ کډوال ورسېدل.[1] دا لومړی ځل دی، چې اروپا ته په یوه میاشت کې دومره شمېر کډوال په غيرقانوني ډول دننه کېږي. د څېړنې له مخې، افغانان د دغو ناقانونه کډوالو درېیم لوی اکثریت جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال د انساني قاچاق راپور،[2] د دغو کډوالو وضعیت “ډېر بد” ښودلی او په دې تړاو افغانستان په یوه داسې حوزه کې بولي، چې حکومت یې د انساني قاچاقبرو پرخلاف د اړتيا وړ هلې ځلې نه کوي.

په ټوليز ډول په نړۍ کې د کډوالۍ لړۍ توده شوې او ډېری کډوال له آسیا، منځني ختیځ او افریقا څخه د اروپا پر لور روان دي. دا چې د نړېوالې کډوالۍ تر شا کوم مهم لاملونه دي او په نړۍ کې د افغانستان د کډوالو وضعیت څه دی؟ دلته يې څېړو.

 اروپا ته د مهاجرتونو عوامل

د عربي پسرلي له ناکامېدو سره د اروپا پر لور د کډوالۍ لړۍ له بېلابېلو لارو توده شوه، چې پکې د مدیترانې ختيزې، لوېدیزې او منځنۍ لارې او د بالقان لارې شاملې دي. د دغې زیاتېدونکې کډوالۍ عوامل په دوه ډوله دي: د فشار  (Push)او جلب (Pull) عوامل.

د فشار عوامل هغه دي، چې د يوې سيمې وګړي اړباسي، ترڅو خپله خاوره د بل ځای لپاره پرېږدي؛ لکه کورنۍ جګړې، دیکتاتور حکومتونه، سیاسي مخالفتونه، له بشري حقونو خلاف ورزي، بېلابېلې ناروغۍ او داسې نور.

په بل اړخ کې د جلب عوامل بیا اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نور کېدای شي؛ خو دا چې له تېرو څو کلونو راهیسې اروپا ته د منځني ختیځ، افریقا، او آسیايي هېوادونو مهاجرین روان دي، لاملونه يې په لاندې ډول دي:

  • د سوریې کورنۍ جګړه: د سوریې کورنۍ جګړه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پيل شوې، په ۲۰۱۴ کال کې یې سوریه د نړۍ تر ټولو زیات کډوال شوی ملت کړ.[3] تراوسه له ۴ ملیونو څخه زیات مهاجرین لري. په ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته د اوبو له لارې ۶۶۶۹۸ کسان ولاړل. همدا راز د ۲۰۱۵ کال له لومړۍ میاشتې څخه تر شپږمې میاشتې پورې اروپا ته په غیر قانوني توګه په تلونکو کډوالو کې تر ټولو زیاته برخه سوري وګړو جوړوله.
  • د عراق کورنۍ جګړه او داعش ډله: له عراق څخه د امریکایانو له وتلو وروسته کورنۍ جګړه توده شوه، چې لاهم روانه ده او له همدې کبله یو شمېر خلک اروپا ته د مهاجرت په موخه روان شول. وروسته چې کله په عراق کې “اسلامي دولت” ډلې سر راپورته کړ، نو له دغه هېواده يو زيات شمېر ايزیدیان هم د اروپا پر لور وخوځېدل. که څه هم په دې اړه لا کره ارقام نشته چې د “اسلامي دولت” ډلې له واک ته رسېدو وروسته اروپا ته څومره ایزیدان تللي؛ خو ترکیې د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د ایزیدانو پرمخ د ترکیې پولې پرانیستې او اوس هلته تقریباً تر ۳۰ زرو پورې ايزيديان استوګن دي چې ښايي یو شمېر به يې د ترکیې له قاچاقي لارو څخه اروپا ته هم تللي وي.
  • افغانستان: په افغانستان کې ناامنۍ او بې‌کاري عمده لاملونه دي چې افغانان اړباسي، ترڅو اروپا ته مهاجرت وکړي (د افغانستان قضیه لاندې په مفصله توګه څېړل شوې ده)
  • د افریقايي هېوادونو بېلابېل عوامل: تېر کال له افریقا څخه اروپا ته ۱۷۰۰۰۰ تنه ولاړل او د ۲۰۱۵ کال له پيل څخه تر اپریل میاشت پورې تقریباً ۲۱ زره افریقایان اروپا ته ورسیدل؛ خو په دغه بهیر کې د مدیترانې په سمندرګي کې له ۹۰۰ څخه زیات وژل شوي هم دي. د افریقايي هېوادونو غربت، مستبد حکومتونه او کورنۍ جګړې هغه عوامل دي، چې افریقایان مهاجرت ته اړباسي.[4]

 د اروپا د مهاجرتونو بحران

اروپا ته د مهاجرتونو روانه لړۍ اوس په یوه بحران بدله شوې ده. دا چې په اروپا کې د مهاجرتونو دغه لړۍ څرنګه په بحران بدله شوه، لاندې لاملونه لري:

لومړی: په اروپايي هېوادونو کې د موجودو مهاجرینو او ځايي خلکو ترمنځ نښتې وشوې او د مهاجرینو پر ضد تحریکونه رامنځته شول. د بېلګې په ډول پکې د انګلېستان قومي ګوند، د فرانسې قومي فرنټ، د سویډن ډیموکرات، د جرمني پېګېدا او نور ګوندونه شامل دي.  

دویم: له عربي پسرلي وروسته، په منځني ختیځ کې د کورنۍ جګړې پيل، په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې دېکتاتور حکومتونه، مرضونه، او اقتصادي ستونزې او همدا راز په افغانستان کې د ناامنیو له کبله د ډېرو نړېوالو کډوالو مخه د اروپا پر لور شوه او ورځ تر بلې د دغو عواملو له زیاتېدو سره اروپا ته د کډوالو شمېر هم لوړیږي. یوازې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې اروپا ته له یو لکو څخه زیات کډوال ولاړل او اټکل کېږي، چې یوازې جرمني ته په روان کال کې اته لکه کډوال ورشي.[5]

درېیم: د مدیترانې په سمندرګي کې د کډوالو کښتۍ ډوبې شوې، چې له کبله یې یوازې په ۲۰۱۴ کال کې ۳۰۷۲ کسان ووژل شول.[6] د ټیلیګراف ورځپاڼې د څېړنې له مخې په روان کال کې دغه شمېره له ۲۰۰۰ څخه اوښتې ده. تېره اوونۍ هم په دغه سمندرګي کې یوه کښتۍ ډوبه شوه او ۴۹ تنه پکې ووژل شول. دغه حالت هم د مهاجرتونو دا لړۍ په یوه بحران بدله کړې ده.[7]

څلورم: ډېری هېوادونو د مهاجرینو پرضد سختې تګلارې جوړې کړې او تر ډېره بریده غیر قانوني مهاجرین نه مني. د بیلګې په ډول هنګري د مهاجرینو د مخنیوي په تړاو له صربستان سره په خپلې سرحدي پولې یو اغزن سیم لګولی دی. د دې ترڅنګ په اروپا کې روان اقتصادي بحران هم په دې کې خپل رول لوبولی دی. 

له افغانستانه د کډوالۍ لاملونه

که د تېرو دوو کلونو ارقام وګورو نو روښانه به شي، چې له افغانستانه ډېری هېوادوال اروپا ته په غیر قانوني توګه تللي دي. که څه هم دا ډېره ستونزمنه ده چې معلومه کړای شي، چې هر کال له هېواده څومره افغانان د اروپا په لور روانیږي؛ خو بيا هم په دې اړه ځینو ادارو سروې ګانې کړې او د يوې سروې له مخې په ۲۰۱۳ کال کې تقریباً ۲۶۲۱۵ تنو په اروپا کې د پناه غوښتنې وړاندیزونه کړي وو. دغه شمېره بیا په ۲۰۱۴ کال کې ۴۱۳۷۰ ته ورسېده او په روان کال کې هم، چې کډوالۍ ته اړ ایستونکي عوامل زیات شوي، ورځ تر بلې له هېواده د تلونکو کسانو شمېر زياتېږي.[8]

دا چې له تېرو څو کلونو او په تېره بيا يوه کال راهیسې افغانان د هر بل وخت په پرتله له هېواده د وتلو ډېره هڅه کوي، لاندې عمده عوامل لري:

  1. ناامنۍ او جګړې: که تېرو پنځلسو کلونو ته ځیر شو، نو جګړه هر کال تودېږي؛ خو په وروستي کال کې دغې جګړې ډېر زور اخیستی دی. څو مياشتې وړاندې د امنیتي تړون له لاسلیکولو وروسته د هېواد په پلازمینه کې د چاودنو توده لړۍ پیل شوه او بيا اوس د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته. همدا راز د ملي وحدت حکومت د جوړېدو له مهاله جګړه له جنوبي ولایتونو څخه شمالي ولایتونو ته وغځېدله او ترڅنګ یې د داعش ډلې مرموز ظهور دغه حالت لا پېچلی کړ. د یوناما د یوې سروې له مخې د ۲۰۱۵ کال له پيل څخه د کال تر نیمايي پورې تقریباً ۵۰۰۰ ملکي کسان په مختلفو چاودنو او جګړو کې وژل شوي دي.[9] همدا لامل دی، چې له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لوېدیزه د ناامنۍ او جګړو له کبله، بلکې په دغو جګړو کې په تېره بیا د ملکي کسانو د وژل کېدو له کبله، ډېری کسان کډوالۍ ته اړ کېږي.
  2. بې‌کاري: په هېواد کې پراخه بې‌کاري هغه بل اساسي اړ ایستونکی عامل دی، چې هېوادوال کډوالۍ ته اړ باسي. په ملیونونو ځوانان، چې اوس ورته په هېواد کې د کار زمینه برابره نه ده، د خپلو اقتصادي ستونزو د رفع کولو په موخه، اروپا ته تګ غوره بولي.
  3. په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قبلېدو آسانه شرايط: له یوې مخې په هېواد کې بې‌کاري، زیاتېدونکې ناامنۍ او جګړې، غربت او له بلې خوا په ځینو اروپايي هېوادونو کې په اسانه توګه د قبلېدو شرايط هغه عوامل دي، چې زموږ خلک اروپا ته د تللو لپاره هڅوي. په دې تړاو مو چې له تېرو لسو ورځو راهيسې له چا سره هم مرکې شوې دي، ډېری يې د جرمني، ایټالیې او سویډن نومونه ښيي او هملته د تللو لپاره لارې چارې لټوي.
  4. اقتصادي عوامل: افغانستان چې یو غریب هېواد دی او ډېری وګړي یې د غربت له کرښې ټيټ ژوند تېروي، څوانان یې د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري په موخه د نړۍ پرمختللو او صنعتي هېوادونو ته مخه کوي.

د افغان کډوالو وضعیت

په ټوله کې افغان کډوال په دريو برخو وېشلی شو: ايران مېشتي افغان کډوال، پاکستان مېشتې افغان کډوال او دريم هم په اروپا کې استوګن يا تلونکي افغان کډوال.

دا چې په نړۍ کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی، په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د انساني قاچاق په تړاو یو راپور خپور کړ، چې په عمومي توګه یې پکې د کډوالو وضعیت څېړلی و. د افغانستان په اړه پکې ليکي: افغانستان د نارینه، مېرمنو او ماشومانو د مزدورۍ او جنسي قاچاق منبع او ترانزيټ دی. د افغانانو د انساني قاچاق ډېری برخه ماشومان جوړوي، چې دوی بیا د خښتو او قالینو په فابریکو کې کار کوی، سوالګرۍ ته اړ کېږي، د مخدره توکو قاچاق او په جنسي کاروبار کې ترې کار اخیستل کېږي.[10]

ایران: په ايران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی. هلته یې یو شمېر په زندانونو کې بند او ځینې نور یې بیا اعدامېږي. د دې ترڅنګ په نړېوالو او داخلي منابعو کې ډېر داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې ايران د پيسو په بدل کې افغان کډوال د سوریې جګړې ته استوي. له همدې کبله ده، چې د ۲۰۱۵ کال له پيل څخه د جون تر ۳۰مې پورې تقریباً ۱۳۷۸۰۳ تنه ناراجستر افغانان د اسلام قلعې او میلاک له لارې افغانستان ته راغلي.[11] که څه هم تېره اوونۍ ایراني چارواکو ومنله، چې له اېرانه به قانوني او غیر قانوني افغان کډوال یوازې په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستنول کېږي.

پاکستان: هغه مهال چې د پاکستان په پېښور کې پر يوه پوځي مکتب برید وشو او له کبله یې د تروریزم او افغان کډوالو په اړه تګلارې سختې شوې؛ نو له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته راتګ پيل شو. د کډوالۍ نړیوالې ادارې د ارقامو له مخې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه د جون تر ۳۰مه پورې تقریباً ۹۱۴۵۸ کسان افغانستان ته د تورخم او سپين بولدک له لارې راستانه شوي دي. دغه کسان په پاکستان کې ناراجستره کډوال وو. دغه ارقام د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴۱۸ “سلنه” لوړوالی ښيي.[12]

که څه هم پاکستان اسلام آباد ته د افغانستان د کډوالو چارو د وزير د سفر پرمهال ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به د ناراجستره کډوالو راجسترول هم پيل شي؛ خو تر اوسه دغه پروسه لا نه ده پیل شوې او وروستیو سیاسي بدلونونو ته په کتلو سره شاید دغه پروسه ژر پيل نه شي.

راجستر شوي کډوال هم افغانستان ته راستانېږي خو دوی بيا په پاکستان کې د ۲۰۱۵ کال تر پايه د اوسیدو جوګه دي. البته له ۲۰۱۵ کال وروسته دوی هم له یوه تور سرنوشت سره مخ دي، یا به د دوی د کاردونو موده وغځول شي، یا به د تېر په شان بې سرنوشته پرېښودل شي او یا به اړ ایستل شي، چې خپل هېواد ته وګرڅي.

نوره نړۍ: په ډېری توګه اروپا ته تلونکي افغان کډوال له خطرناکو لارو څخه اروپا ته ځي او ځینې مهال په دې تړاو ډېری یا د پولیسو له خوا پر سرحدونو کې وژل کېږي او یا یې کښتۍ په اوبو کې ډوبیږي. که چېرې بیا هم دوی په دې وتوانیږي چې اروپا ته ورسیږي، نو بیا هلته هم تر ډېره بریده بې‌سرنوشته او په ځنګلونو کې استوګن پاتې کېږي.

پای

[1]  See online:

http://www.aljazeera.com/news/2015/08/record-influx-migrants-europe-mediterranean-eu-150819022218296.html

[2]  see online:

http://www.state.gov/documents/organization/245365.pdf

[3]  see online:

http://1tvnews.af/en/news/afghanistan/17186-syrians-replace-afghans-as-largest-refugee-population

[4] see online:

http://www.bbc.com/news/world-europe-24583286

[5] see online:

http://www.bbc.com/pashto/world/2015/08/150818_gn_germany_to_expect_750000_refugees_in_2015_report

[6] see online:

http://www.unhcr.org/print/552e603f9.html

[7]  see online:

http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/europe/italy/11782584/More-than-2000-migrant-deaths-in-Mediterranean-in-2015-says-monitoring-group.html

[8]  see online:

http://ec.europa.eu/eurostat/statistics-explained/index.php/File:Countries_of_origin_of_(non-EU)_asylum_seekers_in_the_EU-28_Member_States,_2013_and_2014_YB15_III.png

[9]  see online:

http://www.rt.com/news/311650-afghanistan-death-toll-2015/

[10] see online:

http://www.state.gov/documents/organization/243558.pdf

[11] see online:

http://afghanistan.iom.int/sites/default/files/Reports/undocumented_afghan_returns_from_iran_and_pakistan_jan-jun_2015.pdf

[12] see online:

http://afghanistan.iom.int/sites/default/files/Reports/undocumented_afghan_returns_from_iran_and_pakistan_jan-jun_2015.pdf

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *