ولسمشر رښتیا وايي!

ذاکر جلالي

تېره اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي له برېتانوۍ تلګراف ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا له امریکایانو سرټکولی. ښاغلي کرزي ویلي، چې په افغانستان کې يې د امریکایانو له لس کلن شتون څخه هېڅ خیر نه دی لیدلی؛ ده طالبان خپل وروڼه، خو امریکایان رقیبان بللي دي. کرزي ویلي، چې له اوباما سره یې اووه میاشتې کېږي چې خبرې نه دي کړې. وروستي لیدل یې هم د منډېلا د جنازې په مراسمو کې وو.  

ولسمشر له مرکې مخکې هم، په ارګ ماڼۍ کې له رسنیو سره د امریکا په تړاو شکایتونه وکړل. هغه خپل وضعیت له امیر عبدالرحمن خان سره ورته وباله، چې په ۱۸۹۳م کال کې بریتانویانو د ډیورند تړون لاسلیک ته اړوېست. ښاغلي کرزي وویل: “زه هم تر ورته فشاورنو لاندې یم، لکه امیر عبدالرحمن خان چې و.”

له تلګراف سره د ولسمشر مرکه په رسنیو کې ډېره وشنل شوه. له دغې مرکې وروسته، امریکايي رسنیو یو بل راپور هم خپور کړ، چې پکې ویلي يې وو، چې کرزي له طالبانو سره پټ تماسونه نیولي دي. په داسې حال کې چې طالبانو د پټو تماسونو خبره د غربي لوري تبلیغات وبلل او طالبانو تل له کرزي سره مذاکرات رد کړي دي.

له وروستیو مرکو او دریځونو داسې ښکاري، چې ولسمشر له امریکایانو سره هغه ستراتېژیک تړون نه لاسلیکوي، چې په پایله کې به یې امریکا ته په افغانستان کې نهه۹ پوځي اډې په واک کې ورکړل شي. د لوېديځوالو هم نور نو له ولسمشر کرزي څخه دا تمه لنډه شوې چې تړون دې لاسلیک کړي. دا مهال حامد کرزی تر سختو فشارونو لاندې دی؛ له یوې خوا غربي رسنۍ او له بلې خوا په کوردننه د غربي رسنیو لارویان دي، چې د ولسمشر په تړاو ناسم تبلیغات کوي او افواهاتو ته يې مخه کړې ده. د هغو کارپوهانو(!) ځواب به د غوربند وروستي ناورین ته څه و، که د دوی په خوله امنيتي تړون لاسلیک شوی وای؟ کرزي ته وروستیو پېښو په ډاګه کړه، چې امنيتي تړون بايد په هېڅ صورت لاسلیک نه کړي او پر خپل دریځ لاټینګ ودرېږي.

ولسمشر کرزي له تلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې دا هڅه هم کړې، چې طالبانو ته هم یو شین څراغ ورښکاره کړي، څو له ده سره خبرو ته کېني. مګر طالبان د سولې په تړاو د کرزي پر واک شک لري، هغوی ډاډه نه دي، چې که چېرې طالبان خپل شرایط له کرزي سره مطرح کړي، هغه يې دې د پلي کولو توان ولري. اصلاً ستونزه دا ده، چې کرزي یو مهال داسې انګېرلې وه، چې افغانستان شاید د امریکا له ستراتېژیکې ملګرتیا -چې دا نه ملګرتیا ده او نه هم ستراتېژیکه- پرته له منځه ولاړ شي. کرزي د امریکایانو په ډېرو نادودو هم سترګې پټې کړې او له زغمه یې کار واخېست، خو اوس اوس چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې تر ټولو ټیټ حالت ته رسېدلې دي، ولسمشر کرزی د زړه بړاسونه راوباسي او غواړي، چې له ولس سره رښتینې خبرې وکړي. ولسمشر په داسې حالت کې دی، چې نور يې نو زغم له لاسه ورکړی او د ولسمشرۍ په وروستیو دوو میاشتو کې هر هغه څه چې پرې تپل شوي، بربنډوي يې او ولس ترې خبروي. شاید همدا لامل وي، چې په دې وروستیو کې د عامو افغانانو له خوا او په تېره د مخالف لوري له خوا -په یو ډول- د ولسمشر له دریځه ملاتړ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *