د طالبانو يووالی؛ پر سوله او جګړه يې اغېزې

تېره اوونۍ د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر کورنۍ د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ. له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو خبرونه اورېدل کېدل، چې له ملا اختر محمد منصور سره د ملا محمد عمر د کورنۍ بیعت تر ډېره دغو اختلافاتو ته د پای ټکی کېښود.

د طالبانو له نوي مشر سره د ملا محمد عمر د کورنۍ د ملاتړ له اعلان وروسته، د سولې عالي شورا هيله‌مندي وښوده چې له دې سره به طالبان يو ځل بيا د سولې خبرو اترو ته مخه کړي. طالبانو هم له خپل نوي مشر څخه د پخواني مشر ملا محمد عمر د کورنۍ پر ملاتړ له دې کبله خوښي وښوده، چې د طالبانو له نوې رهبرۍ سره د راټوکېدلو اختلافاتو له کبله د دوی يووالي ته ډېر زيان ونه رسېد.

دا چې ورو ورو د طالبانو خپلمنځي اختلافات له منځه ولاړل، دا چاره به د روانې جګړې پر وضعيت او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې پر بهير څه اغېزې وښندي؟

شاليد

ولسمشر اشرف غني له واک ته رسېدو سره سم، پاکستان ته له دې کبله ډېر امتيازات ورکړل، چې پاکستان افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره چمتو کړي. د دې ترڅنګ کابل له نوي ډيلي سره هم په خپلو اړیکو کې له احتیاط څخه کار واخیست، ترڅو پاکستان ونه پارېږي. د پاکستان حکومت او پوځ هم په پيل کې یو شمېر داسې تودې ژمنې ورکړې، چې وروسته یې د عملي کولو توان نه درلود. له همدې کبله پاکستان د افغان حکومت او نړیوالو تر فشارونو لاندې د چین په ارومچي کې یو شمېر طالبان له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنول، چې د طالبانو د رهبرۍ له خوا د طالبانو د رسمي استازو ګډون پکې رد شو.

د ارومچي له غونډې وروسته پر پاکستان د افغان حکومت فشار لا زیات شو او افغان حکومت غوښتنه کوله چې پاکستان بايد د طالبانو رهبري شورا له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. له بله پلوه په مشخصه توګه د طالبانو د سياسي دفتر د مشر طیب آغا اختلافات هم له پاکستان سره زیات شوي وو او د پاکستان تر فشارونو لاندې يې له افغان حکومت سره خبرې اترې نه غوښتې، چې په دې توګه ورو ورو د طالبانو اړیکې هم له پاکستان سره مخ په خرابېدو ولاړې. همدا لاملونه وو، چې پاکستان پر طالبانو کړۍ راتنګه کړه، فشارونه يې پرې زیات کړل او په پای کې يې د همدغو فشارونو د کمولو لپاره د اسلام‌آباد مري غونډې ته خپل استازي ولېږل؛ خو شرط يې دا و، چې خبرې به پټې ساتل کېږي.

د پورتني شرط ترڅنګ، طالبانو د قطر دفتر غړي هم له دې امله د اسلام‌اباد غونډې ته ونه لېږل، چې که د افغان حکومت او طالبانو دا مخامخ خبرې اترې افشا شي، نو طالبان به د تل په څېر ووايي، چې د خبرو اترو واک یوازې د قطر له دفتر سره دی او که په دا ډول خبرو اترو کې د قطر دفتر پرته نور څوک برخه واخلي نو دا به یې شخصي هڅې وي.

له بلې خوا، له پاکستان سره د قطر دفتر او طیب آغا اختلافاتو ته په کتلو سره، د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي په دې پوهېدل چې د قطر دفتر په دې خبرو کې برخه نه اخلي؛ نو ځکه يې د پاکستان د فشارونو کمولو لپاره د مري په خبرو کې ګډون وکړ او وروسته يې خپل ګډون په صراحت سره رد هم نه کړ.

د ملا محمد عمر د مړينې افشا کولو اهداف

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مري کې د سولې له خبرو اترو وروسته، افغان حکومت د پاکستاني چارواکو د باوري معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر رسما خپور کړ. د دغه خبر خپراوي د سولې خبرې اترې په ټپه ودرولې او لاهم دا پوښتنه مطرح ده، چې په داسې حساسو شرايطو کې ولې دا خبر د پاکستان له خوا افغان حکومت ته ورکړل شو، د افغان حکومت له خوا خپور او د طالبانو له خوا تایید شو؟ ځينې لاملونه يې په لاندې ډول بيانولی شو:

  1. افغان حکومت ګومان کاوه، چې دا خبر به تر ډېره د طالبانو مورال کمزوری کړي، وحدت به یې اغېزمن او د سولې پروسه به ګړندۍ کړي. ترڅنګ به دا د حکومت بری هم په ډاګه کړي؛ خو عملا پايله د حکومت د اټکل خلاف شوه.
  2. پاکستان دا خبر داسې مهال افغان حکومت ته افشا کړ، چې تر ډېره د افغان حکومت او نړیوالو تر فشارونو لاندې وو او له طالبانو سره یې هم اختلافات په ډېریدو وو. له همدې کبله يې له یوې خوا غوښتل چې دغه پروسه وځنډېږي او یا خپلې هغه تودې ژمنې چې له افغان حکومت سره یې کړې وې، جبران کړي او د ملا محمد عمر له مرګ سره هر څه ختم شوي وبولي. له بلې خوا يې غوښتل طالبانو ته هم څرګنده کړي چې کومه خبره چې دوی په خپلو کې پټه ساتلې، دوی لاسرسی ورته لري او په قوت سره يې افشا کولی شي.
  3. طالبانو ته هم نوره ستونزمنه وه چې له دوو کلونو وروسته هم د ملا محمد عمر مړینه پټه وساتي؛ ځکه له دې وړاندې هم د یو شمېر رسنیو او له طالبانو يوې جلا شوې ډلې (فدايي محاذ) له خوا د ملا محمد عمر د مرګ اوازې خپرې شوې وې. د طالبانو په لیکو کې هم ډېرې پوښتنې او شکونه راپورته کېدل او د ملا محمد عمر د غږیز پیغام غوښتنه یې کوله. د دې ترڅنګ د پاکستان تر فشار لاندې د سولې پروسې ځنډول هم طالبانو ته یوازې د همدغه خبر په تاییدولو سره ممکن وو.

د جګړې په ډګر د طالبانو د اختلافاتو اغېزې

د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۰مه نېټه د طالبانو له خوا د ملا محمد عمر د مړینې له تایید وروسته د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د مشرۍ پر سر یو لړ اختلافات راپورته شول. په دغو اختلافاتو کې د ملا محمد عمر کورنۍ او د قطر دفتر مشر طیب آغا مخکښ کسان وو.

په هېواد کې دننه او بهر ډېرو رسنیو دغه اختلافات په ښه شد و مد سره خپاره کړل؛ خو دې ته یې پام نه و، چې اصلاً د طالبانو په وروستیو پنځو کلونو کې تر ټولو زیات رول د ملا اختر محمد منصور و. همدی و، چې د قطر د سولې خبرو اترو بهیر یې پيل کړ او همدی و، چې په وروستیو پنځو کلونو کې یې په نېغ ډول له طالب قوماندانانو سره اړیکه وه. همدا بیا د دې لامل شول، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو طالب والیان او ډېری قومندانان له ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړي.

دلته باید په یاد ولرو چې د طالبانو اصلي ځواک د دوی د جګړې د ډګر جنګيالي دي، ترڅو چې دوی د طالبانو په لیکو کې وي او ترڅو چې په طالبانو کې دا برخه په اتفاق کې وي، تر هغې به جګړه توده روانه وي. له همدې ځایه ده چې دغه حقیقت ملا اختر محمد منصور درک کړ او د ځواکمنې حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني یې خپل مرستيال وټاکه.

په بل اړخ کې د طالبانو له لیکو څخه چې څومره سیاسي کسان هم بېل شوي، دوی بیا د طالبانو پر نظامي ځواک او جګړه اغېزه نه ده کړې. د بېلګې په ډول د معتصم آغا جان او نورو طالب مشرانو جلا کېدو د طالبانو پر جګړې کومه اغېزه ونه کړه؛ بلکې جګړه نوره هم توده شوه. همدا راز د ملا محمد عمر د کورنۍ او طیب آغا له خوا راپورته کېدونکو اختلافاتو هم د دوی پر جګړې اغېزه ونه کړه، بلکې له دغو اختلافاتو وروسته هم، په کابل کې ډېرې چاودنې وشوې، په شمال کې هم جګړې زور واخیست او په جنوب کې هم ستراتيژيکې ولسوالۍ (د بیلګې په ډول موسی کلا) له سقوط سره مخ شوې.

آيا د طالبانو خپلمنځي اختلافات ختم شول؟

د اختلافاتو له رامنځته کېدو سره سم، د طالبانو نوې رهبرۍ هڅه وکړه چې د خپلو پوځي قوماندانانو ملاتړ ترلاسه کړي او په دې توګه یې د خپلو ډېرو نظامي کسانو او واليانو ملاتړ ترلاسه کړ. د دې ترڅنګ يې د ملا محمد عمر د کورنۍ د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمېر پلاوي هم ولېږل. د ملا محمد عمر کورنۍ هم، وروسته له دې چې ټولو نظامي خلکو له نوي مشر سره بیعت وکړ، دوی هم خپل ملاتړ له ملا اختر محمد منصور څخه اعلان کړ او نور هغه مخالفين يې هم له نوموړي سره بيعت ته راوبلل، چې د دوی له کبله يې خپل بيعت ځنډولی و.

د دې ترڅنګ د یوه خبر له مخې د طالبانو مشرتابه قطر ته هم یو پلاوی استولی، چې له نوي مشر څخه خپه شوی طیب آغا بېرته په خوله کړي. که د طالبانو مشرتابه پر دې وتوانیږي، چې طیب آغا بېرته راضي کړي او بالاخره دغو سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي، نو دا به د طالبانو لپاره په دې وروستیو کې تر ټولو غټه سیاسي لاسته راوړنه وي.

د طالبانو اتحاد او پر روان وضعيت يې اغېزې

 له ملا اختر محمد منصور سره به، د ملا محمد عمر د کورنۍ بیعت د طالبانو پر ليکو او د سولې پر پروسه لاندې اغېزې ولري:

  1. د طالبانو د نوي مشر مشروعیت به زیات کړي؛
  2. د طالبانو صف ته د ملا محمد عمر د کورنۍ بېرته راتګ به د طالب جنګياليو مورال لوړ کړي؛
  3. اصلاً د سولې پروسه ملا اختر محمد منصور پيل کړې وه؛ خو د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان او د امیر په توګه له غوره کېدو سره سم یې دغه پروسه د «دښمنانو تبلیغات» وبلل. البته هغه مهال د دغې وینا موخه د طالبانو د نظامي برخې ملاتړ ترلاسه کول وو. اوس چې ملا اختر محمد منصور په تدریج سره د طالبانو د یوه منلي مشر په توګه مطرح کېږي او ورسره د ملا محمد عمر کورنۍ هم بیعت وکړ، نو دی به د دې وړتیا ولري، چې په زړورتیا سره د سولې په پروسه کې د یو ځل بیا لپاره دننه شي. البته دا به یو څه وخت واخلي او د سولې پروسې ژر پیلول به لږ څه ورته ستونزمن وي.
  4. که د طالبانو له يوې برخې سره سوله وشي او يوه بله برخه د سولې له خبرو بهر پاتې شي، نو دا به په هېواد کې ریښتینې سوله رانه ولي، بلکې په ریښتینې توګه سوله به هغه مهال راشي، چې د طالبانو له يووالي وروسته له هغوی سره خبرې اترې وشي.
  5. طالبان به د پخوا په څېر له خپلو اساسي شرایطو څخه پر شا نه شي. دوی به تر هغې خپلې جګړې ته دوام ورکوي، ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي او اوسنی اتحاد یې دغه کار ته نور هم هڅوي.
  6. که چېرې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو هم شي، نو په خبرو اترو کې به له یوه قوي دریځ سره دننه شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *