د راروانو ټاکنو څرنګوالی او د افغانستان پر سوله او ثبات يې اغېز

 

مقدمه

ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته د نوي لمريز کال (۱۳۹۳) د وري په ۱۶مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو دريم دور ټاکنې ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې د لاسوهنو او د هېواد په ډېری سيمو کې د امنيت د خرابوالي له امله، د ټاکنو د امنيت په اړه هم پراخې اندېښنې شته دي. وسله والو طالبانو په خپله وروستۍ ويناپاڼه کې د دغو ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی او د ټاکنو د کارکوونکو او ګډون کوونکو د په نښه کولو خبرداری يې ورکړی دی.

امريکايي چارواکي هم له دغو ټاکنو وروسته د افغانستان د وضعيت د خرابوالي په اړه څرګندونې کوي. د امريکا لوی درستيز جنرال مارتين ديمپسي څو ورځې مخکې کابل ته له سفر وروسته، په واشنګټن کې وويل چې افغانستان به له ټاکنو وروسته د ډېرو منفي تحولاتو او بې ثباتۍ شاهد وي.

دغه ټاکنې به څه ډول ترسره شي؟ په هېواد کې به د دغو ټاکنو له ترسره کېدلو وروسته وضعيت کومې خوا ته ولاړ شي؟ ايا دا ټاکنې به د افغانستان د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګټورې وي او که به روانې ناخوالې لازياتې کړي؟

د ټاکنو څرنګوالی

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز رئيس دوکتور عبدالباقي امين د مرکز د نشراتو څانګې د پوښتنو په ځواب کې د راروانو ټاکنو د څرنګوالي او پايلو موضوع څېړلې او وايي، چې د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د امنيت نشتوالی دی، چې له امله يې په اوسني وخت کې او اوسنيو امنيتي شرايطو ته په پام سره، ټاکنې عملي نه دي.

ښاغلي امين وايي: «دا مهال افغان حکومت د هېواد په ډېری سيمو واک نه لري او د کورنيو چارو وزارت ژمنه، چې د رايې اچونې د مرکزونو د امنيت ټينګولو په اړه يې کړې ده، عام فرېبانه ده؛ د بېلګې په توګه په وردګو ولايت کې د رايې اچونې ټول مرکزونه پرانېستي ښودل شوي دي؛ خو په حقيقت کې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ناشونې ده، چې څوک د رايې اچونې مرکزونو ته ورشي او همدا وضعيت د افغانستان په ختيزو، سوېلي او سوېل لوېديزو سيمو کې هم دی؛ اوس خبره دا ده چې آيا د رايو صندوقونه به پر څه باندې ډکېږي»

نوموړی زياتوي: «حکومت که د ټاکنيزو مرکزونو امنيت هم ونيسي او د رايو د صندوقونو د له منځه تللو مخنيوی وکړي؛ خو د رايه ورکوونکو امنيت به چې دغو مرکزونو ته راځي او بېرته ځي، څوک ونيسي؟ د حکومتي چارواکو څرګندونې په دې اړه رښتينې نه دي، چې ګواکې د ټاکنو پر وړاندې هېڅ امنيتي ستونزه نشته ده؛ په سيمه کې حقيقت د دوی د څرګندونو خلاف دی.»

د چارو څارونکی ذاکر جلالي هم په دې اړه وايي، چې په دېموکراتیکو هېوادونو کې د ټاکنو اړتیا دا ده، چې هېواد د یوه مشروع او د خلکو د خوښې نظام څښتن شي او واک په سوله‌ییز ډول له یوه ګوند یا شخص څخه بل ته ولېږدول شي. د ټاکنو تر ټولو لومړنۍ اړتیا دا ده، چې د هېواد ډېری واجد شرایط وګړي پکې برخه واخلي او د دوی رايې په رښتیني ډول راتلونکي ولسمشر وټاکي، یعنې شفافیت یې مهمه ځانګړنه ده.

نوموړی زياتوي: «په افغانستان کې خو لومړی امنیت نشته، چې د هېواد ډېری واجد شرایط خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي. دویم دا چې، ولس پر واکمن نظام او دلته د ډېرو بهرنیو هېوادونو د ځواکونو د شتون له امله ډاډه نه دی، چې د دوی رایې دې په رښتیا هم ټاکونکې وي. درېیم هم دا چې، پر امنیت او د بهرنيانو پر لاسوهنو سربېره، واکمن نظام چمتو نه دی چې ولس ازاد پرېږدي، څو په خپله خوښه نظام وټاکي؛ نو په دغسې حالت کې د یوه مشروع نظام د منځته راتګ هيله بې‌‌ځایه خوشباوري برېښي.»

د راتلونکي ولسمشر مشروعيت

ښاغلی جلالي په دې نظر دی، چې “تر ولسمشر کرزي د مشروع ولسمشر راتګ ناشونی دی. د تېرو ټاکنو په پرتله اوس امنیت ډېر خراب، د امریکايانو تعهد ډېر شکمن او د طالبانو ګواښونه ډېر جدي دي؛ نو ځکه زما په اند تر اوسني نظام، ښه نظام نه شي راتللای. یوه خبره دا هم ده، چې امریکایان هم په دې پوهېږي، چې تر ولسمشر کرزي بل قوي او مشروع ولسمشر نه شي راتللای، له همدې امله يې له ټاکنو مخکې د تړون پر لاسليک کولو ټینګار کاوه. که راتلونکی نظام تر اوسني ډېر مشروع وي، نو بیا د امریکایانو څه اړتیا ده چې پر اوسني نظام ټینګار کوي چې تړون لاسلیک کړي.”

د ټاکنو دويم پړاو ته تګ او د لاسوهنو شونتيا

د ښاغلي جلالي په وينا، “دا اوس يوه منل شوې خبره ده، چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي. د نوماندانو ګڼوالی به ټاکنې دویم پړاو ته بیايي. که ټولو نوماندانو ته یو برسېرن نظر وکړو، پر درېيوو ګټګوریو یې وېشلی شو: لومړی د اپوزیسیون نوماند، دویم، د حاکم نظام له خوا درول شوي نوماندان او درېیم بې‌پري چې د حاکم ټیم کاندید ته د هغوی کوږوالی هم حس کېږي. نو زما په نظر قوي احتمال شته چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، هلته به بیا د حاکم ټیم او د اپوزیسیون د نوماندانو ترمنځ رقابت وي. د اپوزیسیون نوماند له همدا اوسه د بې‌ثباتۍ ګواښونه کوي؛ خو دا ګواښونه تر ډېره یو ډول فشار ښکاري، ترڅو واکمن ټیم له لاسوهنې ووېروي، کنه د تېرو ټاکنو په څېر د کومې خاصي ګډوډۍ وړاندوینه شونې نه برېښي.”

خو دا بيا څرګنده ده، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل شوني نه دي؛ دلته د رڼو ټاکنو د نه ترسره کېدلو یو عمده لامل د بهرنيانو پراخ حضور دی، چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. که له بې‌ځایه خوشباوريو تېر شو او واقعبين وغږېږو، نو هر هېواد خپلې ګټې په پام کې نيسي او دلته دا پوځیان هم د خپلو ګټو لپاره راغلي دي، دوی ته تر هرڅه خپلې ګټې مهمې دي.

د افغانستان پر سوله او ثبات د دغو ټاکنو اغېز

دا چې ايا دا ټاکنې به د افغانستان ستونزه او روانې ناخوالې د هواري په لور بوځي او که به ستونزې لاپسې زياتې کړي؟ ښاغلی جلالي يې په اړه وايي: «په هېڅ صورت هم ستونزې د هواري لور ته نه شي بېولای؛ د دولت وسله‌والو مخالفینو چې عمدتاً طالبان دي، تازه یوه اعلامیه خپره کړې او له ولس څخه یې غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. زما په اند دا هم باوري ده، چې راتلونکی ولسمشر به د سولې په تړاو هم تر کرزي ښه رول ونه لوبولای شي. ځکه لومړی خو به هغه له ضعیف مشروعیته برخمن وي او بل دا چې کېدای هغه به له امريکا سره امنيتي تړون لاسلیک کړي، چې د سولې د بهیر او د سولې د دروازې د تړل کېدلو په معنا يې بولم.»

ښاغلی دوکتور عبدالباقي امين هم دا ټاکنې د افغانستان د ستونزې حل نه بولي او وايي، چې دغه ټاکنې د افغانستان اصلي ستونزه چې جګړه ده، پای ته نه شي رسولای.

نوموړی زياتوي، چې افغانستان په اوسني وخت کې دې ته اړتيا لري، چې جګړه پکې پای ته ورسول شوي او د جګړې د عواملو د له منځه وړلو هلې ځلې وشي؛ خو اوس تر ډېره داسې ښکاري، چې له ټاکنو وروسته به جګړه لاپسې زور واخلي او امنيتي حالات به لاډېر خراب شي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *