د سولې د عالي شورا له وياند مولوي شهزاده شاهد سره ځانګړې مرکه

حکمت الله ځلاند

د سولې عالي شورا، چې د افغانستان د حکومت له خوا کابو درې کاله مخکې د يوې راغوښتل شوې لويې جرګې د پرېکړې په پايله کې جوړه شوه، په تېرو کلونو کې يې په پرله پسې ډول ګڼ شمېر بهرني سفرونه او نور فعاليتونه کړي دي؛ خو په دې لاره کې تر اوسه هم کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ليدل کېږي؛ د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز، د هېواد په مهمو مسايلو د مرکو او شننو د لړۍ په دوام، دا ځل د سولې د عالي شورا له وياند مولوي شهزاده شاهد سره تفصيلي مرکه کړې، چې له تاسو قدرمنو لوستونکو سره يې شريکوو:

لومړۍ پوښتنه مې دا ده، چې سعودي عربستان ته د سولې د عالي شورا د وروستي سفر اصلي موخه څه وه او کومې څرګندې لاسته راوړنې یې درلودې؟

شاهد: دا سفر د سولې د عالي شورا او افغانستان د علماوو د شورا ګډ سفر و، او يو پلاوی د مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ، د اسلامي کنفراس يا (او آی سي) په بلنه، سعودي عربستان ته تللی و، چې په دغه سفر کې يې د اسلامی کنفراس له اوسني رییس او پخواني رییس، د اسلامي هېوادونو له ځینو نماینده‌ګانو سره، د رابطه عالم اسلامي له مشرانو سره او د سعودي هېواد له چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او اصلي موضوع يې په افغانستان کې د سولې موضوع وه؛ دغه سفر له دې امله مثمر او ګټور و، چې هغوی په دې اړه يو شمېر ژمنې کړې، چې افغانستان د اسلامي نړۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده او په دغه هېواد کې به د امنیت او ثبات لپاره د خپل اسلامي مسووليت له مخې، د اسلامي ارشاداتو او نصایحو له لارې، همکاري کوي او خپل دا مسووليت به ترسره کوي؛ نو دوی خوشحاله وو، چې زموږ سفر ښه سفر و، په عین حال کې چې په کابل کې د اسلامي نړۍ د عالمانو یو کنفراس جوړ شوی و او هغوی یو پرېکړه ليک صادر کړی و؛ نو دوی هغه پرېکړه ليک په شرعي، اسلامي او انساني اساساتو باندې ولاړه وباله او ويې ويل، چې موږ به د هغه پرېکړه ليک د تطبیق لپاره له تاسو سره په ګډه کار کوو.

خو دغه شان ژمنې تر دې مخکې هم ‌‌د بېلابېلو لورو له خوا ډېرې شوې دي؛ مګر کومه رغنده پايله يې نه ده درلودلې، نو په دغو اوسنيو ژمنو کې څه توپیر ګورﺉ، چې واقعاً به هم د اسلامي هېوادونو د کنفراس ژمنې کومه د پام وړ او ګټوره پايله ولري؟

شاهد: هغه یوه عربي مقوله ده، چې وايي: اذا تکرر الکلام تقرر في الذهن. ترڅو چې جګړه، ناامني، تاوتريخوالی، قتل او قتال او وينه تويېدنه روان وي، نو د سولې لپاره به هلې ځلې روانې وي او اوس له ټولو سره په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ذهنيت دا دی، چې جګړه يوازې د سولې او د حل لاره نه ده؛ بلکې دا ستونزې به د مذاکراتو او تفاهم له لارې هوارېږي؛ خلک داسې فکر کوي او توقعات دا دي، چې د سولې شورا ولې په یوه میاشت کې یا په شپږو میاشتو کې دا قضیه حل نه کړه؟ خو دا قضيه ملي ابعاد لري سيمه ييز ابعاد لري او جهاني ابعاد لري او د سولې عالي شورا خپلې هڅې په داخل کې هم ګړندۍ کړې دي، تاسې هره ورځ اورﺉ، په ولایاتو کې زموږ کومېټې دي، دوی په محلي سطحه له مخالفينو سره اړيکې نيسي او تبلیغات کوي، غونډې جوړوي او له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره ګوري؛ تاسو په هر ولایت کې وينئ چې وسله والې ډلې راځي، د سولې دعوت مني او له نظام سره یو ځای کېږي، سوله ييز ژوند ته را ګرځي، په عین حال کې ګاونډیانو او نړيوالو هم دا هڅې ګړندۍ کړې دي؛ چې د بېلګې په توګه پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سفر دی، چې موخه يې له پاکستان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وې؛ ځکه سعودي عربستان او پاکستان په خپل منځ کې ښې اړيکې او صمیمانه تعلقات لري، لکه څرنګه چې پاکستان او چین یې لري، دغسې سعودي عربستان او پاکستان هم ښه روابط لري؛ یعنې دا هيلې قوي کوي چې که امریکا ده، که اروپا ده، که سعودي دی، که اسلامي نړۍ ده، يا هم ګاونډي هېوادونه دي، اوس دوی په دې پوه شوي، چې موږ خپلې هلې ځلې يو نه کړو، سوله نه راځي؛ نو همغږي به منځته راځي، او ان شاءالله د سولې لپاره به په يو ځای کار کېږي.

خو له دغو پراخو فعالیتونو او سفرونو سره سره، بيا هم تر اوسه د سولې په برخه کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ترسترګو کېږي او په هېواد دننه او بهر کې، ستاسو د دومره فعاليتونو کوم اغېز نه تر سترګو کېږي، اصلي دليل يې څه بولئ؟

شاهد: دليل يې دا دی، چې يو خو دا 12 کاله دلته ناټو او امريکا، چې پرمختللې ټکنالوژي لري، جنګېږي او بمبارۍ کوي، چاودنې کېږي، جګړه په شدت سره روانه ده او اوربند نه دی شوی؛ بلخوا که څه هم چې يو څه مسوولیت به د سولې عالي شورا ته هم راجع کېږي؛ خو مخالیفین هم تر اوسه بين الافغاني او مخامخ خبرو اترو ته نه دي چمتو شوي، د دې تر څنګ د سولې د خبرو اترو پر وړاندې ډېرې ستونزې شته دي، چې يوه يې هم دا ده، چې طالب مشران له افغان دولت او د سولې له عالي شورا سره مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي؛ نو دا چې د دولت مکلفیت دی، چې سوله راولي او خپل اتباع وساتي؛ خو په ټول کې د سولې د عالي شورا اسلامي، انساني او افغاني مسوولیت دی، چې د سولې لپاره کار وکړي، که مخالفین اعلان وکړي او کنه، موږ به هغوی ته خپل پیغام رسوو او موږ ترې غواړو، چې د افغانانو خیر په سوله کې دی، زموږ وحدت، پرمختيا، ښوونه او روزنه، خپلواکي او استقلال ټول په دې کې دي، چې په خپل منځ کې سوله وکړو.

خو دا چې د دولت وسله وال مخالفین سولې ته نه چمتو کېږي، بالاخره تاسو د سولې د راتګ لپاره کومه اغېزناکه حل لاره ګورﺉ؟

شاهد: موږ خو په دې تمه یو، چې دوی سولې ته آماده شي، ډېر علمي او سیاسي خلک چې امتیازات نه غواړي او د سولې لپاره چمتووالی ښيي، راګرځېدلي هم دي، تاسې معتصم آغاجان او ځينې نور طالب چارواکي وليدل، د طالبانو د وخت ډېر مشران دلته په کابل کې دي، د سولې په عالي شورا کې دي، که دا هلې ځلې نه وای؛ نو دوی به هم د سولې لپاره کار نه کولای، نو د سولې لپاره کار روان دی، په داخل کې هم ترلس زره زیاتو کسانو وسله پر ځمکه اېښې او سوله يیز ژوند ته راګرځېدلي دي؛ له تور لېست څخه د طالب چارواکو د نومونو ایستل، د خبرو اترو لپاره یو آدرس ورته پیدا کول، یا دا چې د هغوی پر سر انعامونه اېښودل شوي دي، هغه واپس اخېستل او له زندانونو څخه راخلاصول، دا ټول هغ تهسیلات دي، چې موږ هڅه کوو دا تهسیلات هغوی ته برابر کړو او په دې توګه یوه اعتماد سازي رامنځته شي، او دوی د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

لکه تاسو چې طالبانو ته د يوه ادرس پيدا کولو خبره وکړه، ايا د دغه وروستي سفر موخه خو به په سعودي هېواد کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل نه وه او که وي له طالبانو سره په دې اړه تفاهم شوی دی؟

د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستلو په اړه، د سولې عالي شورا کومه ستونزه نه لري او موږ له مخکې نه په دې اړه خپل دريځ اعلان کړی دی، چې که دا نماینده ګي په افغانستان کې وي لا به ښه وي، که په نورو اسلامي ممالکو لکه ترکیه، اماراتو يا نورو هېوادونو کې وي، د سولې عالي شورا څه ستونزه نه ورسره لري، موږ یې البته د مذاکراتو په خاطر ملاتړ کوو؛ مګر په دغه سفر کې رسماً د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستلو خبره مطرح نه وه او دا په طالبانو پورې اړه لري، چې دوی غواړي چې دفتر ورته خلاص شي او کنه؟ که غواړي نو د سولې عالي شورا یې هرکلی کوي، مخالفت یې نه کوي، که هغوی نه غواړي چې دفتر ورته خلاص شي او په دې اړه کومه ملاحظه لري؛ نو په هغې باندې باید لومړی خبره وشي، د سولې عالي شورا په دې کې ډېره بيړه نه کوي، چې خامخا دې نماینده ګي او آدرس وي، نن سبا خو مېډیا ده له هر ځای څخه چې څوک څه خبره وغواړي، کولی یې شي؛ نو ځه به ډېره به ضروري هم نه وي چې خامخا دې هغوی یوه نماینده ګي ولري، نماینده ګي که ګټوره وي، نو ډېره ښه ده؛ خو که ګټوره نه وي او د قطر د دفتر په څېر هسې ستونزې ترې پیدا کېږي، نو بيا خو لازمه نه ده.

په قطر کې له طالبانو سره خبرې تر کومه رسېدلې دي، آیا هلته خو به د دویم ځل خبرو اترو لپاره څه پلان نه وي؟

شاهد: په قطر کې خو چې دفتر وتړل شو، بيا له طالبانو سره هلته خبرې نه دي شوې او د دويم ځل لپاره خو زموږ هلې ځلې روانې دي؛ خو دا په هغوی پورې اړه لري، چې دفتر غواړي او که همداسې خپله رابطه کوي، یا تمایل ښيي، يا کوم شرایط مطرح کوي، موږ وایو چې تاسو د مذاکراتو په جريان کې هر شرط چې لرﺉ، چې معقول، انساني او افغاني وي تاسې یې د مذاکراتو په جريان کې مطرح کړﺉ او د سولې عالي شورا به غور پرې کوي.

بله موضوع د ملا برادر د خوشي کېدلو ده، چې افغان حکومت تل د نوموړي په خوشي کولو ټينګار کوي، آیا د ملا برادر خوشي کېدل په ریښتیا هم د سولې لپاره دومره مهم دي او که ترشا يې کومه بله موخه څارل کېږي؟

شاهد: هغه د طالبانو د مشرانو له ډلې څخه دی او د سولې لپاره يې يو حسن نیت ښودلی و، چې بايد سوله وشي او د افغانستان له حکومت سره مذاکرات وشي، چې له همدې امله ښايي بندي شوی هم وي؛ نو ځکه موږ وايو چې د طالبانو هر مشر، چې د سولې لپاره چمتووالی ښيي، حسن نیت او اراده ښيي، باید ونه نيول شي، خنډونه او ستونزې ورته جوړې نه شي؛ نو له همدې امله موږ وايو چې ملا برادر بايد راخوشی شي او کېدای شي چې د صادقانه همکارۍ په وجه اغېز هم ولري او يو کار وکړای شي.

یوه بله نیوکه چې تل يې ځینې لوري کوي، دا ده چې د سولې په عالي شورا کې داسې کسان راټول شوي، چې په یو ډول نه یو ډول په حکومت کې ښکېل دي، یا د حکومت برحاله چارواکي دي؛ نو څرنګه به د سولې عالي شورا د یوه بې طرفه ارګان په توګه د سولې لپاره کار وکړای شي، لکه څرنګه چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې په اړه غوڅ دریځ لري، چې له حکومت سره به خبرې ونه کړي؛ نو د دوی په ادعا، چې بیا نو دا میلیونونه ډالره د سولې په نوم ولې لګول کېږي؟

شاهد: په افغانستان کې له تېرو 35 کلونو راهيسې جګړه روانه ده او هر څوک په شکل د اشکالو په دې جګړو کې ښکېل دي، هغه که د جهاد د وخت جګړې وې، يا د مجاهدینو خپلمنځي جګړې او يا هم د طالبانو او د هغوی د مخالیفینو د هغه وخت جګړې وې، یا هم دا اوسنۍ جګړې دي؛ نو ډېر به پکې داسې مطلق بې طرفه خلک هم نه وي، خو که چېرته طالبان دا ستونزه لري، چې وايي د سولې په عالي شورا کې زموږ د وخت مقابل لوري خلک دي؛ نو دوی دې ووايي، چې دا د حکومت نماینده ګان دي زموږ نماينده ګان دې هم په دې شورا کې وي نو موږ خبرې کوو، اوس خو دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، هغوی خو دا اعتراض نه لري، چې د سولې په عالي شورا کې د طالبانو پخواني مقابل خلک دي، موږ خبرې نه ورسره کوو، او بل دا چې د طالبانو مقابل خلک خو هغه وخت وو، چې دوی د جنګ صلاحیت درلود، اوس خو سولې ته غاړه ږدي؛ نو دوی هم باید سولې ته غاړه کېږدي، دا خو ملي او اسلامي مسایل دي.

خو دوی وایي، چې د سولې په عالي شورا کې دولتي چارواکي راټول دي او موږ له دولت سره خبرې نه کوو، نو ولې پر دغه جوړښت غور نه کېږي؟

شاهد: خو دوی دې داسې ووایې، چې له دریم ګړو کسانو سره خبرې کوو، هغه دې رامخې ته کړي، موږ خو نه وايو چې بس همدا کسان دې وي، نور دې نه وي، دوی دې ووایي چې د سولې په ټوله شورا باندې یا په لسو شلو کسانو زموږ اعتراض دی؛ ځکه چې دوی زموږ مقابل خلک دي، نو موږ به په هغوی باندې غور وکړو، دوی دې راته خپل کسان معرفي کړي، لس، کسان شل کسان دې دوی معرفي کړي، چې زموږ پر دغو خلکو اعتماد دی او دا دې زموږ له طرفه له تاسو سره خبرې وکړي، دا خبره خو هغوی نه کوي دا خو مېډیا وایي چې په شورا کې دغسې خلک دي، او هغسې خلک دي.

پای

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *