د امريکايي سرتېرو د حضور دوام او پر روان وضعيت يې اغېزې

تېره اوونۍ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه خپله تګلاره روښانه کړه. د دغې نوې پوځي تګلارې له مخې به، امریکا د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ سرتېري وساتي او له هغه وروسته به ۵۵۰۰ امریکايي سرتېري په هېواد کې پاتې شي.

د امريکايي پوځيانو د حضور د دوام په اړه د امريکا د حکومت دغې نوې تګلارې د افغانانو هرکلی او پر ضد یې توند غبرګونونه هم له ځان سره درلودل. د ملي وحدت حکومت د امریکا له دغه نوي سیاست څخه تود هرکلی وکړ؛ خو طالبانو او په افغانستان کې یو شمېر نورو ډلو دا د جګړې د اوږدېدو په معنا وبلله.

دا چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تګلاره په تېره بیا د سرتېرو د ایستلو تګلاره له کومو پړاونو تېره شوه؟ د اوباما د دغې نوې پوځي تګلارې تر شا کوم لاملونه وو؟ افغانستان د امریکا په بهرني سیاست کې په کوم موقعيت کې دی؟ او همدا راز د امريکايي پوځيانو د حضور د دوام اغېزې به پر سوله او امنيت او په هېواد کې پر روان وضعيت څه وي؟ دلته يې په اړه شننه لولئ.

په افغانستان کې د امریکا متذبذبه پوځي تګلاره

پر افغانستان د امریکا هوايي بریدونه د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پیل شول او په نوامبر میاشت کې بیا تقریباً ۱۳۰۰ امریکايي سرتېرو په افغانستان کې حضور درلود، چې دا شمېره بیا د ۲۰۰۴ کال په اپرېل میاشت کې ۲۰۳۰۰ سرتېرو ته ورسېده. هغه مهال امریکا د عراق په جګړه کې ښکېل شوه او ټوله پاملرنه یې هم د عراق په لور شوه. له همدې کبله يې د ۲۰۰۷ کال تر پايه په افغانستان کې د سرتېرو شمېره شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنو ته رسېده.

په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر له ۶۰۰۰۰ شپېتو زرو واوښت. په په ۲۰۰۸ کال کې کله چې اوباما په امریکا کې د «بدلون» او د «دوو جګړو ختمولو» تر شعار لاندې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې؛ نو د امریکا په پوځي تګلاره کې افغانستان يو ځل بیا مطرح شو. اوباما له یوې خوا له عراق څخه خپل سرتېري وایستل او په ۲۰۰۹ کال په وروستيو کې یې افغانستان ته د ۳۳۰۰۰ تازه‌دمه سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه؛ خو ترڅنګ یې د ۲۰۱۱ کال له نیمايي وروسته د سرتېرو د ایستلو اعلان هم هم‌مهاله ورسره وکړ. له همدې کبله د ۲۰۱۰ کال د اګست په میاشت کې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شاوخوا يو لکو تنو ته ورسېد.

د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۳مه نېټه د امریکا ولسمشر اوباما بیا اعلان وکړ، چې په راتلونکو پنځلسو میاشتو کې به ۳۳ زره امریکايي سرتېري، چې افغانستان ته په ۲۰۰۹ کال کې استول شوي وو، بېرته امریکا ته ستانه شي.

د ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې له افغانستان څخه به ډېری بهرني سرتېري د ۲۰۱۴ کال په پای کې ووځي، د ناټو او امریکا پوځي ماموریت به هم پای ته ورسېږي او د امنیتي چارو واک به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

وروسته بيا په ۲۰۱۳ کال کې امریکا د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو له کبله څو ځله د سرتېرو د ایستلو اعلان هم د سیاسي فشار په توګه استعمال کړ؛ مګر بیا هم له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ايستلو لړۍ په ورو ورو روانه وه.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې اوباما په رسمي توګه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جګړه‌ییز ماموریت د پای اعلان وکړ؛ خو ترڅنګ یې وویل چې د افغان جګپوړو چارواکو په غوښتنه به په افغانستان کې یو شمېر امريکايي سرتېري د دوو موخو لپاره پاتې شي. لومړی دا چې افغان سرتېرو ته به مشورې ورکوي، هغوی به روزي او مرسته به ورسره کوي. دویم دا چې د القاعدې د پاتې‌شونو پرضد به عملیات ترسره کوي.

د سرتېرو د ايستلو نوې ستراتېژي

اوباما په امریکا کې د ۲۰۰۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو راهیسې د ۲۰۱۵ کال تر لومړیو میاشتو پورې داسې تګلاره درلوده، چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل بشپړ کړي او په دې توګه به د امریکا په تاریخ کې د دوو جګړو ختموونکی ولسمشر شي.

بارک اوباما په تېرو څو مياشتو کې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او خپله د امریکا او افغانستان حالاتو ته په کتو سره، یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي سرتېرو د وتلو په ستراتيژۍ کې دوه ځله بدلون راووړ. د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له کتلو وروسته پرېکړه وکړه، چې له افغانستانه به د امریکايي سرتېرو ايستل ورو کړي. د امریکايي سرتېرو د وتلو د مخکیني پلان له مخې، د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې باید په افغانستان کې له ۹۸۰۰ سرتېرو څخه یوازې ۵۵۰۰ پاتې شوي وای. دغه مهال امریکا د اشرف غني په وړاندیز او د خپلو اندېښنو له کبله اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې به ۹۸۰۰ سرتېري په افغانستان کې وساتي او د ۲۰۱۷ کال د وتلو پر پلان به عمل وکړي.

د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې چې کله د کندز ښار د طالبانو ولکې ته ورغی او تر دوو اوونیو پورې د هغوی تر کنټرول لاندې و، امریکا هم په خپله پالیسۍ کې بدلون راووست او اوباما اعلان وکړ، چې امریکا به په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې ۹۸۰۰ سرتیري وساتي او له ۲۰۱۶ کال وروسته به تقریباً ۵۵۰۰ سرتیري دلته پاتې شي.

اوباما ولې د سرتېرو د ايستلو ستراتېژي بدله کړه؟

دا چې د امریکا ولسمشر ولې په افغانستان کې خپلې پوځي تګلارې ته بدلون ورکړ او ولې یې د امریکايي سرتېرو د وتلو ستراتيژي په يوه کال کې دوه ځله بدله کړه، لاندې عوامل لري:

  • د افغانستان حالات؛ د افغانستان داخلي حالات هغه لامل دی، چې خپله د امریکا حکومت او اوباما يې هم په رسمي توګه د دغې بدلېدونکې امریکايي پوځي تګلارې عامل بولي. د امریکا دغه نوې ستراتيژي د کندز ولايت د سقوط او د طالبانو له خوا د لسګونه ولسوالیو د نیولو تر سيوري لاندې رامنځته شوه. خو بیا هم دلته مهمه پوښتنه دا ده، چې امريکا د سل زره سرتېرو د ساتلو په وخت کې د دولت وسله‌وال مخالفين کمزوري نه کړای شول او امنيت يې ټينګ نه شو کړای، نو د ۵۵۰۰ سرتیرو پر مټ به یې څرنګه وکړي؟!
  • سیمه‌ییز حالات؛ په سيمه کې روان حالات هم هغه بل لامل دی، چې امریکایان اړباسي ترڅو په افغانستان کې پاتې شي. امریکا غواړي په سیمه کې د خپل شتون له لارې په اوکراین او سوریه کې بایللې لوبه تر څه حده جبران کړي. خو په بل اړخ کې روسیې د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. د بېلګې په توګه اوسمهال یې له پاکستان سره اړیکې د تېرو څو لسیزو په پرتله تر ټولو ښې دي. په همدې تړاو د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر رييس عبدالکریم خرم هم په خپله وروستۍ لیکنه کې، همدې ټکي ته اشاره کړې او د کندز سقوط یې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره یوه ډرامه بللې ده.
  • د امریکا راتلونکې ټاکنې؛ دغه نوې پوځي تګلاره به د امریکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم ديموکرات ګوند ته ارزښت لري. د اوباما دغه پرېکړه به که څه هم د ديموکرات ګوند د يوه احتمالي نوماند جو بایډن بهرني سیاست ته تاوان ورسوي؛ ځکه دی د سرتېرو د ایستلو پر دریځ مشهور دی؛ خو بل پلو، د امريکا د ټاکنو لپاره د همدغه ګوند بلې احتمالي نوماندې هېلري کلنټن د دغه نوي دريځ تود هرکلی وکړ. مګر په ټوله کې د اوباما دغه اعلان بيا هم د افغانستان په تړاو د ديموکرات ګوند د بهرني سیاست دریځ پياوړی کړی دی.

افغانستان؛ د امریکا په بهرني سیاست کې

په عراق کې د “اسلامي دولت” ډلې له راپيدا کېدو او د اوکراین او سوریې د قضیې له کبله په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په بهرني سیاست کې د افغانستان ارزښت په کمېدو شو؛ خو څرنګه چې په سوریه او اوکراین کې د روسانو دریځ ورځ تر بلې پياوړی شو او امریکا په عراق کې له مخامخ پوځي مداخلې څخه تراوسه ډډه کوي؛ نو د اوباما دغه نوې پرېکړه ښيي، چې د افغانستان په لور د امریکا پاملرنه يو ځل بيا زیاته شوې ده.

د امريکايي سرتېرو د حضور د دوام اغېزې

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو اغېزې هر اړخیزې دي؛ خو بنسټیزه اغېزه به یې دا وي، چې دا به د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د جګړې لپاره نوره انګېزه هم ورکړي، جګړه به همداسې روانه وي او سوله به په هېواد کې تر دریو نورو کلونو پورې هم ټينګه نه شي. له همدې ځایه ده، چې طالبانو د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو په تړاو خپره کړې اعلامیه کې خپلو جنګياليو ته د جګړې د تېزولو لارښوونه کړې ده. د سولې نه راتګ او د امنیت نه ټینګېدل به د تېرې يوې نيمې لسيزې په پرتله پر افغانستان ډېرې ناوړه اقتصادي اغېزې هم وکړي. دا اوس هم د یوه څېړنیز راپور له مخې افغانستان ته هر کال د جګړې له کبله په اقتصادي ډګر کې تر ۹ ملیارده ډالرو پورې تاوان رسېږي.

د دې ترڅنګ د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو قوي احتمال دا هم دی، چې افغانستان به بیا د سیمه‌ییزو هېوادونو د رقابتونو ډګر وګرځېږي، هغه هم په یوه داسې مهال کې چې له امریکا سره د روسیې رقابت ورځ تر بلې زیاتېږي او چین هم د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو په غبرګون کې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې باید د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته پکې درناوی وشي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *