د طالبانو خپلمنځي اختلافات او راتلونکی وضعيت/مرکه

طالبان د افغانستان په معاصرو ډلو کې هغه ډله وه، چې تراوسه يې په خپله ډله کې انشعاب او ټوټه کېدل نه وو تجربه کړي. که څه هم له تېرو څو کالو راهيسې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو او درزونو جوړولو پرله‌پسې هڅې کېدلې، خو طالبان وتوانېدل چې د خپل صف يووالی وساتي. کله چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر افشا شو، د طالبانو په ليکو کې د لومړي ځل لپاره جدي اختلافات رامنځته شول او بالاخره يې په دې وروستيو کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو له ډلې څخه د يوې نوې ډلې رسما جلا کېدو ته لاره هواره کړه. د دې ترڅنګ طالبان له تېرو څو مياشتو راهيسې له داعش ډلې سره هم مخ شوي او له همدې کبله داسې ګنګوسې دي، چې دا ډله هڅه کوي له داعش سره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو مرستې راجلب کړي. په همدې موخه ويل کېږي، چې طالب استازو په تاجکستان کې له روسي چارواکو سره هم کتلي دي. دا په داسې حال کې دي، چې له دغو اختلافاتو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې هم په ټپه درېدلې دي او په دې وروستيو کې يې د بيا پيل خبرې کېږي.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د رسنيزې ډلې غړي عبدالله جاوېد په همدې موضوع د سياسي چارو له شنونکي ښاغلي نظر محمد مطمئن سره مرکه کړې او لاندې يې له تاسو محترمو لوستونکو سره شريکوو:

مننه چې موږ ته مو وخت راکړ. لومړۍ پوښتنه مې دا ده، چې په دې وروستيو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بيا پيلېدو خبرې کېږي، د سولې بهير په کوم وضعيت کې دی، ايا د پردې تر شا کومې هڅې روانې دي؟

مطمئن: تر ټولو وړاندې له ستراتېژیکو او سیمه‌يیزو څېړنو مرکز څخه مننه کوم، چې علمي او هر اړخیز فعالیت کوي. د سولې د تحقق لپاره، تر ټولو وړاندې باید دولت، نړیواله ټولنه او طالبان ژمنتیا ولري، چې په خواشینی سره افغان دولت د سولې لپاره سم ژمن نه دی او له سولې څخه يې تعبیر د طالبانو تسلیمېدل دي. دوی هڅه کوي چې د جنګ له لارې سوله راولي؛ په همدې تړاو یو تازه راپور ښيي چې د جنګ ورځنی لګښت ۲۴ میلیونه ډالره دی، او که چېرې د افغانستان دولت په همدې ډول دا پیسې، د دې پیسو نیمايي او یا آن د نیمايي نیمايي د سولې په هڅو لګولې وای، موږ به نن هرومرو سوله لرلای؛ که اوس هم همدا کار وکړي د جګړې پر ځای د سولې لپاره همدا پیسې ولګوي، پرته له شک څخه نتیجه به ورکړي، که دولت دا پیسې افغانانو ته، که چېرې په پاکستان او ايران کې مهاجر هېوادوال په کې ونه شمېرو، ورکړې وای د ورځې هر نفر ته یو ډالر رسېده او په هر کور کې په منځنۍ کچه ۵-۷ کسان اوسېږي، دا په دې معنا چې د هر کور ورځنۍ اړتیاوې په سمه توګه پوره کېدای شوای او په دې توګه به فقر او بېوزلۍ له افغانستانه کډه کړې وای.

نړیواله ټولنه هم تر اوسه د سولې اړوند مشخصه تګلاره نه لري؛  طالبان که څه هم سولې ته ژمن دي، خو د افغان دولت له لوري د دوی د وېشلو هڅې او د دولت له لوري د دوی په وړاندې د سولې اړوند د مشخصې پالیسۍ نه شتون، طالبان دې ته اړ کړي چې جګړې ته ادامه ورکړي. طبعاً، ځینې کړۍ او سیمه‌يیز استخبارات د سولې په بهیر کې لاسوهنه کوي او نه پرېږدي چې د یوې هراړخیزې سولې هڅې بریالۍ شي او په دې لړ کې د طالبانو د انشعاب او بیا د جلا شوې ډلې او جلاکېدونکو ډلو استعمال د خپلو ګټو لپاره د دوی په لومړیتوبونو کې دي. د سولې د راتګ لپاره باید په یوه بین‌الافغاني تفاهم او حل کار وشي او دولت او طالبان دې هم قرباني ورکړي او یو بل ته دې د ځینو غوښتنو څخه ورتېر شي او نړیواله ټولنه دې هم په دې بهیر کې مرسته وکړي او لاره دې ورته هواره کړي.  

مخکې داسې ويل کېدل چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات مخ په حل کېدو دي، خو د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې له طالبانو څخه د يوې ډلې جلا کېدو وښوده، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات ورو ورو ژورېږي، ستاسو په نظر د دغو اختلافاتو پای به بالاخره څه وي؟

مطمئن: د سولې د راتګ لپاره باید دا هڅه وشي چې طالبان یو صف پاتې شي او د دوی د انشعاب مخه دې ونیول شي. که طالبان په جلا جلا ډلو ووېشل شي، نو د سولې خبرې له خنډونو سره مخ کېږي او د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه به بیا وايي چې اوس موږ له کومې ډلې سره خبرې وکړو. د افغانستان دولت که رښتیا هم سولې ته ژمن وي، په کار نه ده چې د طالبانو په ډلو وېشلو ته خوشاله شي؛ برعکس، په کار ده چې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د طالبانو له یوې منظمې رهبرۍ سره خبرې وشي او د دې په نظر کې نیولو سره چې طالبان نه غواړي د سولې په پایله کې د دوی ۱۴ کلنه جګړه تر پوښتنې لاندې راشي او د دوی د دې مبارزې امتیاز بل چا ته ورکړل شي، د مسئلې په حل باندې کار وشي.

د طالبانو خپلمنځي اختلافات هم په هغه کچه نه دي چې رسنۍ يې ښيي او د ملا محمد رسول جلا کېدل په دې معنا نه دي چې ګواګې د طالبانو تر منځ ژور اختلافات رامنځ ته کېدونکي دي. د طالبانو د نظامي برخې اکثریت مطلق او علماء‌ او په خپله د ملا محمد عمر کورنۍ له ملا اختر محمد منصور سره دي او ملا محمد رسول اخند ممکن د ځينو جزئي اختلافاتو له امله بېل شوی وي. په افغاني ټولنه کې کله ناکله واړه شخصي مسائل هم ډېر سره غټېږي او د جدي اختلافاتو لامل کېږي. زما په نظر دغه اختلافات کولای شي د سولې روان بهیر ټکنی کړي او هیله ده د طالبانو دواړې ډلې د سولې او افغانستان د راتلونکي لپاره له خپلو اختلافاتو تېر شي او هڅه دې نه کوي چې دا اختلافات لاپسې ژور کړي. که نه، خدای ناخواسته، په نوییمو کلونو کې د مجاهدینو تر منځ د کورنیو جګړو ترخه تجربه به تکرار شي، چې بیا به هېڅ لوری هم ګټه یو نه سي. د مجاهدینو لومړي اختلافات هم له وړو او شخصي تضادونو له کبله، لومړی د وړو ډلو بیا جبهاتو او بلاخره د ګوندونو تر منځ جګړې ته خبره ورسېده، که طالبان د دغو وړو اختلافاتو مخه ونه نیسي ممکن په مرور د زمان د سیمه‌يیزو استخباراتو په لاسوهنه د دوی ترمنځ جګړه لویه شي.

پر ملا اختر محمد منصور باندې د طالبانو له صف څخه د جلا شوې ډلې د مشرانو ادعاوې ترکومه پر ځای بولئ؟

مطمئن: هر کله چې د دوو کسانو او یا ډلو ترمنځ اختلافات رامنځته کېږي، نو هغوی یو پر بل ډول ډول تورونه پورې کوي، چې په افغاني ټولنه کې دا ډېره عامه ده. ملا محمد رسول او ملا اختر محمد یو له بل سره ډېر نږدې پاتې شوي دي او هغه لومړی يې مادون او دویم يې آمر و؛ دواړه د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد سره یوځای پاتې شوي. زما په اند دا هيڅ سمه نه ده، چې له جلا کېدو نه وروسته دې یو پربل ادعاوې وکړي. دا ادعاوې یوازې د ادعاوو تر حده او د خپلو پلویانو د راضي ساتلو او قانع کولو لپاره دي او که دا خبرې رښتیا وي نو ثبوت ته اړتیا لېدل کیږې؛ ځکه تر اوسه د شوو ادعاوو کوم ثبوت نشته. دا یواځې ادعاوې دي او بس.

په کار ده چې د یوبل اړوند دغسي څرګندونې ونه شي، په ټیټو کسانو کې تشویشونه پېداکوي دا ډول که هره ډله پر بلې نیوکې کوي نو هغه نیوکه خپله هغه ته هم راجع کیږي، ځکه دوی دا ۱۴ کاله یوځای او په یو صف کې وو، دښمن يې معلوم وو.

د ځينو راپورونو له مخې، ملا محمد عمر ته نژدې کسان په تدريجي ډول له واکه ګوښه کېږي، دا راپورونه څومره دقيق بولئ؟

مطمئن: زه فکر نه کوم داسې کوم څه دې جریان ولري؛ ځکه ملا اختر محمد منصور د طالبانو د فقید مشر ملا محمد عمر نږدې او اعتباري کس ؤ او د طالبانو د حکومت پر مهال هغه وزیر پاتې شوی او کله چې امریکایانو په افغانستان برید وکړ، هغه په کندهار کې د طالبانو والي و، چې بیا وروسته ملا محمد عمر مجاهد خپل نائب ټاکلی و. نو، هغه د ملا محمد عمر او د هغه د نږدې ملګرو او د رهبرۍ شورا د غړو د اعتماد وړ کس و او دوی ټولو باور پرې کړی و او دا دی اوس هم د طالبانو د رهبرۍ شورا د اکثریت غړو له خوا مشر ټاکل شوی دی. کېدای شي ملا اختر محمد منصور یو څو هغه کسان چې د ده مخالفت يې کاوه او لا هم له ده سره په مخالفت کې ولاړ دي،  لا هم قناعت نه کوي چې دی خپل امير ومني، ممکن همدا ډول ځینې پخواني د رهبرۍ شورا د غړو په شمول، له واکه ګوښه شوي وي، چې دا بیا په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې هغوی دې په مخالفینو بدل شي او د ده په وړاندې دې ودرېږي؛ ځکه تر همدې وخت پوري به دوی ته اړتیا وه او س به نور نوي کسان په رهبرۍ شورا کې راوستل کيږي. مګر بیا هم ممکن ډېری د رهبرۍ شورا غړي د طالبانو پخواني مشران پاتې شي. دا هم امکان لري، چې د طالبانو ځینې مشران په خپله خوښه د واک څخه ګوښه شي؛ لکه، سید طیب آغا چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مسؤول و، يا هم ملا عبدالقیوم ذاکر او نور. حتی د طالبانو د حکومت پر مهال به هم طالب مشرانو درانه مسؤولیتونه نه منل، خو کله به چې د رهبری شورا او یا خپله ملا محمد عمر مجاهد له لوري هدایت ورته راغی، نو دوی به د هغه په امر عمل کاوه او سرغړاوی به يې نه کاوه؛ دا چاره اوس د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ کې هم جریان لري، د طالبانو غړي د نورو ګوندونو د غړو په څېر د غټو او مسؤولیت لرونکو دندو لپاره تر ډیره لیوالتیا نه لري.

له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې په بهير به، د طالبانو خپلمنځي اختلافات څومره اغېز وښندي؟

مطمئن: د طالبانو خپلمنځي اختلافات د سولې او روغې جوړې بهیر ټکنی کولای شي او د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته کولای شي، چې بیا نړیوالو او دولت ته دا ستونزمنه کېږي چې له کومې ډلې سره په کومه توګه خبرې وکړي او نړیواله ټولنه هم بیا نه شي کولای چې په سمه توګه پرېکړه وکړي او په ښه ډول په دې بهیر کې مرسته او همکاري وکړي. خو لکه څرنګه چې دولت اوسمهال سولې ته په جدي توګه ژمن نه دی، او ولسمشر اشرف غني هم لومړیتوب امنیت ته د جګړې له لارې ورکړی او په دویم ګام کې یې اقتصاد په نظر کې نیولی او په دریم ګام کې يې بیا سولې ته پام کړی. نو، طبعاً، دی به هم هڅه کوي چې طالبان د جګړې له لارې مات کړي چې دا بیا ستونزمن آن ناشونی کار دی؛ که د دې کار امکان وای، ۱۵۰،۰۰۰ نړیوالو ځواکونو او د هغوی ۳۰۰،۰۰۰ قراردادیانو به طالبان ځپلي وای او طالبان دې هم دا ګمان نه کوي چې دولت له یوې مخې د له منځه وړلو وړ دی؛ بناء، دواړه لوري دې د سولې د رامنځه کېدو لپاره اړینه ژمنتیا پیدا کړي او هڅه دې وکړي چې د یو بل د غوښتنو د اورېدلو او یو بل ته د ورتېرېدلو له لارې د سولې او روغې جوړې بهیر چټک کړي او د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو زمینه دې برابره کړي.

لکه څرنګه چې خبر ياست، څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ خونړۍ جګړه وشوه چې په پايله کې يې پنځه تنه برمته شوي کسان هم د داعش له منګولو وژغورل شول، پوښتنه مې دا ده چې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ روانه جګړه په کوم لوري روانه ده، ايا طالبانو به وتوانېږي، چې داعش ډله په افغانستان کې وځپي؟

مطمئن: تر ټولو لومړی باید د هغې ډلې چې د داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي او جنګېږي او د هغې ډلې تر منځ چې د داعش په نامه په عراق او سوریه کې فعالیت کوي او جنګېږي، تفکیک وشي؛ د افغانستان داعش هغه ډله ده چې په عراق او سوریه کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې سره دوی بیعت کړی، د “اسلامي دولت” مشرتابه دوی نه دي ګمارلي، د عراق او سوريې داعش او یا خپله د “اسلامي دولت” ډله د همغې سیمې خلک دي چې دا ډله یې رامنځته کړې او بیا له نورو سیمو او هېوادونو څخه هم خلک ورسره یوځای شوي دي. په افغانستان کې د داعش ډلې رامنځته کېدل د سیمه‌يیزو څارګرو ادارو کار دی. دويم دا چې د افغانستان داعش ډله، تر ډېره ازبک جنګیالي په زابل کې او د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د اورکزيو خلک په ننګرهار کې دي. ازبک جنګیالي چې د طالبانو د حکومت پرمهال افغانستان ته راغلي وو، د طالبانو د نظام له راپرځېدو وروسته وزیرستان ته ولاړل، وروسته دا چې دوی د هغه ځای د خلکو او پښتنو او په ټوله کې د افغانانو په رسم او رواج او دودونو نه پوهېدل؛ نو په منځنۍ آسیا کې د اسلام په اصیل فهم د سم نه پوهېدو له کبله دوی ځینې احساساتي کارونه وکړل او ځینې قومي مشران، مخور حتی علماء يې ووژل؛ هلته له ستونزو سره مخ شول، کله چې په وزیرستان کې د پاکستان حکومت عمليات پيل کړل، ازبک جنګیالي بېرته افغانستان ته راغلل او له دې امله چې ملا محمد عمر ژوندی نه و، دوی خپل بیعت له داعش ډلې سره اعلان کړ او غوښتل يې د افغانستان شمال ته خپل فعالیتونه وغځوي، چې طالبانو بیا پرې نښودل او په همدې اساس طالبانو په تخار، بدخشان، کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې عملیات پیل کړل. دوی په زابل کې له خپلو کورنیو سره مېشت شول او هلته یې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.

طالبانو په لومړي سر کې له دوی څخه غوښتني وو چې ټول دې په یوه ځای نه اوسېږي او په هر کلي/سیمه کې دې لس لس کورنۍ واړوي چې بیا دوی د طالبانو دغه وړاندیز نه ؤ منلی. وروسته ملا منصور داد الله چې له ملا اختر محمد منصور سره يې شخصي اختلافات درلودل، د طالبانو له ډلې بېل او د داعش “همدې ازبکانو” سره مللګری او د هغوی مرستندوی شو، په ګډه یې فعالیت پیل کړ. داسې ویل کېږي چې ملا منصور داد الله ځینې طالبان د خپل ورور مشهور ملا داد الله په قتل کې تورن بولي؛ که څه هم وروسته د ده او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې وشوې او د علماوو هیأتونه ده ته ورغلل او نږدې وه چې ملا منصور داد الله سوله وکړي او د یوه ولایت په اخیستلو سره [د دوی په خپل حساب] له طالبانو سره بېرته یوځای شي، خو داسې څه تر آخره پېښ نه شول.

د افغانستان داعش د افغانانو د کلتور او عرف خلاف ځینې کړنې ترسره کړې. لومړی یې ۳۱ هزاره هېوادوال چې ښځې او مشومان هم پکې شامل وو، برمته کړل. هزاره‌ګانو همغه مهال د ازبک جنګیالیو د همدي عمل په مقابل کې ځينې پښتنې ښځې تښتولې وې، ځکه همدا ازبک جنګیالي د پښتنو په سيمه کې میشت وو او د ملامنصور دادالله ملاتړ يې له ځان سره درلود. خبره قومي کیدو ته روانه وه، د سیمې مشران طالبانو ته ورغلل او له دوی څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه. طالبانو لومړی داعش جنګیالیو ته چې ازبک دي او ملا منصور داد الله هم ورسره و خبرداری ورکړ او کله يې چې منفي ځواب ترلاسه کړ، په دوی یې علمیات وکړل او د دوی ډېر جنګیالي یې اسیر او له منځه یوړل او برمته کسان يې راخوشې کړل او ازبکان يې مجبور کړل، چې د وړاندې ذکر شوې تګلارې مطابق محدودې کورنۍ په جلا جلا کلیو/سیمو کې واوسېږي. طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش په نوم د ګډوډیو مخه ونيسي. هغه ازبک جنګیالي چې په کوم پاک نیت راغلي وو، دا چې د بې‌علمۍ له امله له دغسي برخلیک سره مخ کیږي، د تاسف وړ خبره ده؛ مګر طالبان بیا دلیل راوړي چې که مخه یې نه وای نیول شوې، نو فتنه ورڅخه پيدا کېده او د فتنې ضرر لوی وو، ځکه يې همدا جګړه وکړه. خو کاش چې خبره تر جګړې نه وای رسیدلې او د تفاهم له لارې يې ستونزه حل شوې وای.  

دا چې دومره ګډوډ او نامعلوم حالت هم دی؛ نو بیا ولې او د کومو دلایلو پر بنسټ ځوانان د ملا اختر محمد منصور ډلې طالبانو، ملا محمد رسول ډلې طالبانو، ملا منصور داد الله ډلې او حتی داعش ډلې سره یوځای کېږي؟

مطمئن: تر ډیره خو چې عقیده نه وي او د عقيدي پر بناء د هغوی قناعت نه وي حاصل شوی، نو د طالبانو سره لیکو ته زړه نه ښه کوي. افغانان عقیدوي او مذهبي خلک دي، د بهرنیانو په مقابل کې ډیر زیات حساسیت لري او په خپلواکۍ مین خلک دي. د نړۍ تاریخ ښيې چې افغان او ترک غلامي نه ده کړې، نو همدا لامل ده چې د طالبانو لیکو ته پرته له معاش نه ځوانان ورځي. ډېری ځوانان د بېکارۍ او فقر له امله او دا چې پیسې ترلاسه کړي اردو، پولیسو او حتی اربکیانو سره یوځای کیږي او له هرچا سره د پیسو په خاطر جنګېږي او آن له امریکانو سره یو ځای کېږي. کله چې له اربکیانو سره یوځای کیږي، امریکایانو سره یوځای کیږي نو بیا خو له بل چاسره هم یوځای کیږي. دا په دي معنا نه ده چې د پورته خبرې رد وشي، چې ما وویل افغانان په ازادۍ مین دی، مګر غلام ذهنه خلک هم پکې شته، انګریزانو ته هم ځینو افغانانو جاسوسي کوله، روسان هم ځینو افغانانو راوستل او امریکایان هم ځینو افغانان راوستل.

د ځوانانو بې سوادي او ناپوهي هم د دې سبب کېږي، چې دوی له یادو ډلو سره یو ځای شي. قومي اړیکې او مناسبات هم د دې یوځای کېدنو یو عامل ګڼل کېدای شي. په ټوله کې د طالبانو او بیا د طالبانو د لویې ډلې چې د ملا اختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، ضعیف تربیتي سیستم چې یوازې په جګړه تمرکز کوي او په فرد جوړونه او کدر روزنه کې، د روسانو په وړاندې د جنګېدونکو مجاهدینو په څېر پاتې راغلي، د دې سبب کېږي چې د طالبانو (ملا اختر محمد منصور) له ډلې څخه ځینې افراد جدا  او له نورو ډلو  سره یوځای شي او یا نورې ډلې رامنځته کړي.

په دې وروستيو کې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې افغان طالبانو په تاجيکستان کې له روسي چارواکو سره کتلي او داسې ويل کېږي، چې طالبانو هڅه کوي له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د سيمې له هېوادونو پوځي مرستې ترلاسه کړي، ستاسو نظر په دې اړه څه دی؟

مطمئن: له روسانو سره مخکې هم د پاکستان په منځګړیتوب د ځینو طالبانو له لوري خپلسرې اړیکې نیول شوې چې د طالبانو رسمي دریځ نه ؤ او بیا همداسې پاتې شوي دي. په ټوله کې منځنۍ آسیا د دې وس او وړتیا نه لري چې له طالبانو سره نظامي یا مالي مرسته وکړي، خو روسیه چې په افغانستان کې د داعش او د هغه د راپورته کېدو په اړه او په افغانستان کې د امریکا د حضور او د هغې د لوبې په اړه ترڅو جګړه شمال ته ولېږدوي او روسیه، منځنۍ آسیا او چین تهدید کړي، اندېښنه لري. په دې بنسټ امکان لري چې له طالبانو سره يې دې خبرې کړې وي او د روسانو غوښتنه به وه، ځکه روسان پوهیږي چې د داعش په نوم جګړه د دوی تر کوره ور رسول کېږي، ممکن روسانو به طالبانو ته یوازې د پوځي په تېره بیا هوايي-ځواک-ضد وسلو نه مالي او نه هم نورو مرستو وعده ورکړې وي. خو په ټوله کې طالبانو روسيې ته نه داسې کوم وړاندیز کړی او نه يې هم کومه تمه ښودلې؛ برعکس، روسيې په خپله له طالبانو سره د اړتیا پر بنسټ اړیکه ټینګه کړې؛ که نه روسیه لا اوس هم په طالبانو ډېر باور او اعتماد نه لري.

که روسیه وغواړي چې طالبانو ته هوايي ځواک ضد راکټونه ورکړي ممکن د ایران له لاري دا کار وکړي، روسیه به مخامخ طالبانو سره مرستې ته زړه ښه نه کړي او نه به طالبان له روسانو سره ژوره رابطه وساتي، ځکه که په افغانستان کې د امریکا او روسي رقابت اوږدېږي، جګړه به دوام پيدا کوي او قربانیان به يې افغانان وي.

څه موده مخکې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف امريکا ته د سفر پر مهال وويل، چې پاکستان نه شي کولی هم طالبان ووژني او هم يې د سولې د خبرو مېز ته حاضر کړي، څه فکر کوئ! د افغان طالبانو په اړه د پاکستان د حکومت پاليسي په اوسني وخت کې څه ده؟ طالبان ځپي او که يې تقويه کوي؟

مطمئن: که څه هم پاکستان په لومړي سر کې له طالبانو سره ډېر زور زیاتی وکړ او هڅه يې وکړه چې طالبان وځپي؛ د بېلګې په ډول، دوی د طالبانو پیاوړی ډیپلوماټ، ملا عبدالسلام ضعیف، بندي او امریکایانو ته په لاس ورکړ، استاد یاسر یې شهید کړ، ملا عبیدالله اخند د طالبانو د دفاع وزیر یې په ډیر زجر سره په زندان کې شهید کړ او ملا عبدالغني برادر یې بندي کړ او روغتیا يې له منځه ورته یوړه. همداسي په سلګونو طالبان یې بندیان او شکنجه کړل، خو کله چې طالبانو وسلې وموندې، منسجم او پیاوړي شول، نو پاکستان مجبور شو چې له دوی سره لاره وکړي او طالبان مجبور دي چې د پاکستان په پولو کې واوسېږي. د نواز شریف دا خبره چې پاکستان نه شي کولی هم طالبان ووژني او هم يې د سولې د خبرو مېز ته حاضر کړي ډېره منطقي ده او دا يې هم ځکه کړې ده چې افغان دولت په دوي فشار اچوي ترڅو طالبان هم وځپی او هم يې مجبور کړي چې د سولې خبرو ته يې کېنوي. په بل تعبیر افغانستان له پاکستان څخه تمه لري چې پر طالبانو فشار راوړي او هغه مجبور شي چې افغان حکومت ته تسلیم شي. اصلاً، د افغانستان دولت د سولې اړوند یوه مشخصه تګلاره نه لري، ضد و نقیض دریځونه نیسي. د افغانستان دولت لومړی باید سولې ته په رښتينې توګه ژمن شي او په دویم قدم کې د سولې لپاره مشخصه تګلاره ولري. پاکستان هم په سمه توګه سولې ته ژمن نه دی او یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي او د طالبانو په نامه پیسې اخلي او په پاکستان کې حتی داسې ان‌جي‌اوګانې هم شته چې د طالبانو په نامه پیسې اخلي. پاکستان یو ډول محبوریتونه لري او طالبان بل ډول؛ نو ځکه د پاکستان له لوري د طالبانو د ځپلو یا تقويې مسئله په توازن کې ساتل کېږي او د دواړو تر منځ یو ډول موازنه موجوده ده.

مننه

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *