د افغانستان او پاکستان اړیکې ماضي، حال او راتلونکی سمینار- پښور

د ۲۰۱۲ کال دیسمبر د میاشتی  په ۱۲ نیټه د(Studies Institute of Regional – (IRS لخوا د افغانستان او پاکستان اړیکی ماضی حال او راتلونکی په عنوان جوړ شوي سیمنار کی د سیمیزو او استراتیژیکو څیړنو مرکز (CSRS) وفد ګډون وکړ، په دی سیمنار کی ددی موضوع په باب  پاکستانی نقطه نظر د الخدمت فاوندیشن نائب رئیس ډاکټر محمد اقبال خلیل وړاند کړ، او ویی ویل چی ددی سیمی خلک په ماضی کی سره یوځای اوسیدلی دي، بناء ددی سیمی د خلکو ترمنځ ډیر مشترکات وجود لري، د هغه هڅو او کوښښونو یادونه یی هم وکړه چی پاکستان یی د افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو په لار کی سرته رسوي، او په پای کی یی هغه اسباب او لاملونه هم یاد کړل چی د اړیکو د خرابیدو لامل ګرځیدلی شي.

د افغانستان نقطه نظر د سیمیزو او استراتیژیکو څیړنو د مرکز د علمي بورډ غړي ډاکټر صاحب مصباح الله وړاندی کړ، دوي د افغانستان او پاکستان اړیکي په دری پړاونو وویشلی چی لومړی پراو یی د ۱۹۴۷م څخه د ۱۹۷۸م پوری دی یعنی د پاکستان د جوړیدو نه په افغانستان باندی د شوروي د یرغل پوری، په دی پړاو کی اړیکی ډیری ښه نه دي پاتی شوي، او لوی لامل یی د شوروي او امریکا ترمنځ د سوړ جنګ استمرار وه، چی روسانو غوښتل چی افغانستان د پاکستان سره ښه اړیکی و نه لري ځکه هغوي پاکستان ته د امریکا د یو اتحادي هیواد په سترګه کتل او د پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدولو معنی د هغوي په نظر دا وه چی د امریکا نفوذ او اغیزی د شوروي اتحاد جنوبي سرحدونو ته ورسیږي.

دویم پړاو د ۱۹۷۸م څخه د ۱۹۹۲ پوری وه، یعنی د شوروي د یر  غل څخه د کمونستانو د نظام د سقوط تر ورځی پوری، په دی ټوله موده کی چونکه افغانستان د یو نماینده دولت څخه محروم وه   ځکه په یو مقطع زمانی کی خو افغانستان اشغال وه او نور هم     عملي توګه د اشغال په حکم کی وه، او د هجرت او جهاد په وخت کی   د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ اړیکی ډیری ښه او       نږدی وی.

دریم پړاو د ۱۹۹۲م څخه د ۲۰۱۲م پوری وه یعنی د کمونستانو د حکومت د سقوط څخه تر نن ورځی پوری چی په دی پړاو کی د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ډیری لوړی او ژوری لرلی دي، چی مهم یی دادی:

– د اړیکو د جوړولو لپاره د زړه سوانده جهتونو نشتوالی

د جنګونو د مسلط کولو تصور او د هغی  رد عمل

د مکررو استبدالاتو (Replacements) تصور او دهغی رد عمل

د بشپړ کنترول، استراتیژیک عمق(Depth) تصور او د هغی رد عمل

هند سره د افغانستان د اړیکو رد عمل

د مطبوعاتو او جمعي رسنیو اغیزی

ددی ترڅنګ نور اسباب او لاملونه هم شته چی په هغی رڼا واچول شوه، په پای کی په دی ټینګار وشو چی باید دا اړیکی ښه وساتل شي ځکه په دی کی د دواړو هیوادونو ګټی خوندي دي، او ددی یادونه وشوه چی هغه کوم اسباب دي چی دا اړیکی ښه کولی شي.

د پاکستان د سیمیزو څیړنو د مرکز(IRS) د اداری سره په ملاقات کی د سیمیزو او استراتیژیکو څیړنو د مرکز پلاوی په دی ټینګار وکړ چی باید د دواړو هیوادونو د اکادیمیکو مراکزو علمي او څیړنیزو مراجعو او پوهنتونونو ترمنځ اړیکی ټینګی شي ترڅو هغه تاوتریخوالي او کړکیچونو ته د پای ټکی کیښودل شي چی د سیاسی کشمکشونو په نتیجه کی د دواړو هیوادونو ترمنځ راولاړیږی دا پشنهاد د (IRS) د اداری د تود هرکلی سره مخ شوه، او ددی ژمنه یی وکړه چی دا علمی سیمینارونه او راشه درشه به نوره هم زیاتوي.

همدا راز د سیمیزو او استراتیژیکو څیړنو مرکز پلاوی د ۲۰۱۲م کال د دیسمبر د میاشتی په ۱۳ نیټه د پیښور د پوهنتون د (Pak Study Department)کی د استاذانو او د ماسترۍ او دکتوراه د محصلینو سره یو علمی نشست درلود چی هلته هم په تفصیل سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکی په یوه علمی او اکادیمیکه فضاء کی د دکتور مصباح الله عبد الباقی لخوا وڅیړل شوی او سوالونو ته ځوابونه وویل شول چی د استاذانو د تاوده هرکلی سره مخ شو او د سیمینار په پای کی یو شمیر محصلین دی ته اماده شول چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو علمی بحثونه او د ماسترۍ او دکتوراه رسالی ولیکۍ، او دی سره دا علمی نشست پای ته ورسید، او وروسته بیا د سیمیزو او استراتیژیکو څیړنو مرکز پلاوی کابل ته راستون شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *