د طالبانو او روسیې نږدې کېدونکې اړیکې

له تېرو دوو اوونیو راهیسې، په کورنيو او نړيوالو رسنیو کې د طالبانو او روسیې د نږدې کېدونکو اړیکو موضوع توده وه. دا موضوع وروسته له هغه راپورته شوه، چې په افغانستان کې د روسیې پخواني سفیر او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، چې د داعش پرضد مبارزه کې له طالبانو سره په اړیکه کې دي.

د ضمیر کابلوف له څرګندونو وروسته په لوېدیزو رسنیو کې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې د روسیې ولسمشر ولادمير پوتین او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې، په تاجکستان کې سره کتلي دي.

دا چې د طالبانو او روسیې د اړیکو شالید څه دی، دا اړیکې له کومو پړاوونو تېرې شوې، اوسمهال د کومو لاملونو له کبله د نږدې کېدو په لور روانې دي؟ او دا ډول تماسونه به د کابل-ماسکو پر اړیکو څه اغېزه وکړي؟

طالبان-روس اړیکې؛ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال

د ډاکتر نجیب د حکومت له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د روسانو ستراتيژۍ هم بدلون وموند او په لومړي ځل یې له مجاهدینو سره د همکارۍ مزي وغځول. د طالبانو له راتګ سره، د مجاهدینو په تېره بیا د شمال جبهې او روسانو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شوې.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام‌آباد کې د روسیې او طالب استازو ترمنځ خبرې پيل شوې او له هغه وروسته هم، په بهرنيو چارو وزارت کې د هغه مهال د روسيې-ميز د مدير په اند، څو ځله روسانو وغوښتل، چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. په ۱۹۹۷ کال کې روسانو په اسلام‌آباد کې طالبانو ته ویلي وو، چې له خپلو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي او تر ټولو مهمه دا چې، کابل ته د چیچن د استازو د راتګ له کبله یې له طالبانو دا هم وغوښتل، چې د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي[1].

په ۱۹۹۸ کال کې پر افغانستان د امریکا له توغنديزو بریدونو دوه ورځې وروسته، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت کابل ته خبر ورکړ، چې روسان غواړي د الکساندر اوبلوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولېږي او په کابل کې د روسیې سفارت بیا پرانیزي. ورته راپور په پاکستان کې افغان سفارت هم کابل ته ورکړ؛ خو دغه سفر بیا ونه شو[2].

هغه مهال د روسانو د اندېښنو لاملونه د مخدره توکو قاچاق، په منځنۍ آسیا کې توندلارې ډلې، د طالبانو له‌خوا د چیچنیا په رسمیت پېژندلو ستونزه او داسې نور وو. له همدې کبله هغوی غوښتل، چې په دې اړه له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.

په ټوله کې، که څه هم د طالبانو د دورې پرمهال د طالبانو او روسیې اړیکې خرابې وې؛ خو بیا هم ځينې تماسونه موجود وو؛ مګر په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې بیا دا تماسونه هم، د طالبانو له‌خوا د چیچن په رسمیت پېژندلو سره پرې شول.

طالبان-روس اړیکې؛ ۲۰۰۱-۲۰۱۴

کله چې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې بریدونه وشول او په غبرګون کې یې امریکا او ناټو په افغانستان بریدونه پيل کړل، نو روسیې هم نه یوازې دا چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو پرضد له بندیزونو هرکلی وکړ، بلکې په افغانستان يې د امریکایانو د بریدونو هرکلی هم وکړ. روسانو د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۲۸مه په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست، له افغان حکومت سره يې په نظامي برخه کې همکاري پيل کړه او له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې جنرال قسيم فهیم او محمد یونس قانوني، چې هغه مهال د دفاع او کورنیو چارو وزیران وو، ماسکو ته سفرونه وکړل[3].

د حامد کرزي په دویمه دوره کې، چې د افغانستان بهرنی سیاست د ۲۰۰۲-۲۰۰۹ دورې په پرتله بدلون وموند او افغان-روس اړیکې هم د حامد کرزي په دویمه دوره کې د ده د لومړۍ دورې په پرتله ښې شوې. هغه مهال افغانستان د یوکراین په قضیه کې، د پښتونستان د قضیې او له امريکا سره د خرابو اړيکو له کبله، د روسانو له دریځ څخه هم ملاتړ وکړ. په دغه دوره کې دوه‌اړخیز تجارت هم زیات شو او په ۲۰۱۳ کال کې تر یو ملیارد ډالرو پورې ورسېد[4].

د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته، د طالبانو او روسیې ترمنځ په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې بيا ځينې تماسونه وشول، چې هغه هم منځنۍ آسیا ته د مخدره توکو د قاچاق په اړه د همکارۍ غوښتنه وه. وروسته، چې کله په ۲۰۱۳ کال کې د روسانو یو پيلوټ د طالبانو له‌خوا ونیول شو، نو د روسانو له‌خوا ضمیر کابلوف له طالبانو سره په دې تړاو خبرې اترې پيل کړې او له تقریباً یوه کال مذاکراتو وروسته طالبانو روسی پيلوټ خوشی کړ[5]؛ خو بیا هم په مجموع کې هغه مهال د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې ډېرې ګرمې او ښې نه وې او یوازې به ځینې مهال روسانو له طالبانو سره د ځینو مسائلو په اړه تماسونه نیول.

داعش ډله؛ ګډ ګواښ

په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ظهور په منځني ختيځ کې د روسیې ګټې له ګواښ سره مخ کړې، چې له همدې کبله يې په سوريه کې د بشارالاسد له رژيم څخه ملاتړ لا زيات کړ او له څه مودې راهيسې یې په دغه هېواد کې پر داعش ډلې هوايي بريدونه هم پيل کړي دي.

له تېرو دولسو میاشتو راهیسې د روسیې لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه خبرداری ورکړی او په بېلابېلو وختونو کې يې په دې اړه څرګندونې هم کړې دي[6]. دوی د داعش موخه د روسیې پولو ته نږدې کېدل او د روسانو متحدین ګواښل ګڼلي دي. له داعش سره د روسانو تړلې اندېښنې لاندې عوامل لري:

لومړی؛ د داعش په لیکو کې د منځنۍ آسیا او روس نژاده توکمونو شتون؛

دویم؛ له داعش ډلې سره د منځنۍ آسیا د ځینو وسله‌والو ډلو بیعت (لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد یووالی او جماعت الانصار ډلې)؛

درېیم؛ خپله د داعش ډله د روسیې د امنیت لپاره ګواښ؛

څلورم؛ په منځنۍ آسیا او منځني ختیځ کې د دغې ډلې شتون د ماسکو ګټې ګواښي؛

په بل اړخ کې طالبانو په پيل کې له داعش سره خورا محتاطانه چلند وکړ؛ خو کله چې د طالبانو ځینې مشران په دې ډله کې جذب شول او د دوی ترمنځ وسله‌والې نښتې هم وشوې، نو طالبانو په رسمي ډول د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته یو لیک واستاوه خو د دغه لیک په ځواب کې داعش خورا توند غبرګون وښود. په دې توګه د داعش او طالبانو ترمنځ اختلافات نور هم پراخ شول او اوس د دوی ترمنځ نه یوازې دا چې د “امیر” د مشروعیت پر سر لانجه ده، بلکې په یو شمېر ولایتونو کې د دوی ترمنځ خونړۍ جګړې هم شوې دي. همدا لامل دی چې دا مهال روسانو د همدغه ګډ ګواښ د ځپلو لپاره، له طالبانو سره د اړيکو مزي غځولي دي.

پر افغان سياسي-امنيتي منظره د داعش ډلې اغېزې

له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د هېواد امنیتي او سیاسي منظره تقریباً یو ډول وه او ډېری هېوادونو په تېره بیا د امریکا مخالفینو (روسیې او ایران) هم د طالبانو پرضد له افغان حکومت او امریکایانو څخه ملاتړ کاوه؛ خو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو له پيل سره، په هېواد کې سیاسي او امنیتي منظره هغسې پاتې نه شوه، څنګه چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې وه.

د داعش ډلې له راتګ سره، د دولت د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ اېتلافونه او یووالی هم اغېزمن شو. حزب اسلامي (حکمتیار) خپلو پلويانو ته د طالبانو او داعش د احتمالي ټکر پر مهال د داعش د ملاتړ سپارښتنه وکړه (که څه هم وروسته يې دا خبره په يو ډول رد کړه او له داعش ډلې سره په جګړه کې يې د افغان حکومت ملاتړ هم اعلان کړ)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ له طالبانو څخه په جلا کېدو سره، له داعش ډلې سره بیعت اعلان کړ او خپله د طالبانو له لیکو څخه هم یو شمېر کسان د داعش په لیکو کې ورګډ شول (لکه عبدالرووف خادم، چې د داعش ډلې د خراسان ولایت مرستیال وټاکل شو او بيا په هلمند کې د يوه بريد په پايله کې ووژل شو).

په نړیواله کچه هم داعش په افغانستان کې سیاسي منظره بدله کړه او په لومړي ځل یې ایران او روسیه طالبانو ته نږدې کړل؛ ځکه درې واړه لوري داعش ډلې ته د یوه ګډ ګواښ په سترګه ګوري.

د طالبانو-روسیې تماسونه او پر کابل-ماسکو اړیکو یې اغېزې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په لومړي ځل له طالبانو سره د تماسونو خبره کړې او ويلي يې دي، چې د داعش پرضد مبارزه کې یې د همکارۍ په موخه له طالبانو سره تماس نیولی دی. که څه هم طالبانو په خپله اعلامیه کې د داعش په اړه له روسيې سره تماسونه او اړیکې رد کړې خو د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره يې د تماسونو نیول نه دي پکې رد کړي[7].

په بل اړخ کې افغان حکومت په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د دا ډول څرګندونو ځواب نه دی ورکړی او نه یې په دې اړه د روسیې سفیر احضار کړی؛ خو په ولسي جرګه کې ځینو وکیلانو پرې نیوکې کړې او د افغانستان د دفاع وزارت ویاند هم په خپل غبرګون کې څرګنده کړې، چې دا ډول اړیکې دوی ته د منلو وړ نه دي.

دلته د طالبانو او روسیې تماسونه دوه احتمالونه لري. یو احتمال هغه دی، چې خپله روسان پرې ټينګار کوي او بل احتمال بیا د روسانو تېرو تجربو او د سیمې جیو-پولیټیکي بدلونونو ته د کتلو له کبله دی.

لومړی احتمال: د ضمیر کابلوف د همدغو خبرو په تړاو، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په بهرنیو چارو وزارت کې د روسیې له سفیر سره وکتل او له هغه یې توضحیات وغوښتل. د روسیې سفیر په ځواب کې وویل، چې د ضمیر کابلوف خبرې ناسمې تعبير شوې دي؛ ځکه د هغه د خبرو موخه یوازې همدا وه، چې له طالبانو سره د روسیې لېوالتیا یوازې د داعش پرضد مبارزه کې همغږي ده او له طالبانو سره یې تماس د افغانستان د سیاسي حل په تړاو و، څو افغان حکومت له خپلو وسله‌والو مخالفینو سره قضیه حل کړي[8].

ورته خبره طالبانو هم په خپله اعلامیه کې کړې، چې دوی “د امریکايي اشغال” د پای ته رسولو لپاره د سیمې له ګڼو هېوادونو سره تماسونه نیولي او نیسي یې.

په افغانستان کې اوسمهال د روسیې ګټه دا ده، چې د داعش مخنیوی وشي او دا هغه مهال ډېره شونې ده، چې په هېواد کې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي، افغان طالبان له حکومت سره روغې جوړې ته تیار شي او امریکا له سیمې ووځي.

له همدې ځایه ده، چې ضمیر کابلوف له خپلو لومړنيو څرګندونو وروسته بیا ویلي، چې روسیه چمتو ده پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د احتمالي کموالي ملاتړ وکړي؛ خو په دې شرط چې دغه مسئله د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي. د دې ترڅنګ یې د افغان حکومت د سولې او روغې جوړې له تګلارې هم ملاتړ کړی دی[9].

دویم احتمال: دویم احتمال دا هم دی، چې روسیې له طالبانو سره د لاندې عواملو له کبله اړیکه ټینګه کړې وي:

لومړی: له څه مودې راهيسې د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد ظاهر قدير او یو شمېر نور غړي، بهرني ځواکونه او حکومتي کړۍ په تېره د ملي امنيت شورا د داعش ډلې پر ملاتړ تورنوي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حضرت علي ادعا کړې چې بهرنیو الوتکو د داعش وسله‌وال ښکته کړي او د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو هم ویلي چې بهرنیو الوتکو د تور غره په لمنو کې ناسته کړې او مخپټي وسله‌وال یې ښکته کړي دي. په دې تړاو حکومتي چارواکو د څېړنو خبره کړې، خو خلک پوهیږي چې د چارواکو څېړنې له خلکو د موضوع د هېرولو په معنا دي او په دې توګه حکومت لاهم دغو تورونو ته وړ ځواب نه دی ويلی.

دغو تورونو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې روسيه به د داعش پرضد مبارزه کې د افغان حکومت په هڅو شکمنه شوې وي او له همدې کبله غواړي، چې د خپل امنیت لپاره د ګواښ کمولو په موخه له طالبانو سره په نېغ ډول اړیکه ونيسي.

دویم: روسيه د سیمې او نړۍ حالاتو ته په کتو سره غواړي، چې د افغانستان په داخلي چارو کې په نېغ ډول لاسوهنه وکړي او دلته د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

پای

[1]  د نورو معلوماتو لپاره ولولئ: وحید مژده، افغانستان در پنچ سال سلطۀ طالبان، تهران: نشر، ۱۳۸۲.

[2]  تېر ماخذ.

[3]  له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د افغان-روس اړیکو لپاره ولولئ، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د اوونيز تحليل ۱۱۸مه ګڼه، د افغانستان په لور د روسيې زیاتېدونکې لېوالتيا: http://csrskabul.com/pa/blog/%D8%AA%D8%AD%D9%84%D9%8A%D9%84-%D9%87%D9%81%D8%AA%D9%87-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%87-%DB%B1%DB%B1%DB%B8-%D8%A7%D8%B2-%DB%B2%DB%B6-%D8%AB%D9%88%D8%B1-%D8%A7%D9%84%DB%8C-%DB%B2-%D8%AC%D9%88%D8%B2/

[4] Thomas Ruttig, From Point Zero to ‘New Warmth’: Russian-Afghan relations since 1989, Afghanistan Analysts Network, 2014.

[5]  د طالبانو او روسيې د اړيکو په اړه د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، د اوونيز تحليل ۱۴۲مه ګڼه: http://csrskabul.com/pa/blog/%D8%AA%D8%AD%D9%84%D9%8A%D9%84-%D9%87%D9%81%D8%AA%D9%87-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%87-%DB%B1%DB%B4%DB%B2-%D8%A7%D8%B2-%DB%B2%DB%B3-%D8%A7%D9%84%DB%8C-%DB%B3%DB%B0-%D8%B9%D9%82%D8%B1%D8%A8/

[6] درېيم ماخذ.

[7] په دې اړه د طالبانو بشپړه اعلاميه دلته ولولئ: http://alemara1.org/?p=37360

[8] په افغانستان کې د روسیې د سفیر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ترمنځ د ناستې په اړه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه: http://mfa.gov.af/fa/news/deputy-foreign-minister-meets-the-ambassador-of-the-russian-federation

[9] په دې اړه ولولئ، د ازادۍ راډیو دا خبر: http://pa.azadiradio.org/content/article/27456738.html

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *