له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو شاليد او راتلونکی

تېره اوونۍ د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې څلورمه ناسته په کابل کې جوړه شوه. د دغې څلور اړخیزې ناستې د ګډې اعلامیې له مخې، د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په اسلام‌آباد کې پيل شي.

له دې وړاندې د درېیمې څلور اړخیزې ناستې پرمهال پرېکړه شوې وه، چې افغان حکومت به د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پيل کړي. دا چې ولې د روانې میاشتې په وروستيو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل نه شوې لاملونه یې څرګند نه دي.

د مخامخ خبرو اترو وروستۍ ژمنه داسې مهال کېږي، چې له څلورمې څلور اړخیزې ناستې یوه ورځ وړاندې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحيل شریف هم قطر ته په یوه‌ورځني سفر ولاړ او د قطر هېواد له جګ‌پوړو چارواکو سره، د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان د سولې پر پروسې هم وغږېد.

دا چې د مخامخ خبرو اترو ارزښت په څه کې دی، له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو شالید څه دی او آیا ریښتیا هم مخامخ خبرې اترې په مارچ مياشت کې پیلېدونکې دي؟ دلته پرې شننه کوو. 

په افغان سوله کې د مخامخ خبرو اهمیت

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې چې څومره هم د هغو هېوادونو له داخلي لورو سره بهرنیان په جګړه کې ښکېل پاتې شوي او یا د یوه هېواد داخلي ډلې په خپلو کې په جګړه اخته وي، دغه ټولې شخړې او جګړې یوازې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل شوې دي؛ ځکه د شخړو او جګړو حل یوازې د مخامخ خبرو اترو په پايله کې شونی دی. د بېلګې په ډول د ویتنام جګړه د پاريس د سولې تړون په نتيجه کې پای ته ورسېده، چې د شمالي ویتنام حکومت، د جنوبي ویتنام حکومت، امریکا او موقتي انقلابي حکومت ترمنځ وشو.

په افغانستان کې هم د سولې په تړاو ټولې هغه هڅې چې مخامخ خبرې اترې پکې نه وي، یا خو یې هېڅ پایله نه ده لرلې او يا يې هم ډېرې بدې پايلې لرلې دي. د شورویانو د اشغال پرمهال د جنیوا په خبرو اترو کې له اصلي لورو سره د مخامخ خبرو اترو د نه شتون له کبله، هغو مذاکراتو او پرېکړو ډېرې بدې پايلې ولرلې او د کورنۍ جګړې د غمیزې په رامنځته کولو کې یې د نورو عواملو ترڅنګ مهم رول ولوباوه.

د افغان سولې په تړاو په روانو خبرو اترو کې پر مخامخ خبرو اترو ټینګار به هم، یوه باامنه او سوله‌ییز افغانستان ته واټن لنډ کړي؛ خو اساسي خبره دا ده، چې دغه مخامخ خبرې د جګړې له اصلي لوري سره او له فشارونو پرته وشي.

د مخامخ خبرو اترو شالید

د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ خبرې اترې د حامد کرزي د دورې پرمهال پيل شوې، چې تر ډېره به د حامد کرزي له استازو سره افغان طالبانو په انفرادي ډول خبرې کولې. د دغو طالبانو له ډلې ملا برادر، ملا معتصم آغا جان او ځينې نور وو.

د افغان طالبانو له یوه داسې پلاوي سره، چې په سم ډول د طالبانو د ډلې استازیتوب وکړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو په مېز کېني، د اسلام‌اباد په مري سيمه کې خبرې وشوې. دغه خبرې اترې وروسته له هغه وشوې، چې افغان حکومت د سولې په تړاو پر پاکستان تکيه زیاته کړه او پاکستان هم د خپل لوی درسیز راحيل شریف له هغې ژمنې وروسته، چې افغان طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره د ۲۰۱۵ کال د مارچ مياشتې په منځ کې خبرو ته حاضر کړي، تر ډېر فشار لاندې و. له همدې ځایه د مري خبرو اترو ته د ۲۰۱۵ کال په جون مياشت کې لاره پرانېستل شوه، خو بیا ډېر ژر د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان سره، دغه پروسه هم شنډه شوه.

د مري له خبرو اترو څخه څو میاشتې وروسته او په دې اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې ډيپلوماسۍ له فعالېدو سره د ۲۰۱۵ کال د دیسامبر په میاشت کې، د افغان سولې لپاره څلور اړخیزې ناستې پیل شوې، چې تر دې دمه یې څلور ناستې کړې دي. په دغو ناستو کې دوی لومړی د څلور اړخیزو ناستو لایحه جوړه کړه، بیا یې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تګلاره جوړه کړه او اوس یې له څلورمې ناستې وروسته، له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره نېټه او ځای غور کړ، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به افغان حکومت له افغان طالبانو سره په اسلام‌آباد کې خبرې اترې وکړي.

د مخامخ خبرو اترو په لاره کې خنډونه

اوسنيو حالاتو ته په کتلو سره، د څلور اړخیزو خبرو اترو له لارې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په لاره کې لاندې خنډونه شته دي:

  • د څلور اړخيزو خبرو اترو په پيل کې د روانې جګړې د مهم لوري (طالبانو) د اعتماد راجلبولو هېڅ هڅه ونه شوه، بلکې ټوله هڅه دا ده چې پاکستان به طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي. اوس طالبان هم په دې پروسه بې‌باوره دي او اهدافو ته يې د شک په سترګه ګوري.
  • د قطر دفتر په رسمیت نه پېژندل د مخامخ خبرو اترو ناکامۍ ته لاره پرانیزي؛ ځکه طالبان هم د قطر دفتر د خبرو اترو یوازېنی آدرس بولي او دا چاره تېرو کلونو ثابته کړې ده. په تېرو څو کلونو کې ثابته شوې چې د قطر دفتر پریکړې د افغان طالبانو جنګیالیو منلې دي.
  • د دې ترڅنګ د طالبانو له بانفوذه مشرانو څخه بندیزونه نه لرې کول هم، په دا ډول خبرو اترو کې د دوی نه ګډون ثابتوي او که په دغو خبرو اترو کې د افغان طالبانو بانفوذه کسان برخه وانخلي، نو تر ډېره یې ناکامې بللی شو. د بندیانو د آزادولو او نور شرطونه بیا د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بې‌باوري ختمولای شي او د باور په زیاتولو کې رول لوبولای شي.

آیا مخامخ خبرې اترې پیلېدونکې دي؟

د څلور اړخيزو خبرو اترو له څلورمې ناستې وروسته په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر اعلان وکړ، چې د څلور اړخیزو خبرو اترو او مخامخ خبرو په تړاو دوی په جریان کې نه دي او نه هم له دوی سره تر اوسه کومه خبره شوې ده.

که د افغان طالبانو د وروستیو کلونو ډيپلوماسۍ ته ځیر شو، نو دوی په ډېرو سختو دريځونو سره یا خو خبرو اترو ته چمتو نه وي او یا له غير مستقيمو خبرو اترو سره حساسیت ښيي او غواړي، چې د قضیې د حل لپاره په مخامخ خبرو اترو کې برخه واخلي. د مثال په ډول د روسي پيلوټ د خوشې کولو او امریکايي پوځي باو برګډال د خوشې کولو قضیې يادولی شو.

دا چې په دوو اوونیو کې دننه به له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پیل شي، د پوښتنې وړ ده؛ ځکه پاکستان له دې وړاندې هم هر کله چې د سولې د مخامخ خبرو د پيل پخې ژمنې کړې دي، له ډېرو ستونزو او د تاریخ له تېرېدو وروسته توانېدلي، چې افغان طالبان او افغان حکومت خبرو اترو ته حاضر کړي، هغه هم په تېر یوه‌نیم کال کې یوځل!

د راتلونکي مارچ په لومړۍ اوونۍ کې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې اترې پيلېدل ډېر هم ستونزمن کار نه دی؛ خو پوښتنه دا ده، چې په دغو خبرو اترو کې به د افغان طالبانو استازیتوب څوک کوي؟ که د قطر سیاسي دفتر مشر او غړي يې پکې برخه وانخلي او د طالبانو رهبرۍ شورا هم پکې شتون ونه لري، نو دغه خبرې اترې هم د تېر په څېر ناکامې دي.

پای

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *