د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز پلاوي د بهرنيو چارو وزارت له ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز څخه ليدنه وکړه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د رئيس دکتور عبدالباقي په مشرۍ د دغه مرکز يوه پلاوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز څخه د روان (۱۳۹۴) لمريز کال د وري مياشتې په ۲۶مه نېټه ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين د دغه مرکز د فعاليتونو په اړه د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز مشر دوکتور فرامرز تمنا ته معلومات ورکړل او په هېواد کې يې د تحقيقاتي او مطالعاتي مرکزونو د فعاليتونو د همغږي کولو پر اړتيا خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز رئيس دکتور فرامرز تمنا د يوه غير دولتي ارګان په توګه د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز فعاليتونه وستايل او د هېواد په کچه يې د دارنګه مرکزونو د کارونو د همغږي کولو وړانديز پر ځای او ډېر مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه، چې په دې اړه به د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې وکړي، ترڅو د بهرنيو چارو وزارت په کوربه‌توب سره فعال تحقيقاتي مرکزونه په يوه غونډه کې سره راټول او د دوی د کار د همغږي کولو په اړه خبرې وشي.

په دغه ملاقات کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز او د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز ترمنځ د ګډو همکاريو په اړه د يوې تفاهمنامې پر لاسليک کولو هم هوکړه وشوه، چې په نژدې راتلونکي کې به د دواړو مرکزونو ترمنځ لاسليک شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *