د افغان حکومت – حزب اسلامي د سولې خبرې: مخينه او راتلونکی

 

حزب اسلامي (حکمتيار) د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۲مه د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې افغان ولسمشر اشرف غني حزب اسلامي ته د سولې په خبرو اترو کې د شامېلېدو بلنه ورکړې او دغه ګوند هم د ولسمشر غني دا غوښتنه منلې ده.[1] حزب اسلامي په خپله اعلاميه کې دا نه ده مشخصه کړې، چې دوی ته په څلور اړخيزو خبرو اترو کې د ګډون او که يوازې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو بلنه ورکړل شوې ده.

د دغه ګوند اړونده وېب‌پاڼه په يوه مقاله کې ليکي، چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره يو دوه کسيز پلاوی ټاکل شوی دی.[2] د يوې سرچينې له قوله، د حزب اسلامي پلاوی له حکومت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښيي او يا يې هم پلاوی کابل ته راځي، بلکې له دې وړاندې هم د حزب اسلامي ډلې، ډېر ځله خپل پلاوي له حکومت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رالېږلي دي، چې هېڅکله يې هم کومه څرګنده پايله نه ده لرلې.

دا چې په تېرو کلونو کې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو مخینه څه ده، د دوی ترمنځ خبرې اترې ولې ناکامې شوې او د سولې په خبرو اترو کې به د حزب اسلامي ګډون څه اغېزې ولري؟ دلته پرې شننه کوو.

 د حزب اسلامي ګوند مخينه او انشعاب

حزب اسلامي په افغانستان کې یوه له هغو ډلو څخه ده، چې د څلورو لسیزو تاریخ لري او پيل یې د جمعیت اسلامي په شان له اسلامي نهضت سره تړل شوی دی. له شورويانو سره د جهاد پرمهال هم حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د نورو جهادي ډلو په پرتله په هېواد کې پراخ نفوذ درلود. د شورویانو له وتلو وروسته په کورنۍ جګړه کې هم د نورو ګوندونو ترڅنګ دغو دوو ګوندونو ډېر رول درلود او کله چې طالبان د افغانستان په سياسي پرده راڅرګند شول، نو د حزب اسلامي ډله د افغانستان له سیاست څخه بیرون شوه؛ ځکه طالبانو د حزب اسلامي تر واکمنۍ لاندې سیمې ونیولې او له کبله یې د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدین حکمتيار له افغانستانه ووت.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال حزب اسلامي د افغانستان په قضيه کې ډېر رول نه درلود؛ خو کله چې له ۲۰۰۱ کال وروسته پر افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو د بريدونو په تعقیب، په هېواد کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، نو انجنير ګلبدین حکمتيار افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو راتګ د هېواد «اشغال» وباله او په دې توګه يې د حزب اسلامي ترنامه لاندې د بهرنيو ځواکونو پرضد وسله‌واله مبارزه پيل کړه، چې لا هم دوام لري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د حزب اسلامي ډېری غړي په تدریجي ډول له پېښوره افغانستان ته راغلل او بیا د افغان حکومت برخه شول. په ۲۰۰۴ کال کې د خالد فاروقي ترڅنګ د دغه ګوند يو شمېر جګ‌پوړو غړو د لنډمهالې دورې له مشر حامد کرزي سره ولیدل او اړیکې یې له حکمتیار سره پرې شوې وبللې.[3] وروسته بيا د “حزب اسلامي” په نوم ګوند په افغانستان کې په رسمي توګه ثبت شو؛ خو بیا هم په کابل کې له حزب اسلامي سره تړل شوي کسان په یوه ګوند کې راټول نه وو، بلکې دوی په څو ډلو وېشل شوي وو چې لاهم تر همدې نامه لاندې شته دي. د بېلګې په ډول د عبدالهادي ارغندیوال، خالد فاروقي او وحيدالله سباوون ډلې يادولی شو. دغه اختلافات او انشعابونه له دې هم معلومېږی، چې د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د حزب اسلامي یوې ډلې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره اېتلاف وکړ. بلې ډلې چې د حزب د شوراګانو د اتحاد په نامه وه، په لومړي پړاو کې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ او بیا یې په دویم پړاو کې له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ. د دغه ګوند پاتې غړو بیا په ټاکنو کې د قطب الدین هلال له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړ.

د افغان حکومت او حزب اسلامي د خبرو اترو مخينه

که څه هم معلومه نه ده، چې د افغانستان د سولې په تړاو له افغان حکومت سره د انجنير ګلبدین حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي غړو له څه وخت راهيسې خبرې اترې پيل کړې؛ خو د رسمي اعلامیو له مخې معلومېږي، چې دغه خبرې اترې په ۲۰۱۰ کال کې پيل شوې. دلته د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې له دې نېټې وړاندې هم د دغه ګوند یو شمېر غړي له پېښوره کابل ته راغلل او دا خبره لاهم د بحث وړ ده، چې دوی په خپله خوښه راغلي وو او که د حکمتیار په خوښه؟

کله چې په ۲۰۰۹ کال کې بارک اوباما د امریکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې، نو د ۲۰۰۹ کال په پای کې يې له افغانستانه د خپلو سرتېرو  د ایستلو پلان جوړ کړ، چې له مخې یې له ۲۰۱۱ کال وروسته د امریکایي سرتېرو د وتلو پيل پلان شوی و. حزب اسلامي په ۲۰۱۰ کال کې له همدغه نوي اعلان او د حامد کرزي-امریکا د خرابو اړیکو له فرصت څخه په استفادې سره، کابل ته د سولې د خبرو اترو په موخه یو پلاوی راولېږه، چې مشري یې ډاکتر غیرت بهیر او قطب الدین هلال کوله. حزب اسلامي هغه مهال سولې ته د رسېدو لپاره يوه ۱۵ ماده‌يي طرحه وړاندې کړه، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول وو:

  1. بهرني سرتېري بايد د ۲۰۱۰ کال له جولای څخه وتل پيل کړي او په شپږو میاشتو کې باید له هېواده ووځي؛
  2. بهرنیان باید امنیتي واک افغان ځواکونو ته وسپاري؛
  3. بهرنیان به د هېواد دننه بندیخانې نه جوړوي؛
  4. دغه مهال به ښکېلې غاړې اوربند اعلانوي؛
  5. د امریکایانو له وتلو وروسته به نور بهرني جنګیالي هم له هېواده وځي؛
  6. د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته به نوې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې کېږي او تر نویو ټاکنو پورې به اوسنی ولسمشر او پارلمان دوام مومي.[4]

د حامد کرزي حکومت د حزب اسلامي دغه وړانديزونه ونه منل او دغه خبرې اترې ناکامې شوې. وروسته د ۲۰۱۲ کال په اپریل میاشت کې د حزب اسلامي پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه داسې مهال کابل ته راغی، چې د طالبانو د قطر دفتر د پرانیستلو اوازې پيل شوې وې او افغان حکومت د قطر د دفتر له پرانیستې او د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف و. د حزب اسلامي دغه پلاوي يو ځل بیا د سولې په تړاو خپله طرحه وړاندې کړه، چې بیا هم افغان حکومت څه غبرګون پرې ونه ښود.

په ۲۰۱۳ کال کې د حزب اسلامي پلاوي بیا کابل ته سفر وکړ؛ خو بیا یې هم د سولې په تړاو خبرې اترې ناکامې شوې. دا ځل یې یو غړی په کابل کې پاتې شو او بیا یې د ۱۳۹۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړ.

د افغان حکومت-حزب اسلامي د خبرو اترو د ناکامۍ عوامل

د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويمه دوره کې څو ځله د حزب اسلامي پلاوي د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلل؛ خو دغو خبرو اترو تر پايه څه پايله ونه لرله او افغان حکومت د خپلو وسله‌والو مخالفينو له دغې ډلې سره کومې څرګندې پايلې او روغې ته ونه رسېد. د حزب اسلامي پلاوي د ۲۰۱۰ کال له مارچ مياشتې څخه د ۲۰۱۳ کال تر مې میاشت پورې ۱۷ ځله د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلي دي[5]. له دې نېټې وروسته د حزب اسلامي نور پلاوي هم کابل ته راغلي دي؛ خو دا چې ولې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ګڼ عوامل لري چې مهم يې په لاندې ډول دي:

د جګړې په ډګر کې د حزب اسلامي کم رول: حزب اسلامي که څه هم له روسانو سره د جهاد پر مهال ستر ګوند بلل کېده او د ټول افغانستان په کچه يې د خلکو پراخ ملاتړ درلود؛ خو له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره د دغه ګوند د وسله‌والې مبارزې ډګر د پخوا په څېر ګرم نه و. له ۲۰۰۱ کال وروسته د دغه ګوند زيات شمېر جګ‌پوړو غړو د افغان حکومت په مهمو څوکيو دندې ترسره کړې او ځواک يې ووېشل شو. دا چې د حزب اسلامي رول د جګړې په ډګر کې محدود و، نو افغان حکومت هم ډېر ارزښت ورنه کړ او د دغه ګوند شرطونه د هغوی د وسله‌والې مبارزې په پرتله ګران ورته ښکاره شول. د حامد کرزي حکومت د دې پر ځای چې له دغه ګوند سره سوله وکړي، له ګوند څخه د هغو مهمو افرادو رابېلولو هڅه وکړه چې کابل ته د خبرو اترو لپاره راتلل. په دې اړه قطب الدين هلال د بېلګې په ډول يادولی شو.

له حزب اسلامي سره د ځينو لورو مخالفت: حزب اسلامي د افغانستان د قضيې له ځينو ښکېلو ډلو سره پخوانۍ دښمنۍ لري. د دې ترڅنګ له افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره د اسلامي حزب د وسله‌والې مبارزې په جريان کې هم وخت ناوخت دغه ګوند د شمال ټلوالې او هزاره قومونو په تړاو توندې اعلاميې نشر کړې. د شمالي ټلوالې او هزاره‌ګانو په تړاو د حزب اسلامي سخت دريځ او ورسره هم‌مهاله په افغان حکومت کې د شمالي ټلوالې او هزاره‌ګانو پراخ حضور د دې لامل شو، چې له دغه ګوند سره د خبرو اترو د برياليتوب په لاره کې خنډونه جوړ شي او دا خبرې بريا ته ونه رسېږي.

په خبرو اترو کې د حزب اسلامي سخت دريځ: لکه چې مخکې وويل شول، حزب اسلامي (حکمتيار) له افغان حکومت سره د روغې جوړې لپاره خپله طرحه په ۲۰۱۰ کال کې وړاندې کړه، چې د دغې طرحې ځينو نکاتو ته په کتلو سره ویلی شو، چې افغان حکومت به پر هغو شرایطو هېڅکله هم له دوی سره سوله ونه کړي؛ ځکه د ډېری شنونکو په اند، د حکومت له پاليسيو داسې ښکاري، چې له خپلو وسله‌والو مخالفينو سره د سولې نه، بلکې د هغوی د تسليمولو اراده لري.

د نړيوالو او امريکا د ملاتړ نشتون: نړیوالو هېوادونو په تېره بیا امریکا د افغان حکومت او د حزب اسلامي خبرو اترو ته ډېره پاملرنه ونه کړه؛ ځکه د دوی په اند حزب اسلامي په جګړه کې ډېر رول نه درلود. له همدې کبله دوی له افغان طالبانو سره پر خبرو اترو ډېر ټینګار کاوه.

له طالبانو سره د حکومت د خبرو اترو لېوالتيا: افغان حکومت هم په تېرو کلونو کې ظاهراً له طالبانو سره د خبرو اترو لېوالتيا لرله، دا چاره هم د دې لامل شوه، چې حکومت اسلامي حزب ته اهميت ورنه کړي؛ ځکه حکومت فکر کاوه چې په دې توګه به اړ شي چې هرې ډلې ته جلا جلا امتيازات ورکړي.

په خبرو اترو کې بدګمانۍ: که څه هم د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې شونتيا ځکه ډېره وه، چې طالبانو د سولې په تړاو د افغان حکومت غوښتنې په تکراري ډول رد کړې او په بل اړخ کې د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ هم د جګړې په ډګر کې ټکرونه رامنځته شول، ځکه نو حزب اسلامي غوښتل چې د طالبانو خلاف عمل وکړي او له افغان دولت سره سوله وکړي. مګر دولت د دغه ګوند د سولې هڅو ته د امتيازونو ترلاسه کولو د لوبې په سترګه وکتل او ډېر اهميت يې ورنه کړ. دا هم بل لامل و، چې دغه خبرې ناکامې شوې.

د حزب اسلامي پاشلی دريځ: له روسانو سره د جهاد له دورې راوروسته اسلامي حزب هغه ګوند دی، چې د نورو ګوندونو په پرتله يې زيات انشعاب تجربه کړی او همدا اوس هم د حکمتيار (حزب اسلامي) ګوند ترڅنګ په کابل کې د حزب اسلامي تر نامه لاندې څو ډلې فعاليت لري، لکه د عبدالهادي ارغنديوال، قطب الدين هلال او وحيدالله سباوون ډلې. د حزب همدغه پاشلی دریځ هم د دې لامل شو، چې له افغان حکومت سره يې خبرې اترې ناکامې شي.

څلور اړخیزې خبرې اترې او حزب اسلامي

افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د افغان سفیر محمد عمر زاخیلوال په لاس حزب اسلامي (حکمتیار) ته د سولې په پروسه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې وروسته حزب اسلامي (حکمتیار) دغه وړاندیز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومانه.

حزب اسلامي (حکمتیار) دغه اعلامیه داسې مهال خپروي، چې افغان طالبانو په څلور اړخیزو خبرو اترو کې ګډون رد کړی. د حزب اسلامي اړوندې وېب‌پاڼې له مخې د حزب اسلامي یو پلاوی کابل ته راغلی او ښايي د سولې په تړاو به له افغان حکومت سره خبرې وکړي.  دا چې حزب اسلامي به له افغان حکومت سره د سولې په تړاو یوازې مخامخ خبرې اترې وکړي او که په څلور اړخیزو ناستو کې به هم برخه واخلي، تر اوسه معلومه نه ده. ښايي له افغان حکومت سره د حزب اسلامي له مخامخ خبرو اترو وروسته، په راتلونکو اوونیو کې په څلوراړخيزو ناستو کې د دوی د ګډون پرېکړه روښانه شي.

په څلور اړخیزو خبرو اترو کې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور د ډلې د نه ګډون له کبله، په دغو خبرو اترو کې د نورو ډلو د ګډون ارزښت ځکه زیات شوی، چې د طالبانو د نه ګډون له کبله دواړه پاکستان او افغان حکومت له ناکامۍ سره مخ شوي. له همدې امله به ښايي دوی په راتلونکو اوونیو کې په څلور اړخیزو ناستو کې د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې، د طالبانو د ملا محمد رسول ډلې، د مولوي خالص حزب اسلامي ډلې اړوندو کسانو او د ملا اختر محمد منصور له ډلې د ځينو افرادو د شامېلېدو هلې ځلې وکړي.

په ټوليز ډول ويلی شو، چې د افغان حکومت په وسله‌والو مخالفینو کې د ملا اختر محمد منصور ډله د جګړې د ډګر تر ټولو پیاوړې ډله ده او د سولې په مذاکراتو کې د دوی نه ګډون به افغانستان ته سوله رانشي وړای. د دې ترڅنګ که حزب اسلامي (حکمتیار) ګوند په څلور اړخیزو خبرو اترو کې ونډه هم واخلي، د دې معنا به ونه لري چې دوی به د بهرنیو ځواکونو په شتون کې په افغان حکومت کې شامل شي؛ بلکې دوی به هم د طالبانو پر څېر د بهرنیانو پر وتلو او د دوی د وتلو پر مهالوېش ټينګار وکړي، کوم څه چې تراوسه هم د سولې پر وړاندې اساسي خنډ بلل کېږي.

پای

[1]  له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په تړاو د حزب اسلامي رسمي اعلاميه، آنلاين بڼه:

http://www.dailyshahadat.com/index.php/site/lekani_details/1858

[2]  په دې اړه نور جزئيات دلته وګورئ:

http://www.dailyshahadat.com/index.php/site/lekani_details/1863

[3]  په “حزب اسلامي” کې د دغه انشعاب په اړه نور جزئيات دلته ولولئ:

http://www.jamestown.org/programs/tm/single/?tx_ttnews%5Btt_news%5D=26615&tx_ttnews%5BbackPid%5D=179&no_cache=1

[4]  د انجنير ګلبدین حکمتیار د دغې ۱۵ ماده‌يي طرحې د نورو جزئياتو لپاره لاندې لينک ته ټک ورکړئ: http://www.longwarjournal.org/archives/2010/03/hekmatyars_peace_pla.php

[5]  په دې اړه نور جزئيات دلته ولولئ: https://www.afghanistan-analysts.org/adding-the-ballot-to-the-bullet-hezb-e-islami-in-transition/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *