په پاکستان کې د سياسي ګډوډۍ لاملونه او پايلې

د روانو پاڅونونو پيل

دا چې د پاکستان نظام فډرالي دی، د ۲۰۱۳ کال په پارلماني ټاکنو کې مسلم لیګ “نواز” ګوند په پنجاب ايالت کې او د عمران خان تحريک انصاف ګوند په خيبرپښتونخوا کې بريالی شو. مسلم ليګ “ن” ګوند بيا په پارلمان کې د جمعيت علمای اسلام “فضل الرحمن” ګوند او نورو کوچنيو ګوندونو سره يوځای حکومت جوړ کړ او د عمران خان تحريک انصاف ګوند له جماعت اسلامي ګوند سره ګډ حکومت جوړ کړ؛ چې په پارلمان کې مسلم ليګ “ن” ګوند ټاکنې وګټلې او نوازشريف لومړی وزير وټاکل شو.

په دغه هېواد کې اوسنيو ګډوډيو د ۲۰۱۳ کال له همدغو پارلماني ټاکنو سرچينه اخېستې او د تحریک انصاف ګوند له تېرو ۱۴ میاشتو راهيسې په دغو ټاکنو کې د نوازشريف په ګټه ترسره شوو درغليو ادعا کوله. عمران خان غوښتي وو، چې د رايو د شفافيت لپاره دې په څلورو ټاکنيزو حلقو کې د درغليو څېړنه وشي، چې يوه حلقه هم د لومړي وزير نواز شريف وه؛ مګر د نواز شريف ګوند دا ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو په وړاندې او په ټولو معيارونو برابرې بللې.

د دې ترڅنګ د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې، د پنجاب پوليسو په «ماډل ټاون» کې پر «منهاج القران» دفتر، چې د طاهر القادري تر مشرۍ لاندې عوامي تحریک پورې تړاو لري، په يوه بريد کې پر مظاهره چیانو ډزې وکړې، چې ۱۴ تنه پکې ووژل شول او ۸۴ نور ټپيان شول. دا پېښه هم خورا زياته رسنيزه شوه او د ټېلوېزيون په پردو وښودل شول، چې د پنجاب پوليس په ښکاره پکې ښکېل دي. وروسته عوامي تحريک ګوند غوښتنه وکړه، چې د پېښې (F.I.R)[1] دې وليکل شي؛ خو پوليسو تر څو مياشتو پورې د دوی (اېف آی آر) هم ونه ليکه.

همدا لاملونه وو، چې عمران خان او طاهر القادري د تېرې ميلادي مياشتې (اګسټ) ۱۴مه، چې د پاکستان د آزادۍ ورځ ده، خلک لاريونونو ته راوبلل او له همغې نېټې وروسته تراوسه په اسلام اباد کې اخ و ډب روان دی، چې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله هم پکې اوښتې ده.

په پاکستان کې د روان وضعيت په تړاو ډېرې پوښتنې بې ځوابه دي؛ لکه دا چې د دغو لاريونونو وروستۍ پايله به څه کېږي؟ او همدا راز اغېزې به يې د افغانستان پر سياسي وضعيت څه وي؟

لانګ مارچ؛ په پاکستان کې د اپوزیسيون وروستۍ وسله

لانګ مارچ[2] په پاکستان کې تاریخي رول لري او د وخت د حکومتونو پرخلاف دا د اپوزیسيون وروستۍ وسله وه. له دې لارې اپوزيسيون عام خلک د حکومت پر خلاف عمومي لاريونونو ته رابولي او بيا يې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د پلازمېنې اسلام اباد په لور مارش کوي.

په ۱۹۷۷ کال د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پرخلاف د پاکستان ملي اېتلاف  (PNA)جوړ شو او په پاکستان کې يې اړ دوړ پېل کړ. هغوی هم ورته غوښتنې درلودې او په ټاکنو کې يې د درغليو ادعا کوله، چې په پايله کې يې بوټو له حکومت څخه ګوښه شو او د یوې پخوانۍ (F.I.R) قضيې له امله د محکمې مېز ته راکش کړل شو. بوټو د دغه هېواد د پيپلز ګوند بنسټګر و، چې د همدې قضيې او هېواد ته د خيانت له امله د اعدام حکم پرې وشو او د ځينې هېوادونو د مشرانو له خوا نوموړي ته د بښنې له غوښتنې سره سره، په ۱۹۷۹ کال کې اعدام شو.

دغه راز په تېرو لسيزو کې پاکستان د نورو لانګ مارچونو شاهد هم و، چې تر ډېره يې اغېزې جوتې وې. د عمران خان د ګوند اوسنی لانګ مارچ هم، چې دوی ورته د «آزادۍ مارچ» وايي، د حکومت له خوا د دوی د وړاندیزونو د نه منلو او د رایو د تفتیش د پروسې نه پېل کولو له امله پيل شو. تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير او د تحريک انصاف ګوند غړي شاه محمود قریشي هم له همدې امله په پارلمان کې دې موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دوی په تکراري ډول له حکومت څخه په دې اړه غوښتنې کړې دي؛ خو حکومت دا موضوع جدي ونه نيوله او بالاخره دوی اړ شول، چې سړکونو ته راووځي.

د عمران خان د ګوند ترڅنګ د طاهر القادري ګوند پلويان هم د «انقلاب» تر نامه لاندې له دې امله سړکونو ته راووتل، چې په تاڼو کې د قاتلینو پرخلاف د دوی (F.I.R) ونه لیکل شو او له همدې امله دوی اړ شول، چې سړکونو ته راووځي او د لومړي وزير نواز شریف او د پنجاب د وزیر اعلی شهباز شریف د استعفا ګانو غوښتنې وکړي.

وروستي پاڅونونه د بريا که د ناکامۍ په لور؟

د عمران خان د آزادۍ مارچ له اعلانولو سره په پاکستان کې د ده په اړه بحثونو زور واخست. ځينو د نوموړي دا پریکړه د ده «سیاسي ځانوژنه» ګڼله او ځينې نور بيا په دې اند دي، چې دی به تر وروستۍ شېبې پورې وجنګیږي او لومړی وزير به استعفا ته اړباسي.

د لومړي فکر پلویان، چې لانګ مارچ د عمران خان «سیاسي ځانوژنه» ګڼي، د ده دا پرېکړه د بلجيم په (واټر لو) ښار د ناپلیون له جګړې سره ورته بولي، چې د ناپليون د ماتې لامل شوه؛ خو د دويم فکر خاوندان بيا وايي، چې نوموړي د طارق بن زیاد په څېر ټولې کښتۍ سوځولې دي او د غوڅې پرېکړې د لوبې لپاره يې چمتووالی نيولی؛ نو دی به په دې مبارزه کې ګټونکی او د نوازشريف ډله به بايلونکې وي.

خو د عمران خان له وروستيو سياستونو داسې ښکاري، چې نوموړی د سياسي ځانوژنې په لور روان دی. د بېلګې په توګه د دغه هېواد پر ملي ټېلوېزيون بريد، پارلمان ته د وينا لپاره د خپل ګوند د غړي شاه محمود قريشي استول او د عمران خان له خوا پر «منفي-يو» فورمول ټينګار (چې وايي، يوازې نوازشريف دې ګوښه شي، نورې غوښتنې که نه منل کېږي هم پروا يې نشته) هغه هلې ځلې دي، چې له مخې يې په سياسي خبرو اترو کې د بريا هڅه کوي، ترڅو خپلو پلويانو ته د خپل برياليتوب ښودنه وکړي.

د مذهبي مشر طاهر القادري “انقلاب” مارچ بيا د عمران خان له “آزادۍ” مارچ سره یو څه توپير لري. د طاهر القادري پلويان د (اېف آی آر) د نه لیکلو او د خپلو وژل شوو کسانو د قاتلينو سزا ته رسولو په موخه راپارېدلي او ترڅنګ يې له فډرالي پارلماني نظام څخه صدارتي نظام ته د پاکستان د نظام بدلولو هدف او ځينې نور اهداف لري، چې له همدې امله دوی خپل لاريون انقلاب بللی؛ مګر د شنونکو له نظره د القادري د پلويانو پاڅون بيا د حکومت لپاره تر ډېره جدي خنډ نه بلل کېږي او د عمران خان د پاڅون په بريا او ناکامۍ پورې تړلی برېښي.

د پاڅونونو ترشا مخفي لاسونه

که څه هم د عمران خان د وروستي پاڅون تر شا د استخباراتي کړيو د شتون خبرې هم کېږي؛ مګر دا چې په رښتیا هم د دې ځواک تر شا کوم مخفي (استخباراتي) لاس شته کنه؟ په اړه يې څه ویل ستونزمن برېښي؛ خو له هغو ۱۲ ژورنالېستانو څخه، چې نواز شریف ورغوښتي وو، شاه زيب خانزاده ويلي چې: نواز شریف په خپلو خبرو کې څو ځله دا خبره وکړه، چې زه پوهېږم چې دا دواړه (عمران خان او طاهر القادري) چا راوغوښتل، بيا يې په لندن کې له یو بل سره مخامخ کړل او وروسته یې پاکستان ته راوستل. د دغه ژورنالېست په خبره: موږ ژورنالېستانو په ډېر ټينګار سره پوښتنه ترې وکړه، چې د دوی تر شا څوک دي؟ خو  لومړي وزیر زموږ دا پوښتنه ځواب نه کړه.

له بلې خوا که څه هم د القادري د پاڅون ترشا تر ډېره د مخفي لاسونو خبره ځواکمنه برېښي، خو د عمران خان د پاڅون په پرتله هومره اغېزناک نه ښکاري.

په ټوليز ډول ويلی شو، چې که د دوی ترشا د کوم مفخي لاس رول هم وي، بیا هم په اوسنيو اعتراضونو کې د ناپاکو رايو او درغليو نه څېړل او په ماډل ټاون کې انساني وژنې او بیا د هغوی (اېف آی آر) نه ثبتول هم مهم رول لوبولی او د نورو استخباراتي عواملو ترڅنګ يې همدا اصلي او ظاهري عامل بلل کېږي.

په روان کړکېچ کې د پوځ دريځ

يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې د روانو پاڅونونو ترشا د پاکستان د پوځ ملاتړ شته دی. که څه هم په دې تحليل ډېره تکيه نشي کېدای؛ مګر د پخواني ولسمشر زرداري او پيپل ګوند له خوا د پوځ د استخباراتو (آی ایس آی) پر يوه مشر دا تور ولګېد، چې د عمران خان په سياسي جلسو کې د ده تر شا ولاړ دی. که څه هم دا خبره په لومړيو کې تر يوه بريده راتوده شوه، مګر وروسته بيا ورو ورو بېرته سړه شوه.

دا چې د روانو پاڅونونو تر شا د پټو لاسونو تحليلونه تراوسه ډېر باوري نه برېښي، نو له همدې امله په دې اړه شته تحليلونه تر ډېره پر ظاهري عواملو راڅرخي. کله چې د وروستيو پاڅونونو په اړه حالات جدي شول، نو طاهر القادري او عمران خان د پوځ له مشر سره وکتل؛ خو تراوسه هم د دوی ترمنځ د شوو خبرو حقيقت نه دی څرګند شوی. بلخوا په وروستيو ورځو کې نوازشريف هم کابو هره ورځ د پوځ له مشر سره ليدنې کتنې درلودې، چې داسې ښکاري نوموړی له دې ناحيې په وېره کې دی.

په وروستيو پرېکړو کې يوه دا هم وه، چې د دواړو لورو ترمنځ په خبرو اترو کې دې پوځ د دريمګړي رول ولوبوي. له دې پرېکړې سره سملاسي دا بحثونه تاوده شول، چې پوځ چا او ولې سياست ته راښکېل کړ. عمران خان او طاهر القادري د انتقاد ګوته حکومت ته ونيوله؛ مګر نوازشريف بيا وويل، چې دا کار يې د دوی د غوښتنې له مخې کړی. په همغه ورځ د نوازشريف له وينا او دې شاهدۍ وروسته د پوځ وياندې ادارې وويل، چې پوځ ته د دريمګړي رول د لوبولو وړانديز د حکومت له خوا شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې ايا پوځ به له دريمګړي رول ورهاخوا کودتا ته هم ملا وتړي کنه؟ که څه هم جنرال پروېز مشرف ويلي، چې اوسني حالات د ده د ۱۹۹۹ کال د کودتا له حالاتو سره ورته دي؛ مګر په اوسنيو شرايطو کې د پوځ له خوا کودتا او بيا په نړيواله کچه د هغې منل ناشوني برېښي. امريکا او انګلستان په اوسني کړکېچ کې د نواز شریف له حکومته ملاتړ اعلان کړ او څرګنده يې کړه چې دوی به په پاکستان کې د غیر جمهوري دریځ او کړنو پلوي ونه کړي.

په پاکستان کې پخوانۍ کودتاوې چې د نړيوالو له خوا ومنل شوې، لامل یې د نړۍ جیو-پولیټیکي بدلونونه وو. د ایوب خان کودتا په سړه جګړه کې رامنځته شوه، د ضیاء الحق کودتا داسې مهال وشوه، چې په افغانستان کې کمونېزم واک ته رسېدلی و او شورویانو پر افغانستان يرغل کړی و؛ همدا راز په ایران کې اسلامي انقلاب راغلی و او د امریکایانو ډيپلوماتان یې نیولي وو. دغو او ځينې نورو حالاتو لوېديځ اړ کړ، چې د ضیاءالحق له کودتا ملاتړ وکړي.

له نښو نښانو داسې ښکارېده چې جنرال پروېز مشرف هم، د خپلې کودتا له امله یوازې پاتې شوی و او د بېلګې په توګه کله چې هماغه وخت کلنټن هند ته سفر وکړ، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سیکرتر شمشاد احمد خان په وينا، مشرف له ده وغوښتل، چې له کلنټن سره د لاس ورکولو موقع برابره کړي. نوموړی وايي، چې په ډېره سخته يې کلنټن دې ته چمتو کړ، چې د څلورو ساعتونو لپاره پاکستان ته راشي، خو بيا يې هم شرط دا و، چې تصوير به نه اخېستل کېږي.

په اوسني حال کې که پوځ کوم غوڅ رول هم لوبوي، نو د کودتا په بڼه به نه وي؛ بلکې يا خو به نواز شریف ته ووايي، چې استعفا ورکړه او یا به هم عمران خان او قادري ته ووايي، چې نور مو له اسلام اباده بسترې تړۍ او مارچ مو ختم کړئ.

پوځي پاکستان به د افغانستان په ګټه وي که سياسي؟

دې پوښتنې ته چې آیا پوځي پاکستان به د افغانستان په ګټه وي او که جمهوري پاکستان؟ هله دقيق ځواب ورکول کېدای شوای، چې پاکستاني سياسيونو د افغانستان په اړه بهرنيو چارو باندې بشپړ واک درلودی؛ ځکه نو دا پوښتنه مطرح ده، چې په پاکستان کې د افغانستان په اړه تګلارې څوک جوړوي؟

د پاکستان د تاريخ له مطالعې څرګندېږي، چې د افغانستان په تړاو په پاکستان کې ستراتېژۍ د پوځ او (آی اس آی) له خوا جوړېږي؛ دلته هم موخه د هماغه بدنام دوران «ستراتيژيک عمق» خبره ده، چې له امله یې دا مسلمان ګاونډی زموږ په هېواد کې ښکاره لاسوهنه کوي.

لاهم په پاکستان کې (آی اس آی) د دغه هېواد پر باندنيو چارو پوره اغېز لري؛ خو د کشمير، هند او افغانستان په تړاو بيا بهرنۍ تګلارې خپل ميراث ګڼي او ښايي هېڅ يوه سياسي حکومت ته هم دا ميراث ورپرې نږدي.

د افغانستان په اړه دواړه پوځي او سیاسي حکومتونه ډېر بد تاریخ لري. د پاکستان پوځي ایوب خان د امریکا U-20 الوتکې ته له “بډه بېرې” اډې څخه د پورته کېدو شین څراخ ورکړ، چې د افغانستان پر حدودو به ورختله او د شورویانو جاسوسي به یې کوله. هغه مهال افغانستان له پاکستان سره ډېرې خرابې اړیکې درلودې. وروسته بیا د بوټو سیاسي حکومت د داوود خان پر خلاف ځينې کسان وروزل او په افغانستان کې یې خپل ستراتېژيک عمق ته لاره پرانېستله. د ضیاء الحق د حکومت په وخت کې د ضیاء په نسبت د جونیجو سیاستونه د افغانستان په اړه ښه وو. خو بیا د بې نظیرې او نصیر الله بابر په وخت کې پاکستان د منفي ګامونو له پورته کولو څخه ډډه ونه کړه او دواړو په ټوله کې منفي رول لوبولی دی.

که څه هم دا یوې لویې څېړنې ته اړتیا لري، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځیانو سیاستونه ښه وو او که د سیاسيونو؟ خو افغان سياستوال تر ډېره پر دې خوښ دي، چې په خپل ګاونډ کې يو سياسي پاکستان ولري نه يو پوځي پاکستان! خو له دې هيلې سره سره به ښايي لږترلږه تر راتلونکې لسيزې پورې د قضيې د حل کولو اصلي ځواک له پوځ سره وي؛ مګر تر هغه وروسته ښايي ورو ورو په پاکستان کې هم د ترکيې په شان سياسيون په دې وتوانېږي، چې د پوځ ځواک کمزوری کړي. پای

 

 

[1]  First Information Report (FIR) د پاکستان، هند او بنګله دېش د قوانينو له مخې د پوليسو له خوا د يوې پېښې د لومړنيو معلوماتو ليکلی سند يا هم لومړني ثبت شوي معلومات.

[2] Long March په پاکستان کې د فساد د پراخېدو له امله د حکومت پر ضد عمومي پاڅون

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *