د طالبانو په تړاو د پاکستان پاليسي او وروستي دريځونه

په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له خونړي بريد او څو مياشتې مخکې د کراچۍ پر هوايي ډګر د برید له کبله په پاکستان کې سیاسي ګوندونه په تېره بیا تحریک انصاف، مسلم لیګ “ن”، جماعت اسلامي او نور مذهبي ګوندونه په دې اند وو، چې د ترورېزم پر ضد جګړه د پاکستان خپله جګړه نه ده، بلکې پاکستان دې جګړې ته د امریکا لپاره او د امريکا د فشار له امله ورګډ شوی؛ ځکه نو په کار ده، چې د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو پر ځای بايد له هغوی سره خبرې اترې وشي.

د کراچۍ پر هوايي ډګر له بريد مخکې په پاکستان کې ډېری سیاسي شنونکو د سولې پر تګلاره ټينګار کاوه؛ خو کله چې د کراچۍ پر هوايي ډګر برید وشو، نو د پاکستان سیاسي ګوندونو هم زړه نازړه په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له “ضرب عضب” عملیاتو څخه ملاتړ وکړ؛ خو د پيښور له وروستۍ پېښې سره په پاکستان کې د طالبانو پرخلاف کرکه زیاته شوه؛ ان تر دې چې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف ښارونو او کلیوالو سیمو ته هم د “ضرب عضب” عملياتو غځول اړين وبلل.

 

د پاکستاني طالبانو په اړه د پاکستان د پاليسۍ بدلون:

د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې په اسلام اباد کې د نوازشریف او په خیبر پښتونخوا ایالت کې د عمران خان د ګوند په بريالي کېدو سره، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ګړندۍ شوې. د خبرو اترو لپاره څو کسیزه کمېټه جوړه شوه، چې د “جمعیت علمای اسلام” د ګوند مشر مولانا سمیع الحق، د جماعت اسلامي ګوند مشر پروفیسر ابراهیم او ځينې نور بانفوذه کسان پکې شامل وو.

دغې څو کسیزې کمېټې له حکومت سره د طالبانو په استازیتوب او بیا له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړې، چې دغه خبرې ترڅو میاشتو پورې روانې وې؛ مګر د ۲۰۱۴ کال د جون په ۹مه د کراچۍ پر هوايي ډګر د برید له امله، چې پړه یې پاکستاني طالبانو په غاړه واخېسته، دا خبرې بېرته په ټپه ودرېدې. د دې ترڅنګ په غبرګون کې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه د پاکستاني طالبانو پرخلاف په وزيرستان کې عملیات هم پيل کړل، چې لاهم روان دي او تراوسه د پوځ د ویاند په وينا، ۲۱۰۰ تنه طالب جنګيالي پکې وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې ځينې نور سياسي ګوندونه د پوځ له نظامي عملياتو سره موافق نه وو او په دې نظر وو، چې قضيه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي؛ مګر د پېښور له پېښې وروسته نه يوازې دا چې د پاکستان د حکومت په پاليسۍ کې څرګند بدلون ترسترګو شو، بلکې پوځ، سياسي ګوندونه او ملت ټول د طالبانو پر ضد په نظامي عملياتو سره همغږي شول.

د پاکستان حکومت، پوځ او سياسي ګوندونو له دې مخکې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې متذبذبه پاليسي درلوده، کله به يې پر ضد ستر نظامي عمليات پيل کړل او کله به يې د سولې تړونونه ورسره کول. همدا راز ځينې سياسي ګوندونو به له پاکستاني طالبانو سره د سولې په خبرو نيوکې کولې او ځينې نورو به بيا پر پوځي عملياتو نيوکې کولې.

له وروستۍ پېښې وروسته پاکستان لاندې پرېکړې وکړې:

  1. د تروریزم پرخلاف د ګډې ستراتيژۍ جوړول.
  2. له اعدامونو بندیز لرې کول.
  3. په نظامي عملیاتو کې چټکوالی.
  4. د پوځي محکمو جوړول.
  5. له افغان حکومت او ناټو سره ګډې همکارۍ.

  1. د تروریزم پرخلاف ګډه ستراتيژي:

په پېښور کې وروستی بريد داسې مهال وشو، چې د تحریک انصاف ګوند په انتخاباتو کې د درغليو له کبله د حکومت پر ضد په لاریونونو بوخت و او د لاریونونو ۱۲۵مه ورځ يې وه؛ خو له دې پېښې سره تحریک انصاف ګوند هم خپل لاریونونه بند کړل او د ګوند مشر عمران خان په پېښور کې د ټولو ګوندونو په یوه کنفرانس کې هم، چې مشري یې لومړي وزیر نواز شریف کوله، ګډون وکړ.

په دغه کنفرانس کې له ټولو سیاسي ګوندونو څخه یو-یو کس وټاکل شو او د نظامي او استخباراتي ارګانونو د استازو په شمول یوه کمیټه جوړه شوه، چې په يوه اوونۍ کې به د ترورېزم پرضد یو پلان جوړوي او لومړي وزیر ته به يې سپاري.

د دغې کمېټې د پلان له مخې به د پاکستاني طالبانو پرضد جامع کاري تګلاره جوړېږي، مطبوعات به د هغوی خبرې په تازه خبرونو کې نه خپروي او نه یوازې دا چې د هغوی پرضد به عملیات کېږي بلکې له ملاتړ کوونکو سره به يې هم ورته چلند کېږي.

  1. له اعدام څخه بندیز لرې کول:

د پاکستان لومړي وزیر له دې پېښې وروسته په پاکستان کې پر اعدام لګېدلی بنديز لرې کړ او سملاسي يې شپږ تنه اعدام کړل. د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثار علي خان په وينا، په نژدې ورځو کې به ګڼ شمېر نور هغه کسان هم اعدام شي، چې په ورانکارو فعاليتونو او ورته پېښو کې يې لاس درلود.

  1. په پوځي عملیاتو کې چټکوالی:

د پېښور له پېښې لا ۲۴ ساعتونه نه وو پوره شوي، چې د پاکستان اردو په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پرضد ۵۷ هوايي بریدونه وکړل او په خیبر ایجنسۍ کې يې “خیبر-یو” عملیات هم ګړندي کړل.

  1. د پوځي محکمو جوړول:

د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثار علي خان تر سرپرستۍ لاندې کومیټه کې د پوځي محکمو خبره هم وشوه، چې له مخې به یې له هغه چا سره، چې د پوځ پرخلاف په کړنو کې ښکېل وي، د پوځي قانون له مخې چلند کېږي. که څه هم له دې سره د پاکستان درې ګوندونه (نیشنل عوامي ګوند، ایم کیو ایم او جماعت اسلامي) مخالف دي؛ خو بیا هم د پاکستان درې لوی ګوندونه (مسلم لیګ “ن”، پيپل او تحریک انصاف( د دې ګام ملاتړ کوي. د پاکستان په اساسي قانون کې هم په دې اړه څه نشته؛ ځکه نو د دې پرېکړې لپاره په قانون کې د تعدیل اړتیا هم ده.

  1. له افغان حکومت او ناټو سره په نظامي عملیاتو کې همغږي:

د پېښور د پېښې په ورځ د پاکستان لوی درستیز راحل شریف او د آی اېس آی مشر رضوان اختر، سملاسي کابل ته راغلل او له ولسمشر اشرف غني، د ناټو له عمومي قوماندان او د افغانستان له لوی درستیز سره يې وکتل. ویل کېږي چې راحل شریف اشرف غني ته داسې شواهد ورکړي، چې د دغو عملیاتو پلان د افغانستان په خاوره کې جوړ شوی و. له همدې امله راحل شریف له اشرف غني او له ناټو ځواکونو څخه وغوښتل، چې د پاکستاني طالبانو پرخلاف عملیات وکړي.

افغان ځواکونو هم له څو ورځو راهيسې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل کړي، چې په پاکستاني رسنيو کې دغو عملیاتو ته په ښه سترګه کتل کېږي او د افغانستان د نوي حکومت او پاکستان ترمنځ يې د ښې همکارۍ د ثبوت په توګه وړاندې کوي.

 

پاکستان بدل شوی

د روانې ميلادي مياشتې دسامبر په ۲۴مه نواز شریف خپل ملت ته د وینا او د تروریزم پر ضد د تګلارې بیانولو پر مهال وویل، چې پاکستان نور بدل شوی دی! نوموړي په دې وينا کې د تروریزم پر ضد خپله کاري تګلاره روښانه کړه. ده په ۲۱ ټکو کې خپله دا تګلاره خلاصه کړه، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول وو:

  • حکومت به هغه کسان اعداموي، چې د ورانکارو فعاليتونو له کبله د اعدام په سزا محکوم شوي وي.
  • څوک چې په ورانکارو کړنو کې ښکېل وي، د پوځي قانون له مخې به چلند ورسره کېږي.
  • د هغو ادبیاتو او اخبارونو پرخلاف به، چې کرکه او مذهبي تفرقه اچوي، جدي ګامونه پورته کېږي.
  • دیني مدرسې به راجستر کېږي.
  • د ورانکارو کسانو په مشهورېدو به بنديز لګېږي.
  • بې کوره خلک به بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي او په قبايلو کې به د بیارغونې کارونه چټکېږي.
  • په ټولنیزو شبکو (لکه فېسبوک او ټويټر) کې به هم د ورانکارو کړيو فعاليتونه بندېږي.
  • د پنجاب په ځینو سیمو کې به هم د سخت دريځۍ پرضد ګامونه اوچتېږي.
  • په کراچۍ کې روان عملیات به بشپړېږي.
  • د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره به جامع پلان جوړېږي.

 

د افغان طالبانو په اړه د پاکستان ستراتېژي:

که څه هم د پاکستاني طالبانو پر خلاف د پاکستان په ستراتېژۍ کې له وروستۍ پېښې سره څرګند بدلون راغی؛ خو پوښتنه دا ده چې ايا پاکستان به د افغان طالبانو په تړاو هم ورته پاليسي خپله يا عملي کړي او کنه؟

په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره، کابل له اسلام اباد سره د اړيکو يو نوی باب پرانېست. ولسمشر اشرف غني له اسلام سره د پخواني افغان حکومت خلاف نرم دريځ خپل کړ، چې له کبله يې د اسلام اباد ډېری اندېښنې هم ختمې شوې او اوس تر ډېره د افغان حکومت هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.

د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني له نرم دريځ او په وروستي سفر کې پاکستان ته له ورکړو امتيازاتو داسې ښکاري، چې ښايي اشرف غني ته د پاکستان له لوري لاندې ژمنې ورکړل شوې دي:

لومړی: يا خو به پاکستان افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره سولې ته چمتو کوي او يا به هم ورته عمليات د افغاني طالبانو پر ضد هم ترسره کوي، په تېره بيا د حقاني د شبکې پرضد.

دويم: پاکستان به افغان طالبان نه پرېږدي، چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې بريدونه تنظيم کړي.

په دې اړه نوازشريف هم په خپله وروستۍ وينا کې وويل، چې چا ته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد وکاروي او که څوک داسې وکړي، د پاکستان د حکومت له سخت چلند سره به مخ شي.

د پاکستان د لومړي وزير له دريځ او د دغه هېواد د جګپوړو چارواکو له وروستيو سفرونو او همدا راز د افغان چارواکو له څرګندونو داسې جوتېږي، چې پاکستان د افغان طالبانو په تړاو هم د خپلې پاليسۍ د بدلون په درشل کې دی او اوس افغان چارواکي هم په دې تمه دي، چې په راتلونکو مياشتو کې د پاکستان په پاليسۍ کې بدلون وګوري. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *