افغان-پاک اړیکې؛ د تورخم له جګړې وروسته

دا مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را وروسته تر ټولو ډېرې ترينګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باوريو واټن هم د وروستیو دوو کلونو په پرتله خورا زیات شوی دی. په تورخم کې د پاکستان له لوري د جوړېدونکې دروازې کار هم نژدې په بشپړېدو دی او افغان چارواکو دا چاره د دوه‌اړخيزو هوکړو خلاف بللې ده. د دې ترڅنګ، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ ورځ تر بلې راتنګېږي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وينا، يوازې په تېره يوه اوونۍ کې تر ۳۰ زره زيات افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي. د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت هم تېره اوونۍ افغان کډوالو ته يوه اوونۍ وخت ورکړ، څو خپل هېواد ته ستانه شي.

له بلې خوا، له تېرو دوو اوونیو راهیسې پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په اړه بیانونه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اړه ویلي، چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به ډېر ژر خبرې اترې پیل شي. دغه راز په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال نېکولسن هم څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر کې د پاکستان له لوی درستیز راحېل شریف سره د افغانستان د سولې پروسې د بیا پیل په اړه خبرې وکړې. د دې ترڅنګ په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر استارو هم چین ته سفر وکړ او په روانه اوونۍ کې به د پاکستان لوی درستیز راحېل شریف هم چین ته په یوه رسمي سفر ولاړ شي.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري خپل اوج ته رسېدلې، د افغانستان د سولې پروسې له بیا پیل څخه وړاندې د دغې بې‌باورۍ ختمول اړین دي. پوښتنه دا ده، چې پر اسلام‌آباد د کابل بې‌باوري ولې زیاته شوې، د دوه‌اړخیزو اړیکو په خرابولو کې د تورخم شخړې او جګړې څومره رول ولوباوه، د افغان-پاک اړیکو اساسي ستونزه چېرته ده او افغان-پاک اړیکې دا مهال پر کوم لوري روانې دي؟

 

د تورخم شخړه او د بې‌باوريو ژوره څپه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې په لومړي ځل په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه ونښته او تر څو ورځو یې دوام وکړ. دغې جګړې نه یوازې دا چې د دواړو دولتونو او حکومتونو ترمنځ د بې‌باورۍ واټن زیات کړ، بلکې د دواړو خواوو په خلکو کې یې هم د یو بل پرضد کرکه راوپاروله. دغه حالت پر سوداګرۍ، ترانزیټ، روغتیا او د نرم ځواک په برخه کې ژورې اغېزې وکړې.

له دې پېښې وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري مخ پر کمېدو شوه، هېواد ته له پاکستان څخه د غنمو واردات اغېزمن شول، پاکستان ته د افغان ناروغانو تګ کم شو، د ترانزیټ په برخه کې د افغان سوداګرو تکيه هم د پاکستان پر لاره کمه او د ایران پر لور یې پاملرنه زیاته شوه او دا چې وروستيو بدلونونو د دواړو خواوو په خلکو کې هم د یو بل پرضد د کرکې عنصر راوټوکاوه، له کبله يې اوس افغانستان ته د پاکستاني کاریګرو راتګ هم کم شوی او په بل اړخ کې له پاکستان څخه هم افغان کډوال په تدریجي ډول راستنېږي.

له سیاسي اړخه هم د تورخم جګړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ واټن زیات کړ، چې په لنډمهال کې به د دغه واټن کمول ستونزمن وي. دغه بې‌باوري له سلیم صافي سره د افغان ولسمشر او دغه راز په افغانستان کې د پاکستان د سفیر سيد ابرار حسين له مرکو څخه هم څرګندېږي.

 

د اسلام‌آباد په اړه د کابل د تګلارې بدلون

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې “پاکستان تګلارې” په تړاو د هېواد دننه پر ځان یو لوی سیاسي خطر ومانه او نه یوازې دا چې پاکستان ته د کابل د تېر بهرني سیاست په پرتله ډېر نږدې شو، بلکې اسلام‌آباد ته یې په بې‌ساري ډول امتیازات هم ورکړل. د بېلګې په ډول د افغان امنیتي ځواکونو افسران يې پاکستان ته د روزنې لپاره ولېږل، د آی ایس آی او ملي امنیت ترمنځ د دوه‌اړخيزې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو، له هند سره يې اړيکې سړې کړې او افغان ولسمشر د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته تر اوو میاشتو پورې هند ته سفر ونه کړ، له هند څخه یې د درنو وسلو غوښتنه وځنډوله، پاکستان ته یې د تحریک طالبان پاکستان مشر لطیف الله محسود وسپاره (که څه هم د لطیف الله محسود په نیولو کې امریکایانو رول درلود، خو پاکستان ته د ده په سپارلو کې بیا امریکایانو هېڅ رول نه درلود بلکې دا د افغان حکومت خپله پرېکړه وه) او وروسته یې د پاکستان په مشوره او وړاندیز په څلور اړخیزو خبرو اترو کې ګډون وکړ.

په بل اړخ کې هغه مهال کابل ته د پاکستان د سیاسي او نظامي لوړ پوړو چارواکو سفرونه هم د تېر په پرتله ډېر زیات شول او کابل ته به د هر پاکستاني لوړپوړي چارواکي له سفر سره، له افغان حکومت سره د سولې په اړوند نوې نوې ژمنې کېدې؛ خو پاکستان بیا په خپلو دغو ژمنو کې تر ډېره پاتې راغی.

د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني د تګلارې، پاکستان ته امتیازاتو ورکولو او په کابل کې د خونړیو چاودونو له زیاتېدو سره افغان حکومت د رسنیو، ملي شورا د غړو او پخوانیو حکومتي چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شو او دې چارې ورو ورو د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت پر تګلاره سخته اغېزه وکړه او وروسته بيا د څلور اړخيزو خبرو اترو ناکامي د دغو اړيکو د زيات خرابوالي لامل شوه.

 

د افغان-پاک اړيکو د ترينګلتيا ريښې

د ملي وحدت حکومت تر چتر لاندې د کابل- اسلام‌آباد اړيکو د کړکېچنېدو مهم عوامل په لاندې ډول بيانولی شو:

لومړی: له وړتیا زیاته ځان ښودنه؛ د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته، کله چې د پاکستان نظامي او سیاسي لوړ پوړو چارواکو له افغان حکومت سره کومې تودې ژمنې وکړې، ډېری یې یا هغوی په شعوري ډول عملي نه کړې او یا یې هم افغان لوري ته له خپلې وړتیا څخه زیاته ځان ښودنه کړې وه. دا چې آیا پاکستان په قصدي ډول ژمنې عملي نه کړې او که يې د هغو ژمنو پوره کول په وس پوره نه وو، بېله موضوع ده؛ خو د پاکستان تودو ژمنو د کابل هیلې زیاتې کړې وې او کله چې بیا د پاکستان لخوا دا ډول ژمنې عملي نه شوې، نو دغه هیله‌مندۍ په ناهیلۍ او بې‌باوريو واوښتې.

دویم: په افغانستان کې امنیت؛ د کابل- اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو خرابېدو بل عمده لامل د ناامنيو زورورې څپې وې؛ ځکه دا دوه‌اړخیزې اړیکې په افغانستان کې د ناامنیو له کچې سره تړل شوې دي. هر څومره چې په افغانستان کې ناامنۍ او خونړۍ چاودنې ډېرې وي، هومره یې پر دوه‌اړخیزو اړیکو اغېزې ژورې وي.

درېیم: افغان طالبان او پاکستان؛ په پاکستان کې د افغان طالبانو شتون هغه بل لامل دی، چې پر اسلام‌آباد یې د کابل په بې‌باوره کولو کې مهم رول لوبولی دی.

څلورم: ډېورنډ کرښه او بارډر منجمنټ؛ په عمومي ډول افغان-پاک اړیکې چې څومره د ډېورنډ کرښې له کبله اغېزمنې شوې، هیڅکله هم د کوم بل لامل له کبله دومره نه دي اغېزمنې شوې. په دې وروستیو کې د پاکستاني نظامیانو د بارډر منجمنټ د پروګرام له مخې، چې افغان لوری یې د ډېورنډ کرښې د رسمي کېدو په توګه ګڼي، هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې. همدغه بارډر منجمنټ پروګرام د دې لامل شو، چې په تورخم کې افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شي.

پنځم: په افغانستان کې د هند نفوذ؛ په افغانستان کې د هند نفوذ هم پر افغان-پاک اړیکو ډېره اغېزه کړې او همدغه فکټور بیا د پاکستان د افغان تګلارې مهم عنصر دی. د پاکستان افغان تګلاره تر ډیره په افغانستان کې د هند پر نفوذ او حضور راڅرخي.

شپږم: د پاکستاني تګلارې تذبذب؛ که څه هم پاکستاني لوړ پوړي چارواکي او په افغانستان کې د پاکستان سفیر سيد ابرار حسين په افغان چارواکو دا نیوکه کوي، چې د افغان طالبانو په اړه د افغان حکومت تګلاره متذبذبه ده. دوی له یوې خوا غواړي، چې له افغان طالبانو سره سوله وکړي او بله خوا بیا له پاکستانه غواړي، چې د افغان طالبانو پرضد عملیات وکړي. مګر که د دوه‌اړخيزو اړيکو تېر څو کلن مزل ته وګورو، د پاکستان حکومت افغان تګلاره د تذبذب ښکار شوې ده. د پاکستان حکومت او نظامیان د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ توازن ساتل غواړي او نه پوهېږي، چې له چا سره مرسته وکړي. دوی که له یوې خوا د افغان حکومت پر غوښتنه پر افغان طالبانو فشار زیاتول غواړي، نو په بل اړخ کې بیا د افغان طالبانو له غبرګون څخه هم وېره لري او له دې هم اندېښنه لري، چې له افغان طالبانو سره د ژورې دښمنۍ له کبله به د لنډ مهال لپاره پر طالبانو خپل شته نفوذ بايلي او په اوږده مهال کې به يې په راتلونکي افغان حکومت کې د نفوذ اغېزې هم کمې شي.

 

افغان-پاک اړیکې په کوم لور؟

په اوسني وخت کې نه یوازې دا چې د دواړو لوریو د حکومتونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوې، بلکې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ هم د بې‌باورۍ څرکونه څرکند دي. د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو څرګندونو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې افغان حکومت به دا ځل په اسانۍ سره د څلور اړخیزو خبرو اترو تر چتر لاندې د سولې په خبرو اترو کې ګډون ونه کړي او نه هم اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره دا شونې ده، چې افغان حکومت به د افغان-پاک اړیکو د رغولو لپاره اقدام وکړي.

د دواړو اړخونو ترمنځ خرابې شوې اړیکې یا خپله پاکستان د خپلو اقداماتو په مرسته او یا هم کوم بل درېیمګړی هېواد -لکه چین- رغولای شي، بلکې په دې منځ کې د چين د اغېزناک رول زياته شونتيا هم شته ده؛ ځکه چین نه یوازې دا چې ورو ورو د افغانستان په ثبات او امنیت کې لېوالتیا اخلي، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې هم په خپله ګټه بولي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *