په افغانستان کې د هند ګټې (۲۰۰۱-۲۰۱۳)

احمد بلال خلیل[1] 

لنډیز:

افغانستان له هند سره پخوانۍ او لرغونې اړیکې لري، له پخوا څخه دواړه هېوادونه په اړیکه کې پاتې شوي دي، هغه که د يرغل په بڼه وي، يا مذهبي اړیکې وي، او يا هم که په دواړو هېوادونو کې د مسلمانانو او د هندوانو د واکمنۍ پر مهال، پر یو بل حکومت کول وي.

لوی هندوستان، چې په ۱۹۴۷م کال کې پر دوو هېوادونو ووېشل شو: پاکستان او هند؛ افغانستان د څو لاملونو له مخې، له هماغه وخت راهیسې هندوستان ته ډېر نېژدې شو؛ لکه: د پښتونستان ستونزه، د ناپېيلتوب خوځښت، له شوروي سره ګډه دوستي او له پاکستان سره ګډه دښمني.

په دې مقاله کې هڅه شوې، څو هغه لاملونه پکې بيان شي، چې هندوستان یې دې ته اړايستلی و، چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته، له افغانستان سره اړیکې ټينګې کړي او افغانستان د خپلې باندنۍ تګلارې، یو مهم جزء وګڼي.

کیلي: باندنۍ چارې، انرژي، منځنۍ آسیاء، د هند-پاکستان سيالي، د هند ګټې، د هند نرم ځواک

 

پېژندنه:

د هند او افغانستان اړیکې، د هند له آزادۍ مخکې هم وې او د دغه هېواد تر آزادۍ وروسته بیا، د نهرو-داؤد-ناصر د ناپېیلي غورځنګ له امله، یو بل ته لاډېر نېژدې شول.

موږ به په افغانستان کې د هند بهرنۍ چارې، په عمومي توګه پر څلورو برخو ووېشوو. لومړۍ برخه له ۱۹۴۷تر 1۹۷۹ ميلادي کال پورې وه، په دغه پړاو کې افغان-هند اړیکې د پښتونستان د ستونزې، د هند او پاکستان د کشمیر پر سر جګړې او تربګنۍ، د شوروي پلو ته ماتېدلو او د ناپېيلي غورځنګ له امله، ډېرې ښې وې. دویم پړاو، د جهاد پړاو دی (۱۹۷۹-۱۹۸۹)، چې په دې پېر کې بیا هند، ان د خپلو شنونکو په اند هم، په افغانستان کې په باندنيو چارو کې سخته ماته وخوړله؛ خو بالمقابل پاکستان په لومړي ځل پر دې وتوانېد، چې په افغانستان کې سوبمنې بهرنۍ چارې ولري.

درېیم پړاو، چې له ۱۹۸۹ تر ۲۰۰۱ ميلادي کاله پورې دی، دواړو هند او پاکستان پکې سترې سترې غلطۍ وکړې، پاکستان خو پکې خپل هغه کړي (۱۹۷۹-۱۹۸۹) هم وبایلل او تر دې دمه یې ثمره په خپلو سترګو ویني. په دغه پړاو کې هند هم څه سپين نه و پاتې شوی او تل یې د شمالي اتحاد ملاتړ کاوه؛ خو هند دغه هر څه اوس په دغه روان پړاو (۲۰۰۱-۲۰۱۳) کې جبرانوي.

څلورم پړاو همدا روان پړاو دی (۲۰۰۱-۲۰۱۳).

له لنډې مقدمې وروسته، راګرځو خپلې اصلي موضوع ته، چې په افغانستان کې په همدې روان پړاو کې د هند ګټې څه دي؟

په افغانستان کې د هند ګټې:

لاري هنور او پیټر چاک (۲۰۱۲) په افغانستان کې د هند ګټې او موخې په څلورو برخو وېشي: هند له ترورېزم څخه ژغورل، د پاکستان پلوو- او یا طالبانو- د نفوذ کمول، منځنۍ آسیا ته لار پېدا کول او من حیث د یوه نړیوال ځواک ګټې[2] شاملې دي؛ خو موږ به یې د آسانۍ لپاره په درېیو لویو برخو ووېشو او بیا به هره برخه په تفصیل سره وڅېړو:

  1. امنیتي او نظامي ګټې
  2. اقتصادي ګټې
  3. د نړېوال ځواک په لور روانېدل
  • امنیتي او نظامي ګټې:

په افغانستان کې د هند نظامي ګټې په لاندې دوو څرخونو بحث کوي: له جهادي ډلو وېره یا بنسټ پالنه او د پاکستان خلاف د ستراتېژیک عمق[3] تګلاره شامله ده.

له جهادي ډلو وېره:

د شوروي له یرغل (۱۹۷۹) څخه تر ناکامۍ (۱۹۸۹-19۹۱) پورې، په افغانستان او نړۍ کې جهادي کلچر مخ په خپرېدلو و، په دغه پېر کې د جهاد په هکله ډېری کتابونه او رسالې خپرې شوې او په ځانګړې توګه له افغان جهاد نه پس، په ډېرو ځایونو کې جهادي ډلو، له افغان جهاد څخه په روحیې اخېستلو سره هلته خپلې مبارزې پېل کړې.

د افغان جهاد په پېر کې به ډېرو افغاني جهادي رهبرانو، په خپلو ویناوو کې د قدس او کشمیر خبرې کولې او بیا د شوروي پوځیانو له وتلو سره، دغه جهادي کلچر او جهاد، د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو ترڅنګ، کشمیر ته هم انتقال شو. هلته مشهورې ډلې لشکر طیبه، حرکت المجاهدین/حرکت الانصار، حرکت الجهاد اسلامي، حزب المجاهدین او … وې[4].

پاکستان به تل د همدغو پورته جهادي ډلو ملاتړ کاوه، چې په هندي کشمېر کې یې هندوانو ته لوی سر خوږی جوړ کړی و. د هند له نظره، همدغو جهادي ډلو  په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د هند پر پارلمان او د جمو او کشمیر پر اسمبلې بریدونه وکړل او داسې دغه جهادي ډلې اوس د کشمیر ترڅنګ د هند د امنیت لپاره هم ستر ګواښ ګڼي.

د دکتور هارش پانټ (۲۰۱۲) په اند، یو داسې افغانستان چې د مذهبي بنسټ پالو واکمني/خپرېدا پکې وي؛ د پاکستان لپاره ځکه ډېر اړین دی، چې هلته به د ترهګرو لپاره ټرېنېنګ ترسره کېږي، ترڅو له دې لارې بیا په کشمیر کې پر هند فشار راوړي. هارش پانټ دا وېره لري، چې که په افغانستان کې جهادي مسلمانان راغلل؛ نو هغوی خو به تر ټولو وړاندې د کشمیري مسلمانانو لپاره د قدوې وړ وي او دویم دا چې د افغاني ډلو لخوا به، په کشمیر کې یو داسې رول هم ولوبول شي، چې د سویلې آسیا، منځنۍ آسیا او د منځني ختیځ په اسلامي جیو-پولیتیک کې به هم مهم رول ولوبوي (هارش پانټ:۲۰۱۲).

په همدې تکل احمد رشید (۲۰۰۰) په خپل کتاب “طالبان” کې لیکي، چې له رحیم الله یوسفزي سره په یوه مرکه کې ملا محمد عمر ویلي وو، چې هغوی د کشمیر له جهاد څخه ملاتړ کوي او دا هم ریښتیا دي، چې په کشمیر کې بعضې افغانان د هندي اشغال خلاف مبارزه کوي؛ خو هغوی په خپله خوښه تللي دي[5].  د دې ترڅنګ، کله چې په ۱۹۹۹کال حرکت المجاهدین، د هند یوه طیاره وتښتوله، دې بیا هند اړ اېست چې د مسعود اظهر، چې وروسته یې د جیش محمد بنسټ کېښود، او دوو نورو کسانو په پرېښودلو سره، خپل کسان راپرېږدي.

هند ته ورته معامله له چین سره هم ده؛ چین هم، نه د امریکایانو شتون زغملای شي او نه د طالبانو کامیابي!

چین هم په دې وېره کې دی، چې هسې نه په افغانستان کې د جهادي ډلو کامیابي د سنکیانګ په ولایت کې، د هغوی لپاره ستونزې وزيږوي، چېرې چې «ختیځ ترکستان» پکې د بېلېدلو یون پرمخ بیايي؛ هند بیا د کشمیر له جهادي ډلو وېره لري. له همدې ځایه ده، چې د چین او هند په څېر ګاونډیان، چې له ډېرې مودې راهیسې، په تربګنۍ کې پراته وو او په خپل منځ کې یې د ۱۹۶۲م جګړه هم کړې، په افغانستان کې-په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته- د امنیت، انرژۍ، ترورېزم او مخدره موادو وېرې هغه څه دي، چې دغه دوه دښمنه ګاونډیان یې، د ګډو موخو او ګټو له امله سره غوټه کړي دي[6] (پیټر سني: ۲۰۱۲)  

له طالبانو وېره:

پاکستان او هند تل په افغانستان کې یو بل ته د شک په سترګه کتلي او ګوري.

 پاکستان په رېښتينې توګه په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه وېره لري، د پاکستان په اند، هند نه یوازې په منځنۍ آسیا کې د پاکستان مخه ډب کول غواړي[7] بلکې په جلال آباد او کندهار کې د هند کونسلګرۍ، د هندي استخباراتو  اډې بولي او داسې انګېري، چې له هغه ځايه په پاکستان کې عملیات ترسره کوي[8] .

د فارن پالیسي مجلې د سمېت ګنګولي په وینا، چې هند له دې څخه وېره لري، چې د طالبانو بیا راتلل به د هند ضد ډلو ته- د بیلګې په توګه لشکر طیبه- په افغانستان کې پناه ځای او د ټرېنېنګ ځایونه ورکړي. هغه وړاندې زیاتوي، چې په نوی ډهلي کې ځينې شنونکي له دې هم وېره لري، چې د طالبانو له راتللو سره به، طالبان د پاکستاني حکومت او «تحریک طالبان پاکستان» ترمنځ هم روغه جوړه وکړي او په دې توګه به د دغو پاکستاني ډلو د توجه ټول مرکز پر هندي کشمیر او هند ور واوړي؛ او د طالبانو له راتللو سره به، طالبان د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره هم اړیکې ټينګې کړي، چې دا به بلاخره په منځنۍ آسیا کې د هند هغو ګټو ته هم زیان ورسوي، چې هغه پکې غواړي چې ځان د سیمې د انرژۍ غني وسايلو ته ورسوي[9].

 

د پاکستان خلاف ستراتېژیک عمق:

له ۱۹۷۹م کال مخکې، په افغانستان کې هېڅ داسې حکومت نه و، چې پاکستان پلوی وي؛ ځکه د افغانستان تل د پښتونستان د مسلې او د پښتنو او بلوڅو د حقوقو پر سر، له پاکستاني حکومتونو سره شخړې او لانجې راغلي دي. یوازې د موسی شفیق او په پای کې د سردار د حکومت په وخت کې یو څه هلې ځلې وشوې، هغه هم یوازې د دې لپاره، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي. خو کله چې شورویانو پر افغانستان يرغل وکړ، افغان جهاد پېل شو، پاکستان یې هم تر شا ودرېد، چې د پاکستانیانو دغه ملاتړ، د پاکستان په هکله د افغانانو دریځ هم يو څه نرم کړ او د پاکستان لپاره یې جهادي ډلې، پر یوه نرم ځواک[10] واړولې، چې په مټ یې پاکستان تر دې دمه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د هند پرخلاف ستراتېژيک عمق ترلاسه کړي[11].

د ستراتېژيک عمق حاصلولو په تګلاره کې، پاکستان ته تر ټولو زیات هغه مجاهدین، چې د جهاد په پېر کې لوی او په پاکستان کې مېشت شوي وو، په کار ورغلل او له همدغو ډلو او ګوندونو څخه په ملاتړ پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې ستراتېژيک عمق ترلاسه کړي. خو بیا د ډېرکیو افغانانو –زما په شمول- په اند د ستراتېژيک عمق تګلاره، د لاسوهنې ښکاره ثبوت دی؛ ځکه پاکستان د دې قانوني حق نه لري، چې په افغانستان کې د ځينو ډلو حکومت وغواړي او د ځينو نه! دا واک او حق یوازې له افغانانو سره دی، چې د چا حکومت غواړي او د چا نه غواړي!

د دکتور هارش پانټ په اند، د هند لپاره ډېره اړینه ده، چې په افغانستان کې پاکستان په خپلو پښو درېدلو ته پرې نه ږدي، يعني پاکستان پلوی حکومت منځته رانه شي، په همدې تکل هند په تاریخي لحاظ ورته هڅې او منډې ترړې هم کړې دي. هند په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه تر زیاتې کچې راکمول غواړي او ورسره غواړي، چې بنسټ پال طالبان بیا د هېواد پر قدرت راڅرګند نه شي (هارش پانټ: ۲۰۱۲) .

په افغانستان کې د هند ګټې یوازې د پاکستان خلاف جګړه نه ده؛ بلکې دلته او په سیمه (منځنۍ اسیا) کې د هند نورې ګټې هم شته دي، چې د هند ځواکمن راتلونکی- له سیمه يیزتوب څخه په وتلو، د نړيوالو ځواکونو په کتار کې درېدل- ورسره غوټه خوري (کریسټاین فئیر: ۲۰۱۰).

همدې پورته ټکي ته راجه موها، چې تکړه هندی نظامي تحليلګر دی، وايي:

هند نړۍ پر دریو برخو وېشي: لومړی ګاونډیان، چې دلته هند په خپلو ګاونډیانو لاسبری دی؛ دویم لرې ګاونډیان، چې تر آسیا او هندي سمندر پورې هېوادونه پکې راځي، دلته هم هند تر يوه بريده بریالی شوی، ترڅو د نړۍ د نورو ځواکونو اغیزې راکمې کړي؛ او درېیم په نړیوال سیاست کې د یوه ستر ځواک په شان برخه اخېستل دي، ترڅو په نړیواله سوله او امنیت کې هم یو مهم لوبغاړی وګڼل شي.[12]

په افغانستان کې د هند د موجودیت په هکله، کریسټاین فئیر په فارن پالیسي مجله (۲۰۱۰) کې لیکي، چې هند دلچسپي لري څو له هغه ځايه پر پاکستان نظر وساتي او که ممکنه وه، نو د پېښو په زیږولو کې هم یو څه رول ولوبوي[13].

د پاکستان د ستراتېژیک عمق د تګلارې په هکله، زبګینیو برزنیسکي په خپل کتاب کې نه یوازې د پاکستان د ستراتېژيک عمق په هکله رڼا اچولې؛ بلکې د هند د غبرګون په هکله یې هم خپل ځانګړی تحلیل کړی دی، هغه وايي:

په افغانستان کې د پاکستان تر ټولو لومړۍ ګټه دا ده، چې د سیاسي اغېز له لارې ستراتېژيک عمق ترلاسه کړي او ایران د داسې اغېزو پرمټ، له افغانستان او تاجکستان څخه لرې وساتي. پای

پاکستان د یوه داسې پایپ لاین په جوړولو  اقتصادي ګټه ترلاسه کړي، چې منځني آسیا او د عربو بحيره له یو بل سره وتړي. هند د پاکستان په مقابل کې او په سیمه کې د چین له اوږدمهالو اغېزو څخه په خبرتیا غواړي، چې ایران [د پاکستان پر ځای] په افغانستان کې خپل نفوذ ولري او [د چین پر ځای] د روسیې پراخ موجودیت په پخواني شوروي (منځنۍ اسیا) کې کتل غواړي. (Zbigniew Brezezinski: 1997:139) خو دا یو پخوانی او د تېرې پېړۍ د نهمې کلیزې تحلیل او نظر دی، اوسمهال په افغانستان کې د هندي تګلارې دوې برخې دي، لومړۍ یې په افغانستان کې د پاکستان ستراتېژيک عمق خنثی کول دي، او بل یې د یوه داسې رېژيم راتللو محدودول دي، چې اساساً له هند سره دښمني غواړي او په دویم پړاو کې د اوږدمهالو ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په مرسته، له یوه باثباته، نومیالی او هند پلوي رېژيم سره اړیکې ټينګې کړي[14]

پورته هغه څه وو، چې پاکستان یې په افغانستان کې د هند پرخلاف او د ستراتېژيک عمق په خاطر ترسره کوي او په بل اړخ کې، په افغانستان کې د هند تګلاره اصلاً د پاکستان خلاف د پالیسۍ یوه برخه ده، چې پورته واضح کړل شوې ده.

په افغانستان کې د دغو دواړو رقیبانو د یو بل پر خلاف هلې ځلې او پالیسۍ، تر ټولو زیات افغانان متأثر کوي. موږ د خپل تاریخي رول له مخې، تل په داسې قضیو کې ناپېیلې پاتې شوي یو او له نورو څخه هم هیله کوو، چې لږترلږه خپلې دغه «پروکسي جګړې» د افغانستان خاورې ته رانه وړي. هغه څه چې دغه دواړه هېوادونه پکې رقابت کولای شي، د نرم ځواک جوړول او پانګه اچونه ده، چې خير به یې درې واړو ته ورسېږي!

ستراتېژیکي ګټې:

افغانستان د ځمکې د کورې په یوه داسې ځای کې مېشت دی، چې کله یې خلک د سویلي آسیا له هېوادونو څخه بولي، کله یې د منځني ختیځ برخه ګڼي او کله یې بیا د منځنۍ آسیا یوه منل شوی برخه بولي. که یوازې همدا پورته خبره او دعوه راواخلو، نو زموږ په ستراتېژيکي موقعیت ښه رڼا اچوي، چې موږ د نړۍ په څه ډول ځای کې يو.

ميکلینډر[15] چې یو برېتانوی جغرافیه پوه او ستراتیژ پوه دی، په ۱۹۰۵ کې، یوه مقاله[16] وکښله، چې په نړۍ کې يې د واکمنۍ نظریه [17] پکې وړاندې کړه.

د هغه په اند، نړۍ پر درېیو برخو وېشل شوې ده:

  1. د نړۍ ځمکه[18] چې د اروپا، آسیا او د افریقا لويې وچې پکې راځي او دا بیا د نړۍ تر ټولو پراخه ځمکه لرونکې، زیات نفوس لرونکې او تر ټولو بډايه سیمه ده.
  2. ساحلي ځمکې[19] چې برېتانوي آیسلس او د جاپان په څېر هېوادونه پکې راځي.
  3. ګردچاپېره ځمکې[20] چې شمالي او د جنوبي امریکا ترڅنګ استرالیا هم پکې شامله ده.

د هغه مرکزي ځمکه (Heartland) د نړۍ په ځمکه (World-island) کې ده، چې اکثره سیمې یې د منځنۍ آسیا سیمې او په مجموع کې د ایروشیا[21] سیمه ده.

هغه خپله دغه (Heartland) نظریه، په ۱۹۱۹ کال کې په داسې ټکو کې لنډوي:

“Who rules East Europe commands the Heartland;

Who rules the Heartland commands the World-Island;

Who rules the World-Island controls the world.” [22]

ژباړه: هر څوک چې پر ختیځې اروپا واکمن وي؛ نو (Heartland) به یې تر ولکې لاندې وي؛

هر څوک چې پر (Heartland) واکمن وي؛ نو (World-Island) به یې تر ولکې لاندې وي؛

هر څوک چې پر (World-Island) واکمن وي؛ نو نړۍ به یې تر ولکې لاندې وي!!!

افغانستان په همداسې ځای کې موقعیت لري، چې تر څه حده شرقي اروپا ته نژدې، بلکې تقریباً د میکلیندر د (Heartland) په زړه کې موقعیت لري. له همدې ځایه ده، چې اکثره خلک دا Heartland کنټرولول غواړي، بېلګې یې تاسو د هېټلر، سټالین او اوس د امریکا په بڼه کې کتلای شئ؛ ځکه خو  شرقي اسلامپال شاعر هم افغانستان د آسیا زړه بللی او په آسیا کې یې فساد، امن او پرمختګ له موږ څخه ګڼلی و [23] له دې وراخوا یې، د افغانستان د سیر په دوران کې، نادرشاه ته وویل:

«تاسو په ترانسپورت کې کار او پرمختګ وکړئ، په سړکونو او د رېل ګاډي د پټليو په آبادولو؛ ځکه زه یو داسې وخت راروان وینم، چې نړۍ به بېرته له بحري اوبو څخه د ځمکې تل ته ودانګي او افغانستان به هغه دم د دې پېر مرکز  وي!!! »[24]

هر څوک چې په ایرو ايشیا کې برلاسی وي؛ نو د نړۍ له دریو پرمختللو او په اقتصادي لحاظ له بډایو سیمو څخه به یې دوې په ولکه کې وي، د منځنۍ اسیا او د ایروايشیا د جیو-اکانومي په هکله هغه وايي، چې دلته د نړۍ ۳/۴ برخه آبادي ژوند تېروي، د نړۍ ۶- سلنه GNP په دې ځای پورې اړونده ده او د نړۍ د معلومو انرژیو له زېرمو څخه، دلته ۷۵ سلنه انرژي پرته ده!!! (زیرکیار، د نوی سیاست الجبره)

د منځنۍ اسیا ستراتېژيکي موقعیت دومره ارزښتناک دی، چې په سیمه کې يې محوري ځواک ترې جوړ کړی دی؛ منځنۍ اسیا د روسیې، منځني ختیځ، جنوبي اسیا، لرې اسیا، [او اروپا] ترمنځ پرته سیمه ده، چې په دې سیمه کې معمولي جیو-پولیتیکي بدلون په ګاونډیو سیمو خپلې اغیزې او اثرات خپروي (مینا سنګه رای: ۲۰۰۱)

همداسې په افغانستان کې تقریباً د ۳ ټریلیونو ډالرو معدنیاتو ترڅنګ[25] د منځنۍ آسیا ۲۳ بلیونه ټنه تېل او ۳۰۰۰ ميلیارده مکعب متر ګاز، د کیسپین سمندر چې له ۹۰ ميلیاردو تر ۲۰۰ ميلیاردو بېرلو پورې تیل لري او تقریباً د نړۍ ۴۶ سلنه ګاز، او ورسره د منځنۍ آسیا څلور میليونه مربع کیلومتره سیمه[26] د منځنۍ آسیا په جیو-پولیتیک او جیو-ستراتېژيک ښه رڼا اچوي.

د مخدره موادو مخنیوی:

هند ته د افغانستان مخدره مواد، د پاکستان له لارې داخلېږي؛ که څه هم د روسیې ترڅنګ، د هند د پالیسۍ یوه برخه دا هم ده، چې هند له مخدره موادو څخه وژغوري او بل د هند په اند، د همدغو مخدره موادو په پيسو طالبان بیا خپلو کسانو ته تنخواوې ورکوي او ځانونه پرې چلوي[27] له همدې امله، هند د خپل اند له مخې، نه یوازې خپل هېواد ته د مخدره موادو مخنیوی غواړي؛ بلکې طالبانو ته يې ګټه رسول هم نه غواړي!

  • اقتصادي ګټې:

په افغانستان کې تجارتي ګټې:

که څه هم په افغانستان کې د هند د ګټو لومړیتوب نظامي، ستراتېژي او سیمه يیزې دي؛ خو په افغانستان کې تجارتي ګټې هم لري. په افغانستان کې د هند د تجارتي ګټو د لېست پر سر، د حاجي ګک کان قرارداد ترلاسه کول دي. د یوې سرچینې مطابق د حاجي ګک د اوسپنې کان د آسیا تر ټولو ستر کان دی، چې تقریباً ۱.۸ ميلیارد متره ټن اوسپنه لري، چې شنونکو ورته وار دمخه د افغانستان د معدنیاتو د جوهر لقب ورکړی دی. د هند شرکتونه به د پېنځو کلونو په موده کې د ۱۴ ميلیارده ډالرو په سرمایې سره، دغه پروژه پيلوي [28] او ترڅنګ یې د امریکا له جيولوجيکي سروې سره سم، افغانستان تقریباً ۱۰۰۰ ميلیارده ډالره معدنیات لري[29] چې دا هم د دې وړتیا لري، چې د هند شرکتونه راجلب کړي.   

له ۲۰۰۱ م کال راهیسې، د هند تقریباً ۱۰۰ شرکتونو په افغانستان کې فعالیت پيل کړی دی. تقریباً ۴۳ سلنه يې په خدماتو کې، ۴۱ سلنه يې په ساختماني کارونو کې، او تقریباً ۱۶ سلنه يې په صنعتونو کې پانګونه کړې ده، او تر ۲۰۱۰م کال پورې هند په افغانستان کې په مجموعي توګه، تقریباً ۲۵ ميلیون ډالره پانګه اچونه کړې وه[30] او تر ۲۰۱۲ کال پورې، د دواړو هېوادونو تجارتي حجم، پرته له ډېرو مشکلاتو، بیا هم ۱۷۴ ميلیون ډالره و[31].

اوس هم افغانستان په انرژۍ کې د ټاپي پایپ لاین، د شبرغان د ګازو پروژه، د موټرو لپاره د سي این جي ګاز، افغان-تاجک باسین ټینډر، او د کوکچې پروژې لري. په معدنیاتو کې د سیاه درې د اوسپنې کان او د سمنټو د یوه پلانټ چانس. په ترانسپورت کې د افغان رېل نظام، د کابل-جلال آباد-تورخم د لارې ترمیم او څلور لارې کول، او د سالنګ لارې بیا جوړول شامل دي[32].

په افغانستان کې امنیت هغه ستره مسئله ده، چې تر ډېره حده یې خصوصي سکتور د پانګې اچونې مخه ډب کړې ده.

په سیمه کې انرژي:

تاریخ جوتوي، چې تېل هم جنس دی او هم سیاست[33]. په اقتصاد کې انرژي خورا مهم رول لوبوي؛ له همدې ځایه ده، چې د نړۍ پرمختللي او پرمخ تلونکي هېوادونه د انرژۍ د حاصلولو په موخه، په رقابتونو او لوبو کې اخته دي[34]. منځنۍ اسیا د منځني ختیځ په شان، له انرژۍ څخه غني سیمه ده، د یوه اټکل له مخې، د کسپین سمندر تقریباً له ۹۰ ميلیارد بېرلو تر ۲۰۰ ميلیارد بېرلو پورې تېل لري[35] خو د احمد رشید (۲۰۰۰) په اند، د امریکایانو دغه اټکل غلط دی، د نوي اټکل په اندازه کیسپین سمندر تقریباً ۵۰ ميلیارده بېرل تېل لري، په پرتلنه کې امریکا ۲۲ميلیارده بېرله او شمالي سمندر ۱۷ ميلیارده بېرله تېل لري. د احمد رشید (۲۰۰۰) په اندازه، د کیسپين سمندر تېل د منځني ختیځ د ټولو تېلو په مقابل کې، له ۱۰ تر ۱۵ چنده پورې کم دي[36]، دغه پرتلنه یوازې د کیسپين سمندر او د ټول منځني ختیځ ده؛ هېره دې نه وي، چې په منځنۍ اسیا کې د کیسپين سمندر په شمول تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، او اذربايجان هم راځي!

په سیمه کې تقریباً دوه ډوله انرژي پيدا کېږي، یو ډول چې معلومه وي او بل ډول چې امکان یې شته دی[37].

د تېلو او ګازو ژورنال[38] په اند، په ترکمنستان کې د ۲۰۱۲کال تر جنورۍ پورې، تقریباً د ۶۰۰ ميلیونه بېرله تېلو زېرمې معلومې شوې دي؛ خو بل پلو د ترکمنستان حکومت اټکل کوي، چې د کسپين سمندر په غاړه یې ۸۰.۶ ميلیارده بېرله تېل شته دي[39].

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د ادارې[40] په اند، د ګازو په سترو زېرمو لرونکو هېوادونو کې د ترکمنستان نمبر شپږم دی[41] او د تېلو او د ګازو ژورنال په اند، ترکمنستان تقریباً ۲۶۵ تریلیونه مکعب فټه ګاز لري (تر ۲۰۱۲). 

د British Oil Field Auditing Company په اند، په جنوبي یولوتان (South Yolotan) کې د نړۍ د ګازو دویمه ستره ذخیره موندل شوې، چې له يوه اټکل سره سم به، تقریباً ۲۰ ټریلیونه مکعب متره ګاز لري؛ دغه ګاز که ټولې اروپایي ټولنې ته ورکړل شي؛ نو په ۵۰ کلونو کې به هم خلاص نه شي او که یوازې انګلستان ته ورکړل شي؛ نو په ۳۵۰ کلونو کې یې د ختمېدلو چانس شته دی[42] 

د تېلو او ګازو ژورنال په اند، ازبکستان تقریباً ۵۹۴ ميلیونه بېرل د تېلو معلومې زېرمې لري او د همدې ژورنال مطابق، بیا تقریباً د ۶۵ تریلیونو مکعب فټه د ګازو معلومې زېرمې هم لري (تر ۲۰۱۲)[43]

د تېلو او ګازو ژورنال په اند، قزاقستان تر دې دمه (۲۰۱۲) تقریباً ۳۰ ميلیارده بېرله د تېلو معلومې زېرمې لري او تقریباً ۸۵ تریلیونه مکعب فټه د ګازو معلومې زېرمې لري[44].

ایران د نړۍ د تېلو څلورمه ستره زېرمه او د ګازو دویمه زېرمه لري. د تېلو او ګازو ژورنال د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ د څېړنې په اند، ایران تقریباً ۱۵۴ميلیارد بېرله د تیلو معلومې زېرمې لري، چې د نړۍ د ټولو زېرمو ۹ سلنه جوړوي او د اوپيک هېوادونو ۱۲ سلنه. د همدې ژورنال په اند، په ایران کې تقریباً ۱۱۸۷تریلیونه مکعب فټه د ګازو معلومې زېرمې دي، چې اکثره یې لا په کار نه دي اچول شوې[45].

د دغه هر څه د ارزښت په هکله، چې هند ته یې څومره لري، تاسې په لاندې کرښو کې ولولئ.

  • نړیوالې ګټې:

انرژي:

انرژي چې په اقتصادي پرمختګ کې ډېر ستر او ارزښتناک رول لوبوي، او اوسمهال د نړۍ د هېوادونو د ملي ګټو په سر کې د سر خبره وي.

د انرژيو ذرائعو ته لاسرسی د ملتونو لپاره له ستراتېژیکې نقطې څخه څه کم نه وي، خصوصاً د هغو هېوادونو لپاره، چې په ډېره چټکۍ د پرمختګ په پوړيو کې پورته روان دي.

د هند د اقتصاد لپاره هم، چې د یوه راپور پر بنسټ به، تر ۲۰۵۰م کال پورې ۸.۱ سلنه پرمختګ کوي، انرژي ستراتېژيک حیثیت لري[46] که څه هم هېڅ اقتصادپوه به داسې راپور تيار نه کړي؛ ځکه په اقتصادي چارو کې چې اقتصاد پوهان ډېر زور ووهي، نو ايله تر څو میاشتو پورې سم اټکل کولای شي، پاتې بیا درې-څلور لسیزې شوې. خو که موږ داسې اټکل وکړو، چې هندي اقتصاد چې په کوم سرعت روان دی، همداسې روان وي؛ نو هند به تر ۲۰۲۰م کال پورې د خپل اقتصاد لپاره ۸۰ سلنه تېل او انرژي واردوي[47].

د انرژۍ تقاضا له اقتصادي پرمختګ سره یوځای په لوړه روان وي او بیا چې د هند په شان په تېره لسیزه کې ۷ سلنه اوسط پرمختګ کوونکی وي، نفوس یې هم تر ۱.۲ ميلیاردو زیات وي، ښاري توب پکې په چټکتیا روان وي او په ترانسپورتي نظام کې هم سینه پراخوالی راولي[48] نو څنګه به هند له نورو څخه د ډېرې انرژۍ تقاضا نه کوي؟!

هند ته د انرژۍ واردول او هغه هم په پردو تکيه، د هغوی د انرژۍ امنیت په خطر کې اچوي؛ ځکه نو د هندوستان لومړی وزیر، من موهن سنګ، د انرژۍ امنیت د خوراک له امنیت وروسته، دویمه مهمه قضیه ګڼي؛ هندوستان همدا اوس د نړۍ څلورم انرژي مصرفوونکی هېواد دی[49] او په ۲۰۲۵ کې به له چین راوروسته، دویم مصرفوونکی هېواد وي. او د بلې سرچینې مطابق  ۲.۵ بلیون بېرله تېل، چې هند په ۲۰۰۳ کال کې مصرف کړي وو، یوازې ۱.۴ بلیون بېرله یې له نورو هېوادونو څخه وارد کړي وو، یعني له نیمايي څخه هم زیات! که څه هم اوس هند په دې کې مصروف دی، چې یوه تګلاره جوړه کړي، چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې دغه هېواد د بهرنۍ انرژۍ له غړوندي نه خلاص شي [50] خو بیا به هم تر ۲۰۳۰م کال او له هغه وروسته پورې، هند انرژۍ ته اړتیا لري، چې د TAPI او د New Silk Road  په طرحو به یې تر څه حده اړتياوې پوره کړي.

په منځنۍ اسیا کې رول لوبول:

که څه هم یو څوک به په اوچت الوت کې، هند ته د یوه نړیوال ځواک نوم هم ورکړي[51] خو نړیوال ځواک یې لا څه کوې، چې د هند د سیمه يیز ځواک هم تر نیوکې لاندې راځي، چې هغه پکې له یوه داسې هېواد سره پولې لري، چې چین یې نوم دی؛ خو یوه خبره پکې یقیني ده، چې هند د سوېلې آسیا یو منلی ځواک دی، له همدې ځایه ده، چې هغه اوس غواړي خپل رول له سوېلې اسیا څخه په ايستلو منځنۍ اسیا، او افریقا ته وباسي.

په همدې موخه، هند له هېواد څخه بهر د تاجکستان په فرخار کې لومړنۍ اډه پرانېستله، چې له دوشنبې څخه ۱۳۰ کيلومتره د افغانستان پولې ته نژدې ده. په ۱۹۹۶-۹۷ م کال کې، د هند استخباراتو له تاجکستان سره مذاکرات پيل کړل، ترڅو په فرخار کې اډه ترلاسه کړي او له هغه ځایه، له شمالي اتحاد څخه د طالبانو په خلاف ملاتړ وکړي او ویل کېږي، چې کله پر احمد شاه مسعود ځانوژونکی بريد وشو؛ نو له بريد وروسته نوموړی هم د همدغې هندي اډې یوې شفاخانې ته، چې د شمالي اتحاد لپاره جوړه شوې وه، راوستل شو. په ۲۰۰۴ م کال کې مشرف هم د دې اډې پرخلاف د تاجکستان حکومت ته شکایت وکړ؛ ځکه له دې ځایه یوازې د څو دقیقو په تېرېدلو هندي الوتکې پاکستاني سیمو ته رسېدلای شي [52].

په منځنۍ اسیا کې د خپل رول لوبولو په لار کې، هندوستان د قزاقستان[53] او ازبکستان[54] له حکومتونو سره ستراتېژیک مشارکت اعلان کړ، پای هند پر هغه لور روان دی، چې د هغه هېواد یوه ستر رهبر، جواهر لعل نهرو یې هیله څرګنده کړې وه[55].

په سیمه کې خپل نرم ځواک پراخول:

په نړیوال سیاست کې ځواک په دې معنا اخېستل کېږي، چې (الف) هېواد د اغېزو په مرسته د (ب) هېواد ردعمل په خپله خوښه بدل کړي. جوسیف نای[56]، چې د نرم ځواک اصطلاح کاروونکی دی او په دې هکله یې څېړنې او کتابونه[57] مشهور دي، وايي: ځواک له هغې وړتیا څخه عبارت دی، چې له امله یې یو هېواد د بل هېواد عادت ته بدلون ورکړي. د هغه په اند، دغه د عادت بدلول په درېيو ډولونو سره کېږي:

لومړی د زور پر مټ؛ دویم د اقتصادي مرستو په زور؛ او درېیم چې یو هېواد بل هېواد د ځان په لور راجذب کړي او پای ترې هغه وغواړي، چې زړه يې وي[58] جوسیف نای همدې درېیم ډول ته، نرم ځواک وايي[59].   د نرم ځواک په اړه، جوسیف نای په خپله مقاله کې یو څو بېلګې وړاندې کوي:

ریښتینې کاتولیک لارویان، د پاپ خبره له دې امله نه مني، چې هسې نه هغه یې په نه منلو سزا وویني، بلکې هغوی یې له دې امله مني، چې هغوی د پاپ عزت کوي. همداسې بعضې افراطي مسلمانان به د اسامه بن لادن له هڅو په دې وجه ملاتړ نه کوي، چې هغوی ته به څه مادي ګټه او یا تاوان رسېږي؛ بلکې هغوی د اسامه د موخو پر حقانیت ایمان لري[60]

د هندوستان د پارلمان او د کانګرس ګوند غړی، لیکوال سیاستوال ششي تاروړ په خپله یوه مقاله کې کاږي، چې په افغانستان کې د هند ستره اساسه د هغوی نرم ځواک دی، چې دا د کوم نظامي مېشن برخې له امله منځته نه دی راغلی؛ هغه په دې تکل کې د هغو هندي ډرامو، چې دري او پښتو ته ډب شوې، مثالونه ورکوي او وايي چې دا د هند نرم ځواک دی، د دې د هند د حکومت له پروپاګندې سره څه کار نه وي. ششي تاروړ په خپله مقاله کې مخکې د هندي فلمونو، د هندي لیکوالو له خوا انګریزي ناولونو، د موسیقۍ، د هندي پلورالېستې ټولنې، د ناچ بنګړي ګډا مثالونه ورکوي، چې د هند نرم ځواک دی.  هغه وايي: ماته په دمشق کې یوه هندي ډېپلومات وویل، چې په دمشق کې د امیتاب بچن، یوه هندي اداکار، ستر ستر انځورونه ان د رئیس جمهور حافظ الاسد د انځورونو تر سايزه پورې راځوړند وي[61]. همداسې کرېکېټ، آی پي اېل، او د هند آې ټي سکتور هم، د هند د پراخ نرم ځواک برخې دي[62]. د کرېکېټ ډيپلوماسۍ په مرسته خو، هند او پاکستان تقریباً دوه ځله خپلې اړیکې ښې کړې، یو مهال د ضیاءالحق پر مهال او بل ځل د مشرف پر مهال.

جسونت سنګ، د هند د بهرنيو چارو وزیر، چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې يې، په افغانستان کې د هند د سفارت د بیا پرانېستلو پر مهال وویل: اوسمهال په کابل کې د «هندو» لفظ خپله یو پاسپورت دی، او چې په ښار کې ګرځې، نو خلک د هندوستاني! هندوستاني! له نارې کولو نه پس مسکي کېږي[63] همدا د هند د نرم ځواک پېل و، چې په افغانستان کې پېل شو، او هر کال د تعلیمي بورسونو په ورکولو، په لوبو کولو سره او… سره خپل نرم ځواک زیاتوي.

د امریکايي دیپلوماتیکي کېبلونو په اند، چې په ۲۰۰۷کال کې لیکل شوي وو او د وېکيلېکس له خوا بربنډ کړل شول؛ ویل شوي، چې هند په افغانستان کې د پولیسو او د انتخاباتي ترېنېنګ پر مټ، خوراکي مرستو، لوبو او د باليووډ په خپرولو خپل نرم ځواک زیاتولای شي[64] او ورسره په یو بل کېبل کې دا ادعا هم وکړل شوه، چې د بالیووډ ستوري دې افغانستان ته په سفر ولاړ شي او په همدې توګه هند خپل نرم ځواک د افغانستان په ودانولو کې استعمال کړي[65]

همداسې هند په منځنۍ اسیا کې هم د خپل ژور او پراخ کلچر پرمټ غواړي، چې خپل نرم ځواک زیات کړي؛ ځکه د هند هغو هڅو ته، چې په تاجکستان کې یې د یوه بېس(اډې) لپاره وکړې، د تاجکستان او روسیې له خوا صدمه ورسېده، د نرم ځواک پر مټ، د روغنتون او تحقیقي مرکزونو په ودانولو- هند کولای شي، چې د روسیې له ناخوښۍ پرته، په سیمه کې خپل نفوذ خپور کړي[66] .

د لاسوېل (۱۹۵۸) په وینا، د بهرنیو چارو څلور آلې وې، چې عبارت دي له: سیاسي (پروپاګند)، دیپلوماسۍ، اقتصاد، او نظامي آلې (لاسوېل: ۱۹۵۸: ۲۰۲). ځينې نور سیاسي مفکرین بیا دغه آلې په دوو وېشي: جګړه او ډېپلوماسي [67]. خو اوسمهال د نرم ځواک ارزښت څرګند دی، هر هېواد زیار باسي، چې خپل نرم ځواک پياوړی کړي[68] او هند هم په همدې هڅه کې دی، چې د خپل نرم ځواک پر مټ یو نړیوال قدرت شي[69].

پایله:

له پورتني بحث څخه جوته شوه، چې له افغانستان سره د هند اړیکې څو محوري دي؛ نظامي او امنیتي برخې یې د سرلېست دي او ورسره په دې سیمه کې اقتصادي او د انرژۍ-د هند دویمه امنیتي ستونزه[70]– په اړه ارزښتناکې ګټې هم لري؛ ځکه په اوږده مهال کې به، همدا انرژي وي چې د هند د اقتصاد لارښوونه به کوي، چې تقریباً هر کال ۸ سلنه پرمختګ کوي.

خو په بل اړخ هند د سپتامبر له ۱۱ وروسته، په افغانستان کې د خپلو پراخو مرستو[71] او پانګو پر مټ، د ډېرکیو افغانانو زړونه ګټلي[72] چې دا یې په بهرنيو چارو کې ښکاره بریالیتوب دی.

یادونه: دغه مقاله د ستراتيژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د تحلیل ژورنال په دویمه ګڼه کې خپره شوې وه.

ماخذونه:

مزمل، محمد زمان.(؟). افغانستان؛ په بحران کې بحران. ناچاپ اثر

مزمل، محمد زمان. (۱۳۷۹). افغانستان؛ د ستراتيژیو بحران. میوند خپرندویه ټولنه:پېښور

زیرکیار، دکتور رحمت ربي. (۱۳۸۵). د نوي سیاست الجبره. د پښتني کولتور د ودې او پراختیا ټولنه: جرمني. دانش خپرندویه ټولنه

شریف بهاند. (۱۳۸۸). پرده دوم بازی بزرګ. دانش خپرندویه ټولنه: پېښور.

عزیز آریانفر.(۱۳۹۰). ابرهای آشفته و سیاه بر فراز آسمان افغانستان. میوند خپرندویه ټولنه: پېښور

Amresh Chandra. 2009. Geopolitics of Central Asian Energy Resources and Indian Interest. Journal of Peace Studies, Vol. 16, Issue 1-2, January-June

Ashoke Mukerji. 2012. India, Central Asia and the new Silk Road. <http://www.iiss.org/en/events/events/archive/2012-4a49/july-70c4/india-central-asia-and-the-new-silk-road-e4d1>

Angira Sen Sarma. 2012. India’s ‘Connect Central Asia Policy’ Moves a step forward. Viewpoint in Indian council of world affairs.<http://www.icwa.in/pdfs/Vpangira.pdf>

Dr. Azmat Hayat Khan. (?). Energy Cooperation and Competition in Central Asian Region. Area Study Centre, University of Peshawar.

Gareth Price. 2013. India’s Policy towards Afghanistan. Chatham House. Retrieved at 11 Oct<http://www.chathamhouse.org/sites/default/files/public/Research/Asia/0813pp_indiaafghanistan.pdf>

Harsh V Pant, Dr. (2012). India in Afghanistan: a rising power or a hesitant power?. Centre for international peace and security studies: McGill University.<http://cepsi-cipss.ca/wp-content/uploads/2012/06/Harsh_Pant_wkg_paper.pdf>

Harsh V Pant, Dr. (2013). “China reaches out to India on Afghanistan”. Issue perspective, Vol 3, Issue 2.

Hong Zhao. China and India: The Quest for Energy Resources in the 21st Century. Routledge Publishers. See online on Google books:<http://books.google.com.pk/books?id=LrMlcFv_CJMC&printsec=frontcover#v=onepage&q&f=false>

J.N. Dixit. (2004). Makers of India’s Foreign Policy. Harper Collins

Jayshree Bajoria.(2009). India-Afghanistan Relations. Council on Foreign Relations, july 22, 2009, from< http://www.cfr.org/india/india-afghanistan-relations/p17474>

Khalid Rehman. (2011). Central Asia, Energy Security and Shanghai Cooperation. Policy Perspectives 8 (January-June).

Meena Singh Roy. 2001. India’s interests in Central Asia.<http://www.idsa-india.org/an-mar-9.01.html>

Ahmed Rashid’s Taliban: Islam, Oil and the New Great Game in Central Asia. I.B. Tauris: Yale University

Rani D. Mullen and Summit Ganguly. (2012). The Rise of India’s Soft Power. Foreign Policy, may 08, 2012.< http://www.foreignpolicy.com/articles/2012/05/08/the_rise_of_indian_soft_power?page=0,0>

Raghav Sharma. (2009). India and Afghanistan: Charting the future. IPCS Special Report: New Delhi<http://ipcs.org/pdf_file/issue/SR69-Final.pdf>

Sunny Peter. (2012). Afghanistan: The New Big four. Retrieved at august:<www.saglobalaffairs.com/backissues/1276-afghanistan-the-New-big-four.html>

Shiv Kumar Verma. (2005). Central Asian Energy Potential and Geopolitics of the future. Journal of Peace Studies, Vol.12, Issue 4, October-December.

Zbigniew Brzezinski. 1997. The Grand Chessboard: American Primacy and its Geostrategic imperatives. Basic Books.

Zehra Akbar. (2012). Central Asia: The New Great Game. The Washington review, oct.< http://www.thewashingtonreview.org/articles/central-asia-the-new-great-game.html>

[1] احمد بلال خلیل د ستراتيژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز کې څېړونکی دی او د افغانستان وضعیت، بهرنی سیاست، له ګاونډیانو سره اړیکې او د سیمې جیو-پولیتیک او جیو-اقتصادي وضعیت څاري. په دغه ایمیل له څېړونکي سره اړیکه ټینګولای شئ: abilalnajeeb@gmail.com

[2] Larry Hanauer, Peter Chalk. (2012). India’s and Pakistan’s Strategies in Afghanistan: Implications for the united states and the region. RAND corporation Center for Asia Pacific Policy. Pp: 29-31.

[3] Strategic Depth

[4]  البته د کشمیريانو د خپلواکۍ جګړه، د هغوی قانوني حق دی؛ دواړو، پاکستان او هند، له کشمیر څخه ناوړه ګټې پورته کړې، او پورته کوي يې. په کشمیر کې اکثره جهادي ډلې د پاکستان استخبارات تقویه کوي، که څه هم بعضې ډلې داسې هم شته دي، چې له پاکستان او هند سره حساسیت څرګندوي او یو خپلواک او آزاد کشمیر غواړي- زما په اند دا زموږ د افغانانو په ګټه هم دی، چې یو خپلواک او آزاد کشمیر زموږ په ګاونډ کې پروت وي او هم د کشمیريانو په ګټه هم دی؛ ځکه که کشمیر د هند برخه شي، نو زموږ پر پولو به یو بل اتومي ځواک ودرېږي او که کشمیر د هغه پاکستان برخه شي، چې نه پکې د بنګالیانو وخت تېر شو او نه پکې د پښتنو او بلوڅانو وخت تېرېږي؛ نو تر ټولو زیات تاوان به هم کشمیريانو ته وکړي.

[5] Yousufzai, Rahimullah, We have no intention of exporting Jehad, the News, 19 august 1998. (Cited in Ahmed Rashid’s Taliban: Islam, Oil and the New Great Game in Central Asia, p: 186)

[6]  په دې موضوع باندې د لازياتې پوهېدنې لپاره ولولئ:

Harsh V Pant, Dr. (2013). “China reaches out to India on Afghanistan”. Issue Perspective, Vol 3, Issue 2.

او یا د چین او هند ترمنځ د وروستیو څو میاشتو غونډې، چې پیل یې د ۸ آپریل ۲۰۱۳م کال د بیجینګ له غونډې څخه شوی و.

[7] Dr Azmat Hayat Khan. P:25-28

[8]  د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبینز وايي، چې د پاکستان دا وېره، چې هند له افغانستان څخه په پاکستان کې عملیات کوي، مبالغه امیزه ده؛ خو بې اساسه هم نه ده، وګورئ:

The Nation. Pakistani fears over India Afghan role ‘not groundless’: US envoy. August 8, 2013,

 <http://www.nation.com.pk/pakistan-news-newspaper-daily-english-online/national/08-Aug-2013/pakistani-fears-over-india-afghan-role-not-groundless-us-envoy>

[9] Sumit Ganguly. (2011). Afghanistan is Now India’s Problem. Foreign Policy, july 19, 2011, retrieved at October 10th, 2013.

<http://www.foreignpolicy.com/articles/2011/07/19/afghanistan_is_now_indias_problem>

[10] Soft Power

[11]  د لازياتې پوهېدنې لپاره وګورئ: د احمد رشید “طالبان” کتاب او د پاکستان پخواني سفیر ریاض محمد خان  “افغانستان او پاکستان” کتاب.

[12] Foreign Policy. October 26, 2010.

[13] Christine Fair.(2010). India in Afghanistan, Part 1: Strategic interests, regional concerns. Foreign Policy. October 26. Retrieved at 6/6/2013

<http://afpak.foreignpolicy.com/posts/2010/10/26/india_in_afghanistan_part_1_strategic_interests_regional_concerns>

[14] Howenstein, Nicholas and Summit Gangul. (2009). Pakistan and Afghanistan: Domestic Pressures and Regional Threats: India-Pakistan Rivalry in Afghanistan. Journal of International Affairs: School of international and public affairs, Columbia. Vol. 63, No.1, Fall/Winter 2009. Page 127-140

< http://jia.sipa.columbia.edu/india-pakistan-rivalry-afghanistan>

[15] Halford John Mackinder

[16] The Geographical Pivot of History

[17] Heartland Theory

[18] World-Island

[19] Offshore islands

[20] Outlying islands

[21]Eurasia

[22] Mackinder, Democratic Ideals and Reality, p. 106

[23] د علامه اقبال شعر، چې وايي: آسیا یک پيکر آب و ګل است، ملت افغان در آن پیکر دل است. از کشاد او، کشاد آسیا، و از فساد او، فساد آسیا.

[24]  وګورئ د جاوېد اقبال پر خپل محترم پلار علامه اقبال، د لیکل شوی کتاب د افغانستان څپرکی.

[25] Afghanistan Claims mineral wealth is worth $3 trillion, daily telegraph, 17 June 2010

< http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/7835657/Afghanistan-claims-mineral-wealth-is-worth-3trillion.html>

[26] Dr Azmat Hayat Khan. Energy Cooperation and Competition in Central Asian Region. Area Study Centre, University of Peshawar. P: 2-9

[27] Raghav Sharma. India and Afghanistan: Charting the future. IPCS: New Delhi

[28] ‘India Wins Bid for ‘Jewel’ of Afghan Ore Deposits’, Wall street Journal, 30 November 2011

 <http://online.wsj.com/article/SB20001424052970203802204577067303633783544.html>

[29] ‘US discovers $1 Trillion in untapped mineral deposits in Afghanistan’, daily telegraph, 14 June 2010

< http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/7826782/US-discovers-1-trillion-in-untapped-mineral-deposits-in-Afghanistan.html> and US identifies Vast Mineral Riches in Afghanistan, New York Times, 13th June 2010 <http://www.nytimes.com/2010/06/14/world/asia/14minerals.html?pagewanted=all>

[30] Delhi Investment Summit on Afghanistan, Economic links between India and Afghanistan

< http://dsafghan.in/pdf/India-Afghanistan.pdf>

[31] Central Statistic Organisation < http://cso.gov.af/Content/files/External%20Trade.pdf>

[32] Delhi Investment Summit on Afghanistan, Investment Opportunities in Afghanistan <http://dsafghan.in/pdf/investment_opportunities.pdf>

[33] Dr Azmat Hayat Khan. Energy Cooperation and competition in Central Asian region. Area Study Centre, University of Peshawar. P: 5

[34]  په منځني آسیاء کې د انرژۍ په حاصلولو کې روسیه، چین، هند، ترکیه، امریکا، او د اروپا اتحادیه په یوه نوې لوبه کې ښکېل دي او د سړې جګړې د پېر د امریکايي د کمونیزم د حصار تګلاره یې بله بېلګه ده، هغه مهال امریکا نه غوښتل چې د منځني ختیځ په شان غني سیمه د کمونیزم د نفوذ لاندې پاتې شي، په همدې تکل کې يې د افغان مجاهدینو نه هم ملاتړ وکړ چې د شورویانو خلاف جنګېدل، ترڅو منځني ختیځ د کمونیزم څخه وژغوري او د تېلو په رسد کې خنډونه رانه ولي.

[35] Dr Azmat Hayat Khan. Energy Cooperation and competition in Central Asian region. Area Study Centre, University of Peshawar. P: 5

[36] Ahmed Rashid. Taliban. P: 145

[37] Dr Azmat Hayat Khan. P: 6

[38] Oil and Gas Journal. See official website:

<http://www.ogj.com/index.html>

[39] US Energy Information Administration.Turkministan-Analysis. Jan 15, 2012, Retrieved at oct 12, 2013 at

<http://www.eia.gov/countries/cab.cfm?fips=TX>

[40] Energy Information Administration. Official website:

<http://www.eia.gov>

[41] US Energy Information Administration.Turkministan-Analysis. Jan 15, 2012, Retrieved at oct 12, 2013 at

<http://www.eia.gov/countries/cab.cfm?fips=TX>

[42] Richard Orange. 2011. Second largest gas field found in Turkmenistan. Daily telegraph, 25 May, 2011, Retrieved on October 12, 2013

<http://www.telegraph.co.uk/finance/newsbysector/energy/oilandgas/8535672/Second-largest-gas-field-found-in-Turkmenistan.html>

[43] US Energy Information Administration. Uzbekistan-anaylsis. Jan 19, 2012, retrieved at October 13, 2013, from < http://www.eia.gov/countries/cab.cfm?fips=UZ>

[44] US Energy Information Administration. Kazakhstan-analysis. September 18, 2012, retrieved at October 13, 2013, from < http://www.eia.gov/countries/cab.cfm?fips=KZ>

[45] US Energy Information Administration. Iran-Analysis. March 28, 2013. Retrieved at October 13, 2013, from

<http://www.eia.gov/countries/cab.cfm?fips=IR>

[46] John Hawksworth and Anmol Tiwari. (2011). The World in 2050: The accelerating Shift of global economic power: challenges and opportunities. PWC: London. January.

[47] P. Garg. (2012). Energy Scenario and Vision 2020 in India. Journal of Sustainable Energy and Environment 3. Pp: 7-17 <http://www.jseejournal.com/JSEE%202012/PDF%20file%20JSEE%203(1)%202012/7.Energy%20scenarios%20pp.%207-17.pdf>

[48] د اقتصادي عالمانو په نظر، د انرژۍ د تقاضا محرکونه پرمخ تلونکی اقتصاد، لوړ GDP وده، په نفوس کې زیاتوالی او په ترانسپورتي نظام کې پراخي هغه څه دي، چې د انرژۍ تقاضا لوړوي. د لازياتو پوهېدلو لپاره وګورئ:

Hong Zhao. China and India: The Quest for Energy Resources in the 21st Century. Routledge Publishers. See online on Google books:<http://books.google.com.pk/books?id=LrMlcFv_CJMC&printsec=frontcover#v=onepage&q&f=false>

[49] Financial express. 2013. India fourth largest energy consumer in the world: report. March 19, retrieved at October 13th, 2013, from:

< http://www.financialexpress.com/news/india-fourth-largest-energy-consumer-in-the-world-report/1090304/0>

[50] The economic times. (2013). India Should become energy independent by 2030: Veerappa Moily. Oct 5, 2013, retrieved at oct 12, 2013, from

<http://articles.economictimes.indiatimes.com/2013-10-05/news/42745329_1_5-kg-cylinders-veerappa-moily-lpg>

[51]  د لندن سکول آف اکنامکس، له یوې څېړنې څخه څرګنده کړې، چې هند به هېڅ مهال هم نړیوال ځواک جوړ نه شي. له دې سره، د هند ډېری شنونکی موافق دي، چې لنډه بېلګه به یې تاسو د هند له هغې باندنۍ چارې، چې د واچپايي لاندې وې او بیا په ۲۰۰۴ م کال کې تر کانګرس لاندې ژور بدلون وموئ، کانګرس د هند باندنۍ چارې بېرته د سیمه يیز ځواک په حیث برابره کړې؛ خو واجپايي بیا د نړیوال ځواک خوبونه لیدل.

[52]  د لاډېرو معلوماتو لپاره وګورئ، ویکیپیدیا:

<http://en.wikipedia.org/wiki/Farkhor_Air_Base>

[53] Joint declaration on strategic partnership between the republic of Kazakhstan and the republic of india. Official site of the President of the Republic of Kazakhstan < http://www.akorda.kz/en/page/joint-declaration-on-strategic-partnershipbetween-the-republic-of-kazakhstanand-the-republic-of-india_1342007569>

[54] India and Uzbekistan declare Strategic Partnership. Ministry of External Affairs, Govt. Of India.

< http://mea.gov.in/press-releases.htm?dtl/580/India+and+Uzbekistan+declare+Strategic+Partnership> and see also: long-term strategic partnership based on equality and mutual understanding. The governmental portal of the republic of Uzbekistan. < http://www.gov.uz/en/press/politics/9595>

[55] نهرو د کانګرس ګوند او د هند د باندنيو چارو یوازېنی لارښود و، شاید په نړۍ کې به بل داسې نه وي، چې د خپل هېواد پر باندنيو چارو یې دومره اغیز ښندلی وي، لکه نهرو؛ هغه د نهرو خبره، نور هند د سویلې آسیا د هېوادونو د کنفېډریشن په لور روان دی.

[56] Joseph Nye

[57]  کتابونه لکه:

Soft Power: The Means to Success in World Politics

The Future of Power

[58] Nye, Joseph. The Benefits of Soft Power. Retrieved October 12, 2013, from

<http://hbswk.hbs.edu/archive/4290.html>

[59]Nye, Joseph.Bound to Lead: The Changing Nature of American Power(New York: Basic Books, 1990)

 Cited in: Soft Power. (n.d) In Wikipedia. Retrieved October 12, 2013, from <http://en.wikipedia.org/wiki/Soft_power>

[60] Nye, Joseph. The Benefits of Soft Power. Retrieved October 12, 2013, from

<http://hbswk.hbs.edu/archive/4290.html>

[61] Shahsi Tharoor. 2008. Hooray for Bollywood: India’s ‘soft power’. Retrieve at October 12, 2013, from

<http://www.taipeitimes.com/News/editorials/archives/2008/01/07/2003396110>

[62] Nicolas Blarel. India’s Soft Power: From Poetential to Reality?. London school of economics. Retrieved October 12, 2013, from

<http://www.lse.ac.uk/IDEAS/publications/reports/pdf/SR010/blarel.pdf>

[63] Aunohita Mazumdar. 2001. India to give all help to Kabul. Times of India December 24, 2001

[64] US embassy cables: How India can help stabilise Afghanistan. The guardian, December 16, 2010, from

<http://www.theguardian.com/world/us-embassy-cables-documents/102286>

[65] Jason Burke. WikiLeaks cables: US diplomats suggested Bollywood stars should tour Afghanistan. The guardian, December 16, 2010, from

<http://www.theguardian.com/world/2010/dec/16/wikileaks-bollywood-stars-tour-afghanistan>

[66] Joshua Kucera. India’s Central Asia Soft Power. The diplomat, September 03, 2011, from

<http://thediplomat.com/2011/09/03/india%E2%80%99s-central-asia-soft-power/>

[67] Baldwin, David A. (1985). ‘Economic Statecraft’. Princeton University Press

[68]  د هېوادونو نرم ځواک د (McClory Int. Soft Power index 2010) پر بنسټ معلومېږي.

[69]  ششي تروړ وايي، چې نرم ځواک له موږ څخه نړیوال لارښود جوړولای شي!  هله که موږ په خپلې ویزې تګلاره کې بدلون راولو. وګورئ، د ټایمز آف انډيا اخبار:

Shashi Tharoor: Soft Power can make us a global leader. Times of india, September 4, 2012, from

<http://articles.timesofindia.indiatimes.com/2012-09-04/kolkata/33581371_1_soft-power-shashi-tharoor-visa-policy>

[70]  په ۲۰۰۵ کال کې، چې د هند لومړی وزیر، من موهن سنګ، د اندرا ګاندهي د ۱۹۷۶ کال له سفر وروسته کابل ته راغی، نو هلته یې وویل:
‘Energy Security is the second only in our scheme of things to food security’

Edward Luce. Head to head in the quest for national energy security. Financial times, November 17, 2004, from

<http://www.ft.com/cms/s/0/25202ca2-383d-11d9-991f-00000e2511c8.html>

[71]  هند له افغانستان سره، له امریکا، انګلستان، جاپان او جرمني هېوادونو وروسته، تر ټولو زیات مرسته کوونکی هېواد دی او د هند له خوا د مرستو په هغه لېست کې، چې له نورو سره يې کوي، د سر نوم د افغانستان دی. هند تر دې دمه له افغانستان سره تقریباً ۲ ميلیارده ډالره مرسته کړی ده. د هند نورې مرستې څه په دې ډول دي: د سلما بند جوړول (۱۳۰ميلیون ډالره)، له پلخمري څخه تر کابله پورې د برېښنا مزي غځول (۱۲۰ميلیون ډالره)، دوه نیم لکه ټنه غنم، د پارلمان ودانۍ جوړول، د دلارام-زرنج ستراتېژيک سړک جوړول، تعلیمي بورسونه، شفاخانې جوړول… او نورې مرستې شاملې دي.

[72]  په ۲۰۱۰کال کې بي بي سي په افغانستان کې یوه سروې ترسره کړه، چې تر ټولو خوښ شوی هېواد هند و او تر ټولو ناخوښ بیا پاکستان و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *