د امریکا-هند نږدې کېدونکې اړیکې او پر سیمه یې اغېزې

تېره اوونۍ د امریکا او هند د دفاع وزیرانو په واشنګټن کې نظامي-لوجستیکي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ او هلته یې د هند له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

د امریکا او هند نظامي-لوجستیکي هوکړه‌لیک لاسليک کول او هند ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په سیمه کې د چین-هند او هند-پاکستان ترمنځ اړیکې نورې هم د خرابېدو په لور روانې دي.

دا چې په ۲۰۱۶ کال کې په سیمه کې څه بدلونونه رامنځته شول، د هند او امریکا اړیکې په کوم لوري روانې دي او د هند او امریکا د وروستي نظامي هوکړه‌لیک اغېزې به پر سیمه څه وي؟ هغه  موضوعات دي، چې دلته پرې شننه کوو.

 

په سيمه کې وروستي جيو-پوليټيک تحولات

له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې ژور بدلونونه رامنځته شول؛ د بېلګې په ډول ایران له ۵+۱ هېوادونو سره د خپل اتومي پروګرام پر سر موافقه وکړه، چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پروګرام بندوي او په بدل کې به له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لرې کېږي. دغې موافقې بیا پر ایران باندې په اقتصادي ډګر کې مثبت تاثیر وکړ او نه یوازې دا چې د ایران کنګال شوې ۱۱۵ ملیارده ډالره شتمني بېرته ورکړل شوه، بلکې دغه تړون نورو هېوادونو ته هم لاره پرانیسته، څو له ایران سره د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې همکاري او یا هلته پانګونه وکړي.

دغه راز په ۲۰۱۵ کال کې د چین ولسمشر “شي جېن پېنګ” پاکستان ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې د چین-پاکستان اقتصادي حوزه پرانیستله. چین به په دغه اقتصادي حوزه کې د ترانسپورت، ترانزيټ او انرژۍ په برخو کې تر ۴۶ ملیارده ډالرو پورې پانګونه وکړي. دا چې دغه اقتصادي حوزه به د «کشمير» له یو شمېر سیمو تېرېږي، هند یې له همدې کبله مخالفت کوي.

دغه راز په سیمه کې له ایران څخه د بندیزونو له لرې کېدو وروسته، د افغانستان-ایران-هند ترمنځ د چابهار ترانزيټي او تجارتي تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه افغانستان او هند د پاکستان د لارې پر ځای د بديلې لارې په توګه له چابهار څخه ګټه پورته کړي او په دې توګه به د پاکستان د فشار دغه ابزار ته د پای ټکی کېښودل شي. ترڅنګ به یې هند د افغانستان له لارې ځان منځني ختیځ ته هم ورسوي.

د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې چین په ملګرو ملتونو کې د هند د هغه قرارداد په لاره کې خنډ واقع شو، چې له مخې یې شونې وه، د جیش محمد مشر مسعود اظهر د یوه “ترهګر” په توګه وپېژندل شي او د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شي. دغه راز د همدغه کال په جولای میاشت کې هند له ډېرو هڅو او خوځنده ډيپلوماسۍ سره سره ونه توانېد، چې په NSG (Nuclear Suppliers Group) يا د اتوم تامينوونکو ډله کې غړيتوب واخلي. هند په دې برخه کې چین تورناوه، چې د غړیتوب په لاره کې یې تر ټولو زیات خنډ جوړ کړی او چین بیا په دې اند و، چې د دغې ډلې د قانون له مخې، هر هغه هېواد چې NPT (Nuclear Non- Proliferation Treaty) يا د اتومي وسلو د پراختيا د مخنيوي تړون یې نه وي لاسلیک کړی، د دې ډلې غړیتوب نه شي ترلاسه کولی او هند بايد لومړی دغه تړون لاسلیک کړي. وروسته بيا هند هم د همدغو دوو لاملونو له کبله، د چین د دوو پروژو (یو کمربند؛ یوه کرښه او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې) پرضد په ښکاره توګه څرګندونې وکړې.

په بل اړخ کې له وروستیو څو میاشتو راهیسې د هند-پاکستان او هند-چین ترمنځ اړیکې هم د ترینګلتیا په لور روانې دي. د روان ميلادي کال (۲۰۱۶) په جولای میاشت کې په هندي کشمیر کې د حزب المجاهدین ډلې د قوماندان “برهان واني” له وژل کېدو سره نه یوازې دا چې په هندي کشمیر کې حالات خراب شول، بلکې د ډهلي-اسلام‌آباد ترمنځ د کشمیر او د برهان واني د وژل کېدو پر سر اړیکې نورې هم خرابې شوې (د برهان واني له وژل کېدو وروسته په کشمیر کې ګرځبندیز ولګېده، د کشمیر د آل پارټيز حریت کنفرانس “APHC” ډلې مشران یې ونیول او په بېلابېلو لاريونونو کې تر ۷۰ کسانو پورې ووژل شول او له زرو څخه زیات ټپیان شول). د برهان واني د وژل کېدو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف وویل، چې ده «ټکان» وخوړ او په خپلو خبرو کې یې هغه یو «شهید» وباله. د دې ترڅنګ پاکستان د برهان واني د وژل کېدلو قضیه په ملګرو ملتونو کې هم راپورته کړه. د پاکستان د دغو څرګندونو په غبرګون کې د هند بهرنیو چارو وزارت اسلام‌آباد د ترهګرو پر «ستاینې» تورن کړ. د دې ترڅنګ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د هند د خپلواکۍ په ورځ، د کشمیر د وروستیو پېښو په غبرګون کې د بلوچستان موضوع راپورته کړه او په دې توګه یې پاکستان له خوږ ګوتې ونیوه.

 

د امریکا او هند نږدې کېدونکې اړیکې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا د بیا متوازن کولو تګلاره اعلان کړه، چې یو شمېر چینایان بیا دغه تګلاره د چین حصار ګڼي؛ ځکه دوی د آسیا بیا متوازن کول د چین په مقابل کې د هند، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو راپورته کول ګڼي. د امریکا او هند ترمنځ د همدغې نوې تګلارې په رڼا کې سوداګریزې او دفاعي اړیکې هم ورځ تر بلې پياوړې کېږي.

په بل اړخ کې په هند کې د نرېندرا مودي له واک ته رسېدو سره د امریکا او هند اړیکو نوی موج واخیست. نرېندرا مودي له ۲۰۱۴ کال راهيسې څلور ځله امریکا ته سفر کړی (دوه په نړیوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستل او دوه نور بیا رسمي دولتي سفرونه وو). دغه راز د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې بارک اوباما هم د نرېندرا مودي په غوښتنه د هند د جمهوریت ورځې په نمانځغونډه کې برخه واخیسته او په دې ډول اوباما د امریکا لومړنی ولسمشر شو، چې په خپله ۸ کلنه دوره کې هند ته دوه ځله رسمي سفر کوي او د هند د جمهوریت ورځې د پريټ يا رسم ګذشت په مراسمو کې برخه اخلي.

تېره اوونۍ هم، په سیمه‌ییز سیاست کې یو نوی ګام پورته شو او د هند د دفاع وزیر مانوهار پارېکار امریکا ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې له خپل سیال ایشټن کارټر سره وکتل. په ۲۰۱۶ کال کې امریکا ته دا د هند د دفاع وزیر دویم سفر دی او په مجموع کې يې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له دفاع وزیر سره شپږمه کتنه ده. د وروستي پرمهال هند او امریکا نظامي-لوجستیکي جنجالي تړون، چې د هند دننه له مخالفتونو سره مخ و، لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل له هوا، اوبو او ځمکې څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلي؛ خو بیا هم د امریکا دفاع وزیر، په هند کې دننه د مخالفتونو کرارولو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنو کمولو په موخه، په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې «د دغه تړون معنا دا نه ده، چې موږ به د یو بل په هېوادونو کې پوځي اډې ترلاسه کوو.»

له بلې خوا تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم هند ته په خپل څلورم رسمي سفر ولاړ او هلته یې د هند له لومړي وزیر، د هند د ملي امنیت له سلاکار وزیر او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل. په دغو ناستو کې څلور مهمې خبرې وشوې:

لومړی؛ د امریکا او هند دوه‌اړخيزې اړیکې به نورې هم پياوړې شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اند، باید دوه‌اړخیزه سوداګري ۵۰۰ ملیارد ډالرو ته ورسېږي او امریکا به په راتلونکي کال کې د اتوم تامینوونکو په ډله کې د هند د غړیتوب په تړاو هلې ځلې وکړي.

دویم؛ امریکا یو ځل بیا د ښو او بدو “ترهګرو” توپير ونه مانه او جان کيري په خپلو خبرو کې وویل: «ترهګر، ترهګر دي!» (د نوموړي اشاره پاکستان ته وه، چې پاکستان بايد د لشکر طیبه، جیش محمد او افغان طالبانو په تړاو هم جدي ګامونه پورته کړي).

درېیم؛ په سوېل سمندرګي کې پر آزادې سوداګرۍ او تګ راتګ ټینګار، چې دا هم د چین د سوېل سمندرګي قضیې د وروستیو پېښو په غبرګون کې ده.

څلورم؛ د افغانستان په تړاو د افغانستان-امريکا-هند درې اړخیزې خبرې اترې بیا پیلول.

په سيمه کې راتلونکی وضعيت او افغانستان

د وروستۍ اوونۍ پېښې به دواړو چین او پاکستان په دقت سره څارلې وي؛ ځکه هند ته د جان کیري د سفر پر مهال ویل شوې جملې تر ډېره پاکستان ته متوجه وې او د امریکا او هند له نظامي-لوجستیکي تړون څخه به چین تر ډېره اندېښمن وي. ځکه دغه تړون داسې مهال لاسليک کېږي، چې د چین په سوېل سمندرګي کې د امریکا او چین اړیکې خرابې دي.

د امریکا او هند ترمنځ دغه دفاعي تړون او هند ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر داسې مهال کېږي، چې په سیمه کې د ډهلي-اسلام‌آباد او ډهلي-بیجینګ اړیکې په خرابېدو دي. د وروستي یوه کال پېښې داسې څرګندوي، چې هند د امریکا په لور په چټکۍ سره روان دی او که له امریکا سره یې اړیکې همداسې په نږدې کېدو وې، نو شاید په راتلونکي کې به دا لومړی ځل شي، چې هند به پکې له خپل عنعنوي سیاست څخه مخ اړوي.

په بل اړخ کې افغانستان د هند مرستو او نظامي ملاتړ ته اړتیا لري. د بل هېواد د اندېښنو لپاره د هند په څېر ملګري هېواد سره اړیکې هم نه پرې کولای شي او نه يې هم محدودولای شي؛ خو په روانه سیمه‌ییزه لوبه کې، که د وروستۍ اوونۍ د پېښو موخه په سیمه کې د چین-پاکستان پرضد د امریکا-هند اېتلاف وي، نو افغانستان باید پر خپل عنعنوي سیاست (ناپېيلتوب) ودرېږي او بايد د اېتلافونو برخه نه شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *