سېمینار: د اسلامی حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک

د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامی حزب ډلې له افغان حکومت سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ او تر ټولو مهمه ځانګړنه یې دا وه، چې دا هوکړه د بین‌الافغانی تفاهم په پایله کې وشوه.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د میاشتنی اکاډمیک بحث په لړۍ کې، چې د هرې میاشتې توده موضوع پکې څېړل کېږی او په راتلونکی کې به هم دوام ومومی، د تلې په ۱۲مه نېټه همدا موضوع په یوه علمی سېمینار کې وڅېړل شوه او د ویناوالو ترڅنګ یو شمېر علمی شخصیتونو پکې ګډون کړی و.

دغه سېمینار د مرکز د رئیس دکتور عبدالباقی امین په وینا پرانېستل شو او نوموړی په خپلو خبرو کې د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ شوې هوکړه په هېواد کې د وینې تویېدنې د مخنیوی په لاره کې یو مثبت ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې په اوسنی وخت کې یو شمېر بهرنۍ کړۍ داسې هڅې کوی چې د افغانستان له روانې جګړې څخه په خپله ګټه کار واخلی؛ خو د جګړې په درولو کې بیا د ټولو افغانانو قاطع مصلحت دی.

نوموړی زیاته کړه: «دریو لسیزو جګړې افغانان سخت زیانمن کړی او که څه هم دا جګړه بهرنیانو پیل کړې؛ خو اصلی قربانیان یې افغانان دی او افغانان باید خپله د دغې جګړې د درولو نوښت وکړی. نوموړی خوښی څرګنده کړه، چې حزب اسلامی خپله وسله‌واله مبارزه پر سیاسی مبارزې بدله کړه او په وینا یې، د دغه سېمینار موخه دواړو لورو ته د یوې سمې مشورې ورکول دی.»

د سمینار لومړی ویناوال وحید مژده په خپلو خبرو کې وویل، چې له وسله‌والې مبارزې راګرځېدل په ټوله کې یو ښه پیغام دی او له شک پرته د سولې له بهیر سره د اسلامی حزب یو ځای کېدل به پر هېواد اغېزې ولری.

د ده په وینا، که څه هم حزب اسلامی په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې ډېر رول نه لاره؛ خو د دغه ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سیاست په تاریخ کې مهم رول لرلی او د زیات شمېر افغانانو پر افکارو حتی طالبانو هم ښایی اغېزې ولری.

نوموړی د دغې هوکړې نیمګړتیاوو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دغې هوکړې په څلورمه ماده کې د بهرنیانو د وتلو په تړاو ګونګه خبره شاید د هوکړې دواړه لوری په راتلونکی کې له یو شمېر پوښتنو سره مخ کړی.

نوموړی ټینګار وکړ، چې حکمتیار ښایی کابل ته راتګ سره له یو شمېر ستونزو سره هم مخ شی او په دې لړ کې نوموړی ته ښایی، چې د یوه قومی رهبر نه بلکې د یوه ملی رهبر رول ولوبوی.

د غونډې بل ویناوال محمد زمان مزمل هم په خپلو خبرو کې له حزب اسلامی سره سوله د حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: «که څه هم په شوې هوکړه کې به هومره زور نه وی، خو د حکمتیار په راتګ کې به زور وی.»

د ده په وینا، حکمتیار به کابل ته له راتګ سره له یو شمېر ستونزو سره هم مخ شی، چې نوموړی د بېلګې په ډول د حضرت صبغت الله مجددی مخالفت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې حکمتیار باید په خپل چلند کې له خورا احتیاط څخه کار واخلی.

د غونډې ګډونوالو هم د موضوع په اړه پوښتنې او مناقشه وکړه او ویې ویل، چې له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه‌لیک باید بریا ته ورسېږی او حکمتیار هم باید کابل ته له راتګ سره له قومی او مذهبی شخړو ځان لرې وساتی. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *