د پاکستان ستراتیژیک عمق تګلارې ته لنډه کتنه:

(۱۹۴۷-۲۰۱۴)

احمد بلال خلیل

 

لنډیز:
[د پاکستان د ستراتیژیک عمق پر موضوع د څېړنې لپاره اړینه ده، چې دغه نظریه د پاکستانیانو له خولې تعریف شی، په تېره بیا د ۸۰مې او ۹۰مې لسیزې د پوځی، ملکی او استخباراتی چارواکو له لیکنو او مرکو څخه په دې اړه معلومات وپلټل شی او بیا ترې یوه مقاله جوړه کړای شی.

د پاکستان د ستراتیژیک عمق موضوع ځکه ډېره مهمه موضوع ده، چې دا د دغو دوو عواملو ترڅنګ- ډیورنډ کرښه او د پښتونستان شخړه-  د پاکستان او افغانستان ترمنځ  نه یوازې دا چې اړیکې خرابې کړې دی، بلکې د ډېرو افغانانو زړونه یې هم د پاکستان په لور له شکونو ډک کړی دی.

ستراتیژیک عمق کومه نوې اصطلاح نه ده، په دې اړه ډېر مثالونه شته دی، هلته دغه اصطلاح دومره تته نه وی، خو د پاکستان ستراتیژیک عمق، چې تر اوسمهاله یې ډېری د خپلو لیدلورو له مخې تعریفوی، له دې اصطلاح څخه یوه متنازعه فیه اصطلاح جوړه کړې ده. مونږ د ستراتیژیک عمق په اړه په ډېری توګه د نظامیانو تعریفونه او تګلارې ته په خپلې څېړنې کې ځای ورکړی دی، ځکه په پاکستان کې ډېری مهال د افغانستان په اړه تګلارې نظامیان او استخبارات جوړوی.

له هند سره د پاکستان شخړې، دښمنی او د افغانستان-هند نږدې اړیکو له امله ده، چې پاکستانی ستراتیژی پوهان ویروی، چې هسې نه په ملا کې نری هېواد یې د دغو دوو ګاونډیانو (افغانستان او هند) ترمنځ ساندویچ شی.  له همدې ځایه پاکستان غواړی د افغانستان بهرنۍ چارې په تېره بیا د هند په اړه کنترول کړی. دا پالیسی هم پاکستان ته له انګرېزانو په میراث پاتې شوې ده، ځکه انګریزانو د خپلو دوو جګړو له مخې هڅه کوله، چې له افغانستان نه د بهرنیو چارو حق سلب کړی؛ وروسته افغانانو د افغان-انګلیس درېیمه جګړه له همدې مخې پیل کړې، څو خپلې بهرنۍ چارې په خپله ولکه کې واخلی.

 په ۹۰ مه لسیزه کې د افغانستان د کورنۍ جګړې یو لامل دا هم و، چې دلته د ګاونډیانو ګټې له یو بل سره په ټکر کې وې، له همدې مخې د پاکستان ستراتیژیک عمق تګلاره هم د پاکستان و هند ترمنځ د نیابتی جګړې لمبې لا پورته کړلې او دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې اوس هم په مختلفو بڼو کې روانه ده. خو په ۹۸کال کې د پاکستان او هند ترمنځ د اټومی چاودنو سره دغه نظریې خپل ستراتیژیکی حیثیت وبایلود؛ ځکه که دوه اتومی هېوادونه له یو بل سره په جګړه کې ننوځی، نو پاکستان خپلې ستراتیژیکی اثاثې افغانستان ته نه شی لیږدولای، البته اقتصادی او سیاسی اړخ یې لا تر اوسمهاله قوی دی.]


کیلی: ستراتیژیک عمق، پاک-افغان اړیکې، د پاکستان بهرنۍ چارې، جهاد، مجاهدین او طالبان

د څېړنې څرنګوالی یا څېړندود:

په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ترلاسه کول یوه پاکستانۍ فلسفه ده، د دې موضوع په اړه مونږ دا ډول څېړندود غوره کړی دی، چې په خپله د د دغې نظریې په اړه د پاکستانیانو  پر ژبه ولولو چې دوی دغه نظریه څرنګه تعریفوی؟ په دې تړاو مونږ هڅه کړې ده، چې په دې اړه د پاکستانی نظامی، ډیپلوماتیکی او نخبه ګانو لیکنې د پاکستان له نظامی مجلو لکه الهلال او نورې، له اردو مطبوعاتو څخه چې ډیری یې د ای ایس ای تر اغیزو لاندې دی او په یوه اصطلاح د آی ایس آی ژبه ګڼل کېږی او انګریزی اخبارونه پلټلی دی، څو خپلې موضوع ته ترې مواد رابرابر کړو. د دې ترڅنګ مونږ له افغانی او پاکستانی نخبه ګانو سره په دې اړه مرکې کړې دی؛ په دې مقاله کې ډیری ځل هڅه شوې، چې د پېښو په اړه له لومړی لاس سرچینو څخه ګټه واخلو او که چېرې مو بیا د موضوع په اړه دا ډول مواد نه دی موندلی، نو بیا مو هڅه کړې، چې د پېښو په اړه د متخصصو کسانو رایو ته لومړیتوب ورکړو.

د پاکستان- افغانستان د اړیکو لنډ شالید:

د ۱۹۴۷کال د جون دریمې پلان او یا د ماونټ بیټن پلان له مخې، چې کله برېتانوی هند پر دوو برخو-پاکستان او هند- ووېشل شو، له هغه مهاله- بلکې دقیقاً هندوستان ته پر ۱۹۴۲کال د کرېپس مېشن له راتللو وروسته[۳]– راهیسې افغانستان له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې او له پښتنو څخه د ملاتړ له کبله اختلافات لرلی دی.

همدې د پښتونستان ستونزې بیا د دواړو هېوادونو لپاره په نړیوالو چارو، نړیوال سیاست او له نورو سره په اړیکه جوړولو کې په تېره بیا له زبرځواکونو سره خپلې-خپلې خو بېلې-بېلې پولې جوړې کړې وې.

د پاکستان د پخوانی سفیر شاهد امین پر اند د پاکستان ستراتیژپوهان له پیله په دې فکر کې اندیښمن وو، چې هند، نه یوازې دا چې په جغرافیه او په وسایلو کې له پاکستانه څو وارې لوی دی او  په مسلسله توګه د پاکستان پرخلاف پر سازشونو هم بوخت دی، بلکې د هندوانو متخاصم فطرت، سیاسی فشارونه او سائیکولوژیکی پروپاګندې، چې د هندوستان له آزادېدو سره سملاسی یې د پاکستان د وجود پرخلاف چلولې، د دې ټولو موخه دا وه، چې پاکستان په نړیوال سیاست کې په انزوا کې اخته کړی؛ د دې ترڅنګ د دغه  پاکستانی دیپلومات پر اند وروسته افغانستان هم د پاکستان د امنیت پرخلاف له هندوستان او بیا شوروی سره لاس یو کړ، چې بیا یې پاکستانی ستراتیژپوهان په دې وېره کې واچول، چې هسې نه پاکستان د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ ساندوېچ شی[۴] .

پاکستان هغه مهال لا ووېرید، چې کله کابل د پاکستان له خپلواکۍ سره سملاسی په ملګرو ملتونو کې د  ډېورنډ کرښې له امله د پاکستان د غړیتوب پرخلاف خپله مهذبه او اخلاقی رایه د ۱۹۴۷ کال په سپتمبر کې استعمال کړه. په ملګرو ملتونو کې هغه مهال د افغانستان استازی عبدالحسین خان عزیز نه یوازې دا چې له خپلې اخلاقی داعیې څخه ملاتړ وکړ، بلکې د یو نوی زیږېدونکی مسلمان هېواد حق یې هم داسې ادا کړ، چې یوازې یې له افغانی ارزښتونو سره سمه غوټه خوړله، هلته چې هغه وویل:

«افغانستان د پاکستان له خلکو سره د هغوی د آزادۍ په خوشحالۍ کې شریک دی. مونږ د پاکستان خورا ډېر درناوی کوو. پاکستان دې هوسا وی! افغانستان نه غواړی، چې په دې پیاوړی تنظیم کې د پاکستان د غړیتوب پرخلاف رایه ورکړی؛ خو په ژورې خواشینۍ سره مونږ اوس په دې حال کې نه یو، چې د پاکستان په حق کې رایه ورکړو. د دې لامل دا دی، چې مونږ شمالی مغربی سرحد[خیبر پختونخوا] د پاکستان برخه نه شو ګڼلی، څو چې د شمالی مغربی سرحد خلکو ته د هر ډول نفوذ نه آزاده موقع نه وی ورکړل شوې. او زه تکراروم چې د هر ډول نفوذ نه آزاده، چې په خپله دا پریکړه وکړی، چې دوی آزاد اوسېدل غواړی او که د پاکستان یوه برخه جوړېدل غواړی؟…»[۵]

داسې افغانستان د خپل دې مهذب سیاست ترڅنګ خپله د رد رایه ایله درې اوونۍ وروسته بېرته واخېستله- دا هغه د پښتونوالۍ پر ارزښتونو متکی ډیپلوماسی او بهرنی سیاست و، چې په هغه تاریخ کې افغانستان د پاکستان په اړه وچلاوه. په بله میاشت کې د افغانستان پاچا ظاهر شاه خپل خاص استازی نجیب الله کراچۍ ته ولیږه او ده بیا هلته د پاکستان له مشرانو سره وکتل او سفیران سره تبادله شول.

په همدې کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدی نښتې ونښتلې، چې په غبرګون کې پاکستان د افغانستان پر مخ ترانزیتی لارې ته غټ قولپ واچاوه. افغانستان اړ و چې په وچه کې بند هېواد له دې انزوایی ګرداب څخه وباسی او خپلو صادراتو ته په کومه بله لاره مخه خلاصه کړی، په همدې تکل پسې افغانستان لومړی له ایران او بیا شمالی ګاونډی (شوروی اتحاد) سره ترانزیتی تړونونه لاسلیک کړل، څو په تدریجی ډول د پاکستان د ترانزیتی لارې، چې پر هر هېواد د وچبند هېواد حق وی، ځای ونیسی. پاکستان ژر په بندیز کې نرمی راوستله؛ خو تجارت دمخه د شمال پر لور شوی و او په راتلونکی کال کې شوروی-افغان تجارت دوه چنده شو[۶] او داسې د تجارت سمت د لویدیځ پر ځای د ختیځ پر کمره وروخاته-یوازې ترانزیتی لاره بندېدل د افغانستان د پریکړو تر شا نه وو، بلکې د سیمې او نړۍ جیو-پولیتیکی بدلونونه یې هم تر شا وو، لکه په سیټو او سینټو کې د پاکستان غړیتوب، له پاکستان سره امریکایی نظامی مرستې، چې افغانستان بیا دې ته د ځان پرخلاف د پاکستان مسلحه کول ګڼل، د امریکا له خوا له افغانستان سره مرستې د پښتونستان د شخړې هوارولو سره نښلول. دغه لاملونو افغانستان او داود خان اړ کړ، چې هېواد ته له نورو هېوادونو څخه وسلې راونیسی؛ خو دی یوازې پر شوروی تکیه شو، چې همدا بیا د افغانی بهرنی سیاست ستره غلطی وه.

د پښتونستان د ستونزې له امله دواړه هېوادونه یو بل ته د شکونو په کمین کې کېناستل؛ هر یو به د خپل دوربین نه د بل نظاره او د حالاتو شننه کوله. همدې ټکو پای افغانستان د شوروی په غېږ کې، چې روڼ اندې طبقې یې نه غوښتل پکې ولویږی خو د حالاتو ستم پکې وروغورځول او پاکستان، چې لیاقت علی خان ته یې شوروی مسکو ته د تللو بلنه ورلیږلې وه؛ خو لیاقت علی خان بیا د واشنګټن پر لور والوت[۷] هلته چې هغه ته د هینری ټرومین د کمونېزم پرخلاف نوې نظریې انتظار ویست او هلته چې د نړیوالې جګړې فاتح جنرال ایزنهاور او نوی رئیس جمهور ورته په پاټک کې ولاړ ول.

پاکستان په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې ځکه د لویدیځ پلوو بلاکونو پر خوا شېله شو، چې همدا یې د خپل ملی امنیت ضامن باله. خو په بل اړخ کې افغانستان د نړۍ او په تېره بیا د سیمې د نوی جیو-پولیتیکی بدلونونو له امله د شوروی پر لور ولاړ. په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی معین او له سردار داود خان سره نږدې پاتې شوی غوث لیکی: افغانستان چې د شوروی اتحاد عسکری مرستې او روزنه منله نو دا احساس ورسره و، چې د روسیې نفوذ ته ځان سپاری؛ خو له دې پرته بله لار هم نه وه[۸] دی سم وایی، ځکه چې:

لومړی: افغانستان د غازی امان الله خان له وخته له امریکا سره د اړیکو جوړولو پسې و؛ خو تل به یې هڅې ناکامې راختلې. په ۱۹۱۹ کال غازی امان الله خان د محمد ولی خان په مشرۍ، یو پلاوی د اروپا پر سفر واستاوه، څو د اروپایی هېوادونو ترڅنګ د امریکا غوږونو ته د افغانستان د استقلال خبره ورسوی. پلاوی له تاشکند څخه د امریکا د وخت رئیس جمهور، ورین هارډینګ، په نوم پیغام ولیږه؛ خو پیغام لا تر دې مهاله خپل ځواب ته لارې څاری.

 امان الله خان په خپله دویمه هڅه کې په ۱۹۲۱ کال دویم پلاوی اروپا ته واستاوه، افغان پلاوی په پاریس کې د امریکا له سفیر والس هیوکامبېل سره وکتل او هغه ته یې د ستر غازی او نابغه طرزی لیکونه ورکړل؛ خو سفیر د دې پر ځای چې له واشنګټن سره اړیکه ټینګه کړی د انګلېستان له سفیر نه مشوره وغوښتله[۹]. د دغه سفر پایله هم په صفر کې ضرب شوه؛ خو امان الله خان خپلې دیپلوماتیکی هلې ځلې روانې وساتلې او په ۱۹۲۸کال یې د خپلو سفرونو پر مهال په ایټالیا کې له امریکایی سفیر څخه امریکا ته د ورتګ هیله څرګنده کړه؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورته داسې ځواب ورکړل شو، چې بیا یې هلته سفر ترسره نشو[۱۰] .

پای امریکا له افغانستان سره هغه مهال ډیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې، چې هټلر په جرمنی کې لا درې کاله تېر کړی وو؛ چرچېل د جرمنی پرخلاف خپله پروپاګنده پیل کړی وه؛ هند د انګلیس په ولکه کې و؛ ځکه نو امریکا په پای کې دغو لاملونو اړ کړه، چې د ۱۹۳۶ کال د مارچ په ۲۶ مه له افغانستان سره د اړیکو موافقې ته ورسېږی؛ خو چې کله د دویمې نړیوالې جګړې لمبې پورته شوې او سوز او دود یې د آریانا لمنو ته هم راورسید او پر همدې مهال جرمنی له شوروی اتحاد سره په یو ایتلاف کې هم ننوتله، نو اړتیا لا ډېره حس شوه، چې امریکا افغانستان ته خپل رسمی سفیر راولیږی، له دې وړاندې به د افغانستان چارې په ایران کې د امریکا سفیر پر مخ بوتللې. د سفیر رالیږدېدل ځکه شونی شول، چې دوی ویریدل هسې نه روسیه او جرمنی د افغانستان له لارې پر انګلیسی هند برید ونه کړی.

دویم: امریکا د افغانستان له دوو ګاونډیانو سره ستراتیژیکی تړونونه لاسلیک کړی وو. امریکا په ایران کې مصدق شاه لرې کړ او پر ځای یې شاه کیناوه، او له پاکستان سره د سیټو او سینټو په نظامی ایتلافونو کې ګډه شوه. په داسې ایتلافونو کې چې سیټو یې وار له مخې د ډېورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه ومنله[۱۱] او له پاکستانه یې نه یوازې دا چې ملاتړ وکړ، بلکې ډېرې نظامی او اقتصادی مرستې او ستراتیژیک تړونونه یې هم ورسره لاسلیک کړل.

 دغه ایتلافونه د امریکا  د ټرومین دوکترین پر مټ قایم شوی وو؛ ځکه د امریکا رئیس جمهور هینری ټرومین په ۱۹۵۴ کال د همدې نظریې پر مټ غوښتل، چې په اسیا او اروپا کې یو اتحاد قایم کړی، چې د کمونیزم نظریې د خپرېدا مخه ډپ کړی، او برصغیر[۱۲] او منځنی ختیځ، چې د امریکا لپاره ستراتیژیکی سیمې وی، له کمونېزمه وژغوری او ترڅنګ یې د دغه اتحاد پر مټ د شوروی اتحاد څخه ګرد چاپېره یو کمربند هم جوړ کړی.

درېیم: امریکا له افغانستان سره مرستې د پښتونستان د ستونزې له هوارولو سره ونښلولې، په داسې حال کې چې هغه مهال د پښتونستان ستونزه د افغانستان لپاره د مرګ او ژوند خبره وه، افغانستان هغه مهال نه دا چې له خپلې اخلاقی داعیې څخه نه شو په شا کېدلای؛ ځکه دا یوه ولسی معامله وه، درست ولس د افغان حکومت تر شا ولاړ و او د پښتونستان له داعیې څخه یې ملاتړ کاوه، بلکې موسی شفیق په صراحت سره ویلی چې خپله سردار محمد داود خان په خصوصی مجالسو کې دا ویلی وو، چې قضیه تر ډېره د شوروی واکمنانو توده کړې هم وه او د هغوی لپاره یې هم نه شوه درولای[۱۳]

 په همدې مد کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډولس د افغانستان سفیر، م. لودین ته کړل:

After careful consideration, extending military aid to Afghanistan could create problems not offset by the strength it would generate. Instead of Asking for Arms, Afghanistan should settle the Pashtunistan dispute with Pakistan[14]

ژباړه: له غوره ارزونې وروسته افغانستان ته پوځی مرستې له ګټو زیاتې ستونزې راولاړوی، د دې پرځای چې افغانستان د وسلو وړاندیز وکړی، له پاکستان سره دې د پښتونستان ستونزه هواره کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوازې پر دې خبرې تم نه شو او دغه پورته خبره یې د پاکستان سفیر امجد علی ته هم وکړه او داسې یې پاکستان او پاکستانی سفیر ته خپله وفاداری وښودله[۱۵].

د افغانستان په اړه به ځینو امریکایی سیاستمدارانو دا دلیل هم وړاندې کاوه، چې که پاکستان او ایران له مونږ سره یو کېږی، نو د افغانستان هېڅ اړتیا نشته. او یو مهال خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان فاستر ډولس دا هم وویل:

If the Afghans are already so anti-russian we don’t have to worry about them[16]

او کله چې په ۱۹۵۳کال همدغه وزیر خارجه د کمونیزم پرخلاف Northern Tire جوړ کړ،  نو افغانستان پکې نه و؛ ځکه امریکایانو افغانستان په ستراتیژیک، جغرافیه ، کلتوری او په سیاسی توګه غیر مهم ګاڼه[۱۷] یوازې امریکا نه بلکې عربی هېوادونو هم له افغانستان سره مرستې د پښتونستان له ستونزې سره نښلولې وې او تل به یې سردار ته ویل، څو مو چې له پاکستان سره حالات سم کړی نه وی مرستې نشته[۱۸].

افغان څیړونکی محمد اکرام اندیشمند په خپل کتاب، امریکا په افغانستان کې، کاږی، چې که څه هم امریکا د سیټو تړون غړیتوب درلود او په ۱۹۵۶ کال یې د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت وپېژندله او د دې پولې پر سر په لانجه کې یې په څرګنده توګه د پاکستان پلو واخیست؛ خو له دې سره محمد داود خان په ۱۹۵۸کال د امریکا متحدو ایالاتو ته رسمی سفر وکړ او له دغه هېواده یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه؛ خو د «افغانستان در پنچ قرن اخیر» لیکوال په وینا د پښتونستان پر مسئلې د ټینګار له امله یې ونه شوای کولای چې له هغه هېواد سره مناسبات ټینګ کړی[۱۹]

څلورم: په شوروی کې چې کله سټالین مړ شو، نو خروشیف له خپل راتګ سره د سټالین د مرستې مشروطه نظریه هم رد کړه، سټالین به مرستې یوازې له کمونستی هېوادونو سره کولې؛ خو خروشیف بیا پر دغه تګلاره کې بدلون راووست او له ناکمونېستو حکومتونو سره یې هم مرستې پیل کړې[۲۰]. دغه حالت، د پولادی ککرۍ لپاره شین څراخ و، چې د هېواد د ملی امنیت لپاره، چې لویدیځو بلاکونو ته د پاکستان له تللو سره تر ګواښ لاندې و، مرستې راونیسی.

دې نوی نړیوال ماحول د افغانستان لویه جرګه دې ته وهڅوله، چې د افغانستان د پښتونستان تګلارې نه ملاتړ وکړی او په ضمن کې دې له هر هغه هېواد څخه مرسته واخیستل شی، چې مرستو ورکولو ته چمتو وی. ترڅنګ یې لویې جرګې دا هم په ډاګه کړه، چې نه باید د ملګرتوب متاع د بل اړخ دښمنی واخلی او مشوره یې ورکړه چې د افغانستان ناپېیلتوب برقراره وساتی[۲۱].

لکه څرنګه چې پورته وویل شول، افغانستان د امریکا له خوا د یوې بندې دروازې سره مخ شو، نو خپله مخه یې له ناچارۍ د شوروی پر مخ کړه او هلته د پاکستان د نړیوالو ایتلافونو په مقابل کې د خپلې تلې د دروندوالی په هڅه کې شو؛ ځکه یې خپلې اړیکې له هند و چین سره هم سمې کړې، له چین سره یې خپلې سرحدی پولې وټاکلې[۲۲] او له هند سره یې هم خپلې اړیکې نږدې کړې.

له همدې ځایه د دواړو هېوادونو ترمنځ رقابتونه تېز شول، لومړی افغانستان د پاکستان نشنلېستو غورځنګونو ته پناه ورکړه او بیا ډېر وروسته د سردار د جمهوریت له راتللو سره پاکستان د افغانستان اسلامی تحریک ته پناه ورکړه، ولې پای په ۱۹۷۷کال او ۱۹۷۸ کلونو کې د روغې جوړې یو ډېر ښه چانس تر سترګو شو؛ خو د بوټو په پانسی کېدلو، د سردار داود خان له شهادت او د شورویانو په یرغل دغه هڅې شنډې شوې.

په افغانستان کې یو پر بل پسې د کمونستانو کودتاوې او بیا د شورویانو لوڅ یرغل پاکستان لا وویراوه، له همدې ځایه دوی د افغان مجاهدینو ملاتړ چټک کړ او له همدې ځایه دوی په یوه اصطلاح خپلې ستراتیژیکې اثاثې وموندلې، څو د هند پرخلاف دوی ته ستراتیژیک عمق ورکړی او له بلې خوا دوی د ډېورنډ کرښې له خپڅې څخه هم د تل لپاره خلاصون ومومی.

دغې د ډېورنډ کرښې مسئلې د پاکستان ستراتیژ پوهان په دې وېره کې واچول چې په ملا کې نری هېواد به یې څرنګه له دوو اړخونو څخه د جګړو څخه خوندی وساتی؟ دغو درېیو لاملونو: د ډېورنډ کرښې مسئله، له هند سره د افغانستان ښې اړیکې او له پاکستان سره د دواړو ګډه دښمنی بیا د ستراتیژیک عمق لپاره تاداب وګڼل شو.

د پاکستان ستراتیژیک کلچر (له ۱۹۴۷کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې):

د پاکستان اوسنی نظامی سوچ او ستراتیژی یو تاریخی شالید لری، د پاکستان له ازادیدلو سره سملاسی پاکستان له دوو هېوادونو څخه وېره درلودله: افغانستان او هندوستان.

 د هندوستان په اړه د پاکستان سیاسی او نظامی مشرتابه سوچ هغه مهال بدل شو، کله چې هغه مهال دغه درې مهم پرمختګونه ولیدل شول:

لومړی: ډېر شمېر کسان له هندوستان څخه پاکستان ته په هجرت کولو سره له منځه ولاړل[۲۳] او په دغو کې د پاکستان د نظامی او ملکی چارواکو ډیرې کورنۍ هم ګډې وې، چې په پای کې دغو خونړیو پېښو د دوی پر اذهانو ژورې اغیزې پرېباسلې.

دویم: کله چې انګلستان هندوستان او پاکستان ته خپلواکی ورکړه، نو د انګلیسی هند د اثاثو پر ویش د هندوستان او پاکستان ترمنځ شخړې رامنځته شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ یې بیا تربګنی او بې باوری وزیږوله.

درېیم: د کشمیر او جوناګړ پر سر شخړې او جګړې هغه هم چې لا د دوی پر خپلواکۍ میاشتې نه وې تېرې شوې، دغو درېیو پېښو او پرمختګونو د هندوستان په اړه د پاکستان د نظامی او سیاسی مشرتابه سوچ بدل کړ[۲۴].

د دې ترڅنګ د ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې یوازینی لامل و. د پاکستان له زیږېدلو سره افغانستان په رسمی توګه پاکستان ونه مانه. د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدی شخړې هم په ۱۹۵۰لسیزه او په ۱۹۶۰کې رامنځته شوی او په ۱۹۵۵کال او په ۱۹۶۲کال ډیپلوماتیکی اړیکې بیخی پرې شوې. د پاکستان د نوموړی نظامی شننونکی حسن عسکری په اند که څه هم افغانستان په نظامی توګه کمزوری و؛ خو هغه چې دوی یې اندېښمن کول هغه د هند لخوا د افغانستان ملاتړ و او په ۱۹۵۵کال خو شوروی هم د افغانستان ملاتړ وکړ، چې دې بیا په پاکستان کې عامه نظر دې پلو کړ چې شاید پاکستان په دوه لورې جګړه کې ونښلی[۲۵].

لکه څرنګه چې پورته وویل شول، پاکستان د دوو هېوادونو له امله او له دې امله هم، چې پاکستانی پوځ د انګرېزانو پر لاس روزل شوی و او د انګرېزانو له ستراتیژیکی کلچر څخه اغېزمن و، د شوروی پرځای د لویدیځ پر لور ولاړل. په دې اړه جنرال ایوب خان په خپل کتاب کې لیکی: د خپلواکۍ له ورځې څخه پاکستان د خپل امنیت او پاتې کېدلو لپاره په ترخو شرایطو او په یوه اوږده مبارزه کې مصروف و. په ۱۹۵۴کال پاکستان اړ شو چې د خپلو امنیتی ګټو لپاره د لویدیځ سره [په څلورو ایتلافی تړونونو کې] یوځای شی. پاکستان هغه مهال له لویدیځ سره څلور ایتلافی تړونونه لاسلیک کړل: د متقابلې همکارۍ دفاعی تړون ۱۹۵۴، سیټو ۱۹۵۴، د بغداد تړون ۱۹۵۵، د بډه بیرې هډه او د دوه اړخیزې همکارۍ دفاعی تړون ۱۹۵۹ . دغه تړونونو که پاکستان ته ګټې وکړې نو په بله خوا کې یې له ځینو عربی دولتونو او افغانستان نه لا ډېر لرې کړ.

په شپیېمه لسیزه کې په تېره بیا د ۱۹۶۲ کال د هند-چین جګړې، د شوروی-چین خرابو اړیکو  او د پاکستان-هند ترمنځ د ۱۹۶۵ کال جګړې د پاکستان ستراتیژیک کلچر ته بدلون ورکړ. چین-پاکستان اړیکو له همدې مهاله سر وکړ او تر اوسمهاله پورې د یو بل سره د ګډ دښمن (هند) له کبله غوټه دی.

د ۱۹۷۰ کال د انتخاباتو له مخې په شرقی پاکستان کې د مجیب الرحمان ډلې او په غربی پاکستان کې د بوټو ډلې کامیابی ترلاسه کړې وه؛ خو د دوی ترمنځ د یو شمېر اختلافاتو له امله او په پای کې بیا د ۱۹۷۱ کال جګړې له امله شرقی پاکستان چې وروسته د بنګله دېش په نوم ونومول شو له غربی پاکستان نه جلا شو. په غربی پاکستان کې بوټو د یو منلی رهبر په توګه د پرګنو په زړونو کې ځای نیولی و. نو ځکه په دغه لسیزه کې پاکستان د خپل امنیت لپاره یو جلا ستراتیژی په کار واچوله، ځانونه یې له غرب ګوښه کړل او بهرنۍ چارې یې پر ناپېیلتوب ډډه ولګوله[۲۶]. همدا مهال له اسلامی نړۍ او چین سره اړیکې لا ټینګې شوې، چې د ۱۹۷۴ کال د اسلامی سازمان غونډه یې یوه بېلګه ده.

په افغانستان کې د ثور د انقلاب له برپا کېدلو سره د حسین حقانی او د کریسټائن فیئر په اند د ضیا پر ستراتیژیک فکر انګلیسی سوچ اغېزې وکړې؛ ځکه د ضیا په ګومان د دغه کمونستی انقلاب تر شا مسکو و، او اوس د شورویانو له یرغل سره چې له مخې یې اوس د شوروی او پاکستان ترمنځ څوک حایل پاتې نه شو، نو دی یې بیا پر دې اند کړ، چې د پاکستان دفاع په افغانستان کې ده[۲۷] [یانې جهاد افغانستان، دفاع پاکستان]. په همدې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالستار لیکی، چې د شوروی پوځی مداخلې په پاکستان کې د ګواښ زنګ وواهه، سملاسی یې د حائل دولت حیثیت ختم کړ او شوروی چې د وخت زبرځواک و، د پاکستان پر پوله ودرېد. په پاکستان کې امنیتی ستراتېژېستانو په دې باور درلود، چې که چیرې شوروی په افغانستان کې پښې ټینګې کړی نو دوی به له دې وروسته د بولان او خېبر درې هم تر خپلو پښو لاندې کړی او په دا ډول به خپل تاریخی هیله چې د خلیج ګرمو اوبو ته ځان رسول وو هم پوره کړی[۲۸].

یو ژوندی حقیقت دا دی چې په اومه او اتمه لسیزه کې په عربی نړۍ، ایران او پاکستان کې اسلامی خوځښت د ځوانانو په سطحه په سیمه کې د یوې خوا د شوروی نه د ویرې هغه زوړ کلچر کمزوری کړی و او له بلې خوا دغه وضعیت شوروی هم د یوه تلافی کوونکو هڅو پر لور وهڅاوه، چې د ثور کودتا یې لومړی قدم و. صدر ضیاء الحق چې د ثور له کودتا مخکې یې په پاکستان کې د قدرت ولکه اخېستې وه، هغه د سیمې په اوضاع پوره نظر درلود د همدغسې ژوندی تحول په دننه کې ضیاء الحق د ثور د کودتا او بیا د شوروی د یرغل په اړه په سیمه کې له شوروی سره د سرو لښکرو د ماتې او پای د یوه قوی پاکستان او د یوه دوست افغانستان د پروژې لپاره پانګونه وکړه[۲۹].

په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د پاکستان ستراتیژیک کلچر د افغانستان جهاد ګرد چاپېره څرخېده او کله چې د شوروی اتحاد له ماتېدلو سره د ډاکتر نجیب الله حکومت هم ړنګ شو، نو د سیمې د جیو-پولیتیکی بدلونونو له امله پاکستان د ستراتیژیک عمق فلسفې پسې شو.

د پوست سړې جګړې پر مهال د پاکستان او امریکا اړیکې د پاکستان د اتومی پروګرام له امله خدشه دارې شوې وې، ځکه د پاکستان لپاره کشمیر، افغانستان او اتومی پروګرام له یو بل سره تړل شوی وو، دا مهال چې د کلنټن انتظامیې د پریسلر قانون[۳۰] له مخې پر پاکستان بندیزونه لګولی وو، نو دې چارې د پاکستان پر نظامی وړتیاو بده اغیزه وښندله او له امله یې د ځواک سیمه ییز انډول د هند په پلو ولاړ. پاکستان د کلنټن د بهرنیو چارو په غبرګون کې په خپل اتومی پروګرام او طالبانو تګلاره کلک ودرېدل[۳۱]. ځکه همدا یوازینۍ اسانه او بې مصرفه لارې وې چې دوی پرې د هند مقابله کولای شوه.

د سپتمبر یوولسمې (۲۰۰۱) وروسته پاکستان د امریکا تر فشار لاندې خپلې ستراتیژۍ ته بدلون ورکړ، هغه مهال که د ریچارډ آرمیتاج او د بش ګواښونه، چې پاکستان به د تېږو دورې ته ولیږدی[۳۲]، د مشرف د پرېکړې تر شا وو، نو په دې کې د تروریزم پرخلاف په مبارزه کې د هندوستان له خوا امریکا ته د بشپړو مرستو او هډو ورکولو وړاندیزونو هم مشرف اړ کړ،  څو د امریکا د تروریزم پرخلاف په جګړه کې ګډه شی[۳۳].

د مجاهدینو او طالبانو د حکومت په دوران کې د افغانستان په اړه د بې نظیر بوټو او نواز شریف د حکومتونو سطحی پروګرامونو له یوې خوا په پاکستان کې مېشت افغانان د پاکستان په اړه حساس او ناراض کړل او له بلې خوا د پاکستان خامو سیاستونو طالبان له یوې داسې امریکا سره مخامخ کړل چې پای پکې د طالبانو او پاکستان سیاستونه او دریځونه بېل-بېل شول[۳۴].

«ستراتیژیک عمق» څه ته وایی؟

ستراتیژیک عمق کومه نوې اصطلاح نه ده، څېړونکی او د تاریخ پاڼې له دې اصطلاح سره بلدې دی، په بېلو-بېلو پړاوونو کې به یې شاید یوازې نومونه بدل وی؛ خو فلسفه یې هماغه یوه پاتې شوې ده. له پخوا څخه به چې قامونو یوازې د جګړې پر مټ نور اېلول، نوهر پوځ به په خپلو لښکرو کې خپل-خپل ستراتیژیک عمق درلود. څوک به پکې په کیڼ لاس کې کمزوری ول، څوک به په ښی لاس؛ چا به بیا خپل دښمن د دوو غرونو ترمنځ محاصره او برید به یې په نطفه کې شنډاوه او چا به خپل ستراتیژیک عمق په سورو پوځیانو او په توپونو او منجنیقونو کې لټاوه. هر چا به چې خپل دغه ستراتیژیک عمق ښه وپېژانده؛ دغه پوځ او جنرال به بیا په جګړه کې بریالی و.

په پخوانیو جګړو کې یې بیلګې د مقدونې سکندر په وخت کې هم کتل کېږی چې د فارس سره په جګړه کې یې د پوځ لښکر مشری له منځه ویوړه او داسې یې جګړه وګټله او په معاصر وخت کې یې بېلګې د جرمنیانو او فرانسویانو دی. کله چې د فرانسې لښکرې هټلری عذاب ته ټینګې نه شوې نو فرانسوی پوځ په اروپایی هېوادونو کې تیت و پرک شو او د تاریخی جګړې D-Day په ورځ بېرته سره یوځای او د متحدینو ترڅنګ یې د جرمنیانو پرخلاف جګړې پیل کړې او پای یې جرمنیان له فرانسې وشړل[۳۵].

په نظامی ډګر کې ستراتیژیک عمق د دښمن له ځواک څخه د هېواد تر کشش ثقل پورې مسافې ته وایی، دغه کشش ثقل نظامی هم کېدلای شی، صنعتی امپراتورۍ، کاروباری جالونه او هډې هم. د نظامی شناندو په اند څومره چې د دغو دوو ترمنځ مسافه زیاته وی؛ هومره به د یو هېواد دفاعی تګلاره مضبوطه وی[۳۶] ځکه دا مدافع ځواک ته لا وخت او پر دښمن د بیا برید موقع ورکوی او دښمن هم بیا دغه کشش ثقل ته په آسانۍ نه شی رسیدلای.

د پاکستان جغرافیاوی موقعیت ژوروالې نه لری، او د هېواد رېل پټلۍ چې شمال( پېښور) له سوېل (کراچۍ) سره نښلوی د هند-پاکستان  له پولې سره موازی روان دی؛ په ځینې ځایونو کې خو ترې هندی پوله یوازې ۶۰میله لرې ده. د پاکستان درې مهم ښارونه (لاهور، سیالکوټ، قصور) د هند-پاکستان پولې ته ډېر نږدې دی او په تېره بیا د پنجاب په ټول ولایت کې د هند-پاکستان پر پولې هېڅ طبیعی خنډونه لکه سیندونه، غرونه او … هېڅ شتون نه لری. یوه هوایی هډه هم؛ ان د کوټې په شمول، د هند له پولې څخه ۱۵۰میله لرې نه ده. دا ډول صورتحال د امنیتی پازوالانو لپاره سخته ننګونه ده، څو د دښمن پولو ته نږدې ښاریان او له ترانسپورتی لارو څخه دفاع وکړی[۳۷]. د پاکستان کشش ثقل په ډیری توګه په همدغو ښارونو کې ده، چې د هند پولې ته نږدې پرتې دی. ځینې له همدې وېره لری، چې د هندی برید له کبله به بشپړ پاکستان د هند تر نیواک لاندې راشی، نو د دې لپاره باید د پاکستان ستراتیژیکې اثاثې او پوځ افغانستان ته ولاړ شی او له هغه ځایه بیا د بریدونو په کولو سره هند له پاکستانه وشړی[۳۸]، د دوی په اند دا یوازې هغه مهال شونې ده، چې پاکستان په افغانستان کې یو ملګری حکومت ولری؛ خو ډیری بیا دا خبرې خوشې او د پاکستان لپاره «لوبه بایلل شوې» بولی[۳۹].

د پاکستان ستراتیژیک عمق او د موضوع ادبی جاج:

مشهور امریکایی سکالر سیلیګ هاریسن له ضیاء الحق سره د هغه د سیاسی وژنې نه لږ مخکې یوه په زړه پورې مرکه کړې، چې پکې یې د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلاره په څرګندو ټکو کې روښانه کړې ده، ضیاء الحق په مرکه کې وویل:

 له تاسو [امریکایانو] سره [د شورویانو پرخلاف] د مرستې کولو له امله مونږ دا حق ګټلی و، چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت ولرو. مونږ [د شورویانو پر خلاف] په لومړی قطار کې د اودرېدو خطرونه پر ځان منلی وو او مونږ به هېڅ مهال د پخوا په شان اجازه ورنه کړو، چې د هندی او روسی نفوذ ترلاندې دې هغوی[افغانان] زمونږ په خاوره باندې دعوې وکړی. دا [افغانستان] به یو حقیقی اسلامی حکومت وی، او یو حقیقی اسلامی کانفیدریشن، چې مونږ به په کې (د پاکستان او افغانستان ترمنځ) پاسپورټونه ونه لرو. دا به د پان-اسلامیستی ویښتابې برخه وی او یوه ورځ به په شوروی اتحاد کې هم د مسلمانانو زړونه وګټی، تاسو به یې ووینئ[۴۰] (فرید ذکریا: ۲۰۰۹؛ واشنګټن پوسټ: ۱۹۸۹؛ پرویز هوډبای: ۲۰۱۲).

د ضیاالحق په پورته مرکه کې چې کومه خبره د ډېرې پاملرنې وړ ده، هغه د هغه مهال د پاکستانی رئیس جمهور په ذهن کې د ډېورنډ کرښې وېره او له کابل سره د هند او روسیې نږدې اړیکې دی. دی په مرکه کې وایی، له مجاهدینو څخه د ملاتړ له کبله مونږ دا حق ګټلی و، چې په افغانستان کې خپل ملګری حکومت ولرو. دوی چې له افغان مجاهدینو  ملاتړ کاوه نو خپلې ملی ګټې او ستراتیژۍ یې په پام کې وې، داسې نه وه، چې یوازې د مسلمان افغان په وینه تویدنې دوی پارېدل او د پاکستان بشپړې ګټې یې یوازې د مظلومو افغانانو لپاره د خطر سره مخامخ کولې.  

د پاکستان د ستراتیژیک عمق طرحې زېږوونکی جنرال مرزا اسلم بیګ، د پاکستانی پوځ پخوانی مشر، په لومړی ځل د راولپنډۍ افسرانو ته د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۵ نېټه په خطاب کې دغه اصطلاح څه داسې وکاروله، ده وویل:

مونږ د نوی پړاو ګهیځ وینو. افغانستان د شوروی اتحاد له ماتې وروسته آزاد دی. ایران له عراق سره د اتو ظالمو اوږدو کلونو وروسته زیات پیاوړی دی… پاکستان له یوولسو کلونو وروسته د ډیموکراسۍ پر لور سفر کوی… او دا هغه وخت دی چې درې واړه هېوادونه سره یوځای شی او ستراتیژیک عمق ترلاسه کړی، څو زمونږ ملی امنیتی ګټې خوندی شی[۴۱].

په خپل دغه خطاب کې دی دغو درې واړو هېوادونو ته وایی چې د نړیوال طاغوت خلاف یوځای شی او یو اتحاد اعلان کړی- دې ته هغه د خپل خوب ریښتیا کېدل وایی: د پاکستان ستراتیژیک عمق!

د ستراتیژیک عمق اصطلاح مرزا اسلم بیګ په لومړی ځل وکاروله، د دغې دوکترین له مخې د پاکستان نظامی پرسونل او اساسې باید په افغانستان کې تیتې کړل شی، څو د هندیانو د نفوذ او له لاسونو څخه لرې وی. ځکه د پاکستان جغرافیه د دې اجازه نه ورکوی، چې له هند سره اوږده جګړه وکړی، نو لهذا په یوه داسې افغانستان کې چې له شوروی نه فارغه وی، د ستراتیژیک عمق لپاره زرینه موقع وګڼل شوه[۴۲] د پاکستانی نظامیانو په اند په افغانستان کې به ستراتیژیک عمق پاکستان ته په جګړه کې د ځوابی غبرګون موقع ورکړی.

 جنرال اسلم بیګ وروسته په یوه مرکه کې وویل: « د هغه مهال حالات د پاکستان، ایران او افغانستان لپاره چمتو وو، چې په یو امنیتی ایتلاف کې سره ننوځی، ما یوازې د اړیکو ژورتابه (عمق) غوښت. دغه مهال دا یوازې انتزاعی نظریه[۴۳] وه. ما فزیکی عمق نه غوښت. دا به حماقت وی که څوک دا ډول وپتیې[۴۴]

که د پاکستان د ستراتیژیک عمق تر شا د جنرال اسلم بیګ همدغه موخه وه، چې دوی یوازې د دغو نومول شویو درېیو هېوادونو کنفیدراسیون غواړی، چې د هر هېواد ملی حاکمیت به پکې قایم وی، نو د دې لپاره د ستراتیژیک عمق اصطلاح کارول اړینه نه وه او نه به افغانانو د درېیو هېوادونو له کنفیدارسیون سره دومره مخالفت کړی و، لکه څرنګه چې یې اوس کوی او د پاکستان ستراتیژیک عمق په افغانستان کې له لاسوهنې سره تشبیه کوی.

احمد رشید (۱۹۹۹) چې تقریباً له ۱۹۷۸ راهیسې د افغانستان پېښې څاری او په منځنۍ آسیا، افغانستان او پاکستان کې تر تخصص پورې رسېدلی دی، د فارن پالیسی په مشهورې مجله کې په ۱۹۹۸ کال کې لیکی، پاکستان پر دې عقیده دی، چې د طالبانو افغانستان به د پاکستان ملګری (اتحادی) وی او د هند پرخلاف به د دوی پوځ ته ستراتیژیک عمق ورکړی. دی زیاتوی، اسلام اباد په تېره بیا له طالبانو سره مرسته د کشمیر د قضیې له امله اړینه ګڼی؛ ځکه طالبان په پاکستان کې دیوبندیان او د بن لادن ترهګره ډله، ټول له کشمیری متمردیانو سره –چې د نوې دهلۍ په کنترول شوی کشمیر کې مقاومت کوی- ارزښتناکه مرسته کوی . نو ځکه اسلام آباد له دغو ډلو څخه ملاتړ نه شی تمولای، ترڅو پر کشمیری مقاومت څه منفی اغېزه خپره نه شی.

زاهد حسین په خپل کتاب کې د پاکستان ستراتیژیک عمق په اړه وایی، چې د پاکستان له خوا د طالبانو ملاتړ کوم ایدیالوژیکی بنسټ نه درلود، بلکې دا په خالص ډول د جیو-ستراتیژیکی عواملو له کبله و، څو پاکستان په افغانستان کې د یو پښتون خوځښت پر مټ خپلې اغیزې پرېباسی او د هند پرخلاف ستراتیژیک عمق ترلاسه کړی، ترڅنګ یې ایران هم په انزوا کې اخته کړی[۴۵]. اولیفر رای هم ورته نظر لری، دی د پاکستان ستراتیژیک عمق په اړه کاږی، دا یو جیو-استراتیژیک لیدلوری دی، چې د شورویانو د افغانی یرغل پر مهال نقشه شوی و، دا تګلاره یوه موخه لری، چې په کابل کې د پښتون محوری بنسټپالو پر مټ افغانستان کنترول کړی[۴۶].  دا چې پاکستان ولې د پښتنو واکمنۍ په اړه بیانونه ورکوی، دا هغه پښتانه دی، چې اسلامی فکر ولری، څو بیا پاکستان ته د ډېورنډ کرښې قضیه راونه پاروی.  په همدې تړاو چې کله پاکستان د طالبانو پرمهال غوښتل ایران په افغانستان کې په انزوا کې اخته کړی، وحید مژده په خپل کتاب کې یوه ډېره په زړه پورې پېښه بیانوی، « در هر سفر از مقامات طالبان به پاکستان، پاکستانی ها موضوع خطر ایران را به آنها ګوشزد نموده و آنان را از نزدیکی بیشتر به ایران برحذر می داشتند. مولوی عبدالرحمان زاهد، بعد از سفری به قندهار که به دنبال انفجار بمب در جلوی منزل ملا محمد عمر در آن شهر صورت ګرفت، به من ګفت که پاکستانی ها چند روز بعد از این انفجار اسنادی را مبنی بر دست داشتن ایران در این واقعه به ملا عمر دادند. زاهد ابراز عقیده نمود که این اسناد جعلی است و پاکستان به این اقدام می خواهند کینه ملا عمر را نسبت به ایران بیشتر سازد. در این انفجار دو برادر و یک همسر ملا محمد عمر کشته شدند.»[۴۷] 

په ۲۰۰۹کال کې د امریکا د ولسمشر معاون جو بایډن له لوړې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق پروېز کیانی او د آی ایس آی له مشر پاشا سره ولیدل، په دې لیدنه کې جنرال اشفاق پروېز کیانی د جو بایډن د پوښتنې په ځواب کې وویل، زمونږ موخه یو سوله ییز، ملګری او باثباته افغانستان دی. ده زیاته کړه دی د افغانستان کنترولول نه غواړی، بلکې په حقیقت کې چې هر څوک د افغانستان کنترولول غواړی له تاریخه خبر نه دی؛ ځکه افغانستان هېچا هم نه دی کنترول کړی. کیانی په دې ناسته کې زیاته کړه، چې د پاکستان د ستراتیژیک عمق په اړه ډېر اغتشاش پیدا کېږی؛ خو د ده موخه له ستراتیژیک عمق څخه دا ډول ده چې په خپل شا کې یو سوله ییز افغانستان ولرو او پښتانه باید په واکمنۍ کې شریک شی. جو بائډن ترې وپوښتل که کیانی د پښتنو او طالبانو ترمنځ توپیر وکړی؟ کیانی په ځواب کې وویل، چې طالبان حقیقت دی؛ خو یو داسې افغان حکومت چې بشپړ له طالبانو جوړ وی، پر پاکستان به هم منفی اغیزې خپرې کړی[۴۸].

پورته هغه خبرې وې، چې وروسته ویکی لیکس په ډاګه کړې، له دې ناستې یو کال وروسته جنرال اشفاق پرویز کیانی ورته خبرې په یو مطبوعاتی کنفرانس کې وکړې، ده وویل، مونږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق غواړو خو کنترولول یې نه غواړو. ده یې ترڅنګ زیاته کړه، چې یو ملګری او سوله ییز افغانستان د پاکستان لپاره ستراتیژیک عمق ورکوی. دی وایی، په افغانستان کې د هند رول مرسته نه کوونکی دی او پاکستان غواړی چې افغان ادارې، پوځ او پولیس په دا ډول وروزل شی، چې د پاکستان ستراتیژیکو اثاثو ته ګواښ ونه کړی. ده پر همدغه مطبوعاتی کنفرانس او له دغې څخه دوه اونۍ وړاندې هم د ناټو په غونډه کې افغان حکومت رابللی و، چې خپله اردو په پاکستان کې وروزی[۴۹]

خالد اقبال (۲۰۱۱) یو پخوانی نظامی او د پاکستان هوایی ځواکونو د مشر مرستیال و او اوسمهال د پاکستان په نظامی پوهنتونونو کې استاد دی، د پاکستان ستراتیژیک عمق دوه ډوله ګڼی: نظامی او غیر نظامی. دی مخکې زیاتوی، چې د پاکستان ستراتیژیک عمق؛ ځکه تر ډېرو منفی نیوکو لاندې راغی، چې دا به تل د نظامی ستراتیژیک عمق تر ډول لاندې څېړل کېده. د خپلې مقالې په پای کې دی زیاتوی، چې پاکستان ټولو سیمه ییزو هېوادونو ته د رسېدلو د موخې په پروسه کې دی لکه روسیه، ایران، افغانستان، ترکیه، منځنۍ آسیا، چین او ان هند. د آی پی آی، او ټاپی په شان پروژې ښیی، چې پاکستان خپل ستراتیژیک عمق د متقابلې اتکا پر مټ حاصلول غواړی، نه د پخوانیو کلونو په نظامی فلسفه کې. د بل هېواد په خاورو کې د نظامی هډې سره په پرتلنه پاکستان غواړی چې د سارک، ایس سی و، ای سی و په مرسته ستراتیژیک عمق حاصل کړی[۵۰]  یانې نوموړی لیکوال غواړی چې اوس باید پاکستان خپل عزایم او ستراتیژیک عمق په اقتصادی ډګر کې حاصل کړی او نور ورته د نظامی ستراتیژیک عمق له لیده ونه ګوری. که چېرې ریښتیا هم د پاکستان اوسنی ستراتیژیک عمق دغه جامه رانغاړلې وی، نو په کار ده چې پاکستان د یو دا ډول مبهمه او مسخه شوې اصطلاح چې په کابل کې ډیری له شکونو سره مخوی، استعمال ترک کړی، او په دې اړه یوازې د اقتصادی انټېګرېشن اصطلاح ګانې وکاروی.

په ۲۰۱۱کال کرنېل محمد خان په الهلال ژورنال کې، چې یو نظامی ژورنال دی، ولیکل:

په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ د پاکستان لپاره په سیمه ییز او نړیواله کچه د اندېښنې یوه بله موضوع ده. امریکا د افغانستان په راتلونکې سیناریو کې د هند په اړه ضامن لرونکی رول لوبوی. په دې اړه د افغانستان په بیا جوړونه کې د هند رول له خپل ارزښت څخه ډېر اوچت ښودل شوی دی. په حقیقت کې امریکا غواړی، چې هند په افغانستان کې د دوی ځای ناستی وی. د هرې ورځې له تېریدلو سره په افغانستان کې د هند رول د زیاتېدلو پر لور روان دی، چې دا په تېره بیا د پاکستان په شان د ګاونډی امنیت قضیه پراخوی. فعلاً هندی استخباراتو د پاکستان په فاټا او بلوڅستان کې بې ثباتی جوړه کړې ده، په افغانستان کې د هند فعال موجودیت پاکستان د دوو محاذونو له جګړې سره مخوی[۵۱]

د هندی دکتور هارش پانټ په اند، یو داسې افغانستان چې پکې د مذهبی بنسټ پالو واکمنی/خپرېدا وی؛ د پاکستان لپاره ځکه ډېر اړین دی، چې هلته به د ترهګرو لپاره ترېنېنګ ترسره کیږی، څو دوی بیا له دې لارې په کشمیر کې پر هند فشار راوړی. هارش پانټ په دې وېره کې دی، چې که په افغانستان کې جهادی مسلمانان راغلل، نو دوی خو به تر ټولو وړاندې د کشمیری مسلمانانو لپاره قدوه وی او دویم د افغانی ډلو له خوا به په کشمیر کې یو داسې رول هم ولوبول شی، چې د سوېلې آسیا، منځنۍ آسیا او د منځنی ختیځ په اسلامی جیو-پولیتیک کې به هم مهم رول ولوبوی[۵۲]. په همدې تکل احمد رشید په خپل کتاب طالبان کې لیکی، چې له رحیم الله یوسفزی سره په یوه مرکه کې ملا محمد عمر ویلی وو، چې دوی د کشمیر له جهاد څخه ملاتړ کوی او دا هم ریښتیا دی، چې په کشمیر کې ځینې افغانان د هندی اشغال پرخلاف مبارزه کوی؛ خو د ملا محمد عمر په اند دغه مجاهدین هندی کشمیر ته بیا په خپله خوښه تللی دی[۵۳].  د دې ترڅنګ کله چې په ۱۹۹۹کال حرکت المجاهدین د هند یوه الوتکه وتښتوله، دې هم بیا هند اړ ویست چې د مسعود اظهر، چې وروسته یې د جیش محمد بنسټ کېښود او د دوو نورو کسانو په پرېښودلو سره خپل تښتول شوی کسان راخلاص کړی[۵۴]. دغه پېښې او بیانونه هند نور هم په وېره کې واچاوه، چې په افغانستان کې ستراتیژیک عمق اصلاً د دوی پرخلاف کسان چمتو کوی.

د پاکستان پخوانی سفیر ظفر هلالی د جنرال مرزا اسلم بېګ تګلاره غیر حقیقی ګڼی او ستراتیژیک عمق اصلاً هند ته جوړه شوې دوکترین ګڼی. د ده په اند: که څه هم وروستۍ پېښې څرګندوی، چې د امنیت لپاره ګواښ ترورېزم دی نه هند؛ خو بیا هم ځینې کسان استدلال کوی، چې هند اوس هم زموږ امنیت ته ستر ګواښ دی. دی زیاتوی، ځکه موږ خپل دښمنان د دوی په وړتیاوو قضاوتوو، نه د دوی پر چلندونو. دی مخکې زیاتوی، چې وخت رارسېدلی دی، چې عادی ډیپلوماسۍ ته مخه کړو، ګډې ګټې (د تېلو او غازو پایپ لاینونه) او د وچبند افغانستان اړتیا پاکستان سره د یو دوست ګاونډی په لور راکاږل شی، د بهرنی تجارت او کاروبار لپاره پرته له دې، چې په یوه شواړه اصطلاح کې، چې هېڅ مانا نه لری او خپل ارزښت یې بایللی دی؛ که چېرې کوم ارزښت یې پخوا درلود[۵۵]

د دغو کرښو لیکوال سره په یوه ایمیلی انټرویو کې احمد رشید د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلارې په هکله داسې وویل:

پاکستان اوسمهال هم ستراتیژیک عمق لری؛ خو تر ډېره حده یې بدلون موندلی دی. پخوا دغه تګلاره اصلاً یوه نظامی تګلاره وه او موخه یې د افغانستان د ځمکې کنترولول و؛ خو په نوییمه لسیزه کې پای ته ورسېده او اوسمهال دغه تګلاره یوه نفسیاتی مساله جوړه شوې ده؛ خو اوسمهال په افغانستان کې سوله او ثبات ته هم د ستراتیژیک عمق د یو جانب په توګه کتل کېږی، پرته له دې چې هلته کورنۍ جګړه ونښلی او طالب ډوله ګروپونه منځ ته راشی. که څه هم د ستراتیژیک عمق تګلارې بدلون موندلی؛ خو افغانستان د پاکستانۍ ستراتېژۍ لپاره بیا هم مهم دی او وی به [۵۶]

افغان لیکوال او څېړونکی دکتور داوود میرکی د پاکستان د ستراتیژیک عمق په اړه داسې نظر لری، چې په اصل کې د دغې نظریې موخه دا وه چې د پاکستان ځواکونو ته یو داسې سوله ییز ماحول جوړ کړی، چې د دوی ځواکونه د هندی یرغل له امله په افغانستان کې عقب نشینی وکړی؛ خو دا تګلاره تر ډېره نامنسجمه ده؛ ځکه دوی افغانستان ته د یو داسې دولت په سترګه ګوری، چې په خپل ټاټوبی کې به پاکستانی نظامی ځواکونه پرېږدی. دی پر دې باور لری، چې په افغانستان کې د دا ډول کړنو لپاره یو ملګری دولت ته نه، بلکې یو لاسپوڅی دولت ته اړتیا ده[۵۷].

د افغانستان پخوانی رئیس جمهور حامد کرزی هم په خپلې خدای پامانۍ وینا کې وویل، چې پاکستان د افغانستان بهرنۍ تګلارې کنترولول غواړی[۵۸] او خپل ځای ناستی ته یې داسې سپارښتنه وکړه چې له پاکستان او امریکا سره په اړیکو جوړولو کې پاملرنه وکړی.

ایاز وزیر، چې پخوانی پاکستانی سفیر دی، د افغانستان په اړه د تګلوری مشر هم پاتې شوی، تل وایی، چې پاکستان ته په کار دی چې افغانستان ته د یو خپلواک او مستقل هېواد په سترګه وګوری. دی په خپله یوه لیکنه کې، چې د نیوز اخبار ته یې کړې، وایی:

… یوازې کابل ته سفرونه مثبتې پایلې نه شی راوړلای. موږ باید د لومړی او د تل لپاره د مود نه وتلې ستراتیژیک عمق تګلاره پریږدو، تګلاره چې پایلې یې ډېرې خرابې راووتلې او موږ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړو او ترڅنګ یې د افغانانو په زړونو کې د پاکستان خلاف سختې کرکې راوپارولې[۵۹]

کامران شافعی، چې پاکستانی نومیالی لیکوال دی، هم په خپلو ډېرو لیکنو کې د ستراتیژیک عمق اصطلاح له ډېر طنز لاندې راوستلې او تل یې پر پاکستانی تګلار جوړوونکو غږ کړی چې دغه طفلانه پالیسی نوره پرېږدی[۶۰]

د پاکستان د ستراتیژیک عمق پړاوونه:

له ۱۹۷۹ کال وړاندې پاکستان د افغانستان په اړه اندېښنې درلودې، ځکه دوی د لیفتننت کرنېل اسرار احمد غمان په اند د پراخپالې نظریې [پښتونستان] او د هېژومنیک ځواک [هند] ترمنځ ساندویچ شوی وو[۶۱]. دوی له دوو خواو څخه له جګړې وېرېدل او ترڅنګ یې ستراتیژپوهان له دې هم خبر وو، چې د پاکستان دفاعی ځواک د دا ډول بریدونو[۶۲] د تمویلولو وړتیا نه لری؛ ځکه نو دوی په یو داسې بهرنی ځواک پسې شول، چې  نه یوازې د دوی دفاعی وړتیا پوره کړی، بلکې دغه ځواک د اطمینان وړ او ځواکمن هم وی. په همدې موخه دوی له غرب په تېره بیا له امریکا سره څلور دفاعی تړونونه لاسلیک کړل[۶۳]، چې مخکې یې یادونه وشوه.

پاکستان په دغو کلونو کې له هند سره درې جګړې کړې وې، د دوی ترمنځ کشمیر تر دې مهاله د قضیې مهمه موضوع ده. افغانستان له ۱۹۴۹ کال راهیسې چې ملی جرګې یې له انګرېزانو سره د نولسمې پېړۍ ټول تړونونه رد کړل، په دې کې د ډیورنډ کرښې تړون هم شامل و، له همغه مهاله رانیولې هېڅ افغان حکومت د دې جرائت ونه کړای شو، چې د ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژنی، دا قضیه هم د کشمیر د قضیې ترڅنګ تر ننه پورې ناحله پاتې شوې ده، له دې سره د افغانستان-پاکستان ډیپلوماتیکې اړیکې په ۱۹۵۵ کال او په ۱۹۶۲ کال کې بیخی پرې شوې. د دې ترڅنګ به پاکستان پر افغانستان دا تور لګاوه چې کابل د پاکستان په بلوڅستان او پېښور کې لاسوهنې او له بلوڅ او پښتون نشنلېستانو څخه ملاتړ کوی. په ۱۹۵۹ کال پاکستان د شوروی پر ضد امریکا ته د بډه بیرې هډه هم ورکړه، چې وروسته بیا شورویانو له همدې هډې څخه پورته کېدونکې امریکایی الوتکه په شوروی کې راوغورځوله او داسې د پاکستان-شوروی اړیکې چې د پاکستان له خوا غربی بلاکونو ته په تللو سره خرابې شوې وې، لا خرابې شوې. د دې ترڅنګ د افغانستان، شوروی او هند ترمنځ تودې اړیکې هم پالل کېدلې. دغو حالاتو به پاکستان وېراوه، چې د دوو هېوادونو ترمنځ به ساندویچ شی. خو کله چې د افغانستان دننه په اسلامی نهضت د مبارزې کړۍ راتنګه شوه، د دوی ډېری کسان ونیول شول او شهیدان شول نو دوی اړ شول چې پاکستان ته ولاړ شی. هلته هغه مهال د پېښور کور کمانډر نصیر الله بابر د پاکستان لومړی وزیر ذولفقار علی بوټو ته مشوره ورکړه، پاکستان ته په کار دی، چې د کابل په ځواب کې خپل غبرګون وښیی، نصیر الله بابر وایی، موږ غوښتل چې په افغانستان کې یو داسې څوک ولرو چې د افغانستان پر پېښو اغېزې وښندلای شو[۶۴].  

له ۱۹۷۹ کال څخه وروسته:

پر افغانستان د شورویانو یرغل نه یوازې دا چې په افغانستان اغېزې وښندلې، بلکې په نړۍ او سیمه یې هم ښې پرېمانه اغېزې پرېباسلې. دا چې د شورویانو له خوا دې یرغل د پاکستان پر ستراتیژیک کلچر څومره اغیزه وښندله، په دې اړه خپله جنرال پروېز مشرف وایی، چې له ۱۹۸۰ لسیزې څخه دمخه موږ [پاکستان] پر یو داسې نظامی ستراتیژۍ بوخت و، څو ختیځې پولې له یرغل څخه خوندی وساتو، خو هېڅ مهال مو په لویدیځه پوله ورته ستراتیژی نه درلودله. کله چې شوروی پر افغانستان یرغل راووړ، نو دې کړنې زموږ پر ستراتیژیک سوچ ژوره اغېزه وښندله، نو ځکه له دې مهاله زموږ په ستراتیژیکی لومړیتوبونو کې په کابل کې د یو ملګری رژیم ځای ونیوه[۶۵].

دغه مهال د پاکستان دولت د افغان ولس تر شا ولاړ و، په دې پړاو کې افغانان د پاکستان له یو شمېر غلطیو پرته د دوی سیاسی او نظامی ملاتړ په تېره بیا د پاکستانی ولس ملاتړ ته په ډېره درنه قایل دی. دا چې په لنډه توګه ووایو، چې هغه کوم عوامل وو، چې افغان ولس یې د پاکستان له دولت څخه زړه بدی کړ، نو ویلای شو، هغه په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د پاکستان بدنام سیاست او ستراتیژیک عمق و.

 

په ۱۹۹۰ لسیزه کې:

د اسد درانی په اند پاکستان د سړې جګړې پرمهال په ختیځ کې یو داسې هند درلود چې شوروی یې ملګری و او په شمال لویدیځ کې بیا له یو داسې شوروی سره مخ و چې هند یې ملګری و. نو ځکه دغه مهال دوی ته اړتیا پېښه شوه چې د هندی جغرافیاوی برترۍ پرخلاف په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ترلاسه کړی. دویم لامل یې د ستر پښتونستان نقشه او د ډېورنډ کرښې نه منل وو، درېیم لامل یې په منځنۍ اسیا کې د هغه مهال جیو-پولیتیکی بدلونونه او د منځنۍ اسیا طبیعی منابع وو، چې د جنرال حمید ګل په اند دا د پاکستان لپاره یوه تاریخی موقع وه، چې کله د لومړی ځل لپاره د منځنی اسیا غنی منابع د پاکستان لاسونو ته ډېر نږدې شول… نو ځکه په کابل کې یو ملګری حکومت د پاکستان لپاره اړین و[۶۶].

په همدې تړاو په پاکستان کې د مجاهدینو د حکومت جوړولو په اړه هڅې وشوې او کله چې استاد ربانی د پېښور له تړون سره په تضاد کې راغی نو د استاد ربانی او ګلبدین حکمتیار ترمنځ جګړه ونښته. د استاد ربانی تر چتر لاندې د افغانستان موقتی حکومت کار کوه او په پای کې دی د هندوستان پر لور هغه مهال مات شو، کله چې ده د ګلبدین د راپاڅېدنې تر شا د پاکستان لاس ته اشاره وکړه. پاکستان دغه حالت ته په شک وکتل او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی سکرتر ریاض احمد خان په اند کله چې احمد شاه مسعود په کابل کې د پاکستان سفارت وسوځوو، نو پاکستان له طالبانو څخه په ښکاره ډول ملاتړ پېل کړ[۶۷]. د هند پر لور د شمالی ټلوالې ماتېدلو او د امریکا-هند نږدې کېدونکو اړیکو سره یوځای پاکستان په دې وېره کې ولوېد، هسې نه چې هند د دوی شاوخوا حصار جوړ کړی[۶۸]. له همدې امله دوی وروسته، چې کله طالبان په کندهار کې په طبیعی ډول راپورته شوی وو، نو پاکستان له دوی څخه ملاتړ پیل کړ.  که څه هم ځینې په کابل کې د طالبانو د زیږیدلو تر شا د پاکستان او د آی ایس آی لاس ګڼی؛ خو د ډېرو په اند دا د «شوروی فاتحینو»، «تعهد ماتونکو» او له «ملت نه د شکېدلو مجاهدینو د فکری او عملی سقوط» طبیعی پایله وه[۶۹].

له ۲۰۰۱ کال راهیسې:

کله چې د طالبانو نظام ړنګ شو او پر ځای یې د حامد کرزی د نوی حکومت بنسټ کېښودل شو، نو له دې مهاله هند په افغانستان کې پښې ټینګول پیل کړل، له افغانستان سره یې له ۲ ملیاردو ډالرو څخه زیاته مرسته وکړه او په دې توګه د نړۍ په کچه پنځم هېواد شو چې له افغانستان سره یې تر ټولو زیاته مرسته کړې (له امریکا، انګلېستان، جاپان، او جرمنی وروسته)[۷۰]. هند په سوداګریزو ډګرونو کې له ۱۰ ملیاردو ډالرو څخه ډېره پانګونه وکړه، چې په دې کې د حاجی ګګ کان هم شامل دی[۷۱]. په افغانستان کې د هند ګټې څو محوری دی، خو د لېست پر سر یې امنیتی او اقتصادی ګټې ګډې دی[۷۲].  پاکستان په امنیتی ډګر کې د هند دغو هڅو ته د شک په سترګه ګوری، ترڅنګ یې دوی د هند له خوا هغه پروژې هم د خپلو نیوکو لاندې راولی چې د پاکستان-افغانستان پولو ته څېرمه اخیستل شوې وی. له دې سره سره دوی د هند د قونصلګریو په اړه هم ډېرې نیوکې او اندیښنې څرګندې کړی او د پاکستانیانو په ګومان سره دا قونصلګرۍ په تېره بیا پاکستان ته جوړې شوې دی. دوی دغو قونصلګریو ته په دې نظر ګوری، چې هند په دې مټ کوښښ کوی، څو پاکستان محاصره کړی[۷۳]. خو د پاکستان او د پاکستانی مطبوعاتو اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې کله چې افغانستان له هند سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ[۷۴] او په ۲۰۱۳کال حامد کرزی له هند څخه د ثقیلو وسلو رانیولو وړاندیز وکړ، نو پاکستان یې سخت وپاراوه[۷۵]

پاکستان د هند له ډېر نفوذ څخه وېره درلوده او د افغانستان-هند پراخو اړیکو ته به یې د شک په سترګه کتل. په دې اړه جنرال کیانی او مشرف په کراتو کراتو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او پر دې مهال یې د کرزی په وینا هڅه وکړه څو د افغانستان بهرنۍ تګلارې په تېره بیا د هند په اړه، کنترول کړی[۷۶] .

  د دې ترڅنګ داسې آوازې او ګنګوسې هم دی، چې پاکستان غواړی د طالبانو بهرنۍ چارې هم تر خپل کنترول لاندې ولری. په دې اړه وحید مژده لیکی، چې کله امریکا وغوښتل له طالبانو سره خبرې اترې وکړی او طالبانو په دې تړاو د خپلو خبرو اترو لپاره په قطر کې دفتر خلاص کړ. نو پاکستان له دغه کار سره مخالف و، دوی غوښتل چې دغه خبرې د دوی له لارې وشی[۷۷] نو ځکه یې د قطر له دفتر سره د مخالفت له مخې یو داسې څوک چې خپله د قطر د دفتر مبتکر و (ملا برادر) ونیوه[۷۸]. د یو بل افغان مشر له انده دی ځکه ونیول شو، چې له کابل حکومت سره یې خبرې اترې پیل کړې وې[۷۹].

د ۲۰۱۴ کال په می میاشت کې د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړ، چې په کراچۍ او کوېټه ښارونو کې د قطر د دفتر مشر ښاغلی طیب آغا وروڼه، هر یو یونس آغا او طاهر آغا نیول شوی دی. ویل کېږی چې یونس آغا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خوست د والی معاون و او یو مهال د افغانستان د سرې میاشت مشر هم پاتې شوی و.  د پاکستان د اېکسپرېس اخبار له مخې که څه هم د طیب آغا وروڼه د طالبانو لوړ پوړی چارواکی نه دی خو په لوړه کچه مشورو کې بوخت دی. یونس آغا څو ځله دوبۍ ته هم سفرونه درلودل او هلته به یې له طالبانو سره لیدل[۸۰]. د یوې افغان وېپ پاڼې د رپوټ له مخې د پاکستان استخباراتو د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر د دوو وروڼو له نیولو وروسته د هغوی ټولې کورنۍ ته یوازې د درې ورځو ضرب الاجل ټاکلی او اخطار ورکړل شوی و چې طیب آغا دې په خپله په درېیو ورځو کې اسلام اباد ته حاضر شی او له پاکستان سره دې مخامخ ووینی که نه د دوی د ټولې کورنۍ پر ضد به د غیر قانونی اوسیدنې دوسیه جوړیږی[۸۱]. که څه هم د پاکستان مطبوعاتو پنځه میاشتې وروسته خبر ورکړ، چې د طیب آغا وروڼه خوشې شوې دی[۸۲]؛ خو ملا برادر لا تر دې مهاله د پاکستان تر نظربندۍ لاندې دی او له دې څخه پخوا ملا عبیدالله، چې د طالبانو په تنظیم کې دویم نمبر سړی و، د پاکستان له خوا په ۲۰۰۷ کال کې ونیول شو او په ۲۰۱۰ کال کې یې د پاکستان په زندان کې څاه ورکړه. دا د دې خبرې څرګند ثبوتونه دی، چې پاکستان د طالبانو د مشرانو په بندیانولو، شکنجه کولو او شهیدانولو کې هڅه کوی، څو د طالبانو بهرنۍ چارې تر خپل کنترول لاندې راولی.

د قطر د دفتر په اړه د پاکستان مخالفت ښیی چې طالبانو دغه دفتر اصلاً د سیمې د مهمو دولتونو سره لکه چین، روسیه د طالبانو د مخامخ دپلوماتیکی اړیکو په موخه جوړ کړی و. دا باید ومنو چې د قطر د دفتر په اړه د افغانستان او پاکستان غبرګونه خپله د دې معنا ورکوی، چې طالبان په خپله سیاسی پالیسی او دریځ کې د یو مستقل او خپلواک جهت هڅه یقینی کړی[۸۳]. دا ټول په خپل ځای د دې ثبوت دی، چې طالبان په خپلو بهرنیو تګلارو کې خپلواک دی او نه یوازې دا چې غواړی بلکې هڅې هم کوی، څو ځانونه او خپلې بهرنۍ تګلارې د پاکستان له اغېزو څخه پاکې کړی.

خو په کابل کې د اشرف غنی د حکومت په راتللو سره او پاکستان ته د غنی د رسمی سفر پرمهال ده د باور جوړونې په موخه له هند څخه د ثقیلو وسلو اخیستل هم رد کړل او د پاکستان د اندېښنو په تړاو یې د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د افغان اردو د روزلو وړاندیز هم ومانه[۸۴] او په دې تړاو د افغان اردو یو شمېر غړی پاکستان ته لېږدول شوی هم دی. اوسمهال دواړه لوری یو بل ته ډېر نږدې شوی دی؛ خو پاکستان به بیا هم د هند له نفوذه ویره ولری.

د ستراتیژیک عمق ډولونه:

پورته د موضوع له ادبی جاج او د پاکستان د ستراتیژیک عمق له پړاونو څخه څرګنده شوه، چې د هر لیدلوری خاوندان د خپل تخصص ډګر له مخې ستراتیژیک عمق په مختلف ډول تعریفوی. پورته مو دا هم ولوستل، چې په مختلفو پړاوونو کې د ستراتیژیک عمق بڼې په مختلفو بڼو وېشل شوې وې. په لنډه توګه به ووایو چې ستراتیژیک عمق ځینې افغانستان ته د ستراتیژیکو اثاثو د لیږدلو په توګه هم تعریفوی، دې ته موږ د پاکستان ستراتیژیک عمق نظامی تعریف هم ویلای شو. ځینې نور بیا غواړی، چې پاکستان په یو وخت په دوو محاذونو کې پر جګړه بوخته نه شی، نو ځکه د دوی په ګومان پاکستان باید ستراتیژیک عمق پسې شی، هلته دې یو ملګری حکومت ولری، څو له هند سره د پاکستان په جګړه کې د دوو محاذونو د ګومان او اندیښنه راکمه کړی، دې ته موږ د پاکستان د ستراتیژیک عمق سیاسی تعریف هم ویلای شو. د دواړو تعریفونو موخه په کابل کې یو ملګری حکومت لرل او د افغانستان د بهرنیو چارو کنترولول دی.

البته دلته باید د یوې خبرې یادونه وکړو، چې هر هېواد په بل هېواد کې ګټی لری او هر هېواد د نورو هېوادونو سره د اړیکو د رغولو او ښه کولو حق هم لری، او دا هم همدوی پورې منحصره ده، چې د خپلو ښه کړنو او نرم ځواک[۸۵] سره دغه اړیکې لا پیاوړې کړی. په پاکستان کې ځینې دی، چې همدې برخې ته د پاکستان ستراتیژیک عمق وایی، چې دا بیا ناسمه ده؛ ځکه هر هېواد ورته خبره لری، خو یو یې هم د دې موخې د بشپړېدلو په خاطر داسې مبهمه اصطلاح نه کاروی.

په دې مقاله کې زموږ موخه هم همدا ده، چې پاکستان غواړی د افغانستان بهرنۍ چارې په تېره بیا د هند په اړه تګلارې تر خپل نفوذ او فشار لاندې راولی. په افغانستان کې ډېری پر همدې خبرې یقین لری.

ستراتیژیک عمق که د انګلیس تګلاره تعقیبول؟

د پاکستان په ستراتیژیکی کلچر کې د ستراتیژیک عمق اصطلاح هم ډېر ارزښت لری. په دې اړه د ډېریو استدلال توپیر لری، څوک دا پالیسی د ضیاالحق له دورې راهیسې بولی او څوک یې بیا د انګریزانو د [فارورډ] پالیسۍ تعقیبول ګڼی[۸۶].

 دا چې د پاکستان ستراتیژیک عمق ریښتیا هم د ضیا الحق له دورې څخه پیل شوی او که د انګرېزانو د فارورډ پالیسۍ یوه برخه ده، په دې اړه موږ په لاندې ډول تاریخی شالید وړاندې کړی دی، څو دغه قضیه د حل کېدلو په لور ولاړه شی.

په ۱۵۹۹کال کې په انګلېستان کې د هند د ختیځې کمپنۍ[۸۷] بنسټ کېښودل شول، دوی د هند مغولی جهانګیر(۱۵۶۹-۱۶۲۷) پرمهال هند ته راغلل او له ده څخه یې له ۱۶۰۹کال څخه تر ۱۶۱۱کال پورې غوښتنې کولې، چې په «سورت» کې ورته د سوداګرۍ حقوق ورکړل شی؛ خو دا مهال جهانګیر د پورتګالیانو تر اغېزو لاندې و او په پای کې ده انګریزانو ته دا ډول حقوق ور نه کړل[۸۸]. خو وروسته دوی په دې کې بریالی شول، چې په بمبی، سورت او بنګال کې تجارتی حقوق ترلاسه کړی. کله چې الیواردی خان په ۱۷۵۶کال ومړ، نو پرځای یې نواب سراج الدوله د بنګال نواب شو، ده له خپل راتګ سره سملاسی فرمان صادر کړ چې انګلیس دې په بنګال کې د قلعه ګانو جوړول تم کړی. دغې پرېکړې رابرټ کلایو سخت وپاروه او د بنګال د پوځ مشر میر جعفر سره یې معامله وکړه، ځکه دی د انګرېزانو د لږ پوځ له کبله وېرېدلی و. په ۱۷۵۷کال کې په پلاسی کې د نواب سراج الدوله او د انګریزانو ترمنځ جګړه ونښته چې پنځو زرو پیرنګانو پکې له پنځوسو زرو زیاتو مسلمانانو ته ماتې ورکړه او په دې ډول بنګال د کمپنۍ تر حکومت لاندې راغی[۸۹] دا چې انګرېزانو ولې له بنګاله پیل کړه، یوې بلې څېړنې ته اړتیا لری، خو دا همغه مهال و، چې په بنګال کې انګرېزانو خپلې پښې ټینګې کړې وې او دا یې د پراختیا پیلامه وه.

د پلاسی جګړې په هند کې د انګرېزانو له سرونو د فرانسویانو ګواښ او اندېښنې لرې کړې او انګرېزانو خپله فارورډ پالیسی پکې تعقیب کړه او په تدریج یې ځانونه تر افغانستانه راورسول.

دا مهال د انګریزانو لپاره په نړیواله کچه د فرانسې انقلاب او د امریکا خپلواکی نورې سرخوږۍ وې.  ناپېلیون چې له پیله له انګلستان سره دښمن و او کله چې ده پر روسیې برید وکړ، نو انګرېزانو له همدې لامله روسیې ته د یو طبیعی اتحادی په توګه وکتل. خو دغه هر څه بیا لنډمهالی وو.

 دغه ناشونی اتحاد ځکه هم لنډ عمر درلود، چې کله زاری روسیې د ۱۸۲۰لسیزې پرمهال پر عثمانی خلافت، منځنۍ اسیا او اېران یرغلونه پیل کړل؛ نو انګرېزانو دغه هر څه له خپلو ګټو سره په خطر کې ولیدل، چې دې بیا څو لاملونه درلودل:

لومړی لامل یې سیاسی و. انګرېزانو د روسیې له خوا د سوېل په لور وړاندې تګ؛ د هند لپاره ګواښ باله.

دویم لامل یې جیو-ستراتیژیک و. انګرېزان چې هغه مهال نه یوازې دا چې لویه امپراتورۍ یې درلودله، بلکې ترڅنګ یې د نړۍ د سمندری څپو پر سر هم حکومت چلاوه، دوی له دې وېرېدل، چې هسې نه روسیه اوبو ته لاره وکړی او د دوی د اوبو یوازینی زبرځواک حیثیت له چېلنج سره مخ کړی. که څه هم دا یوې بلې څېړنې ته اړتیا لری، چې آیا ریښتیا هم روسیې خپله لاره ګرمو اوبو ته سموله او که نه؟ ایا ریښتیا هم د روسیې ځواک، په تېره بیا سمندری ځواک، د دومرې وړتیا وړ و، چې د هغه مهال لویې بریتانیا سمندری ځواک له ننګونو سره مخ کړی؟ او که نه؟ خو له دې خبرو صرف نظر، انګرېزانو د روسیې نه وېره درلودله.

درېیم لامل یې د اقتصادی ګټو و. عثمانی خلافت او په تېره بیا اسلامی نړۍ د انګرېزانو د توکو لپاره لوی مارکېت و. دا چې روسیه به پر دغو سیمو بریدونه وکړی، نو ناسیده د انګریزانو ګټې هم له خطر سره مخ کوی. په دې اړه په ۱۸۳۸کال د انګریزانو او ترکانو ترمنځ یو تجارتی تړون هم پر دغه خبرې د ثبوت مېخ ټک واهه، چې دوی په عثمانی خلافت کې ډېرې اقتصادی ګټې لری[۹۰].

د نولسمې پېړۍ په ۱۸۳۰لسیزه کې انګرېزانو او روسانو خپلې-خپلې فارورډ پالیسۍ[۹۱] تعقیبولې. روسانو د منځنۍ اسیا خیوه، بخارا، خوکند، فرغانه او لویدیځ ترکستان ونیول. همدا هغه مهال و، چې د قفقاز زمری امام شامل تر څو لسیزو پورې د روسانو پرخلاف د بغاوت رپنده لکه درولې وه؛ خو دی پای د وسایلو او کسانو له قحطۍ سره مخ شو او ده په پای کې د خپلو خلکو د خوندیتوب په موخه ځان مکې ته تبعید کړ، په دې توګه په قفقاز کې د آزادۍ بله شوې ډېوه مړه شوه.

همدا مهال هر کله به چې زمان شاه وغوښتل پر هندوستان برید وکړی نو انګلېسانو به اېرانیان وپارول او هغوی به بیا پر زمان شاه له شا نه حمله وکړه او زمان شاه به یې مجبور کړ چې له هند نه مخ راوګرځوی او خپله پاملرنه د اېران په لور کړی او کله به چې انګلیس پر دې پوه شول، چې روسانو ته په ګونډو شوی ایران د روسانو په هڅونې د هرات کلابندی کوی، نو په دې تړاو به یې خپله ځان افغانستان ته راورساوه، څو له افغانستان سره مرسته وکړی[۹۲] او له دغه هېواده د هند وروستی بالاحصار جوړ کړی او د اېران او روسیې نانیغه یرغل په افغانستان کې تم کړی.

له بلې خوا زاری روسیې هم د پراختیا پیل وکړ، په ۱۸۲۶-۲۸کلونو کې یې له فارس سره جګړه درلودله، چې په پای کې اېران ورسره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ارمینیا، ازربائیجان او نورو سیمې روسیې ته وسپارل شوې. پر همدا مهال د افغانستان د هرات ښار د اېران تر کلابندۍ لاندې و. انګلیس په دې وېره کې و، چې د دې ترشا به هم روسیه وی. که چېرې هرات ونیول شو، نو دا به بیا پر کندهار او کابل هم خپلې اغېزې وښندی او داسې به پای هندوستان هم له ګواښ سره مخ شی. انګلیسانو له دې وړاندې له اروپایی برید کوونکو څخه وېره درلودله، په تېره بیا د هندوستان دننه له فرانسویانو، پورتګالیانو او هالنډیانو څخه. که څه هم انګریزانو د پلاسی له جګړې وروسته د څو کلونو پرمهال په هند کې د فرانسوی ګواښ ګیلم ورټول کړ؛ خو په فرانسه کې د ناپلیون، په افغانستان کې د زمان شاه او په هند کې د ټیپو سلطان له پورته کېدنې سره د انګلیس لپاره د ګواښ شړنګانی بیا وشړنګېده، دغه ګواښ بیا د ټیپو سلطان په شهادت، د زمان شاه په لرې کېدا او د ناپېلیون د واټر لو جګړې له کبله ختم شو. په ۱۸۲۸کال کې دغه ګواښ د روسیې په بڼه راڅرګند شو، او په منځنۍ اسیا کې د روسیې له پراخېدلو سره زیات شو.

د هرات د کلابندۍ پرمهال انګریزانو ډېره لیوالتیا اخیستې وه او هرات ته یې د وزیر یار محمد خان الکوزی د مرستې لپاره خپل نظامی مشران لکه د (پوټینګر) او کرنېل سټوډارډ رالیږلی وو. وزیر یار محمد خان الکوزی چې یو هوښیار وزیر او د منځنۍ اسیا د ناپېلیون په توګه مشهور و، له دوی څخه مرسته واخیسته، خو کله چې د هرات د کلابندۍ وروسته ترې پوټینګر وغوښتل څو د انګریزی سرتېرو یو ټولی د (پوټینګر) تر مشرۍ لاندې او د انګلیس د کمپنۍ په مصرف په هرات کې د پاتې کېدلو اجازت ورکړای شی نو وزیر یار محمد خان ورسره ونه منله! په همدې تکل انګرېزانو خپل دویم پلاوی دغه ستر افغان ته راولیږه خو ده د انګرېزانو دغه وړاندیز بیا هم رد کړ[۹۳]. له دې څخه ښکاری، چې انګرېزانو د روسیې امپراتورۍپرخلاف د هند د ساتلو په موخه په افغانستان کې وروستی بالاحصار جوړاوه.

افغانستان چې پر هند د یرغل لپاره د الوت ډګر ثابت شوی و، دغه حقیقت انګرېزانو هم په ښه توګه درک کړی و، ځکه زاری روسیې په منځنۍ اسیا کې وړاندې تګ پیل کړی و، نو په ۱۸۳۸کال یې له شاشجاع او رنجیت سنګ سره مثلث تړون وکړ او د دغه تړون له مخې یې د افغانستان یو شمېر سیمې لکه پېښور تر اټکه پورې سکانو ته ورکړې او بلاخره له قرارداد سره سم په ۱۸۳۹کال کې د بولان او خېبر له لارې افغانستان ته راننوتل او په کندهار کې یې د شاشجاع تاجپوشی وکړه[۹۴].

په پای کې د ۱۸۴۱کال د نومبر له ۲مې نه د ۱۸۴۲کال د جنورۍ تر ۶مې پورې انګرېزانو ماتې وخوړه، له ماتې وروسته انګرېزانو خپل تعرضی سیاست، چې فارورډ پالیسی وه، پرېښود او د بندو پولو سیاست یې له ۱۸۴۳ کال څخه تر ۱۸۷۵ کال پورې غوره کړه، له سنده پورته سیمې یې له خپل واک څخه لرې وبللې او قبایل یې خپلې خوښې ته پرېښودل.

په ۱۸۷۳ کال انګلیس او روسیه په یوه تړون کې ننوتل او په دې سره همغږی شول چې افغانستان به د دوی ترمنځ یو حائل دولت وی. همدا مهال چې کله افغانستان د روسیې له دایرې وتلی هېواد وګڼل شو،  د افغانستان مورخ احمد علی کهزاد په دې اړه لیکی، په ۱۸۷۳ کال د امیر شیر علی خان او د لارد مایو ترمنځ په امباله کې کتنه وشوه، کله چې امیر شیر علې خان ترې د روسی یرغل په بڼه مرسته وغوښتله نو انګرېزانو بیا دا د افغانستان د بهرنیو چارو سره وتړل[۹۵] خو امیر شیر علی خان بیا دې ته چمتو نه و. د دې ترڅنګ په ۱۸۷۴ کال په انګلستان کې د بنجامین ډیسرایلی حکومت راغی، ده د فارورډ بلاک پالیسی بیا تعقیب کړه او استدلال یې کاوه، چې روسان په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه څو چنده کوی. په ۱۸۷۸ کال روسیې د امیر شیر علی خان دربار ته خپل استازی راولیږه چې په غبرګون کې د هند وایسرای لارد لیتن خپل پلاوی کابل ته ولیږه او امیر شیرعلی خان ته یې احوال ولیږه، چې د روسیې له استازی سره ونه وینی خو د امیر شیر علی خان له خوا د انګرېزانو دغه پلاوی په یوه داسې دره کې (خیبر)  رد کړای شو، چې انګرېزانو ته یې حیاتی ارزښت درلود[۹۶].  د دې به لا کال نه و پوره، چې د انګرېزانو او افغانانو دویمه جګړه ونښته.

د انګرېزانو له دغې پالیسۍ او ستراتیژۍ سره، چې زار به له انګلیسی هند سره څه کوی، د هند ستر رهبر جواهر لعل نهرو هم همغږی دی، دی خپلې لور، اندرا ګاندهی، ته په یوه لیک کې لیکی: انګرېزانو ته د هند موقعیت دومره د ارزښت وړ و، چې دوی یې د روسانو تر پولو ورسول او ان په خپلو خوبونو کې به هم له دغو اندېښنو سره مخ وو، چې (زار) به له هند سره څه کوی؟؟[۹۷] استاد حبیب الله رفېع هم ورته نظر لری، دی وایی، دوی [انګرېزان] ووتل خو دوی له دې وېره درلوده، چې روسیه به راشی او افغانستان به ونیسی، د همدې لپاره دوی دېرش کاله د بلې حملې لپاره تیاری ونیو او بیا راغلل او له یعقوب خان سره یې تړون لاسلیک کړ او په پای کې دویمه افغان انګلیس جګړه ونښته. له افغان انګلیس دویمې جګړې وروسته یې له امیر عبدالرحمان سره بل تړون لاسلیک کړ، چې د افغانستان داخلی چارې به دی په خپله چلوی او بهرنۍ تګلارې به بیا انګریزانو ته سپاری. تر ۱۹۱۹ کال پورې دغه حالات روان و، په پای کې د ازادۍ له جګړۍ سره دغه حالت بدلون وموند او افغانستان بشپړه ازادی ترلاسه کړه[۹۸].

د انګرېزانو او روسیې د وړاندې تګ تګلارې خو تاسو له دغه څخه هم معلومولای شئ، چې د ۱۷۵۹ کال پر مهال د انګلیس او زار (روسیې) ترمنځ له څلورو زرو میله څخه زیات واټن موجود و او په ۱۸۸۵ کال په تدریجی ډول د دواړو امپراتورو ترمنځ دا واټن ۴۰۰ میله ته رالنډ شو[۹۹].   

د پاکستان له زیږیدلو سره په هېواد کې د پوځی افسرانو قطحی وه، د دغې قحطۍ د لرې کولو په موخه پاکستان په پیل کې ۵۰۰ انګلیسی افسران وګومارل[۱۰۰] او ترڅنګ یې د پاکستان لومړی دوه لوی درستیز انګریزان وو[۱۰۱]

د انګرېزانو د دغو ټولو هڅو شاته همدا یوه موخه وه، چې د افغانستان بهرنۍ چارې کنترول کړی، هغه چې هغوی کنترول هم کړې او بیا د درېیمې جګړې د نښتېدلو لامل هم شوې. د انګریزانو د دغې پالیسۍ تر شا دا اندېښنه وه، چې هسې نه روسیه د افغانستان له لارې په هند یرغل رانه وړی او یا هندی مسلمانان او ازادی خواهان ورته راپانڅوی. که چېرې موږ د پاکستان ستراتیژیک عمق له دې سره وتړو، چې پاکستان غواړی د دې تګلارې پر مټ په افغانستان کې د هند نفوذ راکم کړی، یا له هند سره افغانی اړیکې کمزورې کړی، د ډیورنډ کرښې قضیه ختمه کړی او په یو احتمال کې که چیرې له هند سره دوی په جګړه کې ونښلی، نو خپلې ستراتیژیکې اثاثې افغانستان ته ولیږدی.  نو دا بیا د انګرېزانو له تګلارې سره ډېر ورته والی لری منهتی د افغانستان په باب د پرنګیانو ستراتیژیک عمق د روسیې د پرمختګ او د پاکستان ستراتیژیک عمق په افغانستان کې د هند د مخامخ رول او اړیکو د اندېښنو پورې تړلی دی.

په افغانستان کې د هند د نفوذ او کردار په اړه د پاکستان تر کچې زیاتې اندېښنې او وېرې خپله پاکستان د خپلو اندېښنو په جال کې وغورځاوه، دا یوه بله او غیر واقعی مساله ده چې د پاکستان د سیاستونو لپاره یې مسایل پیدا کړی دی. پاکستان او افغانستان د حکومتونو د سیاستونو او دریځونو ګوښه د ملتونو په سطحه د وینې او نورو مشترکاتو له مخې هومره په خپلو کې تړلې دی چې هند به په یوه نسبی فعاله دوستۍ کې بیا هم افغانستان د پاکستان پر ضد داسې په اسانۍ استخدام نه شی کړای ولې پاکستان دغه د ملی پیوند ژورتابه همېشه له حسابه غورځولی او په خپله یې افغانان د پاکستان په اړه حساس کړی دی[۱۰۲]

ستراتیژیک عمق؛ نظامی او که دیپلوماتیکه تګلاره؟

پورته قضیه چې ستراتیژیک عمق د پاکستانی نظامیانو یوه نظامی تګلاره ده او که د بهرنیو چارو وزارت  یوه دیپلوماتیکه تګلاره ده؟ که څه هم په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق نافذول خپله د بهرنیو چارو یوه دوکترین ګرځی، خو موږ دلته دغه قضیه په دا ډول څېړلې، څو معلومه کړو چې د افغانستان په اړه تګلارې څوک جوړوی؟

 پاکستان چې کله د نقشې پر سر وزیږید، نو محمد علی جناح یې پوځ ته په خطاب کې وویل، چې تاسو د خلکو خدمتګاران یئ، تاسو ملی تګلارې نه جوړوئ. دا موږ یو، ولسی خلک، چې ستونزې په نښه کړو او د حلولو لپاره یې هلې ځلې وکړو[۱۰۳] په همدغه کال چې پاکستان زیږیدلی و، د پاکستان لومړی وزیر اعظم لیاقت علی خان چې هغه مهال د دفاع وزیر هم و، پوځ ته د هغوی داخلی او خارجی مسؤلیتونه ور په نښه کړل، چې په داخل کې له پولیس او ملی ادارو سره مرسته کول وو او خارجی مسؤلیت یې هېواد له بهرنی یرغل څخه ساتل وو[۱۰۴]. د کوهېن په اند هم پوځ په لومړیو وختونو کې له بیوروکراسۍ سره مرسته وکړه، هغوی یې تګلارې جوړولو ته پرېښودل، دوی یوازې پاکستانی سیاست او ټولنه تعقیبوله خو وروسته هغوی بیا  د هر څه صحیح کولو په خاطر راپاڅېدل او اصلاح یې خپل مسوولیت وباله. په تاریخی توګه هم د پاکستان پر بهرنیو چارو بیوروکراتانو او پاکستانی پوځ اغیزه ښندلې ده[۱۰۵].

د پاکستان د یو څیړونکی نسیم احمد(۲۰۱۰) په اند له ۱۹۵۰لسیزې راهیسې پاکستانی پوځ د هېواد دوه تګلارې پر مخه واخیستلې، یوه دفاعی تګلاره وه او بله د بهرنیو چارو تګلاره؛ ځکه هغه مهال پاکستان د افغانستان او هند له خوا له امنیتی او نظامی خطرونو سره مخ و[۱۰۶] دی مخکې زیاتوی، چې نظامیان د دفاع او بهرنیو چارو د تګلارو جوړونکو ډګرونو ته په ۱۹۵۳-۵۴کال کې ننوتل چې کله جنرال ایوب خان، د پاکستان د پوځ مشر، په حکومت کې د دفاع وزیر شو او له همغه مهاله ملکی حکومت د دفاع او د بهرنیو چارو په معاملاتو کې د نظامیانو له خوا تر سخت فشار لاندې راغلل؛ ځکه د نظامیانو لپاره اړینه وه چې پر بهرنیو چارو او دفاعی تګلارو خپله ولکه ټینګه کړی ځکه دفاعی بودیجه چې د ملی بودیجې یوه غټه برخه جوړوله د حکومت ۶۸سلنه آمدن خوړه [۱۰۷].

جنرال ایوب خان له خپلې کودتا پخوا هم، د سکندر مرزا او غلام محمد په حکومتونو کې خپلې اغېزې درلودلې، ځکه هغه، هغه مهال د دفاع وزیر او د پوځ مشر و او هغه مهال د هغه په مشورو پاکستان له امریکا سره په سیټو او سینټو اېتلافونو کې داخل شوی وو، چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې یو مهم موړ ګڼل کېږی او چې کله یې په ۱۹۵۸کال مارشال لاء ولګوله (له ۱۹۵۸کال نه تر ۱۹۶۱ کال پورې) نو د هېواد ټول معاملات یې په لاسونو کې ولوېدل، وروسته د خپل دستور او انتخاباتو له لارې ریاست جمهورۍ ته ورسېد او تر ۱۹۶۹ کال پورې یې د پاکستان د بشپړو تګلارو واګی په لاس کې واخیستل؛ خو چې کله د بوټو له ولسی فشار سره مخ شو نو بیا یې واګی یو بل جنرال- نظامی- یحیی خان ته وسپارل او داسې هغه هم تر ۱۹۷۱کال پورې د پاکستان ټول معاملات په خپلو لاسونو کې درلودل.

د جنرالانو په دوره کې پاکستان د لویدیځ سرمایه داره بلاک ته ولوېد، هغوی سره یې اېتلافونه وکړل(SEATO, CENTO PACTS)، له امریکا سره یې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، له چین سره یې اړیکې پیل کړې، له هند سره یې جګړې وکړې، چې ډېرې بدې پایلې یې راووتلې او بنګال ترې جلا شو[۱۰۸] دغه څه د دغو دوو جنرالانو د بهرنیو چارو یو لنډیز بللای شو.

د دغه دوو جنرالانو وروسته د ذولفقار علی بوټو د واکمنۍ یو شپږ کلنه دوره راځی چې په ۱۹۷۷کال کې پای ته ورسیده، په دې پېر کې پاکستان په نړیوال سیاست کې دومره ارزښتناک رول ونه شو لوبولای، یوازې یې له عربی هېوادونو سره اړیکې ټینګې شوې  او له هند سره یې خپلې خرابې اړیکې د ښه کولو په لور بوتللې، په یاده دې وی چې همدا هغه پېر و، چې پاکستان خپل اتومی پروګرام پیل کړ.

د ۱۹۷۷ کال د جولای په ۴مه جنرال ضیاء الحق د ذولفقار علی بوټو د واکمنۍ تخته په بله واړوله او خپله پرې کښېناست، چې بیا پرې ذ ۱۹۸۸ کال د اګسټ تر ۱۸مې تر خپل مرګه پورې ناست و. په دې پېر کې ضیاء الحق د پوځ رول ډېر پیاوړی او مضبوط کړ، په بهرنیو چارو کې یې د افغانستان له مجاهدینو څخه ملاتړ وکړ او وروسته یې په ۱۹۷۹کال افغان جهاد ته اوږه ورکړه، دې بیا پاکستان امریکا ته نور هم او د تېرو وختو په نسبت زیات نږدې کړ، له هند سره یې خبرې پیل کړې او د همدغه جنرال په وخت کې د جنیوا مشهورې خبرې ترسره شوې[۱۰۹]

په افغانستان چې کله شوروی یرغل وکړ، هغه مهال د ریګن انتظامیې وګڼله چې نور نو وخت رارسېدلای چې شورویانو ته خپل ویتنام ور په یاد او سړه جګړه نوره پای ته ورسوو. پاکستان دغه مهال له امریکا سره ډېر نږدې شو او له مجاهدینو سره به نړیوالې مرستې هم د پاکستان د آی اېس آی له لارې ترسره کېدلې نو آی اېس آی نه یوازې دا چې له امریکا څخه بلکې له غرب او د منځنی ختیځ عربانو څخه ملیاردونه ډالر ترلاسه کړل. د سی آی اې په هڅونې او تخنیکی مرستې آی اېس آی دغه پیسې د خپلو فعالیتونو او د استخباراتی کچې په پراخولو کې هم استعمال کړې. په همدې پېر کې آی اېس آی مختلف استخباراتی افسران نه یوازې دا چې د افغانستان، بلکې هند او ان د پاکستان د محلی سیاست، اقتصاد، مطبوعات او د ژوند هر ټولیز او کلتوری اړخ څارلو لپاره وګومارل. ترڅنګ یې سی آی اې  آی اېس آی ته داسې نوې ټکنالوژی او داسې آلات هم ورکړل چې د هېواد دننه یې د هر ټلیفون د څارلو وړتیا لرله. داسې آی اېس آی د ضیاء الحق د واکمنۍ د دوام لپاره غوږونه ثابت شول او تر ۱۹۸۹ کال پورې آی اېس آی د پاکستان په بهرنیو چارو او سیاست کې تر ټولو ځواکمنه ډله وګڼل شوه[۱۱۰] . همدا مهال د افغانستان په اړه ډېری تګلارې د آی اېس آی مشر اختر عبدالرحمان جوړولې[۱۱۱] او وروسته په ۹۰ لسیزه کې هم د دوی په لاسونو کې وې.

د ضیاء الحق په تللو سره د بې نظیرې حکومت راغی، هغه مهال، چې ضیاء الحق تازه مړ شوی و، خو په اوږده ۱۱ کلن پېر کې یې نظامیان او ای اېس ای په چارو کې ښه پاخه کړی ول، د پوځ مشر، رئیس جمهور- چې غلام اسحاق خان و، او د ضیاء الحق ځواک[۱۱۲] ورسره پاتې و، چې وروسته یې استعمال هم کړ او حکومتونه یې یو پر بل پسې ړنګ کړل- او بې نظیرې یو له بل سره ځواک ووېشه. او د بې نظیرې حکومت یې په بهرنیو چارو کې تر ډېره کچې محدوده کړه او چارې یې په خپلو لاسونو کې اخیستې وې، په دې اړه اصفحانی، چې د پیپل ګوند یوه مشهوره رهبره ده، هم له پورتې ادعا سره همغږې ده، هغه وایی:

د بې نظیرې حکومت تر ډېره حده په بهرنیو چارو کې د غلام اسحاق خان، د پوځ مشر له خوا محدوده کړای شوه[۱۱۳].

څېړونکی نسیم احمد وایی، غلام اسحاق خان د رئیس جمهور په توګه او صاحبزاده یعقوب علی خان د بهرنیو چارو وزیر په توګه قبلول د پوځ د نفوذ څرګند ثبوت دی[۱۱۴].

وروسته څو ګوندونو چې د پاکستان واکمنی یې لکه د جنازې کټ یو د بل اوږو ته سپارله؛ ان دې هم تر ډېره حده تر شا د آی اېس آی لاس درلود. د پاکستان د محلی سیاست په همدې متذبذبه او ناثباته ماحول (۱۹۸۸-۱۹۹۹) کې آی اېس آی په خپلو لاسونو د پاکستان د امنیتی تګلارې- په تېره بیا د هند او د افغانستان په اړه-  جوړولو اجاره داری قایمه کړې وه[۱۱۵] . کله چې په ۱۹۹۳ کال د نواز شریف حکومت ړنګ شو نو پاکستانی اکاډمیک رسول بخش رئیس بیا پر دې باور و، چې نظامیانو د نواز شریف (چې محافظه کار و) حکومت پر ځای بې نظیره ( یوه سیکولره) راوستله څو د کلنټن د دورې پرمهال پاکستان د امریکایی ترورییستی هېوادونو له نوملړ څخه وژغوری[۱۱۶]

په پاکستان کې د مهران بانک[۱۱۷]، یا د اصغر خان کېس له دې خبرې سره پخلی کوی، چې نه یوازې دا چې پوځ او آی اېس آی پر بهرنیو چارو خپل ګرفت ساتلی و، بلکې په دې ۹۰لسیزه کې یې خپل ګرفت په داخلی سیاست کې هم وروټومبه.

په نویمه لسیزه کې، چې له یوولس کلنې نظامی واکمنۍ وروسته په پاکستان کې ولسی حکومتونه راغلی ول، په دې پېر کې هم د پاکستان ډېری بهرنۍ چارې، په تېره بیا د افغانستان په اړه، د آی اېس آی په لاسونو کې وې، له دې ادعا سره د پاکستان پخوانی فارن سکرتر ښاغلی ریاض احمد خان هم همغږی دی، دی وایی، پر همدې مهال د پاکستان سیاست د ناثباتۍ په لور ولاړ، چې د بې نظیرې او نواز شریف بدلیدونکی حکومتونو یې عکاسی کوله. دغو حکومتونو ته پر افغانستان توجه ساتل ممکن نه ول نو لهاذا افغان پالیسی تر ډېره حده د پوځ او آی اېس ای په لاسونو کې ولوېدله[۱۱۸]

د نوازشریف په دویم ځل وزیر اعظمۍ کې جنرال مشرف، د نواز شریف له خوښې پرته په کارګل کې عملیات پیل کړل[۱۱۹]، چې دا هم پر بهرنیو چارو د پوځ او نظامیانو اغیزې او ګرفت ښیی. د بې نظیرې د لومړی وزیرۍ پرمهال د دې د بهرنیو چارو وزیر آصف علی وایی، نواز شریف په افغانستان کې لېوالتیا نه اخیستله نو ځکه دغه پالیسی بیا آی اېس آی په خپل لاس کې واخیسته[۱۲۰].

د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۲مه جنرال مشرف پر نواز شریف کودتا وکړه او تر ۲۰۰۸کال پورې یې د پاکستان چارې په خپله خوښه پرمخ بوتللې، په دې پېر کې د سپتمبر یوولسمې بریدونو له کبله د تروریزم پرخلاف په جګړه کې شامل شو، د امریکا له خوا ورته د غیر-ناټو  ملګری خطاب ورکړل شو، امریکایی مرستې هم زیاتې شوې، له هند سره یې اړیکو لوړې ژورې ولیدلې[۱۲۱] [په ۲۰۰۲کال هند خپل زیات پوځ د پاکستان پولې ته راوستلی و، ځکه هغه مهال د هند پر پارلمان تروریستی بریدونه شوی وو]، له چین سره پاکستان نور هم نږدې شوی و او پر ګوادر بندر یې په ګډه کار پیل کړ.

د مشرف پر تللو آصف علی زرداری د رئیس جمهورۍ په څوکۍ کښېناست، د ډېرو په اند دی د یوې معاملې په ترڅ کې راغلی و چې پوځ به کودتا نه کوی او دی به بیا په بهرنیو چارو کې ګوتې نه وهی (تر دې دمه دغه دلیل څېړنې ته اړتیا لری) دغه خبره تر ډېرې کچه د میمو سکینډل نه هم ښکاره ده، خو لا د میمو سکینډل اصلی لوری نه دی معلوم شوی او په عدالتونو کې پرته ده.

هند چې له پاکستان څخه نه یوازې دا چې په جفرافیایی ډګر بلکې په نظامی او اقتصادی ډګر کې هم خورا ستر دی، له دې څخه پاکستانی پوځ وېره لری او غواړی چې د پاکستان ټول تمرکز همدې یوې خوا-د هند په لور- شی نو ځکه د پاکستانی پوځیانو په فکر ستراتیژیک عمق د پاکستان د ملی ګټو سره تړل شوی دی، دغه ټکی ته جنرال اشفاق کیانی هم اشاره کړې، په دې اړه دی د ستراتیژیک عمق نه د افغانستان کنترولول نه ګڼی بلکې د دې پالیسۍ پرمټ غواړی چې پاکستان ته په اوږد مهالنی پړاو کې امنیتی ستونزې نه وی،  په افغانستان کې د هند د زیاتېدونکی رول څخه ناخوښه ښکاری او وایی چې پاکستان د افغانی ادارو، پولیسو او ملی اردو څخه غواړی چې دوی دې داسې تربیه نه کړل شی چې د پاکستان ستراتیژیکی ګټو ته تاوان ورسوی[۱۲۲].

خو په بل اړخ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اوغلو چې په نړیوالو اړیکو کې یې دکتورا اخیستی او د نړیوال سیاست پروفیسور دی، په خپل مشهور کتاب، ستراتیژیک عمق، چې په ۲۰۰۱کال کې یې خپور کړ او وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو چوکاټ هم پر همدې کتاب برابر کړل شو، د ستراتیژیک عمق څخه څه داسې مانا اخلی، دی لیکی: « په نړیوال سیاست کې د یو هېواد وزن د هغوی په جیو-ستراتیژیک موقعیت او تاریخی عمق کې ایښودل شوی دی[۱۲۳]» دی مخکې زیاتوی، ترکیه دغه دواړه لری، د ستراتیژیکی موقعیت له لحاظه په یو بانفوذه سیمه کې پروت دی، په خصوصی توګه د باسفورس کنترول لری او په تاریخی لحاظ د عثمانی امپراتورۍ په بڼه تاریخی عمق لری[۱۲۴].

د یو څیړونکی په اند احمد داود اوغلو غواړی چې ترکیه دې له بالقان، منځنی ختیځ او ان منځنۍ آسیاء سره اړیکې ټینګې کړی؛ ځکه ترکیه د عثمانی خلافت طبیعی میراث خور دی، د یوه داسې خلافت چې یو وخت یې اسلامی نړۍ یوه کړې وه نو ځکه ترکیه هم، د دې وړتیا لری چې د مسلمانانو یو سیمه ییز ځواک شی او په بل اړخ کې پر غرب د ترکیې اتکا کمه کړی[۱۲۵]. د دې نظریې دغه دویم نظر، چې د ترکیې اتکا پر غرب کمه کړی او له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې ننوځی ترڅو د خپل ځواک انډول برابر کړی، تر څه حده د افغانستان په هغه ملی جرګه کې هم کتل کېږی چې د وخت حکومت ته یې مشوره ورکړه چې یوازې له شوروی څخه مرسته ونه غواړی ځکه هسې نه چې بیا پر هم هغوی متکی شو، نو ځکه په کار دی چې له نورو هېوادونو سره هم اړیکې ټینګې کړو او خپل ځان ته ترې مرستې راوشکوو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پروفیسور دوکتور اوغلو د ستراتیژیک عمق اصطلاح له نظامی ډګر نه دیپلوماتیک ډګر او کلتوری ډګر ته راوباسی او د خپل تاریخی او ستراتیژیکی موقعیت له امله غواړی چې ترکیه په سیمه کې ستراتیژیک عمق ترلاسه کړی او دغه نظریه د ترکیې بهرنیو چارو ته یو داسې قوی چوکاټ برابروی چې له رویه یې نه یوازې له ګاونډیانو سره د صفر کړکېچونه او صفر لاسوهنه[۱۲۶] غواړی بلکې په منځنۍ آسیا کې خپلو ترکانو سره اړیکې هم نږدې کول غواړی ترڅو یې پر لویدیځ اتکا کمه شی.

ستراتیژیک عمق؛ د پاکستان حق؟؟

د پاکستان ستراتیژیک عمق یوه نظامی تګلاره ده؛ نظامی تګلارې تل د لاسوهنې، تېری او یرغل په بڼه وی او یا بیا دفاعی وی، په دواړو اړخونو کې که خبره په بل هېواد کې په خپله خوښه د حکومتونو راتګ وی، نو په ښکاره او بربنډه توګه لاسوهنه ده. ځکه دا د هېواد د پرګنو خپل حق دی، چې څوک غوره کوی او څوک نه! بل څوک دا حق نه لری، چې په افغانستان خپلې ډلې وتپی.

 همدې خبرې ته د پاکستان پخوانی سفیر او فارن سکرټری  ریاض احمد خان په خپل کتاب کې اشاره کړې چې ستراتیژیک عمق په خپله د لاسوهنې په مانا ده! دی وایی:

په حقیقت کې دغه نظریات[ستراتیژیک عمق] په تاریخی او منطقی توګه مبهمه او نامعتبره دی او یوازې پاکستان پکې تاوان کړی دی. ځکه افغانی اشرافیه په خصوصی توګه هغه تعلیم یافته افغانان چې له پیله څخه یې پاکستان ته د شک په سترګه کتل اوس د هغوی په شکونو کې زیاتوالی راغلی دی چې پاکستان افغانستان د خپل اثر لاندې راوستل غواړی[۱۲۷]

او په یو بل ځای کې وایی:

په غلطو تصورپاله خوبونو پسې تګ- ان که دا دې مذهبی، نظریاتی یا کومه پوځی تګلاره نه وی- به یوازې د ټکرونو په بڼه راوځی، چې له امله به یې تاوان همدغو دواړو هېوادونو ته ورسیږی [۱۲۸]

هو! دا د هېوادونو یو ډیپلوماتیکی حق دی، چې یو بل په رسمی توګه –که کومه ستونزه نه وی- وپېژنی، له یو بل سره اړیکې پېل کړی او بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ فضا قایمه کړی. که څه هم له پاکستان سره موږ د پښتونستان له امله غټه ستونزه درلوده او د پاکستان له جوړېدو څخه ډېر پخوا په ۱۹۴۲کال کې افغانستان د انګلېستان څخه هیله او غوښتلی وو، چې د هند د وېش پر وخت د پښتنو حیثیت تر نظر لاندې ونیسی[۱۲۹]، خو د پاکستان په منځ راتللو، په ملګرو ملتونو کې افغانستان ایله یوه میاشت وروسته، د دغو هر څه په شتون کې خپله د رد رایه بېرته واخیسته او په ۱۹۴۸کال کې یې جناج ته سفیر ولېږداوه. ترڅنګ یې افغانستان د پاکستان په هغو ټولو جګړو کې، چې ټولې یې په خپله پیل کړې وې، ناپېیله پاتې شو او هغه مهال یې مشرانو د افغانستان دغه احسان منلی و[۱۳۰].

د دې برعکس که یو هېواد بل هېواد ته ووایی، چې  موږ ستاسو له اړخه داسې حکومت غواړو، چې پلانکی دې پکې نه وی؛ ان که دغه دې د خلکو په خوښه نه وی راغلی! تاسو باید لومړی له هند سره بیخی اړیکې ونه لرئ او که لرئ یې هم، باید یوازې تر اقتصادی ډګره پورې محدودې وی!! ستاسو پوځ او پولیس باید داسې وی، چې زموږ ستراتیژیکی ګټو ته خطر ونه زیږوی!!

داسې خبرې خو یوازې د اتلسمې پېړۍ له استعمار سره خوند کړی، نه له یوه داسې ګاونډی سره چې ستونزې یې که له موږ زیاتې نه وی نو کمې خو هرومرو نه دی!!

افغانستان ته داسې ویل چې زموږ پر سرحد هغه پولیس مه ګومارئ چې په هند کې یې ټرینینګ حاصل کړی وی[۱۳۱] د برژنیف له هغې خبرې سره هېڅ توپیر نه لری، چې داود خان ته یې هغه مهال ویلی ول: شوروی اتحاد دا کار ښه نه ګڼی، افغانستان باید د شوروی اتحاد له کارپوهانو پرته نور څوک په شمالی افغانستان کې پرې نه ږدی، ځکه هغوی (د ناتو هېوادونو او ملګری ملتونه) جاسوسان دی او د خپلې امپراتورۍ د موخو د مخبیولو لپاره کار کوی[۱۳۲]. افغانان به هېڅ مهال د یو ګاونډی په وینا له بل ګاونډی سره اړیکې پرې نه کړی، هغه هم د یو داسې هند په اړه چې د لوی هندوستان د خپلواکۍ په اړه یې د پیرنګی دښمنی پر ځان منلې وه.

هر هېواد ته په کار دی، چې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولری او داسې هېواد چې په وچه کې بند وی، هغه ته خو ډېر په کار وی- که څه هم ترانزیتی لاره که هر څه وی د وچ بند هېواد قانونی او اخلاقی حق دی او مطالعه څرګندوی چې له ۱۹۷۱کال څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې نه درلودلې خو بیا یې هم تجارت پر ترانزیتی لارې، چې له پاکستانه تېرېده روان و؛ یانې سیاسی خرابو اړیکو پر تجارتی اړیکو بده اغېزه ونه کړه[۱۳۳]– که چېرې بل هېواد استعماری موخې ونه لری، د هېواد په چارو کې لاسوهنه ونه کړی، افغانستان ته د یو مستقل او خپلواک هېواد په سترګه وګوری نو د داسې ګاونډی سره ښې اړیکې نه ساتل نه یوازې دا چې له ملی ګټو سره سر نه خوری بلکې موږ ته په تاوان هم راپرېوځی.

اوسمهال د نړۍ هېوادونه په داسې اړیکو پسې دی، چې په تجارتی غوټو سره تړل شوې وی، ځکه خو په همدې موخه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د صفر کړکیچونو په لور وی؛ ترڅو خپل تجارتی حجم زیات کړی، اقتصادی وده چټکه کړی، د صفر کړکېچونو له امله خپل نرم ځواک هم مخ پر زیاتېدو کړی، په نړۍ کې یو ښه نوم پېدا کوی او په نړیوالو اړیکو او سیاست کې یو دروند مقام خپلوی.

 دغه د صفر کړکېچونو پروسه تقریباً دوه لورې وی، یوازې یو لوری نه شی کولای چې دغه پروسه د کامیابۍ په لور بوځی. تازه بېلګه یې د ترکیې ده. له ګاونډیانو سره د ترکیې د صفر کړکېچ تګلاره له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ښه ثمره درلوده خو له ۲۰۱۱کال څخه تر دې دمه یې ترکیه نه یوازې په کور کې په محلی سیاست کې له غوبل سره مخ کړې بلکې په نړیوال سیاست کې یې له ګاونډیانو سره داسې لتاړ کړې، چې اوس د انزوا په ګرداب کې لامبو وهی او د لومړی پېر ثمره یې د دویم سره ډېر توپیر لری.

موږ هم، چې پرمخ تلو ته مو د بوټانو تسمې لا سمې نه دی تړلی؛ لا ډېره لاره پاتې ده چې له پرمختللو هېوادونو سره مو په یوه کرښه کې یوځای ودروی، غواړو چې له ګاونډیانو سره د ورورولۍ په فضا کې اړیکې-په تېره بیا تجارتی او اقتصادی- ولرو، د هغوی له تجربو زده کړو، یوځای[پاکستان] سره په هغو څه کې کار وکړو چې ګډې ګټې پکې نغښتل شوې وی لکه د منځنۍ آسیا ذخائر د نل په بڼه تېرول (د ټاپی پروجېکټ[۱۳۴]، کاسا ۱۰۰۰ پروژه، د ورېښمینو نوې لاره[۱۳۵]، چې هند او پاکستان به له منځنۍ آسیا سره ونښلوی) نو چې کله ګډې ګټې تعریف شی او په ګډه پرې کار وشی، همدا بیا د ستراتیژیکی ملګرتیا لپاره بنسټ جوړوی، چې دوه هېوادونه پکې ننوځی.

ستراتیژیک عمق؛ که په افغانستان کې د هند-پاکستان پروکسی جګړې اورلګید؟

که څه هم افغانستان له هند سره تاریخی، کلتوری او تمدنی اړیکې لرلې دی خو د برصغیر له وېش سره افغانستان د ډېورنډ کرښې له امله د پاکستان په پرتله هند ته ډېر نږدې شو. د دوی ترمنځ د نږدې کېدو نور لاملونه د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ او له پاکستان سره ګډه دښمنی هم وه. هند هم له همدې مهاله له افغانستان سره اړیکې ټینګې کړې، چې بیا یې پاکستان کې ستراتیژپوهان په دې اندېښنه او وېره کې مبتلا کړل چې هند به له هغه ځایه په پاکستان کې مداخلې وکړی او پاکستان به شاید په دوو محاذونو کې ښکېل کړی، همدغه وېره وه، چې بیا یې د پاکستان پر ستراتیژیکی کلچر ژورې اغېزې وکړې.

له پیل راهیسی د پاکستان ستراتیژیک عمق د هند پرخلاف و، لکه څرنګه چې د ضیاء الحق د خبرو له تېر اقتباس نه څرګنده شوې ده؛ خو وروسته د منځنۍ آسیا د نړۍ په ځمکه برسېره کېدل او پر مختلفو هېوادونو کې وېشل کېدل د سیمې په جیو-پولیتیک کې بدلون راووست. پاکستان نه یوازې خپله دغه تګلاره په افغانستان کې د هند د نفوذ پر خلاف ښه په درځ کې استعمال کړه بلکې دغه رقابت یې د افغانستان له پولو نه هم ورواړاوه او منځنۍ آسیا ته یې ورسوله، پاکستان د «اسلامی کلتور» پر بنسټ خپلې هلې ځلې پیل کړې او هند بیا د تجارت او د خپل نرم ځواک پر مټ پښې ټینګې کړې.

د رضوان حسین په اند د سړې جګړې نه وروسته د پاکستان د ملی امنیت هدفونه پر پنځو محورونو څرخېدل:

لومړی: د هند پرخلاف ستراتیژیک عمق ترلاسه کول.

دویم: په هند، په ځانګړې توګه په جېمو او کشمیر کې بېلېدونکی خوځښتونه حمایه کړل شی.

درېیم: منځنۍ آسیا ته ځانونه رسول او د هغه ځای دروازې د پاکستانی اقتصاد په لور خلاصول. ترڅنګ یې منځنۍ آسیا ته د دروازې رول ادا کول (ترڅو د امریکا او د لویدیځو هېوادونو پام پر ځان راوڅرخوی). په داسې حال کې یو پاکستانی کنترول شوی افغانستان به امریکا ته د پاکستان په جیو-استراتیژیکی ارزښت کې زیاتوالی راولی.

څلورم: د نیوکلایی تګلاره پرمخ او جاری ساتل.‏‏

پنځم: له چین سره په ستراتیژیکی او نظامی-نظامی اړیکې پراخول[۱۳۶].

هند په افغانستان کې خپل نفوذ د دې لپاره زیاتوی چې هسې نه بیا پاکستان او یا په افغانستان کې د سخت دریځو حکومت راشی او هغوی ته په کشمیر او هند کې ستونزې وزیږوی نو ځکه هغوی د پاکستان د ستراتیژیک عمق څخه وېره لری. پاکستان هم، چې کله د هند زیاتېدونکې اقتصادی هلې ځلې په افغانستان کې ولیدلې نو لومړی خو یې هېڅ هضمولای نه شو خو وروسته-وروسته یې پر افغانستان روښانه کړه چې کابل کې باید د هند رول یوازې اقتصادی وی، نه سیاسی!!  او اوس پر همدې تکل کې ده چې په څه چل خپل پخوانی، هغه د شوروی جهاد پېر، نرم ځواک بیا تازه کړی او د هند هغه بیا کم کړی.

هند چې په افغانستان کې خپل سفارت د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې پرانیست، چې له ۱۹۹۶کال راهیسې بند و نو افغانستان سره یې مرستې پیل کړې او تر دې دمه یې ۱.۲ ملیارده ډالره مرسته کړی، چې په دې توګه یې بیا له پنځو هغو نړیوالو هېوادونو څخه جوړوی چې له افغانستان سره یې د مرستې کچه تر ټولو زیاته ده[۱۳۷] او ترڅنګ یې تقریباً څلور زره ښاریان هم په افغانستان کې په کارونو بوخت دی[۱۳۸]. ورسره هند د ګوادر له بندر څخه ۷۰ کیلومتره لرې د اېران په چابهار کې له ایران سره د یو بل بندر په جوړولو بوخت دی، چې هند به نه یوازې له افغانستان سره ونښلوی، بلکې له منځنۍ آسیا سره به یې هم وصل کړی، دغه سړک به ایرانیانو ته هم ګټه وکړی او د افغانستان غټ رېنګ روډ به هغوی ازبکستان او تاجکستان ته هم ورسوی!! په دې مد کې هندوانو له اېرانیانو سره تر اوسه تقریباً ۱۳۶میلیونه ډالره هم مرسته کړی ترڅو د اېران له چابهار څخه د افغانستان تر پولې ورسیږی (چابهار-زرنج-دلارام). هند د دې ترڅنګ یو بل پلان هم تر نظر لاندې لری چې د ریل یوه پټلۍ له چابهار څخه د افغانستان د حاجی ګګ تر کانه پورې هم تېره کړی، چې تقریباً ۹۰۰کیلومتره به وی[۱۳۹] دغه کار که له یوې خوا د پاکستان او هند ترمنځ د انرژۍ پر سر سیالۍ ته هڅوی بلکې ګوادر او چابهار هم په سیالۍ کې ښکېلوی او داسې دغه مقابله به د هند او پاکستان نه په تللو د هند او چین ترمنځ په یو پراخ ډګر کې هم ولوبول شی.

دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې د یو بل ستراتیژیک عمق خنثی کړی. په همدې موخه نوموتی لیکوال احمد رشید او نومیالی روبین په خپله ګډه مقاله کې ولیکل: « افغانستان…  په ډېرو ځایونو کې د هند او پاکستان ترمنځ مقابله کې د کشمیر ځای نیولی دی[۱۴۰]» جنرال مشرف په ۲۰۱۱کال کې وویل چې افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ پروکسی جګړه ده[۱۴۱]، او په همدغه کال د پاکستان سناتور مشاهد حسین پر دې خبرې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه –پاکستان او هند- دې په افغانستان کې وروستۍ غلطۍ تکرار نه کړی، کنه له ۲۰۱۴ کال وروسته به د پاکستان او هند پر اړیکو به ژورې اغیزې وکړی[۱۴۲].

په کابل کې د هند پر سفارتونو، قونصلګریو بریدونه، هندی انجینران وژل[۱۴۳] ، د پاکستان په بلوڅستان کې حالات خرابېدل[۱۴۴] ، افغانستان ته ویل چې زموږ پر سرحد هغه پولیس مه ګومارئ چې په هند کې یې ټرېنېنګ حاصل کړی وی[۱۴۵]؛ دغه ټول د دغه پروکسی جګړې ثبوت دی.

ستراتیژیک عمق او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل:

پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذه وېره لری او د هغوی د زیاتېدونکی نرم ځواک په مقابل کې اوس خپلې هلې ځلې کوی او زیار باسی چې خپل نرم ځواک بیا ترلاسه کړی[۱۴۶]. ترڅنګ یې، د پروېز کیانی په ژبه، غواړی چې ووایی: پاکستان یو «باامنه، ملګری او باثباته» افغانستان غواړی؛ له ستراتیژیک عمق څخه هدف د افغانستان کنترولول نه دی بلکې پر دې ټینګار کول دی چې پاکستان په اوږدمهال کې له خپل غربی سرحد څخه کوم امنیتی خطر ونه لری؛ په افغانستان کې د هند رول «نه مرسته کوونکی» دی؛ او پاکستان د افغانستان ادارې لکه پولیس او پوځ داسې غواړی چې زموږ له ستراتیژیکو ګټو ته کومه خطره ونه غورځوی[۱۴۷]

افغانستان چې له ډېرو هېوادونو سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل[۱۴۸]، په دې جمله کې هند هم شامل و[۱۴۹]، خو پاکستان نه یوازې دغه تړون ته د شک په سترګه ګوری بلکې له افغانستان څخه له ډېره وخته غواړی چې ورته تړون له پاکستان سره هم لاسلیک کړی[۱۵۰]. په دې تکل کې د پاکستان یو پخوانی رئیس جممهور، پرویز مشرف، له افغانستان څخه وغوښتل ترڅو هغه افغانی پولیس او اردو چې په هند کې روزل شوې وی د پاکستان پر سرحد ونه ګومارل شی.

 ۲۰۱۴کال د افغانستان لپاره یو ډېر مهم کال دی؛ ځکه په دې کال به د ولسمشرۍ انتخابات کېږی او له افغانستان څخه به نړیوال پوځیان وځی، د افغان حکومت په یوازېتوب او د مقاومتی ډلو په شتون کې به حالات پر کوم لور ځی، د دې ځواب به په مفاهمتی او د سولې په پروسه کې اېښودل شوی وی، چې د افغانستان د تقدیر پر تندی کوم خال ږدی.

د پاکستان پخوانی سفیر، ریاض احمد خان، دوه کاله مخکې، پاکستان ته مشوره ورکړې چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ستراتیژیک عمق په لټه کې نه شی کنه تاوان به یې بیا همدوی ته وی!

د پاکستان وېره پرځای ده او کنه؟

له پورته اقتباسونو څخه مالومه شوه، چې د پاکستان ستراتیژیک عمق ډېرو په مختلفو ټکو کې تعریف کړې ده او له دغو بشپړو تعریفونو څخه مالومیږی، چې د پاکستان ستراتیژیک عمق څو هدفونه لری:

  • د افغانستان له لوری د ډېورنډ کرښې منل
  • له هند سره د پاکستانیانو حساسیت او په همدې تړاو دوی نه غواړی چې هند په افغانستان کې فعال حضور او له حده ډېر نفوذ ولری. ځکه بیا به پاکستان له دوو محاذونو سره مخ کړی.
  • که چېرې له هند سره د دوی جګړه ونښلی، نو د افغانستان ناپېیلتوب او که چیرې په کابل کې ډیر پاکستانی پلوی حکومت وی، نو له پاکستانه بیا باید ملاتړ هم وکړی.

لومړی د ډېورنډ کرښه:

په افغانستان کې ډېری دا نظر لری، چې د ډېورنډ کرښې قضیه د حکومتونو له توان څخه پورته ده، دغه قضیه حکومتونه نه شی حلولای، بلکې د دوی حلول باید ملتونو ته پرېښودل شی[۱۵۱]. په افغانستان کې هم ډېرو حکومتونو همدې خبرې ته ډېره پاملرنه کړې، د سردار شاه محمود خان له حکومته نیولې تر طالبانو او اوسنی حکومته پورې چا هم د دې قضیې د حلولو کوښښ نه دی کړی، پرته د سردار محمد داود خان او موسی شفیق له واکمنیو.

دا چې پاکستان د افغانستان پر حکومت فشارونه راوړی، څو کابل اړ کړلای شی او په پای کې دوی د ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژنی به د پاکستان د پالیسۍ جوړونکو لنډ فکری وی.

د استاد حبیب الله رفېع په اند د ډېورنډ کرښې قضیه هغه مهال حل کېدلای شی، کله چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ناپېیلی او له مداخلو پاک رفرنډم وشی او د خلکو خوښه مالومه کړای شی[۱۵۲]، پرته له دې یې حل ناشونی برېښی.

یوه خبره چې صریحاً ښکاره ده او په پاکستان کې یې ډېر سفیران او تحلیل ګران هم منی، چې افغانستان به د تاریخی او زمینی حالاتو له رویه د ډېورنډ کرښه شاید هېڅ مهال- کنه اوسمهال خو ډېره سخته ده- په رسمی بڼه ونه منی [۱۵۳] کنه هغوی خو د هغو طالبانو په وخت کې هم ولیدله چې ډېرو پاکستانی  جنرالانو هغوی خپل بچیان[۱۵۴] بلل بیا هم هغوی د ډېورنډ کرښه ونه منله، ترڅنګ یې باید پاکستان هم د افغانستان له هغو دریځونو زده کړی او یوازې هغه څه یاد نه کړی چې افغانستان یوازېنی هېواد و چې د پاکستان خلاف یې رایه ورکړه بلکې هغه مجبوریتونه هم درک کړی، چې د کومو لاملونو له امله یې منفی رایه ورکړه او که افغانستان همدومره مضر و نو بیا یې ولې یوه میاشت وروسته خپله منفی رایه بېرته واخیستله؟ ولې یې د خپل هېواد رسمی سفیر جناج ته ولېږداوه؟ ولې د پاکستان-هند جګړو کې بې پرې پاتې شو؟ ولې یې پولادی ککرۍ د شالمار په باغ کې هغسې تقریر وکړ، چې همدوی بیا ورته حیران وو؟؟ 

دویم: د پاکستان له خوا دا وېره چې افغانستان به له هند سره یوځای له دوی سره جګړه وکړی:

هغه مهال چې سردار داوود په افغانستان کې رئیس جمهور و او افغانستان یو باثباته او تر اوسنی حده ډېر مستحکم هېواد و، په هغه وخت کې چې پاکستان له افغانستان څخه ډېره وېره درلوده خو په افغانستان کې هغه مهال د داسې تخریب لپاره څه نه ول[۱۵۵]

د پاکستان پخوانی فارن سکرتر ریاض احمد خان په خپل نوی کتاب کې لیکی: ظاهر شاه څو ځله پاکستانی مشرانو ته دغه خبره تکرار کړی وه او یقین یې ورکړی و، چې د پاکستان هېواد دې د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کال پاک-هند جګړو کې له افغانستان څخه هېڅ وېره نه لری، د دې خبرې تائید وروسته ذولفقار علی بوټو هم وکړ[۱۵۶].

خپله پاکستانی فارن سکرتر او پخوانی سفیر د دې خبرې سره پخلی کوی، چې شواهد ښیی چې د پاکستان لپاره د افغانستان د ډېورنډ کرښې دریځ او نه د پښتونستان مساله کله هم د پاکستان لپاره د کومې حقیقی خطرې باعث نه ده شوې[۱۵۷] هغه مخکې د دې په هکله خپل دلایل څه داسې وړاندې کوی:

دا خبره روښانه ده، چې کوم شان خطره د پاکستان د سلامتۍ لپاره د ختیځ له خوا ده هغه د افغان پولې له خوا بالکل نه ده. لومړۍ خبره خو دا ده چې د پاکستان او افغانستان د ځواک ریاستی انډول برابر نه دی. دویم د پولې شاوخوا جغرافیه چې یو شانته قوم، چې نیم آزاد قبائیل دی، د دې باعث کېږی چې په باقعده توګه د یو روائیتی پوځی پرمختګ مخه ونیسی. او په اصل کې دغه پوله په باقعده توګه د پوځ له لارې کنترولول هم ستره ننګونه ده[۱۵۸]

له هند سره موږ پخوا هم ګرمې او ښې اړیکې درلودلې، هغه مهال هم افغانستان نه یوازې د ۴۸،۶۵، ۷۱ په جګړو کې پر پاکستان برید ونه کړ بلکې په دې وخت کې د خپلې تګلارې په بنسټ ناپېیلی پاتې شو. یوازې دا نه بلکې کله چې هندی الوتکو پر کوهاټ او پېښور بریدونه وکړل نو افغانستان په ډیپلوماتیک ډګر کې پرې ګرمې تبصرې هم وکاږلې او هند ته یې وویل: « هند ته نه دی په کار چې پر هغو ځایونو برید وکړی چې د افغانستان پرې دعوی دی»

سردار داوود خان، چې پاکستان ترې تر ټولو زیات ډارېده، او د هغه د پښتونستان دریځ، چې پاکستان یې تر دې دمه په یوه نفسیاتی ناروغۍ کې اخته کړی دی، د ۱۹۷۸ کال په مارچ کې د شالمار باغ په جلسه کې څه داسې څرګندونه وکړه:

ستاسو طاقت زموږ طاقت دی. ستاسو فلاح زموږ فلاح ده. ستاسو استحکام زموږ استحکام دی. موږ ته په کار دی چې د ورورولۍ او اخلاص په فضا کې د یو بل لاسونه ونیسو او پرمخ روان شو. زما هیله ده چې د پاکستان او افغانستان ملګرتیا به تل او لافانی وی[۱۵۹]

د پاکستان فارن سکرتر ریاض احمد خان وویل، دې خبرې په پاکستان ډېره اغېزه وکړه ځکه دا یوه داسې کس کړې وه چې نه یوازې د پښتونستان د مسالې معمار و، بلکې هغه د یو مستحکم افغانستان ولسمشر هم و[۱۶۰]!!

که چېرې له هند سره د پاکستان جګړه ونښلی، آیا افغانستان به ناپېیلی پاتې کېږی؟ حامد کرزی د سلیم صافی دغې پوښتنې ته داسې ځواب ووایه چې تر ډېره یې د پاکستان مطبوعات ګرم ساتلی وو. دی د ناپېیلتوب نه هم وړاندې ولاړ او ویې ویل، موږ به له پاکستان سره دریږو!!

 

آیا یو اتومی ځواک بیا هم ستراتیژیک عمق ته اړتیا لری؟؟

د اتوم په پېړۍ کې ایا اوس هم څوک دې ته اړ دی چې اتوم په اوږه کله دلته او کله هلته وګرځوی؟ له بل ځایه د خپل هېواد دفاع وکړی؟ د اتومی وسلو پر دې بې بندوباره انتقال به نړیوال څه غبرګون وښیی؟ نړۍ چې د اتومونو د خلع کولو په لور ده څنګه به اجازه ورکړی چې په یوه داسې سیمه کې چې د تروریزم زیږنتون او عملیات خانه ده د اتوم په داسې انتقالاتو چې احتمال یې زیات دی د همدغو خطرناکو خلکو لاسونو ته ولویږی داسې په آسانۍ اجازه ورکړی؟؟

د افغانستان نوموړی استاد دکتور داوود میرکی له اتومی وسلو سره د پاکستان ستراتیژیک عمق نظریه متروکه ګڼی [۱۶۱]

دوه داسې ګاونډیان، چې دواړه پر اتومونو سمبال دی، لومړی خو یې جګړې ته ننوتل سخت دی او که ننوځی هم، یا خو به یې سفیران جګړه تر څو ورځو پورې محدوده کړی او که نه بیا به پرېکړه او تقدیر د اتوم پر زور ټاکل کېږی.

د بحث پایله:

پورته مو چې د موضوع په اړه کوم علمی بحث ولوست، له دې څخه مالومه شوه، چې ډېرو د پاکستان ستراتیژیک عمق تګلاره  د خپل لیدلوری له مخې تعریف کړې او تر اوسه د دې په اړه کوم ځانګړی او منفرد تعریف نه لرو. که موضوع نوره هم نچوړ کړو، نو ویلای شو، چې داسې نه ده چې په پاکستان کې ټول د ستراتیژیک عمق په اړه پر یو تعریف همغږی وی، بلکې دلته هم نظرونه له یو بل سره توپیر لری، د پاکستان نظامی/ او استخباراتی شنونکی یې یو ډول تعریفوی، ډیپلوماتان او سفیران یې بیا بل ډول تعریفوی. په پاکستان کې هم ځینې کړۍ داسې دی چې د خپلې همدغې تګلارې پرخلاف آوازونه اوچتوی، د بېلګې په توګه کامران شافعی، مرحوم اقبال احمد، احمد رشید، ایاز وزیر، اکرام سهګل، ریاض محمد خان او نور. ځینې وخت داسې هم وی، چې ډېری پاکستانیان په کابل کې ستراتیژیک عمق غواړی، خو په کابل کې د ستراتیژیک عمق د ترلاسه کولو لومړیتوبونه یې بیا له یو بل سره توپیر لری، څوک یې لومړی سیاسی اړخ ته لومړیتوب ورکوی، څوک یې بیا اقتصادی پلو ته او ځینې داسې هم دی، چې یوازې د افغانستان ناپېیلتوب ته هم د ستراتیژیک عمق په سترګه ګوری.

دا چې د افغانستان په اړه د نظامیانو تعریف شوی ستراتیژیک عمق صحیح خېژی او که د ډیپلوماتانو، په دې اړه مو پورته ولوستل، څرنګه چې د افغانستان په اړه ډېری تګلارې نظامیان یا پاکستانی استخبارات جوړوی، نو له همدې ځایه اړینه ده، چې د دوی تعریف شوی ستراتیژیک عمق په افغانستان کې د پاکستانی تګلارې برخه وګڼو.

 همدغو مبهمو او متفاوتو تعریفونو او متنازع فیه تفسیرونو دغه موضوع لا د شکونو ډګر ته ټېل وهلې ده او هر مهال چې پاکستان ووایی، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق غواړو، څه دې د دغې تګلارې ډیزاین پر ښو نیتونو باندې نه وی ولاړ خو په کابل کې به دغه تګلاره د پاکستان د بیا لاسوهنې په مترادف وی!  ځکه په مبهمو نظریو ټینګار خپله بې باوری زیږوی.

آیا ریښتیا هم پاکستان په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته اړتیا لری؟ په دې اړه مو پورته ولوستل، چې که افغانستان خپلو طبیعی دریځونو ته پریښودل شی، نو هېڅ مهال به هم پاکستان ته د هند له کبله سرخوږی جوړ نه کړی.

پای

 

[۱]  د دې مقالې په بشپړولو کې له خپل استاد محمد زمان مزمل، استاد حبیب الله رفېع، دکتور داود میرکی، د پېښور آرشیف کتابتونونو، او د کابل عامه کتابتون له مسؤلینو څخه مننه کوم، چې د مقالې په بشپړولو کې یې راسره خپلې مرستې وکړې. په درنښت.

[۲]  د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز علمی غړی. په یاد شوی آدرس  له لیکوال سره اړیکه ټینګولای شئ:

abilalnajeeb@gmail.com

[۳] Anees Jillani. 1993.  Pak-Afghan Relations: 1958-1988. Pakistan Horizon, Vol. XLVI, No. 1

په دې اړه لویس دوپړی هم داسې لیکی، چې افغان حکومت د هند انګلیسی حکومت تر غوږونو ورسوله د ډیورنډ وراخوا پښتنو په اړه لیوالتیا لری، چې په ځواب کې ماونتبیتن هندی وایسرای ولیکل:

 
Agreements with the tribes on the North-west frontier of india will have to be negotiated with the appropriate successor authority (Louis duppree, Afghanistan, p488)

[۴] Shahid M.Amin. (2010). Pakistan’s Foreign Policy: A Reappraisal. Second edition. Karachi: Oxford Publishers. Pages: 40-50

[۵] Official records of the plenary meetings of the U.N General Assembly, Ninety-second Plenary Meeting of the U.N General Assembly, 30 September 1947

د عبدالصمد غوث له کتاب، د افغانستان سقوط، نه په حواله واخستل شو.

[۶] See: Magnus, Ralph and Naby, Eden. (1998). Afghanistan: Mullah, Marx and Mujahid. Pak Book Corporation: Pakistan.

[۷] Shahid M.Amin. (2010). Pakistan’s Foreign Policy: A Reappraisal. Second edition. Karachi: Oxford Publishers. Pages: 40-50 and see:

عبدالصمد غوث. د افغانستان سقوط. دانش کتابتون: پیښور. مخونه: ۹۰-۱۰۸

[۸] عبدالصمد غوث. د افغانستان سقوط. دانش کتابتون: پیښور. مخونه: ۱۰۱

[۹] پاولادلا، لیوان ولیلا، کشور شاهی افغانستان و ایالات متحده، په فارسی ژپاړن غلام صفد پنجشیری د ۱۹۹۹میلادی کال چاپ، مخ ۵۹ د اندییشمند په کتاب کې: اندیشمند، محمد اکرام. ۱۳۸۹. امریکا په افغانستان کې. میوند خپروندویه ټولنه: کابل. مخ  ۱۸-۲۴

[۱۰]  پاولادلا، لیوان ولیلا، کشور شاهی افغانستان و ایالات متحده، په فارسی ژپاړن غلام صفد پنجشیری د ۱۹۹۹میلادی کال چاپ، مخ ۶۸ د اندییشمند په کتاب کې: اندیشمند، محمد اکرام. ۱۳۸۹. امریکا په افغانستان کې. میوند خپروندویه ټولنه: کابل. مخ ۲۴-۲۵  

[۱۱] سیڼو (SEATO) پر ۱۹۵۶کال د ډېورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت وپیژندله (وګورئ د اندیشمند، غوث، او د شاهد امین کتابونه)

[۱۲]  دا چې امریکا او انګلیس غوښتل څو د برصغیر (پاک و هند) لویه وچه د کمونیزم نه وژغوری، په دې اړه د لا مطالعې لپاره ولولئ، په هند کې د پخوانی وایسرای سکرتر، نارېندرا سینګ ساریلا کتاب:

Narendra Singh Sarila, The Shadow of the Great Game: The untold story of india’s partition, HarperCollins, 2009

[۱۳]  له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه. ۲۰۱۴

[۱۴] پاولادلا، لیوان ولیلا، کشور شاهی افغانستان و ایالات متحده، په فارسی ژپاړن غلام صفد پنجشیری د ۱۹۹۹میلادی کال چاپ، مخ ۱۹۹ د اندییشمند په کتاب کې: اندیشمند، محمد اکرام. ۱۳۸۹. امریکا په افغانستان کې. میوند خپروندویه ټولنه: کابل. مخ ۶۴ او د عبدالقیوم موند د دکتورا له رسالې څخه واخستل شو.

< Abdul Qayum Mohmand. (2007). American Foreign Policy towards Afghanistan: 1919 to 2001. PhD dissertation. Google books.>

[۱۵] Abdul Qayum Mohmand. (2007). American Foreign Policy towards Afghanistan: 1919 to 2001. PhD dissertation. Google books

[۱۶] Abdul Qayum Mohmand. (2007). American Foreign Policy towards Afghanistan: 1919 to 2001. PhD dissertation. Google books

[۱۷] Abdul Qayum Mohmand. (2007). American Foreign Policy towards Afghanistan: 1919 to 2001. PhD dissertation. Google books. Page: 30-31

[۱۸]وګورئ د عبدالصمد غوث کتاب، د افغانستان سقوط.

[۱۹] اندیشمند، محمد اکرام. ۱۳۸۹. امریکا په افغانستان کې. میوند خپرندویه ټولنه: کابل. مخونه ۶۵-۶۶

[۲۰] Abdul Qayum Mohmand. (2007). American Foreign Policy towards Afghanistan: 1919 to 2001. PhD dissertation. Google books

[۲۱]  وګورئ د امین الله دریځ کتاب، افغانستان در قرن بیستم. مخ ۳۶۲ او د عبدالصمد غوث کتاب د افغانستان سقوط. مخ ۱۰۱-۱۰۲

[۲۲] په مارچ ۱۹۶۵ کال په کابل کې د افغانستان-چین پولې وټاکل شوې، او یو تړون هم لاسلیک شو. په دې اړه وګورئ:

http://www.iranicaonline.org/articles/boundaries-iii

[۲۳] که څه هم په دې اړه کره تاریخی لاسوندونه نشته خو د یوې اندازې له مخې په دې هجرتونو کې تقریباً له دوو لکو څخه یو ملیون کسان وژل شوې دی، او په ۱۹۵۹کال کې په پاکستان کې هر لسم کس به مهاجر و (وګورئ:

Ian Talbot, Pakistan: a new History, P 113

[۲۴] Hasan Askari Rizvi, Pakistan’s Strategic Culture, in South Asia in 2020: Future Strategic Balances and Alliances, edited by Michael R. Chambers, Strategic Studies Institute, 2002, pp: 305-328

[۲۵] تېر ماخذ

[۲۶] تېر ماخذ

[۲۷] Christian fair, fighting to the end: pakistan’s way of war, p:124

[۲۸] Abdul Sattar, Pakistan’s Foreign relations: 1947-2012, Oxford University Press: Karachi, 2013, pp: 171

[۲۹] له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۳۰] پریسلر د امریکا د کانګرس یو غړی و، چې دغه قانون بیا د همده په نوم ونومول شو. دغه قانون په ۱۹۸۵ کال د کانګرس څخه پاس شو، چې له مخې یې سپینه ماڼۍ اړ وه، څو کانګرس ته هر کال د دې خبرې ډاډ ورکړی، چې پاکستان اتوم نه جوړوی. د دغه قانون له مخې پر پاکستان ځینې اقتصادی او د نظامی وسلو پر رانیولو بندیزونه ولګیدل.

[۳۱] Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 183

[۳۲] Suzanne Goldenberg, Bush Threatened to bomb Pakistan, says Musharraf, The Guardian, 22 sep 2006, see online: < http://www.theguardian.com/world/2006/sep/22/pakistan.usa>

[۳۳]  د مشرف د ۱۹ سپتامبر ۲۰۰۱کال تقریر دلته ولولئ:

http://news.bbc.co.uk/2/hi/world/monitoring/media_reports/1553542.stm

[۳۴] له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۳۵] په یوه تلویزونی مرکه کې د پاکستان نومیالې نظامی تحلیلګرې عائشه صدیقې څرګندونې.  وګورئ بولنا ضروری هی، په دې لینک کې: <http://www.youtube.com/watch?v=536V8YvcObU&hd=1>

[۳۶]  انېت مهکرجی، چې د هند په یوې تحلیلی او دفاعی مطالعاتو موسسه کې څېړونکی دی، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل. وګورئ: < http://idsa.in/askanexpert/Whatisstrategicdepth>

[۳۷] Hasan Askari Rizvi, Pakistan’s Strategic Culture, in South Asia in 2020: Future Strategic Balances and Alliances, edited by Michael R. Chambers, Strategic Studies Institute, 2002, pp: 305-328

 [۳۸] هم هغه شان، چې کله یې په ۱۹۷۱کال جګړه کې خپلې الوتکې د هندی بمبارد څخه د ساتلو په موخه ایران کې ښکته کړې وې (د مشرف د حکومت په لومړیو کلونو کې د پاکستان وزیر داخله جنرال معین الدین حیدر په بولنا ضروری هی پروګرام کې څرګندونې، وګورئ په یوټیوب کې: )<http://www.youtube.com/watch?v=536V8YvcObU&hd=1>
او له جاوید اشرف قاضی سره د نصره طلعت فاروق د خپلې دکتورا لپاره مرکه. ولولئ:

Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 213

[۳۹] Shuja Nawaz, Crossed Swords: Pakistan, its army, and the wars within (Karachi: Oxford University Press: 2008)pp: 419, همدا ډول جنرال اسد درانی هم له دې خبرې سره موافق دی

[۴۰]  د ضیاء الحق خپل الفاظ کټ مټ دا دی:

‘By helping you, we have earned the right to have a regime in Afghanistan to our liking. We took risks as a front-line state, and we won’t permit it to be like it was before, with Indian and Russian influence there and claims on our territory. It will be a real Islamic state, a real Islamic confederation. We won’t have passports between Pakistan and Afghanistan. It will be part of a pan-Islamic revival that will one day win over the Muslims in the Soviet Union, you will see.’

[۴۱]  د جنرال مرزا اسلم بیګ خپله لیکنه، د عجمو بهار، په لاندې ویپ پاڼه کې ولولئ:

http://www.sapulse.com/new_comments.php?id=3516_0_1_0_M13

[۴۲] Rizwan Hussain. Pakistan and the Emergence of Islamic Militancy in Afghanistan. Google Books. Page: 172

[۴۳] Abstract idea

[۴۴] له جنرال مرزا اسلم بیګ سره د نصره طلعت فاروق د خپلې دکتورا لپاره مرکه. ولولئ:

Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 215

[۴۵] Zahid Hussain, Frontline Pakistan: The Struggle with Militant Islam, IB Tauris: London, 2007,  p30

[۴۶] Cited in Christine C Fair, Fighting to the End: The Pakistan’s Army way of war, oxford university press: Karachi, 2014, 149

[۴۷] وحید مژده، افغانستان و پنج سال سلطه طالبان، نشرنی: تهران، چاپ اول ۱۳۸۲، مخ ۱۲۶

[۴۸] Wikileaks. 09ISLAMABAD270, CODEL BIDEN’S MEETING WITH COAS KAYANI AND ISI. See online: <http://wikileaks.oliverbaron.com/cable/2009/02/09ISLAMABAD270.html >

[۴۹] Kayani Speaks, Dawn, feb 3 2010, see < http://www.dawn.com/news/843395/kayani-speaks> and Gen Kayani on ‘strategic depth’, feb 14 2010 < http://www.dawn.com/news/1004191/gen-kayani-on-strategic-depth>

[۵۰] Khalid Iqbal. (2011). the notions of Strategic Depth. The daily Nation. 26 December, 2011.

[۵۱] Khan, Muhammad (Col Dr), Security environment in south Asia, Hilal 48 (sept): 18-19

[۵۲] Harsh V Pant, Dr. (2012). India in Afghanistan: a rising power or a hesitant power?. Centre for international peace and security studies: McGill University.

<http://cepsi-cipss.ca/wp-content/uploads/2012/06/Harsh_Pant_wkg_paper.pdf>

[۵۳] Yousufzai, Rahimullah, We have no intention of exporting Jehad, the News, 19 august 1998. (Cited in Ahmed Rashid’s Taliban: Islam, Oil and the New Great Game in Central Asia, p: 186)

[۵۴] احمد بلال نجیب الرحمان. په افغانستان کې د هند ګټې(۲۰۰۱-۲۰۱۳). تحلیل ژورنال، دویمه ګڼه: مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی، کابل. مخونه ۵۶-۷۶

[۵۵] Zafar Hilaly. (2010). Revisiting the military strategy. Daily times. September 30. Retrieved from:

< http://www.dailytimes.com.pk/default.asp?page=2010%5C09%5C03%5Cstory_3-9-2010_pg3_2>

[۵۶]  له نومیالی شناند احمد رشیدسره د لیکوال ایمیلی مرکه: ۲۰۱۳

[۵۷] له دکتور داود میرکی سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۵۸] Kay Johnson and Hamid Shalizi, Afghanistan’s Karzai criticizes U.S., Pakistan in farewell speech, sep 24 2014, see online <http://www.reuters.com/article/2014/09/24/us-afghanistan-karzai-idUSKCN0HI0LY20140924> 

[۵۹] Ayaz Wazir. (2013). A long awaited change. The News. December 2. Accessed on 7th December, 2013:
< http://www.thenews.com.pk/Todays-News-9-217569-A-long-awaited-change>

[۶۰] Kamran Shafi. Defining ‘Strategic Depth’. ۱۹ January 2010. Dawn.

 <http://www.dawn.com/wps/wcm/connect/dawn-content-library/dawn/the-newspaper/columnists/14-defining-strategic-depth-910> and See also: Kamran Shafi. 2010. It is within us. Dawn, 09 february. < http://www.dawn.com/wps/wcm/connect/dawn-content-library/dawn/the-newspaper/columnists/13+kamran-shafi-it-is-within-us-920-za-01>

[۶۱] Ghummam, Israr Ahmed (Lt Col), Pakistan’s Geostrategic environment and military system, Pakistan Army Journal 31 (March): 26-37

[۶۲] پاکستانیان پر دې باور درلود چې له هند سره د کشمیر پر سر جګړه یقینی ده (وګورئ Hasan Askari Rizvi, Pakistan’s Strategic Culture, in South Asia in 2020: Future Strategic Balances and Alliances, edited by Michael R. Chambers, Strategic Studies Institute, 2002, pp: 305-328

[۶۳] Hasan Askari Rizvi, Pakistan’s Strategic Culture, in South Asia in 2020: Future Strategic Balances and Alliances, edited by Michael R. Chambers, Strategic Studies Institute, 2002, pp: 305-328

[۶۴] Cited in Christine C Fair, Fighting to the End: The Pakistan’s Army way of war, oxford university press: Karachi, 2014, 103

[۶۵] له نصرت طلعت فاروق سره د جنرال پرویز مشرف مرکه، ولولئ: Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic

 Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 90

[۶۶] Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 90-91

[۶۷]  ریاض محمد خان، پاکستان اور افغانستان.

[۶۸] Brig Asif Haroon Raja, India’s ambitions to encircle Pakistan, see online: < http://www.opinion-maker.org/2012/11/india-encircling-pakistan/>

 [۶۹] استاد محمد زمان مزمل، طالبان او لس مګره، ژمن ویپاڼه.

[۷۰] ‘Indian commitment to Afghanistan touches USD 2 Billion: PM’, Hindustan Times, May 13, 2011, see online: < http://www.hindustantimes.com/world-news/indian-commitment-to-afghanistan-touches-usd-2-billion-pm/article1-697007.aspx>

[۷۱] Gareth Price, India’s Policy towards Afghanistan, Chatham House, August 2013, see it online: http://www.chathamhouse.org/sites/files/chathamhouse/public/Research/Asia/0813pp_indiaafghanistan.pdf

[۷۲]   د لا معلوماتو لپاره ولولئ، احمد بلال نجیب الرحمان، په افغانستان کې د هند ګټې، تحلیل ژورنال (دویمه ګڼه)، مخونه ۵۶-۷۶

[۷۳]  په دې اړه ولولئ د صادقه حمید څېړنیزه مقاله، چې پکې یې د پاکستان له ډیرو نخبه ګانو او پالیسی جوړونکو سره مرکې کړی او د دوی اندیښنې یې پخپله مقاله کې لیکلی دی.

Sadika Hameed, Prospects for Indian-Pakistani Cooperation in Afghanistan, Center for Strategic & International Studies.

[۷۴]  په دې اړه د پاکستان د مطبوعاتو په تېره بیا د ډان، ایکسپریس، نیشن، پاکستان ابزرور، فرنټیر پوسټ، نوای وقت، اوصاف او امت اخبارونو سرمقالې دلته ولولئ:

https://wikileaks.org/gifiles/docs/71/717794_afghanistan-east-asia-fsu-mesa-anger-unconcern-in-pakistani.html

[۷۵] Tahir Khan, Karzai in India to reiterate call for heavy weapons, express tribune, dec 14, 2013, see online: <http://tribune.com.pk/story/645132/karzai-in-india-to-reiterate-call-for-heavy-weapons/>

[۷۶]  حامد کرزی پخپله الوداعۍ وینا کې وویل، پاکستان غواړی چې د افغانستان بهرنۍ چارې کنترول کړی. په دې اړه ولولئ:

Pakistani Power players are trying to control Afghanistan’s foreign policy: Karzai, nation, sep 23, 2014, see online: < http://nation.com.pk/national/23-Sep-2014/pakistani-power-players-are-trying-to-control-afghanistan-s-foreign-policy-karzai>

 [۷۷]  لیکوال په کابل کې له یو لوړ پوړی طالب چارواکی، چې د طالبانو پرمهال وزیر و، څخه ورته خبره واوریدله، ده وویل، پاکستان لومړی کوښښ کوه، چې دغه خبرې اترې د دوی له لارې وشی، کله چې دغه کار ونشو نو بیا یې هڅه وکړه چې دغه کار د خپل ستراتیژیک ملګری سعودی له لارې وکړی، کله چې دا کار هم ونشو نو اوس هڅه کوی چې د سولې خبرې د خپل بل ستراتیژیک ملګری چین له لارې ترسره کړی.

[۷۸]  د مرکز مطالعات ستراتیژیک و منطقوی د تحلیل هفته ۹۵ ګڼه، امریکا؛ جنګ و معیار های دوګانه، تحلیل از سپردن لطیف الله محسود به پاکستان.

[۷۹] د افغانستان له یو افغان لیکوال سره مرکه: ۲۰۱۴

[۸۰] Tahir Khan, Brothers of Taliban negotiator held in Pakistan, express tribune, May 1 2014, see it online: http://tribune.com.pk/story/702628/brothers-of-taliban-negotiator-held-in-pakistan/

[۸۱]  الجزیره: طالبانو د سیاسی دفتر د مشر سید محمد طیب آغا ورونو په پاکستان کې نیول شوی او فامیل ته یې اخطار ورکړل شوی، نن ټکی آسیا، د می ۸مه ۲۰۱۴، په لاندې لینک کې یې ولولئ:

http://www.nunn.asia/11327/%D8%A7%D9%84%D8%AC%D8%B2%DB%8C%D8%B1%D8%A9-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D9%8A-%D8%AF%D9%81%D8%AA%D8%B1-%D8%AF-%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%B3%DB%8C%D8%AF-%D9%85/

[۸۲] Tahir Khan, Pakistan releases brothers of Afghan Taliban’s top negotiator, express tribune, Oct 4, 2014, see online: http://tribune.com.pk/story/771184/pakistan-releases-brothers-of-afghan-talibans-top-negotiator/

[۸۳]  له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۸۴]  تحلیل هفته ۹۲ ګڼه، پاکستان د اشرف غنی د بهرنی سیاست مهم عنصر، مرکز مطالعات و ستراتیژیک و منطقوی.

[۸۵] Soft Power

جوسیف نای، چې مشهور امریکایی څیړونکی دی، او په لومړی ځل یې د نرم ځواک اصطلاح وکاروله، نرم ځواک دا ډول تعریفوی: ځواک له هغې وړتیا څخه عبارت دی، چې له امله یې یو هېواد د بل هېواد عادت ته بدلون ورکوی، د ده په اند دا عادت بدلول په درې ډوله کېږی: د زور پر مټ، د اقتصادی مرستو پر مټ او درېیم هغه چې یو هېواد بل هېواد د ځان په لور راجذب کړی او پای ترې هغه وغواړی، چې زړه یې وی. دی همدې ته نرم ځواک وایی. د بیلګې په ډول د هند نرم ځواک بالی ووډ دی، د امریکا نرم ځواک حقوق بشر، جمهوریت، هالی ووډ، او نور دی.

[۸۶] Cited in Christine C Fair, Fighting to the End: The Pakistan’s Army way of war, oxford university press: Karachi, 2014, 103

[۸۷] East India Company

[۸۸] John F. Riddick, The history of British India: A Chronology, Greenwood Publishing group, 2006, p:1

[۸۹]  د لا لوستلو لپاره ولولئ: http://en.wikipedia.org/wiki/Battle_of_Plassey

[۹۰] David Fromkin, The Great Game in Asia, Foreign Affairs, Sprin 1980 Issue, see online:

< http://www.foreignaffairs.com/articles/33619/david-fromkin/the-great-game-in-asia>

[۹۱] د دواړو امپراتورو له خواو وړاندې تګ یا تعرضی سیاست، چې زاری روسیې پکې د منځنۍ اسیا سیمې راونیولې او انګریزانو د هند شمالی مغربی سیمې.

[۹۲] له استاد حبیب الله رفیع سره د لیکوال مرکه. ۲۰۱۴

[۹۳] د لا مطالعې لپاره ولولئ د افغانستان د نومیالی مورخ احمد کهزاد کتاب، چې انګریزۍ ته ژباړل شوی:

Ahmad Ali Kohzad, Men and Events through the 18th and 19th Century in Afghanistan, Historical Society of Afghanistan: Kabul, pp: 72-73

[۹۴] له استاد حبیب الله رفیع سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۹۵] Ahmad Ali Kohzad, Men and Events through the 18th and 19th Century in Afghanistan, Historical Society of Afghanistan: Kabul, pp: 72-73

[۹۶] Cited in Christine C Fair, Fighting to the End: The Pakistan’s Army way of war, oxford university press: Karachi, 2014, 103-109

[۹۷] David Fromkin, The Great Game in Asia, Foreign Affairs, Sprin 1980 Issue, see online:

< http://www.foreignaffairs.com/articles/33619/david-fromkin/the-great-game-in-asia>

[۹۸] له استاد حبیب الله رفیع سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۹۹] Christian fair, fighting to the end: pakistan’s way of war, p:105

[۱۰۰] Ian Talbot, Pakistan: a new History, Oxford University Publishers: Karachi, 2011, P 113

[۱۰۱] Frank Messervy and Douglas Gracey (See Wikipedia:

< http://en.wikipedia.org/wiki/Chief_of_Army_Staff_(Pakistan)>

[۱۰۲] له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۱۰۳] Kukreja, Veena. 1985. Military Invtervention in Politics: The case of Pakistan. New Delhi: NBO Publisher’s Distributors. Page 63 cited in Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 313-330

[۱۰۴] Raza, Shaukat. 1989. The Pakistan’s Army 1947-1949. Pakistan: Services Book Club. Page: 150 cited in Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 313-330

[۱۰۵] Cohen, Stephen. 2004. The idea of Pakistan. Washington: Brookings Institute Press. Page: 61 cited in Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 313-330

[۱۰۶]Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 324

[۱۰۷] Jalal, Ayesha. 1991. State of Martial Rule. Lahore: Vanguard Books. Page: 194 cited in Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 324

[۱۰۸] Dr. Hasan Askari Rizvi. 2004. Pakistan’s Foreign Policy: An Overview (1947-2004). PILDAT publications: lahore

[۱۰۹] Ibid تېر ماخذ

[۱۱۰] Rashid, Ahmed. (2000). Taliban: Islam, Oil, and New Great Game in Central Asia.  I.B Tauris: New York and London. Pages: 184

[۱۱۱] په دې اړه د لا معلوماتو له پاره ولولئ، د ډګروال محمد یوسف کتاب:

Muhammad Yousuf and Mark Adkwin, Afghanistan: The Bear Trap (Afghanistan’s untold story), Casemate, 2001

[۱۱۲] ۸th amendment in the Constitution of Pakistan (1985)

چې له مخې یې د پاکستان رئیس جمهور ډېر واکونه ترلاسه کړی وو، د دغه قانون له مخې ده پارلمان منحلولای شو

[۱۱۳] Ispahani, Mahnaz. 1989. Roads and Rivals: The Political Uses of Access in the Borderlands of Asia. Ithaca, NY: Cornell University Press. Cited in Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 313-330

[۱۱۴] Naseem Ahmed. (2010). Military and the Foreign Policy of Pakistan. South Asian Survey 17, 2 (2010): 327

[۱۱۵] Rashid, Ahmed. (2000). Taliban: Islam, Oil, and New Great Game in Central Asia.  I.B Tauris: New York and London. Pages: 184

[۱۱۶] له رسول بخش رئیس سره د نصره طلعت فاروق د خپلې دکتورا لپاره مرکه. ولولئ:

Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013, pp: 186

[۱۱۷]  د مهران بانک رسوایی د پاکستان د ۱۹۹۰-۱۹۹۴کلونو سیاست یوه مهمه پېښه ده، په دې کې د پاکستان پوځ، آی ایس آی د مهران بانک څخه پیسې په پور واخستلې او د ښی لاسو یو سیاسی اتحاد چې د اسلامی جمهوری اتحاد په نوم یادیده، جوړ کړ. دغه پیسې په دغو سیاستوالو کې وویشل شوې، څو د بې نظیرې د بیا حکومت راتللو مخه ونیسی. 

[۱۱۸] ریاض احمد خان. ۲۰۱۲. افغانستان اور پاکستان: تصادم، انتهاپسندی، اور عهد جدید سې مزاحمت. القا پبلېکشنز: لاهور. مخ ۲۰

[۱۱۹] دغه بحث یو څه پیچلی دی، چې آیا مشرف پخپل سر عملیات ترسره کړی و او که نواز شریف پرې خبر و، خو تر دې دمه ډیرکی په دې اند دی چې دغه عملیات مشرف په خپله خوښه پېل کړی و. سرتاج عزیز چې هغه دم وزیر خارجه و، هم له دې دلیل سره پخلی کوی

[۱۲۰]  له آصف علی سره د نصره طلعت فاروق د خپلې دکتورا لپاره مرکه. ولولئ:

Nasra Talat Farooq, Explaining Pakistan’s Strategic Choices in the 1990s: The role of the united states, Unpublished Ph.d Dissertation submitted to the University of Leicester, October 2013,

[۱۲۱] Dr. Hasan Askari Rizvi. 2004. Pakistan’s Foreign Policy: An Overview (1947-2004). PILDAT publications: lahore

[۱۲۲] ‘Kayani spells out terms for regional stability’, Dawn News, feb 02, 2010, see in this link: < http://www.dawn.com/news/852507/kayani-spells-out-terms-for-regional-stability>

[۱۲۳] Ahmed Davutoglu. Stratejik Derinlik, Türkiye’nin Uluslararasý Konumu. Istanbul: Kure Yayinlari, 2001. Cited in Joshua W. Walker. 2007. Learning Strategic Depth: Implications of Turkey’s New Foreign Policy Doctrine. Insight Turkey. Vol. 9, Number 3. Pages: 32-47

[۱۲۴] Ahmed Davutoglu. Stratejik Derinlik, Türkiye’nin Uluslararasý Konumu. Istanbul: Kure Yayinlari, 2001. Cited in Joshua W. Walker. 2007. Learning Strategic Depth: Implications of Turkey’s New Foreign Policy Doctrine. Insight Turkey. Vol. 9, Number 3. Pages: 32-47

[۱۲۵] Joshua W. Walker. 2007. Learning Strategic Depth: Implications of Turkey’s New Foreign Policy Doctrine. Insight Turkey. Vol. 9, Number 3. Pages: 32-47

[۱۲۶] که څه هم یو څوک به په شام، مصر کې د ترکیې دریځ له صفر لاسوهنې سره تشبیه نکړی او ترڅنګ یې د ګاونډیانو سره د ترکیې اوسنۍ باندنۍ چارې د ګاونډیانو سره د صفر کړکیچ تګلارې خلاف هم وګڼی؛ ترکیه په یوه داسې حالاتو کې لتاړ شوې ده چې د تارونو سرونه یې په دې ډیپلوماتی انډوخر کې ګډې وډې شوې دی.

[۱۲۷] ریاض احمد خان. ۲۰۱۲. افغانستان اور پاکستان: تصادم، انتهاپسندی، اور عهد جدید سې مزاحمت. القا پبلېکشنز: لاهور. مخ ۱۴۴

[۱۲۸] تېر ماخذ. مخ ۳۲۱-۳۲۲

[۱۲۹]  د لا لوستلو لپاره ولولئ د عبدالصمد غوث کتاب، د افغانستان سقوط.

[۱۳۰]  د ۱۹۷۱جګړې نه پس خپله بوټو کابل ته د یوه ورځ لپاره راغی او کابل نه یې مننه وکړه. (وګورئ د غوث کتاب د افغانستان سقوط)

[۱۳۱]  مشرف په یوه مرکه کې وویل، افغانستان باید هغه کسان د پاکستان سره په پوله کې ونه ګماری چې هند کې یې ترینینګ حاصل کړی وی، همداسې ورته نظر د فوځ پخوانی مشر پرویز کیانی هم څرګند کړی و، هغه وویل: پاکستان غواړی چې د افغانستان ادارې لکه پوځ او پولیس داسې وی چې هغوی زموږ ستراتیژیکو ګټو ته خطر پېښ نکړی!… د لا لوستلو لپاره ولولئ:

 <Kayani Speaks. Dawn, 2010-02-03>

[۱۳۲]  عبدالصمد غوث. د افغانستان سقوط. پیښور: دانش خپرندویه ټولنه. مخ ۲۱۲-۲۱۳

[۱۳۳] د پېښور پوهنتون د طارق رحیم، چې د اقتصاد پوهنځی محصل و، د دکتورا رساله پر همدې موضوع ده. Pak-Afghan Relation

[۱۳۴]  ټاپی TAPI د غازو یو نل دی، چې د منځنی آسیاء زیات انرژی لرونکی هیواد ترکمنستان به د سویلې آسیاء د کمو انرژۍ لرونکو هېوادونو: افغانستان، پاکستان او هند، سره ونښلوی. د ټاپی د نل په هکله د لا زیاتې مطالعې لپاره ولولئ د احمد رشید طالبان.

[۱۳۵]  اوسمهال که په منځنی آسیاء کې د انرژۍ او د نلونو تېرولو لوبه ګرمه روانه ده نو ترڅنګ یې د لرغونې وریښمینې لارې د بیا تجدید په لارو کې هم مسابقه روانه ده. په ۲۰۰۸کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن، د وریښمینو نوې لارې اصطلاح دوده کړه او ترې موخه یې وه چې د تاریخی اسنادو برخلاف منځنی آسیاء له سویلې آسیاء سره ونښلوی، او په دې ترتیب خپل دوه رقیبان، ایران و چین، چې په تاریخی ورښیمینو لاره کې دوه مهم لوبغاړی ول، په دې نوې لاره کې محروم کړی. معلومه نه ده، چې دغه پروګرام به څومره د عملی کېدلو سلنه ولری؛ خو هر هغه پروګرام یا د انرژۍ نلونه او لارې چې زموږ له ټاټوبې څخه تېریږی، باید ملاتړ یې وشی.

[۱۳۶] Rizwan Hussain. Pakistan and the Emergence of Islamic Militancy in Afghanistan. Google books.

[۱۳۷] Jayshree Bajoria, ‘ India-Afghanistan Relations’, Council on Foreign Relations,

http://www.cfr.org/publication/17474/indiaafghanistan_relations.html, updated 18 Jan 2014

[۱۳۸] ‘Hamid Karzai to visit India on Monday’, the News, 24th April 2010

[۱۳۹] Zahid Ali khan. China’s Gwadar and India’s Chahbahar: an Analysis of Sino-India geostrategic and economic competition. Strategic Studies Journal. Page 79-101

[۱۴۰] Rashid and Rubin, ‘From the Great Game to Great Bargain’, Foreign Affairs, November/December 2008.

[۱۴۱] Luis Martinez, ‘Musharraf: Afghanistan Is a Proxy War between India and Pakistan’ abc NEWS. October 6, 2011.

[۱۴۲]‘New Cold, Proxy Wars in Afghanistan Post 2014 can hurt Pak-India ties: Mushahid’, The Nation, 2011

[۱۴۳]  په ۲۰۰۹کال په کابل کې پر یو ګېسټ هاوس برید وکړل شو چې ډېر هندی ښاریان پکې ووژل شول، پر دې ایس. ایم کریشنا، چې د هند وزیر خارجه و، داسې تبصره وکاږله: دا د هغو خلکو کار دی چې د افغانستان-هند ملګرتوب اړیکو کې خنډونه غورځول غواړی. او د هند د یو تحقیقاتی مرکز آرون سحګل وویل دغه بریدونه د هغو لخوا ترسره شول چې هندی موجودیت په افغانستان کې نشی برداشت کولای. د لا لوستلو لپاره ولولئ: <Qandeel Siddique, 2011, Pakistan’s Future Policy towards Afghanistan, DIIS Report>

[۱۴۴] په ۲۰۰۶کال پاکستانی سناتور مشاهد حسین، چې هغه دم د سینټ د باندنۍ چارو کومیټې مشر و، وویل: را، هندی استخبارات، په افغانستان کې ۶۰۰ بلوچانو ته تریننګ ورکوی او تور یې ولګاوه چې د افغانستان استخبارات، کسټم، او سرحدی پولیس هم پر دې کې شریک دی. د لا لوستلو لپاره ولولئ: <‘RAW is training 600 Balochis in Afghanistan: Mushahid Hussian’, Boloji.com, 15 May 2006.>

او <Qandeel Siddique, 2011, Pakistan’s Future Policy towards Afghanistan, DIIS Report>

[۱۴۵]  مشرف په یوه مرکه کې وویل، افغانستان باید هغه کسان د پاکستان سره په پوله کې ونه ګماری چې هند کې یې ترینینګ حاصل کړی وی، همداسې ورته نظر د فوځ پخوانی مشر پرویز کیانی هم څرګند کړی و، هغه وویل: پاکستان غواړی چې د افغانستان ادارې لکه پوځ او پولیس داسې وی چې هغوی زموږ ستراتیژیکو ګټو ته خطر پېښ نکړی!… د لا لوستلو لپاره ولولئ:

 <Kayani Speaks. Dawn, 2010-02-03>

[۱۴۶] لکه پاکستانی سفیر مصدق شاه چې په کابل کې پخپل سفارت کې افغانی مشران- ټول شموله، زیاتره پکې ازبک، تاجک او د پخوانی شمالی اتحاد غړی کتل کېږی- راغونډوی او ماښامونو تېروی، ترڅنګ یې افغانستان ته محصلی بورسونه ورکوی د یوې څېړنې له مخې له ۲۰۰۹کال راهیسې تر دې مهاله تقریباً ۲۰۰۰ افغان محصلین د پاکستان په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دی، پخپل سفارت کې یې ښوونیز کورسونه پېل کړې دی، د محمد علی جناح په نوم یې پوهنتون جوړ کړ، د جلال آباد د کمپیوټر سائنس فاکولتې عمارت یې جوړ کړ په کابل کې د رحمان بابا لیسې لیلیه جوړول، په کابل پوهنتون کې د علامه اقبال د کلاسیک ادب او ژبې د څېړنې فاکولته جوړول، په ننګرهار پوهنتون کې د سر سید د ساینس فاکولته جوړول، په جلال آباد کې د نشتر ګردې روغتون مرکز، په کابل کې د جناح ۴۰۰ بستریز روغتون، په لوګر کې د نایب امین الله خان ۲۰۰ بستریز روغتون، د جلال اباد-تورخم لاره، په بلخ کې د لیاقت علی خان د انجینرۍ پوهنتون… پر دې کړو وړو هغوی خپل نرم ځواک بېرته ترلاسه کول غواړی، کوم یې چې دلته بایلودی و. د لا معلوماتو لپاره وګورئ Muhammad Asif AhmadZai, Pakistan Promises Scholarships for Afghans, Pajhwok afghan news, see online: <http://www.pajhwok.com/en/2013/11/09/pakistan-promises-scholarships-afghans> او په کابل کې د پاکستان د سفارت ویپاڼه

[۱۴۷] Kayani Speaks. Dawn, 2010-02-03

[۱۴۸] افغانستان تر اوسمهاله له چین، هند، امریکا، ناټو، ایران او له نورو سره لاسلیک کړی دی.

[۱۴۹]  د اکتوبر میاشت ۲۰۱۱کال چې کله د افغانستان رئیس جمهور هند ته په سفر ولاړ، نو هلته دغه ستراتیژیک تړون لاسلیک شو.

[۱۵۰]  د پاکستان پخوانی فارن سکرټری، ریاض احمد خان، په اند: په ۲۰۰۹کال کې د پاکستان فوځ مشر د افغان فوځ د ترینینګ په هکله خپل وړاندیز وړاندې کړل چې غالباً همدا موخه یې درلودله چې کابل د هند لخوا داسې وړاندیز ونه منی. د ۲۰۱۰کال په منځ کې که څه هم حامد کرزی دغه وړاندیز ومانه خو تر اوسه (۲۰۱۲) پورې پرې څه عملی ګام ندی اخستل شوی. د لا مطالعې لپاره وګورئ: (ریاض احمد خان. ۲۰۱۲. افغانستان اور پاکستان: تصادم، انتهاپسندی، اور عهد جدید سې مزاحمت. القا پبلېکشنز: لاهور. مخ ۱۴۲)

[۱۵۱]  له استاد حبیب الله رفیع سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۱۵۲] له استاد حبیب الله رفیع سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۱۵۳] ورته مشوره ریاض احمد خان، چې د پاکستان فارن سکرتری دی، پخپل کتاب، افغانستان اور پاکستان، کې پاکستانیانو ته ورکوی، چې پاکستان دې د دې خبرې ادراک وکړی چې افغانستان ته د ډېرو لاملونو له امله د ډیورنډ کرښه په رسمی توګه منل سخته دی.

[۱۵۴]  د پاکستان فارن سکرتری ریاض احمد خان د یوې واقعې ذکر کوی چې ویل کېږی یو ځل نصیر الله بابر طالبان خپل بچیان وبولل. (مخونه: ۵۳)

[۱۵۵]  له استاد محمد زمان مزمل سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

[۱۵۶]  ریاض احمد خان. ۲۰۱۲. افغانستان اور پاکستان: تصادم، انتهاپسندی، اور عهد جدید سې مزاحمت. القا پبلېکشنز: لاهور. مخ ۱۴۳

[۱۵۷]  تېر ماخذ. مخ ۱۴۳

[۱۵۸]  تېر ماخذ. مخ ۱۴۴

[۱۵۹] تېر ماخذ. مخ ۳۲۱ او وګورئ عبدالصمد غوث. د افغانستان سقوط. دانش کتابتون: پیښور.

[۱۶۰] ریاض احمد خان. ۲۰۱۲. افغانستان اور پاکستان: تصادم، انتهاپسندی، اور عهد جدید سې مزاحمت. القا پبلېکشنز: لاهور. مخ ۳۲۱

[۱۶۱] له دکتور داوود میرکی سره د لیکوال مرکه: ۲۰۱۴

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *