ډونالډ ټرمپ؛ فکر او اټکلی سیاستونه یې

په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال (د نوامبر ۸مې) په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوری غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپل سخت سیال او اټکلی ګټونکې هیلاری کلنټن ته ماتې ورکړه او په دې توګه د امریکا د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر شو.

له ټاکنو وړاندې، ډونالډ ټرمپ د بېلابېلو قضیو -په تېره بیا د مېرمنو په اړه پخوانیو څرګندونو- له کبله په بېلابېلو سروې‌ګانو کې له هېلاری کلنټن څخه وروسته و؛ خو بیا هم په ډراماتیک او غیر اټکلی ډول بریالی شو او د نړیوالو ترڅنګ یې خپله امریکایان هم په خپلې دغې بریا سره هک پک کړل.

د ډونالډ ټرمپ ولسمشر کېدو د نړۍ په بېلابېلو سهامی مارکېټونو کې کاروبار مخ پر ځوړ روان کړ او ترڅنګ یې په امریکا کې دننه یو شمېر مخالفو لاریونونو ته هم لاره هواره کړه.

دا چې هېلاری کلنټن ولې ټاکنې وبایللې، د امریکا د نوی ولسمشر نظریات څه دی او زموږ د سیمې په تېره بیا افغانستان په تړاو به څه ګامونه پورته کړی؟ دلته پرې شننه کوو.

ټرمپ ولې ټاکنې وګټلې؟

دا چې هېلاری کلنټن ګټلې لوبه ولې وبایلله، مهم لاملونه یې په لاندې ډول دی:

لومړی؛ د سپین‌پوستو رایې: ۶۲ سلنه امریکایان سپین‌پوستی دی. ټرمپ له دغو سپین‌پوستو څخه په ټولیز ډول ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او هېلاری کلنټن یې بیا ۳۷ سلنه رایې ترلاسه کړې. د سپین‌پوستو ۶۳ سلنه نارینه‌و ټرمپ او ۳۱ سلنه کلنټن ته رایه ورکړه. دغه راز ۵۳ سلنه سپین‌پوستو مېرمنو ټرمپ ته او ۴۳ سلنه بیا هېلاری کلنټن ته رایې ورکړې. [۱]

دویم؛ د تور پوستو او لاتینی‌نژادو رایې: په امریکا کې تقریباً ۱۲.۲ سلنه خلک تور پوستی دی او ۱۷ سلنه بیا لاتینی/هسپانوی ریښې لری. که څه هم هېلاری کلنټن له دوی څخه ډېرې رایې ترلاسه کړې؛ خو د تېرو ټاکنو په پرتله چې بارک اوباما له دوی څخه څومره رایې ترلاسه کړې وې، هېلاری کلنټن هومره ترلاسه نه شوای کړای. هېلاری کلنټن د تورپوستو ۸۸ سلنه خو اوباما ۹۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. هېلاری کلنټن د لاتینی ریښې لرونکو ۶۵ سلنه خو اوباما ۷۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. [۲]

درېیم؛ نشنلستی افکار: دا مهال نړۍ او په تېره بیا لوېدیزه نړۍ د ګلوبلایزیشن ضد او نشنلستی افکارو په لور روانه ده. د بېلګې په ډول له اروپایی ټولنې څخه د انګلستان وتل (تر ډېره د بارېس جانسن له کبله شونی شول، چې اوس د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر او د نشنلستی افکارو په تړاو نومیالی دی)، په اروپایی هېوادونو کې د کډوالو پرضد راپورته کېدونکی افکار او په روسیه کې د پوتین د مقبولیت زیاتوالی هغه څه وو، چې په امریکا یې هم اغېزې وکړې. دغه راز د امریکا دننه یو شمېر نورې ستونزې هم وې، چې د سپین‌پوستو او امریکایانو دغو نشنلستی افکارو ته یې لاره پرانیستله.

څلورم؛ د FBI لخوا د هېلاری کلنټن د ایمیلونو قضیه: وروستی لوی لامل چې د هېلاری کلنټن پر کمپاین یې ډېر سیوری وغوړاوه، دا و چې هغې خپل شخصی ایمیل سرور یې د حکومتی چارو لپاره کارولی و. دغه قضیه یو ځل د امریکا د تحقیقاتو فډرالی ادارې (FBI) لخوا وڅېړل شوه؛ خو د ټاکنیز کمپاین پرمهال د دغې ادارې د مشر لخوا بیا راپورته شوه. دغه حالت د رایو ورکوونکو پر اذهانو اغېزه وکړه.

د ډونالډ ټرمپ توند نظریات

که څه هم ډونالډ ټرمپ د سیاست د ډګر نوی لوبغاړی دی او ډېره تجربه په اقتصادی کاروبار کې لری، نو له همدې کبله د ده نظریات او فکر معلومول هم ستونزمن برېښی؛ خو بیا هم د ټاکنیز کمپاین او په وروستیو څو کلونو کې د ده هغه نظرونه او څرګندونې رااخلو چې د بېلابېلو قضایاو په اړه یې کړې دی.

کډوال: د کډوالو په اړه ډونالډ ټرمپ تر ټولو تنګ‌نظری او په امریکا کې د نورو لورو له‌خوا تر سختو نیوکو لاندې دی. دی د کډوالو په اړه وایی، چې له امریکا څخه به ۱۱ میلیونه ناراجستر کډوال وشړی، له مېکسیکو سره به پر پوله ۱۰۰۰ میله اوږد دیوال جوړ کړی (هغه هم داسې مهال چې دوه‌نیمې لسیزې وړاندې د برلېن دیوال ونړېد)، د سوریې کډوال به ممنوع او شته کډوال به یې وشړی او په موقتی توګه به له هغو هېوادونو څخه د کډوالو راتګ بند کړی، چې د “تروریزم” پر صادرولو تورن دی.

په عراق او سوریه کې داعش ډله: ډونالډ ټرمپ په لومړیو کې امریکا ته مشوره ورکړه، چې د داعش ډلې او بشارالاسد ترمنځ جګړه کې چوپ پاتې شی او له جګړې وروسته پاتې‌شوی لوری سره بیا خپل چلند وکړی. خو د پاریس له خونړیو پېښو وروسته یې وویل، چې دی به د داعش پرضد سخت ګامونه پورته کړی، ترڅو دغه ډله ونه توانېږی چې د انټرنېت له لارې نور خلک خپلو لیکو ته جذب کړی. د ټاکنو د کمپاین پرمهال یې وویل: موږ کوم بل انتخاب نه لرو، بې له دې چې داعش له منځه یوسو. ټرمپ، د داعش ډلې د ځپلو لپاره نورو هېوادونو ته د امریکایی سرتېرو د لېږلو ملاتړ هم وکړ.

سعودی او ایران: د سعودی او ایران په لور هم د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د اوباما د تګلارې خلاف دی. ده پر ایران د بندیزونو دوه‌برابره او درې‌برابره کولو غوښتنه کړې وه؛ ځکه د ده په اند ایران تر ټولو زیات د «تروریزم» ملاتړی هېواد دی. همدا لامل و، چې کله د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډونالډ ټرمپ ته مبارکی ورکوله نو له هغه یې وغوښتل، چې نړیوالو مقرراتو او لاسلیک شویو تړونونو ته ژمن پاتې شی. د سعودی عربستان په تړاو ډونالډ ټرمپ په هغه صورت کې د تېلو د نه اخیستلو ګواښ کړی، چې د داعش ډلې په ځپلو کې د سعودی عربستان سرتېری ونډه وانه خلی.

چین او روسیه: ډونالډ ټرمپ تراوسه د روسیې په پرتله د چین پرضد ډېرې څرګندونې کړې، چې هغه هم تر ډېره د سوداګریزو اړیکو له کبله دی. ده پر چین د یوان (چینایی پیسې) ارزښت کمونې له کبله نیوکې کړې؛ ځکه د امریکایانو په اند د چینایی یوان د ارزښت کموالی له کبله امریکا له چین سره په دوه‌اړخیز تجارت کې زیان لیدلی. دغه راز ده پر چین د امریکا د معنوی شتمنۍ د غلا کولو تورونه ولګول او د دغو تورونو د ثابتولو ژمنه یې هم وکړه. د دې ترڅنګ یې وویل، چې د امریکا د سوداګرۍ استازو او د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته به لارښوونه وکړی چې د چین پرضد یوه دوسیه جوړه کړی. په بل اړخ کې امریکا، په هېواد کې دننه د چین ډېره پوروړې ده، په تړاو یې ډونالډ ټرمپ ویلی، چې دی به دغه پورونه او د ملی پورونو کچه راکمه کړی او په اسیا-پاسفیک کې به خپل نظامی حضور هم زیات کړی، ترڅو امریکا د چین پرضد په معاملاتو کې برلاسی لاس ولری.

ټرمپ له روسیې سره د نوی اېتلاف غوښتونکی دی، ترڅو د ده په اند په سوریه کې له روسیې سره د دوی اختلافات کم شی. کله ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټلې نو د روسیې ولسمشر پوتین ده ته مبارکی ورکړه او هیله یې وښوده، چې ماسکو او واشنګټن به د اړیکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړی، ترڅو د دوی ترمنځ ترینګلې اړیکې ښې شی او دغه ګډې هڅې به په نړۍ کې د امنیتی ګواښونو په تړاو مثبته نتیجه هم ورکړی.

ټرمپ او افغانستان

که څه هم له ۲۰۰۴ کال وروسته دا لومړی ځل و، چې د افغانستان موضوع د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین پر مهال تر ډېره له پامه وغورځول شوه. دا هم څو لاملونه لری؛ لومړی لامل یې دا دی، چې د داعش ډلې، سوریې، کډوالو، روسیې، چین، ترهګرۍ، په امریکا کې ترسره کېدونکو «تروریستی» پېښو او د امریکا داخلی حالات او وضعیت د افغانستان د موضوع په پرتله مهم وګڼل شول. دویم لامل یې دا دی، چې د ۱۵ کلونو له تېرېدو سره، د افغانستان قضیه تقریباً د ۲۰۰۱ کال په څېر ده. دا چې دغه جګړه جمهوری‌پالو پیل کړې وه او وروسته د دیموکراتانو په دوو دورو کې هم حل نه شوه، نو ځکه دواړو لوریو هڅه وکړه، چې دغه موضوع ډېره ونه څېړی.

له دې پرته، ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۲ کال وروسته څو ځله د افغانستان په تړاو څرګندونې کړې دی. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۲ کال کې ټرمپ ویلی وو، چې له افغانستانه به ټول سرتېری وباسی. په ۲۰۱۳ کال کې چې کله په افغانستان کې د ملی اردو د ځینو سرتېرو لخوا بهرنی سرتېری ووژل شول، ټرمپ یې وپاراوه او ویې ویل: «راځئ چې له افغانستانه ووځو، زموږ سرتېری د هغو افغانانو له لوری وژل کېږی، چې موږ روزلی دی. موږ هلته ملیاردونه ډالر ضایع کړل، دا د منلو وړ نه ده.» [۳]

وروسته بیا ټرمپ خپل دغه نظر بدل کړ او په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو غوښتونکی شو؛ ځکه د ده په اند په افغانستان کې شتون د پاکستان لپاره هم اړین دی. د دې ترڅنګ یې په ۲۰۱۵ کال کې دا هم وویل، چې په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه تېروتنه نه وه.

د امریکا راتلونکی بهرنی سیاست

په عمومی ډول د ټاکنیز کمپاین دریځونه له واکمنېدو وروسته سیاستونو سره توپیر لری او دا حالت په هر هېواد کې پېښېږی. ډېری نوماندان د ټاکنیز کمپاین پرمهال د رایه‌ورکوونکو د پاملرنې جلبولو لپاره تودې ژمنې کوی؛ خو دغه ژمنې بیا تر ډېره نه عملی کېږی. له همدې کبله، شاید د ټرمپ له دغو توندو څرګندونو څخه یو شمېر یې له همدې برخلیک سره مخ شی. دغه راز ډونالډ ټرمپ چې تر دې وړاندې د سیاست تجربه نه لری، د امریکا بیروکراسۍ او ولسمشرۍ سیستم ته په ننوتلو سره، شاید هغه انقلابی پریکړې ونه شی کړای، چې د ټاکنو پرمهال یې کړې وې.

ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته د خپلې بریا په وینا کې د بهرنی سیاست په تړاو یوازې همدومره وویل: «موږ له هر هغو هېوادونو سره ځو، چې له موږ سره تګ وغواړی. موږ به سترې اړیکې ولرو، موږ ګډ کار غواړو نه دښمنی، موږ همکاری غواړو نه کړکیچ او ټکرونه.» [۴]

له دې سره سره به د روسیې، چین او اسلامی نړۍ په تړاو د ټرمپ سیاستونه د امریکا د تېرو سیاستونو په پرتله بدل وی او تر څه حده به هغه څه ته نږدې وی، چې ده یې د ټاکنو پرمهال ژمنه کړې وه.

زموږ په سیمه کې به امریکا د پاکستان په پرتله له هند سره ډېره نږدې شی. په امریکا کې شته هندوانو د ټرمپ په ګټه هم کمپاین کړی و او یو ځل ټرمپ د دوی په دغه کمپاین کې برخه هم اخیستې وه. د پاکستان په لور که واشنګټن نور سخت ګامونه پورته نه کړی، نو اوسنی سیاست خو هېڅمهال هم نه بدلوی. همدا لامل دی، چې په پاکستان کې د امریکا سفیر وار له مخې ویلی، د ټرمپ په راتګ به د پاکستان په لور د امریکا سیاستونه بدل نه شی.

افغانستان په دوو برخو کې د امریکا له راتلونکو سیاستونو څخه تر ټولو زیات اغېزمنېدای شی:

لومړی؛ په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو برخلیک: دا چې ډونالډ ټرمپ به د سرتېرو په اړه څه پرېکړه وکړی؛ د وروستیو څو میاشتو څرګندونې یې ښیی، چې دی به له افغانستانه خپل سرتېری ونه باسی؛ ځکه دا به د امریکا په ګټه نه وی. دی به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېری وساتی، لکه څرنګه یې چې له دغه دریځه ملاتړ هم کړی و.

دویم؛ د اقتصادی مرستو برخلیک: د امریکا اقتصادی مرستې هغه څه دی، چې افغان حکومت به یې تر ټولو ډېره اندېښنه ولری. امریکا شاید له دې وروسته له افغانستان سره خپلې مالی مرستې له نورو سختو شرایطو سره وتړی.

پای

[۱] Jon Henley, White and wealthy voters gave victory to Donald Trump, exit polls show, see it online, https://www.theguardian.com/us-news/2016/nov/09/white-voters-victory-donald-trump-exit-polls

[۲] ibid

[۳] Jafar Haand, What Trump has said about Afghanistan, VOA, see it online: http://www.pashtovoa.com/a/donald-trump-remarks-on-afghanistan/3282242.html

[۴] CNN, Here’s the full text of Donald Trump’s victory speech, see it online: http://edition.cnn.com/2016/11/09/politics/donald-trump-victory-speech/index.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *