د کابل-اسلام‌آباد د اړیکو ښه کولو هڅې

تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غنی په ترکمنستان کې د ترانسپورت د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له لومړی وزیر نوازشریف سره ولیدل او ترڅنګ یې د پاکستان پخوانی لوی درستیز راحېل شریف د خپلې دندې د مودې له پای ته رسېدلو وړاندې، د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله سره هم ټلېفونی خبرې وکړې.

د پاکستان د پخوانی لوی درستیز جنرال راحېل شریف د کاری مودې له پای ته رسېدو سره، د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ نوی لوی درستیز وټاکه. د پاکستان په نظامی قومانده کې بدلون داسې مهال راځی، چې نوی لوی درستیز به د هېواد دننه د “ترهګرۍ”، کشمیر قضیې، له هند او افغانستان سره راتلونکې اړیکې او په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو په څېر ننګونو سره مخ وی.

دا چې د تورخم له جګړې وروسته افغان-پاک اړیکې څرنګه وې، د دوه اړخیزو اړیکو د رغولو په تړاو کومې هڅې وشوې، د پاکستان په نظامی قوماندې کې بدلون او راتلونکې ننګونې یې څه دی او دغه بدلون به د دغه هېواد پر بهرنی سیاست څه اغېزې ولری؟ دلته پرې شننه کوو.

افغان-پاک اړیکې؛ د تورخم له جګړې وروسته

د تورخم جګړې پر دوه‌اړخیزو سیاسی او سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر اړیکو ژور سیوری وغوړاوه او تورخم له نښتې وروسته، د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته افغان-پاک اړیکې د کړکیچ او بې‌باورۍ اوج ته ورسېدې. په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو په کچه کومه کتنه، ټیلیفونی خبرې او یا هم کوم سفر ترسره نه شو. برعکس د یو بل پرضد او پر یو بل یې دا تورونه زیات کړل چې خپلې خاورې د یو بل پرضد کاروی. د بېلګې په توګه د پاکستان په کوټه کې له خونړیو چاودونو او بریدونو وروسته، اسلام‌آباد له کومې څېړنې پرته وویل: «بریدګر له افغانستانه راغلی وو»[۱]. په بل اړخ کې افغانستان هم په کابل کې پر امریکایی پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی وباله[۲]. دغه راز افغان حکومت په اسلام‌آباد کې د سارک ۱۹مې غونډې څخه هم د څلورو نورو هېوادونو—بوتان، نیپال، سریلانکا او هند– ترڅنګ بایکاټ وکړ او افغان ولسمشر اشرف غنی د وارسا په غونډه کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.

د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکې هم اغېزمنې شوې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو شرایط سخت شول، چې له کبله یې هېواد ته د کډوالو راستنېدنه ډېره چټکه شوه. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اوسه له پاکستان څخه تقریباً ۲۳۶۷۲۴ تنه ناراجستره کډوال بېرته راغلی[۳]. دغه راز د تورخم له جګړې وروسته، د راجستر شوو افغان کډوالو راستنېدنه هم زیاته شوه. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د یوه استازی له قوله، د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د راجستر شویو افغان کډوالو، چې هېواد ته راستانه شوی، له دوو لکو تنو لوړه شوه[۴].

په سوداګریزه برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیکه شوې. د افغانستان د سوداګرۍ خونې په اند له پاکستانه د سوداګریزو توکو د وارداتو کچه تر نیمایی راټیټه شوې، په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کال کې افغان-پاک دوه‌اړخیزه سوداګری تقریباً ۲.۵ ملیارده ډالره وه، خو اوس ۱.۵ ملیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د دې ترڅنګ یې له پاکستان څخه د اوړو پر وارداتو هم منفی اغېز وکړ او پر پاکستانی توکو ګمرکی مالیې هم زیاتې شوې.

 

د تورخم له جګړې وروسته د اړیکو رغولو هڅې

که څه هم د تورخم له جګړې وروسته په سپین بولدک-چمن کې هم د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته او پاکستان په سپین بولدک کې د بیرغ پورته کولو لپاره ځانګړی مراسم هم پیل کړل، چې افغان حکومت «نامناسب، لمسوونکی او د دواړو خواو ترمنځ د مخکېنیو ژمنو خلاف»[۵] وبلل؛ خو د تورخم له جګړې وروسته، په ځینو وختونو کې د پاکستانی لوری لخوا یو شمېر هڅې هم وشوې، ترڅو د کابل باور بېرته ترلاسه کړی؛ خو دغه ټولې هڅې تراوسه ناکامې برېښی.

د تورخم له نښتې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسی مرستیال پاکستان ته سفر وکړ او د تورخم پر جګړې یې خبرې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې. وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وزیر سرتاج عزیز په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوی او په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوی. دغه راز د همدې کنفرانس په څنډه کې افغان ولسمشر اشرف غنی او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین ترمنځ هم یوه ناسته وشوه او پر دوه‌اړخیزو اړیکو بحث پکې وشو.

له دغو دوو کتنو وروسته، اسلام‌آباد د حزب اسلامی (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د سولې له تړون څخه هم هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ په افغانستان کې سوله غواړو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوو.»

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د پګواش نړیوالې مؤسسې له لوری د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون یو کنفرانس هم جوړ شو، چې اسد درانی، رستم‌شاه مهمند، رحیم الله یوسفزی، عزیز خان، محمد صادق، شیری رحمان، اسدالله خان، انورالحق احدی، صفیز صدیقی، رؤوف حسن، ډاکتر غیرت بهیر، ضیاءالحق امرخیل، حاجی روح الله وکیل، حکمت صافی، فریدون مومند، جمعه خان صوفی او جعفر مهدوی پکې ګډون کړی و او په ټولیز ډول یې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه له خبرو کولو پرته بله لاره نه لری.

د دې ترڅنګ د پاکستان پخوانی لوی درستیز جنرال راحېل شریف هم د خپلې دندې د مودې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله سره په ټلېفونی اړیکه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر ښه کولو خبرې اترې وکړې.

په بل اړخ کې افغان ولسمشر اشرف غنی او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم په ترکمنستان کې د ترانسپورت نړیوال کنفرانس په څنډو کې له یو بل سره ولیدل. په دغه کتنه کې پاکستان د سیاسی اړیکو، امنیتی همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ، اقتصادی پیوستون او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړی کولو ټینګار وکړ او د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې تر چتر لاندې د افغانستان د سولې پروسې د بیا روانولو غوښتنه یې هم وکړه. د “ترهګرۍ” د ختمولو په تړاو یې د دواړو هېوادونو د استخباراتو، امنیتی او تروریزم ضد ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. دغه کتنه داسې مهال وشوه، چې په پاکستان کې پوځی قوماندې بدلون وموند او د ځواکمن جنرال راحیل شریف پرځای ډګر جنرال قمر باجوه د پاکستان لوی درستیز وټاکل شو.

د پاکستان د نظامی قوماندې بدلون او راتلونکې ننګونې

د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تر دې مخکې د پاکستانی پوځ د روزنې او ارزونې مشری په غاړه لرله او په کانګو کې یې هم د ملګرو ملتونو په سوله‌ساتو ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان په نظامی قومانده کې بدلون داسې مهال راځی، چې له یوې خوا د کشمیر قضیه او له هند او افغانستان سره د پاکستان اړیکې په کړکېچن حالت کې دی او له بلې خوا په دغه هېواد کې دننه هم د پاکستان پوځ په بلوچستان، قبایلی سیمو، جنوبی پنجاب او کراچۍ کې د خراب امنیتی وضعیت، د تروریزم ضد مبارزې او د سی پیک (چین-پاکستان اقتصادی حوزې) د خوندیتوب په څېر ننګونو سره مخ دی.

په ۲۰۱۳ کال کې د نواز شریف له لومړی وزیر کېدو سره، د پاکستان مسلم لیګ (نواز) حکومت هڅه وکړه، چې د پاکستان بهرنی سیاست په تېره بیا د افغانستان او هند چارې په خپل واک کې ونیسی؛ خو په ۲۰۱۴ کال او بیا په ۲۰۱۵ کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو له کبله د پاکستان پوځ د دغه هېواد د ملی امنیت سلاکاری له سرتاج عزیز څخه نوی تقاعد شوی جنرال ناصر جنجوعه ته وسپارله. دغه راز د افغانستان او هند چارې یې هم په خپل واک کې واخیستې. په دې وروستیو کې د پاکستانی نظامیانو او ملکی حکومت ترمنځ د ډان ورځپاڼې د یوې افشا شوی راپور له کبله، اختلافات نور هم ژور شول. دا به راتلونکی وخت وښیی، چې د پاکستان لوی درستیز به له دغو ننګونو سره څرنګه مبارزه وکړی؟

د پاکستان د نظامی قوماندې د بدلون اغېزې

دا چې د پاکستان د نظامی قوماندې بدلون به څه اغېزې ولری، په لاندې ټکو کې یې تحلیلوو:

تروریزم ضد جګړه: په عمومی توګه په پاکستان کې د “تروریزم” پرضد جګړه د جنرال پرویز مشرف لخوا پیل شوه، د جنرال کیانی لخوا بیا په دوو محورونو (جګړه او سوله) کې پرمخ یوړل شوه او د جنرال راحېل شریف تر مشرۍ لاندې بیا د ضرب عضب په څېر ځواکمن عملیات پیل شول، چې دې بیا په پاکستان کې دننه د راحیل شریف په اړه درناوی زیات کړ. د پاکستان نوی لوی درستیز به هم، د راحیل شریف همدا تګلاره پرمخ یوسی او د تروریزم پرضد د پاکستان د جګړې بڼې ته به ډېر بدلون ورنکړی. همدا لامل دی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اند د پاکستان ډېری تګلارې به د نظامی قوماندې د بدلون له کبله بدلې نه شی.

هند: که څه هم راحیل شریف د تروریزم پرضد جګړې له کبله ښه نوم وګاټه؛ خو د هندی ځواکونو د «سرجیکل بریدونو» له کبله یې حیثیت ته ژور تاوان هم ورسید. له همدې ځایه ده، چې ده په خپله وروستۍ وینا کې هم د هند پرضد توندې نیوکې وکړې. د پاکستان لوی درستیز په کشمیر او د پاکستان او هند ترمنځ پر پولې ډېره تجربه لری او دغلته یې دندې ترسره کړې دی. دغه راز پاکستان د کشمیر او نړیوال تروریزم په ډګرونو کې هم د هند تر پروپاګند جګړې لاندې دی. نوی لوی درستیز به وغواړی، چې د هند دغه پروپاګندی جګړه ماته او د پاکستان او هند پر پولو روانې نښتې کمې کړی.

افغانستان: که څه هم د پاکستان پوځ افغان تګلاره به اوس هم د جنرال راحیل شریف ښودل شوې کرښې تعقیب کړی؛ خو دا چې د پاکستان نوی لوی درستیز غیرسیاسی کس دی، نو ډېرې لږ داسې هیلې هم شته، چې شاید په افغانستان او هند کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف له تګلارو ملاتړ وکړی.

پای

[۱] DAWN, Assailants came from Afghanistan, PM told, Oct 26 2016, see it online: http://www.dawn.com/news/1292349

[۲]  بی بی سی پښتو، د افغانستان دولت: کابل کې پر امریکایی پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و، ۲۳ اګست د ۲۰۱۶ کال، په پرلیکه بڼه یې وګورئ:  http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160825_mns_auaf_attacked_plan_in_pakistan

[۳] IOM, Return of Undocumented Afghans (Weekly Situation Report 20-26 November 2016), see it online: https://afghanistan.iom.int/sites/default/files/Reports/iom_return_of_undocumented_afghans_weekly_situation_report_20-26_november_2016.pdf

[۴] Ayaz Gul, UNHCR: More than 100000 Afghan refugees repatriated in 5 Weeks, Voice of America, 4 Oct 2016, see it online: http://www.voanews.com/a/unhcr-says-more-than-100000-afghan-refugees-repatriated-in-five-weeks/3536705.html

[۵]  د ډیورنډ فرضی کرښې په امتداد کې د پاکستانی لوری د وروستیو اقداماتو په تړاو د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتی اعلامیه، پرلیکه بڼه یې وګورئ:
http://www.mfa.gov.af/ps/news/ministry-of-foreign-affairs-press-release-regarding-pakistan-last-actions-regarding-durand-line

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *