۲۰۱۶ کال او پر ملی یووالی حکومت د خلکو بې‌باوری

له تېرو لسو ورځو راهیسې په افغانستان کې د حکومتولۍ په تړاو یو شمېر څرګندونې او د څېړنو پایلې وړاندې شوې. په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه‌ورځنۍ غونډه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی هم ګډون پکې وکړ، له افغان حکومت څخه درې غوښتنې وشوې، چې یوه هم د اداری فساد پرضد د ملی یووالی حکومت مبارزه وه.

دغه راز تېره اوونۍ د افغانستان د روڼتیا څار سازمان هم، په هېواد کې د اداری فساد په تړاو د خپلې پنځمې ملی سروې پایلې وړاندې کړې. د دغې سروې له مخې په هېواد کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله اداری فساد او رشوت ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

په بل اړخ کې ایشیا فاونډېشن هم د ۲۰۱۶ کال په تړاو د خپلې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د هېواد ۲۹.۳ سلنه خلکو په ګمان هېواد په سم لوری روان دی. دا له ۲۰۰۴ کال وروسته تر ټولو زیاته بې‌باوری ښیی. د دغې سروې په غبرګون کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم خپله اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، چې په ځینو مواردو کې پر حکومت باور زیات شوی؛ خو بیا هم دغه سروې په داسې حال کې ترسره شوې، چې په هېواد کې جګړه روانه ده. د دې ترڅنګ د ولسمشرۍ ماڼۍ د وینا‌پاڼې په یوه برخه کې راغلی، چې «له نړیوالې ټولنې او دولت څخه د خلکو د توقعاتو لوړ شاخص د خلکو په انګېرنه او ارزونه کې رول لری… خو د اسیا بنسټ دغه فکټور ته لږ پام کړی دی»[۱].

دا چې په دې وروستیو کې د هېواد عمومی وضعیت څرنګه دی، آیا ریښتیا هم د سروې له موندنو سره تړاو لری که نه، په هېواد کې د بې‌باورۍ ډګرونه کوم دی، او په دغو ډګرونو کې د ملی یووالی حکومت تګلاره څه ډول وه؟ هغه پوښتنې دی، چې په دې تحلیل کې ځواب شوې دی.

په ۲۰۱۶ کې د هېواد عمومی وضعیت او د بې‌باورۍ ډګرونه

په ۲۰۱۶ کال کې د هېواد عمومی وضعیت د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ځینو برخو کې ښه او په ځینو کې بیا خراب شو، چې لاندې په تفصیل سره شنل شوی دی:

اقتصاد:

د اقتصاد په ډګر کې په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال بانک او د اسیا پرمختیایی بانک د راپورونو له مخې، د هېواد د ناخالصو تولیداتو وده ۰.۸ سلنه وه، چې دا بیا په ۲۰۱۶ کال کې ۱.۲ سلنه شوه. که څه هم په ۲۰۱۵ کال کې د توکو نرخونه په تدریجی ډول کمېدل؛ خو د ۲۰۱۶ کال له لومړۍ ربعې څخه د توکو نرخونه په نړیوال مارکېټ کې د انرژۍ او خوراکی توکو د نرخونو لوړېدو او د افغانۍ د ارزښت له کمېدو وروسته بیا لوړ شول. د عایداتو په برخه کې په ۲۰۱۵ کال کې حکومت د ناخالصو تولیداتو ۱۰ سلنه برابر عایدات راټول کړل؛ خو د ۲۰۱۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې بیا د تېر کال د همدومره مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات عاید راټول کړ. که څه هم د بې‌کارۍ په برخه کې دقیق ارقام او احصائیې نشته؛ خو بیا هم د اسیا فاونډېشن د سروې له مخې روښانه ده، چې د هېواد په کچه بې‌کاری دویمه او ځوانانو ته بیا تر ټولو لویه ستونزه ده.

په اقتصادی ډګر کې د هېواد د پورتنی وضعیت له کبله ده، چې د ایشیا فاونډیشن د ۲۰۱۶ کال سروې کې د تقریباً ۶۵.۹ سلنه خلکو په اند هېواد په ناسم لوری روان دی. په ټولیزه توګه له امنیت څخه وروسته د دغې بې‌باورۍ تر شا لاملونه بې‌کاری (۲۷.۵ سلنه)، خراب اقتصاد (۱۰.۴ سلنه)، د بیارغونې نشتوالی (۴.۸ سلنه) او قیمتی (۲.۹ سلنه) وه.

امنیت:

د امنیت په برخه کې د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې تقریباً ۱۶۱۳۲ امنیتی پېښې شوې، چې ۶۱.۳ سلنه یې وسله‌والې جګړې او ۱۷.۹۶ سلنه بیا چاودنې وې[۲]. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د طالبانو په پسرلنیو او ژمنیو عملیاتو کې توپیر رانه‌غی. دغه راز په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د طالبانو د جګړې تاکتیک هم بدلون وموند او د لرې پرتو سیمو ترڅنګ یې د ښارونو نیولو ته هم تابیا وکړه او هم یې د نیول شویو سیمو د ساتلو هڅه وکړه. طالبانو د دغه تاکتیک له مخې، د تېرو دوو کلونو په جریان کې کندز ښار دوه ځله سقوط کړ او جګړه یې د لغمان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو تر دروازو ورسوله. له همدې ځایه وه، چې لومړی کندز، بیا هلمند او بیا هم کندز ته بهرنی سرتېری د عملیاتو لپاره واستول شول.

دغه راز د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه د سپتمبر تر ۳۰مې پورې تقریباً ۸۳۹۷ ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښیی[۳]. په بل اړخ کې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان ځواکونو په لیکو کې هم ۵۰۰۰ تنه وژل شوی او ۱۵۰۰۰ ټپیان وو، چې په ۲۰۱۶ کې ۲۰ سلنه زیات شول او یوازې د روان کال د جولای په میاشت کې د افغان ځواکونو تقریباً ۹۰۰ تنه سرتېری ووژل شول[۴].

همدا لامل دی، چې د ایشیا فاونډیشن د ۲۰۱۶ کال سروې کې د هېواد په کچه تر ټولو لویه ستونزه د امنیت وه. دغه راز په دغې سروې کې ۷۳.۶ سلنه خلکو له هېواده بهر ته د تګ لامل هم امنیت بللی و.

سوله:

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د سولې په تړاو هلې ځلې وشوې. د ۲۰۱۵ کال د سولې هڅې تر ډېره د ارومچی او مری مخامخ خبرې اترې بللی شو؛ خو په ۲۰۱۶ کال کې د سولې خبرې اترې بیا تر ډېره د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې پر غونډو راوڅرخېدې. دغې ډلې د افغانستان د سولې په تړاو پنځه ناستې وکړې، خو یو ځل هم د پاکستان له تودو ژمنو پرته له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې اترې ونه شوې او نه هم پاکستان د څلور اړخیزو خبرو اترو تر چتر لاندې له خپلې ژمنې سره سم، د هغو وسله‌والو پرضد ګامونه واخیستل، چې سولې ته نه حاضرېدل. همدا لامل دی، چې سوله او د سولې په تړاو د رښتینو هلو ځلو نشتون هغه څه شول، چې پر حکومت یې د خلکو د باور په کمولو کې رول ولوباوه.

اداری فساد:

د ملی یووالی حکومت له راتګ څخه وړاندې، افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان د ارزونې له مخې، د ډېرو فاسدو هېوادونو په لیکلړ کې دویم نمبر خپل کړی و. خو د ملی یووالی حکومت له راتګ سره، حکومت یو شمېر داسې ګامونه پورته کړل، چې په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان په فاسدترینو هېوادونو کې څلورم نمبر ته راټیټ شو؛ خو وروسته، د حکومت متذبذبه او ناهمغږې تګلاره د دې لامل شوه، چې د اداری فساد پرضد مبارزه کې د افغانستان نومرې بېرته کمې شی.

دغه راز تېره اوونۍ د افغانستان د روڼتیا څار سازمان هم د اداری فساد په تړاو د خپلې پنځمې ملی سروې موندنې خپرې کړې. د دغې سروې له مخې په ۲۰۱۶ کال کې خلکو تقریباً ۳ ملیارده ډالره رشوت ورکړی دی، چې دا بیا د ۲۰۱۴ کال په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی ښیی[۵]. دا کچه له هغې کچې هم زیاته ده، چې افغان حکومت یې د ۲۰۱۶ کال په تړاو خپل عاید ښیی.

همدا لامل دی، چې د ایشیا فاونډیشن او روڼتیا څار سازمان په سروې‌ګانو کې اداری فساد له امنیت او بې‌کارۍ وروسته درېیمه لویه ستونزه وګڼل شوه.

د ملی یووالی حکومت د تګلارو ارزونه

د ملی یووالی حکومت په پورتنیو ډګرونو کې یو شمېر هلې ځلې کړې دی. د بېلګې په ډول د اقتصاد په برخه کې افغان حکومت د ټاپی او کاسا-زر پروژو، چابهار تړون، د افغانستان او چین ترمنځ د رېل له لارې سوداګرۍ، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ رېل پټلۍ، د افغانستان او ایران ترمنځ رېل کرښې، د انرژۍ په برخه کې د یو شمېر بندونو رغونې او بیا ترمیم، د لاجوردو لارې هوکړه‌لیک نهایی کولو، د بې‌کارۍ ختمولو په تړاو په تېره بیا د «برنامه ملی اشتغال‌زایی» او «تشویق» تګلارو په برخو کې پرمختګ درلود؛ خو بیا هم د اقتصاد په ډګر کې د حکومت د ناغېړۍ، د هېواد روان وضعیت او په مجموعی توګه د چاپیریالی عواملو له کبله د افغانستان اقتصادی وده ډېره کمه وه. کابینې په سمه توګه خپله بودیجه مصرف نه کړه او له همدې کبله ۷ تنه وزیران هم د ولسی جرګې لخوا سلب اعتماد شول. د رسنیو له مخې اوس هم تر ۱۴ زرو پورې دولتی بستونه په داسې حال کې خالی دی[۶]، چې د بې‌کارۍ له کبله خلک اروپا ته په تېښته دی.

د سولې په برخه کې د حکومت تګلاره تر ډېره سیمه‌ییزه او د پاکستان له لارې وه، چې وسله‌والو مخالفینو شدید مخالفت ورسره وښود او د سیمه‌ییزو هېوادونو له لارې خبرې یې تر ډېره رد کړې. له همدې ځایه وه، چې د ملی یووالی حکومت دا تګلاره ناکامه شوه؛ خو په دې وروستیو کې داسې برېښی، چې افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو ته لاره پرانیزی. په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوی، چې افغان طالبانو په قطر کې د ملی یووالی حکومت له استازو سره لیدلی. د دې ترڅنګ د سولې په تړاو د ملی یووالی حکومت ناهمغږی بله ننګونه وه، چې د سولې پروسه ورسره مخ شوه.

په امنیتی برخه کې افغان حکومت اوس هم تر ډېره پر بهرنیانو متکی دی، همدا لامل دی، چې د کندز د لومړی او دویم ځل سقوط او د هلمند په لښکرګاه کې د جګړې پرمهال بهرنی سرتیری د جګړو ډګر ته بیا وګرځېدل او دغه سیمې یې وژغورلې. د امنیت په برخه کې د ملی یووالی حکومت له ډېرې ناکامۍ سره مخ دی، چې دا بیا په امنیتی لیکو کې د رهبرۍ له ستونزو، د سولې په تګلاره کې ناکامۍ، اداری فساد او د حکومت او امنیتی ځواکونو له ناهمغږو تګلارو سرچینه اخلی.

د اداری فساد پرضد مبارزه کې، که څه هم ملی یووالی حکومت یو شمېر ګامونه پورته کړل؛ خو بیا هم دغو ګامونو د اداری فساد کچه نه ده راکمه کړې. دغه راز د اداری فساد پرضد د ملی یووالی حکومت د ناهمغږې او متنقاضې تګلارې او د خپلو ژمنو د نه عملی کېدلو له کبله وه، چې د هېواد ډېری خلک یې د فساد پر وړاندې د حکومت پر مبارزې بې‌باوره کړل.

پای

[۱] د ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې اعلامیې لوستلو لپاره وګورئ:
http://president.gov.af/ps/news/288322

[۲] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70/1033/-S/2016/768 (7 Sep 2016), p: 4-7

[۳] یوناما د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکی کسانو مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ، د طلوع نیوز پښتو ویپ‌پاڼه، د تلې ۲۸مه ۱۳۹۵ کال، پرلیکه بڼه:

 http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/27886-un-release-new-report-over-civilians-casualties-calls-for-protection

[۴] که څه هم دا ارقام د ناټو د خپلواک ماموریت لخوا ورکول شوی او کوم درېیمګړی لوری نه دی تایید کړی، په دې اړه وګورئ:

AFP, Casualty rate soars for Afghan security forces: NATO, Daily Mail, 25 August 2016, see it online: http://www.dailymail.co.uk/wires/afp/article-3758859/Casualty-rate-soars-Afghan-security-forces-NATO.html; Abdul Wali Arian, Casualties Among Security Forces on the Rise, Tolo News, 1 Sep 2016, see it online: http://www.tolonews.com/en/afghanistan/27044-casualties-among-security-forces-on-the-rise;

[۵] د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د ۲۰۱۶ کال سروې په تړاو د دغه سازمان ویناپاڼه وګورئ:
https://iwaweb.org/ncs2016u/

[۶] په دې تړاو د کابل نیوز د تلې میاشتې راپور وګورئ:
http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/8927-2016-10-01-14-20-23?keepThis=true&TB_iframe=true&height=&width=40&caption=%D9%BE%D9%87+%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA+%DA%A9%DB%90+%DB%B1%DB%B4+%D8%B2%D8%B1%D9%87+%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA%D9%8A+%D8%A8%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87+%D8%AE%D8%A7%D9%84%D9%8A+%D8%AF%D9%8A

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *