د سیمې بدلېدونکی جیو-پولیټیک وضعیت او دوه نوی بلاکونه

 

تېره اوونۍ په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د روسیې-چین-پاکستان درې­اړخیزه ناسته وشوه. سره له دې چې دغه ناسته د افغانستان په تړاو وه؛ خو نه د افغان حکومت په مشوره جوړه شوې وه او نه هم ورته د افغان حکومت کوم پلاوی وربلل شوی و.

دغې درې­اړخیزې ناستې په هېواد کې دننه تاوده غبرګونونه هم وپارول. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ناسته د اندېښنې وړ او پوښتنه­پاروونکې وبلله او ولسی جرګې بیا د افغانستان له ګډون پرته د دغه هېواد د سولې په نوم یا د هېواد پر وضعیت هر ډول غونډه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا وبلله. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن هم د روسیې پر دغه چلند سخته نیوکه وکړه او له طالبانو سره د روسیې نږدې­والی یې مرستندوی ونه باله.

که څه هم روسیې-چین-پاکستان له دغې درې­اړخیزې ناستې وروسته ویلی، چې دغې پروسې ته به نور هېوادونه، په تېره بیا ایران او افغانستان هم راوبولی؛ خو په ځانګړی ډول به د افغان ولسمشر لپاره هېښوونکې دا وی، چې دا درې واړه هېوادونه (روسیه، چین او پاکستان) په غونډه کې پر دې همغږی شوی، چې یو شمېر طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسی.

دا چې په سیمه کې وروستی جیو-پولیټیک وضعیت څرنګه دی؟ آیا سیمه بیا په دوو بلاکونو کې وېشل کېږی؟ او په ځانګړی ډول د روسیې-چین-پاکستان دا درې­اړخیزه ناسته به پر هېواد څه اغېزې وکړی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته تحلیل شوې دی.

 

د سیمې بدلېدونکې سېناریو

سویلی اسیا، منځنۍ اسیا او منځنی ختیځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ژورو بدلونونو په لور روانې سیمې دی او دا درې­واړه سیمې بیا په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول د افغانستان پر پېښو اغېزې ښندی.

په منځنی ختیځ کې د عربو پسرلی په خزان بدل شو، په سوریه کې له پاڅونونو وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه او اوس د نړۍ د پاملرنې تر ټولو مهمه سیمه ګرځېدلې. په مصر کې پر دېموکراتیک نظام کودتا وشوه، له عراقه د امریکایانو له وتلو وروسته اسلامی دولت ډله رامنځته شوه او ان افغانستان ته یې هم ریښې راوکړې. په ایران کې منځلاری روحانی ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او په پای کې یې له امریکا سره د اتومی پروګرام پر سر تړون هم ­لاسلیک کړ، چې له کبله یې ایران له نړیوالو بندیزونو راووت.

په سوېلی اسیا کې هم وضعیت د افغانستان-هند-پاکستان ترمنځ پېچلی دی او په وروستیو دوو کلونو کې د دغه مثلث ترمنځ د اړیکو لوړې او ژورې ولیدل شوې. په هند کې د نارېندرا مودی له راتګ سره د هند بهرنی سیاست فعال شو او تګلاره یې تر ډېره د پاکستان منزوی کول او له امریکا سره نږدې کېدل وه. په بل اړخ کې د پاکستان پوځ د پاکستان ضد وسله­والو پرضد د ضرب عضب عملیات پیل کړل او د پاکستان پوځ د تېر پر څېر تر ډېره د افغانستان او هند چارې په خپلو لاسونو کې واخیستې. د ملکی حکومت او پوځ ترمنځ هم اختلافات موجود وو.

له افغانستانه د امریکایانو د پوځیانو وتل پیل شول، چې اوسمهال یې شمېره تقریباً د رسمی ارقامو له مخې ۱۰ زرو ته راښکته شوې ده. د حامد کرزی-امریکا له اختلافاتو وروسته، نوی افغان حکومت له امریکا سره د نږدې اړیکو تکل وکړ او له سیمه­ییزو هېوادونو سره یې هم د اړیکو ښه کولو هڅه وکړه.

په چین کې د شی جین پینګ له راتګ سره بیجینګ د لوېدیځ په لور پاملرنه زیاته کړه او په همدې موخه یې د ورېښمو نوې لارې، چې دوی یې د “یوه سړک او یوې کرښې” په نامه یادوی، د ایستلو هڅه وکړه. په پاکستان کې یې د “چین-پاکستان اقتصادی حوزې” تر نامه لاندې د ۴۶ ملیارده ډالرو پانګونې تکل هم وکړ؛ خو دغه مهال یې له امریکا سره اړیکې د چین د سوېلی سمندرګی په قضیه کې هم خرابې شوې.
 

په سیمه کې د دوو بلاکونو ترمنځ روانه نوې لوبه

که چېرې د سیمې د وروستیو دوو کلونو جیوپولیټیکی وضعیت ته ځېر شو، نو څرګندېږی چې زموږ سیمه د سړې جګړې په څېر بیا په دوو بلاکونو کې وېشل کېږی؛ خو دا ځل یې توپیر دا دی، چې د دغو بلاکونو د جوړښت تر شا د ایډیالوژۍ پر ځای د سیمې روان حالات او بدلېدونکې ګټې دی.

لومړی بلاک: هند-افغانستان-امریکا:

په لومړی بلاک کې هند، افغانستان او امریکا راځی. د ملی یووالی حکومت له راتګ سره د افغان حکومت او امریکا اړیکې د حامد کرزی د دویمې دورې په پرتله نږدې شوې. د امنیتی تړون له لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د امریکا راتلونکی روښانه شو. افغان حکومت امریکایانو ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړه او د امریکایی سرتېرو لخوا د ملکیانو پر وژنه یې هم چوپتیا غوره کړه. په بدل کې امریکا له افغان حکومت سره د بروکسل او وارسا کنفرانسونو کې د مرستو ژمنه وکړه. په بل اړخ کې د ملی یووالی حکومت د جوړېدو پر لومړی کال له هند سره اړیکې نږدې نه وې؛ خو کله چې کابل له اسلام­آباد څخه ناهیلی شو، نو له ډهلی سره یې اړیکې نږدې کړې.

هند له افغانستان سره د جنګی چورلکو مرستې وکړې او دغه راز له افغانستان سره یې د یو ملیارد ډالرو نورو مرستو ژمنه هم وکړه. افغان حکومت هم له هند څخه د درنو وسلو د رانیولو پرېکړه وکړه، چې د هند لخوا هم ورته شین څراخ ورکړل شو.

په بل اړخ کې د نارېندرا مودی له واک ته رسېدو سره د هند او امریکا ترمنځ اړیکې د تېر په پرتله نږدې شوې. نارېندرا مودی تر اوسه څلور ځله امریکا ته سفر کړی، بارک اوباما هم په ۲۰۱۶ کال کې هند ته سفر وکړ او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا او د هند د دفاع وزیرانو ترمنځ شپږ کتنې وشوې، د دغو کتنو پرمهال د نظامی-لوجستیکی هوکړه­لیک لاسلیک کول د یادونې وړ دی، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د یو بل له هوایی ډګرونو څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلی.

دویم بلاک: روسیه-چین-پاکستان:

په دویم بلاک کې روسیه، چین او پاکستان شامل دی. د پاکستان او چین اړیکې تل ښې وې؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته د چین د ولسمشر سفر او د چین-پاکستان اقتصادی حوزې (سیپېک) پرانیستنه هغه څه شول، چې دواړه هېوادونه یې نور هم سره غوټه کړل. دغه راز په دې وروستیو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ هم اړیکې مخ په پراخېدو دی. ښایی روسیه د پاکستان شمال-جنوب د غازو نللیکه کې تر ۲ ملیارد ډالرو پورې پانګونه وکړی، سیپېک کې شامله شی او له پاکستان سره یې نظامی تمرینات هم پیل کړی. د دې ترڅنګ چین او روسیه د شوروی اتحاد له ړنګېدو وروسته ستراتیژیک ملګری دی او اوسمهال یې په نړۍ کې له یو بل سره ګټې د امریکا په پرتله همغږې دی. د بېلګې په ډول یادولی شو، چې سوریه او منځنی ختیځ کې یې ګټې او په سیمه کې د امریکا د پوځی حضور پر وړاندې دریځ او داسې نور.

 

د سیمې د دوو بلاکونو ارزونه

که چېرې د دغو دوو بلاکونو ارزونه وکړو، نو له چین او پاکستان سره د هند اړیکې کړکېچنې دی. مودی د سوېلی اسیا مشران ډهلی ته د خپلې لوړې مراسمو ته راوبلل، چې په دوی کې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو؛ خو تر اوسه د مودی په دغه دوره کې د کشمیر او تروریزم له کبله له پاکستان سره د هند اړیکې ډېرې خړې پړې دی. د پټهانکوټ او اوړی له بریدونو وروسته هند د پاکستان د منزوی کولو تګلاره پرمخ کړه او ترڅنګ یې له چین سره هم اړیکې د اتوم تامینوونکو هېوادونو ډله کې د هند د غړیتوب پرخلاف د چین دریځ او د جیش محمد له مشر مسعود اظهر څخه د چین د دفاع له کبله خرابې شوې او بیا یې هند ته د تبت مذهبی مشران راوغوښتل، چې چین دغه کړنه بیا په سختو ټکو وغندله.

په بل اړخ کې له چین او روسیې سره د امریکا اړیکې هم د ترینګلتیا او کړکېچ په لوری روانې دی. د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ په برخه په تېره بیا د “ایوان” د ارزښت په تړاو اختلافات شته دی، امریکا د چین په سویل سمندرګی کې د بیجینګ د دریځ مخالف نظر لری او په سیمه کې یې د چین له مخالفو سوېلی اسیا، جاپان، ویتنام، تایوان او نورو سره ژورې اړیکې دی. له روسیې سره د امریکا اړیکې هم د ۲۰۰۱-۲۰۰۹ کلونو په پرتله ډېرې خرابې دی. دواړه هېوادونه په سوریه، یوکراین او اوس په افغانستان کې د یو بل پرضد په یوه نااعلان شوې سړه جګړه کې ښکېل دی.

دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې روسیه او ایران له هند لاره بېلوی. له دې وړاندې دغو درې واړو هېوادونو په افغانستان کې تقریباً ورته تګلاره درلودله؛ خو له طالبانو سره د روسیې او ایران نږدې اړیکو دې چلند ته د پای ټکی کېښود.

سیمه د همدغو دوو بلاکونو ترمنځ د وېشل کېدو په لور روانه ده؛ خو د (افغانستان-چین)، (روسیې-هند) او (امریکا-پاکستان) اړیکې هغه څه دی، چې شاید د دغو دوو بلاکونو په پرمختیا کې خنډ پېښ کړی او که چیرې د افغانستان-چین ښې اړیکې خرابې، د روسیې-هند نسبتاً سړې اړیکې د تربګنۍ خوا ته او د امریکا-پاکستان اړیکې نورې هم ترېینګلې شی، نو د دغو بلاکونو برخلیک به وټاکی.

 

د روسیې-چین-پاکستان ناسته او پر افغانستان یې اغېزې

که څه هم د روسیې-چین-پاکستان درې­اړخیزه ناسته نوې نه ده، بلکې دوی له دې وړاندې هم دوه ناستې کړې دی؛ خو دا ځل یې ډېره پاملرنه د افغانستان وضعیت ته اړولې وه. په دغه ناسته کې درې واړو هېوادونو په افغانستان کې د داعش له نفوذ څخه اندېښنه څرګنده کړه او په دې هم همغږی شول، چې د طالبانو یو شمېر غړی د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسی، ترڅو دا د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړی. خو د دغو دریو هېوادونو دا پریکړه د افغان ولسمشر له هغو څرګندونو سره په واضع ډول په ټکر کې دخ، چې دوه میاشتې وړاندې یې له ملګرو ملتونو غوښتی وو، څو د طالبانو مشر ملا هبه الله په تور لیست کې شامل کړی.

د افغانستان په تړاو دا ډول غونډې کول، چې د افغانستان په مشوره نه وی جوړه شوې او نه یې هم استازو ګډون پکې کړی وی، د افغانستان په داخلی چارو کې د لاسوهنې معنا ورکوی. دغه راز له تور لېست څخه د طالبانو د لرې کولو غوښتنه به افغان طالبان سیمه‌ییزو هېوادونو ته نور هم نږدې کړی.  

دا چې افغانستان ولې له یوه داسې وضعیت سره مخ شو، چې روسیه-چین-پاکستان د افغانستان د وضعیت په تړاو او بیا د چین او روسیې په څېر هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ویټو ځواک لری، له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه همغږی وښیی، لاندې عوامل لری:

  • د سیمې جیو-پولیټیک وضعیت؛ د سیمې د روان جیو-پولیټیکی وضعیت، چې پورته ورته اشاره وشوه، دغه درې هېوادونه یوځای سره راټول کړل.
  • د افغان حکومت ناسمه تګلاره؛ د دغه روان وضعیت تر شا یو لامل په خپله د افغان حکومت ناسمه تګلاره وه، چې له یوې خوا یې د سیمه‌ییزو سیالو هېوادونو ترمنځ انډول ونه شو ساتلای او له بلې خوا یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په پیلولو کې هم کوم ابتکار په لاس کې وانه خیست.
  • د طالبانو فعاله ډیپلوماسی؛ د طالبانو فعاله ډیپلوماسی، چې چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونو ته یې په دې قناعت ورکړ، چې د طالبانو نظریه یوازې د افغانستان تر پولو پورې منحصره ده. دغه راز د داعش پرضد دوی د افغان حکومت په پرتله غوره اېتلاف کېدلای شی.

خو افغان حکومت د ناپېیلتوب او له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو له لارې کولای شی، چې په افغانستان کې د دویم بلاک د ډېری لاسوهنو مخه ونیسی، که نه، دا روان حالات به د افغانستان جګړه نوره هم پیچلې، اوږده او خونړۍ کړی.

پای

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *