په هېواد کې د “ملی پیوستون” د پروګرام ارزونه

 

په روانه میاشت کې افغان حکومت په رسمی توګه د کلیو د پراختیا او بیارغونې د “ملی پیوستون” پروګرام له ۱۴ کلن فعالیت وروسته بند کړ او پرځای به یې د “ولسی تړون” پروګرام پلی شی. د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزیر نصیراحمد درانی په اند، د ولسی تړون پروګرام به هم د ملی پیوستون پر څېر بنسټیزې پروژې پلې کړی؛ خو دا ځل به یې ډېر ټینګار د کلیو او لرې پرتو سیمو په پرتله وروسته‌پاتې ښاری سیمو ته وی او ډېر ټینګار به یې هم پر روغتیا، ښوونې او روزنې او د څښاک اوبو په برخو کې وی.

دغه راز په تېره اوونۍ کې د کلیو د پراختیا، ښار او کور جوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د ۱۳۹۵ کال په تړاو خپل راپورونه وړاندې کړل. د دغو وزارتونو د ویندویانو په اند، په ۱۳۹۵ کال کې د کلیو د پراختیا وزارت په بېلابېلو سکتورونو لکه د پاکو اوبو برابرولو، اوبو لګولو، کرنې، روغتیا، ښوونې او روزنې، برېښنا او سړک جوړونې په پرخو کې د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۶ ولسوالیو، ۶۳۲۶ کلیو کې  ۹۰۷۷ پراختیایی پروژې پلې کړې دی. په دغو پروژو تقریباً ۲۴۵.۲ ملیون ډالره لګښتونه راغلی او په لنډمهال کې یې تقریباً ۷۵۰ زره خلکو ته د کار زمینه مساعده کړې. دغه راز د ښار او کور جوړونې وزارت هم د ۷۱.۶ ملیون ډالرو په لګښت ۴۴۶ پروژې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بیا ۹۰ پروژې پلې کړې دی[۱].

دا چې ملی پیوستون څه ډول پروګرام و؟ آیا موخې یې ترلاسه شوې؟ او په ټوله کې دارنګه پروژې پر هېواد او اقتصادی وضعیت څه اغېزې ښندی؟ دلته پرې شننه کوو.

 

ملی پیوستون؛ له پیله تر پایه

په افغانستان کې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته، د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې د نوی سرمایه‌داری او دیموکراتیک نظام بنسټ کېښودل شو. دغه مهال افغانستان د روغتیا، زېربناو (سړک، برېښنا، ودانۍ او نور)، ښونې او روزنې او یو شمېر نورو برخو کې د نړۍ یو له وروسته‌پاتې هېوادونو ګڼل کېده. پر نوی حکومت د خلکو د باور رامنځته‌کولو او د بې‌کارۍ له منځه‌وړلو په موخه د “ملی پیوستون” پروګرام په ۲۰۰۲ کال کې د اوسنی ولسمشر اشرف غنی له‌خوا طرحه او بیا د نوی جوړ شوی وزارت (د کلیو د پراختیا) د وزیر حنیف اتمر له‌خوا پلی شو.

د ملی پیوستون دا پروګرام تراوسه د افغانستان تر ټولو لویه پروژه او یا پروګرام دی. په دغه پروګرام کې دوو افغانی دودونو ته چې جرګې (شوراګانې) او اشر دی، ځای ورکړل شو.

په بنسټیزه توګه د ملی پیوستون پروګرام دوې بنیادی موخې درلودې: لومړی؛ د ټولنې په کچه د حکومتی بنیادونو غښتلی کول. دویم؛ له هغو سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ، چې د بېلابېلو سیمو د شوراګانو له‌خوا تنظیمېږی او له کبله یې ټولنیزو، تولیدی او نورو بنسټیزو خدماتو ته د یوې سیمې د خلکو لاسرسی پیدا کېږی.

ملی پیوستون پروګرام په ۲۰۰۳ کال کې پیل او له درېیو پړاوونو په تېرېدلو سره په ۲۰۱۷ کال کې وتړل شو. لومړی پړاو یې د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې څخه پیل او د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې پای ته ورسېد. دویم پړاو یې د ۲۰۰۷ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې پای ته ورسېد او درېیم پړاو یې بیا د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل او د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې پای ته ورسېد[۲].

د ملی پیوستون پروګرام په دغو دریو پړاوونو کې ۸۶ زره پروژې عملی شوې، چې تر ۱.۵ ملیارد ډالرو پورې لګښتونه پرې راغلل. دغه لګښتونه تر ډېره نړیوال بانک او د انګلستان، ډنمارک، کاناډا او امریکا د نړیوالې پراختیا ادارو ورکړی دی. دغه راز د جرمنیانو دوو ادارو (GTZ) او (DAI) هم په دغه پروګرام کې د مشورتی ادارو په توګه برخه لرله[۳].

 

آیا د ملی پیوستون موخې ترلاسه شوې؟

د ملی پیوستون د دوو مهمو موخو ترڅنګ، چې پورته یې یادونه وشوه، څلور مهمې برخې په لاندې ډول دی:

  1. د کلیو د پراختیایی شوراګانو جوړونه؛
  2. د کلیو د پراختیایی شوراګانو وړتیاوې زیاتول، په تېره بیا په سیمه‌ییزه حکومتولۍ او پرمختیا کې؛
  3. د دغو شوراګانو له‌خوا په نښه شوو، لومړیتوب‌لرونکو او اداره شوو پروژو ته فنډ ورکول؛
  4. د کلیو پراختیایی شوراګانې له حکومتی او غیرحکومتی ادارو او ډونرانو سره نښلول، ترڅو وسایلو او خدماتو ته د دوی لاسرسی پیاوړی شی.[۴]

که چېرې د ملی پیوستون دغو موخو ته ځېر شو، نو څرګندېږی چې د ملی پیوستون پروګرام تر ډېره خپلې موخې ترلاسه کړې؛ ځکه د ۱۳۹۵ کال تر پای پورې:

  • ۳۵۰۷۵ شوراګانې د ټاکنو له لارې جوړې شوې؛
  • له ۳۴۲۵۵ شوراګانو سره مرستې شوې؛
  • ۸۵۹۱۸ پروژې بشپړې شوې؛
  • او تقریباً ۲۹۸۳۶۵ تنه نارینه او ۱۵۱۷۶۴ تنه ښځینه د دغو شوراګانو غړی دی[۵].

دغه راز د ترانسپورت، د اوبو څښلو څاه‌ګانو او اوبو ساتلو، د اوبو کانالونو/کارېزونو، برېښنا (ډیزلی؛ د برېښنا مزی؛ شمسی او د اوبو)، سواد زده‌کړې او حرفوی زده‌کړو او په نورو برخو کې پروژې پلې شوې، چې په تفصیلی توګه په لاندې برخه کې اشاره ورته شوې ده.

 

پر هېواد د ملی پیوستون د پروژو اغېزې

که د هېواد وروستۍ یوې‌نیمې لسیزې ته ځیر شو، نو څرګندېږی چې افغانستان په دغه پړاو کې د بېخ‌بناوو، ترانسپورت، ښوونې او روزنې، روغتیا، خدماتو ته د لاسرسی، لوړو او مسلکی زده‌کړو، رسنیزو چارو، مخابراتو او یو شمېر نورو برخو کې پرمختګ کړی. د دغې پرمختیا په یو شمېر برخو کې د ملی پیوستون پروګرام د افغانستان د وروستۍ یوې‌نیمې لسیزې په پرمختیا کې جوت رول لوبولی دی.

دا چې په ځانګړې توګه د ملی پیوستون پروګرام د هېواد پر وضعیت او په تېره بیا اقتصاد څه اغېزه ښندلې، لاندې یې یادونه کوو (ډېری ارقام د ۲۰۱۳ کال تر پیل پورې دی):

  • د ټولنې په دېموکراتیک کولو کې رول؛ د ملی پیوستون د پروژې له کبله شونې شوه، چې په هېواد کې د کلو په کچه پرمختیایی شوراګانې د ټاکنو له لارې رامنځته شی او بیا دا شوراګانې د خپلو کلیو لومړیتوب ته په کتلو سره داسې فرعی پروژې په نښه کړی، چې ګټه یې دوی ته تر ټولو زیاته ورسېږی. د همدې تګلارې له کبله شونې شوه، چې ۳۵۰۷۵ شوراګانې جوړې شی. دغو شوراګانو ۴۵۰۱۲۹ تنه غړی درلودل (۲۹۸۳۶۵ تنه نارینه او ۱۵۱۷۶۴ تنه ښځینه). د دغو شوراګانو د لومړیتوبونو او د پروژو په نښه کولو له کبله شونې شوه، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۳۸۰ ولسوالیو کې پروژې پلې شی. په دغو پروژو کې په دومره پراخه کچه د خلکو ګډون او څارنه د ځایی ټولنو حکومتولۍ کې مثبت رول ولوباوه او شاید همدا لامل به وی، چې د حکومت د نورو پروژو په پرتله د ملی پیوستون په پروګرام کې کم اداری فساد لیدل کېږی.
  • ترانسپورت؛ د ملی پیوستون د پروګرام له مخې، په هېواد کې تقریباً د درېیمې درجې سړکونو ۹۶۵۶ پروژې پلې شوې، چې ۲۰۱ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی او په ټوله کې په ټول هېواد کې تقریباً ۵۳ زره کیلومتره سړکونه جوړ شوی. دغه راز تر سړکونو لاندې ویالو او پلونو ۴۴۷۲ پروژې چې ۵۶ میلیون ډالره لګښت پرې راغی، پلې شوې. د دې ترڅنګ د ترانسپورت په برخه کې ۲۶۳۲ نورې پروژې چې ۴۶ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی هم پلې شوې دی. په ټوله کې د ترانسپورت په برخه کې ۱۶۷۶۰ پروژې پلې شوې، چې شاوخوا ۳۰۳ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.
  • انرژی؛ د انرژۍ په برخه کې هم کابو ۷۳۲۷ پروژې پلې شوې، چې په دغو پروژو شاوخوا ۱۶۳ میلیون ډالره لګښت راغلی. د انرژۍ په برخه کې تر ټولو زیاتې پروژې او لګښتونه د اوبو پر برېښنا (۲۴۱۷ پروژې د ۶۱ میلیون ډالره په لګښت)، شمسی (۲۲۷۰ پروژې د ۴۹ میلیون ډالره په لګښت او ترڅنګ یې شاوخوا سل زره بریښنایی او د سولر دستګاوې نصب شوې) ډیزلی ( ۱۶۸۰ پروژې د ۳۰ میلیون ډالره په لګښت)، د برېښنا مزی (۹۲۹ پروژې د ۲۳ میلیون ډالره په لګښت) او نورې وې.
  • روغتیا؛ د روغتیا په برخه کې یو شمېر کلینیکونه جوړ شول او د ۲۰۱۳ کال تر پیل پورې تقریباً د اوبو څښلو ۸۸۹۷ پروژې پلې شوې، چې ۱۰۳ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی و. د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر نصیراحمد درانی په اند په تېرو څوارلسو کلونو کې د ملی بیوستون له لارې پاکو اوبو ته د لاسرسی په موخه شاوخوا یو لک څاه‌ګان وکېندل شول.
  • ښوونه او روزنه؛ د افغان وزیر نصیراحمد درانی په اند، د ملی پیوستون له لارې په ټول هېواد کې تقریباً ۶۰ زره تدریسی ټولګی جوړ شوی. همدا راز د ۲۰۱۳ کال تر پیل پورې د ښوونځیو د ودانۍ د بېلابېلو برخو جوړونې په موخه ۹۶۶ پروژې عملی شوې، چې ۲۷ میلیون ډالره لګښت یې درلود. دغه راز د حرفوی زده‌کړو په موخه د ملی پیوستون له لارې ۴۱۳۶ پروژې عملی شوې، چې په دغو بیا ۱۱ میلیون ډالره لګښت راغلی دی.
  • زراعت؛ زراعت د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر حیثیت لری. په دې برخه کې هم د ملی پیوستون له لارې یو شمېر پروژې پلې شوې دی. د بېلګې په توګه د ژورو څاه‌ګانو ۱۰۴۰ پروژې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت، د اوبو ساتلو ۱۵۶۸ پروژې د ۲۵ میلیون ډالرو په لګښت، د اوبو رسونې شبکې ۲۷۴۳ پروژې د ۶۲ میلیون ډالرو په لګښت، د کانالونو/کاریزونو جوړولو ۵۷۲۷ پروژې د ۹۶ میلیون ډالره په لګښت، د اوبو د وړو بندونو په موخه ۱۱۸۶ پروژې د ۱۹ میلیون ډالرو په لګښت او دغه راز د استنادی دیوالونو جوړونې ۴۰۰۴ پروژې هم د ۷۰ میلیون ډالرو په لګښت پلې شوې.

که په لنډه توګه د ملی پیوستون پروګرام وارزوو، نو د دغه پروګرام له لارې ډېرو خلکو ته په لنډمهاله توګه د کارونو پیدا کېدو زمینه مساعده شوې، په هېواد کې په مختلفو ډګرونو کې بېلابېلې پروژې عملې شوې، چې اغېزې یې هر اړخیزې نه وې، بلکې تر ډېره تر ځایی ټولنو پورې محدودې وې.

پای

[۱]  د آزادۍ رادیو راپور، د کلیو د پراختیا وزارت: ۱۳۹۵ کال کې مو څه باندې ۹زره پروژې پلې کړې، پرلیکه بڼه:
http://pa.azadiradio.com/a/28364735.html 

[۲]  وګورئ د ملی پیوستون پروګرام رسمی وېب‌پاڼه:
http://www.nspafghanistan.org/default.aspx?sel=183

[۳]  په دې تړاو د افغانستان د ارزونې او څېړنې ادارې تحلیل ولولئ:
https://areu.org.af/wp-content/uploads/2015/12/530E-Fine-Tuning-the-NSP-WP-print.pdf

[۴]  په دې تړاو وګورئ د ملی پیوستون رسمی وېب‌پاڼه:
http://www.nspafghanistan.org/default.aspx?sel=183

[۵]  په دې تړاو د ملی پیوستون پروګرام رسمی وېب‌پاڼه وګورئ:
http://www.nspafghanistan.org/default.aspx?sel=194

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *