اکاډمیک بحث: د سیمې جیوپولیټیک بدلونونه او پر افغانستان یې اغېزې

 

له تېرو څو کلونو راهیسې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د جیوپولیټیکو بدلونونو شاهد یو. په ځانګړی ډول زموږ په سیمه کې داسې ښکاری چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د سړې جګړې د دوران په څېر، اوس یو ځل بیا دغه سیمه په دوو بلاکونو وېشل کېږی؛ خو دا ځل یې توپیر دا دی چې د دغو بلاکونو ترشا د ایډیالوژۍ پر ځای د سیمې بدلېدونکی وضعیت او بدلېدونکې ګټې نغښتې دی. ظاهرا داسې ښکاری چې لومړی بلاک د امریکا او ملاتړو هېوادونو دی او دویم بلاک هم د روسیې او ورسره د ملاتړو هېوادونو له‌خوا جوړېږی.

دا چې افغانستان تل د سیمې له جیوپولیټیکو بدلونونو څخه په ژوره توګه اغېزمن شوی، بلکې یوه مهمه برخه یې افغانستان پاتې شوی، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د دغې موضوع اهمیت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډمیک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمی سمینار جوړ کړی و. دغه سمینار د چارشنبې په ورځ (د مې۱۰مه ۲۰۱۷) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې د لسګونه علمی شخصیتونو په ګډون جوړ شوی و او د دریو تحقیقاتی مرکزونو مشرانو د موضوع پر بېلابېلو اړخونو څېړنیزې او هر اړخیزې ویناوې وکړې.

لومړی ویناوال او د شخړې او سولې د مطالعاتو مرکز (CAPS) مشر حلیم الله کوثری د سیمې او نړۍ په کچه د جیوپولیټیکو بدلونونو پر شالید او د جیوپولیټیک له نظره د سیمې او نړۍ پر اوسنی وضعیت خبرې وکړې.

نوموړی د ځواک د وېش له مخې د نړۍ وضعیت د تاریخ په اوږدو کې په (یو قطبه، دوه قطبه، درې قطبه او څو قطبه) څلورو ډولونو ووېشه او د څو قطبه نظام یوه بېلګه یې له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې دوران وباله، چې امریکا، جاپان، جرمنی، اېټالیا او نور هېوادونه پکې وو. خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې سړه جګړه پیل شوه او نړۍ دوه‌قطبه شوه، چې یو پکې د امریکا تر مشرۍ لاندې غربی بلاک و او بل یې هم د روسیې تر مشرۍ لاندې شرقی بلاک و. که څه هم دریم بلاک د ناپېیلو هېوادونو هم و، خو مهم ځکه نه و، چې اقتصادی او نظامی ځواک یې نه درلود.

د ده په وینا، د سړې جګړې کلمه له دویم نړیوال جنګ وروسته د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵ کال کې د برېتانوی لیکوال “جورج اورول” له‌خوا وکارول شوه او مهمه ځانګړنه یې دا ده چې په دې ډول جګړه کې هېوادونه مستقیم نه جنګېږی، بلکې د نورو هېوادونو په کارولو سره د خپل سیال د ماتولو هڅه کوی، چې ښه بېلګه یې هم د افغانستان جګړه ده او کله چې شوروی په افغانستان کې ماتې وخوړه، سړه جګړه هم پای ته ورسیده.

ښاغلی کوثری په سیمه کې د اوسنی جیوپولیټیک وضعیت په اړه وویل: دا مهال یوه بله ځانګړې جګړه یا (hybrid war) پیلېدونکې ده او دا چې امریکا دا مهال په سیمه کې نظامی حضور لری، ښایی تر ټولو ستر لوبغاړی به یې هم امریکا وی. د ده په خبره، د دا ډول جګړې ځانګړنه دا ده چې ځواکمن هېوادونه د خپلو رقیبانو د ځپلو لپاره هره ممکنه لاره کاروی. د بېلګې په توګه د طالبانو او روسیې اهداف په ټکر کې دی، خو په اوسنی وخت کې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره د اړیکو جوړولو په حال کې دی.

د ده په خبره، دا چې امریکا په عربی هېوادونو کې اډې لری، هلته نظامی حضور ته ډېره اړتیا نه وینی، خو زموږ په سیمه کې یې اډې نه درلودې او دلته نظامی حضور ورته مهم دی. که څه هم د سیمې هېوادونه په ۲۰۰۱ کال کې پر افغان خاوره د امریکا له برید سره موافق وو؛ ځکه ایران، روسیې، چین او داسې نورو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه غوښت او هغه مهال تر ډېره په افغانستان کې فعال هم نه وو؛ خو له ۲۰۰۱ کال وروسته دغو هېوادونو خپل رول په افغانستان کې زیات کړ؛ مګر سره له دې هم اوس د دغو هېوادونو هڅه دا ده چې امریکا له دې سیمې ووځی.

د ده په وینا، په اوسنی وخت کې په ځانګړی ډول په سیمه کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلی، چې دلته د امریکا حضور نه یوازې دا چې “ترهګری” ځپلې نه ده، بلکې مرسته یې هم ورسره کړې او زیاته کړې یې ده. په سیمه کې یو مهم هېواد (چین) دا مهال د “یوه کمربند-یوه سړک” د پروژې پلی کېدو لپاره د افغانستان امنیت خورا مهم بولی او وېره لری چې په سیمه کې د امریکا حضور به د دوی د اقتصادی پلانونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړی.

د غونډې دویم ویناوال او د افغانستان د سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (RSCA) مشر رفیع الله نیازی بیا د افغانستان په سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت د راغلو او راتلونکو جیوپولیټیکو بدلونونو پر اغېزو خبرې وکړې. د ده په خبره، له جیوپولیټیکی لحاظه زموږ سیمه ډېره اغېزمنه شوې ده او ګڼې پدیدې له منځنی ختیځ، منځنۍ اسیا او سوېلی اسیا څخه دلته راغلې دی؛ خو پر افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان اغېزې زیاتې دی.

د ده په خبره، پاکستان په افغانستان کې څلور هدفونه لرل: ۱-په افغانستان کې د پاکستان طرفدار حکومت. ۲-د هند د نفوذ نشتون (د افغانستان پر بهرنی سیاست کنټرول). ۳-د پاکستان د تولیداتو لپاره مارکېټ جوړېدل. ۴-د افغان نشنلېزم له منځه وړل. خو په وینا یې چې دا مهال پاکستان هم خپلې ګټې په خطر کې وینی او د امریکا ترڅنګ د چین او روسیې په څنګ کې هم ولاړ دی، چې په مسکو کې وروستۍ درې اړخیزې ناستې یې ښه بېلګه ده. همدا راز دلته د ناامنۍ یوه زیاته برخه د اوبو پر سر جګړه هم ده.

ښاغلی نیازی زیاته کړه، چې په سیمه کې د (پاکستان، چین، روسیې+ایران) یوه بلاک او په بل پلو کې د (امریکا، هند او افغانستان) بلاک د هېواد لپاره ژورې اغېزې لرلی شی. له امنیتی پلوه دا ټول هېوادونه د افغانستان په قضیه کې دخیل دی او له اقتصادی پلوه هم د بېلګې په ډول افغانستان د ترانزیټ په برخه کې زیانونه ګالی. خو په عین وخت کې افغان حکومت امریکا ته اړ دی او د خپلو درنو لګښتونو لپاره بله لاره نه لری.

د رفیع الله نیازی په خبره، دا چې افغانستان نه په تېر کې او نه هم اوس د بهرنی سیاست لپاره مشخصې کرښې لرلې، ترڅنګ یې ملی ګټې هم نه دی تعریف شوې، د سیمې د هېوادونو (ایران-سعودی) او (پاکستان-هند) ترمنځ یې توازن نه دی ساتلی، چې له کبله به یې د دارنګه بدلونونو اغېزې ژورې وی.

دریم ویناوال او د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) مشر دکتور عبدالباقی امین بیا پر دې خبرې وکړې، چې د سیمې په جیوپولیټیکو بدلونونو کې افغانستان ته څه کول پکار دی. ښاغلی امین وویل، د سیمې او نړۍ له جیوپولیټیکو بدلونونو له منفی اغېزو نه یوازې دا چې ځان ژغورل کېدای شی، بلکې مثبته ګټه هم ترې اخېستل کېدای شی؛ خو اساسی شرط دا دی چې په افغانستان کې یوه همغږې اداره او قوی مرکزی حکومت موجود وی. د ده په خبره، حکومت په داسې وضعیت کې باید د لابی جزیرې کمزورې بلکې ختمې کړې او له سیمه‌ییزو رقابتونو څخه مثبته ګټه واخلی.

نوموړی په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې تحقیقاتی مراکز کولی شی په  ګډه حکومت ته په دارنګه مواردو کې د څېړنو او تحلیلونو پر بنسټ ولاړې مشورې ورکړی او دا مرکزونه باید د خپل ملی مکلفیت په توګه دې چارې ته پام وکړی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو له‌خوا هم د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشول.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *