د امریکایانو د جګړې بدلېدونکی تاکتیک او پایلې یې

 

له تېرو څو اوونیو راهیسې د امریکایی ځواکونو په هوایی بریدونو کې یو شمېر افغان پوځیان، یو ښوونځی او ګڼ شمېر ملکی وګړی په نښه شول. د راپورونو له مخې، څو ورځې وړاندې امریکایانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان پوځیانو بمباری وکړه، چې له کبله یې ۱۵ تنه افغان سرتېری ځای پر ځای ووژل شول. په ټولیز ډول، په پنځو ورځو (د جولای له ۱۶مې تر ۲۱مې پورې) یوازې په هلمند ولایت کې د امریکایانو له‌خوا ۵۲ هوایی بریدونه شوی دی.

دغه راز د کندز د والی ویاند په وینا، ناټو ځواکونو په تېروتنې سره په یوه هوایی برید کې د مشهد عالی لیسه په نښه کړه؛ ځکه د ناټو د برید موخه خواجه غلتن ښوونځی و. د ده په خبره، په دغه ښوونځی کې طالبانو پناه اخیستې وه. د مشهد ښوونځی مدیر هم دغه برید تایید کړی او ویلی یې دی، چې برید د سهار په ۴ بجو شوی دی[۱]. خو د ناټو له‌خوا بیا دا برید رد شوی او دا یې د ملی امنیت له قوله، په ښوونځی کې د ګاز سلنډر چاودنه ګڼلې ده[۲].

له دغو دوو بریدونو وراخوا، د جلال‌آباد په هسکه مېنه کې امریکایی ډرون د جنازې مراسم په نښه کړل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، کابو ۱۰ تنه ملکیان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول[۳]. په هسکه مېنه کې دا لومړی ځل نه دی، چې دا ډول تراژیدی پېښېږی. له دې وړاندې د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۶مه هم، د امریکایی هوایی ځواکونو له‌خوا د واده په مراسمو هوایی برید وشو، چې له کبله یې ۴۷ تنه ملکیان ووژل شول.

دا چې د واشنګټن-کابل امنیتی تړون له لاسلیک وروسته د امریکایانو جګړې څرنګه بدلون موندلی، افغان حکومت ولې د امریکایانو پر بمبارۍ چوپ دی، په امریکا کې د نوې ادارې له راتګ سره د امریکایانو د جګړې په تاکتیک کې څه بدلون راغلی او د دغه بدلون اغېزې به څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

له امنیتی تړون وروسته د امریکا جګړه

د امنیتی تړون له لاسلیک کولو سره، په افغانستان کې د امریکا جګړې په تیوریکی لحاظ بدلون وموند او د امریکایی سرتېرو رول یوازې تر مشورو او روزنې پورې محدود شو؛ خو په عملی ډګر کې امریکایان عملاً د جګړې په ډګر کې پاتې وو.

د امریکا د هوایی ځواک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې امریکایانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۴۱۱ هوایی بریدونه کړی دی. د یوې بلې ادارې له قوله، امریکایانو په دغه کال کې تقریباً ۲۳۵ یا ۲۳۶ بریدونه کړی، چې له ۹۸۹ نیولې تر ۱۴۴۱ پورې کسان پکې وژل شوی دی. په دوی کې له ۶۰ تر ۸۱ تنو پورې ملکیان او له ۳ تر ۱۷ تنو پورې ماشومان هم شامل وو[۴].

په ۲۰۱۶ کال کې هم امریکایانو ۱۱۷ هوایی بریدونه وکړل؛ خو د یوې بلې ادارې د شمېرو له مخې، دا بریدونه له ۶۹ تر ۷۳ پورې وو، چې له ۴۳۱ تنو څخه تر ۴۷۱ تنو پورې پکې ووژل شول. په دوی کې تقریباً له ۱۵ تر ۲۲ تنو پورې ملکیان او یو ماشوم شامل وو[۵].

په دغو تېرو دوو کلونو کې دوه ځله په کندز کې خونړی بریدونه هم وشول، چې مشهور یې د بې‌پولې ډاکټرانو پر روغتون او دغلته یو بل خونړی برید و او څو ځله افغان سرتېری او ملکیان هم په نښه شول. هر برید ملکی وګړو او افغان پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې، چې دلته د ټولو هغو پېښو له بیانولو تېرېږو.

 

بې‌رحمه بمبارۍ او د حکومت چوپتیا

د ملی یووالی حکومت پرمهال دا لومړی ځل نه دی، چې د بهرنیانو له‌خوا په بمباریو کې د ملی اردو سرتېری او ملکیان په نښه کېږی او نه هم دا لومړی ځل دی، چې د ملی یووالی حکومت پرې په تېرو دریو کلونو کې چوپتیا غوره کوی.

تر ټولو بده پکې دا ده، چې د ملی یووالی حکومت ځینې چارواکی د دې پرځای چې دا ډول بریدونه وغندی، ځینې مهال یې توجیه کوی هم. د بېلګې په توګه په کندز کې پر ملکیانو د برید پرمهال اجرائیه ریاست په خپله اعلامیه کې د دې پرځای چې پر بهرنیانو نیوکه وکړی، د برید لامل او پړه یې پر طالبانو واچوله. د اجرائیه ریاست دا توجیه داسې مهال وه، چې هغه برید په نړیواله کچه سخت وغندل شو.

د ملی یووالی حکومت له‌خوا، په کندز کې کابو ۱۰ میاشتې وړاندې په یوه کلی د امریکایانو خونړۍ هوایی برید یوازېنۍ هغه پېښه وه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست په تېرو دریو کلونو کې پرې اعلامیې خپرې کړې دی؛ خو په خپرو شویو اعلامیو کې یې هم د پېښو اصلی لاملین (برید کوونکی) نه دی غندلی، بلکې چوپتیا یې غوره کړې ده.

پوښتنه زیږی، چې د ملی یووالی حکومت د حامد کرزی د دویمې دورې په پرتله، ولې د بهرنیانو پرضد خپل غږ نه پورته کوی؟ د دې پوښتنې ځواب شاید په خپله دغه افغان چارواکی ووایی؛ خو بیا هم، لومړی او تر ټولو مهم لامل به د حکومت «دوه سره‌والی» او د حکومت کمزوری وضعیت وی. حامد کرزی د نوموړی د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیله په افغانستان کې د امریکا د سفیر په اند، یو غیرستراتېژیک ملګری و؛ ځکه ده به په مطبوعاتو کې پر امریکایی کړنو نیوکې کولې.

دویم لامل هم دا دی، چې په اوسنیو شرایطو کې د ملی یووالی حکومت بقا تر ډېره پر بهرنیانو تکیه ده. له همدې امله نه غواړی، چې خپل بهرنی ملګری په خپلو توندو نیوکو خپه کړی. د حامد کرزی د دویمې دورې پرمهال، افغان حکومت د اوس په څېر په امنیتی او اقتصادی برخو کې هم له دومره ننګونو سره مخ نه و. دغه راز هغه دوره د حامد کرزی وروستۍ دوره هم وه او ده نه غوښتل، چې پای یې په دا ډول چوپتیا وکړی.

 

۲۰۱۷ کال او خونړی هوایی بریدونه

د یوناما د وروستی راپور له مخې، روان میلادی کال د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی و. په افغانستان کې د تېر ټول کال په پرتله د سږ کال (۲۰۱۷) په لومړیو شپږو میاشتو کې زیات بریدونه شوی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټولو بمی او توغندیزو بریدونو شمېر ۱۶۳۴ ته رسېږی[۶] . دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې دا په یوه کال کې تر ټولو زیات توغندیز بریدونه دی.

امریکایانو یوازې په جون میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تقریباً ۳۸۹ توغندیز بریدونه کړی، چې دا بیا د ټول ۲۰۱۳ کال له بریدونو زیات دی[۷]. هغه مهال په افغانستتان کې تقریباً ۵۰ زره امریکایی سرتیری وو او اوس له ۱۰ زرو کم دی.

له پورتنیو احصائیو څرګندېږی، چې د امریکا جنګی تاکتیک بدلون موندلی او اوس تر ډېره پر هوایی بریدونو تکیه کوی؛ مګر دا چې دغه بریدونه خپل هدف ولی او کنه، ډېر سر نه پرې خوږوی. په بل اړخ کې دا، د دې ښکارندوی هم دی، چې اوس هم افغان هوایی ځواکونه پر ځان متکی نه دی او ښایی خپل شتون او جګړه یې د بهرنیانو له هوایی بمباریو سره نښلولې وی.

د بهرنیانو له‌خوا دا ډول په پټو سترګو بمبارۍ به خپله د بهرنیانو پرضد په جګړه کې دوه‌محوره اغېزه وښندی: لومړی دا چې لا ډېر عام خلک به نور هم د بهرنیانو ضد کړی، د بهرنیانو پرضد به شته کرکه نوره هم زیاته شی. دویم دا چې د امریکایانو له دغو نامسووله بمبارونو څخه افغان سرتېری هم مستثنا نه دی؛ نو ځکه به دا د دوی ترمنځ د بې‌باورۍ واټن نور هم زیات کړی او ښایی د افغان امنیتی ځواکونو له خوا به د بهرنیانو پرضد بریدونو ته نوره هم لاره هواره کړی. همدا لامل هم دی، چې په تېره میاشت کې دوه ځله د افغان سرتېرو په بریدونو کې امریکایی پوځیان په نښه او ووژل شول. له بله پلوه، پر دغو بریدونو د افغان حکومت مرموزه چوپتیا له ملت سره د حکومت واټن نور هم زیاتوی.

پای

[۱] Heart of Asia, NATO airstrikes targets school in Kunduz, 16 July 2017, see it online: http://www.heartofasia.af/index.php/national2/item/4442-nato-airstrike-targets-school-in-kunduz

[۲] Pajhwok, NATO denies airstrikes hit Kunduz school, 15 July 2017, see it online: http://m.pajhwok.com/en/2017/07/15/nato-denies-airstrikes-hit-kunduz-school

[۳] Pajhwok, 10 civilians killed in Haska Mena drone strike, see it online:

http://www.pajhwok.com/en/subscription-required?redirect_from=489767

[۴] See online:

https://voiceofpeopletoday.com/get-the-data-a-list-of-us-air-and-drone-strikes-afghanistan-2015-2016/

[۵] For further information, please visit the link below:

https://voiceofpeopletoday.com/get-the-data-a-list-of-us-air-and-drone-strikes-afghanistan-2015-2016/

[۶] Washington Post, US Air Strikes in Afghanistan are at levels not seen since Obama troop surge, 17 July 2017, see it online:

https://www.washingtonpost.com/news/checkpoint/wp/2017/07/17/u-s-airstrikes-in-afghanistan-are-at-levels-not-seen-since-obama-troop-surge/

[۷] Guardian, Afghanistan: civilian deaths at record high in 16 year war says UN, see it online:

https://www.theguardian.com/world/2017/jul/17/civilian-deaths-in-afghanistan-war-at-record-high-says-un

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *