د تحلیل ژورنال څلورمه ګڼه خپره شوه

تحلیل، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز شپږمیاشتنۍ علمی او څېړنیزه مجله ده، چې پر بېلابېلو ملی، سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوع‌ګانو څېړنې خپروی.

د تحلیل ژورنال دا ګڼه، چې تازه له چاپه راوتلې ده، د هېواد د سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت او په دغو برخو کې شته فرصتونو او ننګونو په تړاو څېړنیزې لیکنې لری، چې په ټولیز ډول په دغو برخو کې له شته ستونزو او ننګونو څخه د وتلو پر لارو چارو بحث کوی.

په دې ګڼه کې پر سریزه سربېره لاندې لیکنې راغلې دی:

  • د ټاپی ګازو نل‌لیکې پر وړاندې شته ننګونې او فرصتونه (۱۹۹۰-۲۰۱۶)
  • نزدیکی روسیه و ایران با طالبان؛ پیشینه و پیامدها
  • افغانستان-پاکستان ترانزیټی سوداګری (مخینه، حقونه او شته ستونزې)
  • توندلاری او منځلاری په یوه ژوند شموله جزر او مد کې
  • تفکر در مورد نجات کشور
  • د ملی ثبات او پرمختیا لپاره په دولتی پالیسۍ کې د بدلون اړتیا
  • د کتاب معرفی: «افغانستان په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې»
  • انګلیسی مقالې او د لنډیزونو انګلیسی ژباړه

د یادونې وړ ده، چې د انګلیسی برخې په لومړۍ مقاله کې د افغانستان-پاکستان-چین ترمنځ د ګډې همکارۍ موضوع څېړل شوې او د عملی همکارۍ لپاره د همکارۍ ډګرونه په نښه شوی او ترڅنګ یې د درې‌اړخیزې همکارۍ د زیاتولو په اړه سپارښتنې هم شوې دی.

دویمه انګلیسی مقاله په افغانستان کې د سولې بهیر د بریا پر لارو چارو بحث کوی او په دریمه انګلیسی مقاله کې بیا د طالبانو او داعش ډلې پر راتلونکی تحلیل شوی دی.

موږ هیله لرو چې د ژورنال دا ګڼه د هېواد په اوسنی خراب وضعیت کې د ستونزو د هواری او حل‌لارو په موندلو کې مرستندویه واقع شی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *