د چین د تحقیقاتی مرکزونو یوه پلاوی له CSRS څخه لیدنه وکړه

 

د چین د تحقیقاتی مرکزونو یوه پلاوی، چې په کابل کې د چین د سفارت په همغږۍ افغانستان ته راغلی، د ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز له مشرتابه او غړو سره د دغه مرکز په دفتر کې وکتل.

په دغه ملاقات کې، چې تېره چارشنبه (د سنبلې/وږی میاشتې لومړۍ ۱۳۹۶) وشو، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر وضعیت، په ځانګړی ډول د چین او افغانستان پر اړیکو او د چین له تحقیقاتی مرکزونو سره د ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز، دوه­اړخیزو همکاریو ته د زمینې پر برابرولو بحث وکړ.

د ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین چینایی پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: «چین د افغانستان دوست هېواد او یو مهم ګاونډی دی. له همدې کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه­اړخیزې اړیکې زموږ د څېړنې یو ډګر دی او په دې برخه کې مو تراوسه د افغان-چین پر اړیکو یو هراړخیز کتاب هم لیکلی، چې په نژدې راتلونکی کې به په شاوخوا ۴۰۰ مخونو کې چاپ شی.»

نوموړی زیاته کړه، موږ ته دا مهال په افغانستان کې سوله او د جګړې درېدل تر هرڅه مهم ګام دی او په دې برخه کې د چین رغنده رول ته هیله­من یو. د ده په وینا، دا چې مدنی ټولنې هم د حکومت ترڅنګ په دې برخه کې مثبت رول لوبولی شی، موږ په دې برخه کې زیات کار کړی او د څېړنې یو مهم ډګر مو دی. ښاغلی امین وویل، افغانان له جګړې ستړی دی او همدې اړتیا ته په کتلو سره موږ تمه لرو چې په چین کې یو تحقیقاتی مرکز، له ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز سره په ګډه یوې داسې غونډې ته زمینه برابره کړی، چې د افغان جګړې د ښکېلو لورو استازی پکې راټول شی او دا هڅه به مرسته وکړی چې څه ډول حکومتونه د سولې په لور رغند ګام اوچت کړی.

د چینایی پلاوی مشر او د چین په پلازمېنه بیجینګ کې چین د اجتماعی علومو اکاډمۍ اړوند د سوېلی اسیا د څېړنو مرکز مشر یی هیلین «Ye Hailin» مرکز ته د چینایی پلاوی له بلنې مننه وکړه او ویې ویل، چې د دوی تمرکز هم پر دې دی، چې د چین-افغانستان اړیکې څه ډول ښې شی. د ده په خبره، که څه هم دوی اقتصادی فعالیتونو ته لومړیتوب ورکوی، خو سوله او ټیکاو د هرڅه لپاره لومړنی شرط دی. له بلې خوا افغانستان د چین یو مهم ګاونډی دی او په افغانستان کې ثبات د چین لپاره خورا مهم دی. له همدې کبله چین لېوالتیا لری چې د افغان سولې په برخه کې مرستندوی رول ولوبوی او د دا ډول یوې غونډې په اړه به په چین کې له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړی.

د وروستیو بدلونونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه د چینایی پلاوی د پوښتنې په ځواب کې د ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین وویل: «موږ د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژی د افغانستان په ګټه نه ګڼو. په دې ستراتېژۍ کې د امریکایی پوځیانو د وتلو نېټه او دلته یې شمېر نه دی په ډاګه شوی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو اوږدمهال حضور د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره ګټور نه بلکې دلته د جګړې د دوام په معنا دی. امریکا د افغان جګړې دوام غواړی. د پوځیانو په زیاتولو دا جګړه پای ته نه رسېږی. له بلې خوا د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې په ډاګه شوې چې دوی دلته له حکومتولۍ سره کار نه لری او یوازې په جګړه تمرکز کوی.»

د ملاقات په پای کې د دواړو تحقیقاتی مرکزونو ترمنځ د دوه­اړخیزو همکاریو د یوه هوکړه­لیک پر لاسلیک کولو هم هوکړه وشوه او چینایی پلاوی ژمنه وکړه، چې بیجینګ ته له ګرځېدو وروسته به په دې تړاو خپل وروستی نظر له ستراتېژیکو او سیمه­ییزو څېړنو مرکز سره شریک کړی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *