د امریکا نوې افغان تګلاره؛ په نوی بوتل کې زاړه شراب

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلی آسیا په اړه د امریکا نوې تګلاره د اګسټ په ۲۲مه (۲۰۱۷) اعلان کړه. د امریکا دا تګلاره له ۸ میاشتې اوږده انتظار وروسته داسې مهال اعلان شوه، چې د امریکا د ځنډېدونکې تګلارې په تړاو، ډېر بحثونه راپورته او پروپوزلونه وړاندې شول. د بېلګې په توګه له افغانستانه د بشپړ وتلو، افغان جګړه خصوصی کمپنیو ته سپارلو او د پوځیانو د زیاتولو طرحې وړاندې شوې.

د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې اعلان، په هېواد کې دننه او بهیر موافق او مخالف غبرګونونه هم له ځان سره لرل. د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله یې تود هرکلی وکړ؛ خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا تګلاره وغندله او ویې ویل، چې په دې تګلاره کې د سولې پر ځای د وژنو او جګړې پر دوام او پراخېدو ټینګار شوی. د دې ترڅنګ طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ تګلاره د افغانستان د «اشغال» دوام بللی او ګوتڅنډنه یې کړې، چې ترڅو یو امریکایی پوځی هم په افغانستان کې وی، دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکړی.

پاکستان او هند هم پر دغه تګلاره غبرګون ښودلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږی، چې امریکا د پاکستان پر قربانیو سترګې پټوی او دوی یې نهیلی کړی دی. خو هند بیا د دغې تګلارې هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې دوی هغه پرېکړه غوښته، چې ټرمپ کړې ده.

دا چې د سوېلی آسیا او افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د تګلارې عمده ټکی څه دی، له پخوانۍ تګلارې سره یې څه توپیر دی، د واشنګټن دا افغان تګلاره د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو له تګلارو سره څه توپیر لری، او بالآخره آیا د امریکا دغه نوې تګلاره به افغانستان ته امنیت او سوله راوستلای شی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

د واشنګټن پخوانۍ افغان تګلاره

له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې نېغ په نېغه ښکېل دی. همدا لامل دی، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانستان د امریکا د بهرنی سیاست یوه مهمه برخه وه. د امریکا د همدغه سیاست له کبله وه چې جورج ډبلیو بُش په افغانستان کې جګړه او د دولت­جوړونې پروسه پیل کړه. له ۲۰۰۴ کال وروسته بُش په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د زیاتولو پروسه پیل کړه؛ خو د دویمې دورې په پای کې یې افغانستان نور د ۲۰۰۱-۲۰۰۴ کلونو افغانستان نه و پاتې؛ بلکې جګړې او ناامنیو زور پکې اخېستی و. طالبان د یوه سیاسی او نظامی ځواک په توګه ومنل شول او په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر پر پرانېستلو خبرې اترې پیل شوې.

د امریکا بل ولسمشر بارک اوباما تر ډېره د افغانستان او عراق د جګړو پای ته رسولو د شعار په زور د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. اوباما په ۲۰۰۹ کال کې خپله افغان تګلاره اعلان کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د زیاتولو ترڅنګ د دوی د بېرته وتلو مهالوېش هم اعلان شو. دغه راز له افغان لوری سره پر اوږدمهاله ستراتېژیک او امنیتی تړونونو هم خبرې اترې پیل شوې. که څه هم اوباما ونه شو کړای چې له حامد کرزی سره امنیتی تړون لاسلیک کړی؛ خو د ملی یووالی حکومت له جوړېدو سره، په ۲۴ ساعتونو کې دننه امریکا له افغان لوری سره امنیتی تړون لاسلیک کړ.

د امریکا د دغو دوو ولسمشرانو افغان تګلارو په افغانستان کې د سرتېرو پر زیاتولو ټینګار کاوه؛ خو په ورته وخت کې د اوباما په تګلاره کې بیا د امریکایی سرتېرو بېرته ایستلو او تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا ستراتېژیک راتلونکی ته هم ځای ورکړل شو.

 

د افغانستان او سوېلی آسیا لپاره د ټرمپ تګلاره

که څه هم ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امریکا پر تګلاره ډېرې نیوکې کولې؛ خو سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته یې تر اتو میاشتو پورې د افغانستان په تړاو ډېرې کمې څرګندونې وکړې. په رسنیو کې هم د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې ضد او نقیض منعکس شوې.

له اتو میاشتو اوږده ځنډ او انتظار وروسته د ټرمپ افغان او سوېلی اسیا تګلاره اعلان شوه. که څه هم ټرمپ، د افغانستان او سوېلی آسیا لپاره د امریکا په تګلارو کې انقلابی بدلون رامنځته نه­شو کړای؛ مګر بیا هم که دغه نوې تګلاره له یوې خوا د امریکا د پخوانیو تګلارو دوام دی، نو له بلې خوا له تېرو تګلارو سره یو څه توپیر هم لری.

د ټرمپ د وینا له متن څخه په څرګنده معلومېږی، چې د دغې سیمې لپاره د امریکا تګلاره به پر لاندې ټکو راوڅرخېږی:

لومړی؛ امریکا نور له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د مهالوېش پروګرام ته د پای ټکی کېښود او په افغانستان کې یې خپل حضور له شرطونو سره وتاړه؛

دویم؛ په افغانستان کې د امریکا د پوځی حضور راتلونکی تت او مبهم ښودل؛

درېیم؛ د امریکا په افغان جګړه کې د سرتېرو پر زیاتولو ټینګار؛

څلورم؛ د پاکستان پر ضد تونده لهجه کارول؛

پنځم؛ له طالبانو سره جګړه، خو د خبرو اترو دروازه هم پرانېستې پرېښودل؛

شپږم؛ په افغانستان کې د هند د ونډه او رول زیاتول.

 

د ټرمپ په دریځ کې د بدلون لاملونه

د ټرمپ له پخوانیو دریځونو داسې شونتیا زیاته وه، چې ټرمپ به له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو دریځ ولری او په دې اړه د نوموړی ځینو دریځونو او څرګندونو له افغان حکومت سره هم دا اندېښنه پیاوړې کړې وه؛ خو دا چې ولې ټرمپ په افغانستان کې د اوږده مهال پاتې کېدو دریځ خپل کړ، تر ډېره لاندې دوو لاملونو رول پکې درلود:

د امریکایی جنرالانو او سلاکارانو ټینګار؛ ټرمپ په خپله وینا کې وویل، چې اصلا د ده لومړنی دریځ دا و، چې له افغانستانه به خپل سرتېری وباسی؛ خو څرګنده ده چې کله سړی په سپینه ماڼۍ کې د مېز ترشا کېنی، پرېکړې بدلېږی. ټرمپ ته په افغانستان کې پر پاتې کېدو قناعت ورکړل شو او د نوموړی دریځ یې بدل کړ.

په سیمه کې د امریکا ګټو ته متوجه ګواښونه؛ افغانستان د روسیې او منځنۍ آسیا، ایران، پاکستان او چین ترمنځ پروت دی او جغرافیایی موقعیت یې د ډېر ارزښت وړ دی. له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه سیمه کې یو شمېر بدلونونه هم راروان دی، چې له یوې خوا پکې د روسیې او امریکا ترمنځ د سړې جګړې بحث بیا سر راپورته کړی او په عملی ډول د اوکراین، جورجیا او سوریې په قضیو کې له یو بل سره مخ دی او له بلې خوا چین هم په سیمه کې خپلې دوې مهمې پروژې د ورېښمو نوې لاره او د چین-پاکستان اقتصادی حوزې پیل کړې دی. د دې ترڅنګ چین هغه هېواد دی، چې امریکا یې تر ټولو زیاته پوروړې ده او اوسمهال د چین د جنوبی سمندرګی په قضیه کې هم د چین پرضد بلاک کې ولاړه ده.

د افغانستان طبیعی زېرمو ته د ټرمپ پام رااړول؛ ځینو څېړنو په ډاګه کړې، چې افغانستان تر ځمکې لاندې کابو یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعی زېرمی، کانونه، ګاز، تېل او نوره شتمنی لری. ویل کېږی چې څه موده وړاندې د کېمیاوی او فلزی توکو د تولید یوه ستر امریکایی شرکت له­خوا په دې اړه ټرمپ ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، ولسمشر غنی هم له ټرمپ سره په یوه ټلېفونی اړیکه کې د افغانستان طبیعی زېرمو ته د نوموړی پام رااړولی و او داسې برېښی چې همدې چارې هم د نوموړی نظر بدل کړ او په دې فکر کې شو، چې دا شتمنی څه ډول را ایستل کېدای شی او امریکا ترې څه ډول ګټه پورته کولی شی.

 

د امریکا نوې تګلاره او پر سوله او امنیت یې اغېزې

په افغانستان کې د امریکا په تګلاره کې کوم انقلابی بدلون نه ترسترګو کېږی، بلکې تر ډېره هماغه زړه تګلاره ده؛ خو د امریکا د تګلارې د پورتنیو ټکو له امله ده چې په افغانستان کې به پر روانه جګړه او د سولې پر بهیر لاندې اغېزې وښندی:

لومړی؛ په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د زیاتولو له کبله به، ټرمپ د افغانستان هغه جګړه ونه شی ګټلی چې ده په خپله وروستۍ وینا کې شپږ ځله د «ګټلو» ټکی ورته وکاراوه. هغه جګړه چې سلګونه زره امریکایی سرتېرو ونه شو کټلای، نو له دریو زرو نیولې تر پنځه زره پوځیانو پورې خو به یې هېڅ­مهال هم ونه شی ګټلی.

دویم؛ که څه هم د امریکا دا تګلاره او په ځانګړی ډول په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو زیاتېدل به د افغان حکومت روحیه لوړه او د حکومت په اند، د امنیتی ځواکونو مورال “لوړ” کړی؛ خو د افغانانو لپاره به د جګړې او سولې په ډګر کې ډېرې بدې اغېزې ولری.

درېیم؛ په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو مهالوېش نه ټاکل به نه یوازې دا چې د هېواد دننه جګړې ضد روحیه نوره هم پیاوړې کړی، بلکې په سیمه­ییزه کچه به هم د یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې وپاروی او ښایی له طالبانو سره به د دغو هېوادونو دیپلوماتیکې او پوځی مرستې هم زیاتې شی.

پای

                                                                                                                                  

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *