امریکا ته د ولسمشر غنی سفر او کابل-واشنګټن اړیکې

 

تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غنی د یوه جګ­پوړی پلاوی په مشرۍ د ترکمنستان د آسیایی لوبو له پرانیست­غونډې وروسته امریکا ته سفر وکړ. ولسمشر غنی په دغه سفر کې د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ ته وینا وکړه او د امریکا د ولسمشر په ګډون یې د ځینو هېوادونو له لوړپوړو استازو سره هم وکتل.

په امریکا کې د نوې ادارې له راتګ وروسته، دا د افغان ولسمشر لومړنی سفر دی، چې امریکا ته یې کوی او له خپل امریکایی سیال سره په تفصیلی توګه خبرې اترې کوی.

دا چې د ملګرو ملتونو په ۷۲مه غونډه کې د ولسمشر د وینا مهم ټکی څه وو، د ټرمپ له واک ته رسېدو او په تېره بیا د ټرمپ د سوېلی آسیا او افغان تګلارې له اعلان وروسته د کابل-واشنګټن اړیکې څرنګه دی؟ دلته پرې شننه کوو.

 

کابل-واشنګټن اړیکې؛ د ټرمپ د سوېلی آسیا له تګلارې وړاندې

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو وروسته، د کابل-واشنګټن اړیکې د حامد کرزی د وروستیو څو کلونو په پرتله خورا ښې شوې. دغو اړیکو تر دوو کلونو دوام وکړ او د ۲۰۱۶ کال له نیمایی وروسته په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې. د دغو ټاکنو پرمهال دوو مخکښو نوماندانو د افغانستان په تړاو له نشت سره برابر څرګندونې وکړې؛ خو بیا هم د ټرمپ په پرتله هېلاری کلنټن د افغانستان په تړاو کافی تجربه او معلومات لرل.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټولو د تمې خلاف ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټلې، چې له وړاندې یې د افغانستان په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کړې وې او تر ډېره په افغانستان کې د امریکا له ۱۶ کلنې تګلارې سره همغږی نه و. همدغه فکر د ده پر افغان تګلارې هم اغېزه وکړه او تر شاوخوا نهو میاشتو پورې یې د افغانستان تګلاره ګنګه او مبهمه پرېښوده. دغه مهال یې هم د افغانستان د راتلونکې تګلارې په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کولې.

 

کابل-واشنګټن اړیکې؛ د ټرمپ د سوېلی آسیا له تګلارې وروسته

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوږده انتظار وروسته د افغانستان او سوېلی آسیا په تړاو خپله تګلاره اعلان کړه. د دغې تګلارې عمده ټکی له افغان حکومت سره مشروطه همکاری، په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو مبهم او ګونګ راتلونکی، پر پاکستان فشار او په افغانستان کې د هندوستان د رول پر زیاتېدو ټینګار و.

دا تګلاره په سیمه کې د افغانستان او هند له تګلارو سره تر ډېره همغږې وه او له همدې امله یې دغو هېوادونو پراخ هرکلی وکړ؛ خو پاکستان، د امریکا د دغې تګلارې پرضد غبرګون وښود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تګلاره رد کړه او د پاکستان لوی درستیز بیا د خپلې یوې وینا په یوه برخه کې وویل: «موږ د امریکا مرستو ته اړ نه یو؛ خو له امریکا باور غواړو!»

د ټرمپ د افغان تګلارې له اعلان وروسته، د کابل-واشنګټن اړیکې له بې­باورۍ څخه په راوتلو د باور په لور روانې شوې. د امریکا د دغې ستراتېژۍ له اعلان وړاندې، کابل تر ډېره د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه اندېښمن او ناخبره و.

 

امریکا ته د غنی د سفر مهم ټکی

امریکا ته د ولسمشر غنی د سفر پرمهال ځینې ټکی د هیلې او ځینې د نهیلۍ وړ وو. د بېلګې په توګه د ټرمپ له‌خوا افغان طالبان د “ترهګرې” ډلې په توګه یادول او برعکس د افغان ولسمشر له‌خوا له دوی سره د سولې د خبرو اترو پر بیا پیلولو ټینګار هغه څه وو، چې د سولې په تړاو د کابل-واشنګټن د پالیسیو ترمنځ ضد و نقیض­والی ښیی.

د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۱مه) په نیویارک کې د اشرف غنی د لیدنې مهم ټکی بیا په افغانستان کې تر ځمکې لاندې طبیعی زېرمو په اړه بحث و. په دغه ملاقات کې دواړو ولسمشرانو هوکړه وکړه، چې امریکایی کمپنۍ به په افغانستان کې تر ځمکې لاندې قېمتی زېرمو په استخراج کې کار وکړی، چې په وینا یې دا به په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا او په دواړو هېوادونو کې خلکو ته د کار موندنې په برخه کې اغېزناک ګام وی. له بلې خوا به دا چاره د دوی په وینا، افغانستان نور هم ځان­بسیا او د امریکایی مرستو بوج به راکم کړی.

د افغانستان د کانونو او تر ځمکې لاندې شتمنیو په اړه ټرمپ ته معلومات ورکول هغه څه وو، چې د نورو عواملو ترڅنګ یې د ولسمشر ټرمپ پر دریځ اغېز وکړ او له افغانستانه یې د خپلو سرتېرو د ایستلو فکر بدل کړ.

په بل اړخ کې، افغان ولسمشر په لومړی ځل د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ ته وینا وکړه او د ولسمشر دغې وینا هم ځینې مثبت او ځینې منفی ټکی درلودل. د بېلګې په توګه ده نادولتی عناصر، تاوتریخوالی، د سیاسی تاوتریخوالی د پنځم موج بڼه وبلله، چې په دوام لرونکې توګه به تر راتلونکو لسیزو پورې نړیوال امنیت وګواښی. په بل اړخ کې پر پاکستان یو ځل بیا تکیه هغه څه وو، چې ښایی بیا هم پایله ونه لری.

دغه راز د سولې پرځای د ټرمپ تګلارې ته له دې کبله هیله­من کېدل، چې دا به د هېواد ۸۰ سلنه خاوره د امنیتی ځواکونو تر ولکې لاندې راولی، هم تر ډېره افراطی برېښی او یوازې به په هېواد کې د جګړې د دوام په معنا وی.

 

په افغانستان کې د هند او پاکستان کړکېچ

له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالی ورځ تر بلې زیاته شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، هند په افغانستان کې د خپلو اقتصادی او نظامی مرستو له کبله ښه نوم وګاټه؛ خو پاکستان او په تېره بیا د پاکستان نظامیانو دغه وضعیت د ځان لپاره له ګواښ سره تشبیه کړ. همدا لامل دی، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر جنرال پرویز مشرف په خپله یوه مرکه کې وویل: «موږ ځکه د طالبانو ملاتړ وکړ، چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسو.»

د پاکستان­مېشته وسله­والو ډلو په تېره بیا لشکر طیبه او جیش محمد له‌خوا په افغانستان کې هندی قونسلګرۍ، اتباع او پروژې په نښه کېدل د دغه زیاتېدونکی کړکېچ عمده بېلګې دی.

په دې وروستیو کې د ټرمپ نوې تګلارې پر دغه کړکېچ نور هم سیوری وغوړاوه. له همدې ځایه ده، چې د پاکستان لومړی وزیر خاقان عباسی هم امریکا ته د خپل سفر پرمهال وویل: «موږ له افغانستان سره د هند د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو مخالف نه یو؛ خو موږ به هېڅ­مهال هم په افغانستان کې د هند سیاسی او نظامی رول ونه غواړو.»

د خاقان عباسی وروستۍ څرګندونې له یوې خوا د مسلم­لیګ ګوند له‌خوا د پاکستانی نظامیانو د خوشحاله کولو هڅه ده او له بلې خوا په افغانستان کې د پاکستانی استعماری تګلارې «ستراتېژیک عمق» ته اشاره کوی، چې دا بیا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل کېږی. دغه راز د خاقان عباسی وروستۍ څرګندونې دا هم ښیی، چې د پاکستان تګلاره اوس هم هماغه زړه په زړه ده او افغانستان ته له خپلو زړو عینکو ګوری.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *