په عمان کې د څلور اړخیزو خبرو اترو راتلونکې ناسته

 

تېره اوونۍ په رسنیو کې د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو له قوله داسې خبرونه خپاره شول، چې د افغانستان د سولې په تړاو د څلور اړخیزو خبرو اترو راتلونکې غونډه به د عمان په مسقط کې د اکتوبر په ۱۶مه جوړه شی. د افغانستان د ملی امنیت شورا منلې چې افغان حکومت د څلور اړخیزو خبرو اترو د بیا پیل په تړاو د پاکستان وړاندیز منلی دی. په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازی ګډون وکړی. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازی هم ګډون وکړی؛ خو ځینو رسنیو د طالب چارواکو له خولې داسې راپورنه خپاره کړی، چې د افغان طالبانو استازی به په دې غونډه کې ګډون ونه کړی.

د څلور اړخیزو خبرو اترو پر دې غونډه وروسته له هغه هوکړه کېږی، چې د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د جګ‌پوړو نظامی چارواکو یو پلاوی کابل ته په رسمی سفر راغی او له افغان ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره یې وکتل.

دا چې د څلور اړخیزې همکارۍ ډله څرنګه جوړه شوه، تر اوسه یې د ناکامۍ لاملونه څه وو او د عمان راتلونکې ناستې احتمالی پیغامونه او پایلې به څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ مو دلته ځواب کړې دی.

 

د څلور اړخیزې همکارۍ ډله

د اشرف غنی له واک ته رسېدو سره، افغان حکومت د پاکستان په تړاو نرم دریځ غوره کړ، چې دغه چلند بیا د مری پروسې ته لاره پرانیستله؛ خو د ملا محمد عمر د مرګ خبر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مری له مخامخ خبرو اترو وروسته، د سولې پروسه اغېزمنه کړه.

تر شپږو میاشتو پورې د نړیوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو په هڅونه د څلور اړخیزو خبرو اترو تر چتر لاندې د افغان سولې په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې. د مری له پروسې سره د دغې لړۍ توپیر دا و، چې په دغو خبرو اترو کې دوو ځواکمنو هېوادونو (امریکا او چین) د دواړو لورو د ژمنو د تضمین په موخه ګډون درلود. بیا هم، له یونیم کال څخه د زیات وخت له تېرېدو سره دغو هېوادونو د ژمنو تضمین ونه شو کړای؛ بلکې یوازې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پرمهال د اسنچاری رول ولوباوه.

د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په میاشت کې وشوه او د څلور اړخیزې همکارۍ ډله یې جوړه کړه، چې لومړنۍ ناسته یې د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام‌آباد کې، دویمه ناسته د جنورۍ په ۱۸مه په کابل کې او درېیمه ناسته د فبرورۍ په ۶مه په اسلام‌آباد کې، څلورمه ناسته د فبرورۍ په ۲۳مه بیا په کابل کې، او پنځمه ناسته هم د ۲۰۱۶ کال می په ۱۶مه په کابل کې وشوه. د څلور اړخیزو خبرو اترو د دریمې او څلورمې غونډې په اعلامیو کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پیل خبره شوې وه؛ مګر طالب استازو تر پایه په دغو غونډو کې ګډون ونه کړ او نه هم د دغو غونډو له چوکاټه بهیر مخامخ خبرې پیل شوې.

 

د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د ناکامۍ لاملونه

د څلور اړخیزو خبرو اترو د همکارۍ ډله تر اوسه پر دې نه ده توانېدلې، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره دروازه پرانیزی. د دغې لړۍ د ناکامۍ تر ټولو مهم لاملونه په لاندې ډول وو:

لومړی؛ په خپله د څلور اړخیزو خبرو اترو میکانېزم. افغان طالبان له لومړی سره په اعتماد کې وانه خیستل شول او وروسته د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د لومړۍ، دویمې او درېیمې ناستې په اعلامیو کې وویل شول، هغه طالبان چې د سولې په خبرو اترو کې برخه نه اخلی، پرضد به یې عملی ګامونه پورته کېږی. یعنې له لومړی سره، د زور او فشار له لارې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو تګلاره غوره شوه؛ خو که یو څوک د طالبانو سیاسی–روانی وضعیت وڅېړی، نو څرګنده به شی چې طالبان په اسانۍ سره دا ډول فشارونو ته تن نه ورکوی. دغه چلند تر اوسه پر طالبانو اغېزه کړې او لاهم د څلور اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې مخامخ خبرو ته نه دی حاضر شوی.

دویم؛ د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال چې د افغانستان د سولې په تړاو څومره تودې ژمنې وشوې، تر ډېره عملی نه شوې. د بېلګې په توګه، د پاکستان حکومت تودې ژمنې وکړې، چې که افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شی، نو پرضد به یې عملی ګامونه پورته کړی.

 

د عمان د ناستې موخه څه ده؟

په عمان کې د څلور اړخیزو خبرو اترو شپږمه ناسته به تر یوه کال زیات ځنډ وروسته جوړه شی او د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان استازی به پکې برخه واخلی. د دغې ناستې مهمې موخې په لاندې ډول دی:

لومړی؛ د عمان راتلونکې ناستې ته باید تر ډېره د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدو په تناظر کې وکتل شی، نه له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په موخه.

دویم؛ پاکستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هڅې پیل کړې، چې له امریکا او په تېره بیا له ټرمپ سره خپلې اړیکې ورغوی. په همدې موخه یې امریکایی-کاناډایی تبعه کورنۍ له پنځو کلونو وروسته د حقانی شبکې له منګولو خلاصې کړې. هیښوونکې دا وه، چې د امریکا ولسمشر، دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د دغې کړنې ستاینه کړې. د ډونالډ ټرمپ په وینا دا کړنه د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو په تړاو یو مثبت ګام دی.

درېیم؛ پاکستان په دویم قدم کې، د عمان د ناستې پرمټ غواړی، ځان له هغې انزوا وژغوری، چې له کبله یې د برېکس اتحادیې په اعلامیه کې پرې نیوکې شوې وې (چین او روسیه هم د بریکس سازمان د اعلامیې برخه وو، له دغې اعلامیې یې ملاتړ کړی و او وروسته یې دفاع هم ترې وکړه).

 

پایله

په ټوله کې د سولې اړوند هره هڅه هیله‌بښونکې ده؛ خو داسې برېښی، چې د عمان غونډه به تر ډېره له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل پر ځای د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابو اړیکو د ښه کېدو یوه هڅه وی.

له دې هاخوا، افغان طالبان په هېواد کې د روانې جګړې اصلی لوری امریکا ګڼی او دا جګړه د امریکایی پوځیانو تر حضور پورې روانه بولی؛ ځکه نو د سولې په پروسه کې د امریکا کم رول او پر ځای یې د افغان حکومت له لوری د بهرنی سیاست په تېره بیا پاکستان له لارې د سولې راوستلو تګلاره په تېرو کلونو کې ناکامه وه او ښایی په راتلونکی کې هم څه پایله ونه لری.

د دې ترڅنګ افغان حکومت له طالبانو سره د روغې جوړې د لارو چارو پرځای د هغوی پرضد د جګړې سختولو او ځپلو تګلاره په مخه کړې. د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژی هم په همدې ټکی ولاړه ده.

طالبان هم د ملا اختر محمد منصور له مرګ راوروسته، د سولې په تړاو څرګنده تګلاره نه لری او له افغان حکومت سره د خبرو اترو په تړاو کنګل دریځ یې دا بهیر ننګولی دی. په داسې حال کې چې ترڅو افغان حکومت او افغان طالبان پر یوه مېز نه وی سره ناست، تر ډېره ناممکنه برېښی، چې د سولې خبرې اترې دې پرمخ ولاړې شی. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *