د امریکا-ایران خرابېدونکې اړیکې او په افغانستان یې اغېزې

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په خپله وینا کې پر ایران د بلېسټیک میزاییلو او د منځنی ختیځ له سخت‌دریځو ډلو د ملاتړ له کبله، توندې نیوکې وکړې. له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ پر ایران نیوکې کوی. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې هم په ایران لفظی بریدونه وکړل او له ایران سره یې د ۵+۱ هېوادونو پر اتومی هوکړه‌لیک نیوکې وکړې.

ټرمپ د ایران په تړاو د امریکا د نوې تګلارې د اعلان په وینا کې، ایران د «سرکښ رژیم» په نوم یاد کړ او ګواښ یې وکړ، چې که له ایران سره په اتومی تړون کې جدی نواقص له منځه ولاړ نه شی، له دغه تړونه به ووځی؛ کوم څه چې د امریکا متحدین یې مخالفت کوی.

دا چې د ایران اتومی هوکړه‌لیک څه و، د ټرمپ د ادارې پرمهال د امریکا او ایران اړیکې د اوباما د وروستۍ دورې په پرتله څرنګه دی او که دا اتومی هوکړه‌لیک د امریکا له‌خوا لغوه شی، په افغانستان به یې اغېزې څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

د ایران او ۵+۱ هېوادونو هوکړه‌لیک

د ایران د اتومی پروګرام پر سر د امریکا او ایران ترمنځ له تېرې یوې لسیزې راهیسې خبرې اترې روانې وې؛ خو دغه خبرې په تېره بیا د حسن روحانی له ولسمشر کېدو سره ګړندۍ شوې، له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته ایران او امریکا لومړنی توافق ته ورسېدل او له هغه لومړنی توافق څخه څلور میاشتې وروسته بالآخره ایران او لوېدیځ په ویانا کې د اتومی موافقې په تاریخی تړون لاسلیک وکړ.

د دغه توافق له مخې به، ایران د اوږدې مودې لپاره خپل اتومی پروګرام محدودوی او په بدل کې به یې له دغه هېواد څخه نړیوال بندیزونه لرې کېږی او کبله به یې د ایران پر اقتصاد هم ډېرې مثبتې اغېزې وکړی. د بېلګې په توګه ایران ته د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بېرته ترلاسه کولو فرصت برابر شو، چې تقریباً ۱۲۰ ملیارده ډالره دی. د ایران بانکونه له SWIFT سره ونښلېدل. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال د اقتصادی بندیزونو له کبله چې د ایران د تېلو صادرات ۵۰ سلنه کم شوی وو، بېرته د زیاتېدو په لور دی. د دې ترڅنګ، ډېری نړیوال شرکتونه غواړی، په ایران کې پانګونه وکړی او ایرانی مارکېټ راخپل کړی.

کابل د ایران او (۵+۱) هېوادونو ترمنځ د دغې موافقې هرکلی وکړ؛ ځکه د تېر په پرتله کابل اوس کولای شی، چې له ایران سره په بېلابېلو لویو پروژو (لکه د چابهار بندر) کې دننه شی.

 

د ټرمپ د ایران تګلاره

ټرمپ هغه څوک و، چې له لومړۍ ورځې یې له ایران سره د ۵+۱ هېوادونو پر اتومی هوکړه‌لیک توندې نیوکې کولې. د اتومی هوکړه‌لیک له لاسلیک کولو وروسته، ټرمپ په ټوله کې دا یو ناکام هوکړه‌لیک ګڼلی و.

دغه راز ده ویل، چې که چېری دی ولسمشر شی، نو پر دغه تړون به له سره خبرې اترې پیل کړی؛ ځکه دی د دغه هوکړه‌لیک ټولې خواوې نه منی، په تېره بیا د دغه تړون میعاد، د بندیزونو لرې کول او د ایران د اتومی پروګرام څارنه.

د دې ترڅنګ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې ایران په نړۍ کې د تروریزم د تر ټولو ستر صادروونکی هېواد په توګه هم یاد کړ او ویې وویل، چې د ولسمشر په توګه به دی د ایران د ترورېزم جال او په سیمه کې د ایران د پراختیا غوښتنې ته د پای ټکې کېږدی.

 وروسته، چې کله ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، نو بیا یې هم، پر دغه هوکړه‌لیک او ایران توندې نیوکې وکړې. ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په دویمه په خپل ټویټر کې ولیکل: «ایران د ړنګېدلو پر ژۍ ولاړ و، چې په دې کې امریکا راغله او د هوکړه‌لیک په بدل کې یې ۱۵۰ ملیارده ډالر ورکړل.» یوه ورځ وروسته یې بیا په خپله ټویټرپاڼه کې د ایران په تړاو ولیکل: «ایران له اور سره لوبې کوی، دوی نه پوهېږی، چې اوباما څومره ورسره ښه و؛ خو زه ورسره ښه نه یم.»

تېره میاشت ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ ته د وینا پرمهال یو ځل بیا پر ایران او له ایران سره پر اتومی هوکړه‌لیک نیوکې وکړې. د ده په وینا، دا توافق د امریکا لپاره د شرم توکی دی او لا تر اوسه د دغه هوکړه‌لیک په تړاو وروستۍ خبره نه ده شوې. دغه راز د ایران حکومت یې د فاسد دکتاتور او یاغی په توګه هم یاد کړ.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر ایران او له ایران سره پر شوی هوکړه‌لیک نیوکې وکړې او ویې ویل، ایران د تړون له روح سره په همغږۍ نه دی روان. د ده موخه دا ده، چې ایران اتوم ترلاسه نه کړی او له همدې کبله د دغه هوکړه‌لیک د برخلیک معلومولو لپاره دا د امریکا کانګرس ته لېږدوی. د دې ترڅنګ یې د ایران د «سپاه پاسداران» په نامه یاد کړل چې سوریه، یمن او عراق کې لاسوهنې کوی.

که څه هم ډونالډ ټرمپ تر اوسه دا تړون فسخه کړی نه دی؛ خو د امریکا کانګرس به یې برخلیک په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وټاکی. که چېرې د امریکا کانګرس پر ایران بندیزونه وړاندیز کړی، نو دا به د امریکا او ایران ترمنځ تړون فسخه کړی؛ که نه نو تړون به همداسې پاتې شی.

 

پر افغانستان یې اغېزې

د ایران او امریکا ترمنځ د اتومی هوکړه‌لیک فسخه کېدل به په افغانستان هم خپلې اغېزې ولری؛ ځکه له یوې خوا به د افغانستان او ایران ترمنځ د امریکا او نړیوالو بندیزونو له کبله اقتصادی راکړه ورکړه محدوده شی او له بلې خوا به د چابهار بندر کارونه هم اغېزمن کړی. دا به د ایران له لارې پر افغان صادراتو او ترانزیټ هم اغېزه وښندی؛ ځکه اوسمهال له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو له کبله د افغانستان د ترانزیټ یوه ستره برخه د ایران له لارې کېږی.

د دې ترڅنګ په نړیوال مارکېټ کې به د تېلو پر نرخونو اغېزه وکړی، چې دا به بیا هم په نېغ ډول د افغانستان پر اقتصاد اغېزې ولری؛ ځکه کابل د تېلو یوه برخه واردات د ایران له لارې کوی.

په بل اړخ کې به، د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل د افغانستان پر امنیت هم داسې مهال اغېزه وکړی، چې لا هم امریکایی سرتېری په افغانستان کې شته دی او افغان حکومت د امریکا د ستراتېژیک ملګری په توګه یادېږی. د ایران او افغان طالبانو ترمنځ به د ملګرتیا چینل نور هم پیاوړی کړی او ښایی د دوی ترمنځ اړیکو او ملګرتیا ته رسمی بڼه هم ورکړی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *