کابل–ډهلی اړیکې او پر اسلام‌آباد زیاتېدونکی فشار

 

افغان ولسمشر تېره اوونۍ نوی ډهلی ته په یو ورځنی رسمی سفر ولاړ او هلته یې د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودی، ولسمشر “رام نات کوویند” او د بهرنیو چارو وزېرې سوشما سواراج او نورو جګ‌پوړو هندی چارواکو سره وکتل.

دا سفر کابل-اسلام‌آباد-نوی‌ډهلی ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له سفر سره هم‌مهاله و. له ولسمشر غنی یوه ورځ وروسته (د اکتوبر په ۲۵مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم نوی ډهلی ته ولاړ او هلته یې له هندی چارواکو سره د افغانستان پر قضیه د خبرو اترو ترڅنګ، پر پاکستان هم سختې نیوکې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له پاکستان سره د دوی مرستې به له سخت‌دریځو ډلو سره د پاکستان پر اقداماتو پورې مشروطې وی

.

د افغانستان څو ولایتونه په تېرو دوو اوونیو کې د خونړیو بریدونو شاهد وو، چې له کبله یې نژدې ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شول. د دغه راز پېښو پر مهال افغان حکومت تل پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نیسی.

د ولسمشر له دغه سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم پر افغانستان او هند تور پورې کړ، چې په ګډه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره هڅې کوی.

دا چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته د کابل-اسلام‌اباد-نوی ډهلی اړیکې په کوم لوری روانې او راتلونکی به یې څه وی؟ دلته پرې شننه کوو.

 

د افغانستان-هند نږدې کېدونکې اړیکې

هند که څه هم تل له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې دی او د حامد کرزی په دواړو دورو کې هند او افغانستان نژدې پاتې شول؛ په ۲۰۱۱ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژیک تړون هم لاسلیک شو؛ خو د ملی یووالی حکومت له راتګ وروسته د پاکستان په لور د اشرف غنی د نژدې کېدو له کبله، دا اړیکې د څه مودې لپاره سړې شوې.

دا دوه‌اړخیزې اړیکې که څه هم د ملی یووالی حکومت له لومړیو څو میاشتو راوروسته بېرته د نږدې کېدو په لور وې، خو د افغانستان لپاره د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته دا اړیکې د بل هر وخت په پرتله تودې شوې.

هند غواړی په افغانستان کې د نرم ځواک له لارې خپل رول ولوبوی. له همدې کبله هند په افغانستان کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې کړې او په ټوله کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو پروژو کې، کابو درې ملیارده ډالره مرستې کړې دی.

په اوسنی وخت کې چې پاکستان په نړیواله کچه تر فشارونو لاندې دی، هند هم له فرصت څخه په استفادې سره هڅه کوی، پاکستان نور هم منزوی کړی. د سیاسی ډګر ترڅنګ نوی ډهلی او کابل دواړه په اقتصادی او سوداګریز ډګر کې هم، د پاکستان د منزوی کولو هڅه کوی. نرېندرا مودی له ولسمشر غنی سره په ګډه غونډه کې خوښی څرګنده کړه، چې دا مهال کندهار، هرات او مزارشریف د هوا له لارې له نوی ډهلی سره تړل شوی او ټینګار یې وکړ، چې هند د چابهار بندر د فعالیت د پیل په اړه هم جدی کار کوی. د دې ترڅنګ، افغان ولسمشر په هند کې یوې غونډې ته په وینا کې ګواښ وکړ، که پاکستان د واګې بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ مخه نیسی، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګری مخنیوی وکړی. ولسمشر غنی په دې وروستیو د یوه حکم په صادرولو سره افغانستان ته د پاکستانی لاریو پر تګ هم بندیز ولګاوه. تېره میاشت د افغانستان د اجرائیه رئیس په سفر کې هم پر اقتصادی اړخ زیات تمرکز وشو او په هغه سفر کې ۲۰۰ سوداګر له نوموړی سره ملګری وو. هند هم د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ مهمو پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.

په اوسنی وخت کې داسې برېښی، چې افغانستان او هند دواړه غواړی د سیمه‌ییزو ملګرو په توګه د اړیکو په پیاوړتیا سره، د پاکستان د دریځ پر وړاندې مبارزه او پر پاکستان د فشارونو زیاتولو لپاره ګډ کار وکړی.

 

په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی رول

د افغانستان او سیمې لپاره د ټرمپ ستراتېژی د اوباما له ستراتېژۍ سره په ځینو برخو کې ورته‌والی او په ځینو برخو کې بیا ژور بدلون لری. که څه هم د اوباما په ستراتېژۍ کې ویل شوی وو، چې سخت‌دریځې ډلې په پاکستان کې خوندی ځالې لری، خو پر پاکستان د اوس په څېر فشارونه نه وو.

ډونالډ ټرمپ بیا د افغانستان او سوېلی اسیا لپاره په خپله تګلاره کې په افغانستان کې د هند د رول پر زیاتولو ټینګار وکړ. همدا لامل دی، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویناپاڼه د ولسمشر د وروستی سفر په تړاو کاږی: «دواړو مشرانو د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته په رامنځته شوو فرصتونو خبرې وکړې او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.»

په افغانستان کې د هند رول زیاتولو په موخه، دغه هېواد ته د امریکایی او افغان چارواکو سفرونه زیات شول او په یوه میاشت کې د افغانستان اجرائیه رئیس، د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر هند ته په رسمی سفرونو ولاړل.

هند که څه هم دغه وضعیت ته د یوه فرصت په سترګه ګوری، خو بیا هم د افغانستان په تړاو د پاکستان حساسیت په پام کې لری. د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په امریکا کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د هند له پوځی رول سره کلک مخالفت وکړ. که څه هم، نوی ډهلی ته د افغانستان د اجرائیه رئیس په سفر کې د افغان ځواکونو د روزنې او درملنې په تړاو یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو؛ خو هند په اوسنی وخت کې نه غواړی په افغانستان کې پوځی رول زیات کړی. له همدې کبله د هند دفاع وزیرې تېره میاشت د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس سره په ګډ کنفرانس کې وویل: «هند به هېڅکله هم افغانستان ته پوځیان ونه لېږی.»

 

هند ته د ولسمشر وروستی سفر

پر پاکستان د وروستیو فشارونو په اوج کې، د پاکستان لوی درستیز قمر جاوېد باجوه کابل ته د دغو فشارونو د کمولو په موخه سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې په ملاقاتونو کې له یوې خوا د څلوراړخیزو خبرو اترو پر بیا پیل هوکړه وشوه او ترڅنګ یې پاکستان ته د ولسمشر غنی د احتمالی سفر خبرونه هم خپاره شول.

له دغه سفر وروسته د تلې په ۲۵مه د هند د لومړی وزیر د ملی امنیت سلاکار اجیت دووال افغانستان ته په سفر کې، ولسمشر غنی ته د هند د سفر په تړاو د نرېندرا مودی بلنه هم وسپارله. د هند د ملی امنیت د سلاکار دا سفر داسې مهال و، چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازی په عمان کې د افغان سولې په تړاو په خبرو اترو بوخت وو.

د ولسمشر غنی دا سفر او بیا داسې مهال چې پاکستان ته یې د سفر خبرونه هم خپاره شول، د پاکستان د منزوی کولو د هڅو یوه برخه وه. نرېندرا مودی له اشرف غنی سره په ملاقات کې وویل: «د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزه وکړی او د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسی.»

دغه سفر پر پاکستان د فشارونو زیاتولو په برخه کې رول ولوباوه. له همدې کبله، له دغه سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د اکتوبر په ۲۶مه د پاکستان د ملی اسامبلۍ د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د هند استخباراتی اداره او د افغانستان د ملی امنیت اداره دواړې د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوی. کوم تور چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړی دی.

 

په افغان-پاک اړیکو کې د نوی ډهلی کارډ

د افغانستان او پاکستان په دوه‌اړخیزو اړیکو کې هند هغه بحث دی، چې تل له دواړو لورو سره مطرح دی. افغانستان او هند دواړه له پاکستان سره ترینګلې اړیکې لری. که څه هم د پاکستان دښمنی له هند سره ژوره ده، چې له کبله یې د افغانستان په تړاو د دغه هېواد پر بهرنی سیاست هم سیوری غوړولی؛ مګر کابل-اسلام‌اباد که څه هم په ځینو وختونو کې ښې اړیکې پاللې دی، خو په ټوله کې دا دوه‌اړخیزې اړیکې متزلزلې او تل د بې‌باوریو ښکار دی.

له نوییمې لسیزې راهیسې کابل د هند او پاکستان ترمنځ د یو شمېر لاملونو له کبله په اړیکو کې توازن نه دی ساتلی. په ځانګړی ډول دا اړیکې بیا د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته متوازنې نه وې. کله چې له اسلام‌اباد سره د کابل اړیکې رغېدلې، له نوی ډهلی سره یې اړیکې سړې شوې او کله چې له اسلام‌اباد سره اړیکې خرابې شوې، نوی ډهلی ته نژدې شوی دی. ځکه نو په کابل-اسلام‌اباد اړیکو کې د نوی ډهلی کارډ اسلام‌اباد اندېښمن کړی او تل یې د هند او افغانستان له اړیکو اندېښنه لرلې ده. اسلام‌اباد به د خپل ستراتېژیک عمق تګلارې له کبله هېڅکله هم د افغانستان-هند نږدې اړیکې ونه شی زغملی.

د کابل له لوری بیا د کابل-اسلام‌اباد اړیکې د عملی همکاریو او د کړیو ژمنو تر پلی کېدو پورې تړاو لری؛ خو په اوسنی وخت کې هم افغانستان ته ښایی، چې له هند سره نژدې کېدونکې ملګرتیا د سیمې له حساسیتونو سره سمه مدیریت کړی او دا ملګرتیا په افغانستان کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل نه شی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *