د افغان کډوالو په تړاو د ملي یووالي حکومت د تګلارې ارزونه

 

تېره اوونۍ د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې هېواد ته دوه میلیونه کډوال راستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې ناراجستر کډوال وو؛ خو لا هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې نژدې ۶ میلیونه افغانان کډوال دي.

دغه راز د کډوالو چارو د وزیر په وینا، شونې وه چې په اروپا کې د کډوالو د بحران پرمهال یوازې له جرمني څخه تقریباً ۸۰ زره افغان کډوال بېرته راستانه کړای شوي وای؛ خو د نوموړي په ادعا، دا د ملي یووالي حکومت د تګلارو له کبله وه، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۵۸۰ تنه او په ۲۰۱۶ کال کې ۷۵۴ تنه بېرته راستانه کړای شول.

دا چې د افغان کډوالو په تړاو د ملي یووالي حکومت تګلاره څه ډول وه او پر دغه مهال ريښتیا هم څه پېښ شول او د حکومت تګلارې څه نتیجه ورکړه او کنه؟ په دغه تحلیل کې هڅه شوې، دا پوښتنې ځواب شي.

 

د افغان کډوالو په اړه د ملي وحدت حکومت دریځ

افغان کډوال د افغان ملت یوه مهمه برخه جوړوي، له دغو کډوالو پرته نه یوازې دا چې د افغان ملت جوړښت ناقص دی، بلکې په دغو کډوالو کې ډېری باسواده، کسبیان، سوداګر او نور داسې کسان هم شته، چې د دوی له بیا راستنېدو سره به افغانستان په بېلابېلو برخو کې پیاوړی شي. په همدې تړاو افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ کال کې مشرانو جرګې ته په وینا کې په صراحت سره وویل، چې افغان مهاجرین د افغانستان د ملت یوه برخه جوړوي او د مهاجرینو بېرته نه راګرځېدل به افغان ملت ناقص کړي[1].

ملي وحدت حکومت، له جوړېدو سره هم‌مهاله د کډوالو له ننګونې سره هم مخ شو. دغه ننګونه څو اړخیزه وه: د هېواد دننه له ۱.۲ میلیون څخه زیاته کډوالي؛ له وزیرستان څخه راغلي کډوال؛ په پاکستان او ایران کې د کډوالو نامعلوم راتلونکی او د خراب وضعیت له کبله له دغو هېوادونو څخه د کډوالو بېرته راستنېدنه؛ او اروپا ته د افغان ځوانانو ډله‌ييز تګ. له دې وراخوا، د نوي حکومت د کډوالو چارو وزیر ته بله ننګونه د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزارت له اداري فساد څخه پاکول او د نړیوالو بسپنه ورکوونکو مرستې جلبول هم وو؛ ځکه د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ کال کې له دغه وزارت سره د اداري فساد له کبله خپلې مرستې تم کړې وې.

 

په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په تړاو د حکومت تګلاره

په ۲۰۱۵ کال کې په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال له یو شمېر ننګونو سره مخ شول. دغه ننګونې له پاکستان او ایران څخه اجباري ایستنه؛ په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د کارډونو د مودې ختمېدل او په ایران او پاکستان کې د ناراجستره افغان کډوالو برخلیک شامل وو.

په پيل کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د خبرونو له کبله د افغانستان اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله رسنیو ته وویل، چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو په اړه ډېر ژر تصمیم ونیول شي او په دې موخه به یو پلاوی جوړ او پاکستان ته به د خبرو اترو لپاره ولېږل شي[2].

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم په یوه مرکه کې د افغان کډوالو بېرته راستنېدل د حکومت لومړیتوب وباله خو ويې ويل: «د افغانستان د حکومت هيله دا ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو اجباري ايستل ودروي او د دغو کډوالو راستنېدل په تدريجي ډول او داسې وشي، چې د افغانستان دولت هم د هغوی منلو او آبرومندانه ځای پر ځای کولو ته چمتووالی ولري.»

د کډوالو چارو وزیر پاکستان او ايران ته سفرونه وکړل او له دواړو سفرونو وروسته شونې شوه، چې د ناراجستره افغانانو قضیه حل شي. په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې لوړ پوړو چارواکو ژمنه وکړه، چې په دغو هېوادونو کې به ناراجستره افغان کډوال راجستر کړي او د کډوالو اجباري ایستل به بند کړي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو نېټې د دوو کلونو غځېدلو په اړه موافقه وشوه.

خو د افغان کډوالو راستنیدنې له افغان-پاک اړیکو سره ژور تړاو درلود. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې دغه اړیکې ډېرې زیاتې ترینګلې وې، همدا لامل و، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته وه، او دغه مهال په پاکستان کې ناراجستر افغان کډوال هم له ژمنې سره سم راجستر نه کړای شول او نه هم د راجستر شوو افغان کډوالو د کاردونو موده وغځول شوه.

 

په اروپا کې د افغان کډوالو په اړه د حکومت تګلاره

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۵م د جنورۍ له میاشتې د ۲۰۱۶م د جنورۍ تر ۲۷مې نېټې پورې تقریباً ۱.۱۰۳۴۹۶ ملیون کسان اروپا ته په غیر قانوني ډول تللي وو. په دغو کډوالو کې تر ټولو زیاته شمېره د سوریې او بیا د افغانانو وه[3].

په ۲۰۱۵ کال کې د سوريې، افغانستان، عراق، شمالي او منځنۍ افریقا هېوادونو کې د ناامنیو له کبله ډېری خلک د اروپا په لور روان شول، چې دغه وضعيت بیا په اروپا کې د «کډوالۍ بحران» رامنځته کړ. له همدې ځایه ده، چې ډېری اروپايي هېوادونه له خپلو هېوادونو د هغو کډوالو بېرته ستنېدو په اړه هڅې پيل کړې، چې هلته د اقتصادي موخو لپاره تللي وو.

ځینې اروپايي هېوادونه لکه جرمني او نور بيا له افغانستانه تللي کډوال تر ډېره د اقتصادي کډوالو په توګه پېژني او له همدې کبله تېر کال د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل وویل، چې دوی له افغان حکومت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پيل کړې، چې په جرمني کې یې پناه‌غوښتنه رد شوې ده[4].

د جرمني د کورنيو چارو وزیر تامس دیمیریز هم کابل ته په یوه رسمي سفر راغی. د نوموړي په وينا، له افغان لوري سره توافق ته رسېدلی، چې افغان حکومت به هغه کډوال چې پناه‌غوښتنه یې رد شوې، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي. د دې ترڅنګ نوموړي وویل، چې افغان کډوال د «مهاجر» تر عنوان لاندې هغه هېواد ته نه شي ورتللی؛ ځکه په افغانستان کې حالات په نسبي ډول ښه دي او خوندي ځایونه شته دي؛ خو په بل اړخ کې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر په یوه مرکه کې وویل: «تل مو په کوربه هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان حالات په نظر کې ونیسي او د افغان کډوالو په اړه د دوی د شخصي کېسونو پر بنسټ پرېکړه وکړي. موږ له هېڅ هېواد سره داسې کوم تړون نه دی لاسلیک کړی، چې په زوره د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه وي. یوازې هغه چې په خپله خوښه هېواد ته ستنېدل وغواړي، زموږ تر څارنې لاندې دي.»[5]

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر اروپا ته د تللو افغان کډوالو په اړه خپل دریځ داسې روښانه کړ، چې دوی به هېڅمهال هم له یوه هېواد سره داسې تړون لاسلیک نه کړي، چې په زوره د کډوالو ستنول پکې شامل وي او د لاندې پنځو کټګوريو کډوال به بېرته ونه مني:

لومړی؛ هغه کسان چې له ۱۸ کلونو يې عمر کم وي. دویم؛ معیوبین وي. درېیم؛ بې‌سرپرسته کورنۍ وي. څلورم؛ هغه کورنۍ چې سرپرست يې مېرمنه وي. پنځم؛ هغه کورنۍ چې سرپرست يې په کوربه هېواد کې قبولي ترلاسه کړې وي[6].

همدا راز له اروپا څخه د کډوالو له راتګ وروسته او د پارلمان په یوه استجوابیه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په اروپا کې د افغان کډوالو په اړه وویل، اروپايي هېوادونو ته یې څرګنده کړې، چې له اروپا څخه په اجباري ډول ستنېدونکي افغان کډوال نه مني.

 

پايله

که چېرې په تېرو څو کلونو کې د کډوالۍ په اړه د حکومتي تګلارې ارزونه وکړو، نو له یوې خوا د کډوالو وزیر خپلې یو شمېر ژمنې بشپړې کړې، لکه د کډوالو چارو وزارت پنځه کلن ستراتېژيک پلان جوړول او په یو شمېر نورو قضیو کې یې له ګاونډیانو څخه موافقې هم ترلاسه کړې او عملي چارې يې پیل شوې. د بېلګې په توګه، په ایران او پاکستان کې د ناراجستره افغان کډوالو راجسترول او په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د کارډونو د مودې غځول. په پاکستان کې د ناراجستره افغان کډوالو راجسترول د موافقې له مخې باید د ۲۰۱۵ کال له جولای څخه د ۲۰۱۶ کال تر جنورۍ پورې راجستر شوي وای خو دا پروسه ډېره وروسته پيل شوه او لا هم پای ته نه ده رسېدلې. په ټوليز ډول، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو په اړه د حکومت په دې تګلاره نيوکې هم موجودې وې او دا يې بنسټيز حل نه بلل کېده.

په بل پلو کې د ځینو کډوالو په اړه د حکومت تګلاره بيا همغږې نه وه. د بېلګې په ډول اشرف غني په خپله یوه مرکه کې اروپا ته د تلونکو افغانانو په اړه وویل، چې له دوی سره هېڅ خواخوږي نه لري. خو په بل اړخ کې له دې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر اروپا ته د تلونکو افغان کډوالو په اړه بېل دريځ درلود. په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو د اجباري ايستلو په تړاو يې د پنځو کټګوريو کډوالو د نه منلو پاليسي وړاندې کړه.

له همدې کبله، د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړو د حکومت په همدغې ناهمږې تګلارې نیوکه وکړه، چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کې یې اروپايي هېوادونو ته لاره هواره کړه، څو له افغان کډوالو سره تبعیضي چلند وکړي.

له دې وراخوا، هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال او کورني بې‌ځايه شوي یوازې د هغوی خپلو هڅو او د بهرنیو موسساتو مرستو ته پرېښودل شوي دي.

پای

[1] http://morr.gov.af/fa/news/41816

[2] http://www.khaama.com/persian/archives/22956 and Muhammad Hasan Khetab, Abdullah Concerned about refugees in Pakistan, pajhwok news, feb 16, 2015. See it online: < http://www.pajhwok.com/en/2015/02/16/abdullah-concerned-about-refugees-pakistan>

[3] http://www.iom.int/sites/default/files/situation_reports/file/europe-mediterranean-migration-crisis-response-situation-report-28-january-2016.pdf

[4] https://www.tolonews.com/en/afghanistan/22065-berlin-kabul-start-talks-on-repatriation-of-afghans-merkel

[5] http://www.dw.com/en/afghanistans-minister-of-refugees-no-agreement-on-taking-back-deportees-from-germany/a-19020715

[6] http://www.etilaatroz.com/33616

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *