د «افغانستان او چين دوه‌اړخيزې اړيکې» څېړنیز کتاب خپور شو

 

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز، د ستراتېژیکو رسایلو په لړ کې دا ځل د «افغانستان او چین؛ دوه‌اړخیزې اړیکې ۲۰۱۵-۱۹۵۵» تر عنوان لاندې څېړنه خپره کړه.

په دغه کتاب کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخيزو اړيکو د تاريخي شاليد ترڅنګ، په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو ته کتنه شوې ده.

دغه کتاب، چې ليکوال يې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز څېړونکی احمدبلال خليل دی، په مجموع کې پنځه فصلونه او د (لنډيز، پایلې او سپارښتنو) یو ځانګړی فصل هم لري.

په لومړي فصل کې د کوشانیانو او ورېښمو لارې څخه نیولې په چین کې تر کمونیستي انقلاب د افغانستان او چین لرغونې اړیکې بیان شوې دي.

په دویم فصل کې د افغانستان او چین د خلکو جمهوریت پر اړیکو څېړنه او تحلیل وړاندې شوی، چې له ۱۹۵۰ کال څخه د طالبانو د امارت تر ړنګېدو دوام کوي. په دغه فصل کې د پنځو لسېزو دا اوږده مرحله په پنځو پړاوونو وېشل شوې ده.

په درېیم فصل کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې د اشرف غني تر ولسمشرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخيزې اړیکې تحلیل شوې دي. په دغه فصل کې به تاسو دا هم ولولئ، چې چین له افغانستان سره په کومو برخو کې مرستې کړې او دلته یې پاملرنه ورځ تر بلې ولې زیاتېږي؟

په څلورم فصل کې په افغانستان کې د چین ګټې، اندېښنې او بهرنی سیاست بیان شوی. د چین دغه ګټې په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نړیوالو ډګرونو کې په نښه شوې دي. اندېښنې یې تر ډېره امنیتي اړخ لري او د خپلو ګټو د خوندیتوب او اندېښنو لرې کولو په موخه یې د افغانستان په تړاو بهرنی سياست هم څېړل شوی دی.

پنځم فصل بیا په چین کې د افغانستان ګټو او بهرني سیاست ته ځانګړی شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا څېړنیز کتاب د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز پر مرکزي دفتر سربېره، د کابل ښار او د هېواد د سترو ښارونو په ډېری کتاب‌پلورنځیو کې موندلی شئ.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *