د ټاپي ګازو نل‌ليکې پر وړاندې شته ننګونې او فرصتونه (۱۹۹۰-۲۰۱۶)

 

احمد بلال خلیل[1]

یادونه: دا ليکنه لومړی ځل د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز په تحليل ژورنال (شپږمياشتنۍ مجله) کې خپره شوې وه.

لنډیز:

د ټاپي پروژې لومړنۍ طرحه د ۱۹۹۰مې لسیزې په پيل کې د بریډاس کمپنۍ له‌خوا وړاندې شوه؛ خو عملي چارې یې پيل نه شوې. له ۲۰۰۱ کال وروسته، د ټاپي پروژې په تړاو یو شمېر ګامونه واخېستل شول او په پای کې يې له امله د ۲۰۱۶ کال په پیل کې شونې شوه، چې د ترکمنستان حکومت یوې جاپانۍ کمپنۍ ته د فیض‌آباد د ګازو زېرمې ته د ودې ورکولو او د ټاپي نل‌ليکې غځولو قرارداد یوې چینايۍ کمپنۍ ته ورکړي.

دا چې د ټاپي پروژه ولې پر وخت پيل نه شوه، بېلابېل عوامل یې درلودل. د بېلګې په توګه، د تېرې مېلادي پېړۍ په ۹مه لسيزه کې د یونیکال او برېډاس کمپنيو رقابت، په افغانستان کې کورنۍ جګړه او بیا په نړیواله کچه د طالبانو منزوي حکومت، د ترکمنستان حکومت او بېلابېلو کمپنیو ترمنخ اختلافات، د سیمې جیو-پولیټیک بدلونونه، د مالي ملاتړ ننګونه او نه شتون، او د خبرو اترو اوږده لړۍ وه.

اوسمهال د ټاپي پروژې ته ښه فرصتونه مساعد دي. لکه په هند او پاکستان کې د انرژۍ لوړه تقاضا، د ټاپي پروژې ته د ترکمنستان ځانګړې پاملرنه، ځکه له یوې خوا روسیې له ترکمنستان د ګازو واردول کم کړي، نو په بل اړخ کې د ترکمنستان ګاز یوازې پر چین متکي دي. د ټاپي پروژه کې څلور لوبغاړي په ګټیالي وضعیت کې دي، د ټاپي پروژې په اړه طالبان هم نارسمي نرم دریځ لري، او بل فرصت یې دا دی، چې لږ چاپېریالي تاوانونه لري.

خو اوسمهال هم یو شمېر ننګونې او خنډونه شته، چې د ټاپي پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي. لکه په افغانستان کې د حکومت کمزوری حاکمیت او د هېواد امنیتي وضعیت، د مالي ملاتړ او پانګونې ننګونه، د پروژې پر وخت ختمولو ننګونه، د سیمې اوسنی جیو-پولیټیک وضعیت او تخنیکي ننګونې.  دا چې دغه پروژه له پيله تر اوسه له کومو پړاوونو تېره شوه، د ټاپي پروژې پر وړاندې هغه کومې ننګونې وې، چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې او اوس هم دغه پروژه ورسره مخ ده او هغه کوم فرصتونه دي، چې دغه پروژه به له بریالیتوب سره مخ کړي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو په دې مقاله کې تحلیل او څېړلي دي.

کیلي: ټاپي، د انرژۍ سیاست، نوې لویه لوبه، منځنۍ آسيا، سوېلي آسيا

  1. لومړی برخه: مقدمه

ټاپي پروژې له خپلې پیلامې سره نه یوازې دا چې د سیمې پر سیاستونو ژوره اغېزه وښندله، بلکې په جیو-پوليټیکو بحثونو کې یې یو نوی بحث هم اضافه کړ، چې ایا امنیت نل‌ليکې راولي او که نل‌ليکې امنیت راولي؟ که څه هم دا ډېره طبیعي ده، چې د امنیت شتون نل‌ليکې راولي او د وروستیو پنځو لسیزو تاریخ هم دا جوته کړې، چې امنیت هر ځای نل‌ليکې راوستې دي؛ خو بیا هم، د افغانستان په څېر هېواد چې ناامنۍ او جګړې پکې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې روانې دي، د دغه هېواد ډېری علمي حلقې دې ته هیله‌منې کړې، چې نور به نل‌ليکې هم امنیت راولي.

له دې بحث وراخوا، دا نل‌ليکه له «خوب» څخه تر ډراماتیکي مرحلې پورې ورسېده او بیا له دغې ډراماتیکي مرحلې څخه په تېرېدو، په سیمه کې د نورو هېوادونو له‌خوا د نل‌ليکې په تېرولو او منځنۍ آسيا ته د رسېدلو په لاره کې د نولسمې پېړۍ د «لویې لوبې» یاد تازه کوونکې شوه او ان د دسیسه‌يي نظریو تر تورونو پورې هم ورسېده؛ دا دی اوس دغه «خوب» خپلې وروستۍ ټولې پوړۍ شاته پرې اېښي او له «خوب»، «دسیسه یي نظریو» او «کاغذ» څخه په راوتلو د عملي کېدو په لور روان دی. خو د دغه خوب د تعبیر ریښتیا کېدل له دوو لسیزو زیات وخت واخیست او که چېرې موږ د پاکستان او ځینې طالبانو دسیسه‌یي نظریې ومنو، نو معلومه به شي چې د ۱۹۹۰مې لسیزې دوه حکومتونه هم د همدې خوب له کبله ړنګ شوي دي[2].

  • څېړندود (د لیکلو منهج)

مخکې له دې چې موږ خپله موضوع پيل کړو، اړینه برېښي چې د دغې مقالې د څېړنې تګلاره روښانه کړو. موږ دا مقاله په څو برخو وېشلې. په لومړۍ برخه کې مقدمه، د مقالې څېړندود او د نل‌لیکو پېژندنه بیان شوې. په دویمه برخه کې د ټاپي پروژې مرحله‌وار پرمختګ یا کرونړلوژي بیان شوې. په درېیمه برخه کې د ټاپي پروژې د ځنډني کېدو تر شا عوامل په نښه شوي. په څلورمه برخه کې هغه فرصتونه بیان شوي، چې د ټاپي پروژې په عملي کېدو کې مرستندوی واقع کېدلی شي. په پنځمه برخه کې د ټاپي نل‌ليکې پر وړاندې اوسنۍ ننګونې څېړل شوې دي.

په عمومي ډول لومړۍ دوې برخې مو د شته موادو په مرسته لیکلې، چې لیکوال ورته لاسرسی درلود. دویمه او درېیمه برخه مو د انرژۍ، ټاپي پروژې، امنیتي او مالي برخه کې له یو شمېر مسؤولینو سره، چې شمېره یې لس تنه و، د Semi Structured مرکو پر مټ لیکلې دي.

د وخت د کمښت له کبله مو د ټاپي پروژې پر وړاندې د هندي، پاکستاني او ترکمنستاني لیدلورو په اړه مرکې ونشوای کړای او داسې دغه مقاله او څېړنه تر ډېره پر افغاني لیدلوري راڅرخېږي.

  • د نل‌لیکو پېژندنه

نل‌لیکې زوړ تاریخ لري. د مصر، چین، یونان، روم او په نورو لرغونو تمدنونو کې هم نل‌ليکې دود وې. د نل‌لیکو لومړنی ډول د خټو، لرگیو او اوسپنو و، چې په ډېری توگه به پکې اوبه له یوه ځایه بل ته انتقالېدې. په بل اړخ کې د انرژۍ په برخه کې هم لومړنۍ نل‌ليکه په چین کې له میلاد څخه تقریباً ۴۰۰ کلونه وړاندې جوړه شوه، چې په بانسونو کې به یې ګاز د بیجینگ ښار ته انتقالاوه او د ښار په رڼا کولو کې به ترې ګټه اخېستل کېده[3].

د اتلسمې مېلادي پېړۍ په نیمايي کې په لندن کې تقریباً ۵۴ زره گزه د لرگیو او ۱۸۰۰ گزه د اوسپنې نلونه وو، چې اوبه به پکې انتقالېدې. وروسته په ۱۸۲۱ کال کې د لرگیو نل د امریکا په نیویارک کې طبیعي ګاز انتقال کړ. په ۱۸۴۳ کال کې بیا د ګازو د انتقالولو په موخه له اوسپنیز نل څخه هم په لومړي ځل گټه واخېستل شوه او داسې یې تر ډېره د ګازو د انتقالولو یو شمېر تاوانونه هم راکم کړل[4].

که څه هم یو شمېر نور څېړونکي بیا د نولسمې پېړۍ له دغو تاریخونو سره اختلاف لري او په لومړي ځل د تېلو اوسپنیزې نل‌ليکې په ۱۸۵۹ او ۱۸۶۵ کلونو کې جوړې شوې گڼي[5]. خو له دغو اختلافاتو سره سره، یوه خبره جوته ده، چې په بېلابېلو پړاوونو کې په نړۍ کې نل‌ليکې د بېلابېلو موخو لپاره استعمالېدې.

د ټکنالوژۍ له پرمختگ او له عصري کېدو سره، نړۍ د نل‌لیکو په برخه کې هم خورا پرمختگ وکړ. اوس د پخوا په پرتله د نل‌لیکو قُطر او فشار زیات شوی او همدا راز اوسنۍ نل‌ليکې تر پخوا ډېرې خوندي هم دي.

په افغانستان کې په لومړي ځل د ګازو نل‌ليکه هغه مهال تېره شوه (د ۱۹۶۷ کال)، چې کله د شورویانو په مرسته د افغانستان په شبرغان کې د طبیعي ګازو زېرمې وموندل شوې. دغې نل‌ليکې تقریباً ۱۰۰کیلو مېتره اوږدوالی درلود او شبرغان یې د شوروي اتحاد له «کېلېفت» سیمې سره ونښلاوه[6]. وروسته د شبرغان-مزارشریف ګازو نل‌ليکه هم جوړه شوه او اوس د نړیوال بانک له‌خوا د شبرغان-کابل د ګازو نل‌ليکه هم تر طرحې لاندې ده. همدا راز د ترکمنستان-افغانستان-تاجکستان-چین د ګازو نل‌ليکه او د ایران-افغانستان-چین ګازو نل‌ليکې هم تر نظر لاندې دي.

په بل اړخ کې د ټاپي نل‌ليکه به د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته ورسوي او داسې به دا د منځنۍ آسيا د طبیعي ګازو غني هېواد د سویلې آسيا د انرژۍ تږي هېوادونه سره ونښلوي. زموږ د بحث موضوع هم همدا د ټاپي پروژه ده.

 

  1. دویمه برخه: د ټاپي پروژې کرونولوژي

تر اوسه ټاپي پروژه له بېلابېلو پړاوونو تېره شوې ده:

  • ټاپي؛ له «خوب» څخه تر «نوې لویې لوبې»

په افغانستان کې ډاکټر نجیب الله چې د شورویانو د یرغل پرمهال یې حکومت د شوروي په مرستو او د شبرغان پر ګازو متکي و، د شورویانو له وتلو سره د ده حکومت له ناامنیو او په تېره بیا د عایداتو له کمښت سره مخ شو. ده وغوښتل چې د افغانستان ګاز چیکسلواکیا، یوگوسلاویا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر کړي. خو داسې ونه شول.

دغه راز هغه مهال د شورویانو له وتلو وروسته، په ۱۹۹۱ کال کې د منځنۍ آسيا یو شمېر هېوادونو هم له شوروي څخه خپلواکي ترلاسه کړه، چې ترکمنستان هم پکې شامل و. ترکمنستان له خپلواکۍ وروسته د عایداتو په اړه اندېښمن و، له همدې کبله یې خپل بهرنی سیاست تر ډېره د نل‌لیکو پر غځولو متکي کړ. دوی وغوښتل، چې د ایران-ترکیې له لارې اروپا ته نل‌ليکه تېره کړي؛ خو دغه نل‌ليکه بیا د امریکایانو له‌خوا تر فشارونو لاندې راغله؛ ځکه نل‌ليکه له ایرانه تېرېده او امریکا هغه مهال له ایران سره خرابې اړیکې درلودې.

وروسته ترکمنستان له یوې امریکايۍ کمپنۍ «کنسورتیم» سره تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ترکمنستان ګاز د کسپین سمندرگي له لارې ترکیې او بیا اروپا ته انتقالېده؛ خو ستونزه دا وه، چې روسانو غوښتل اروپا او لوېدیځ ته د ترکمنستان ګاز محدود کړي؛ ځکه په اروپا کې د ترکمنستان ګازو د روسیې د سایبریا له ګازو سره رقابت پيدا کاوه.

کله چې د افغانستان پولو ته نږدې د ترکمنستان په یشلر سیمه کې د شورویانو په مرسته ګاز وموندل شو، نو بولغیروني چې د برېډاس کمپنۍ مشر و، وغوښتل چې دغه ګاز څخه باید چین یا سوېلې آسيا ته ولېږدول شي. د ده په اند د افغانستان له لارې د یوې نل‌ليکې تلل به یو سوله‌ییز کاروبار وي، د ده په اند که څه هم دا ډېر سخت کار و، خو ناممکن نه و[7].

د ۱۹۹۴ کال په نوامبر میاشت کې کله چې طالبانو کندهار ونیوه، نو د برېډاس کمپنۍ د ترکمنستان نیازوف چې په «ترکمنباشي» باندې هم مشهور و، وهڅاوه چې یوه کاري ډله جوړه کړي، څو د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو نل‌ليکه مطالعه کړي. څلور میاشتې وروسته د پاکستان لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو او نیازوف د ۱۹۹۵ کال د مارچ په ۱۶مه یوه تفاهم‌نامه لاسلیک کړه، چې برېډاس ته یې د (Pre-feasibility) مطالعې اجازه ورکړه[8].

له همدې ځایه د دغې نل‌ليکې تېرولو پر سر د برېډاس او امریکايي کمپنۍ یونیکال ترمنځ مقابله پيل شوه. په دغه مقابله کې امریکا، ایران، سعودي او پاکستان اساسي لوبغاړي وو، له همدې کبله په سیمه کې د نوې لویې لوبې اصطلاح هم دود شوه.

  • ټاپي؛ له «نوې لویې لوبې» تر «دسیسهيي نظريو» پورې

په سیمه کې د ټاپي پروژې پر سر نوې لویې لوبې دوه اړخونه لرل:

  • لومړی؛ د نل‌ليکې د تېرولو پر سر نوې لویه لوبه

په دغه لوبه کې د برېډاس کمپنۍ او یونیکال کمپنۍ ښکېلې وې، دوی غوښتل چې د دغې نل‌ليکې د تېرولو حقوق ترلاسه کړي. د یونیکال کمپنۍ تر شا امریکا وه، په پاکستان کې هم ورته امریکايي ډيپلوماتانو او سفیر لابي کوله او په امریکا کې هم ورسره ډېر وتلي سیاستوال تړلي وو.

په بل اړخ کې د برېډاس کمپنۍ د کوم بهرني هېواد ملاتړ نه درلود؛ خو بیا یې هم په افغانستان او پاکستان کې د نل‌ليکې د تېرولو د حقوقو او قرارداد د ترلاسه کولو په موخه لابي کوله. د بېلګې په ډول د افغان طالبانو د امارت پرمهال د بهرنیو چارو وزارت د یوه افغان ډيپلومات وحید مژده د کتاب له مخې د برېډاس کمپنۍ یو شمېر غړو په ۱۹۹۵ کال کې افغانستان ته سفر وکړ او د مجاهدینو د بهرنیو چارو وزارت له معین عبدالرحیم غفورزي سره په اړیکه کې شول[9].

  • دویم؛ د نل‌ليکې د مسیر پر سر سیالي

 د شوروي اتحاد له منحلېدلو وروسته، د منځنۍ آسيا د نورو هېوادونو په پرتله په ترکمنستان کې د امریکا لېوالتیا زیاته وه؛ ځکه په تاجکستان کې کورنۍ جگړه وه او ازبکستان هم تر ډېره د شوروي تر نفوذ لاندې گڼل کېده. ترکمنستان د امریکا د پخواني ملي امنیت سلاکار بريژنسکي تیورۍ «یورواشیا» ته نږدې پروت و او ډېر طبیعي منابع یې هم درلودل. د دې ترڅنگ امریکایانو غوښتل، چې له ترکمنستان څخه تېرېدونکې نل‌ليکې د ایران له لارې تېرې نه شي. له همدې امله يې په افغانستان کې د ټاپي پروژې ملاتړ کاوه او دغه پروژه یې خپلې کمپنۍ ته ترلاسه کول غوښتل.

د یونیکال کمپنۍ یوه بله ملاتړې د سعودي کمپنۍ ډيلټا وه. د دغې کمپنۍ مشر بدر الایبان د سعودي له شاهي کورنۍ سره نږدې اړیکې درلودې او یو ورور یې د ملک فهد په دربار کې هم و. همدا راز سعودي هم په منځنۍ آسيا او افغانستان کې خپلې گټې لرلې، یوه گټه یې په منځنۍ آسيا کې سلفيت خپرول او بله گټه یې بیا په دې کې وه، چې له افغانستان څخه تېرېدونکې نل‌ليکه به له ایرانه تېره نه شي؛ ځکه دا مهال د عراق-ایران له جگړې وروسته د سعودي او ایران اړیکې ډېرې خرابې وې او دواړه په سیمه کې حریفان او له یو بل سره په سړه جگړه کې ښکېل وو.

پاکستان هم د منځنۍ آسيا په نویو ازادو شویو هېوادونو او افغانستان کې جیو-ستراتېژيکې گټې درلودې، دوی هم غوښتل چې دغه نل‌ليکه د افغانستان له لارې تېره شي. د دې ترڅنگ پاکستان د انرژۍ لوړېدونکې تقاضا هم درلوده.

د دغو ټولو هېوادونو برعکس ایران غوښتل، چې دغه نل‌ليکه د ایران له لارې تېره شي او په دې اړه یې ډېرې هلې ځلې هم وکړې؛ خو ناکامې شوې. په ۱۹۹۲ کال کې ترکیې، ایران او ترکمنستان موافقه وکړه، چې د ایران او ترکیې له لارې به اروپا ته یوه نل‌ليکه وغځوي، وروسته د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر کې ایران له ترکمنستان څخه ۱۱۹ میله اوږده د ګازو نل‌ليکه هم بشپړه کړه[10]؛ خو له دغو هڅو سره سره، له ترکمنستان څخه پيلېدونکې نل‌ليکه له ایران څخه تېره نه شوه، چې په ټوليز ډول يې لاندې عوامل درلودل:

  • د امریکا فشارونه او ناهمغږي؛
  • د ایران له لارې اروپا ته د ترکمنستان تلونکې نل‌ليکې د روسیې د فشارونو له کبله ونه شول؛ ځکه دې بیا د روسیې د ګازو مارکېټ خراباوه؛

هم مهاله ایران د آی پي آی (ایران-پاکستان-هند) ګازو نل‌ليکې طرحه په ۱۹۹۵ کال کې وړاندې کړه، څو سوېلې آسيا ته د ایران ګاز ورسوي. په دې طرحه کې روسیه د ایران ملاتړې وه.

د طالبانو پخوانی سفیر او د صنایعو او کانونو وزارت پخوانی مرستيال ملا عبدالسلام ضعیف هم په خپل انگریزي کتاب کې همدې خبرې ته اشاره کوي، چې ایران نه غوښتل د ټاپي نل‌ليکه د افغانستان له لارې تېره شي او له همدې امله یې د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې لاس درلود، څو پانگوال د افغانستان له حالاتو نهيلي شي[11].

وروسته د حامد کرزي په دوره کې هم، چې کله د ټاپي پروژې پر سر بیا خبرې پيل شوې، نو ایران د آی پي آی ګاز نل‌ليکې طرحه وړاندې کړه او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، هند او پاکستان ته د خپلو سفرونو پرمهال پرې ټینگار وکړ. خو پر ایران د بندیزونو له کبله نړیوالو پانګوالو په دې پروژه کې پانګونه ونه شوه کړای او هند هم د امریکایي فشارونو له کبله له دغې طرحې ووت.

  • ټاپي؛ له «دسیسه‌يي نظریې» تر عملي کارونو

په سیمه کې د ټاپي پروژې له کبله یو شمېر دسیسه‌يي نظریو هم سر راپورته کړ او د سیمې د دوو حکومتونو د چپه کېدو تر شا هم د ټاپي پروژې پر سر رقابت گڼل کېږي. دغه دوه حکومتونه په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او په پاکستان کې د بېنظیر بوټو د واکمنۍ دویمه دوره بلل کېږي. د دې ترڅنگ دسیسه‌يي نظریه لرونکي د سپټمبر د يولسمې له پېښې وروسته پر افغانستان د امریکایانو د بریدونو یو لامل هم همدا ټاپي پروژه گڼي.

  • د افغان مجاهدینو او طالبانو په اړه دسیسه‌يي نظریه: د استاد رباني د حکومت په وروستیو کې د بریډاس او مجاهدینو حکومت ترمنځ د موافقې تر حده یوه پرېکړه وشوه. له همدې ځایه ده، چې ځینې خلک په تېره بیا د جمعیت اسلامي ځینې مشران لکه عبدالحفیظ منصور د مجاهدینو حکومت د سقوط تر شا هم یونیکال ګڼي[12]. په بل اړخ کې طالبانو د یونیکال په پرتله برېډاس یو غوره انتخاب گاڼه او په پای کې یې دوی ته قرارداد هم ورکړ. د طالبانو د دورې پرمهال د افغانستان د کانونو وزارت معین او په پاکستان کې د طالبانو د سفیر ملا ضعیف په اند، د افغانستان اسلامي امارت په تېره بیا موږ د کانونو او صنایعو وزارت کې له ټولو فعالو کمپنیو سره مذاکرات وکړل[13]. برېډاس د ۱۹۹۷ کال په مارچ کې په کابل ښار کې خپل دفتر پرانیسته او وروسته یې بیا په کندهار کې هم خلاص کړ. یونیکال چې یوه امریکايۍ کمپنۍ وه؛ غوښتل یې د افغانستان او ترکمنستان د ګازو او تېلو وسایل کنترول کړي او د همدې موخې لپاره يې له برېډاس سره، چې ارجنټایني کمپنۍ وه، رقابت درلود. هغه مهال د طالبانو تگلاره داسې وه، چې دغه قرارداد د مختلفو کمپنیو ترمنځ ووېشي، خو یونیکال بیا له دغه چلند سره مخالفت وکړ او غوښتل یې چې بشپړ قرارداد ترلاسه کړي[14]. د ملا ضعیف په اند، دوی په دې توګه غوښتل چې اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي؛ خو دوی په خپلو هڅو کې بریالي نه شول. طالبانو بیا له همدې کبله دغه قرارداد د برېډاس کمپنۍ ته ورکړ، چې دوی به له نورو اروپايي کمپنیو سره په شریکه د ټاپي پر پروژې کار پيلوي[15]. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ مرادوف سره په همدې تړاو یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړ. خو له هغه وروسته، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د طالبانو پر امارت پراخ بندیزونه ولگېدل، چې دغه چلند بیا د ټاپي پروژې په لاره کې خنډ او ځنډ رامنځته کړه.

له طالبانو وروسته د حامد کرزي ولسمشر کېدل او په کابل کې د زلمي خلیلزاد سفیر کېدل د همدغې دسیسه‌يي نظريې برخې ګڼل کېږي؛ ځکه د دسیسه‌يي نظریو خاوندانو په اند، د دوی اړیکه له یونیکال سره تړلې وه او نوموړي کسان د یونیکال په کمپنۍ کې پخواني چارواکي او مشاورین وو.

  • د بېنظیر بوټو حکومت د ړنگېدو په اړه دسیسه‌يي نظریه: د پاکستان وتلی ژورنالېست حامد میر په خپله یوه مقاله کې د دغې دسیسه‌يي نظریې په اړه لیکي، چې په پاکستان کې د امریکا سفیر تهامس سیمنس یونیکال ته لابي کوله او چې کله بېنظیرې له برېډاس سره تفاهمنامه لاسلیک کړه، نو د بېنظیرې او امریکايي سفیر ترمنځ اختلافات ژور شول. د پاکستان د کورنيو چارو وزیر نصیرالله بابر د طالبانو او د شمالي ټلوالې ترمنځ د روغې جوړې په اړه، په هلو ځلو بوخت و او د ۱۹۹۶ کال د نوامبر په ۶مه نېټه په اسلام‌آباد کې د افغانستان د قضيې د ښکېلو اړخونو يوه ګډه ناسته رابلل شوې وه؛ خو پر سبا يې د بېنظیرې حکومت د پاکستان د ولسمشر فاروق لغاري له‌خوا ړنگ شو[16].

که موږ ځیر شو، نو د دواړو حکومتونو د ړنگېدو اساسي لامل دا نه دی، بلکې ډېر داخلي عوامل وو، چې د دواړو حکومتونو ړنگېدو ته یې لاره خلاصه کړه. په پاکستان کې د بېنظیرې دویم حکومت ړنگېدل د پاکستان په تاریخ کې کومه نوې خبره نه وه، بلکې په نویيمه لسیزه کې دېموکرات حکومتونه د دوو کلونو دننه یو په بل پسې ړنگېدل. لومړی د بېنظیرې حکومت ړنگ شو، بیا ورپسې د نواز شریف او بیا د بېنظیرې. دې بیا تر ډېره داخلي لاملونه درلودل، چې د پاکستان په داخلي چارو کې د پوځ لاسوهنې، خراب اقتصادي حالت او سیاسي مخالفتونه وو. همدا راز د طالبانو حکومت ړنگېدل هم یوازې یونیکال ته د قرارداد نه ورکولو له کبله نه وو، بلکې یو شمېر نور ډېر اساسي لاملونه وو، چې له کبله یې د طالبانو حکومت ړنگ کړای شو.

  • … او د خوب تعبیر ریښتیا کېږي!

د طالبانو د حکومت له ړنگېدو وروسته، د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۲۷مه افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړ. همدا راز د آسيا پرمختیايي بانک د دغې پروژي د عملي کېدو په اړه د ارزونې مطالعه وکړه، چې په ۲۰۰۵ کال کې یې بشپړه کړه. په ۲۰۰۸ کال کې په دغه پروژه کې هند هم شامل شو.

په عمومي ډول له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ټاپي پروژه په څلورو مرحلو کې پرمخ ولاړه:

لومړۍ مرحله؛ په ۲۰۱۰ کال کې د دغې پروژې لومړۍ مرحله پيل شوه، چې د حکومتونو ترمنځ تړون و، دغه تړون د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې په عشق‌اباد کې لاسلیک شو.

دویمه مرحله؛ د ټاپي پروژې دویمه مرحله د پېر-پلور تړونونه وو، چې د ترانزيټي فیس او د ګازو د پېر او پلور په اړه وو. دا تړونونه له ډېرو اختلافاتو وروسته د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې لاسلیک شول.

درېیمه مرحله؛ په درېیمه مرحله کې د نل‌ليکې کمپنۍ جوړه شوه[17]؛

څلورمه مرحله؛ په وروستۍ مرحله کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان لوړ پوړو چارواکو د دغې نل‌ليکې د غځولو افتتاح وکړه، چې شونې ده د ۲۰۱۸ کال تر پایه به کار پرې بشپړ شي.

د ټاپي د ګازو نل‌لیکه به، چې ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۵۶ انچه قُطر لري، د ترکمنستان د سوېل گالکینیش (Galkynysh) څخه پيلېږي او تقریباً د ترکمنستان له خاورې څخه د ۱۵۰ کیلو مترو په تېرېدو سره به د افغانستان هرات ته دننه شي. دغه نل‌ليکه به تقریباً ۷۳۰ کیلو متره د افغانستان په خاوره کې تېره شي او له ترکمنستان څخه به د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه په تېرېدو د پاکستان کوېټې ښار ته ورسېږي او له هغه ځایه به بیا ملتان او د ۸۰۰ کیلو مترو له تېرېدو وروسته په هند کې خپل وروستي منزل فازېلکه (Fazilka) ته ورسېږي.

دغه نل‌ليکه به هر کال ۳۳ ملیارد مکعب متره ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي. په دې کې د افغانستان کلنۍ برخه ۵ ملیارده متر مکعبه او د هند او پاکستان برخه بیا ۱۴ ملیارد متر مکعبه ده. دا به تقریباً د ۱۰ ملیارده ډالرو په لگښت جوړېږي؛ خو په دې کې هغه لگښتونه نه دي شامل، چې په افغانستان او پاکستان کې به د دغې نل‌ليکې د جوړېدو پرمهال په امنیتي برخه کې د ساتلو په موخه کېږي.

دغه راز په افغانستان کې به په درېیو سیمو هرات، نیمروز او کندهار کې د ټاپي پروژې له‌خوا د ګازو د تسلیمولو درې سټیشنونه افغان دولت ته وسپارل شي او د ګاز د حجم د معلومولو لپاره به هم د هرات په تورغونډۍ او د کندهار په سپین بولدک کې دوه سټیشنونه جوړ شي. د دې ترڅنګ درې نور سټیشنونه به چې د ګاز د فشار تامین او تنظیموونکي به وي، د هرات-کندهار په لاره کې جوړ شي.

د سیمې په دې ستره پروژه کې به تر ۸۵ سلنه پورې پانگونه د ترکمنستان په غاړه وي او پاتې ۱۵ سلنه به په شریکه او په برابره کچه د افغانستان، پاکستان او هند حکومتونه کوي. د افغانستان په ۵ سلنه برخه کې د آسيا پرمختیايي بانک ۳ سلنه همکاري کوي او پاتې ۲ سلنه به افغان حکومت په خپله ورته پیدا کوي.

 

  1. درېیمه برخه: د ټاپي پروژه ولې پر وخت پیل نه شوه؟

پوښتنه زیږي، چې د ټاپي پروژه ولې ژر پیل نه شوه او د کاغذ له مخ څخه تر اجرايي مرحلې پورې یې ولې له دوو لسیزو زیات وخت واخیست؟ دا مختلف عوامل لري، چې په لاندې ډول دي:

  • د یونیکال او بریډاس رقابت: د ۱۹۹۰م لسیزې پرمهال د ټاپي پروژې ته تر ټولو لویه ننګونه یا د ټاپي پروژې د پیلېدلو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ د یونیکال او بریډاس کمپنیو ترمنځ د ټاپي ګاز نل‌ليکې د تېرولو پر سر رقابت و او همدغه رقابت د دغې نل‌ليکې غځېدا له ځنډ سره مخ کړه[18].
  • په افغانستان کې د۱۹۹۰م لسیزې حالات

لومړی کورنۍ جګړه: د ټاپي ګاز نل‌ليکې پروژې طرحه د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسیزې په پيل کې وړاندې شوه. له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته، شوروي اتحاد منحل او د منځنۍ آسيا مسلمان‌مېشتې سیمې خپلواکې شوې. ترکمنستان چې له دغو نویو خپلواک شوو دولتونو څخه یو و، د ټاپي په پروژه کې لېوالتیا واخیسته؛ ځکه دغې نل‌ليکې يې د عاید سرچینه زیاتوله. خو له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته، په هېواد کې امنیت ټینګ نه شو، بلکې د۱۹۸۹م د فبرورۍ له نیمايي څخه د ۱۹۹۲م تر اپرېل میاشتې پورې د افغان مجاهدینو او د ډاکتر نجیب تر مشرۍ لاندې حکومت ترمنځ جګړې روانې وې. د ډاکتر نجیب د حکومت له سقوط وروسته، د افغان مجاهدینو د ډلو په تېره بیا د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ترمنځ جګړې ونښتې او دا جګړې تر هغه روانې وې، چې طالبان د کابل تر دروازو راورسېدل. ځکه نو په داسې حالاتو کې، چې جګړه پکې روانه وه، د ګازو نل‌ليکه تېرول ناشوني وو[19]؛

دویم؛ د طالبانو پر اسلامي امارت نړیوال بندیزونه: د افغانستان د کورنۍ جګړې پرمهال له کندهار څخه طالبان راپورته شول او پای یې د استاد رباني حکومت سقوط کړ او د دغه حکومت پرځای یې خپل اسلامي امارت جوړ کړ. که څه هم په پیل کې دا حکومت له نړیوالو بندیزونو سره مخ نه شو. خو کله چې د ۱۹۹۸م په اګست کې په تنزانیا او کینیا کې د امریکا په سفارتونو کې چاودنې وشوې، نو د دغو چاودنو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د طالبانو پر اسلامي امارت بندیزونه ولګېدل او دغه بندیزونه به هر کال نوي کېدل. له همدې ځایه وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د طالبانو پر اسلامي امارت د بندیزونو له کبله د ټاپي پروژې پلانونه د طالبانو د اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت د معین په ژبه (Derail) يا له کرښې ايستل شوي او (Put on hold) يعني وځنډول شول.

  • د ترکمنستان او د کمپنیو ترمنځ اختلافات: بل لامل چې د ټاپي ګازو نل‌ليکه یې له ځنډ سره مخ کړه، د ترکمنستان او مختلفو کمپنیو ترمنځ د ځینو موضوعاتو په تړاو اختلافي ټکي وو. د بېلګې په ډول د ترکمنستان د حکومت له‌خوا دا شرط اېښودل شوی و، چې قرارداد ګټونکو کمپنیو ته مستقیماً د ګازو حوزهته د تللو اجازه نشته، بلکې دغه کمپنۍ به یوازې ګاز انتقالوي او د ګازو حوزه کې به کار نه لري؛ ځکه د ترکمنستان د حکومت په اند، دا د دوی ملکیت دی؛ خو په بل اړخ کې کمپنیو غوښتل، چې د ګازو دغه سیمې تر خپلې مطالعې لاندې ونیسي[20]. له همدې امله اوس په لوېديزو مطبوعاتو او د لوېدیځ په علمي حلقو کې دا بحث هم راپورته شوی، چې آیا د ترکمنستان د ګازو دغه حوزه دا وړتیا لري، چې افغانستان، پاکستان او هند ته په کلني ډول ۳۳ ملیارد متر مکعب ګاز ورکړي؟
  • د سیمې جیو-پولیټیک بدلونونه: د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ مېلادي لسیزې پرمهال د سیمې جیو-پولیټيک بدلونونه هغه بل لامل و، چې له یوې خوا یې د ټاپي پروژه له ځنډ سره مخ کړه؛ خو له بلې خوا یې ارزښت هم ورزیات کړ. د ۱۹۹۰ مېلادي لسیزې پرمهال، چې کله د شوروي اتحاد پر ماتېدا په ختیزه اروپا او په منځنۍ آسيا کې نوي ریاستونه رامنځته شول، نو د امریکا پاملرنه لومړی د ختیزې اروپا په لور ولاړه او بیا په دویم قدم کې يې په منځنۍ آسيا کې هم لېوالتیا واخیسته. له همدې کبله په ۱۹۹۵مېلادي کال کې یې د ټاپي ګازو نل‌ليکې د پروژې په تړاو له یونیکال څخه ملاتړ وکړ. همدا لامل دی، چې د عبدالحفیظ منصور په وینا، هر ځل به چې رابېن رافایل، چې د سویلي آسيا په اړه د امریکا ځانګړی استازی و، له استاد رباني سره په کابل کې کتل، نو د دغې نل‌ليکې په اړه به یې ورسره خبرې کولې. که څه هم عبدالحفیظ منصور د دغو کتنو د جزئیاتو په اړه څه نه وايي؛ خو یوازې دومره وايي، چې هغه مهال د دغې نل‌ليکې د تېرولو په سر یونیکال او بریډاس له یو بل سره رقابت درلود[21]. خو په بل اړخ کې، روسیې له دې اندېښنه درلوده، چې امریکا دې د یونیکال کمپنۍ تر شا په ترکمنستان کې فعالیتونه یا نفوذ ولري[22]. همدا لامل دی، چې وروسته د ترکمنستان ولسمشر طالبانو او له ۲۰۰۱ مېلادي کال وروسته د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو ته ویلي وو: «ترکمنستان وړوکی هېواد دی، دلته لا د روسیې نفوذ شته، که چېرې دغه قرارداد موږ امریکا ته ورکړو، شاید روسان یې مخنیوی وکړي»[23].

ایران: دغه راز ایران هم په همدې ۱۹۹۰مه لسیزه کې هڅه وکړه، چې له یوې خوا اروپا او سوېلي آسيا ته د نل‌لیکو ترانزیټي هېواد شي او له بلې خوا سوېلي آسيا ته د خپلو ګازو نل‌ليکه هم وغځوي. خو د ایران دا هڅې بیا په یوه برخه کې د روسيې او په بله برخه کې د امریکا د مخالفتونو له کبله منزوي شوې.

هند: د هند او پاکستان رقابتونو هم پر دغې پروژې تر څه حده سیوری غوړولی و؛ ځکه هند نه غوښتل، چې د انرژۍ امنیت یې پر خپل ستراتېژيک حریف (پاکستان) متکي شي. له همدې امله هند په دغه پروژه کې له ډېر ځنډ وروسته په رسمي توګه په ۲۰۰۸ مېلادي کې ګډ شو. دغه کار څو لاملونه درلودل:

لومړی: د ټاپي پروژې ډېری لگښتونه (۸۵ سلنه) د ترکمنستان حکومت په خپله غاړه واخېستل او له هند څخه یې وغوښتل، چې یوازې ۵سلنه لگښتونه پرځان ومني. له دې سره هند ته دغه پروژه مهمه شوه، ځکه پرته له دې چې هند په دې پروژه کې ډېره پانگونه وکړي، هند ته پرېمانه انرژي په لاس ورځي او که وروسته پاکستان بیا د ټاپي د نل‌ليکې له تېرېدو څخه د هند پرضد ستراتېژيکه گټه پورته کول هم وغواړي، نو پر هند به ډېرې اغېزې ونه کړي؛ ځکه پانګونه یې پکې کمه ده.

دویم: د هند او امریکا له اتومي موافقې وروسته، هند د امریکا تر اغېزو لاندې د ایران-پاکستان-هند د ګازو له نل‌ليکې څخه ووت او هم د امریکا په غوښتنه، چې امریکا پکې منځنۍ آسيا له سوېلې آسيا سره نښلول غوښتل او په همدې موخه یې د ورېښمو د نوې لارې طرحه هم وړاندې کړې وه، د ټاپي په پروژه کې راګډ شو.

  • مالي ملاتړ: که څه هم دا پروژه په ۱۹۹۰ مېلادي لسیزه کې د څو ملیاردو ډالرو پروژه وه، هغه مهال دواړو یونیکال او بریډاس د دغې پروژې د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او دواړې کمپنۍ تقریباً چمتو وې، چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي؛ خو د طالبانو پر اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونو دغه پروسه تم کړه. له ۲۰۰۱ کال وروسته، د طالبانو د امارت له ړنګېدو سره، له افغانستانه نړیوال بندیزونه لرې شول؛ خو د امنیتي وضعیت له کبله پانګوالو په دې پروژه کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه. له همدې امله د دغې پروژې په ځنډ پېلېدا تر شا یو لامل مالي هم و[24].
  • له ۲۰۰۴ کال وروسته د افغانستان او پاکستان امنیتي حالات: په مجموع کې له ۲۰۰۴ کال وروسته په افغانستان او د پاکستان په بلوچستان کې امنیتي وضعیت کال په کال په خرابېدو شو. دغه حالت هم د ټاپي پر پروژې ژورې اغېزې وښندلې. په یوه اړخ کې دغه نل‌ليکه د پاکستان له ناامنه او د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له سیمې تېرېده، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې پکې د پاکستاني پوځ له‌خوا یو شمېر پوځي عملیات هم وشول او تر ټولو مشهور یې د بلوچستان د پخواني والي او د بگټي قبیلې د مشر اکبر بُگټي پرضد عملیات وو، چې اکبر بکټي پکې ووژل هم شو. په بل اړخ کې په افغانستان کې هم امنیتي حالات د خرابېدو په لور روان وو. د بېلګې په ډول د یوناما د ارقامو له مخې، له ۲۰۰۷ کال وروسته تر اوسه پورې یوازې له ۲۰۱۲ کال پرته، کال په کال د ملکیانو تلفات زیات شوي وو. دغه راز د بهرنیو ځواکونو تلفات هم له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې کال په کال زیاتېدل؛ خو له ۲۰۱۱ کال وروسته د دغو تلفاتو کچه کمه شوه. په بل اړخ کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم له ۲۰۰۷ کال څخه تر اوسه پورې یوازې له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو پرته کال په کال زیات شوي دي.
  • د مذاکراتو اوږده لړۍ: د ټاپي پروژې د ځنډ تر شا یو عمده لامل د ټاپي پروژې د ځینو اړخونو په تړاو د دخیلو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو روانه لړۍ وه[25]. په ۲۰۰۲ کال کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان ترمنځ د رهبرۍ کمېټه (Steering Committee) جوړه شوه[26] ،چې د افغانستان د کانونو او پترولیم د پخواني وزیر په اند، د ده د وزارت تر دورې یې تقریباً ۱۹ ناستې وکړې[27]، خو دغې کمېټې وروسته هم نورې غونډې وکړې او د دغو کرښو تر لیکلو پورې یې ۲۳ غونډې کړې دي. دغه راز د ټاپي پروژې په تړاو جوړې شوې تخنیکي کاري ډلې هم د دغو کرښو تر لیکلو پورې ۲۹ ناستې کړې وې[28]. د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو دا لړۍ د دغو کرښو تر لیکلو پورې لا تم شوې نه ده او شونې ده، چې د ټاپي په تړاو د دغو هېوادونو ترمنځ یو شمېر نور هوکړه‌لیکونه هم په راروانو غونډو کې بحث او بیا لاسلیک شي.

 

  1. څلورمه برخه: ټاپي پروژې ته ښه فرصتونه

دا چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هغه کوم فرصتونه شته دي، چې له یوې خوا د دغې پروژې بریالیتوب تضمین کړي او له بلې خوا دا پروژه په چټکۍ سره د بشپړېدو په لور بوځي، په لاندې برخو کې يې څېړو:

  • په هند او پاکستان کې د انرژۍ لوړه تقاضا او د انرژۍ امنیت (Energy Security):

په هند او پاکستان کې د انرژۍ لوړه تقاضا شته ده او دا تقاضا به په راتلونکو کلونو کې هم کال په کال د زیاتېدو په لور روانه وي؛ ځکه د هند او پاکستان لپاره د انرژۍ د تقاضا محرکونه (یا determinants) د دواړو پرمخ تلونکی اقتصاد، لوړه جي ډي پي وده یا د داخلي ناخالصو تولیداتو وده، نفوس یا په نفوس کې زیاتوالی او په ترانسپورتي نظام کې پراخوالی دی. د همدغو د انرژۍ د تقاضا محرکونو له کبله ده، چې په دغو دواړو هېوادونو کې د انرژۍ تقاضا نوره هم لوړوي. د بېلګې په توګه:

نفوس: هند دمګړی ۱.۳۱ ملیارده تنه نفوس لري (په نړۍ کې دویم ګڼ‌نفوسه هېواد دی) او ښايي په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، دا هېواد به په ۲۰۳۵ کال کې کابو ۱.۵۸۵ ملیارده تنه نفوس ولري. په بل اړخ کې پاکستان دمګړی ۱۸۸.۹ ملیونه تنه نفوس لري او ښايي په ۲۰۳۵ کال کې به يې د نفوس کچه ۲۶۲.۱۲۷ ملیونه تنو ته ورسېږي[29].

ښاریتوب: دغه راز د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په هند کې په ۱۹۶۰م کال کې ۱۸ سلنه خلک په ښارونو کې اوسېدل، چې اوس په ۲۰۱۵ کال کې دا کچه ۳۳ سلنه شوې او په ۲۰۵۰ کال کې به کابو۵۰ سلنه ته ورسېږي. بله‌خوا په پاکستان کې په ۱۹۶۰ کال کې د ټول نفوس ۲۲ سلنه خلک په ښارونو کې اوسېدل، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹ سلنه شوې او ښايي په ۲۰۵۰ کال کې به ۵۸ سلنه ته ورسېږي[30].

اقتصادي وده: هند د خپلې لوړې اقتصادي ودې ساتلو لپاره انرژۍ او ګازو ته اړتیا لري. هغه هم په داسې حال کې چې د نړۍ دغه ۱۷سلنه نفوس لرونکی هېواد د نړۍ ۰،۶ سلنه تېل، ۰.۴ سلنه ګاز او ۷ سلنه د ډبرو سکاره لري[31]. د هند اقتصادي وده، چې له ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې په اوسط ډول ۵.۷ سلنه وه، له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په اوسط ډول ۶.۸۹ سلنه پرمختګ وکړ[32] او د نړیوال بانک د اټکل له مخې به په ۲۰۱۶ کال کې ۷.۵۵ سلنه، په ۲۰۱۷ کال کې ۷.۶۸ سلنه او په ۲۰۱۸ کال کې ۷.۷۴ سلنه پرمختګ وکړي[33]. د دې ترڅنګ د هند د اقتصاد په تړاو به د نارېندرا مودي دا اقتصادي تګلاره، چې د “Make in India” (په هند کې جوړول) تر عنوان لاندې يې پيل کړې، هم د هند د انرژۍ او ګازو تقاضا زیاته کړي. په بل اړخ کې د پاکستان اقتصادي ودې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې په اوسط ډول ۵.۰۲ سلنه پرمختګ وکړ؛ خو له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې بیا مخ په ټيټېدو شوه او له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې يې په اوسط ډول ۳.۶۴ سلنه پرمختګ وکړ او د نړیوال بانک د اټکل له مخې شونې ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۴.۵ سلنه، په ۲۰۱۷ کال کې ۴.۸ سلنه او په ۲۰۱۸ کال کې ۵.۱ سلنه پرمختګ وکړي[34].

د ګازو د داخلي پيداوار او تقاضا ترمنځ واټن: په هند کې په ۲۰۱۳ کال کې د طبیعي ګاز پيداوار ۳.۳۸ ملیارد فوټ مکعب وو او ښايي په ۲۰۴۰ کال کې ۸.۷ ملیارد فوټ مکعب ته ورسېږي؛ خو بیا به هم په ۲۰۴۰ کال کې د ۷.۷۳ ملیارد فوټ مکعب له کمښت سره مخ وي او دا به یا د ایل پي جي ګازو له وارداتو سره پوره کوي او یا به د نل‌لیکو له لارې راغلو ګازو څخه. د (World Energy Outlook) د ۲۰۱۵ کال د راپور له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې هند د ګازو د کمښت پوره کولو لپاره تکیه د ایل این جي ګازو په واردولو کوي او په ۲۰۳۰ کال کې به له ۵۵ سلنه ایل پي جي ګاز او ۱۶ سلنه د نللیکو څخه ګاز وارد کړي[35]. په بل اړخ کې په پاکستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د ګازو پيداوار په ورځني ډول تقریباً ۴ ملیارد فوټ مکعب وو؛ خو د هېواد دننه تقاضا بیا تقریباً ۶ ملیارد فوټ مکعب وه. له همدې امله وه، چې په پاکستان کې په ورځني ډول د ګازو کمښت تر دوو ملیاردو فوټ مکعب پورې وه[36]. د آسیا پرمختیايي بانک د راپور له مخې، له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې به د پاکستان د ګازو تقاضا ۸.۲ ملیارد فوټ مکعب ته لوړه شي؛ خو د ګازو داخلي پيداوار به بیا ۱.۶۷۶ ملیارد فوټ مکعب ته راښکته شي. نو له همدې ځایه ده، چې پاکستان به له ۶.۵۳۶ ملیارد فوټ مکعب د ګازو له کمښت سره مخ شي او دا کمښت به دوی یا د ایل این جي ګازو له وارېدولو سره پوره کوي او یا به یې د ټاپي پروژې د ګازو پرمټ پوره کوي[37]. په پاکستان کې د ګازو ارزښت له دې ځایه هم معلومېدلای شي، چې په پاکستان کې د انرژۍ له انواعو څخه تر ټولو زیاته ګټه له ګازو (۴۸.۲ سلنه)، تېل (۳۲.۵ سلنه) او د اوبو برېښنا (۱۱ سلنه) څخه اخېستل کېږي[38].

د ټاپي ګاز نل‌ليکه به په کلني ډول دواړو پاکستان او هند ته ۱.۳۵۳ ملیارد فټ مکعب ګاز ورکړي.

  • د ترکمنستان ځانګړې پاملرنه: په ټاپي پروژه کې، یا په بله معنا له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د ګازو په غځېدونکې نل‌ليکه کې د ترکمنستان ځانګړې لېوالتیا او دغې پروژې ته پاملرنه هغه بل ښه فرصت دی، چې د ټاپي پروژې بریالیتوب ته لاره هواروي. دا چې ترکمنستان د ټاپي ګاز نل‌ليکې ته ولې دومره پاملرنه کوي، عوامل یې په لاندې ډول دي:

لومړی؛ روسیې له ترکمنستان څخه د ګازو واردول کم کړي: روسیې د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې پرېکړه وکړه، چې نور به له ترکمنستان څخه د ګازو واردات بند کړي. د روسیې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې کله په ۲۰۰۹ کال کې د ترکمنستان او روسیې ترمنځ د ګازو غځېدونکې نل‌ليکه وچاودېدله او دواړو هېوادونو یې پړه پر یو بل واچوله. دغې پېښې له ترکمنستان څخه د روسانو د ګازو واردات اغېزمن کړل. د شمېرو له مخې، روسیې په ۲۰۰۸ کال کې له ترکمنستان څخه ۴۰ ملیارد متر مکعب ګاز وارد کړ، چې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په اوسط او کلني ډول ۱۱ ملیارد متر مکعب شو. په ۲۰۱۵ کال کې يې له ترکمنستان څخه یوازې ۴ ملیارد متر مکعب ګاز وارد کړ او د همدغه کال په جولای کې د روسیې د ګېزپروم کمپنۍ د ترکمنستان د ترکمن‌ګاز کمپنۍ پرضد په یوه نړیواله محکمه کې دعوه هم وکړه[39].

دویم؛ د ترکمنستان د ګازو صادرات تر ډېره پر چین متکي دی: د ترکمنستان او روسیې ترمنځ د ګازو د سوداګرۍ له کمېدو وروسته، چین له ترکمنستان څخه د ګازو تر ټولو زیات واردوونکی هېواد شو. د یوې څېړنې له مخې چین له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ کال پورې تقریباً ۱۴۰ ملیارد متر مکعب ګاز وارد کړی او په وروستیو دریو کلونو کې له ترکمنستان څخه د چین د ګازو واردات کال په کال زیاتېږي: په ۲۰۱۴ کال کې چین له ترکمنستان څخه ۲۵.۹ ملیارد متر مکعب ګاز وارد کړ او د ۲۰۱۵ کال تر پایه یې ۳۰ ملیارد متر مکعب ګاز وارد کړ[40] او داسې اټکل هم کېږي، چې ترکمنستان به چین ته تر ۲۰۲۰ کال پورې ۶۰ ملیارد متر مکعب ګاز ولېږدوي. خو له چین سره د ترکمنستان د ګازو د سوداګرۍ یوه کمزورتیا دا ده، چې ترکمنستان په دغې سوداګرۍ کې تر ډېره ګټیالی نه دی؛ ځکه د ترکمنستان عاید له دې کبله هم کم شوی، چې د منځنۍ آسيا-چین نل‌ليکې او د ګلکېنېش ګازو حوزه په ودانولو او جوړولو کې د چین د پترولیمو د ملي شرکت (China’s National Petroleum Corporation) پور وړی یا قرضدار دی[41].
درېیم؛ د ترکمنستان اقتصاد د ګازو او انرژۍ پر صادراتو متکي دی:
په یوه اقتصادي نظام کې چې د انرژۍ سکتور، د داخلي ناخالصو عایداتو ۳۵ سلنه جوړوي، د صادراتو ۹۰ سلنه جوړوي او د مالي عاید ۸۰ سلنه سرچینه ګرځي، نو په داسې یو نظام کې په اوږده مهال کې د انرژۍ او په تېره بیا د ګازو عاید کمېدنه یو ګواښ دی[42]. له همدې امله ترکمنستان پر چین د خپلې اتکا د کمولو او د نوو مارکېټونو د موندلو هلې ځلې کوي. په دې تړاو یې دوه قدمونه اخیستي: لومړی؛ له اروپا او ترکیې سره د کسپین سمندرګي له لارې د ګازو نل‌ليکې (د بېلګې په توګه د تناب (Trans Anatolian Pipeline TANAP)، ټاپ (Trans Adriatic Pipeline TAP) او ټاک (Trans Caspian Pipeline TAC))؛ او دویم؛ له سوېلي آسيا سره د ټاپي له لارې نښلېدنه. که څه هم په لومړۍ برخه کې به روسیه او ایران د کسپین سمندرګي له لارې د ترکمنستان او اروپا او ترکمنستان-ترکیې ترمنځ د تلونکې نل‌ليکې سره د کسپین سمندرګي له کبله اختلاف وښيي، ځکه لا هم دغه سمندرګی د مختلفو هېوادونو ترمنځ په سمه توګه نه دی وېشل شوی[43].

  • ګټیالی-ګټیالی حالت (A win-win situation): د ټاپي ګاز نل‌ليکې په پروژه کې څلور واړه هېوادونه ګټیالي دي. په داسې حال کې چې اوس د ترکمنستان د ګازو صادرات تر ډېره پر چین متکي دي، د دغې پروژې د بريالي کېدو له کبله به د سوېلي آسيا په څېر پراخ مارکېټ ته لاسرسی ومومي. افغانستان به له پاکستان او هند څخه د ترانزیټي فیس په بڼه خپل عاید زیات کړي (هر کال تقریباً ۴۰۰ ملیون ډالره)، په هېواد کې به د ګازو کمښت پوره کړي (په لومړیو لسو کلونو کې ۵۰۰ ملیون متر مکعب، په دویمو لسو کلونو کې ۱ ملیارد متر مکعب او په درېیمو لسو کلونو کې ۱.۵ ملیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کوي) او ۱۴ زره مستقیم کاري فرصتونه پیدا کوي[44]. پاکستان پکې له یوې خوا د انرژۍ د بحران حلولو په موخه ګاز ترلاسه کوي او په بل اړخ کې له هند څخه هم د ترانزیټي فیس په توګه یو شمېر پیسې ترلاسه کوي. هند هم، چې اقتصاد یې انرژۍ ته ډېره اړتیا لري په ارزانه توګه ګاز ترلاسه کوي. له همدې ځایه ده، چې د ټولو غړو هېوادونو اړتیاوې او ټولو ته بیا د دغې نل‌ليکې ګټې د ټاپي پروژې د بریالیتوب لپاره هم یو ښه فرصت برابروي.
  • د ټاپي پروژې په اړه د افغان طالبانو نارسمي نرم دریځ: د ټاپي پروژې له بریالیتوب سره تړلی یو لامل دا هم دی، چې افغان طالبان د دغې پروژې په اړه نرم دریځ لري. د ټاپي پروژې د اجرایوي قرارداد د لاسلیک کولو پرمهال افغان طالبانو له دغې پروژې «مشروطه همکاري» اعلان کړه او تر دې هم مهم دا ده، چې د ترکمنستان په عشق‌آباد کې د ټاپي پروژې د اجرایوي قرارداد د لاسلیک کولو پرمهال د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزی هم ترکمنستان ته تللی و[45]. د عباس ستانکزي په سفر کې د خبرو اترو یوه موضوع د ټاپي پروژه هم وه. افغان طالبانو ترکمنستان ته د ټاپي پروژې د امنیت په تړاو ډاډ ورکړی او شاید په بدل کې یې یو څه ترلاسه کړي هم وي؛ خو دا چې څه یې ترلاسه کړي په تړاو یې تر اوسه معلومات نشته[46]. دا چې طالبان ولې له دې پروژې سره ډېره علاقه لري، څو عوامل لري:

لومړی؛ افغان طالبانو په دې وروستیو کې په خپله وېب‌پاڼه کې د خپلې واکمنۍ پرمهال د ټاپي پروژې لاسلیک کول له خپلو لاسته راوړنو بولي، له همدې امله به طالبان ونه غواړي، دا پروژه چې د دوی د واکمنۍ پرمهال یې ډبره اېښودل شوې وه، له ناکامۍ سره مخ شي.

دویم؛ دا پروژه یوه ملي پروژه ده او ولس ته یې ډېره اقتصادي ګټه رسېږي، له همدې کبله به يې طالبان هم ملاتړ وکړي؛ ځکه اصلاً په دې پروژه کې نه همکاري به یې پرضد ډېر غبرګونونه راوپاروي[47].

درېیم؛ طالبان له ترکمنستان سره ډېرې ښې اړیکې لري، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ترکمنستان د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ ناپېلی و او له ۲۰۰۱ کال وروسته هم ترکمنستان له افغان طالبانو سره ښې اړیکې لري. په دې تړاو ویل کېږي چې له وروستیو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو رسمي استازی په ترکمنستان کې هم شته دی[48].

څلورم؛ د ټاپي د امنیت د تضمین په تړاو به پر طالبانو تر څه حده د پاکستان فشار هم وي. که څه هم دا فشار به دومره هم نه وي، چې پاکستان دې د ټاپي پروژې په تړاو طالبان له ځانه خپه کړي؛ خو بیا هم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونې، چې د ټاپي پروژې د امنیت په تړاو به له طالبانو سره خبرې کوي[49] د ټاپي پروژې په تړاو د پاکستان پر اندېښنو یو څه رڼا اچوي.

  • لږ چاپېریالي تاوانونه؛ ګاز د انرژۍ د نورو ډولونو لکه تېلو او ډبرو سکرو په پرتله ډېر لږ چاپېریالي تاوانونه لري او د ګازو نل‌ليکې تېرېدنه او له ګازو څخه ګټه اخیستنه؛ هغه هم په دا ډول هېوادونو کې چې په نړیواله کچه په چاپېریالي ډګر کې تر ټولو زیات ککړ دي[50].

 

  1. پنځمه برخه: د ټاپي پروژې پر وړاندې ننګونې
    • د حکومت حاکمیت او د هېواد امنیتي وضعیت

د ټاپي ګاز نل‌ليکې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ او ننګونه د هېواد امنیتي وضعیت او د افغان حکومت د حاکمیت خبره ده. له بده مرغه په هېواد کې له ۲۰۰۳-۲۰۰۴ کال راهیسې امنیتي وضعیت کال په کال د خرابېدو په لور روان دی. که څه هم له ۲۰۱۱ کال وروسته د بهرنیانو د ځانګړې تګلارې له مخې د دوی تلفات کم شول؛ خو په افغانستان کې د روانې جګړې دله سیمه‌ییز اړخ سره سره هم روانه جګړه بین‌الافغاني شوه او تلفات او قربانیان یې هم تر ټولو زیات افغانان دي[51]. د روانې ناامنۍ او جګړې له کبله ده، چې په هېواد کې د حکومت د نفوذ سیمه کمېږي. په افغانستان کې د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) له مخې د ۲۰۱۶ کال تر جون میاشتې د افغان حکومت تر کنترول یا نفوذ لاندې سیمه کابو ۶۵.۶ سلنه وه، چې د کال له پيل څخه پنځه سلنه کمه شوې وه[52].

په وروستیو کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت: په افغانستان کې عمومي امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی. د بېلګې په ډول د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د امنیت شورا د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۲۶۳۴ امنیتي پېښې شوې وې، چې دا بیا له ۲۰۰۱ کال وروسته یوازې له ۲۰۱۱ کال پرته په یوه کال کې تر ټولو زیاتې امنيتي پېښې دي. له دغو امنیت اړونده پېښو څخه تقریباً ۴۹ سلنه په هلمند، کندهار، غزني، کونړ او ننګرهار کې شوې[53]. دغه راز د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه د اګست تر ۱۵مې نېټې په افغانستان کې تقریباً ۱۶۱۳۲ امنیت اړونده پېښې شوې وې، چې د دغو امنیت اړوندو پېښو څخه ۶۱.۳ سلنه يې وسله‌والې جګړې او ۱۷.۹۶ سلنه يې چاودنې جوړوي[54].

تلفات: د یوناما د څېړنو او موندنو له مخې، په ۱۳۹۴ لمريز یا په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کال کې د ملکیانو تلفات هم له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو زیات وو او دا کال تر ټولو خونړی و. په ۲۰۰۹ کال کې ۵۹۶۸ تنه ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په ۲۰۱۵ کال کې بیا دغه کچه ۱۱۰۰۲ تنو ته ورسېدله[55]. د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې بیا تقریباً ۸۳۹۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې دا بیا د ۲۰۱۵ کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي[56].

د دې ترڅنګ که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه کومه کره څېړنه یا شمېرې نشته؛ خو بیا هم وخت ناوخت د ناټو د نوي ماموریت چارواکي او د افغانستان د دفاع وزارت پرې څرګندونې کوي. د همدغو څرګندونو له مخې جوتېږي، چې د روانې جګړې له کبله د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم زیات شوي. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۵ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۵۰۰۰ وژل شوي او ۱۵۰۰۰ ټپيان وو. په ۲۰۱۶ کال کې دغه تلفات ۲۰ سلنه زیات شوي او یوازې په جولای کې د افغان امنیتي ځواکونو تقریباً ۹۰۰ تنه وژل شوي دي[57]. د سیګار د ۲۰۱۶ کال د درېیمې ربعې د راپور له مخې د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه د اګست تر ۱۹مې پورې د افغان امنیتي ځواکونو تقریباً ۵۵۲۳ تنه ووژل شول او شاوخوا ۹۶۶۵ تنه ټپيان شول، چې په مجموعي توګه ۱۵۱۸۸ تنه مرګ ژوبله جوړوي[58].

د طالبانو ګواښ؛ په امنیتي ډګر کې د طالبانو ګواښ او د دوی جګړې د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل دی. طالبان د ۲۰۰۱ کال په پرتله تر ټولو زیات ځواکمن او د هېواد ډېره خاوره يې تر ولکې لاندې ده. په ۲۰۱۵ کال کې طالبانو ۲۴ ولسوالۍ ونیولې، چې له دې جملې ځینې یو شمېر د هغو ولایتونو ولسوالۍ (هلمند او کندهار) هم وې، چې د ټاپي پروژې په مسیر کې واقع دي. دا د ۲۰۱۴ کال په پرتله ډېرې زیاتې دي، په ۲۰۱۴ کال کې طالبانو یوازې ۳ ولسوالۍ نیولې وې او هغه یې هم بیا لنډه موده تر ولکې لاندې وې[59]. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د طالبانو د پسرلي او ژمي په عملیاتو کې توپير رانغی، بلکې دغه عملیات یو شان روان وو. دغه راز په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د طالبانو د جګړې تاکتیک هم بدلون وموند او اوس یې له لرې پرتو سیمو سره د ښارونو نیولو ته هم تابیا کړې او هم یې په خپله ولکه کې د سیمو ټینګولو هڅه کړې. طالبانو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې  په دوو کلونو کې دننه د کندز ښار دوه ځله سقوط کړ او جګړه یې د لغمان، هلمند، فراه او نیمروز د ولایتونو تر دروازو راورسوله. په دغو کې هلمند، فراه او نیمروز د ټاپي پروژې په لاره کې پراته دي او په روان کال کې تقریباً ۱۰۰ امریکايي ځواکونه هلمند ته په همدې موخه ولاړل، چې د هلمند مرکز د طالبانو له‌خوا سقوط نه شي. دغه راز افغان طالبانو نیول شوې ولسوالۍ د ۲۰۱۴ کال په پرتله تر ډېره وخته پورې له ځان سره وساتلې (له اوونۍ څخه تر میاشتو پورې).

د دې ترڅنګ د هېواد نژدې دريمه برخه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده. د افغانستان د بیا رغونې په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي ادارې (سیګار) د راپور له مخې، تقریباً د هېواد ۶۳.۴ سلنه خاوره د افغان حکومت تر کنترول یا نفوذ لاندې ده، چې د ۲۰۱۶ کال په پیل کې ۷۰ سلنه وه[60].

د لانګ وار ژورنال د څېړنې له مخې، د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۸۰ ولسوالۍ یا د طالبانو تر واک لاندې دي او یا هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ورباندې جګړې روانې دي[61]. خو په بل اړخ کې د سیګار د ۲۰۱۶ کال د درېیمې ربعې راپور بیا دغه حالت نور هم ترېینګلی ښيي. د دغه راپور له مخې د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۲۵۸ ولسوالۍ یا د حکومت تر کنټرول (۸۸) لاندې وې او یا یې (۱۷۰) تر نفوذ لاندې وې. په بل اړخ کې طالبانو بیا په ۱۶ ولایتونو کې ۳۳ ولسوالۍ تر خپل کنټرول (۸) یا نفوذ (۲۵) لاندې درلودې. پر پاتې ۱۱۶ ولسوالیو بیا د حکومت او طالبانو شخړې او جګړې روانې وې[62].

که د لانګ وار ژورنال دا ۸۰ ولسوالۍ وګورو، نو څرګندیږي چې له دغو څخه ۲۰ یې د ټاپي پروژې په مسیر کې واقع دي (یعنې هرات، فراه، هلمند، نیمروز او کندهار) او په تېره بیا په تېر کال کې طالبانو له دغو څخه ۱۲ بیا یو ځل له سقوط سره هم مخ کړې وې[63].

د نورو وسله‌والو او جنګ‌سالارانو ګواښ؛ د افغانستان د دفاع وزارت په اند، په افغانستان کې له طالبانو پرته نورې ۱۲ وسله والې ډلې هم شته دي، چې مشهورې يې داعش، القاعده، د شرقي ترکستان ډله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصار الله ډله، لشکر جنګوي، لشکر طیبه او نورې دي[64]. د افغان حکومت په اند په هېواد کې د وسله‌والو جنګیالیو ۷۵ سلنه بهرنیان جوړوي[65]، د کندز په لومړي سقوط کې له ۱۳۰۰ زیاتو بهرنیو جنګیالیو برخه اخیستې وه[66] او په هلمند کې د روانې خونړۍ جګړې تر شا هم بهرني جنیګالي دي[67]. خو په بل اړخ کې د امریکايي جنرالانو په اند، دغه شمېره کمه ده. د دوی په اند په افغانستان کې اوسمهال د القاعدې غړي له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنو پورې دي، د دې ترڅنګ د ازبکستان اسلامي غورځنګ (او له دوی څخه بېله شوې جماعت انصارالله)، لشکر طیبه، لشکر جهنګوي، حرکت الجهاد اسلامي، پاکستاني طالبان او داعش خپل نفوذ او جنګیالي لري. د امریکايي جنرالانو د څرګندونو له مخې، د داعش شمېره به له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ تنو پورې وي؛ خو په بل اړخ کې امریکايي ديپلوماتان بیا دغه شمېره د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ ترمنځ ګڼي[68].

دغه راز له هرات څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې یو شمېر نورې وسله‌والې ډلې او جنګ‌سالارن هم د خپلو ګټو لپاره د دغې پروژې په لاره کې خنډ واقع کېدلای شي.

ټاپي ته ورپېښ کوم يو امنيتي ګواښ جدي دی؟

که څه هم د ټاپي پروژې پر وړاندې د افغان طالبانو نرم دریځ او له ترکمنستان سره یې په دې رابطه له همغږۍ څرګنده ده، چې دوی به هومره د ټاپي پروژې په لاره کې خنډ یا ګواښ واقع نه شي، لکه څومره چې يې اټکل کېږي. له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې د خوندیتوب تفاهم د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور کړی؛ خو په دې کې د طالبانو نورې ډلې نه راځي، په تېره بیا د ملا رسول ډله. اصلاً د ملا اختر محمد منصور ځای‌ناستې ډله (د ملا هبة الله ډله) او د ولسي جرګې ځینې غړي د ملا رسول د ډلې تر شا د ایران لاسونه ګڼي؛ ځکه د دوی په اند دا نوې ډله د هرات، فراه او په یو شمېر هغو سیمو کې رامنځته شوې، چې د ټاپي نل‌ليکې مسیر دی او له همدې کبله دوی د ټاپي پروژې د ورانولو لپاره جوړه شوې ډله ګڼي[69]؛ خو له دغه تور پرته لیکوال د ملا رسول ډلې له‌خوا داسې کوم بیان او څرګندونې نه دي اورېدلي، چې د ټاپي پروژې پرضد وي او ځکه نو له کره ثبوتونو پرته دا نظر تر اوسه یو دسیسه‌يي نظر بولي. دا چې افغان طالبان به څومره بریالی شي، چې په خپلې کړې ژمنې او تفاهم ودرېږي، وخت به يې ځواب کړي؛ خو یوه خبره څرګنده ده، چې طالبانو له دغې پروژې څخه «مشروط» ملاتړ اعلان کړی او کله چې د دوی هغه مشروط ملاتړ تر پوښتنې لاندې راشي، نو دوی به هم ټاپي پروژې ته ګواښ شي. نورې وسله والې ډلې به، چې یو شمېر هېوادونه یې پرمټ خپلې موخې تعقیبوي، هم دغې پروژې ته لوی ګواښ جوړ کړي.

په بل اړخ کې د افغان حکومت له‌خوا د نظم، قانون او په ټوله خاوره د حاکمیت ټینګښت هغه څه دي، چې امنیتي ستونزه تر ډېره حل کولای شي. خو دا بیا مستقیماً له طالبانو سره د سولې پر خبرو اترو متکي ده. له دې وراخوا، افغان حکومت چې د ټاپي پروژې د امنیت خوندي کولو لپاره د ځانګړو ځواکونو خبره کړې وه، هغه طرحه یې که څه هم جوړه کړې؛ خو د ۴۹۷۷ تنو تشکیل یې لا منل شوی نه دی او نه یې هم د دغو ځانګړو ځواکونو بودیجه تصویب شوې ده[70]. د ځانګړو ځواکونو د لګښتونو په اړه د کانونو او پترولیم وزارت د ویاند په اند، د دغو ځانګړو ځواکونو لګښتونه به د ټاپي لمټډ کمپنۍ ورکوي[71]. خو د ځانګړو ځواکونو د جوړېدا او د تشکیل نه منل کېدو یو لامل دا هم دی، چې تر اوسه «امنیتي سروې» نه ده شوې؛ خو د دغو کرښو تر لیکلو پورې یې پلاوی، چې د کورنيو چارو، مالیې، ټولګټو او کانونو وزارتونو او ملي امنیت څخه جوړ دی، جوړ شوی؛ خو لا تر اوسه د ارزونې او څېړنې لپاره سيمې ته نه دی تللی[72].

  • د مالي ملاتړ او پانګونې ننګونه

د ټاپي پروژې پر وړاندې بله  ننګونه د مالي ملاتړ او پانګونې ده. که څه هم د ترکمنستان “ترکمن ګاز” د ټاپي لمټډ کمپنۍ کنسرسیوم رهبري کوي او ترکمنستان به د شوې هوکړې له مخې په دغه پروژه کې تر ۸۵ سلنه پانګونې مسؤولیت ولري. د افغانستان، هند او پاکستان مسؤولیت به په ټاپي پروژه کې د پانګونې په ترتیب ۵ سلنه وي.

خو تر کومه ځایه چې د ننګونې خبره ده، هغه د ترکمنستان پر هغې وړتیا شک دی، چې آیا دوی به ۸۵ سلنه پیسې پرې کړای شي؟ د ترکمنستان په شان یو هېواد به، چې د داخلي تولیداتو ټولیز ارزښت یې ۴۵ملیارده امریکايي ډالره وي، څرنگه په دغه پروژه کې تر ۱۰ ملیاردو ډالرو پورې پانگونه وکړي؟[73] او څرنګه به وکولای شي، چې د ګازو د راایستلو او برابرولو لپاره هم تر ۱۵ ملیارده ډالرو پورې پانګونه وکړي؟ دا هم لا معلومه نه ده، چې له ترکمن‌ګاز سره به بله کومه کمپنۍ په دغه پروژه کې پانگونه وکړي او کنه؟ البته له دې وړاندې د چیفرون (په دغه کمپنۍ کې د یونیکال کمپنۍ په ۲۰۰۵ کال کې مدغمه شوه)، ایگزون او ټوټال نومونه اخېستل کېدل؛ خو د ترکمنستان حکومت د مخالفتونو له کبله یې نومونه له دغې پروژې لرې شول[74].

د ټاپي لمټډ کمپنۍ دغه ننګونه د لاندې ګامونو له اخېستلو سره کمول غواړي:

لومړی؛ د ټاپي لمټډ کمپنۍ او ترکمن ګاز د ۲۰۱۶ په نوامبر میاشت کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او ښارونو کې د پانګونې د راجلبولو په موخه نمایشي نندارې «Road Shows» کوي[75] او که بیا هم کوم لوی پانګوال ونه موندل شو، نو دغه پروژه به بیا په وړو وړو برخو وېشل کېږي، ترڅو هر څوک وکړای شي، چې په دغه نل‌ليکه کې په اسانه توګه پانګونه وکړي.

دویم؛ له یو شمېر نړیوالو بانکونو څخه پورونه ترلاسه کول. په دې تړاو د ټاپي لمټډ کمپنۍ د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې د آسيا پرمختیايي بانک څخه د نل‌ليکې د څېړنو په موخه ۲۰۰ میلیون ډالره پورونه ترلاسه کړل[76] او وروسته یې (د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې) بیا د ټاپي نل‌ليکې جوړولو او د یو شمېر موادو خرېدارۍ لپاره له اسلامي پرمختیايي بانک څخه د ۱۵ کلونو لپاره ۷۰۰ میلیون ډالره پورونه ترلاسه کړل[77].

درېیم؛ غړي هېوادونه به پکې پانګونه کوي. د هوکړې له مخې افغانستان، هند او پاکستان به په دغه نل‌ليکه کې د ۱۰ ملیارد ډالرو څخه ۵-۵ سلنه پانګونه کوي. د ترکمنستان حکومت برخه پکې ۸۵ سلنه ده. له همدې ځایه ده، چې عشق‌آباد به هم پخپله په دغه پروژه کې پانګونه کوي او د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۴مه نېټه یې ولسمشر پر یوه فرمان لاسلیک وکړ، چې له مخې یې د ترکمنستان حکومت له ۴۵میلیون ډالرو څخه زیاتې پيسې د ټاپي ګاز نل‌ليکې د جوړولو لپاره بېلې کړې[78].

تر کومه ځایه چې د هند، پاکستان او افغانستان د ۵ سلنو پانګونو خبره ده؛ دوی ته به هېڅ‌مهال هم ستونزه جوړه نه کړي. ځکه د پاکستان او هند اقتصاد دومره پياوړی دی، چې تر ۵ سلنه پورې پانګونه وکړای شي. په بل اړخ کې د افغانستان له ۵ سلنې څخه ۳ سلنه د آسيا پرمختیايي بانک ورکوي او پاتې ۲ سلنه به افغان حکومت په خپله پرې کوي. د افغانستان د کانونو وزارت د ویاند له قوله، افغانستان هېڅ مالي ستونزه نه لري او په ټاکل شوي وخت کې به ټاکل شوې پانګونه وکړي[79].

همدا راز د ډېرو په ذهنونو کې دا پوښتنه هم پيدا کېږي، چې آیا د ترکمنستان حکومت به په دې وتوانېږي، چې د سیمې د دغې سترې پروژې ټول لگښتونه بې له کوم ځنډه په مسلسله توگه په خپله غاړه واخلي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې راتلونکی به یې ځواب کړي.

  • د وخت ننګونه

دا تر ډېره ناممکنه ده، چې ترکمنستان دې د ټاکلي وخت دننه دغه پروژه بشپړه کړي. ځکه دغه هېواد د ختیځ-لویدیځ نل‌ليکه چې د ترکمنستان یوه داخلي پروژه وه او د ټاپي د اوږدوالي په نیمايي یې اوږدوالی درلود تقریباً د اوو کلونو دننه بشپړه شوه؛ خو ټاپي پروژه چې څلور هېوادونه به سره نښلوي او همدا راز د افغانستان او پاکستان په څېر له ناامنو سیمو څخه به تېرېږي، له دغه ټاکل شوي وخت څخه ډېر وخت واخلي. د دې ترڅنگ د وخت له تېرېدو سره به د ټاپي پروژې لگښتونه هم په طبیعي ډول زیات شي، چې دا هم کېدای شي په راتلونکي کې یو بل خنډ واقع کړي. د دې ترڅنګ د هېواد دننه هم د ټاپي مسیر د معلومولو مطالعې، بیا مېشته کېدل، د ټاپي پروژې امنیت ساتنه او ورڅخه مالي ملاتړ تر اوسه نه دی شوی، چې دا هم شاید د ټاپي پروژې د وخت ختمېدو په لاره کې بله ننګونه شي.

  • د سیمې جیو-پوليټيک وضعیت

د سیمې جیو-پوليټيک وضعیت هغه لامل و، چې په تېرو وختونو کې یې پر ټاپي پروژې اغېزې وښندلې او اوسمهال چې د سیمې جیو- پوليټيک وضعیت د بدلېدو په لور روان دی، اوس هم دا یوه ننګونه ګڼل کېدای شي، چې د ګازو دا نل‌ليکه به ورسره مخ وي. له اتومي بندیزونو وتلی ایران، د کابل-اسلام‌آباد خرابې اړیکې، د اسلام‌آباد-ډهلي جګړې ته نږدې روابط، له ټاپي څخه د امریکا د ځانګړي ملاتړ له کبله په سیمه کې احتمالي پارېدونکي غبرګونونه به هغه څه وي، چې دغه پروژه به ورسره مخ شي.

له اتومي بندیزونو وتلی ایران: ایران له پيله د ټاپي پروژې پر وړاندې یوه ننګونه وه او اوس هم یوه ننګونه ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې کله ایران او لوېدېځ، د ایران د اتومي پروګرام پر سر هوکړې ته ورسېدل، نو ترکمنستان د دغې اندېښنې له کبله چې ایراني ګاز به د سوېلي آسيا مارکېټ ته ورسېږي پر ټاپي پروژې کار ګړندی کړ[80]. په ایراني رسنیو کې ټاپي نل‌ليکه د آی پي آی (ایران-پاکستان-هند) ګاز نل‌ليکې د رقیب په توګه یادېږي. دغه راز د هند د ګازو او انرژۍ تقاضا او له پاکستان سره یې زړې دښمنۍ ته په کتلو سره دا هم ممکنه ده، چې نوې ډهلی په یوه احتمال کې د ایران او سمندر له لارې له ترکمنستان، په خپله له ایران او یا له عمان څخه ګاز وارد کړي. په دې تړاو د هند-ایران د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې اترې شوې؛ خو لا په دې اړه کومه امکاني یا (Feasibility) مطالعه نه ده شوې.

له ټاپي څخه د امریکا ملاتړ: امریکایان له سړې جګړې راهیسې په منځنۍ آسيا او افغانستان کې ډېره لېوالتیا اخلي؛ واشنګټن د همدې نل‌ليکې په تړاو ان د طالبانو د دورې پرمهال لابي کوله او له ۲۰۰۱ کال وروسته یې هم د ټاپي نل‌ليکې پروژې په تړاو لوړ پوړو چارواکو څرګندونې کړې دي. د بېلګې په توګه ریچارډ باوچر، چې د سوېلي او منځنۍ آسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و، د ۲۰۰۷ کال په سپټمبر میاشت کې وویل: «زموږ یوه موخه دا هم ده، چې افغانستان باثباته شي، ترڅو د سوېلي او منځنۍ آسيا ترمنځ مرکز شي او سوېلي آسيا ته د انرژۍ انتقال روان شي… او د منځنۍ آسيا هېوادونو نور د دوو ځواکونو—چین او روسیې– ترمنځ پاتې نه شي، بلکې دوی د سوېلي، شمال، ختیځ او لوېدېځ سره هم روابط پیدا کړي»[81]. دغه راز وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن په خپله یوه وینا کې د ورېښمو د نوې لارې هڅې اصطلاح وکاروله، چې له مخې به یې د منځنۍ آسيا او سوېلي آسيا ترمنځ د ورېښمو نوې لاره تېرېږي. ټاپي، کاسا-زر، ټوټاپ، آپټا او یو شمېر نورې پروژې د دغې امریکايي تګلارې سره همغږي وګڼل شول. له همدې ځایه ده، چې امریکا له دغو پروژو څخه پراخ هرکلی کوي. ځکه دا به له یوې خوا د هغه افغانستان داخلي عاید زیات کړي، چې پر امریکايي مرستو متکي دی، او له بلې خوا به منځنۍ آسيا له سوېلي آسيا سره ونښلوي، پر روسیې او چین باندې به یې انحصار راکم کړي.

د چین سیمه‌ییزه نقشه؛ په بل اړخ کې په چین کې د شي جینپینګ له ولسمشر کېدو سره، چین په تېره بیا زموږ د سیمې لپاره یوه ځانګړې نقشه جوړه کړې، چې یو کمربند، یو سړک او چین-پاکستان اقتصادي حوزه یې بېلګې دي. که څه هم بیجینګ په سیمه کې د واشنګټن حضور او هڅې تر پام لاندې نیولې؛ خو بیا هم د یوې چینايۍ کمپنۍ له‌خوا د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د قرارداد ترلاسه کول یو ښه شګون دی او له مخې یې اټکل کېدای شي، چې چین به له ټاپي څخه د امریکا ځانګړې پاملرنې له کبله ونه پارېږي، بلکې دواړه امریکا او چین به هڅه وکړي، چې یو کمربند، یو سړک او د امریکا د ورېښمو نوې لاره له یو بل سره همغږې شي، نه په ټکر کې. کابل به، چې له تېرو څو کلونو راهیسې اقتصادي نښلون د خپل بهرني سیاست مهمه برخه ګرځولې، هم وغواړي چې د چین او امریکا دغه دوې پروژې له یو بل سره همغږې شي او داسې به د کابل هغه آرمان چې د سیمې تجارتي، اقتصادي او ترانزيټي مرکز جوړېدل غواړي، تر څه حده بشپړ شي.

د روسیې پاملرنه او ګواښ؛ که څه هم د ټاپي او آی پي آی ګازو نل‌ليکې په مقابله کې روسیې له ایران څخه د نل‌ليکې ملاتړ کاوه؛ خو بیا هم مسکو په وروستیو کلونو کې د ټاپي نل‌ليکې له لارې هند ته د ګازو په لېږدولو کې لېوالتیا وښودله، چې دا بیا وروسته د ګازو پر سر د ماسکو-عشق‌آباد د خرابېدونکو اړیکو قرباني شوه. اوسمهال چې روسیې له ناټو او امریکا سره په افغانستان کې همکاري پرې اېښې او داسې اټکل هم کېږي، چې په منځني ختيځ او ختیزه اروپا کې د ناټو، امریکا-روسیې اړیکې به په افغانستان کې د دغو ترمنځ پر روابطو هم اغېزې وښندي، نو په داسې حال کې روسیه هم تر څه حده دغې پروژې ته یوه ننګونه کېدای شي.

د هند-پاکستان اړیکې؛ د هند او پاکستان وروستۍ اړیکې، په هند کې د پاکستان پرضد پارېدلې کرکه او ورسره د هر ډول اړیکو پرې کولو غوښتنې بل هغه څه دی، چې د ټاپي پروژه به له ننګونو سره مخ کړي. خو له ښه مرغه، هند د ټاپي نل‌ليکې جوړونې یوازې ۵ سلنه لګښتونه ورکوي، چې د نوې ډهلې پراګماتیک او ریشنلیست چارواکي دې ته وهڅوي، چې د خپل زاړه دښمن له لارې راغځېدلې دغې نل‌ليکې کې ګډ شي. ځکه د هند د پانګونې په پرتله به يې دغه هېواد ته ګټې زیاتې وي.

  • تخنیکي ننګونې

په افغانستان کې د ټاپي پروژې پر وړاندې یو شمېر تخنیکي ستونزې هم شته دي، چې تر اوسه پرې لا افغان حکومت کومې پرېکړې ته نه دی رسېدلی او یا یې په اړه کوم ګام نه دی پورته شوی. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۵ کال په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي به په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امکاني څېړنې  او مسیر ټاکلو په اړه مطالعې وشي؛ خو تر اوسه پورې لا دغه مطالعه نه ده شوې. البته د ۲۰۱۶ کال اپرېل میاشت کې د آسيا پرمختیايي بانک د دغې او یو شمېر نورو مطالعاتو لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو له پور ورکولو سره عملي ګام واخیست.

د بیا مېشته کېدو ننګونه یا Resettlement؛ بله ننګونه چې په هېواد کې د ټاپي پروژه ورسره مخ ده، هغه د ټاپي د مسیر پر لاره د پرتو ځمکو او کورونو راتلونکی دی. د ټاپي پروژې لپاره د ځمکو اخیستنه اړینه ده. له همدې کبله به وروسته د بیا مېشته کېدو خبره هم راپورته کېږي.

ډي ماینینګ demining؛ د آسيا پرمختیايي بانک د ۲۰۰۵ او وروسته د ۲۰۰۸ کال له مطالعاتو وروسته، د افغانستان هغه سیمې چې د ټاپي نل‌ليکه به ترې تېرېده د ماینونو له گواښ څخه ډکې وبللې[82]. په دې تړاو افغان لوري لومړی په ۲۰۰۸ کال کې ژمنه وکړه، چې د دوو کلونو دننه به دغه سیمې له ماینونو څخه پاکوي[83]. وروسته بیا د شهراني او داوود شاه صبا د کانونو او پطرولیم وزارتونو پرمهال هم په دې اړه ژمنې وشوې؛ خو لا تر اوسه د ټاپي نل‌ليکې مسیر د ماینونو له ګواښ څخه نه دی پاک شوی.

د ټاپي ځانګړي ځواکونه؛ د وحید الله شهراني، چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم پخوانی وزیر دی، د وزارت پرمهال د ټاپي پروژې د ساختماني کارونو د امنیت ساتنې لپاره د ځانګړو ځواکونو د رامنځته کېدو طرحه وړاندې شوه. هغه مهال د وحیدالله شهراني په وینا د کورنیو چارو وزارت د دې ځواک په اړه له مخکې نه څېړنه کړې ده او له مخې یې له ۹ زرو څخه تر ۱۲ زرو ترمنځ ځواک ته اړتیا شته[84]. خو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د ټاپي اجرایوي قرارداد لاسلیک کولو پرمهال د ۷ زرو ځانګړو ځواکونو خبر ورکړ.

 

وروستۍ خبره

د ټاپي ګازو نل‌ليکې په لاره کې تر ټولو لویې ننګونې د امنیت او مالي ملاتړ او پانګونې ننګونه ده؛ خو که د سیمې او افغانستان امنیت خوندي وي، نو تر ډېره شونې ده، چې د مالي ملاتړ او پانګونې ننګونې هم تر ډېره راکمې شي.

په بل اړخ کې تر کومه ځایه چې د ټاپي پروژې پر وړاندې په هېواد کې امنیتي ننګونه ده، له حده زیاته ګواښوونکې ښودل کېږي. زموږ مثبته هیله‌مندي له دې امله ده، چې څومره افغان طالبان د دغې پروژې پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي؛ دغه ګواښ هومره نه دی. ځکه طالبان په دې اړه له وخته له ترکمنستان سره تفاهم لري او دغه راز دوی له دغې پروژې سره یو ځانګړی تړاو هم لري، چې له امله به یې دوی ونه غواړي دغه پروژه له کوم ګواښ سره مواجه کړي. خو بیا هم د ټاپي پروژې په تړاو د طالبانو نرم دریځ د ټاپي پروژې د تضمین په معنا نه دی او د طالبانو ځینې غړي/ډلې یا په خپله د طالبانو ځینې زورور قومندانان کولای شي، چې په یوه غبرګونیز اقدام کې دغې پروژې ته تاوان ورسوي.

د ټاپي پروژې پر وړاندې د طالبانو د نرم دریځ وراخوا، ځينې نورې وسله‌والې ډلې (له طالبانو پرته) په تېره بیا بهرني جنګیالي د دغې پروژې پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېدای شي، هغه هم په داسې حال کې چې په عراق کې د داعش ډلې ټغر په تدریجي توګه راټولېږي او شاید دوی په دویم قدم کې په افغانستان کې د ځان لپاره ځای مناسب وګوري. د غور ولايت وروستۍ پېښه او له سوېلي ولایتونو څخه د عبدالرووف خادم تر مشرۍ لاندې د داعش د پيلېدو هڅې دغه ګواښ نور هم جدي ښيي.

له همدې ځایه ده، چې د ټاپي د ګازو نل‌ليکه د افغان حکومت د سولې او امنیت تګلارې او د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو سره نښلول شوې ده.

د مرکه شوو لېست:

محسن امین، د انرژۍ د بین‌الوزارتي کمیسیون غړی؛

برهان عثمان، د افغانستان د امنیتي چارو څېړونکی؛

نظر محمد مطمئن، د طالبانو اړوندو قضيو شنونکی؛

د طالبانو له یوه چارواکي سره مرکه؛

محمد اکبر بارکزی، د افغانستان د کانونو او پترولیم پخوانی وزیر؛

محی الدین نوري، د کانونو او پترولیم وزارت ویاند؛

دکتور لوکا انوشچي، د ترکمنستان د انرژۍ وتلی متخصص؛

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت یو چارواکی؛

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د محافظت عامه معينيت يو چارواکی؛

د کانونو او پترولیم وزارت یو چارواکی.

پای

[1]  احمد بلال خلیل، په کابل کې د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی دی. د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست، له ګاونډیانو سره اړیکې او سیمه‌ییزو جیو-اقتصادي او جیو-پولیټيکو بدلونونو کې لېوالتیا لري. د ښاغلي خليل وروستی څېړنيز اثر «افغانستان او چين؛ دوه‌اړخيزې اړيکې» تر نامه لاندې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له‌خوا خپور شوی دی.

[2] تفصیلات یې وړاندې راځي

[3] P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International Congress Sydney, Australia in 2007; M O Lawal, Historical Development of the Pipeline as a mode of Transportation,

[4] P Hopkins, Pipelines: Past, Present, and Future, Paper Presented in the 5th Asian Pacific IIW International Congress Sydney, Australia in 2007

[5] د بېلګې په ډول یوه څېړنیزه مقاله په اوسپنیز نل کې د تیلو انتقال د ۱۸۵۹ کال ګڼي، پر دغه کال کرنل ایډوین ډرېک په «ټېټوسویلی» کې، چې په پېنسیلوانیا ایالت کې ده، د تیلو کوهي کیندلي وو او له هغه ځایه یې یو اوسپنیز نل هم ایستی و (وګورئ www.pipeline101.com/the-history-of-pipelines)؛ همدا راز «ایم او لاوال» په خپله څېړنیزه مقاله کې کاږي، چې د تېلو لومړنی مدرن اوسپنیز نل په ۱۸۶۵ کال کې په پېسیلوانیا (امریکا) کې د «ایس ایف کارنز» له‌خوا جوړ شوی و (وګورئ M O Lawal, Historical Development of the Pipeline as a mode of Transportation)

 

[6] www.afghanchamber.com/about/Mining.html

[7] تېر ماخذ

[8] Ahmad Rashid, Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia, Yale University Press, 2001

[9] د ۱۹۹۶ کال په فبرورۍ کې د برېډاس کمپنۍ مشر، د ترکمنستان ولسمشر او د پاکستان لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو ته وویل، چې دی د افغانستان له ټولو ښکېلو خواوو سره یوه تفاهم ته رسېدلی او د لارې ستونزه یې نوره حل کړې ده. همدا راز په ۱۹۹۷ کال کې د برېډاس کمپنۍ مشر افغانستان ته سفر وکړ او له ملا محمد رباني او د معادنو له وزیر احمد جان سره یې ولیدل. په همدې کال د طالبانو یو هئیت هم ارجنتاین ته ولاړ. وګورئ وحید مژده، افغانستان و پنج سال سلطه طالبان، تهران: نشر نی، ۱۳۸۲، مخ ۱۵۲

[10] Ahmad Rashid, Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia, Yale University Press, 2001, page-151

[11] Abdul Salam Zaeef, My life with the Taliban. (A. S. Kuehn, Ed.) New York: Columbia University Press, 2010 Pp:96

[12] د بېلګې په ډول عبدالحفیظ منصور په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې لیکي: “از زمانی که گروه طالبان (23 میزان 1373) از سپین بولدک ولایت قندهار سربر آوردند. پاکستان مسألۀ تجارت میان آسیای مرکزی و پاکستان را مطرح می‌کرد و امریکا به مسألۀ نفت و گاز حوزۀ خزر علاقه نشان می‌داد که از سرزمین افغانستان پایپ‌لاین آن عبور می‌نمود. «لذا را فایل» هر باری که به کابل سفر می‌کرد، با استاد ربانی در بارۀ این پایپ‌لاین حرف می‌زد شرکت یونیکال با شرکت ارژنتاینی “بریداس” روی این مسأله باهم رقابت داشتند. بعدتر اشخاصی مانند عبدالسلام عظیمی، خلیلزاد، انجنیر محمد صدیق، حامدکرزی را به عنوان دستیار شرکت امریکائی یونیکال استخدام شدند، که بیشتر در پشتیبانی از طالبان ماموریت داشتند. خلیلزاد بحیث معروف‌ترین افغانستان‌شناس در دستگاه ایالات متحده امریکا پس از تصرف کابل به وسیلۀ طالبان، طی مقاله‌ای در روزنامۀ نیویارک‌تایمز نوشت، طالبان بنیاد گرا نیستند و مانند آخندهای ایران خطری را متوجه منافع امریکا نمی‌سازند، بلکه طالبان گروه‌های سنتی اند، که علاقه دارند تا کشورشان را بسان علمای عربستان اداره و رهبری نمایند و این در واقع تشویق‌هایی بود، که برای به رسمیت شناختن آن گروه صورت می‌گرفت.

سفارت افغانستان در واشنگتن بسته شد. و امارت اسلامی طالبان اجازه یافت، تا دفتر سیاسی در نیویارک افتتاح نماید. عبدالحکیم مجاهد نمایندگی طالبان را به عهده داشت. دیپلمات‌های امریکایی در تماس با سران دولت استاد ربانی موضوع یونیکال را به میان می‌آوردند، و مامورین سی آی ای مشتاق خریداری استینگرهایی بودند، که در سال‌های جهاد به مجاهدین داده بودند. و حالا از این بابت نگران بودند که مبادا از افغانستان به کشورهای دیگر سرازیر گردد و برضد منافع امریکا به کار گرفته شود. این وضعیت همچنان ادامه پیداکرد، تا آن که القاعده به سفارت‌خانه‌های امریکا درنایروبی و دارالسلام حمله نمود و شماری از امریکایی‌ها طی این حملات جان خود را از دست دادند. امریکا در پاسخ به آن، پایگاه‌های القاعده را در جنوب افغانستان مورد حملات راکتی قرار داد و مامورین سی آی ای که تا آن روز در پی خریداری استینگر بودند، به گزارش‌های مربوط به فعالیت‌های القاعده محتاج شدند، از این‌رو یک سلسله همکاری‌هایی اطلاعاتی محدود در این راستا میان دولت استاد ربانی و دولت امریکا به میان آمد. ایالات متحده موافقه نمود، تا دولت استاد ربانی دفتر نمایندگی در واشنگتن داشته باشد” د نورو معلوماتو لپاره ولولئ:

عبدالحفیظ منصور، سیاست خارجی دولت استاد ربانی (۱۳۷۱-۱۳۸۰ هـ ش)، خورشید وېب‌پاڼه (http://www.khorshed.org/?p=8529) او د عبدالحفیظ منصور فېسبوک پاڼه کې: (https://www.facebook.com/permalink.php?id=155629514623735&story_fbid=166037916916228)

[13] Abdul Salam Zaeef, My life with the Taliban. (A. S. Kuehn, Ed.) New York: Columbia University Press, 2010 Pp:96

[14] تېر ماخذ، مخونه ۹۵-۹۶

[15] تېر ماخذ

[16] د حامد میر کالم په لاندې لېنک کې ولولئ:
http://www.rediff.com/news/2002/sep/17guest.htm

[17] ADP, Regional: Turkmenistan-Afghanistan-Pakistan-India Natural Gas Pipeline Project, Phase 3, see it online < http://www.adb.org/projects/44463-013/main>

[18] د افغانستان د کانونو او پترولیم له پخواني وزیر محمد اکبر بارکزي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[19] د ګلاسکو پوهنتون استاد، د ترکمنستان او په سیمه کې د انرژۍ متخصص دکتور لوکا انوشچي سره د سکایپ له لارې د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[20] د افغانستان د کانونو او پترولیم له پخواني وزیر محمد اکبر بارکزي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶؛ د افغانستان د انرژۍ د بین‌الوزارتي کمیسیون غړی: اکتوبر ۲۰۱۶؛

[21] ولولئ: عبدالحفیظ منصور، سیاست خارجی دولت استاد ربانی (۱۳۷۱-۱۳۸۰ هـ ش)، خورشید وېب‌پاڼه (http://www.khorshed.org/?p=8529) او د عبدالحفیظ منصور فېسبوک پاڼه کې: (https://www.facebook.com/permalink.php?id=155629514623735&story_fbid=166037916916228)

[22] د افغانستان د کانونو او پترولیم له پخواني وزیر محمد اکبر بارکزي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[23] د طالبانو د اسلامي امارت له یوه پخواني چارواکي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶؛ د افغانستان د کانونو او پترولیم له یوه پخواني چارواکي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[24] د ګلاسکو پوهنتون استاد، د ترکمنستان د بهرني سیاست او په سیمه کې د انرژۍ له متخصص دکتور لوکا انوشچي سره د سکایپ له لارې د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[25] د افغانستان د انرژۍ د بین‌الوزارتي کمیسیون له غړي انجینر محسن امین سره د سکایپ له لارې د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[26] هند په رسمي توګه له ټاپي پروژې سره په ۲۰۰۸ کال کې یوځای شو او له هغې وروسته دغه درې‌اړخیزه کمیټه د څلور اړخیزې کمیټې په نامه یاده شوه.

[27] د افغانستان د کانونو او پترولیم له پخواني وزیر محمد اکبر بارکزي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[28] Asian Development Bank (ADB), Regional: Turkmenistan-Afghanistan-Pakistan-India Natural Gas Pipeline Project, Phase 3, last update 19 Sep 2016, see it online:< https://www.adb.org/projects/44463-013/main> (Accessed at 16 October 2016)

[29] د اوسني او راتلونکي اټکلي نفوس په تړاو د ملګرو ملتونو د دغه راپور ارقام وګورئ:
https://esa.un.org/unpd/wpp/Download/Probabilistic/Population/

[30] دا چې په ښاري او کلیواله سیمو کې د پاکستان او هند څومره نفوس ژوند کوي، د ملګرو ملتونو دا راپور ولولئ:
https://esa.un.org/unpd/wup/Country-Profiles/

[31] Lydia Powell, TAPI: Pipeline for regional peace and energy security, Observer Research Foundation, published in employment news, 8 Jan 2016, see it online:< http://employmentnews.gov.in/TAPI-Pipeline%20for%20regional%20peace%20and%20energy%20security08Jan16.pdf>

[32] د نړیوال بانک ارقام. دا ارقام د نړیوال بانک په وېب‌پاڼه کې وګورئ: http://databank.worldbank.org/data/reports.aspx?Code=NY.GDP.MKTP.KD.ZG&id=af3ce82b&report_name=Popular_indicators&populartype=series&ispopular=y

[33] World Bank, Country: India, see it online:< http://data.worldbank.org/country/india>

[34] دا ټول ارقام له نړیوال بانک څخه اخیستل شوي. د دغو ارقامو لپاره وګورئ د نړیوال بانک وېب‌پاڼه، پرلیکه بڼه:
http://databank.worldbank.org/data/reports.aspx?Code=NY.GDP.MKTP.KD.ZG&id=af3ce82b&report_name=Popular_indicators&populartype=series&ispopular=y

[35] World Energy Outlook, India Energy Outlook 2015, see it online:< http://www.worldenergyoutlook.org/media/weowebsite/2015/IndiaEnergyOutlook_WEO2015.pdf>

[36] The News, LNG can bridge gas demand-supply gap: ETPL, The News, 25 Sep 2015, see it online:< https://www.thenews.com.pk/print/64500-lng-can-bridge-gas-demand-supply-gap-etpl>

[37] Asian Development Bank, Sector Overview, Engro Fast-Track Liquefied Natural Gas Regasification Project (RRP PAK 48307), see it online:< https://www.adb.org/sites/default/files/linked-documents/48307-001-ssa.pdf>

[38] تېر ماخذ.

[39] په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره ولولئ:

Catherine Putz, Russia’s Gazprom Stops Buying Gas from Turkmenistan, The Diplomat, 6 Jan 2016, see it online:< http://thediplomat.com/2016/01/russias-gazprom-stops-buying-gas-from-turkmenistan/>; George Voloshin, Turkmenistan Diversifies Its Gas Exports to Reduce Reliance on China, The Jamestown Foundation, 11 April 2016, see it online:< http://oilprice.com/Latest-Energy-News/World-News/Turkmenistan-Diversifies-Its-Gas-Exports-To-Reduce-Reliance-On-China.html>;

[40] Casey Michel, Chatter Surrounds Turkmenistan’s Gas Export Plans, The Diplomat, 3 June 2016, see it online:< http://thediplomat.com/2016/06/chatter-surrounds-turkmenistans-gas-export-plans/>

[41] Natalia Konarzewska, Turkmenistan advances westward natural gas export, 25 March 2016, see it onlie:< https://www.cacianalyst.org/publications/analytical-articles/item/13345-turkmenistan-advances-westward-natural-gas-export.html>

[42] Luca Anceschi, Turkmenistan’s Export Crisis: Is TAPI the answer, Central Asia Policy Brief, No. 27 (June 2015), see it online:< http://centralasiaprogram.org/wp-content/uploads/2015/06/Policy-Brief-27-June-2015.pdf>

[43] George Voloshin, Turkmenistan Diversifies Its Gas Exports to Reduce Reliance on China, The Jamestown Foundation, 11 April 2016, see it online:< http://oilprice.com/Latest-Energy-News/World-News/Turkmenistan-Diversifies-Its-Gas-Exports-To-Reduce-Reliance-On-China.html>

[44] د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت له ویاند محی الدین نوري سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[45] له یوه افغان طالب سره د لیکوال مرکه: مارچ ۲۰۱۶؛ د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې له څېړونکي برهان عثمان سره د لیکوال مرکه: اکتوبر۲۰۱۶؛ د طالبانو د چارو شنونکي نظر محمد مطمئن سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[46] له یوه افغان طالب سره د لیکوال مرکه: مارچ ۲۰۱۶؛ د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې له څېړنکي برهان عثمان سره د لیکوال مرکه: اکتوبر۲۰۱۶؛ د طالبانو د چارو شنونکی نظر محمد مطمئن سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[47] د طالبانو د چارو شنونکي نظر محمد مطمئن سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[48] له یوه افغان طالب سره د لیکوال مرکه: مارچ ۲۰۱۶؛ د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې له څېړونکي برهان عثمان سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶؛ د طالبانو د چارو شنونکي نظر محمد مطمین سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[49] له بي بي سي اردو سره د خبرو پرمهال د پاکستان دفاع‌ وزیر خواجه آصف وویل، د ټاپي پروژه د پاکستان د انرژۍ بحران د حلولو په لاره کې مهمه ده او که اړتیا پېښه شوه، نو پاکستان به پر طالبانو له خپل نفوذه ګټه واخلي، ترڅو د دغې پروژې امنیت خوندي شي. د نورو معلوماتو لپاره ولولئ:

‘Will talk to Afghan Taliban for Security of TAPI project: Khawaja Asif’, The News, 11 Dec 2015, see it online:< https://www.thenews.com.pk/latest/81197-Will-talk-to-Afghan-Taliban-for-security-of-TAPI-project-Khawaja-Asif#>

[50] د روغتيا نړیوالې سازمان د هوا ککړتیا په اړه د هېوادونو لېست دلته وګورئ: https://en.wikipedia.org/wiki/List_of_most_polluted_cities_in_the_world_by_particulate_matter_concentration

[51] په ۲۰۱۵ کال کې د ملکیانو تلفات د بل هر وخت په پرتله زیات وو. د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په تړاو که څه هم کره شمېرې نشته خو بیا هم د یو شمېر شته څېړنو له مخې دغه ارقام هم د نورو کلونو په پرتله زیات شوي. د طالبانو د تلفاتو په اړه هم لا تر اوسه کومه څېړنه یا ارقام نشته خو د جګړې اوسني نوعیت ته په کتلو سره ویلای شو، چې د دوی د تلفاتو شمېره به هم د بل هر وخت په پرتله زیاته شوې وي.

[52] Shereena Qazi and Yarno Ritzen, Afghanistan: Who controls what, Aljazeera English, 15 Sep 2016, see it online:< http://www.aljazeera.com/indepth/interactive/2016/08/afghanistan-controls-160823083528213.html>

[53] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70.775-S/2016/218 (7 March 2016), p: 4

[54] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70/1033/-S/2016/768 (7 Sep 2016), p: 4-7

[55] بي بي سي پښتو، یوناما: ۲۰۱۵ کال افغانستان کې “تر ټولو ډېر خونړی” و، د بي بي سي پښتو وېب‌پاڼه، د سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ کال، پرلیکه بڼه: http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/02/160214_hh-civilians-casualties-hit-new-high-in-2015

[56] طلوع نیوز، یوناما د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ، د طلوع نیوز پښتو وېب‌پاڼه، د تلې ۲۸مه ۱۳۹۵ کال، پرلیکه بڼه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/27886-un-release-new-report-over-civilians-casualties-calls-for-protection

[57] که څه هم دا شمېرې د ناټو د خپلواک ماموریت لخوا ورکړل شوې او کوم درېیمګړي لوري نه دي تایید کړې، په دې اړه وګورئ:

AFP, Casualty rate soars for Afghan security forces: NATO, Daily Mail, 25 August 2016, see it online: http://www.dailymail.co.uk/wires/afp/article-3758859/Casualty-rate-soars-Afghan-security-forces-NATO.html; Abdul Wali Arian, Casualties Among Security Forces on the Rise, Tolo News, 1 Sep 2016, see it online: http://www.tolonews.com/en/afghanistan/27044-casualties-among-security-forces-on-the-rise;

[58] SIGAR, Quarterly Report to the United States Congress, October 30 2016, see it online:

https://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/2016-10-30qr.pdf

[59] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70.775-S/2016/218 (7 March 2016), p: 4

[60] SIGAR, Quarterly Report to the United States Congress, October 30 2016, see it online:

https://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/2016-10-30qr.pdf

[61] Bill Roggio, Another district in eastern Afghanistan falls to the Taliban, Long War Journal, 4 Sep 2016, see it online: http://www.longwarjournal.org/archives/2016/09/another-district-in-eastern-afghanistan-falls-to-the-taliban.php

[62] SIGAR, Quarterly Report to the United States Congress, October 30 2016, see it online:

https://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/2016-10-30qr.pdf

[63] د ټاپي مسیر باندې هغه ولسوالۍ چې طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې له سقوط سره یو ځل مخ کړي، په لاندې ډول دي:
خاک سفید (فراه)، بالا بلوک (فراه)، ګلستان (فراه)، نوزاد (هلمند)، بغران (هلمند)، موسی قلعه (هلمند)، خانشین (هلمند)، دشو (هلمند)، نوای بارکزی (هلمند)، غورک (کندهار)، شورابک (کندهار)، ریګستان (کندهار).
او هغه ولسوالۍ، چې د ټاپي پروژې په مسیر پرتې دي او د طالبان او حکومت ترمنځ پرې مسلسلې جګړې دي، په لاندې ډول دي:
غوریان (هرات)، شین ډنډ (هرات)، پشت رود (فراه)، ګرمسیر (هلمند)، ناد علي-مارجه (هلمند)، لښکرګاه (هلمند)، نهر سراج (هلمن)، کجکي (هلمند). د نورو معلوماتو لپاره وګورئ:

Bill Roggio, Another district in eastern Afghanistan falls to the Taliban, Long War Journal, 4 Sep 2016, see it online: http://www.longwarjournal.org/archives/2016/09/another-district-in-eastern-afghanistan-falls-to-the-taliban.php

[64] آزادۍ راډیو، رادمنش: افغانستان کې ۱۲ بهرنۍ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي، د زمري ۱۲مه ۱۳۹۵، پرلیکه بڼه: http://pa.azadiradio.com/a/27895746.html

[65] تېر ماخذ.

[66] Ayaz Gul, Afghan Official: Over 1300 Foreign Fighters in Kunduz Battle, VOA News, 15 Nov 2015, see it online: http://www.voanews.com/a/official-more-than-1300-foreign-fighters-in-kunduz-battle/3058901.html

[67] Noor Zahid, Afghan Officials See Foreign Fighters Playing Key Role in Helmand Fighting, VOA News, 14 Aug 2016, see it online: http://www.voanews.com/a/afghan-officials-see-foreign-fighter-playing-key-role-in-helmand-fighting/3463768.html

[68] Kenneth Katzman, Afghanistan: Post-Taliban Governance, Security, and US Policy, CRS Report RL30588, 26 Sep 2016, see it online: http://www.fas.org/sgp/crs/row/RL30588.pdf

[69] د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ته نږدې کس سره مرکه؛ دغه راز د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي هم په خپله یوه لیکنه کې دغې خبرې ته اشاره کوي، دی لیکي: «…ایران وړاندې تر دې د ټاپي پروژې د ناکامه کولو په خاطر چې د هرات او فراه ولایتونو له مسیر څخه پاکستان هېواد ته د ګاز نللیکه لېږدوي، وغوښتل چې د ملا رسول تر مشرۍ لاندې یوه ډله طالبان له پاکستان څخه پیل کړي او په هرات، شینډنډ او فراه ولایتونو کې ترې د داعش په ځپلو، د ټاپي پروژې د عملي چارو د مخنیوي او ځینو نورو برخو کې ګټه واخلي…» د نورو معلوماتو لپاره وګورئ:

عبدالرحیم ایوبی، د روانې نیابتي جګړې اقتصادي اړخ، سپوږمۍ راډیو، د غويي ۲۹مه د ۱۳۹۵کال، پرلیکه بڼه:
http://spogmairadio.af/articals/7609-2016-05-18-02-35-47

[70] د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له یوه مسؤل سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶؛ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د محافظت عامه معینیت له یوه چارواکي سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[71] د کانونو او پترولیم وزارت له ویاند سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[72] د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له یوه مسؤول سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶؛ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د محافظت عامه معینیت له یوه مسؤول سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[73] Bruce Pannier, Will Turkmenistan’s TAPI dream ever become a reality?, 19 Dec 2015, see it online:< http://www.rferl.org/content/qishloq-ovozi-turkmenistan-tapi-pipeline-pakistan-afghanistan-india/27437485.html>

[74] د افغانستان د کانونو وزارت له پخواني وزیر سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[75] Drazen Jorgic, INTERVIEW: TAPI gas pipeline consortium plans investor roadshows in November, Reuters, 14 Oct 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/pakistan-energy-tapi-idINKBN12E1A3>

[76] Kay Johnson, TAPI gas pipeline through Afghanistan ‘doable’-ADB official, Reuters, 8 April 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/pakistan-gas-pipeline-idINKCN0X51MN>

[77] Reuters, Turkmenistan borrows $700 million for TAPI pipeline-state news agency, 14 Oct 2016, see it online:< http://in.reuters.com/article/turkmenistan-pipeline-idINKBN12E254>

[78] Huseyn Hasanov, Turkmenistan allocates first tranche for TAPI construction, Trend News Agency, 4 June 2016, see it online:< http://en.trend.az/business/energy/2542060.html>

[79] د کانونو وزارت له ویاند سره د لیکوال مرکه: اکتوبر ۲۰۱۶

[80] DAWN, Turkmengas to lead TAPI pipeline consortium, 7 Aug 2015, see it online:< https://www.dawn.com/news/1198829>

[81] Richard Boucher, Assistant Secretary of State for South and Central Asian Affairs, Speech at the Paul H. Nitze School for Advanced International Studies, 20 September 2007, see it online: http://www.state.gov/p/sca/rls/rm/2007/94238.htm Quoted in John Foster, A Pipleine through a troubled land: Afghanistan, Canada, and the New Great Energy Game, Foreign Policy Series Vol 3, No.1, 19 June 2008

[82] Weekly Analysis, TAPI pipeline building process: any hope for success?, Eurasian Research Institute, 30 Dec 2014-5 Jan 2015, No 1.

[83] Daily Times, Kabul to clear mines on TAPI gasline route in 2 Years, 7 June 2008, see it online:< http://archives.dailytimes.com.pk/national/07-Jun-2008/kabul-to-clear-mines-on-tapi-gasline-route-in-2-yrs>

[84] صدای افغان اژانس (آوا)، شهراني: د ټاپي پروژې د امنیت لپاره افغان ځواک رامنځ ته کېږي، ۲۶ سرطان ۱۳۹۲، پرلیکه بڼه:
http://www.avapress.com/vdchz-nq.23nv-djyt2.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *