د حکومت د سولې نوی وړانديز ولې بې‌ځوابه پاتې شو/مرکه

 

افغان ولسمشر د کابل پروسې په دويمه غونډه کې، چې (د کب په ۹مه ۱۳۹۶) په کابل کې جوړه شوه، د حکومت د سولې نوې تګلاره وړاندې کړه او طالبانو ته يې له حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره، يو لړ مشخص وړانديزونه وکړل. د حکومت د سولې له دغې تګلارې په ملي او نړيواله کچه ملاتړ وشو او په پراخه کچه يې په رسنيو کې انعکاس وموند.

د کابل پروسې له دويمې غونډې وروسته داسې هيلې راوټوکېدې، چې طالبان به د ولسمشر غني دغو وړانديزونو ته شين څراغ ورکړي؛ خو د څو اوونيو په تېرېدو سره لاهم طالبانو رسما خپل دريځ نه دی روښانه کړی او په غيرمستقيم ډول طالبانو ته د نږدې لورو له‌خوا داسې ښکاري، چې د حکومت دغو تازه وړانديزونو ته د طالبانو ځواب منفي دی.

په دې تړاو يو شمېر پوښتنې بې‌ځوابه دي او د همدغو پوښتنو د ځوابونو لپاره، د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رسنيزې څانګې، د دغه مرکز له رئيس دکتور عبدالباقي امين سره مرکه کړې او دلته يې له تاسو درنو لوستونکو سره شريکوو:

 

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې طالبانو ولې د افغان حکومت د سولې نوي وړانديز ته، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې بې‌مخينې بلل کېږي، ځواب ونه وايه؟

ځواب: دا چې طالبانو تر دې دمه د افغان دولت وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی، ښایي اصلي علت یې دا وي چې حکومت په خپلو وړانديزونو کې د جګړې اساسي عامل، چې په افغانستان کې د بهرنيانو حضور دی، له پامه غورځولی او په دې برخه کې هېڅ وضاحت نه لري. طالبان په هېواد کې د امريکايانو د حضور مخالف دي او وايي چې موږ د امريکايانو د حضور تر وخته جګړه کوو؛ خو په دغو وړانديزونو کې له دغې قضيې سترګې پټې شوې دي. زه فکر کوم که د امريکايانو د وتلو په تړاو مهالوېش وړاندې شي، دا به سولې ته په بنسټيزه توګه لاره هواره کړي؛ يا هم بايد اوس امريکايان دا وضاحت وکړي، چې که طالبان د سولې خبرو اترو ته راشي او د جګړې د ختمېدو هيله پيدا شي، موږ مهالوېش وړاندې کوو.

زما په اند، اوسمهال طالبان، افغان حکومت او امریکا ټول په دې پوهېږي چې يو لوری هم د جګړې له لارې نه شي بريالی کېدلی؛ خو ستونزه دا ده چې د ټولو لورو سياستونه بيا هغسې نه دي، چې د جګړې پر ځای سولې ته لاره هواره کړي. طالبان هم له یوې خوا وایي چې موږ له امریکا سره د سولې خبرې کول غواړو؛ خو سره له دې جګړه هم کوي او د جګړې شدت یې هم ساتلی دی. امريکايانو هم د ولسمشر له وړانديزونو کلک ملاتړ وکړ؛ خو عملا يې ټينګار او تګلاره پر جګړې تمرکز دی. دغه راز امریکایانو په افغانستان کې د خپل حضور او يا وتلو لپاره هېڅ کومه نېټه نه ده ټاکلې. حتی اوس نه د خپل تعداد او نه هم د وتلو په اړه څه خبره کول غواړي. افغان حکومت بيا په تصاميمو کې پوره رول نه لري، کوم تصاميم چې په امريکا کې نيول کېږي افغان حکومت يې دلته اعلانوي او يا يې ملاتړ کوي.

دا چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، له افغان حکومت سره ولې خبرو ته نه چمتو کېږي؟

ځواب: د طالبانو د تېرو څو کلونو له دريځونو څرګنده ده، چې دوی دا قضيه په دوو برخو وېشلې ده. لومړی: په افغانستان کې د بهرنيانو پوځي حضور؛ دويم: په نظام کې بدلونونه. د دوی دريځ چې څومره ما څارلی، د لوموړي ټکي په اړه وايي، چې د جګړې يو لوری امريکا ده او دا چې عملا امريکايان په افغانستان کې حضور لري، نو ځکه موږ هم د امریکایانو د حضور او يا وتلو په اړه مستقیم له امریکا سره خبرې کوو؛ ځکه افغان حکومت د دې اختیار او صلاحيت نه لري چې امریکایانو ته ووایي چې تاسې دلته واوسېږئ او یا هم له دې ځایه ولاړ شئ. د دويم ټکي په اړه يې بيا نظر دا دی، چې که امريکايان د وتلو نېټه وټاکي يا له هېواده ووځي، په نظام کې د بدلونونو په اړه له افغان لوري سره خبرې کوي. همدا لامل دی، چې طالبانو اوس امريکا ته د خبرو اترو وړانديز کړی او وايي، چې د امريکايانو د حضور او وتلو او يا هم خپلو بنديانو او نورو قضيو په اړه چې له امريکا سره تړاو لري، له هغوی سره خبرې کوو. وروسته بيا له افغان حکومت او نورو افغان سیاسي لورو سره په داخلي مسایلو خبرې کوو.

زما په نظر له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت اوسني وړاندیزونه د ستايلو وړ دي؛ خو دا چې ځينې کمۍ لري، ښايي ډېر خلک يې په عملي کېدو شک وکړي. ما دا خبره د سولې عالي شورا رئيس ته هم کړې، چې ښايي په دغو وړانديزونو ډېر څه مرتب نه شي. ځکه تاسو واورېدل، چې د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د ولسمشر له خبرو وروسته، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې سوله قومي او ټولنیز اتفاق ته اړتیا لري؛ معنا دا چې د ولسمشر خبره د ټولو خبره نه ده او دې ته ورته نظر تقريبا د اجرائيه رئيس هم دی. نو کله چې له ولسمشر سره هغه خپل حکومتي ټيم پوره موافق نه وي، دا به څه پايله ولرلی شي. نو ځکه زه وايم چې دا طرحه يو څه تر وخت مخکې او د قبلولو لپاره يې زمينه‌سازي نه ده شوې؛ له همدې کبله يې په اړه طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی. دلته داسې يوه ميکانېزم ته اړتيا ده، چې هم طالبان، هم حکومت او هم په هېواد کې نور بېلابېل سياسي لوري پرې توافق ولري؛ ځکه تر هرڅه وړاندې اعتماد جوړونې ته اړتيا ده. اصلا د روانې قضيې ملامت او سلامت معلومول څه ګټه نه لري، بلکې د دغې جګړې بندول پکار دي.

نو ستاسو په اند څه ډول به د خبرو اترو پيل ممکن شي؟

ځواب: دا چې طالبان وايي موږ له حکومت سره خبرو ته نه کېنو او موږ له امريکايانو سره خبره کوو، دا يو بن‌بست دی او طالبان بايد له حکومت سره خبرې وکړي. خو زه وايم که چېرته طالبان له حکومت سره خبره نه کوي؛ خو له نورو اغېزناکو افغان لورو سره خبرو اترو ته حاضر دي. ولې حکومت دلته مثبت غبرګون نه ښيي. اړتیا ده چې یوه داسې د خبرو اترو مقدماتي لړۍ پیل شي چې په هغه کې هم طالبانو او هم حکومت او نورو سياسي لورو، قومونو او ډلو ته لنډ او باوري کسان موجود وي، ترڅو د هغوی د خبرو په پایله کې د ښکېلو لورو نظرونه سره لنډ کړای شي او د لارې داسې نقشه جوړه شي، چې ټول پرې توافق ولري. ترڅنګ يې داسې يو ضمانت کوونکی لوری هم رامنځته شي، چې د اړتيا پر مهال د کوم لوري د ژمنو د ماتولو مخنيوی وکړي؛ ځکه هسې نه کله د سولې د مخالفينو له لوري يوه چاودنه وشي، بيا به يو لوری وايي چې زه خبرې نه کوم، همدا تېره مياشت په کابل کې له بريد وروسته امريکا او بيا افغان ولسمشر وويل، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوو. ستونزه دا ده، چې حکومت د داسې پروسې د رامنځته کولو لپاره چمتو نه دی، ځکه ما خپله دا وړانديز حکومت ته کړی او له همدې کبله زه د سولې په خبرو کې د حکومت له‌خوا د افغانانو د مالکيت په اصطلاح کې ستونزې ګورم.

د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو د مالکيت په اصطلاح کې څه ستونزه ګورئ؟

ځواب: د افغانانو په مالکيت د خبرو اترو اصطلاح شايد مثبت اړخ هم ولري او هغه دا چې هېواد د بهرنيانو له لاسوهنو او مداخلو بايد وساتو؛ خو زما په اند دغې اصطلاح او تګلارې اوس د سولې پر خبرو اترو منفي اغېز کړی او يو خنډ ګرځېدلی دی. ځکه اوس دا خبره په دې معنا کېږي، چې افغان حکومت به ټول ابتکار او هر څه په لاس کې لري، ټول ابتکار دې د یوه لوري په لاس وي، زړه يې که خبرې کوي او که یې نه کوي. دا د سولې په برخه کې خنډ دی. دلته طالبان او افغان حکومت دواړه افغاني لوري دي. دا خو ښه خبره ده چې افغانان د دې پروسې ابتکار په لاس کې ولري او د بهرنیانو له لاسوهنو مخنیوی وشي، خو دلته بايد داسې بې‌طرفه او اغېزناکو ملي او نخبه خلکو ته چې ملي منافعو ته ژمن وي، فرصت ورکړل شي چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي؛ نه دا چې هر څه به د حکومت له لارې کېږي، اصلا ستونزمنه ده چې دوه متخاصم لوري د منځګړي له شتون پرته اغېزناکې خبرې اترې وکړای شي.

له بله پلوه د ولسمشر دريځونه هم ډېر ژر ژر او ژور بدلون مومي. د کابل پروسې له غونډې څو ورځې مخکې يې وويل چې نور له طالبانو سره سوله نه کوو؛ خو په دې غونډه کې يې بيا دا ډول وړانديزونه مطرح کړل. د هېواد د سترو قضاياوو په برخه کې په دې توګه د دريځ بدلولو سره ولسمشر خپل اعتماد له لاسه ورکوي. سبا که يوه حادثه وشي او ولسمشر بيا ووايي چې د سولې خبرې نه کوو، بيا به څه کېږي. ځکه نو بايد داسې يو لوری رامنځته شي، چې د غبرګوني تصرفاتو مخنيوی وکړي. همدا اوس د ولسمشر د دريځونو له کبله بې‌باوري خپره ده او خلک انګېري چې ولسمشر يو ځل بيا د سولې خبرې تحريم نه کړي.

بل څه چې مهم دي او خنډ يې بولم، دا دي چې تصور بايد داسې نه وي لکه په لومړي سر کې د سولې خبرې پيل شوې او ويل کېدل، چې طالبان دې تسليم شي. اوس داسې وېره شته، چې هغه تصور بيا غالب شوی او امريکا او افغان حکومت غواړي طالبان خپله وسله‌واله مبارزه د امريکايانو په شتون کې پر سياسي مبارزه بدله کړي. کوم څه چې ښايي طالبان يې هېڅکله هم ونه مني. له همدې کبله بايد حکومت اساسي خبره د مذاکراتو مېز ته راوړي.

تر دې مخکې افغان حکومت د سولې لپاره پر پاکستان تمرکز درلود، اوس پاکستان هم د حکومت د سولې له نوې طرحې ملاتړ کړی، ستاسو په اند پاکستان څومره رول لرلی شي؟

ځواب: واقعیت دا دی، چې سوله د ټولو په ګټه ده. که پاکستان سم فکر وکړي، نو هغوی باید په افغانستان کې سوله وغواړي. ځکه په افغانستان کې ثبات د پاکستان ثبات دی او ثبات نن ورځ له پرمختګ سره کلک تړلی دی. پاکستان په افغانستان کې سولې ته داسې اړتيا لري، لکه څرنګه يې چې په خپل هېواد کې لري؛ خو متأسفانه سیاستونه د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه مخته نه ځي. پاکستان دوه‌ګونی سياست لري. په لومړيو کې يې خپله خاوره د امريکا په واک کې ورکړه او طالبان يې پرې وځپل؛ خو اصلا داسې فکر کوي چې په سيمه کې يې د امريکا حضور په ګټه نه دی او نه يې غواړي. دغه راز په سيمه کې د هند نفوذ هم نه غواړي؛ نو ځکه داسې لوبه کوي، چې هم له امريکا څخه مرستې ترلاسه کړي، هم د امريکا حضور تر سوال لاندې راولي او هم د هند د نفوذ مخه ونيسي.

نو ستاسو په اند افغانستان د سيمې د هېوادونو له دا ډول سياستونو سره څه ډول چلند وکړي؟

ځواب: دلته د سيمې په کچه څو ډوله داسې فعالیتونه په‌کار دي، چې د سولې لپاره مرستندوی واقع کېدای شي. لومړی خو افغان حکومت ته پکار ده، چې د زبرځواکونو او سيمه‌ييزو او نړيوالو بلاکونو ترمنځ بې‌طرفه پاتې شي. د بېلګې په توګه د چين، امريکا، روسيې، هند او نورو ترمنځ توازن وساتي، نه دا چې لکه د اوس په څېر د امريکا د سياستونو په غېږ کې داسې ورننوځي، چې سيمه‌ييز توازن په پام کې ونه نيسي. دا کار د افغانستان په ګټه نه دی. له حقوقي او سياسي لحاظه هم بايد د ګاونډيانو حساسيتونه په پام کې ونيسي. په اوسني وخت کې افغانستان پاکستان ته اړتيا لري او پاکستان افغانستان ته اړ دی؛ نو ځکه د باور جوړولو اړتيا ده. په دواړو هېوادونو کې د يو بل پر ضد لابي‌ګانو پر ځای د دې قناعت پر جوړولو کار وشي، چې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او شته خنډونه يې بايد له منځه ولاړ شي. اوس چې د امريکا ستراتيژي وايي، چې د هند رول بايد په افغانستان کې زيات شي، معنا دا چې د پاکستان حساسيت ډېرېږي او له همدې کبله زه وایم چې د ټرمپ ستراتیژي په ټوليز ډول د افغانستان په ګټه نه ده. په دې توګه افغانستان يوې نيابتي جګړې ته ورداخلېږي. همدا راز سمه ده، چې د امريکا لومړيتوب به د روسې، چين او نورو هېوادونو کنټرولول وي؛ خو د افغانستان لومړيتوب خو دا نه دی، افغانانو ته بې‌طرفي پکار ده او نبايد د چين، روسې او امريکا ترمنځ د رقابتونو قرباني شي، بلکې د بې‌طرفۍ په حال کې د هغوی له امکاناتو ګټه واخلي. افغانستان یو مهم جیوپولیټیک موقعیت لري، دا موقعیت زموږ لپاره باید د زيان پر ځای ګټور تمام شي.

مننه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *