د سولې ولسي غوښتنې او د امن راتلو هیلې

 

ضیاءالاسلام شیراني / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهيسې روانې جګړې په بېلابېلو پړاوونو کې د بېلابېلو ډلو له لوري د دغه هېواد سلګونه زره بچي قرباني او په میلیونونو نور یې د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړل.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا له لوري د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره افغان جګړه د امریکا او ناټو غړو هېوادونو لاسونو ته ولوېده. که څه هم په لومړیو کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته په هېواد کې څو کاله نسبي امنيت ټينګ شو؛ خو وروسته د بېلابېلو لاملونو له کبله ورو ورو جګړه بيا پیل شوه او ورځ تر بلې يې زور واخیست.

په روانه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو د جګړه‌ييزو تګلارو له کبله په پراخه کچه عام خلک وژل کېږي او ان په عامه ځايونو او له ګڼه‌ګوڼې ډکو ځايونو، روغتونونو، جوماتونو او مدرسو هم بریدونه کېږي. دغه وضعیت او په پراخه کچه ملکي تلفاتو ولسونه اړ کړي چې د جګړې خلاف غږ پورته کړي، ښځې او نر، ځوانان او سپین ږیري د جګړې له ښکېلو لورو د سولې کولو غوښتنه وکړي.

دا چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه د ولسي حرکتونو څومره اړتیا ده، له هلمنده د سوله غوښتونکو غږ څنګه راپورته شو، د دغو ولسي خوځښتونو غوښتنې څرنګه ارزول کېږي او پر سوله او جګړه به يې اغیزې څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

سوله او د ولسي خوځښتونو اړتیا

په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راوروسته پیل شوې جګړې افغانانو ته په هره برخه کې درانه زیانونه واړول او په خپل درانده سیوري سره یې د هر افغان پر کور او ژوند تیاره خپره کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما) د راپور له مخې، یوازې په تېر ۲۰۱۷ کال کې له ۱۰ زره زياتو ولسي وګړو ته د روانې جګړې له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې وه او حتی د خوښيو مراسم او يا هم ديني مراسم د جګړې د ښکېلو لورو په بريدونو کې په نښه شوي وو.

له مرګ‌ژوبلې ورهاخوا په هېواد کې د جګړه‌ييز او ناوړه وضعیت له کبله شااوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان په نشه‌یي توکو روږدي دي، چې اکثریت یې ځوانان دي. په همدې کچه افغان ماشومان له ښوونځیو محروم دي. نږدې ۴۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د نړیوال بانک د احصائیې له مخې ۱.۹ میلیونه افغانان، چې د کار پر شرایطو برابر دي، وزګار دي. تر ټولو مهمه دا چې اوسمهال افغانان په پراخه کچه د نهيلۍ ژوند تېروي او نهيلي او د ډاډ نشتون ورځ تر بلې په زياتېدو دی.

په هېواد کې د دغه وضعيت تر ټولو ستر لامل د جګړې دوام دی. له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې ښکېلې غاړې هڅه کوي، چې خپل مقابل لوری د جګړې په دګر کې محوه کړي؛ خو هېڅ لوری نه دی بریالی شوی او په نړۍ کې د جګړو تاريخ جوته کړې، چې د جګړو پای په سولې سره کېږي؛ ځکه نو که روانه جګړه کلونه نوره هم اوږده شي، بیا به هم ګټونکی لوری ونه لري.

د افغان جګړې په تړاو هم دا حقيقت افغان حکومت او نړيوالې ټولنې درک کړی او له همدې کبله د حکومت په ګډون د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو لورو له‌خوا په تېرو څو کلونو کې د سولې لپاره هلې ځلې وشوې؛ خو لا هم بريالۍ شوې نه دي.

له يوې خوا د حکومت هلو ځلو تراوسه کومه پايله نه ده لرلې او له بلې خوا اړتيا ده، چې د جګړې پر ښکېلو لورو د فشارونو له لارې هغوی د خپلو جګړه‌ييزو پاليسيو بدلون ته اړايستل شي. دې ته په کتلو سره، چې د روانې جګړې اصلي قربانيان ولسي وګړي دي، د سولې لپاره د ولسي غږونو جدي اړتيا ليدل کېده، که څه هم په تېرو کلونو کې په بېلابېلو ډولونو دا غږ پورته شوی هم دی؛ خو د اوسني خوځښت په څېر منعکس او منظم شوی نه و.

 

د هلمند سوله غوښتونکي

په هلمند کې د روان ۱۳۹۷هـ ش کال د حمل میاشتې په ۳مه، یوه ورزشي لوبغالي ته څېرمه موټر‌بم برید کې تر ۲۰ زياتو ملکیانو له وژل کېدو وروسته، د ښځو په ګډون لسګونه هلمندي ځوانانو او سپېن‌ږیرو د «طالبه! نور به سوله کوې» تر شعار لاندې د سولې ولسي خوځښت پیل کړ او نږدې د یوې میاشتې په تېرېدو سره په ۱۷ ولایتونو کې د دغه غږ پر ملاتړ خلکو خېمې ودرولې.

هلمند کې د سولې د ولسي خوځښت غړي شریف علیزي له ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز سره په خبرو کې وویل: «موږ نور له دې جګړې ستړي شوي یو، په دې جګړه کې مو نه مقدسات، نه عامه ځایونه، نه ښوونځي او نه هم روغتونونه خوندي دي، موږ هر ځای وژل کېږو.» علیزی زیاتوي: «جګړه د حل لاره نه ده، موږ امن او سوله غواړو او سوله هغه وخت راتللای شي، چې خلک راپورته شي او د جګړې ښکیل لوري اړ کړي، چې سوله وکړي؛ ځکه دا جګړه له ۴۰ کالو راهيسې روانه ده، خو هېڅ کټونکی نه لري او قرباني یې یوازې افغانان ورکوي.»

هلمند کې د سولې خوځښت یو بل غړی انجنیر داوود فرهنګ بیا وایي چې له هلمنده پیل شوی د سولې ولسي خوځښت د افغانستان د ځورېدلي ولس غږ دی. دی ټینګار کوي: «د دغه خوځښت تر شا هېڅ ډله او بنسټ لاس نه لري، دا یو بشپړ ولسي خوځښت دی او زموږ د سولې دا خوځښت به په لنډ مهال کې په ټول هېواد کې د امن راتلو په موخه په یوه لوی ولسي حرکت بدل شي.»

د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر هلمند هغه ولایت دی، چې خلکو یې په روانه ۱۷ کلنه جګړه کې ډېرې مرګ‌ژوبلې او درانه زیانونه لیدلي دي. د همدې جګړې ناخوالو او ربړوونو بالاخره هلمندیان اړ کړل، چې د جګړې خلاف خپل سوله‌ييز غږ پورته کړي او له ښکېلو لورو د جګړې د بندولو غوښتنه وکړي.

 

د سولې ولسي خوځښت غوښتنې

دا چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لومړني ګامونه واخیستل شي، په هلمند کې د سولې ولسي خوځښت تر عنوان لاندې را ټولو شوو کسانو د پیل غوښتنه دا وه، چې طالبان او حکومت دې لږ تر لږه د دوو ورځو لپاره اوربند وکړي، ترڅو دا دوه‌ورځنی اوربند د اوږدمهال اوربند او د سولې د خبرو لپاره لاره هواره کړي.

که څه هم د سولې ولسي خوځښت د اوربند غوښتنه ډېره معقوله ده؛ خو ستونزه دا ده چې دوی په افغان جګړه کې مهم لوری (امریکا) نه دی مخاطب کړی. په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو حضور هغه فکټور دی، چې له کبله يې په تېره کابو يوه لسيزه کې د سولې هڅې نه دي بريالۍ شوې او د طالبانو له لوري د دوی د جګړې اصلي لامل بلل کېږي.

همدا لامل دی، چې کله د سولې ولسي خوځښت غړو غوښتل په هلمند کې د طالبانو مرکز موسی کلا ته ورشي او د اوربند غوښتنه ترې وکړي، هغوی یې په ځواب کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «‌موږ د هلمند له پرلت کوونکو څخه غوښتنه کوو، چې د مجاهدینو سیمو ته د راتګ پر ځای باید د امریکایانو مرکزونو او بېسونو ته د اعتراض په ډول ورشي، له هغوی څخه وغواړي چې روان اشغال ته د پای ټکی کېږدي او جګړه پای ته ورسوي، اسلامي امارت جنګ او مقابلې ته مجبور کړای شوی دی.»

له دې ټولو سره سره، د سولې اړوند هر کوچنی او لوی حرکت په خپل ځای هيله‌بښونکی او ارزښتناک دی او له همدې کبله په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سولې او امن د راتلو په پار ولسي غږونو هم له ځان سره هیلې راټوکولې دي؛ خو دا خوځښتونه به هغه وخت لا ډېر اغېزناک شي، چې د جګړې په ټولو لورو د افغانانو د جدي ولسي فشارونو لامل شي.

 

د جگړې خلاف د ولسي غږ اغېزې

په تېرو کلونو کې ګڼو بې‌طرفه لورو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهير د بريا لپاره هڅې کړې دي؛ خو د دغو هڅو د ناکامۍ يو مهم لامل تل د جګړې په دواړو لورو کې د سولې لپاره د رښتينې ارادې نشتون بلل شوی او د سولې لپاره رښتينې اراده نېغ په نېغه په ولسي فشارونو پورې هم تړلې ده. دا چې يو شمېر لوري او اشخاص د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ګوري، له کبله يې تراوسه افغانستان-شموله ولسي فشارونو ته هم زمينه نه ده برابره شوې. ځکه نو که دا غږونه دوام وکړي او نور هم پراخ شي، ښايي اغېزې به يې هم پراخې وي؛ ځکه د ولسونو ګډ غږ تل بدلون راوستی دی.

د ملي يووالي حکومت له‌خوا د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې وړانديز وښوده، چې په تېره څه باندې يوه‌نيمه لسزه کې د لومړي ځل لپاره د سولې په تړاو د حکومت په دريځ کې نرمښت وليدل شو او دا وضعيت هم تر يوه بريده د هغو ولسي فشارونو له کبله دی، چې په وروستيو کلونو کې د بېلابېلو افرادو او بې‌طرفه ډلو له‌خوا په دې برخه کې شته دي.

له هلمنده د جګړې خلاف سوله‌ییز احتجاج چې د هېواد د بېلابېلو قومونو، سیمو او ژبو خلکو په‌کې برخه اخیستې، په اوسني وخت کې هيله‌بښونکی خوځښت دی. له همدې کبله، که چېرې روان ولسي حرکتونه ریښتیا هم ولسي پاتې شي او د طالبانو ترڅنګ نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امريکا ته هم له بېلابېلو لارو د فشارونو لپاره خپل غږ ورسوي، ښایي د سولې ولسي خوځښت تر چتر لاندې د افغان ولس غږ واورېدل شي او په ريښتينې توګه په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو غور وشي.

پای

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *