په افغان جګړه او سوله کې د ناټو نړیوال سازمان رول

 

تېره اوونۍ (۲۰۱۸ جولای پر ۱۱مه او ۱۲مه) د بلجیم پلازمېنه بروکسل ښار د ناټو غړو هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دغې ناسته کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون، له افغانستان څخه ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، د ناټو د نورو نړیوالو ملګرو هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازو هم برخه اخیستې وه.

د ناستې په دویمه ورځ افغانستان او په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت، په اجنډا کې د بحث مهم ټکي وو چې په پایله کې ناټو تر ۲۰۲۴م کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر اعلان سربېره، طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز ستاینه هم وکړه.

په دغې ناسته کې له افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ سربېره، د ناټو ځینو غړو هېوادونو افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر د زیاتوالي خبره هم وکړه. دغه راز د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې افغانستان کې اوږمهالی حضور غواړي.

په افغانستان کې د ناټو حضور او ښکېلتیا، د سولې او جګړې په برخه کې د دغه سازمان رول، د بروکسل وروستۍ ناسته او دا چې د دغې ناستې د پرېکړو په رڼا کې به د افغان جګړې راتلونکی څه وي؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

ناټو او افغان جګړه

ناټو (NATO) یو سیاسي او نظامي سازمان دی چې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د لوېدیځې اروپا او امریکا متحده ایالتونو له خوا د ختیځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد څخه دوی ته د احتمالي خطرونو د پېښېدو د مخنیوي په موخه د ۱۹۴۹م کال د اپرېل په ۴مه “د شمالي اتلانتیک تړون” (North Atlantic Treaty organization) تر عنوان لاندې رامنځته شوی دی.

په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته کله چې دغه هېواد د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې ړنګ کړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د آیساف (ISAF) ځواکونو مسؤولیت وبلل شو او له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې د جواز په ترلاسه کولو سره پر افغانستان د امریکا برید ته مشروعیت ورکړ چې وروسته په ۲۰۰۳م کال کې د افغانستان جګړه کې د آیساف (ISAF) ځواکونو رهبري ناټو (NATO) ته وسپارل شوه.

د امریکا په ملاتړ او ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو تر ۲۰۱۴م کال پورې په افغانستان کې د نظامي ماموریت ترڅنګ د (PRT) پروګرام تر عنوان لاندې د بیارغونې ځینې فعالیتونه هم ترسره کړل؛ خو دغه فعالیتونه تر ډېره غیر زیربنایي برخو کې وو.

په ۲۰۰۱م کال کې ظاهراً پر افغانستان د امریکا د برید تر شا د اسامه بن لادن له قضیې ورهاخوا د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول یا د طالبانو ختمول، د افغان پوځ جوړونه او د یوه دېموکراتيک نظام په رامنځته کولو سره به افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کول وو، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه او د ناټو سازمان غړي هېوادونه هم د امریکا څنګ ته ولاړ وو؛ خو دا هرڅه په رښتنې او کامله توګه ترسره نه شول او دلیل یې هم دا و چې امریکا له یادو موخو ورهاخوا د سیمې په کچه نورې مهمې موخې هم درلودې او له همدې امله ـ پرته له دې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي ـ روانه جګړه کې تر اوس مهاله لسګونه زره افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

سره له دې چې اوس مهال په افغان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر له څه باندې سل زره څخه شاوخوا ۱۶۰۰۰ سرتېرو ته را کم شوی، خو جګړه د تېر په پرتله په شدت روانه ده، له طالبانو علاوه “اسلامي دولت” یا داعش ډلې هم خپل فعالیت پراخ کړی او د افغانستان پر وړاندې یو ستر ګواښ ګڼل کېږي.

 

 ناټو؛ د سولې خلاف پر جګړه ټینګار

هغه جګړه چې امریکا د ناټو په ملاتړ ظاهراً په افغانستان کې د نوي نظام رامنځته کولو او امنیت ټینګښت په موخه پیل کړې وه، که څه هم تر ۲۰۱۴م کاله د څه باندې سل زره جنګیالیو پر مټ مخ ته لاړه، خو پای ته ونه رسېده. په دغې جګړه کې چې لا هم روانه ده، نه طالبان مات شول او نه هم افغانستان آرام شو. بهرنیو ځواکونو له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان جګړې ګرم او مرګونی میدان افغان امنیتي ځواکونو ته پرېښود، له دوی څخه که څه هم لسګونه زرو یې افغانستان پرېښود؛ خو لا هم دمګړۍ په افغانستان کې د ناټو د ۳۹ هېوادونو څخه زرګونه بهرني پوځیان مېشت دي.

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره د دې هېواد له لوري د افغان جګړې په اړه نوې پوځي تګلاره اعلان شوه. د دغې تګلارې له مخې بهرني ځواکونه یو ځل بیا د افغان جګړې ډګر ته را وګرځېدل، جګړه ګرمه شوه او هوایي بمبارۍ زیاتې شوې چې له امله یې په ډېری بریدونو کې تل ملکي خلکو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي او د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ یوازې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۲۲ عامو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د امریکا به ملګرتیا ناټو له تېرې څه باندې یوه نیمې لسیزې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ملاتړ جګړه‌ییزه تګلاره پرمخ وړي؛ خو دا جګړه امریکا او ناټو تر اوسه نه ده ګټلې. سره له دې چې ناټو خپله وایي چې افغان جګړه نظامي حل‌لاره نه لري؛ خو لا هم د دې جګړې د تمویل په موخه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په نوم میلیاردونه ډالر او خپل سرتېرې رالیږي.

په ټوله کې ناټو او نړیواله ټولنه د افغان جګړې او سولې په برخه کې توپیري چلند کوي. ظاهراً هر ځل طالبان له افغان دولت سره سولې ته را غواړي او وایي چې افغان جګړه نظامي حل نه، بلکې سیاسي حل ته اړتیا لري؛ خو همدې سیاسي حل ته د زمینې برابرولو په برخه کې هېڅ عملي ګام نه پورته کوي او برعکس د جګړې پر میدان خپل تمرکز زیاتوي.

په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او د سولې ټینګښت په اوس مهال کې تر ټولو ډېر د نړیوالې ټولنې او امریکا تر پرېکړو را محدود شوي. ناټو د دې پر ځای چې د پاتې سرتېرو د وتلو پر مهال ویش فکر وکړي، هڅه کوي چې نور سرتیري افغانستان ته راولیږي، جګړه تمویل کړي او د سولې هيلې مړې کړي. حال دا چې تېرو تجربو ته په کتلو سره د سرتېرو زیاتوالی یوه ناکامه هڅه ده.

بروکسل کې د ناټو وروستۍ غونډه

په بروکسل کې د ناټو سازمان په وروستۍ غونډه کې د دغه سازمان د غونډې دویمه ورځ تر ډېره د افغانستان پر مسئله بحث ته ځانګړې شوې وه، چې په لړ کې یې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه بحث او پرېکړې وشوې:

جګړه؛ افغانستان کې پر جګړه تمرکز د ناټو په وروستۍ غونډه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو د پام وړ موضوع وه. غونډه کې د افغان دولت مخالفینو ته په زغرده وویل شول: «تاسې جګړه نه شئ ګټلی، ناټو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور وساتي». دغه راز د ناټو سازمان غړو هېوادونو په ګډه هوکړه وکړه، چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په اوس مهال کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو دغه مرستې او له هغوی ملاتړ، ښایي د جګړې په ډګر کې د افغان پوځیانو مورال لوړ او طالبان تر فشار لاندې را ولي؛ خو تېرو کلونو ته په پام سره، شونې نه برېښي چې دا هر څه به د جګړې په ډګر کې د طالبانو د ماتې سبب شي. طالبان که مخامخ جګړه کې تر فشار لاندې راشي، ښایي په ښارونو کې خپل “ځانمرګي” او نور غلچکي بریدونه زیات کړي، چې له دې سره به جګړه اوږده، ملکي تلفات لوړ او د سولې شته هیلې به هم له منځه لاړې شي.

سوله؛ د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د سولې په برخه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ او ستاینه وشوه. دغه راز د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ د افغان دولت په وسله‌والو مخالفینو غږ وکړ چې جګړه نه شي ګټلی او دغه کړکیچ ته باید د افغانانو په مالکیت په سوله‌ییزه توګه د سیاسي جوړجاړي له لارې حل لاره ومومي؛ خو دا هغه څه دي چې طالبانو تر دې دمه تل رد کړي دي.

افغان حکومت په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت په راتګ سره له طالبانو سره د سولې په برخه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ هلې ځلې وکړې. پر طالبانو د سیاسي او نظامي فشارونو څخه علاوه، د ملي یووالي حکومت پر دغه ډله مذهبي او دیني فشارونه هم وارد کړل. افغان دولت وتوانېده چې روانه جګړه د افغان علماوو سربېره د مکې مکرمې د امام په ګډون د اسلامي نړۍ د زیاتو علماوو په فتواګانو سره ناروا اعلان کړي؛ خو له دې ټولو سره لا هم طالبان سولې ته نه دي حاضر شوي.

په افغانستان کې دسولې پروسه له تېرو څو کلونو راهیسې له بن‌بست سره مخ ده او د نورو لاملونو ترڅنګ یې یو ستر لامل دا دی چې طالبان له امریکا سره نېغ په نېغه خبرې غواړي؛ خو امریکا بیا دا نه مني. تېره اوونۍ که څه هم نړیوالو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې امریکا هڅه کوي، څو له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي؛ خو افغان حکومت یې په غبرګون کې ویلي، چې له طالبانو سره په خبرو کې کوم بل هېواد د افغان حکومت ځایناستی نه شي کېدای.

یاد رپوټونه د افغان سولې په اړه خورا هیله بښونکي دي؛ خو که رښتیا هم امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو هوډ کړی وي او افغان حکومت یې مخالفت وکړي، ښایي د سولې خبرې یو ځل بیا بن‌بست سره مخ شي.

له دې ټوله سره ویلی شو چې په تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند دا ثابته کړه چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي او سوله غواړي؛ خو د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې د دوام تر ټولو ستر لامل دی. په اوس مهال کې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او ناټو د افغان جګړې د اصلي لامل د لرې کولو په هڅه کې شي، امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او د افغان جګړې په حل کې خپل مسؤولیت ادا کړي، دغه راز طالبان افغان حکومت یو با صلاحیته او د جګړې د مهم اړخ په توګه ومني، هغه جګړه چې د دغو دریو (امریکا، افغان حکومت او طالبانو) ترمنځ روانه ده، په ګډه حل لاره ورته پیدا شي او پای ته ورسېږي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *