سوله او د افغان جګړې نوی پیلېدونکی اړخ

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل له ګنګوسو را وروسته، تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې په دوحه کې طالب او امریکایي چارواکو د سولې په اړه مخامخ خبرې کړې دي. په دې هکله که څه هم تر دې دمه طالبانو کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو د يو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه خبرې طالبانو ته د نږدې سرچینو له لوري تأیید شوې دي.

په همدې حال کې د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، طالب چارواکو ویلي چې دغه خبرې د دې ډلې د مشرتابه شورا په هوکړه ترسره شوې دي او دواړو لورو په هغو وړاندیزونو بحث کړی چې له مخې یې طالبانو ته اجازه ورکوي، څو د افغانستان په دوو ولایتونو کې پرته له دې چې پرې حملې وشي، په آزادانه توګه، تګ راتګ وکړي.

دغه پلان که څه هم له وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني رد کړی دی؛ خو تازه د هغې طرحې په اړه هم راپورونه خپاره شوي چې افغان دولت او امریکا غواړي، د هېواد له کم مېشتو سیمو څخه د ملي اردو ځواکونه وباسي او پر ځای یې په همغو سیمو کې “د محلي اردو” په نوم، په هره سیمه کې د هغې سیمې خلک مسلح کړي او د امنیت ساتلو په برخه کې ترې کار واخلي.

د افغان طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ مخامخ خبرې، طالبانو ته د امتیازاتو د ورکړې ګنګوسې، په بل اړخ کې له کم مېشتو سیمو څخه د ملي اردو وتل او د محلي اردو په نوم، ځایي خلکو ته د خپلو سیمو د امنیت ساتلو په پلمه وسلې ورکول، هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې

ډونالډ ټرمپ، له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې خلاف نظر درلود؛ خو له ولسمشر کېدو سره یې له اته میاشتې ځنډ وروسته، د خپل هېواد د تېرو ولسمشرانو تګلاره خپله کړه او د افغان جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ؛ خو دا چې د جګړې تګلاره په تېرو ۱۷ کلونو کې یوه ناکامه هڅه وه، له دې سره د یو کال په تېرېدو، ډونالډ ټرمپ هم دا درک کړل چې د جګړې تګلاره یې اغېزناکه نه ده او له طالبانو سره باید د خبرو لار غوره کړي.

افغان حکومت، په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې په برخه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ هلې ځلې وکړې؛ خو طالبانو له افغان حکومت سره نه، بلکې تل یې له امریکا سره نېغ په نېغه خبرې کول غوښتي. امریکا که څه هم، تر تېرې میاشتې د طالبانو دغې غوښتنې ته منفي ځواب درلود؛ خو تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحه کې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې کړې دي. طالبانو که څه هم په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو بي بي سي سره په خبرو کې دوو جګپوړو طالب چارواکو ویلي چې له امریکایي چارواکو سره یې په دوحه کې کتلي دي.

د دې کتنې په اړه تر دې دمه څرګنده نه ده، چې د طالب استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوې یا هم یو بل ته څه وعدې ورکړل شوې دي؛ خو رویټرز خبري آژانس د یوه طالب چارواکي له خولې ویلي، غونډه په دوستانه فضا کې ترسره شوه، ډېر مثبت پیغامونه یې درلودل او دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې د خبرو له لارې د روانې کشالې د حل په موخه به راتلوونکې میاشت په قطر، ترکیه او یا هم عربستان کې بیاځلې مخامخ خبرې ولري.

په ټوله کې د سولې په اړه د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې د افغان جګړې په پای رسولو کې خورا هیله بښوونکې دي؛ خو په دغو خبرو کې د امریکا صداقت او پر خپلو ژمنو عمل یو مهم ټکی دی.

 

د سیمه‌ییزې اردو طرحه

له تېرو څو ورځو راهیسې رسنیو کې ویل کېږي، امریکا افغان حکومت ته ویلي ترڅو خپل امنیتي ځواکونه د هېواد له کم مېشته سیمو څخه را وباسي. د افغانستان دفاع وزارت دا خبره مني؛ خو وایي چې دا د امریکا طرحه نه، بلکې زموږ خپله طرحه ده او یوازې د امریکا ولسمشر تائید کړه. دفاع وزارت دغه راز وایي چې د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه چې ګڼ مېشتې نه دي، غواړي د ملي اردو ځواکونه وباسي او پر ځای یې د “محلي اردو” په نوم نوی سیمه ییز پوځي ځواک ځای پر ځای کړي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، محلي اردو به د پخوانیو سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو په شان نه وي. دوی وایي چې په دغه ځواک کې به زیاتره د دفاع وزارت پخواني سرتېري او افسران جذبیږي او د ملي اردو تر قوماندې لاندې به خپل فعالیتونه کوي.

په افغانستان کې د محلي اردو مسئله که څه هم تازه د امریکا او طالبانو له خبرو سره راپورته شوې، خو د دې طرحې په اړه آن تېر ۲۰۱۷م کال د سپټمبر میاشت کې د رویټرز خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د امریکایي او افغان چارواکو بحثونه شوي وو، ځکه هند هم ورته یو پوځي ځواک لري چې له نورو ځواکونو څخه یې یوه اندازه مسؤولیتونه را کم کړي دي او داسې انګېرل کېږي چې د ټرامپ د پوځي تګلارې یوه برخه ده.

په افغانستان کې د محلي ملېشو تجربه، هغه که په هر نوم او بڼه وي، یوه ناکامه او بدنامه تجربه ګڼل کېږي. د امریکا او افغان حکومت له لوري په هېواد کې د امنیت ټینګښت په موخه د محلي اردو په نوم نوی سیمه ییز وسله وال ځواک رامنځته کول، د سیمه ییزو پولیسو د تجربې بیا ځلې تکرار دی. ښه داده چې د سیمه ییزو وسله والو ملېشو د رامنځته کولو په ځای د افغانستان امنیتي ځواکونه تقویه کړي، ویې روزي او په عصري وسلو یې سمبال کړي.

 

د افغان جګړې او سولې راتلوونکی

سوله؛ په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې تر بل هر وخت ګرمې وې، خو په دغو خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور او له امریکا سره پر مخامخ خبرو د طالبانو ټینګار، هغه څه و، چې روانه پروسه یې له بن‌بست سره مخ کړې وه.

امریکا که څه هم ډېره هڅه وکړه چې طالبان له هرې ممکنې لارې مات کړي او له افغان حکومت سره یې خبرو ته کینوي، خو دې چارې بیا برعکس طالبانو ته زمینه برابر کړه چې په سیمه کې د امریکا له رقیبانو سره اړیکي جوړې کړې او د هغه یوازیني هېواد له انحصاره تر یوې اندازې ځانونه وباسي چې د امریکا د فشار له امله به یې تل پر طالبانو بېلابېل فشارونه واردول.

د جګړې له اوږدوالي ورهاخوا په سیمه کې له روسیې، ایران او چین سره د طالبانو اړیکې جوړول، تر ډېره هغه اړخ و چې امریکا یې بالآخره له دغې ډلې سره د سولې په اړه مخامخ خبرو ته اماده کړه. خو له دې ټولو سره سره داسې انګېرل کېږي چې اوس مهال امریکا هڅه کوي څو طالبان په هرې ممکنې لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي، غواړي د خپلو سرتېرو د ویستلو مهال وېش هم ورسره معلوم کړي؛ خو اصلي سناریو داده چې امریکا غواړي په همدې موده کې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت دومره کړکېچن او ماتېدونکی کړي، چې خپله افغانان یې د پاتې کېدو غوښتوونکي شي.

جګړه؛ په افغانستان کې له لرې پرتو سیمو څخه د افغان امنیتي ځواکونو را ویستل او یوازې پر ښارونو د تمرکز زیاتوالی، د افغان جګړې په تګلاره کې یو نوی بدلون دی. د دغې تګلارې له مخې به د ملي اردو تر کنټرول لاندې سیمو کې به، د امنیت ساتلو په موخه د هماغې سیمې اوسیدونکي مسلح کړل شي.

د همدې تګلارې په اړه لاندې څو ټکي د بحث وړ دي:

  • د افغانستان زیاتره ښارونه په جبهیي جګړو کې ښکېل نه دي چې د اړتیا له مخې دې، ملي اردو هلته ځای پر ځای شي او شپه او ورځ دې له مخالفینو سره مخامخ جګړه وکړي؛ بلکې په ښارونو کې د استخباراتي کمزورتیا له کبله، ډېری مهال خونړي بریدونه او چاودنې کېږي. د دغو چاودنو د مخنیوي لپاره قوي استخباراتي پلان او عمل ته اړتیا ده چې ښایي تر یوې اندازې د دا ډول بریدونو مخه ونیولی شي.
  • ښارونو ته د ملي اردو راوستل ښایي د جنایي پېښو او جرمونو په کمښت کې مثبت تمام شي؛ خو په بل اړخ کې دا احتمال هم ډېر دی چې وسله وال مخالفین به له دې وروسته په ښارونو خپله پاملرنه زیاته کړي او هڅه به یې دا وي چې پر ښارونو تهاجمي حملې وکړي. دغه راز وسله وال مخالفین به د هېواد په لرې پرتو سیمو کې له محلي اردو سره د جګړو پر مهال، د افغان او امریکایي ځواکونو له هوایي بمباریو سره مخ کېږي، چې د تېرو کلونو په شان به تر ډېره په دغو بمباریو کې ملکي افغانان قرباني کېږي.
  • د محلي اردو په نوم نوی ځواک، پرته له ملېشه جوړونې او د تېرو تجربو له تکرار بل څه نه شو ګڼلی. د ځایي ملېشو قوي کېدل به په خلکو کې د قومي او کورنیو شخړو او مخالفتونو د رامنځته کېدو لامل شي او دا هم لرې نه ده چې په راتلونکي کې به همدا ملېشې په مافیایي کړیو بدلې شي او افغان دولت ته به، په یو بل ستر سرخوږي واوړي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *