په افغان سوله کې د سيمه‌ييزو هڅو رول او راتلونکی

 

د افغان سولې په تړاو په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه هڅې روانې دي، چې ځينې لوبغاړي يې په دغو هڅو کې خپلې موخې لټوي. طالبان هم د خپلې ديپلوماسۍ په لا ډېر فعالولو سره هڅه کوي، چې پر افغان حکومت او نړيواله ټولنه د فشار لپاره دغه لوبغاړي لا پسې زيات کړي.

د افغان سولې په تړاو له تېرو څو کلونو راهيسې دا ډول هڅې کېږي؛ خو په تېرو څو مياشتو کې بيا د تېر په پرتله ګړندۍ شوې دي. که دغو هڅو ته ځير شو، نو دا په دوو برخو وېشل شوې دي؛ يوه يې هغه هڅې دي، چې د افغان حکومت او امريکا په خوښه او يا هڅونه ترسره کېږي او بله يې بيا پر امريکا د فشارونو او يا هم د طالبانو د فعالې ديپلوماسۍ په پايله کې دي.

افغان حکومت د سيمې په کچه د تاشکند له غونډې وروسته په سعودي عربستان کې د خپلې خوښې يوې مهمې غونډې پر جوړولو وتوانېد، چې په پايله کې يې پر طالبانو د فشار لپاره په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا والي په تړاو هم د تر په پرتله يو څه متفاوته او روښانه اعلاميه خپره شوه؛ خو په وروستيو کې په روسيه کې له طالبانو سره د سولې اړوند يوې غونډې پلانېدل بيا د افغان حکومت د خوښې خلاف چاره وه، بلکې افغان حکومت ته د اندېښنې وړ هم وه.

دا چې د سولې په تړاو سيمه‌ييزې هڅې څه دي او څه موخې لري، په دې تړاو څه اندېښنې او خنډونه شته دي او د دغو هڅو اغېزې او راتلونکی به څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د سولې سيمه‌يېزې هڅې

قطر هغه هېواد دی، چې لومړی ځل يې د افغانستان په سوله کې د رول لوبولو په لور ګام پورته کړ او په دوحه کې يې طالبانو ته د امريکا په تفاهم سياسي دفتر پرانيست. که څه هم د ټرمپ له واک ته رسېدو سره د دغه دفتر د تړل کېدو اوازې هم خپرې شوې؛ خو داسې ښکاري چې لا هم قطر دفتر د طالبانو د ديپلوماتيکو فعاليتونو تر ټولو ځواکمن ادرس دی او د دغه ادرس شتون د دې لامل هم شو، چې د افغان سولې او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د خبرو اترو په قضيه کې، په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د ځينو هېوادونو رول او مداخلې ته لا ډېره زمينه برابره شي. طالبانو هم په تېرو څو کلونو کې خپل بېلابېل فعاليتونه او مذاکرات له همدغه ادرسه تنظيم کړي او ان يو شمېر مهمو لوېديزو چارواکو هم د قطر دفتر له غړو سره په بېلابېلو وختونو کې کتلي دي.

د افغان سولې په تړاو په سيمه‌ييزو هڅو کې د قطر رول، د دا ډول هڅو تر ټولو اغېزناک رول بلل کېږي او تراوسه داسې تورونه، چې ګواکې قطر دې د دغه دفتر تر شا ورانکارې موخې ولري، نه ترسترګو کېږي. له همدې کبله داسې تمه هم شته ده، چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره به دا دفتر په رسميت وپېژندل شي.

پاکستان د قطر دفتر له پرانيستلو سره له لومړي سره مخالف و؛ خو نورو هېوادونو بيا د دغه دفتر له موجوديت څخه په افغان قضيه کې د خپل رول د تقويه کولو لپاره ګټه واخيسته، چې له جملې يې له طالبانو سره د ايران اړيکې يادولی شو. ايران او طالبانو دواړو دا اړيکې منلې دي؛ خو د ځينو دليلونو په وړاندې کولو سره يې خپلې دا اړيکې توجيه کړې دي؛ مګر امريکا او افغان حکومت بيا ايران د طالبانو په پټ ملاتړ تورنوي. دا چې له يوې خوا ايران په افغانستان کې له داعش ډلې وېره لري او له بلې خوا يې له امريکا سره اړيکې خرابې دي، اوسمهال داسې برېښي چې ښايي ايران به له طالبانو سره خپلې اړيکې لا پراخې کړي، کوم څه چې له طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو د اړتيا او احتمال پر زياتوالي هم اغېز لرلی شي.

د ايران تر څنګ روسيې هم په افغانستان کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته له طالبانو سره اړيکې جوړې کړې؛ خو روسيه که له يوې خوا له داعش ډلې وېره لري، له بلې خوا يې دا اړيکې په نړيواله کچه له امريکا سره د سړې جګړې يوه برخه هم بلل کېږي. له همدې کبله د روسيې د هڅو موخه په افغانستان کې د سولې لپاره نه ګڼل کېږي. د ملي يووالي حکومت چې د حامد کرزي د دويمې دورې په پرتله له امريکا سره ښې اړيکې لري، له روسيې سره يې اړيکې تر يوه بريده خرابې دي، ان تر دې چې تېر کال يو ځل ولسمشر غني دغه هېواد نېغ په نېغه طالبانو ته د وسلو په ورکولو هم تورن کړ. په دې توګه افغان حکومت د سولې تر نوم لاندې د روسيې هڅو ته د شک په سترګه ګوري او دا له امريکا سره د روسيې د سړې جګړې يوه برخه بولي.

دغه راز يو شمېر نور هېوادونه، لکه ازبکستان، بيا له يوې خوا په افغانستان کې د خپلو سيمه‌ييزو پروژو په څېر، خپلو ګټو د خونديتوب او يا هم د داعش ډلې د پراختيا له وېرې له طالبانو سره اړيکې جوړوي او د افغان قضيې او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د رول لوبولو هڅه کوي.

 

افغان حکومت او د سولې سيمه‌ييزې هڅې

د افغان سولې په قضيه کې د لوبغاړو د ډېرېدو اساسي لامل له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پاتې راتګ دی، چې له کبله يې يو شمېر هېوادونه هڅه کوي، طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو کړي او يو شمېر نور بيا د طالبانو او امريکا مخامخ خبرو ته د زمينې برابرولو په هڅه کې دي.

افغان حکومت له ۲۰۱۰ کال راهيسې له طالبانو سره د سولې هڅې پيل کړې دي؛ خو ډېری وخت يې پروژه‌يي بڼه اخېستي او د سولې د عالي شورا په څېر يې له مليونونه ډالرو لګښت سره سره کومه رغنده پايله نه ده لرلې. د ملي يووالي حکومت که څه هم د کرزي د دورې په پرتله يو ګام وړاندې ولاړ او طالبانو ته يې د ځينو امتيازونو په منلو سره د مخامخ خبرو وړانديز وکړ؛ خو بيا يې هم تګلاره له جدي خنډونو سره مخ ده او ځکه يې تراوسه پايله هم نه ده لرلې. تر ټولو اساسي ستونزه دا ده، چې طالبان افغان حکومت د دوی د اساسي غوښتنې يعني په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د برخليک په تړاو بې‌صلاحيته بولي او له دغه حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي. د دې ترڅنګ ځينې نورې ستونزې، لکه د حکومت داخلي اختلافات، هم د دې لامل شوي چې حکومت په دې چاره کې ناکام پاتې شي.

دا چې په افغان قضيه کې د سيمه‌ييزو هېوادونو رول په زياتېدو شو، افغان حکومت هم هڅه وکړه چې په سيمه‌ييزه کچه د سولې قضيې ته د ځينو هېوادونو مرسته راجلب کړي او په يو ډول دا هڅې تر خپل کنټرول لاندې راولي. همدا لامل دی، چې ولسمشر غني د کابل پروسې په پيلولو سره د سولې په بهير کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت ټينګار کړی دی. د حکومت په دغو سيمه‌ييزو هڅو کې د تاشکند کنفرانس او په سعودي عربستان کې د ديني علماوو غونډې يادولی شو. که څه هم نړيواله ټوله چمتو نه ده چې د خپلو ۱۷ کلنو هڅو په پايله کې جوړ شوی حکومت په اسانۍ سره له پامه وغورځوي؛ خو د حکومت دا ډول هڅې او تر خپل کنټرول لاندې د سولې بهير راوستل له همدې وېرې خړوبېږي. افغان حکومت وېره لري، چې که د سولې په خبرو کې پاتې راځي، له يوې خوا دا په ټولو برخو کې د حکومت ناکاميو ته لاره هواروي او له بلې خوا ښايي امريکايان هم بالاخره دا اړتيا درک کړي، چې خپله دغو خبرو ته ورمخکې شي او په داسې حال کې چې تراوسه يې د افغان حکومت په مشرۍ ټينګار کاوه، اوس يې تر يوه بريده له پامه وغورځوي. له همدې امله، په قطر کې له طالب استازو سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې آلیس وېلز مخامخ خبرې د افغان حکومت لپاره د اندېښنې وړ خبره وه او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وويل، چې هېڅ بل هېواد د سولې په خبرو کې د افغانستان ځای نه شي نيولی.

 

طالبان-امريکا خبرې اترې

له يوې خوا د حکومت د سولې تګلاره تراوسه ناکامه ده او طالبانو د ولسمشر غني بلنې ته رد ځواب ورکړ؛ له بلې خوا له طالبانو سره د سيمه‌ييزو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او روسيې اړيکې په پراخېدو دي، کوم څه چې افغان قضيه د لا ډېرې پېچلتيا په لور بيايي.

لا هم تمه نه کېږي چې طالبان دې په اسانه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني؛ ځکه په دې تړاو پر پاکستان له فشارونو نيولې، پر طالبانو تر نظامي او سياسي فشارونو پورې ټولو هڅو پايله نه ده لرلې او بيا اوس چې امريکا هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره شين څراغ ورکړی، له حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې په نژدې راتلونکي کې ناشونې برېښي. د دې ترڅنګ، که څه هم پر پاکستان له نړيوالو فشارونو سره هم‌مهاله د عمران خان راتګ، د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد د همکارۍ هيلې راوټوکولې؛ خو بيا هم داسې برېښي چې پر پاکستان فشارونه او يا هم په دغه هېواد کې وروستي بدلونونه، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو ته لاره نه شي هوارولی.

په بل اړخ کې، د طالبانو ديپلوماسي هم په تېرو څو کلونو کې پام‌وړ فعاله شوې ده. طالبانو په تېرو څو کلونو کې له روسيې او دسيمې له يو شمېر نورو هېوادونو سره اړيکې جوړې کړې دي، چې د نورو لاملونو ترڅنګ، همدا چاره هم د دې لامل شوې چې امريکا له ۱۷ کلونو وروسته له دغې ډلې سره مخامخ خبرو اترو ته چمتووالی وښيي.

که څه هم د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې په ۲۰۱۳ کې د قطر دفتر له جوړولو سره پيل شوې او وروسته بيا د باو برګډال په نوم د يوه امريکايي پوځي او پنځو جګ‌پوړو طالب بنديانو د تبادلې په اړه هم خبرې اترې وشوې؛ خو د افغان حکومت د ټينګار له کبله يې دا دفتر تراوسه په رسميت نه دی پېژندلی او د افغان سولې په تړاو يې هم له دغې ډلې سره رسمي خبرې اترې نه دي کړې.

 

پايله

که څه هم له طالبانو سره د سولې د قضيې په اړه د سيمه‌ييزو هېوادونو هڅې، ښايي د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لامل نه شي؛ خو په ټوليز ډول د سولې له پروسې سره مرستندويې دي، ځکه تر څو چې امريکا په خبرو کې مستقيم رول او ونډه ونه لري، د سولې د بهير بريا ناشونې برېښي. له همدې کبله په تېره بيا د روسيې په څېر هېوادونو دا ډول فشارونه د امريکا پر دريځ اغېز ښندلی شي.

طالبان هم اوس د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو ته ډېر لېوال دي. که څه هم په کوچني اختر کې په درې ورځني اوربند سره طالبانو وښوده، چې په  روانه جګړه کې لا هم تر ټولو پياوړی ځواک او مهم فکټور همدا ډله ده؛ خو بيا هم دا چې داعش ډله ورځ تر بلې په افغانستان کې پياوړې کېږي، طالبان د جګړې په ډګر کې د خپل رول د پيکه کېدو په وېره کې دي. له بلې خوا پر طالبانو د ولسي، سياسي او نظامي فشارونو زياتېدل هم د دې لامل شوي، چې د سولې خبرو ته د تېر په پرتله ډېر لېوال شي.  

   پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *