د سپټمبر یوولسمه او د افغانستان بې‌پایه غمیزه

 

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه د القاعدې ډلې ۱۹ غړو، چې ډېری یې د سعودي عربستان وګړي وو، د “یونایټډ” او “امریکن” هوايي شرکتونو څلور الوتکې هایجک (برمته) کړلې او د امریکا پر نیویارک او واشنګټن ښارونو یې بریدونه وکړل. په دغه بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول او همدا بریدونه په افغانستان کې د روانې جګړې د پیل یوه مهمه پلمه وګرځېده، چې له امله یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او لسګونه زره سرتېري یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې افغانستان ته ولېږل.

په افغانستان کې د امریکا له لوري د پیل شوې جګړې ۱۷ کاله تېرېږي؛ خو دا جګړه لاهم روانه ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي. د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره نه یوازې دا چې طالبان مات نه شول، بلکې په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون یو شمېر نورې وسله‌والې ډلې هم فعالې شوې.

د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته پر افغانستان د امریکا د برید څرنګوالی، په افغانستان کې د امریکا جګړه او دا چې په ټوله کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته په افغانستان کې امریکا څه ترلاسه کړل؟ هغه موضوعات دي، چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

پر افغانستان د امریکا برید

د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یو شمېر عرب وګړي په افغانستان کې مېشت وو او له افغان مجاهدینو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کولې. د طالبانو د اسلامي امارت د جوړېدو پر مهال هم، ځینې عربان، د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول، په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه.

اسامه بن لادن هغه څوک و، چې پر سر یې د طالبانو او امریکا ترمنځ شخړې پیدا شوې او په ۱۹۹۸م کال کې څو ځله د امریکایانو له‌خوا پر افغانستان توغندیز بریدونه هم وشول؛ خو څه کم درې کاله وروسته کله چې په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې پېښه رامنځته شوه، یو ځل بیا د اسامه پر سر جنجال زور واخېست.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر”جورج ډبلیو بش” له طالبانو څخه د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۲۰مه وغوښتل چې دوی ته د القاعدې ټول غړي وسپاري، ټول بهرني بنديان خوشې کړي، د وسله‌والو جنګیالیو روزنیز مرکزونه وتړي او امریکا ته د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپلې څېړنې وکړي؛ خو طالبانو د امریکا دغه وړاندیزونه رد کړل او په ځواب کې یې وویل چې امریکا په دې پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نه لري.

که څه هم وروسته طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته محکمه شي؛ خو دغه وړاندیز د پرویز مشرف له لوري رد شو. دغه راز د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي. خو په همدې ورځ امریکایانو پر افغانستان هوایي بریدونه پیل کړل او روانه خونړۍ جګړه يې پيل کړه.

 

له بریده ۱۷ کاله وروسته وضعیت

ظاهراً پر افغانستان د امریکا برید له “ترهګرۍ” سره د مبارزې تر نامه لاندې وشو؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو نه یوازې دا چې “ترهګري” ختمه نه شوه، بلکې په افغانستان کې نورې بېلابېلې وسله‌والې ډلې هم را پیدا شوې. جګړې ورځ تر بلې زور واخیست او پر ښکېلو لورو سربېره لسګونه زره عامو افغانانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته.

په ټوله کې د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې پایلې په لاندې څو ټکو کې بیانولی شو:

لومړی؛ پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم جګړه روانه ده، پر طالبانو سربېره د داعش په ګډون، نورې مختلفې وسله‌والې ډلې هم راپیدا شوې دي. د سیګار د وروستي راپور پر بنسټ، د هېواد له ۴۰ سلنه څخه زیاته خاوره د حکومت د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په دې موده کې امریکا په افغانستان کې ګڼ داسې جنایتونه وکړل چې اوس یې له څېړلو وېره لري او له همدې کبله یې د هاګ نړیوالې محکمې ته د امریکایي سرتېرو د دوسیو د څېړلو له کبلهګواښ کړی دی.

دویم؛ د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ د نړیوالو ځواکونو له لوري د نوي نظام بنسټ کېښودل شو؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم د افغانانو پر وړاندې سیاسي بې‌ثباتي او د حکومتي چارواکو ترمنځ ژور اختلافونه سترې ننګونې ګڼل کېږي. د درې ځله ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو سربېره لا هم افغانستان کې د فساد له امله د ټاکنو پر کمیسیونونو باور نه شي کېدای او افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې څلورم مقام لري.

درېیم؛ افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره، میلیاردونه ډالر هم دغه هېواد ته راغلل؛ خو د مشخصو کړیو او کسانو جیبونه ترې ډک شول. اوس شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دغه راز نږدې دوه میلیونه افغانان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بې‌کاره دي او په تېرو څو کلونو کې سلګونه زره لوستي او نالوستي افغان ځوانان د بې‌کارۍ له کبله بهرنیو هېوادونو ته ګډوال شول، چې ډېر یې له رسېدو وړاندې د سختو او مرګونو لارو له کبله د مرګ کندو ته ولوېدل.

څلورم؛ په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلنې جګړې له امله د سیمې د ځینې هېوادونو لکه: ایران، پاکستان، روسیې او چین لاسونه هم په یو ډول نه يو ډول د افغانستان قضیې ته را دننه شول او اوس‌مهال ډیری شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان کې روانه جګړه د سیمې او نړۍ د سترو قدرتونو د تقابل او پټو لاسوهنو له امله اوږده شوې او که همداسې روانه وي، ښایي افغانستان د همدغو سترو قدرتونو د سیالیو پر علني ډګر بدل شي.

 

پایله

د سپټمبر یوولسمې بریدونو د امریکا له پولو هاخوا، پر نړۍ او ځانګړي ډول پر افغانستان، داسې ناوړه اغیزې لرلې دي، چې لمن یې تر نن ورځې هم نه ده ټوله شوې. د دغو بریدونو له امله د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا او ځینو نورو پوځي قدرتونو لاسوهنو ته ښه پلمه برابره شوه، چې له امله یې په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا… کې سلګونه زره انسانان د جګړې په اور کې لولپه شول.

په افغانستان کې د امریکا له جګړې د ۱۷ کلونو په تېرېدو اوس‌مهال ډیری شنونکي په دې باور دي، چې امریکا افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه نه، بلکې په دغه سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو او اوږدمهالو سیمه‌ییزو ګټو ترلاسه کولو لپاره راغلې ده او د سپټمبر ۱۱ مې پېښه هم تر ډېره له همدې موخو سره تړاو لري.

 په بل اړخ کې له همدې کبله له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د سیمې د یو شمېر هېوادونو لکه: ایران، چین او روسیې اندېښنې هم را پورته کړې دي. روسیه او ایران له څو کلونو راهیسې په دې باور دي، چې امریکا په لوی لاس سیمه ناامنه کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم، د ځينو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو امریکا بیا تل دغه تورونه رد کړي او برعکس نوموړي هېوادونه له وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورونوي.

په ټوله کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته، پر افغانستان د امریکا برید د دغه هېواد د تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې پیلامه شو. د ۱۷ کلونو په تېرېدو اوس مهال خپله امریکایي جنرالان هم په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه له بن‌بست سره مخ ده او اړتیا ده چې د خبرو اترو له لارې یې نوره پای ته ورسوي. له همدې کبله د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ناسمو پالیسیو له کبله دغه هېواد په کور دننه او بهر له نیوکو سره مخ دی.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *