کابل – اسلام‌آباد اړیکي د عمران خان له راتګ وروسته

 

په پاکستان کې د لومړي وزیر په توګه د عمران خان له راتګ او نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته، تېره اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي افغانستان ته راغی او دا د عمران په مشرۍ د نوي جوړ شوي حکومت لومړنی جګ‌پوړی پاکستانی چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي.

قریشي کابل ته د سفر پر مهال د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون له جګ‌پوړو افغان چارواکو سره وکتل او په سیمه کې د امنیت او ثبات، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان او د دواړو هېوادو ترمنځ د بې‌باوریو له منځه وړلو په يې خبرې اترې وکړې.

له نن څخه پوره یوه میاشت وړاندې (د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۸مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد په پارلمان کې د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او د وینا پرمهال یې  وویل چې نوموړی له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او د ښو اړیکو ساتلو په برخه کې به ډېره هڅه وکړي.

دا چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نوي لومړي وزیر عمران خان تګلاره څه ده، نوموړی به له افغانستان سره د اړیکو جوړولو په برخه کې څومره بریالی وي، دغه راز د عمران خان له راتګ سره  د افغان ـ پاک اړیکو د راتلونکي په اړه څه تمه کېږي؟ هغه پوښتنې دي، چې په دغه تحليل کې يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د عمران خان افغان تګلاره

عمران خان په ۱۹۹۷م کال کې د تحریک انصاف سیاسي ګوند بنسټ کېښود او له کرکټ څخه وروسته یې د پاکستان په سیاسي ډګر کې فعالیت پیل کړ؛ خو له څه باندې دوو لسیزو سیاسي فعالیت وروسته یې ځان د پاکستان د لومړي وزیر تر څوکۍ ورساوه. د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د مسلم لیګ او پېپلز ګوند پر ځای یو نوی ګوند او نوی شخص د پاکستان ټاکنې ګټې او د دغه هېواد لومړی وزیر کېږي.

عمران د پاکستان د سیاست ډګر ته له داخلېدو سره تل په خپلو سیاسي فعالیتونو او غونډو کې له یوې خوا په دغه هېواد کې دننه د کمزورې حکومتوالۍ او فساد پر ضد د مبارزې شعارونه ورکړي او له بلې خوا یې په سیمه کې د امریکا له حضور سره او پر قبایلي سیمو د دغه هېواد د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی دی.

عمران خان په پاکستان کې د وروستیو ټاکنو د پایلو له اعلان وړاندې ویلي وو، که چېرې نوموړی ټاکنې وګټي نو د کابل ـ اسلام‌آباد د اړیکو ښه کولو هڅې به وکړي. دغه راز په ټاکنو له بریا وروسته نوموړي یو ځل بیا په اسلام‌آباد کې د وینا پر مهال د خپل حکومت د بهرنۍ تګلارې اړوند یوه برخه کې وویل: “موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو او هیله لرو چې یوه ورځ د اروپایي ټولنې په څېر له افغانستان سره پرانیستې پوله ولرو، افغانان د نړۍ یوازینی ولس دی چې تر ټولو زیات جنګ یې لیدلی دی، موږ به په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره جدي هڅې او کار وکړو، ځکه په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې او آرامۍ په معنا ده”.

پر دې ټولو سربېره تېره اوونۍ عمران خان په کراچۍ ښار کې یوې ناستې ته وویل، چې هغو افغان ماشومانو ته به د پاکستان پاسپورټ او پېژندپاڼې ورکړي، چې په دغه هېواد کې زیږېدلي او لوی شوي دي.

د عمران خان پخوانيو دريځونو ته په کتلو سره، د نوموړي له واک ته رسېدو سره په افغان لوري کې د پاکستان د نوي حکومت د ښو سياستونو او مثبتې تګلارې لپاره هيلې زياتې شوې. ولسمشر غني هم پر نوموړي غږ وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادقانه اړيکو ته لاره هواره کړي. خو په ټوله کې، بېلابېلو لاملونو ته په کتلو سره دا هيلې تر ډېره پر ځای نه وې؛ ځکه دغو دوه‌اړخيزو اړيکو څېړونکي په دې اند دي، چې عمران خان به د افغانستان په تړاو تر ډېره پخوانۍ تګلاره تعقيب کړي؛ ځکه له يوې خوا نوموړی له پوځ سره نژدې کس بلل کېږي او له بلې خوا د پاکستان شته اندېښنو او بې‌باوريو ته په کتلو سره په اسانۍ سره د پاکستان د افغان تګلارې د بدلېدو تمه هم نه شي کېدای.

آیا عمران خان به خپلې ژمنې عملي کړي؟

عمران خان تل په پاکستان کې له فساد او فقر سره د مبارزې شعار ورکړی، له کمزورې حکومتولۍ څخه یې سرټکولی او د «نوي پاکستان» د جوړولو هیلې یې لرلې دي. دغه راز په ټاکنو کې له بریا وروسته یې ویلي، چې له خپلو ګاونډیانو سره به د ښو اړیکو هڅه وکړي.

د نوموړي دغو ژمنو ته په کتلو سره، ښایي په د کور دننه عمران خان د «نوي پاکستان» جوړولو هیلې تر یوه حده پوره کړای شي او تمه شته چې له فساد سره د مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپل هېواد ته کار وکړای شي؛ خو په بل اړخ کې کومې خبرې چې نوموړي د سیمې او خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه کړې دي، تر ډېره د پاکستان د ملکي ادارو په واک کې نه دي، بلکې په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه د پاکستان د پوځ ده.

که څه هم داسې تحلیلونه شته، چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې نظر نورو ګوندونو ته د دغه هېواد له پوځ سره نږدې اړیکې لري او د نوموړي د بریا تر شا هم تر ډېره د پوځ لاس و؛ خو بيا به هم عمران خان خپله بهرنۍ تګلاره په ځانګړې توګه د افغانستان، هند، امریکا، چین او روسیې په اړه، د پوځ په خوښه او مشوره جوړوي.

دا چې په وروستیو کلونو کې پاکستان له يوې خوا په پراخه کچه له نړیوالو فشارونو سره مخ دی، او په ورته وخت کې د امریکا ډالري مرستې هم پرې بندې شوې دي؛ او له بلې خوا په کور دننه هم له پراخو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، داسې انګېرنې شته دي، چې ښایي د حکومت ملکي او پوځي اداري یې په ګډه د دې لپاره کار وکړي، چې له دغه حالت څخه خپل هېواد بهر کړي او په نړيواله کچه يې انزوا او خپل باور ته رسېدلی زیان تر يوه بريده راکم کړي.

 

د افغان ـ پاک اړیکو راتلونکی

پاکستان او افغانستان هغه دوه ګاوندي هېوادونه دي چې تل یې یو د بل پر دریځونو شکونه کړي او بې‌باوري یې ترمنځ تل موجوده وه. د دغو دواړو هېوادونو اړیکې په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱م کال وروسته په تېرو ۱۷ کلونو کې له خورا زیاتو لوړو او ژورو څخه تېرې شوې دي. که څه هم ډېر ځله د دغو اړیکو رغولو او باور جوړونې هڅې شوې دي؛ خو ګټه یې یوازې دا وه چې د دواړو لورو اړیکې به د لنډ مهال لپاره ورغول شوې او له يوې امنيتي پېښې سره به بېرته د بې‌باوريو ښکار شوې.

په پاکستان کې د لومړي وزیر په توګه د داسې یو کس راتګ چې له پوځ سره نږدې اړیکې لري او واک ته یې تر رسېدو وروسته له افغانستان سره د ښو اړیکو پر جوړولو هم ټینګار کړی، دغه راز کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یې له افغان لوري سره د همکارۍ ژمنې، هغه څه دي چې د کابل ـ اسلام‌آباد د اړیکو د رغېدو هیلې يې را ټوکولې دي.

په بل اړخ عمران هغه څوک دی، چې له پخوا يې په افغانستان او سیمه کې د امریکا له حضور سره تر څه بريده علني مخالف کړی او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله په دې وروستیو کې نوموړي په پاکستان کې د امریکا سفیر ته هم ویلي دي، چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای سیاسي حل‌لارې ته اړتیا ده او په کار ده، چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي له لارې ثبات رامنځته شي.

عمران خان پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د امریکا له روانې جګړې پاکستان هم ډېر زیامن شوی دی. نوموړي په دې اړه د روسیې له آر ټي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو، چې په پردۍ جګړه کې برخه اخیستل پاکستانیانو ته په لوړ زیان تمام شول او پاکستان ته دا درس شو، چې هېڅکله به د نورو په جګړو کې ښکېل نه شي.

له دې ټولو سره سره، داسې ښکاري چې د پاکستان نوی حکومت هڅه کوي، پر ځان د امریکا او نړيوالې ټولنې وروستي سياسي فشارونه راکم کړي. دا چې امریکا په اوس مهال کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې دي، داسې تمې هم شته، چې پاکستان له امریکا څخه د کړیدیټ ترلاسه کولو په موخه ښايي هڅه وکړي چې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته وهڅوي؛ کوم څه چې له دغې ډلې سره د سولې په برخه کې رښتينې هلې ځلې بلل کېدای شي. په ورته وخت کې دا تحليلونه لا هم پر ځای دی، چې پاکستان به د افغانستان په اړه له خپلې “ستراتېژيک عمق” تګلاې څخه په اسانۍ لاس وانه‌خلي او په خپله تګلاره کې له لنډمهالو بدلونونو سره سره به، د خپلو دايمي اندېښنو له کبله خپله تګلاره بدله نه کړي.  

پای

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *