د ملګرو ملتونو سازمان درې‌اویایمه غونډه او افغانستان

 

تېره اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان درې‌اویایمه غونډه جوړه شوه، چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ له افغانستانه هم د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د غړو هېوادونو د مشرانو او استازو ترمنځ د نړۍ په کچه پر بېلابېلو ګرمو موضوعاتو بحثونه وشول. د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله هم وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د سولې او ثبات لپاره پر ګډو سیمه‌ییزو همکاريو ټینګار وکړ. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره د “ترهګرو” په نښه کولو کې مرسته وکړي او په ګډه د هغوی پټنځایونه له منځه یوسي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، آنتونیو ګوترش د پیل په خبرو کې وویل، چې نړیواله ټولنه له سترو ننګونو سره مخ ده او په نړیواله کچه کړکېچ هم زیات شوی دی. نوموړي دغه راز وویل، چې پر نړیوالو بنسټونو هم باور کم شوی او موږ د امنیت نړیواله شورا کې د دوه‌قطبيتوب شاهدان یو.

د افغانستان په قضیه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول، د دغه سازمان په وروستۍ ناسته کې د ډاکتر عبدالله ګډون او دا چې په دې غونډه کې څه تېر شول؟ هغه موضوعات دي چې دلته پرې بحث شوی دی.

 

افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان

د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د ۵۱ هېوادونو له لوري په ۱۹۴۵م کال کې رامنځته شو او افغانستان یې په ۱۹۴۶م کال کې رسمي عضویت ترلاسه کړ. په ۲۰۰۶م کال کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد؛ خو تایوان او واتیکان هغه دوه هېوادونه دي، چې د دغه سازمان غړيتوب نه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان له ۱۹۷۹م کال وروسته، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پر یرغل د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره اعتراض وکړ، دغه راز په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته وضعیت ته په کتلو سره بيا د دغه سازمان یو شمېر بنسټونو دلته خپل فعالیتونه هم پیل کړل. د “ژنیو” هغه هوکړه‌لیک چې په ۱۹۸۸م کال کې لاسلیک شو او د شوروي اتحاد لښکرو ته یې له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړه، هم د ملګرو ملتونو سازمان د هڅو پایله وه.

له افغانستانه د شوروي اتحاد د لښکرو له وتلو وروسته، د کورنیو جګړو پر مهال د ملګرو ملتونو سازمان هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د دغو جګړو مخه ونیسي؛ خو کومه پایله یې ونه لرله. د طالبانو د رژیم پر مهال یې هم هڅه وکړه، چې د شمالي ټلوالې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي؛ خو دغو هڅو هم کومه مثبه پایله ورنه کړه.

په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو او د امریکا په همکارۍ د نوي نظام په رامنځته کېدو سره، دغه سازمان په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړ. د اداري سیستم له رامنځته کولو نیولې بیا د لویې جرګې تر تدویره او ټاکنو ترسره کېدو، دغه سازمان بېلابېل ماموریتونه ترسره کړل؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره لا هم افغانستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او په افغانستان کې د دغه سازمان ماموريتونو او کړنو ته په کتلو سره، د افغانستان په قضيه کې د دغه سازمان پر رول نيوکې شته دي.

 

په ۷۳مه غونډه کې د افغانستان ګډون

د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۳مه غونډه کې د ولسمشر  غني نه ګډون او پر ځای یې دغې غونډې ته د اجرائیه رئیس ورتګ، داسې ګنګوسې راپورته کړې دي چې د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ د ادارې ترمنځ په اړېکو کې د بې‌باورۍ پر شتون شکونه راپیدا کوي.

د پژواک خبري اژانس له‌خوا په یوه خپاره شوي راپور کې د یوې کره حکومتي سرچینې له قوله ویل شوي: «ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ۷۳مه غونډه کې ګډون وکړي او د دې ناستې په یوه برخه کې له ډونالډ ټرمپ سره وویني؛ خو سره له دې چې په همدې موخه د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ یو افغان پلاوی امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له افغان ولسمشر سره لیدنه رد کړې او ویلي یې وو، چې له اشرف غني سره به د نوموړي مرستیال مایک پنس لیدنه وکړي.» سرچینه وایي، له همدې امله ولسمشر غني د ملګرو ملتونو سازمان په وروستۍ غونډه کې ګډون ونه کړ.

که څه هم ارګ او بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې بې‌بنسټه بللي دي؛ خو دا چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان په اړه حتی یوه خبره هم ونه کړه، په اړه یې شکونه زيات شول.

په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو څخه د امریکا روانه جګړه په اوس‌مهال کې له یو ډول ابهام او ناکامۍ سره مخ ده. امریکا له ۲۰۰۱م کال راوروسته د همدې جګړې د ګټلو په موخه بېلابېلې تګلارې وکارولې؛ خو تر دې دمه یې یوازینۍ لاسته راوړنه دا ده، چې جګړه روانه ساتل شوې ده.

امریکا پر افغانستان له یرغل راوروسته د یوه نوي حکومتي نظام د رامنځته کولو په موخه تر دغه مهاله میلیاردونه ډالر له افغانستان سره مرسته وکړه؛ خو لا هم دغه هېواد له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د اداري فساد له امله د نړۍ د فاسدو هېوادو په سر کې دی.

دغه وضعیت ته په کتلو سره په وروستیو کې ډونالد ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خپل ځانکړی استازی وټاکه، ترڅو په افغانستان کې له روان مبهم وضعیت څخه د وتلو لار ومومي. ډېری شونکي په دې اند دي، چې د ټرمپ اداره د ملي یووالي حکومت له کړنو نا خوښه ده. ځکه وضعیت دومره خراب شوی، چې یو شمېر سیاسي احزاب، پخواني حکومتي چارواکي او ملي شورا له امریکا سره د شوي امنیتي تړون پر بیا کتنې ټینګار کوي او دا هغه مسئله ده، چې امریکا یې په هیڅ بیه نه مني. داسې انګېرل کېږي، چې په افغانستان کې د وضعیت د مبهم‌والي له امله ټرمپ د افغانستان له رهبرانو سره نه ګوري. ځکه دوی هم د افغانستان د وضعیت په اړه مشخص تصویر او تګلاره نوموړي ته نه شي وړاندې کولی.

 

په ۷۳مه ناسته کې څه تېر شول؟

د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۳مه غونډه کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ خبرې، د زیاتره رسنیو د خبرونو سرټکي شول. نوموړي غونډې د وینا پر مهال ایران هغه هېواد وباله، چې د منځني ختیځ په لر او بر کې یې د «وژنو، ګډوډیو او ورانکاریو» تخم کرلی دی. نوموړي ایران هغه هېواد  وباله، چې «نه خپلو ګاونډیانو، نه پولو او نه هم د نورو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی کوي.»

ډونالډ ټرمپ د امنیت شورا په غونډه کې هم پر ایران او روسیې تور پورې کړ، چې ګواکې دغه هېواونه په سوریه کې د خلکو په عام‌وژنه کې لاس لري. نوموړي پر چین هم نیوکه وکړه او یې ویل، چې دغه هېواد غواړي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د بریا د مخنیوي په پار لاسوهنې وکړي. ټرمپ دغه راز وویل چې نوموړی د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې چین ننګولی دی.

د ملګرو ملتونو په وروستۍ عمومي غونډه کې په سوریه، یمن او فلسطین کې د روان وضعیت په اړه هم خبرې وشوې؛ خو په دغه غونډه کې تر ټوله پیکه موضوع چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په خپلو خبرو کې اشاره ورته ونه کړه، د افغانستان قضيه وه.

د افغانستان اجرائیه رئیس داکتر عبدالله که څه هم د ملګرو ملتونو  سازمان د عمومي غونډې په دویمه ورځ وینا وکړه؛ خو په دغه وینا کې داسې څه چې ریښتیا هم د نړیوالو پام د افغانستان قضیې ته زیات کړې، نه لیدل کېږي. نوموړي د افغان دولت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د سولې په اړه داسې خبره وکړه، چې د سولې په تړاو د حکومت د کمزورې ارادې ښودنه کوي. دغه راز د سیمه‌ییزو قضیو په اړه یې هم داسې څه بیان نه کړل، چې د نړیوالو پام واړوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۳مه غونډې په څنډو کې اجرائیه رئیس د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل او دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ. روحاني د تهران او کابل ترمنځ د جامع هوکړه‌لیک د نهایي کولو غوښتونکی شو او ویې ویل، هېواد یې چمتو چې چابهار بندر کټې اخیستنې ته وسپاري او د افغانستان تر پولې د اورګاډي پټلۍ ورسوي.

ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي سره هم وکتل او نوموړي ته یې ډاډ وکړ، چې له بایومټریک څخه په استفادې، له رڼو او با اعتباره ټاکنو به ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ټنیګار وکړ چې د رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کول کولای شي، چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي. نوموړي په دغه لیدنه کې وویل، چې د افغانستان او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه د پاکستان په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی او ټینګار یې وکړ، چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتینې همکاري ده. د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ډاکتر عبدالله ته د پوره همکارۍ ډاډ وکړ او ویې ویل چې زموږ موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.

اجرائیه رئیس دغه راز د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره ولیدل. په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په خبرو اترو، د افغانستان په سیمه‌ییزو اړیکو، د هېواد په امنیتي وضعیت او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

له دې ټولو سره سره، اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د ډنمارک او بلجیم له لومړي وزیرانو سره لیدنې وکړې او دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینکار وشو.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *