د ملا برادر خوشې ‌کېدل او د افغان سولې په اړه نوي پرمختګونه

 

د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د تېر په پرتله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل په موخه، ډېرې هڅې وشوې؛ خو دغو هڅو د څلورو کلونو په تېرېدو سره کومه رغنده پایله ونه لرله او دا پروسه په یو ډول له بن‌ بست سره مخ شوه، چې له امله یې په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه ځینې ګامونه واخیستل شول.

د دغو ګامونو پر دوام، باور دا دی، چې په پاکستان کې له زندانه د ملا برادر په ګډون د طالبانو د دریو مهمو چارواکو خوشې‌ کېدل او د هېواد دننه د یو شمېر نورو پېښو رامنځته کېدل ـ چې په ملي او نړیواله کچه هم د خلکو پام ور اوښتی دی ـ هغه ګامونه دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه اخیستل کېږي؛ خو افغان حکومت بيا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو وروستۍ هڅې، یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په موخه بولي.

که څه هم د افغان سولې په اړه ډېر بحثونه کېږي؛ خو په وروستیو کې یې ځینې خواوې خورا پېچلې او ګونګې ښکاري. دا چې د سولې په تړاو وروستي پرمختګونه یا اخیستل شوي ګامونه څه دي، له زندانه د ملا برادر خوشې‌ کېدل به د سولې بهیر ته څه ورکړي او په ټولیز ډول دا پروسه اوسمهال په کوم لوري روانه ده؟ هغه پوښتنې دي چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د سولې وروستي پرمختګونه

د افغان سولې په تړاو د وروستیو هڅو او پرمختګونو په اړه ګومان دا دی، چې د زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې په تړاو پر ښکاره هڅو سربېره د پردې ترشا هم ځینې پټ ګامونه اخیستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري نږدې دوه میاشتې وړاندې زلمی خلیلزاد په دغه وزارت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د رهبرۍ لپاره د ځانګړي سلاکار په توګه وګومارل شو. نوموړي د خپل نوي ماموریت پیل د افغان سولې په تړاو د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر) ته په لس ورځني سفر سره وکړ.

خلیلزاد افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره پر کتلو سربېره، له یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او د افغانستان په سیاسي ډګر کې مطرح څېرو سره هم خبرې اترې وکړې او د افغانستان دننه یې له طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي په باب د سیاستوالو او جهادي رهبرانو د نظرونو جاج واخیست.

نوموړی، سره له دې چې د پاکستان سرسخت منتقد امریکایي سیاستوال هم دی، خو د خپل ماموریت په لړ کې یې اسلام‌آباد ته هم سفر وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې په باب خبرې وکړې. خلیلزاد پر پاکستان غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

پر پاکستان سربېره زلمي خلیلزاد سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړل. له دغو سفرونو داسې انګېرل کېږي، چې نوموړی هڅه کوي، ترڅو د دغو هېوادونو په همکارۍ له یوې خوا طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي او له بلې خوا د همدغو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان په مرسته اسلام‌آباد هم د افغانستان د سولې په قضیه کې ریښتنې همکارۍ ته وهڅوي.

پر دې ټولو سربېره له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د تازه هڅو په برخه کې یو هم د قطر دفتر ته اهمیت ورکول دي. ځکه د ډونالډ ترمپ له راتګ وروسته داسې اوازې وې چې ښایي په قطر کې د طالبانو شته دفتر وتړل شي؛ خو د یوه کال په تېرېدو سره داسې بریښي چې د قطر دفتر د سولې په قضیه کې محوري رول خپل کړی دی. ځکه له تېرو څو میاشتو راهیسي د افغان سولې په تړاو قطر ته د امریکایي چارواکو سفرونه او له طالب چارواکو سره د دوی لیدنې زياتې شوې دي. په وروستیو کې قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر او له طالب چارواکو سره یې خبرې، دغه راز د دې خبرو د پخلي په اړه د طالبانو له لوري اعلامیه خپرول او د خبرو له لارې د افغان قضیې د حل په اړه د طالبانو خوشبیني، ټول هغه څه دي چې ښیي امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په لور د تګ په حال کې ده او هیلې دا دي چې پایلې به یې هم مثبتې وي.

 

د ملا برادر خوشې ‌کېدل

له طالبانو سره د سولې په تړاو د سیمه‌ییزو هڅو او پرمختګونو پر دوام شنونکي په دې اند دي، چې په پاکستان کې له زندانه د مهمو طالب چارواکو، په ځانګړې توګه د ملا عبدالغني برادر خوشې‌کېدل، د دغو هڅو او پرمختګونو یو هیله‌بښونکی او مثبت ګام دی.

ملا عبدالغني برادر، چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې له زندانه ازاد شو، د ارزګان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی له هغو څلورو کسانو څخه یو و، چې په ۱۹۹۴م کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ، برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر مرستیال، د هرات والي او د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، ملا برادر د وسله‌والو طالبانو د مقاومت د یو مهم غړي په توګه د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې جګړه پیل کړه، چې وروسته له نهو کلونو په ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستاني استخباراتو او امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شو. د نوموړي د نیولو په اړه ویل کېږي؛ ملا برادر ځکه د پاکستان له‌خوا ونیول شو، چې هغه غوښتل له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

که څه هم پاکستان له زندانه د ملا برادر د خوشې کېدو خبر په ۲۰۱۳م کال کې هم خپور کړ، خو هغه مهال دا خبر د نوموړي کورنۍ ته نږدې کسانو او طالبانو رد کړ؛ خو تازه په پاکستان کې د ملا برادر په ګډون د دریو طالب چارواکو د خوشې کېدلو خبر داسې مهال خپرېږي، چې په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې په اړه خپله امریکا هڅې پیل کړې دي او له همدې کبله ويل کېږي چې ملا برادر د امریکا په غوښتنه د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر په همکارۍ خوشې شوی دی. ځکه تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته سفر کړی او له عمران خان سره یې لیدلي وو.

په ټوله کې ویلی شو چې په پاکستان کې له زندانه د ملابرادر خلاصون که د سولې په خبرو کې د باور جوړونې لپاره وي، نو دا بيا یو مثبت ګام دی. له بلې خوا نوموړی د طالبانو په تحریک کې یو پوخ سیاستوال، اغېزلرونکی او په ټوله کې د سولې او روغې جوړې طرفداره کس دی، له همدې کبله داسې تحليلونه هم شته، چې ښايي نوموړی په دې تمه خوشی شوی وي، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو اترو د پيل لپاره کار وکړي.

 

د افغان سولې په تړاو د پټو معاملو تورونه

د دې ترڅنګ چې په پاکستان کې له زندانه د ملا برادر او دوو نورو طالب چارواکو خلاصون، د افغان سولې په تړاو د پرمختګ او د سولې لپاره د معاملې یوه برخه ګڼل کېږي، داسې په افغانستان کې دننه هم د وروستیو پېښو په تړاو ځینې تورونه شته دي. په دغه برخه کې څو ورځې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د پېچلې قضیې په تړاو مختلف غبرګونونه وليدل شول.

جنرال عبدالرازق د کندهار ولایت مقام په داخل کې د یوې مهمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته ووژل شو. دا چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر او ځینې نورو بهرنیانو هم حضور درلود، د نوموړي له وژل کېدلو سره په پراخه کچه داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ګواکې د مرګ تر شا يې د امریکا او افغان حکومت لاس دی او نوموړی د یوې دسيسې ښکار شوی دی.

همدا لامل و، چې په ټولنیزو رسنيو کې د امریکا پر ضد له غوسې ډک فعالیت پیل شو او داسې ویل کیږي چې حکومت او امریکایي چارواکو د دې قضیې په باب د خلکو د قهر د سوړولو او له ذهنيت اړولو هڅې هم پیل کړې دي. د ولسمشر او اجراییه رئیس په ګډون ګڼ شمېر دولتي او سیاسي چارواکي د نوموړي فاتحې ته کندهار ته ورغلل. دغه راز په ډېری ولایتونو کې د نوموړي فاتحه واخیستل شوه. دا هرڅه داسې مهال دي، چې نوموړی هغه څوک و چې د بشري حقونو د نقض له امله د ملګرو ملتونو سازمان د شکنجې ضد کمېټې په یوه راپور کې د هغه پر کړنو جدي نیوکې کړې وې، دغه‌راز سره له دې چې نوموړی د هېواد په سوېل کې یو ځواکمن شخص بلل کېده؛ خو بیا هم د دولت په چوکاټ کې د یوه ولایت امنیه قومندان و او په تېر کې د داسې پېښو غم دومره دروند نه و ښودل شوی.

په ټوله کې داسې ښکاري چې امریکا هڅه کوي تر څو په خپله هغه کار ترسره کړي، کوم چې افغان حکومت په نږدې یوه لسیزه کې پرې ونه توانېد. له طالبانو سره د سولې په پار د افغان حکومت له هڅو را وروسته، امریکا خپله له طالبانو سره خبرې پیل کړې او د ۱۷ کلونو په تېرېدو دې پایلې ته ورسېده چې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي.

په دې هڅو کې د ملابرادر او دوو نورو طالب چارواکو خوشې کېدل هیله بښوونکی ګام دی. ځکه داسې ویل کېږي چې ملا برادر به قطر ته ولاړ شي او د طالبانو له لوري به د سولې په خبرو کې برخه واخلي. له دې سره که چېرې ملا برادر د طالبانو له لوري د سولې خبرو ته راګډ شي او په دې برخه کې هڅې وکړي، اغېز به یې ډېر وي او د خبرو د پیل لپاره به د باور په موجودیت کې یوه پروسه پیل شي.

پر دې ټولو سربېره، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له پاکستانه علاوه، د سیمې ځینې نور هېوادونه لکه: ایران، روسیه او چین هم اغېزناک رول لوبولی شي؛ خو دا چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له حضوره په وېره کې دي او د امریکا حضور د سیمې لپاره ګواښ ګڼي، اړتیا ده چې په افغانستان کې د سولې په موخه د دغو هېوادونو د ریښتنې همکارۍ لپاره د دوی باور تر لاسه شي. د دې باور ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې امریکا له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د خپل حضور په اړه د دغو هېوادونو بدګماني له منځه یوسي. که څه هم اوسمهال داسې ښکاري، چې د دغو هېوادونو رول له پامه غورځول شوی دی.

پای

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *