د CSRS مشرتابه پلاوي د ترکيې له ګاسام څېړنيز مرکز څخه ليدنه وکړه

 

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور شاه رخ رؤوفي او د علمي شورا غړو دکتور مصباح الله عبدالباقي او دکتور محمد هارون خطیبي د ترکیې په استانبول ښار کې د سوېلي آسیا د ستراتېژیکو څېړنو مرکز (GASAM) له مشرتابه غړو سره وکتل.

په دغه ملاقات کې، چې د ډسمبر مياشتې په ۵مه (۲۰۱۸) د ګاسام څېړنيز مرکز په دفتر کې وشو، دواړو لورو د دوه‌اړخيزو همکاريو، افغانستان او ترکيې د اړيکو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه ملاقات کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په نژدې راتلونکي کې به د دواړو مرکزونو په همکارۍ د افغانستان-ترکيې د دوه‌اړخيزو اړيکو په اړه يو سېمينار جوړ کړي.

د يادولو وړ ده، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز-کابل او د سوېلي آسیا د ستراتېژيکو څېړنو مرکز (ګاسام)-استانبول، کابو څلور کاله وړاندې د دوه‌اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک کړی دی.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *