پر ملکي وګړو هوایي بریدونه؛ موخې او پایلې

 

د امریکا د هوایي ځواکونو د معلوماتو پر بنسټ په روان زیږدیز کال کې د دوی له لوري پر افغان خاوره نږدې شپږ زره بمونه غورځول شوي، چې دا شمېره په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړه ګڼل کېږي.

د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. یوازې له تېرو دوو اوونیو راهیسي په هلمند، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او شپنیو پوځي عملیاتو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د وژلو پېښو د ملي شورا او عامو افغانانو توند غبرګونونه هم پارولي؛ که څه هم له بده مرغه د اورېدلو لوری يې نشته دی. د ولسي جرګې غړي وايي، چې د عامو افغانانو د وژل کېدو پر وړاندې د حکومت بې‌پروايي اوج ته رسېدلې ده او د افغان او بهرنيو ځواکونو له‌خوا هره ورځ پر ملکي وګړو مرګوني هوايي او ځمکني بريدونه روان دي.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیله‌بښونکي پړاو ته رسېدلې دي؛ خو داسې ښکاري چې په دغه پروسه کې پر طالبانو د فشار زياتولو لپاره په پراخه کچه ملکي خلک قرباني کېږي.

د هوایي بمباریو زیاتوالی، د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه او دا چې روان وضعیت به څه پایلې ولري؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

د ملکي وګړو مرګژوبله

د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دغه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د يوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۷م کال راوروسته چې يوناما پکې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ثبتول پيل کړل، د ۲۰۱۷ کال تر پایه په افغانستان کې په مجموعي توګه ۸۴۲۴۶ ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۴ م کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو؛ خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د ملکيانو مرگ‌ژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لس زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره د خرابېدو په لور روان دی، چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څارونکي بنسټونه، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پړه تر ډېره د دولت پر وسله‌والو مخالفینو ور اچوي؛ خو د وسله‌والو مخالفینو ترڅنګ، افغان او بهرني ځواکونه د دغې مرګ ژوبلې مهم عاملين دي، چې په دغو راپورونو کې تر ډېره سترګې ترې پټېږي. د بهرنیانو له لوري په ړندو هوایي بمباريو کې د عامو خلکو کورونه، مدرسې، جوماتونه، جنازې، د خوښيو مراسم او نور ملکي تجمعات وخت ناوخت په نښه شوي او په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

پر ملکیانو د هوایي بریدونو زیاتوالی

په ټوله کې، تېر کال د افغانستان او سوېلې اسیا لپاره د امریکا د نوې پوځي ستراتېژۍ له اعلان را وروسته په افغانستان کې هوایي بمبارۍ زیاتې شوې دي؛ خو په وروستو څو اوونیو کې په دغو بمباریو کې ډېری مهال عام وګړي په نښه کیږي.

تېره اوونۍ (۱۳۹۷هـ ش کال د قوس ۱۱مه) په پکتیا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ولسي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول. له دې وړاندې په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي خلک په نښه شول، چې يوناما پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۳ ولسي وګړو ووژل کېدل تاييد کړل؛ خو نړيوالو رسنيو دا کچه ۳۰ تنه وښوده. دغه راز په لوګر او غزني کې د ګډو ځواکو د عملیاتو پرمهال شاوخوا ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هوایي بمبارۍ د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې رول لرونکی او مهم فکټور دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یوازې د روان ۲۰۱۸ م کال له جنوري بیا د اکټوبر تر وروستۍ نېټې د امریکایانو له لوري د حکومت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په موخه ۵۹۸۲ بمونه غوځول شوي دي؛ خو پایله یوازې دا وه چې جګړه ګرمه وساتل شي او ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله واوړي، پرته له دې یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې، ځکه د نظامي فشارونو له لارې د افغان جګړې ګټل هغه څه دي، چې په ۱۷ کلونو کې یې اغېز نه دی ليدل شوی او یوازې د تېرو ناکامو تجربو تکرار بلل کېدای شي.

له هوایي بمباریو او د وسله‌والو مخالفینو له بریدونو ورهاخوا، په وروستیو کې ځینې مرموزې چاودنې او بریدونه هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې یو بل لامل دی. د میلاد النبي په مناسب په کابل ښار کې خونړی برید او لسګونه ملکي ‌کسانو ته یې مرګ ژوبله اړول، د دغه راز بريدونو وروستۍ بېلګه ده.

له دې ټولو سره ویلی شو، چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې اصولو ته نه پاملرنه، ړندې بمبارۍ او په ټولیز ډول قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لاره هواره کړې ده.

 

د سولې وروستي پرمختګونه او ملکي تلفات

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای رسولو په موخه په وروستیو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې او په دې برخه کې په مستقیم ډول د امریکا ‌له‌خوا اخیستل شوي ګامونه، هغه څه دي چې د افغانانو ترمنځ یې د روانې جګړې د پای رسېدو او د یوه آرام افغانستان هیلې را ټوکولې دي.

که څه هم داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه د خبرو پر مهال، دواړه لوري هڅه کوي د جګړې په میدان کې یو پر بل فشارونه وارد کړي او د خبرو پر مهال د زیات امتیاز ترلاسه کولو په موخه یو بل ته خپل قوت ښکاره کړي؛ خو دا چاره یې د ملکي وګړو په زیان تمامه شوې ده.

په وروستیو کې افغان حکومت او بهرنیانو، پر طالبانو بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي او له بلې خوا طالبانو د جګړې پر ډګر او چاودنو تمرکز زیات کړی، چې وروستی ستر برید یې تېره اوونۍ په کابل ښار کې پر G4S برتانوي شرکت باندې و او په پایله کې یې د څلورو بهرنیانو په ګډون لس کسان ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان شول؛ خو د دغو فشارو په لړ کې د ملګي وګړو مرګ‌ژوبله په بې‌ساري ډول زياته شوې او په ځانګړې توګه د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو هوايي عملياتو کې نېغ په نېغه د ملکي خلکو کورنه په نښه کېږي.

له بده مرغه افغان حکومت د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله، تل چوپتیا غوره کړې او په دې برخه کې یې تر دې دمه د خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره کوم جدي ګام نه دی پورته کړی؛ خو دا هغه څه کېدای شي، چې د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ لا هم واټن زیات کړي دغه‌راز د جګړې پر میدان به یې هم اغېز دا وي چې ښایي ځینې دردېدلي افغانان د مخالفینو لیکو ته ورشي او بېرته د افغان حکومت پر ضد وسله واخلي. کوم څه چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت د وسله‌والو مخالفينو د ليکو تقويه کولو يو مهم لامل بلل شوی دی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *